تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د عدى بن حاتم طى ايمان پېغمبر اکرم له مخکې خبر و،چې د طى په ټبر كې لوى بوت دى،چې اوس يې هم عبادت كېږي؛نو ځكه پېغمبر اکرم خپل لوړ پوړي افسر؛علي (ک) له 150 تنو سپرو سره د بوت ړنګولو ته ولېږه.  حضرت علي (ک) احساس كړل،چې دا ټبر به […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د عدى بن حاتم طى ايمان

پېغمبر اکرم له مخکې خبر و،چې د طى په ټبر كې لوى بوت دى،چې اوس يې هم عبادت كېږي؛نو ځكه پېغمبر اکرم خپل لوړ پوړي افسر؛علي (ک) له 150 تنو سپرو سره د بوت ړنګولو ته ولېږه.

 حضرت علي (ک) احساس كړل،چې دا ټبر به هرومرو د اسلام د ځواكونو پر وړاندې مقاومت كوي او هرومرو به جګړه پېښېږي؛نوځکه يې سهار وختي پر هغه ځاى بريد وكړ،چې پکې بوت و او بريالي شول او له ډېرو جنګي غنيمتونو سره مدينې ته راستون شو.

 “عدى بن حاتم” ،چې وروسته يې اسلام راووړ او مجاهد مسلمان شو او تر خپل شريف پلار حاتم وروسته ددې ټبر مشر و، د خپلې تېښتې خبره داسې كوي : ((اسلام تر منلو مخکې مسيحي وم او د اسلام پر ضد د تبليغاتو له امله مې له پېغمبر اکرم سره كينه وه. د اسلام له سترو بريو هم بې خبره نه وم او ډاډ مې درلود،چې يوه ورځ به “طى” ته هم راورسي او داچې پر خپل دين پاتې شم او د اسلام سرتېرو ته تسليم نشم؛ نو خپلو مريانو ته مې حکم كړى و،چې ماته تېز رفتاره اوښان چمتو كړئ،چې كه خطر راپېښ شو،چې شام ته ولاړ شم او د مسلمانانو تر واك لاندې سيمې ووځم.

 يوه ورځ ناڅاپه يو مريى راغى او د خطر زنګ يې وواهه او زه يې د اسلام د ځواكونو له پرمختګه خبر كړم. زه، ښځه او بچي مې د شام پر لور،چې د مسيحيت مركز و او ختيځ ته پروت و، روان شوو. خور مې په ټبر كې پاتې شوه او بندي شوه. بيا يې،چې زما خور مدينې ته بوتله؛ نو د پېغمبر اکرم جومات ته نږدې په يو كور كې ساتل كېده ، چې د اسيرانو مركز و. هغه خپله کيسه داسې كوي:

 (( يوه ورځ پېغمبر اکرم د اسيرانو د كور تر څنګه تېرېده، ما هم وخت غنيمت وګاڼه او د پېغمبر اکرم مخې ته ودرېدم،ورته مې وويل: پلار مې مړ شوى او زما ساتونكى هم ورك شوى دى. پر ما احسان وكړه ،چې خداى(ج) درباندې احسان وكړي.

  پېغمبر اکرم وپوښتل: (( ستا كفيل څوك و؟ ))

 ورته مې وويل: (( ورور مې “عدى بن حاتم”.))

  راته يې وويل: (( هماغه،چې له خداى(ج) او رسوله يې شام ته وتښتېد.))

  پېغمبر اکرم دا خبره وويله او جومات ته روان شو. سبا بيا هم زما او د پېغمبر اکرم ترمنځ همدا خبرې وشوې؛خو څه پايله يې نه درلوده. پر درېمه ورځ له پېغمبر اکرم نهيلې وم،چې يو ځوان مې وليده،چې د پېغمبر اکرم شاته راروان دى او اشاره راكوي،چې پاڅه او پرونۍ خبره بيا پېغمبر اکرم ته وكړه.

 پاڅېدم او پرونۍ خبرې مې بيا رسول الله ته وكړې. پېغمبر اکرم ځواب راكړ: (( تګ ته بيړه مكړه! ما هوډ نيولاى،چې له يو امين سره دې خپل وطن ته ولېږم؛ خو تر اوسه دې لا د سفر سريزې نه دي چمتو شوې . ))

خور مې وايي:(( هغه ځوان علي بن ابيطالب و ،چې په پېغمبر اکرم پسې روان و او اشاره يې راكړه ،چې پرونۍ خبرې بيا پېغمبر اکرم ته وكړه.))

يوه ورځ يو كاروان،چې زموږ خپلوان هم پکې وو، له مدينې شام ته تله. خور مې له پېغمبر اکرم غوښتي وو،چې اجازه وركړي له دې كاروان سره شام ته خپل ورور ته ورشي. پېغمبر اکرم يې وړانديز ومانه او سفر خرڅ،يو اوښ او څه جامې يې وركړې.

 زه په شام كې پخپله خونه كې ناست وم،چې ناڅاپه مې وليدل يو اوښ له كجاوې سره زما د كور مخې ته پر ګونډو شو. و مې ليدل ،چې خور مې پرې ناسته ده. خور مې له اوښه راكوزه كړه او كور ته مې يووړه. خور مې په ګيلو شوه،چې هغه يې په طى كې پرېښې وه او په خپله شام ته راغلى يې .

ما خپله خور هوښياره ګڼله؛ يوه ورځ ورسره د پېغمبر اکرم په باب پر خبرو شوم،ورته مې وويل : ((څه نظر لرې؟))

 خور مې ځواب راكړ: (( پکې مې ډېر فضايل وكتل او ښه به وي،چې ژر تر ژره ورسره د دوستۍ تړون وتړې؛ځکه كه هغه پېغمبر وي؛نو ګټه به هغه كړې وي،چې چا پرې مخکې ايمان راوړو اوكه يوازې  عادي واكمن وي؛نو زيان در ونه رسوي؛بلكې د ځواک له سيوري به يې ګټه واخلې.))

عدى وايي: (( د خور خبرو راباندې اغېز وكړ.مدينې ته ولاړم،چې ورسېدم؛نو ځان مې نېغ پېغمبر اکرم ته ورساوه.هغه مې په جومات كې پېدا كړ. پېغمبر اکرم ،چې وپېژندم؛نو له خپل ځايه راپاڅېد او له لاسه يې ونيوم او خپل كور ته يې يووړم. په لار كې يې يوه زړه ښځه مخې ته راغله؛ و مې ليدل ،چې هغه په مينه ددې زړې خبرې اوري او په نرمۍ ځواب وركوي. اخلاقو يې رامات كړم او له ځان سره مې وويل : هغه عادي واكمن نه دى. كور ته يې ، چې ولاړم؛نو ساده ژوند يې نور هم حيران كړم . په كور كې يې د کجورو د پاڼو توشك و،چې تر ما لاندې يې واچاوه.د حجاز واكمن،چې ټول ځواکونه يې په واک کې كې وو،پخپله پر ځمكه كېناست. پوه شوم چې عادي واكمن نه دى،پېغمبر اکرم راته مخ كړ او زما د ژوند ټولې ځانګړنې يې راته وويلې،راته يې وويل: ((ته د دين له پلوه “ركوسي” يې؟ ))

 ورته مې وويل: (( هو! ))

 راته يې وويل:ولې دې د خپل ټبر د عايداتو څلورمه برخه پخپل جيب كې اچوله؟ ايا دين دې دا اجازه دركوله؟  ورته مې وويل: (( نه! ))

زه د هغه له دې غيبي خبرو پوه شوم،چې د خداى(ج) استازى دى؟ تر اوسه په فكر كې ډوب وم،چې پېغمبر اکرم بيا پر خبرو شو،و يې ويل: (( د مسلمانانو نيستي دې ددې لامل ونه ګرځي،چې اسلام رانه وړې؛ځکه يوه ورځ به يې د نړۍ‌ شتمني په واك كې وي او څوك به نه پېدا كېږي،چې شتمني راټوله كړي.  كه د مسلمانانو لږوالى او دښمن ډېروالى دې د اسلام د نه راوړو لامل ګرځي؛ نو پوه شه،چې يوه ورځ به مسلمانان دومره ډېر شي،چې له “قادسيه” به ښځې ځان ته د خداى(ج) د كور زيارت ته راځي او څوك به ورته پورته هم نشي كتلاى او كه نن وينې،چې ماڼۍ او ځواک د نورو دي؛نو ژمنه درسره کوم ،چې يوه ورځ به دا ټول ځواک د مسلمانانو په لاس كې وي او “بابل” به هم ونيسي. ))

عدى وايي: ((ژوندى وم او و مې ليدل،چې د اسلام د ايمان تر سيوري لاندې ښځې ځان ته له لرې لرې ځايونو د خداى(ج) دكور زيارت ته راځي او چا ورته پورته هم نشو كتلاى.و مې ليدل،چې “بابل” فتح شو او مسلمانانو د “كسرى” تاج او تخت ونيول . هيلمن يم د پېغمبر اکرم درېمه خبره هم ووينم: د جهان شتمنۍ به مدينې ته راشي او څوك به نه وي،چې راټوله يې كړي. ))

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!