تبلیغات

  ‏که د ژوند ټول اړخونه د خداى په لار کې وي او ځانګړي دهغه د رضا لپاره وي؛نو ‏عبادت به وي.که د انسان ټول کارونه او ژوند يوازې خداى ته وي؛نو د انسان پر ژوند ‏د پام وړ اغيزې لري،چې ‏څو يې دا دي: (١) فاني څيزونه به تلپاتي شي. انسان او ‏ټول زيارونه […]

 

‏که د ژوند ټول اړخونه د خداى په لار کې وي او ځانګړي دهغه د رضا لپاره وي؛نو ‏عبادت به وي.که د انسان ټول کارونه او ژوند يوازې خداى ته وي؛نو د انسان پر ژوند ‏د پام وړ اغيزې لري،چې ‏څو يې دا دي:

(١) فاني څيزونه به تلپاتي شي.

انسان او ‏ټول زيارونه یې له منځه تلوونکي دي؛خو ‏څه چې خداى ته وي،هغه به تلپاتي وي. قرآن وايي:

(( مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ وَمَا عِندَ اللَّهِ بَاقٍ (نحل/۹۶) = څه چې له تاسې سره دي، له منځه ځي؛خو څه چې له خداى سره دي، تلپاتې دي.))

((كُلُّ شَىْ‏ءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ (قصص/۸۸) = د هغه له (سپېڅلې) ذاته پرته نور ټول څېزونه هلاکېدونكې دي.

(٢) ماديات به پرمعنوياتو بدل شي.

که د انسان د کارونو نيت،‏موخه او لار خداى ته وي؛نو خوړل، اغوستل،په سفرتلل،ليدنې،کتنې،د کور کارونه،زده کړې او نور ‏هرڅه به يې مانیزه – معنوي بڼه ومومي. که سپيڅلي او پاک کارونه،د مادي او دنيوي موخو په نيت ترسره شي؛نو ارزښت به ونه لري.

(٣) د ټولنې اووګړي ‏جوړونه.

په عبادت کې د انسان پام خداى ته وي.انسان په عبادت کې ټولو هوسونو ته شا کوې او پر نژاد،ژبې ،لباس،ځمکه اوښار ‏نه ویاړي،‏يوازى په خداى زړه تړي او د نعمتونو ‏شکر یې اوباسي‏؛نو دا هرڅه د وګړیز ‏او ټولنيز ژوند او فکر په جوړولو کې ونډه لري.

عبادت په نيغه لار کې حرکت دى. ‏ [وَأَنِ اعْبُدُونِي هذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ (یس/۶۱) = او دا چې ما ولمانځئ، چې دا سمه لار ده.]

عبادت بوج او پيټې نه؛بلکې د حرکت اړم دى.[ وَاسْتَعِينُوْا بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ -(بقره / ٤٥ او١٥٣آیتونه) په صبر او لمانځه سره (له خدايه) مرسته وغواړئ ( پر زغم او د دننني هوسونو پركابوكولو او خداى ته په ځيرتيا كولو قوت واخلئ ) ]

عبادت په وګړیزه توګه انسان له هوسونو،ګناهونو او د شيطان له مرییتوبه ‏ژغوري اوهمداراز‏ که يوه عابده ټولنه هم د خداى عبادت او ستاينه وکړي؛نو ټولو طاغوتانو،ظالمانو‏او زورلاسو ته به شا کړي. عبادت هم وګړی ‏جوړوي اوهم ټولنه. په ټولنه کې د فساد جرړه له خداى ‏پرته د نورو څيزونوعبادت دى.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ځواب ورکول ناپیژنده ته ځواب لرې کړه

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست