تبلیغات

نبوي کورنۍ او د حضرت آدم عليه السلام توبه  حضرت پېغمبراكرم وپوښتل شو: ((دا چې حضرت آدم (ع) له پالونکي “كلمات” واخستل او توبه يې ومنل شوه؛ نو دا “كلمات” څه ول؟))ورته يې وويل:((سئاله بحق محمد و علي و الحسن والحسين الاتبت علي فتاب الله عليه انه هوا التواب الرحيم))؛يعنې خداى پاك ته يې د […]

نبوي کورنۍ او د حضرت آدم عليه السلام توبه

 حضرت پېغمبراكرم وپوښتل شو: ((دا چې حضرت آدم (ع) له پالونکي “كلمات” واخستل او توبه يې ومنل شوه؛ نو دا “كلمات” څه ول؟))ورته يې وويل:((سئاله بحق محمد و علي و الحسن والحسين الاتبت علي فتاب الله عليه انه هوا التواب الرحيم))؛يعنې خداى پاك ته يې د محمد،علي،فاطمې،حسن او حسين په د مخ قسم وركړ،چې توبه يې ومني او خداى هم توبه يې ومنله.[1]))

“سيوطي” په “درالمنثور” کې د ((فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ)) په تفسير کې وايي :

“ابن نجار” له “ابن عباس” څخه روايت کړى : ما د خداى استازى وپوښت : (( د ا ټکي څه ول،چې آدم له خدايه تلقي کړل او خداى د هغو ټکيو د درناوي له امله هغه وباښه؟)) ويې ويل: ((پر محمد،علي، فاطمه ،حسن او حسين قسم و.))

له حضرت علي روايت[2] دى : (( د خداى استازى مې وپوښت : د (فَتَلَقَّى آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ) آيت کې د “کلمات” له ټکي مراد څه دى؟)) د خداى استازي راته وويل : ((خداى آدم په “هند” کې او “حوا” په “جده” کې له اسمانه راکوزه کړه او آدم په هند کې پر خپله کړې ګناه سل کاله وژړل،چې جبراييل راغی او د خداى له لوري يې ورته وويل:” آدمه ! خو ته مې په خپل لاس جوړ کړى او خپله سا مې در کې پو نه کړه ؟ او پرښتې مې درته پر سجده نه کړې؟” آدم د ټولو پوښتنو ځواب “هو!” ورکړ؛نو خداى ورته وويل :” دا دومره ژړا د څه لپاره؟” آدم وويل:” ددې لپاره چې د خداى له رحمته لرې شوى يم.” حضرت جبراييل ورته وويل:” درته په کار دي،چې پردې کلماتو خداى ته قسم ورکړې او هغه توبه منونکى او بښونکى دى،چې دادي:(اللهم اني اسئلک بحق محمد و آل محمد ،سبحانک لا اله الا انت عملت سو و ظلمت نفسي فتب على انک انت التواب الرحيم ) دا څو ځل ووايه،چې خداى دې وبښي.))

د “کنزالعمال” خاوند وايي :((دا روايت “ديلمي” هم راوړى دى .)

“سيوطي” هم په “درالمنثور” کې تر همدې آيت لاندې دا روايت راوړى او ويلي يې دي : ((“ديلمي” په “مسند الفردوس” کې دا روايت له علي په يو سند روايت کړى او بيا يې د ديلمي روايت په لږ توپير راخستى دى .))

حمزه بابا وايي :

په دعا کې د آدم اثر علي دی
په لېمه کې د یعقوب نظر علي دی

       يوه ورځ حضرت فاطمه رنځوره شوه. پېغمبراكرم يې له اصحابو سره يوځاى پوښتنې ته ورغى . له وره يې غږ وكړ : (( لورې! پرده وكړه،ځينې اصحاب دې پوښتنې ته راغلي دي .)) پېغمبر اكرم خپله چپنه د پردې لپاره وركړه او تر پوښتنې وروسته اصحاب كرام له پېغمبراكرم سره بهر ولاړل او اصحابو كرامو د حضرت فاطمې پر ناروغۍ خواخوږي څرګنده كړه؛نو پېغمبر اكرم وويل: (( پوه شئ،چې هغه په قيامت كې د ټولو ښځو بي بي ده.))

     له ام المؤمنين حضرت عايشې بي بي روايت دى: (( يوه ورځ حضرت فاطمه،پېغمبر اكرم ته راغله،چې تګ يې كټ مټ د پېغمبر اكرم په څېر و؛نو پېغمبر اكرم خپلې ښۍ يا كېڼې خوا ته كېنوله او په غوږ كې يې ورته څه وويل او فاطمه په ژړا شوه؛نو ما ورته وويل :” ولې ژاړې؟”وروسته بيا رسول الله ورته په پټه نور څه وويل؛نو فاطمه په خندا شوه،تر اوسه مې داسې ښادي نه وه ليدلې،چې له غم سره نږدې وي،له فاطمې مې د دې خبرې لامل وپوښته ؟ فاطمې وويل:” د رسول الله راز نه ښكاره كوم”،رسول الله چې رحلت وكړ؛ نو بيا مې وپوښتله، راته يې وويل : په لومړي ځل يې راته وويل:”جبراييل راباندې هر كال يو ځل قرآن نازلاوه؛خو سږكال يې دوه ځل او فكر كوم دليل يې دادى،چې اجل مې رانژدې شوى او ته به لومړنۍكس يې،چې راسره يو ځاې كېږې”؛نو چې دا خبره مې واورېده؛په ژړا شوم او بيا يې راته وويل:” آيا خوښه نه يې،چې د جنت د ښځو بي بي او له ايمانوالو ښځو شې؟” دا خبره مې،چې واورېده؛ نو په خندا او خوشحاله شوم.)) (صحيح بخارى)

     له حضرت ابن عباس نه روايت دى، چې رسول الله وويل: (( څلور ښځې د جهان د ښځو سردارې دي : “مريم د عمران لور”،”آسيه د مزاحم لور”،”خديجه د خويلد لور” او “فاطمه د محمد لور” او په ټولو كې فاطمه غوره ده.[3]))

ام المؤمنين عايشه بي بي په يو بل روايت كې وايي: (( فاطمه په خبرو كې پېغمبر اكرم ته ډېره ورته وه،چې رسول الله ته به راتله؛ نو رسول الله يې درناوي ته ودرېده او ورته يې ښه راغلاست وايه؛لاس يې ورته ښكلاوه او پر خپل ځاى يې كېنوله.[4]))

په يو بل روايت كې راغلې،چې رسول الله به د حضرت فاطمې د سر وېښته ډېر ښكلول. (كنز العمال)

حضرت فاطمه خداى ته هم ځانګړى مقام لري،په دې هكله پېغمبر اكرم وايي: (( خداې ستا پر غوسه غوسه کېږي او پر رضا دې راضي كېږي.[5]))

پېغمبر اكرم وايي: ((فاطمه زما د بدن ټوټه ده؛څوك چې يې وځوروي او خواشينې يې كړي؛ نو زه يې ځورولى او خواشينى كړى يم او څوک چې يې په زحمت كړي؛ نو زه به يې په زحمت كړى يم.[6]))

ګټوره مينه

حضرت سلمان فارسي له پېغمبر اكرمه روايتوي : (( سلمانه! كه څوك زما له لور فاطمې سره مينه ولري؛ نو په جنت كې به راسره وي او كه ورسره كينه ولري؛ نو ځاى به يې دوزخ وي، سلمانه!انسان ته له فاطمې سره مينه په سلو ځايو كې ګټه رسوي: په مړينه،قبر،د کړنو په تللو،حشر او په پل صراط كې به انسان ته اسانتياوې وي.كه لور مې فاطمه له چا راضي وي؛ نو زه به ترې راضي يم او له چاچې زه راضي يم؛ نو خداى به ترې راضي وي او كه چا مې لور غوسه كړه؛نو زه يې غوسه كړى يم او پر چاچې زه غوسه شم؛ نو خداى به پرې غضب وكړي سلمانه! پر هغه دې افسوس وي،چې پر فاطمې،مېړه يې علي او لارويانو يې تېرى وكړي .[7]))

حضرت فاطمه د امامانو په هكله وايي: (( موږ د رسول الله اهل بيت او له مخلوق سره د خداى د اړيکې وسيله يو. موږ د خداى غوره كړاى شوي يو او د شپېڅلتيا چينه يو. موږ د خداى څرګند دلايل او د الهي پېغمبرانو وارثان يو.[8]))

داحديث په څرګنده د”آل محمد” مقام او ورسره د مينې ارزښت او اهميت بيانوى :

(( رسول اکرم (ص) ويلى دي :”څوک چې له “آل محمد”سره په مينه کې مړ شي؛بښلى مړ شوى دى . پوه شئ څوک چې له ” آل محمد” سره په مينه کې مړ شي؛نو له توبې سره ومړى دى.څوک چې له “آل محمد”سره په مينه کې مړشي ؛نو په پوره ايمان مؤمن ومړى دى. څوک چې له “آل محمد” سره په مينه کې مړ شي؛د مرګ پرښته او ورپسې نکير او منکر ورته د جنت زېرى ورکوي.څوک،چې له “آل محمد” سره په مينه کې مړشي،داسې جنت ته بېول کېږي؛لکه ناوې، چې مېړه کره وړل کېږي .څوک چې له “آل محمد” سره په مينه کې مړ شي،خداى د خپلې لورنې له مخې،پرښته ورته د قبر زيارت کوونکې ټاکي.څوک چې له “آل محمد” سره په مينه کې مړ شي؛نو زما پر سنتو به له نړۍ تللى وي .پوه شئ څوک،چې له “آل محمد”سره په دښمنۍ کې مړ شي؛د قيامت پر ورځ به په داسې حال کې محشر ته راځي،چې د سترګوپه منځ کې به يې ليکل شوي وي:((دخداى له رحمة نهيلى .))پوه شئ څوک،چې له “آل محمد” سره په دښمنۍ کې مړ شي؛هېڅکله به د جنت بوى و نه سږي [9].

برکتي کور

د “خندق” په غزا کې مدينه محاصره وه او هر چا به تر خپله وسه د جګړې ملاتړ کاوه؛حضرت فاطمې به ډوډۍ پخولې او مجاهدينو ته به يې وړې . يوه ورځ يې خپلو زامنو ته ډوډۍ پخه کړې وه؛نو پلار ورته راپر ياد شو؛په منډه يې ځان د جګړې ليکې ته ورساوه،و يې ويل : (( دا ډوډۍ مې خپلو بچو ته پخه کړې وه، ته مې را پر ياد شوې او زړه ته مې ونه شوه؛نو رامې وړه.)) پېغمبر اکرم وويل: (( دا لومړۍ مړۍ ده،چې پلار دې يې درې ورځې وروسته خوري . [10]))

له حضرت “جابر بن عبدالله” (رض) روايت دى،چې رسول الله څو ورځې هېڅ نه وو خوړلي، د خپلو مېرمنو كور ته ولاړ، هلته هم څه نه و؛ نو د لور كور ته راغى، و يې ويل: (( لورې! خواړه شته،وږې يم؟)) فاطمې: ((پر خداى قسم، نه !)) رسول الله،چې د فاطمې له كوره ووت؛يوې ګاونډۍ ښځې دوې ډوډۍ او لږه غوښه راوړه،فاطمې خواړه په لوښي كې كېښوول او امام حسن او امام حسين يې په رسول الله پسې ولېږل . رسول الله،چې راغى؛فاطمې ورته وويل: (( ستر خداى راته څه راولېږل او درته مې كېښوول.)) د خوړو لوښى يې، چې پېغمبر اكرم ته راووړ او سر يې ترې پورته كړ؛نو له غوښې او ډوډۍ ډك و. حضرت فاطمې،چې دا حالت وليد؛حيرانه شوه. پېغمبر اكرم ورته وويل: (( لورې دا دې له كومه كړل؟)) حضرت فاطمې وويل: ((د خداى له لوري دي، خداى،چې وغواړي،هر چا ته بې حسابه روزي وركوي.)) پېغمبر اكرم وويل: (( د خداى شكر كوم، چې خداى ته د بني اسراييلو د ښځو د سردارې (مريم) په څېر ګرځولې يې.)) د رسول الله مېرمنو او حضرت علي هم له دې خوړو وخوړل او بيا هم خواړه په لوښي كې پراته ول .حضرت فاطمه وايي:((ما ګاونډيانو ته هم خواړه ولېږل او خداى په كې ډېر بركت اچولى و.[11]))

فاطمة الزهرا او د قيامت ورځ

حضرت فاطمه د جنت د ښځو بي بي بلل شوې ده. په دې هكله حضرت علي له پېغمبر اكرمه روايتوي : ((لور مې فاطمه په قيامت کې په داسې حال كې پاڅېږي،چې د”آب حيات” كالي به يې اغوستې وي او ټول به ورته ګوري او د لوړ مقام په ليدو به يې حيران وي او وروسته به د ناوې په څېر د اويا زرو حورو په بدرګه د جنت پر لور بېول كېږي.[12]))

ام المؤمنين حضرت عايشه بي بي له پېغمبراكرمه روايتوي : ((د قيامت پر ورځ به غږ وشي:خلكو! سرونه ټيټ كړئ،چې فاطمه د محمد(ص) لور تېرېږي.[13]))

پېغمبراكرم: ((د معراج پر شپه يې،چې جنت ته بوتلم؛نو دا جملې پکې ليكل شوې وې:”بېشكه،چې خداى ايکې يو دى او شريك نه لري،محمد يې استازى دى،علي د پالونکي محبوب دى،حسن او حسين د خداى غوره دي،فاطمه خداى غوره كړې او پر دښمنانو دې يې لعنت وي.[14]))

((وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ . لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُومٌ [15] = (( او بېشكه چې د وزخ د د وى ټولو د وعدې ځاى دى . )) [( چې دا (دوزخ ) اووه ورونه لري اوله هغوى هر وره ته يوه ټاكلې برخه بېله شوې ده ( چې دا بې لاري به پكې ننوځي ) ].

پر پېغمبر اکرم چې د عذاب دا آيتونه نازل شول؛ نو ډېر يې وژړل او ورسره ناستو اصحابو کرامو هم وژړل. حضرت فاطمې پېغمبر اکرم د ژړا په اړه وپوښت : (( پلاره! ځار دې شم،څه پر ژړا کړې؟)) پېغمبر اکرم ورته د عذاب نازل شوي آيتونه ولوستل . فاطمه د خداى له وېرې پر ځمکه پرېوته او ويې ويل: (( پر هغه دې افسوس وي،چې د دوزخ په اور کې ولوېږي.[16]))

حضرت “سلمان فارسي” وايي: ((يوه ورځ مې حضرت فاطمه وليده، چې ساده او پيوندي ځړوکى يې پر سر دى، حيران شوم او و مې ويل:” د فارس او روم د پاچايانو لوڼې د سرو زرو پر تختونو کېني او له قيميتي ټوکرانو جامې جوړوي او د خداى د رسول لور نه د سرو زرو تخت او نه ښکلې او قيمتي جامې لري.” فاطمې راته وويل:” سلمانه! خداى موږ ته په قيامت کې ښکلې جامې او د سرو زرو تختونه ساتلي دي.” بيا حضرت فاطمه خپل پلار ته ورغله او د حضرت سلمان حيرانتيا يې ورته بيان کړه: “پلاره! سلمان زما د ساده جامو په ليدو ډېر حيران شو، پر هغه خداى قسم،چې تاسې يې پېغمبر کړي ياست، زموږ د کور ټغر د “پسه” له پوټکي دى، چې د ورځې پرې خپل اوښ ته واښه اچوو او د شپې پرې څملو او بالښت مو څرمن ده،چې د کجورو له پاڼو ډک دى.[17]“))

     حضرت “جابر بن عبدالله انصاري” روايتوي : (( د مازيګر لمونځ مې له رسول اكرم سره وكړ،ټول اصحاب ورسره ناست ول،يو نيمزالى سوالګر راغى،چې شلیدلې جامې يې پر غاړه وې او ويې ويل: “وږى يم، كالي مې نشته،څه راكړئ .” رسول اكرم ورته وويل:”اوس څه نه لرم،د فاطمې كور ته ولاړ شه، اړتيا به دې پوره شي .” حضرت بلال يې ورسره ولېږه. سوالګر وويل : ” فقير يم،كالي نه لرم او وږى يم،لومړى دې پلار ته تللى وم،تاته يې راولېږلم.”حضرت فاطمې خپله غاړكۍ فقير ته وبښله او ورته يې وويل:”دا وپلوره او خپله اړتيا دې پوره كړه.” فقير پېغمبر اكرم ته راغى او تېره کيسه يې ورته ووايه. پېغمبر اكرم وژړل او و يې ويل:”و يې پلوره او زما د لور د بـښنې له بركته خپل اړتيا پوره كړه.”حضرت عمار(رض) له فقيره غاړكۍ واخسته،فقير پېغمبر اكرم ته وويل: “اړتيا مې پوره شوه خداى دې فاطمې ته دومره اجر وركړي،چې نه چا په سترګو ليدلى وي اونه چا په غوږونو اورېدلى وي .” حضرت عمار(رض) غاړكۍ په يوه دستمال كې له خپل مريي سره يو ځاى پېغمبر اكرم ته وبښله. پېغمبر اكرم غاړكۍ او مريى حضرت فاطمې ته وبښل. حضرت فاطمې مريي ازاد كړ.مريي په ازادۍ وخندل او ويې ويل:” دې غاړكۍ يو وږى موړ، بربنډ پټ او بنده ازاد كړ او بيا هم د خپلې خاوندې پر غاړه ده.[18]“))

پلار راته وايه چې زړه مې خوشحالوي

     ام المؤمنين عايشه بي بي وايي: (( دا آيت [( لا تجعلوا دعا رسول الله بينكم كدعا بعضكم بعضا)پېغمبر اكرم ته؛لكه د نورو په څېر غږ مه كوئ] چې نازل شو؛نو بيا مسلمانانو پېغمبر اكرم ته د “يا محمد”! پر ځاى د “يا رسول الله !” او “يا ايها النبي !” غږ كاوه؛ نو فاطمه وايي:” بيا مې زړه و نه كړ،چې پلار ته مې”يا ابتاه” يا د پلار غږ كړى واى او پېغمبر اكرم ته به مې “يا رسول الله” وايه . دوه ځله مې دا خطاب تكرار كړ؛ و مې ليدل،چې پېغمبر اكرم رانه خپه شو او مخ يې واړاوه. پر درېم ځل يې راته وويل :” فاطمې! دا آيت ستا او ستا د کورنۍ او اولاد په هكله نه دى نازل شوى، ته زما يې او زه ستا يم، دا د نورو په هكله نازل شوى؛پلار راته وايه!،چې زړه مې ژوندى كوي او خداى خوشحالوي .[19]“))

همداراز ام المؤمنين عايشه بي بي زياتوي : (( تر پېغمبر اكرم او فاطمې مې بل څوك رښتنى ونه ليد.[20]))

د حضرت فاطمة الزهرا ژړا

     د بغداد شيخ المحدثين، د خپل كتاب په لسم ټوك په خپل سند له “اسماء بن واثله” نقل كړى،چې وايي:(( له فاطمې مې اورېدلي،چې و يې ويل:علي راته يوه شپه راغى؛ نو په بستره كې يې وژړولم،و مې ويل: ولې؟ راته يې وويل: وا مې ورېدل،چې ځمكه ورسره خبرې كوي او هغه شپه مې په ژړا او زاريو تېره كړه،دا پېښه مې خپل پلار ته وويله؛نو پلار مې اوږده سجده وكړه اوچې سر يې راپورته كړ؛راته يې وويل: فاطمې! تا ته د سپېڅلي ځوځات زېرى دركوم؛ځكه خداى تعالى ستا مېړه تر ټولو غوره ګڼلى او فضيلت يې وركړى او ځمكې ته يې امر كړى،چې ورسره خبرې وكړي،خپل احوال او څه، چې ورباندې په لر او بر كې تېرېږي، ووايي.[21]))

حضرت علي د فاطمة الزهرا له نظره

     حضرت فاطمه د حضرت علي په هكله وايي: ((علي يو الهي او رباني لارښود دى،ځلانده څېره لري او د ټولو عارفانو او خداى لمانځونكيو چورليځ او محور دى،له پاكې كورنۍ دى، تل يې پر خوله حق ويلى او د رسول الله د دوو ګلونو او د جنتي ځوانانو حسن او حسين پلار دى .[22]))

خوشال بابا وايي :

د علي د آل دوستي د ايمان زړه دى

څوك دې شك په دا په زړه نه راولي
د علي د آل په مدح كى جنت دى
د خوشال خټك په داده تسلي

حمزه بابا وايي :

ګويا موج دى د قدرت په سيند كې زور د علي
زړه د الحاد د بړبوكو چولى شور د علي
ورور د علي كه و نبي،نبي و ورور د علي
كور د علي و د نبي د نبي كور د علي
نامه د خداى چې شوه نامه د علي نام خدا
ځكه نشان شو لو سوا له حد نه خور دعلي
پرانېزه سترګې څه پرسان د مرتبو يې كوې
باغ د اسلام دى په رنګ رنګ ګلو سمسور د علي
چې په شكم كې د مادر يې هدايت كولو
د ماسوى ته احتياج ګاڼه پېغور د علي
څوك يې چې غم د فرزندانو كاندې غم يې څه دى
چې يې محبوب د كبريا غوندې غم خور د علي
چې غوره شوى د كوثر د اوبو ويش لره و
په مصيبت د صبر جام نه شو نسكور د علي
راشه جوهر د قربانۍ كړه راپر زړه د حسين
د سړيتوب پر آينه باندې دى پور د علي
حمزه نظر به وي پرې تل چې بې نوا ليمه وي
او شوې ككۍ دي چې ككۍ دي ځي په تورد علي

يوه ورځ فاطمه پېغمبر اكرم ته راغله او د حضرت علي د بښنو او سر ښندو په هكله يې وويل : (( پلاره! علي په كور كې هېڅ خواړه نه پرېږدي، چې څه يې لاس ته ورځي،ټول پر بېوزليو ويشي.[23]))

حضرت ابو درداء (رض) وايي: ((حضرت علي مې پر سجده وليد،چې غږ نه اوري او نه ځان خوځوي،چغې مې كړې،پر خداى قسم چې علي ومړى،په منډه مې فاطمه خبره كړه، راته يي وويل : پر خداى قسم دا د علي معنوي حالت دى،چې د لوى خداى له وېرې پرې راغلى او په عبادت كې بې سده شوی دى .[24]))

 حوشحال بابا وايي :

د زړه زنګ په بل صيقل نه لرې كېږي

پـــه دوستــــۍ يـــې د عـلي د مصقلي

پېغمبر اكرم،حضرت علي او فاطمه سره يو ځاى ناست ول، پېغمبر اكرم،حضرت علي وستايه او ارزښتونه يې وويل او له زړه یې ورسره مينه ښکاره کړه. فاطمې وويل: (( پر هغه خداى قسم،چې ته يې پېغمبر كړې او په تا يې اسلامي امت ته لار وښووه،چې ژوندۍ يم؛نو د علي ارزښتونه به منم .[25]))

فاطمه د انسان برى، له حضرت علي سره په دوستۍ او مينه كې ويني او وايي: (( هغه به بشپړ او رښتينى بريالى وي،چې له علي سره يې پر ژوندون او همداراز تر مړينې وروسته مينه وي.[26]))

       په “سفينه” كتاب كې يې له “امام باقر نقل” دى: (( پر رسول الله به چې ناروغي راغله؛نو د فاطمې پر نامه يې شفا غوښته او په لوړ غږ يې ويل،چې تر وره يې رسېده: ((فاطمه بنت محمد))او پالونکي به شفا وركوله.))

روايت دى،چې:

(( له خپلې ترور (عمه) سره ام المؤمنين عايشې بي بي ته ولاړم، ترور مې وپوښتله :په ښځو كې څوك رسول الله ته ډېره ګرانه وه؟ ويې ويل: فاطمه.په نارينه وو كې ورته څوك ډېر ګران و؟ ويې ويل: علي.[27]))

په كافي كې له امام باقر روايت دى،چې: ((پر حق تعالى قسم،چې فاطمه د ميثاق په ژمنه كې په علم سره له ناپوهۍ او شره بېله شوې او د حيض له وينې خوندي شوې ده.))

     “فقيه” له رسول اكرم روايت كړى،چې آنحضرت وويل: (( فاطمه ستاسې د ښځو په څېر نه ده؛ځكه د حورې په څېر د حيض او نفاس وينه نه لري.[28]))

له حضرت ابن عباس نه روايت دى،چې رسول الله وويل :

(( لور مې فاطمه بشري حوره ده،چې حيض پرې نه راځي او نه استحاضه كېږي او خداى تعالى ځكه فاطمه نومولې،چې هغه او مينوال يې د دوزخ له اوره غوڅ او پرې “فطم” شوي دي . حضرت عمر (رض) چې د حضرت علي پر لور “ام كلثوم” مارکه وكړه؛نو علي ورته عذر وكړ،چې عمر يې لږ دى .حضرت عمر (رض) ورته وويل: مطلب مې دا نه دى،چې خوند ترې واخلم؛بلكې له پېغمبر اكرم نه مې اورېدلي ،چې ويل يې:” د قيامت پر روځ بې زما له نسب او سبب نور ټول سببونه او نسبونه پرې كېږي،هر قوم او ټبر خپل پلار ته منسوب وي؛ خو بې د فاطمې له اولادونو،چې زه يې پلار يم.”[29]))

خوشال بابا وايي :

دوستداران د اهل بيت له اوره خلاص دي
بـــــې دوستــــۍ يې عـــالم کـله مخلص دى

يو تن خپله مېرمن فاطمې بي بي ته ولېږله،چې پوښتنه ترې وکړي : (( ايا مېړه مې ستاسې له دوستانو دى که نه؟)) ويې ويل: (( پر کومو څيزونو،چې درته امر کوو،و يې کړئ او له کومو،چې مو منع کوو، مه يې کوئ؛نو زموږ د دوستانو په ډله کې به وشمېرل شئ.))دا ځواب يې،چې واورېد؛نو پرېشانه شو او د خپلو نيمګرتياوو په اړه يې وويل: ((څه حال به مې وي،تل به په دوزخ کې پروت يم))ښځې يې دا خبرې فاطمې بي بي ته وکړې. فاطمې ورته وويل: (( مېړه ته دې ووايه،چې داسې نه ده،زموږ مينوال د جنت له غوره کسانو دي او زموږ ټول دوستان او زموږ د دوستانو دوستان او زموږ د دښمنانو دښمنان به په جنت کې وي. چاچې په زړه او خوله زموږ دوستۍ ته غاړه اېښې وي او که زموږ له امرونو سرغړونه وکړي او له بديو ډډه ونه کړي؛نو زموږ له واقعي مينوالو به نه وي. چې دوى د قيامت د ورځې کړاوونه وويني او لږه موده د دوزخ په پورتنيو پوړونو کې تېره کړي او له ګناهونو ووينځل شي؛نو جنت ته به ور ننوځي او له موږ سره د دوستۍ له کبله به وژغورل شي او ځان ته به يې راولو.[30]))

حضرت علي وايي: ((د مدينې يوه ښځه فاطمې ته راغله او ويې ويل : زما يوه سپين سرې مور ده،چې د لمانځه په هکله ډېرې پوښتنې لري، زه يې راولېږلم،چې په اړه يې درنه شرعي پوښتنې وکړم. ښځې ترې ډېرې پوښتنې وکړې؛خو څو شېبې وروسته خجالت شوه او ويې ويل : د رسول الله لورې! ډېرې پوښتنې مې درنه وکړې، نور مو نه په زحمتوم . فاطمې بي بي وويل:که نورې پوښتنې لرې،هم يې وکړه،که څوک چاته سل زغره ديناره سره ورکړي،چې دا دروند بار د کور چت ته پورته کړه؛نو دا کار ورته سخت دى؟ ښځې وويل: نه ! و يې ويل : زه،چې ستا هره پوښتنه ځوابوم؛نو د ځمکې او عرش ترمنځ واټن هومره ډېرې مرغلرې ثواب ګټم؛نو دا کار را‌باندې دروند نه دي.[31]))

((اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونِةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُّورٌ عَلَى نُورٍ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاء وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ [32]= ((الله د اسمانو او ځمكې رڼا ده، د رڼا مثال يې (داسې دى) لكه په تاخچه كې،چې يوه بله ډېوه وي،ډېوه په يوه ښيښه كې وي ښيښه (د هغې رڼا له امله) د ځلنده ستورې په څېر وي،چې (دا ډېوه) د ښونه له بركتناكې ونې،چې نه ختيزه وي او نه لويديزه په تېلو بلېږي (او تېل يې دومره صاف او نږه دي،چې) نژدې وي بې د اور له رسېدو(ولګېږي او) رڼا وكړي (د ډېوې دغه) رڼا(د نږه تيلو) په رڼا ده او د خداى،چې چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) په خپله رڼا ورته لار ښيي او خداى خلكو ته دا مثالونه بيانوي (چې د محسوساتو له لارې پر معقولاتوو پوهېږې) او خداى پر هر څه پوه دى.))

د (كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ) آيت په باب “ابن مغازلي شافعي” په خپل سند له ارواښاد “حسن بصري” روايتوي :((ابوالحسن علي مې ددې آيت په باب وپوښته .ويې ويل: رسول اكرم راته وويل : له ((كَمِشْكَاةٍ)) مطلب “فاطمه” ده، له ((الْمِصْبَاحُ )) مطلب حسن او حسين،((الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ)) (زجاجه؛يعنې ځلانده ستورى). فاطمه په ښځينه عالم كې ځلانده ستورې وه، ((يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ)) له ((شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ)) مطلب ابراهيم عليه السلام دى،(( لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ))؛يعنې نه يهودي او نه نصراني دى . (( يَكَادُ زَيْتُهَا))؛ يعنې نژدې دى،چې علم د فاطمې له شتونه په خبرو راشي، ((وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ ))چېكه څه هم اور ورته نه رسي ((نُّورٌ عَلَى نُورٍ ))؛يعنې د بي بي زهرا له ځوځاته امامان دي،چې په يو بل پسې راځي،(( يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاء)) ويې ويل : خداى كه چاته وغواړي؛نو زموږ په ولايت (آل محمد ولايت) ورته سمه لار ورښيي.[33]))

حضرت فاطمه له پېغمبر اکرمه روايتوي : (( د جمعې پر ورځ داسې يو مهال شته،چې پکې د خير غوښتنه منل کېږي، و مې پوښت : رسول الله! هغه کوم وخت دى؟ ويې ويل : نيم لمر، چې ولوېږي بيا به فاطمې بي بي تل د جمعې د ورځې د لمر پرېوتنې پر مهال مسلمانانو ته دعاګانې کولې.[34]))

يوه ورځ حضرت “حسن مثنى” (د امام حسن مجتبى زوى)حضرت “عمر بن عبدالعزيز” ته ورغى(عمر بن عبدالعزيز ځوان او هغه بوډا و)؛نو عمر په درناوي د مجلس په پورته برخه كې كېناوه، درباريانو يې وويل:چې ته اموي يې،ولې د علي د اولادې درناوى كوې؟ ورته يې وويل: موثقو او ډاډمنو راته نقل كړى او دا دومره اعتمادي دي،چې نقل يې راته داسې دى؛لكه په خپله مې،چې اورېدلى وي، چې رسول اكرم ويلي دي : ((فاطمه زما د تن برخه ده،چاچې خوشحاله كړه؛نو زه يې خوشحاله كړى يم او چاچې خپه كړه؛ نو زه يې خپه كړى يم)) او زه پوهېږم،كه فاطمه ژوندۍ واى او دا يې كتلي واى،چې ما يې د لمسي څومره درناوى وكړ؛نو خوشحاله به وه؛نو زما د عمل پايله دا ده،چې آنحضرت رانه خوشحاله شي.[35]))

پېغمبراكرم : (( فاطمې! خداى تعالى ستا په غوسه، غوسه كېږي او په خوښۍ دې خوښېږي .[36]))

حضرت فاطمه د پاكوالي په اړه وايي: (( څوک چې تر خوړو وروسته په ككړو او غوړو لاسونو ويده شي؛نو تاوان به وكړي .[37]))

حضرت فاطمه د خوړو د ادابو په اړه وايي: (( دسترخوان چې خپور شو او ډوډۍ مو خوړه؛نو دولس غوره كارونه دي،چې هر مسلمان يې بايد و پېژني،چې څلور په كې واجب،څلور مستحب او نور د درناوي نښه ده.څلور واجب عملونه دادي :

1- د لوى خداى پېژندل او بايد پوه شو،چې ټول نعمتونه د هغه له لوري دي .2- د خداى پر نعمتونو خوښي ښوول.3- په پيل كې د “بسم الله الرحمن الرحيم” ويل. 4- په پاې كې له خدايه شكر اېستل.

څلور مستحب عملونه دادي:

1- تر خوړو مخكې اودس كول.2- کيڼ اړخ ته كېناستل.3- خواړه په ناسته خوړل. 4- خواړه په درې ګوتو خوړل .

څلور عملونه،چې د درناوي نښه ده:

1- په خپله مخه كې خواړه خوړل . 2- كوچنى كپ كول. 3- دخوړو ښه ژوول .4- نورو ته لږ کتل .[38] ))

خوشحال بابا وايي:

په طعـــــــــــام كې څــلور څيزه
ادب دادى زما جانه
فريضــــه دي اى عـــزيزه
نمړۍ كمه خوره له خوانه
بيا څلـــور په كې سنت دي
په خپل لوري خواړه اخله
اداب هـــــــــم څلور شهرت دى
مـــه وبل لوري نه اخله
دوه څيــــــــــــزونه دارو دينه
نمـــــړۍ ښه سره وژويه
دوه مكـــروه په كې شعارينه
بيــا يې ونغړه اى زويه
فريضـــــــــــــــه څلـــور څيزونه
بل نمړۍ د چا مه ګوره
په طعــام كــــــې دي دا چې شونه
داڅلور ادابه ژغوره
حضرت فاطمه د كجورو د غذايي ارزښت په اړه وايي : (( كجوره مؤمن ته غوره ډالۍ ده.[39]))

حضرت فاطمه د انسان د ارزښتمنۍ کچه له خلکو او کورنۍ سره په غوره او نېک چلن کې ويني او وايي: ((په تاسې کې هغه غوره دى،چې له خلکو سره په مهربانۍ چلېږي او ارزښتمن هغه دى،چې پر خپلو ښځو مهربان وي.[40]))

حضرت فاطمه د روژې په اړه وايي : ((که روژه د روژه تي ژبه ، غوږونه،سترګې،پښې او لاسونه له ناوړه کړنو ونه ژغوري؛نو انسان به په داسې روژه څه وکړي؟[41]))

حضرت فاطمه د امت د ګناهکارانو د شفاعت په اړه وايي :

((د قيامت پر ورځ،چې راپاڅم؛نو د رسول الله د امت د ګناهکارانو شفاعت به وکړم.[42]))

((إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا=په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي)، مؤمنانو! تاسې هم پر هغه درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ. ))

حضرت فاطمة الزهرا د قرآن د لوستو د فضيلت په هکله وايي:((د حديد،واقعه او الرحمن د سورتونو لوستونکي به په ځمکه او اسمانو کې جنتي وي .[43]))

حضرت فاطمة الزهرا زياتوي : ((ستاسې له دنيا مې درې څېزونه خوښ دي :

١- د قرآن لوستل .٢- د رسول الله مخ ته کتل .٣- د خداى په لار کې لګښت کول .[44]))

((يوه ورځ پېغمبر اکرم،فاطمه خپه وليده،پوښتنه يې ترې وکړه : ولې خپه يې؟ ويې ويل: پلاره! د قيامت ورځ مې راياده شوه،چې ټول خلک به پکې لوڅ ولاړ وي . [45]))

[1] . وګورئ :(١) ابن مغازلي شافعي؛ المناقب:63 مخ .(٢)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينا بيع المودة : 97 مخ .

[2] . (کنز العمال 1/224)

[3] . وګورئ : (١)ذخاير العقبى : 44.(٢)سيوطي؛الدرالمنثور .(٣)صحيح ترمذي :٢\٣٠٦-١\٣١.(٤)صحيح بخاري : ٨ ټوک.(٥)نسايي؛خصايص :٣٣ مخ .(٦)ترمذي؛ سنن : ٥ ټوک. (٧) مستدرک الصحيحين٣ :\١٨٥-٢\٤٩٧.(٨)کنزالعمال : ١٢\له ١٠٥ څخه تر ١١٢ مخونو پورې .

[4] . وګورئ : مستدرك الصحيحين 3/154.

[5] . وګورئ : مستدرك الصحيحين : 2/ 153.

[6] . وګورئ: صحيح بخاري،خصايص نسائي،فيض القدير، كنزالعمال، مسند احمد بن حنبل، صحيح ابي داود،حلية اولياء، صحيح ترمذي: 2/319)

[7] . وګورئ :(١)خوارزمي؛مقتل : 1\ 64 .(٢)درالمنثور : 4\153 .(٣)ميزان الاعتدال : 2\518 .(٤) تاريخ بغداد : 5\87 .

[8] . وګورئ : شرح ابن ابي الحديد : 16/201.”زمخشري” په “کشاف” ( ٤/٢٢٠ – ٢٢٠ -٢٢١ مخونه) تفسير کې يو حديث نقل کړى،چې بيا “فخر رازي” ( ٢٧/١٦٥-١٦٦مخونو) او “قرطبي” ( ٨/٤٣- ٥٨ مخونه ) هم له هغه اخستى.

[9] . وګورئ : (١)امام فخررازي؛تفسير٢٧\١٦٥.(٢)ابن عربي؛تفسير ٢\٢١٩. (٣) قرطبي؛ تفسير١٦\٢٢ .(٤)ثعلبي؛تفيسر ٥\١٥٧.(٥) مقريزي؛ فضل آل البيت : ١٢٨مخ.(٦)شيخ سليمان قندوزى؛ينابيع المودة ٢\٣٣٢.(٧)ابن صباغ مالکي؛الفصول المهة ١\٥١٣. (٨) زمخشري؛الکشاف ٣\٤٦٧.

[10] . وګورئ :(١)بحار الانوار : ٢٠/٢٤٥ ، ١٠ حديث .(٢) احقاق الحق : ١٠/٢٨٥.

[11] . وګورئ : زمخشري،كشاف، سيوطي، درالمنثور، ثعلبي(تفاسير).

[12] . وګورئ :(١)الصواعق المحرقه : ٢٨٩ مخ.(٢)ذخايرالعقبى:٤٨ مخ.(٣) الاصابة : ٨ ټوک.

(٤) تذکرة الاخواص. د فاطمة الزهرا د حالاتو برخه.(٥)فرايد السمطين : ٢\٩.(٦)کنزالعمال : ١٢ ټوک . (٧)مجمع الزوايد : ٩\٢١٢. (٨)اعلام النساء : ٤ ټوک.(٩)حاکم؛ مستدرک: ٣ټوک.(١٠) بغداد تاريخ : ٨\١٤١.(١١)ينابيع المودة : ٥٥باب.(١٢)اسدالغابة :٥\٥٢٤.(١٣) مستدرک الصحيحين :٣\١٥٣.(١٤)لسان الميزان :٣\٢٣٧.(١٥)فصول المهمة :١٢٧ مخ.(١٦)د دمشق تاريخ : ١٢\٨٦. (١٧) ابن عساکر؛تهذيب : ٤\٢٣٦.(١٨)ابن مغازلي؛مناقب : ٤٠٦،٤٠٧،٣٧٥، ګڼه احاديث.

[13] . وګورئ :(١)بغداد تاريخ : 8/141.(٢)الصواعق المحرقة :٢٨٩مخ.(٣)مستدرک : د معرفة الصحابة کتاب.(٤) ذخاير العقبى :٤٨مخ. (٥)الاصابة :٨ ټوک.(٦)تذکرةالخواص : د فاطمې د حالاتو برخه.(٧) فرايد السمطين :٢\٩.(٨)کنزالعمال : ١٢ټوک ٦\٢١٨. (٩)اعلام النساء : ٨ ټوک، د فاطمې بنت محمد(ص) برخه.(١٠)ذهبي؛ميزان الاعتدال.(١١) لسان الميزان.(١٢)مجمع الزوايد :٢\٢١٢.(١٣)اسدُالغابة:٨\٥٢٣. (١٤)خوارزمي؛مقتل :د فاطمې د فضايلو برخه.(١٥)ينابيع المودة : ٥٥ باب.(١٦)مستدرک الصححين :٣\١٥٣. (١٧)نورالابصار :٥٣مخ.(١٨)کفاية الطالب :٢١٢مخ.(١٩)فصول المهمة :١٢٧مخ. (٢٠)نسايي؛خصايص :٢\٢٦٥. (٢١)ابن ابي الحديد؛ د نهج البلاغې شرح.(٢٢)تاريخ دمشق :١٢\٨٦.(٢٣)ابن عساکر؛ تهذيب :٤\٢٣٦.(٢٤)ابن مغازلي؛مناقب:د ابن عباس له قوله ٤٠٦او ٤٠٧ ګڼه احاديث.(٢٥)حاکم؛ مستدرک :٣\١٥٦.(٢٦)بيضاوي؛انوارالتنزيل تفسير: ١\١٥٨ د ١٣٨٨ س=١٩٦٥ز چاپ. (٢٧)الشيخ اسماعيل برسوي؛روح البيان تفسير: ٢ ټوک ٢٩ مخ د بيروت چاپ.(٢٨)جلال الدين سيوطي؛درالمنثورتفسير: ٢\٢٢ . (٢٩) رشيدالدين ميبدي؛ کشف الاسرار تفسير.(٣٠)زمخشري؛ الکشاف تفسير:١\٣٥٨.

[14] . وګورئ : د بغداد تاريخ 1/259.

[15] . (حجر\٤٣-٤٤)

[16] . وګورئ :(١) بحار الانوار : ٨/٣٠٣، ٦٢ حديث او٤٣/٨٨، ٩ حديث .(٢) رياحين الشريعة : ١/١٤٨ حديث)

[17] . وګورئ :(١)بحار الانوار: ٧/٣٠٣ .(٢) کوکب الدري : ١/١٧٥ .(٣) تفسير برهان : ٢/٣٤٦ .

[18] . وګورئ : بحارالاانوار 43/56.

[19] . وګورئ : ابن شهر آشوب؛ مناقب : 3/320.

[20] . وګورئ :(١) كشف الغمة : 2/81.(٢)ذخاير العقبى : 42.

[21] . وګورئ : ابن طاووس؛طرايف : 111مخ .

[22] . وګورئ : رياحين الشريعة : 1/93.

 [23] . وګورئ:(١) كشف الغمة : 1/473 .(٢)بحار الانوار : 43/143- 11 حديث.

[24] . وګورئ :(١)شيخ صدوق؛ امالي: 79 مخ .(٢)ثواب الاعمال : 116 مخ.

[25] . وګورئ:(١)ابن شهر اشوب؛ مناقب: 3/330 .(٢)عوامل : 11/128.

[26] . وګورئ : ينابيع المودة: 1/376.

[27] . سيد عبدالحسين طيب؛كلم الطيب:517مخ او اروښاد مجلسي له جامع الاصول له صحيح ترمذي له “جميع بن عمير”

[28] . وګورئ:ارواښاد حافظ خطيب بغدادي؛ بغداد تاريخ: 12/331.

[29] . وګورئ :(١)امام احمد حنبل؛ فضايل الصحابه 2/625 –626 .(٢)طبراني؛معجم الكبير3/1634 ګڼه حديث .(٣)حاكم؛ مستدرك 3/142 .(٤)حاكم حسكاني حنفي؛ شواهد التنزيل: 177مخ.

[30] . وګورئ :(١) بحار الانوار : ٦٥/١٥٥ .(٢)تفسير البرهان : ٤/٢١.

[31] . وګورئ :(١) بحار الانوار ٢/٣ .(٢) لئالي الاخبار ٢/٢٥٤.

[32] . (نور\٣٥)

[33] . وګورئ : المناقب 223 – 317مخونه.

[34] . وګورئ :(١) وسايل الشيعه : ٥/٢٩ .(٢)معاني الاخبار : ٣٩٩ مخ .(٣) دلايل الامامة : ٤ مخ.

[35] . وګورئ :(١)ابن حجر؛ الصواعق المحرقة : 107مخ.(٢)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة : 173.

[36] . وګورئ :(١)حاكم؛مستدرك :3/53.(٢)ابن حجر عسقلاني؛الاصابة :8/159.(٣) سبط ابن جوزي؛ تذكرة الخواص : 175 مخ. (٤) محب طبري؛ذخائر العقبى :39مخ.(٥)ابن حجر هيثمي شافعي؛الصواعق المحرقه : 105مخ.(٦) ابن اثير؛ اسدالغابة : 5/522.(٧) ذهبي؛ ميزان الاعتدال .

[37] . وګورئ :(١) عوالم : 11/628 .(٢)ابن ماجه؛سنن : 2/22.

[38] . وګورئ :(١)نفاس اللباب 3\124 .(٢)عوالم 11\629 .

[39] . وګورئ : كنزالعمال 12/339 – 353 حديث .

[40] . وګورئ :(١) دلايل امامة .(٢) کنز العمال : ٧/٢٢٥ .(٣) تاريخ بغداد : ١٢/٥٠ .

[41] . وګورئ :(١)مستدرک الوسايل ٧/٣٦٦ .(٢)کتاب عالم ١١/٦٢٥ .(٣)دلايل الامامة : ٧ مخ .

[42] . وګورئ :(١)احقاق الحق ١٩/١٢٩، ١٠/٣٦٧ .(٢) وسيلة النجاة /٢١٧.

 [43] . وګورئ : کنز العمال ١/٥٨٢.

[44] . وګورئ : خياباني؛وقايع الايام: جلد صيام /٢٩٥.

[45] . وګورئ :(١) بحار الانوار: ٨/٥٣، ٦٢ حديث .(٢)کشف الغمة : ٢/٥٧ .(٣) لئالي الاخبار : ٥/٦٥ .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست