تبلیغات

په روايتونو کې د اهلبيتو فضايلو ته لنډه کتنه   دعلي د آل په مدح کې جنــــــــت دى د خوشحال خټک په دا ده تـــــــــسلي [1] ( صواعق محرقه :١٣مخ ) له احمد بن حنبل، محاملي،مخلص،دهني او نورو د بي بي عايشې له خولې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : حضرت جبراييل وويل: ما […]

په روايتونو کې د اهلبيتو فضايلو ته لنډه کتنه

 

دعلي د آل په مدح کې جنــــــــت دى
د خوشحال خټک په دا ده تـــــــــسلي [1]

( صواعق محرقه :١٣مخ ) له احمد بن حنبل، محاملي،مخلص،دهني او نورو د بي بي عايشې له خولې وايي : رسول اکرم (ص) وويل : حضرت جبراييل وويل: ما د ځمکې لر او بر لاندې باندې کړل؛خو د محمد په څېر سړى مې و نه موند او بيا مې لاندې باندې کړل او د بني هاشمو په څېر شريف ټبر مې و نه موند.

دا روايت مناوي هم په فيض القدير ( څلورم ټوک:٤٩٩ مخ ) کې راوړى او د حاکم دکنى و الالقاب کتاب او د ابن عساکر تاريخ ته يې نسبت ورکړى دى .

( ثعلبي؛قصص الانبياء :١٤ مخ ) وايي : پينځم باب د ځمکې د ښکلا او سينګار په اړه دى او همداراز شمېري،چې د پېغمبرانو لړۍ ته رارسي،چې د ځمکې تر ټولو ښکلې ښکلا داده،چې خداى دا لړۍ په څلورو پېغمبرانو سينګار کړه : ابراهيم خليل،موسى کليم، عيسى وجيه او محمد حبيب او د ځمکې پينځمه ښکلا آل محمد دي،چې دا دي :محمد، علي،فاطمه، حسن او حسين.

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٢١٨ مخ ) په دې عبارت يو روايت نقل کړى،چې موږ اهلبيت د فضايلو په يو داسې مقام يو، چې څوک هم له موږ سره د پرتله کېدو وړ نه دي .

( اصابه : لومړى ټوک : لومړى قسم ،١٤٤ مخ ) د ابوالشيخ له تفسيره د قيس بن براء له عبدالله بن بدر له پلار څخه روايت دى،چې رسول اکرم وويل : (( که څوک غواړي عمر يې اوږد شي او له هغه روزۍ خير وويني، چې خداى ور په برخه کړې؛نو زما له اهلبيتو سره دې نېکي وکړي،که څوک ترې زما ځايناستى نشو؛نو عمر به يې لنډ وي او د قيامت پر ورځ به تورمخى راسره ګوري . ))

دا روايت متقي هم د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٦ مخ کې نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٦٣ مخ ) له ابن عمر (رض) څخه روايت کړى، چې وايي: د ځلکدن په وروستيو شېبو کې،رسول اکرم (ص) دا خبره وکړه: تر دې وروسته ستاسې او د اهلبيتو ځان يم . بيا يې دا روايت طبراني ته نسبت ورکړى؛ابن حجر هم د صواعق په ٩٠ او ١٣٦ مخونو کې نقل کړى دى .

( فيض القدير : درېم ټوک،٤٩٧ مخ او نهم ټوک:٥٥٣ مخ ) په دې اړه روايت نقل کړى،چې له اهلبيتو سره د امت د چلن په اړه رسول اکرم (ص) وړاندوينه کړې وه؛ ذخاير العقبى هم په ١٨ مخ کې د اهلبيتو په اړه د رسول الله (ص) د سپارښـتنو روايت له عبدالعزيز څخه نقل کړى دى.محب طبري يې تر نقلولو وروسته وايي : ابوسعيد او ملا هم نقل کړى دى؛ ابن حجر هم د صواعق په ٩٠ مخ کې او شبلنجي د نورالابصار په ١٠٣ مخ کې نقل کړى دى .

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٦٨ مخ ) له ابي سعيد خدري (رض) روايتوي، چې رسول اکرم (ص) وويل : (( خداى (ج) درې حرمتونه لري،چې که چا يې يو هم وساته؛نو خداى به يې دين او دنيا وساتي او که چا و نه ساتل؛نو خداى به يې يو څه هم و نه ساتي او ضمانت به يې ونه کړي؛ړومبى د اسلام حرمت، دويم زما حرمت او درېم زما د حرم حرمت . ))

دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ٩٠ مخ کې راوړى او طبراني او ابوالشيخ ته يې نسبت ورکړى دى .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٢١٦ مخ ) رسول اکرم وويل : (( که چا زما له اهلبيتو سره ښه وکړل؛نو زه به ورسره د قيامت پر ورځ ښه وکړم . ))

دا روايت مناوي هم د فيض القدير د شپږم ټوک په ١٧٢ مخ کې او حبابي په طالبين تاريخ کې راوړى او تر نقلولو وروسته يې وايي : ((څومره بختور دي،هغوى چې د رسول اکرم (ص) د اهلبيتو خپګان له منځه يوسي او يا يې خبره ومني او يا يې کومه هيله ورپوره کړي او هغه حکايتونه له شمېره وتلي دي،چې په دې مانا دلالت کوي او که څوک غواړي ځان نور هم پوه کړي، د بارزي توثيق عى الايمان کتاب او د ابن جوزي کتابونه بايد ولولي . ))

دا روايت له بلې لارې داسې نقل شوى دى : (( که څوک زما له اهلبيتوسره ښه وکړي او هغه يې جبران نه کړاى شي؛نو زه به يې په خپله د قيامت پر ورځ جبران کړم . ))

د محب طبري ( ذخاير :١٩ مخ ) د وينا له مخې دا حديث ابوسعد او ملا هم نقل کړى دى .

( کنزالعمال :اتم ټوک، ١٥١ مخ او شپږم ټوک:٢١٧ مخ ) روایت ‏کړى دى : (( زه به د قيامت پر ورځ د څلور ډلو شفاعت کوم :١_ چا چې زما د ځوځات درناوى وکړ. ٢_ چا چې زما د ځوځات کومه اړتيا ورپوره کړه.٣_چا يې چې د پرېشانۍ پر مهال د ژوند لپاره کوم ګام پورته کړ .٤_ څوک چې په ژبه او زړه ورسره مينه کوي . ))

دا روايت محب طبري هم د ذخاير په ١٨ مخ کې راوړى او همدې روايت ته ورته يو بل روايت هم ابن حجر د صواعق په ١٥٠ مخ کې نقل کړى دى .

( کنزالعمال : اووم ټوک،٢١٤ مخ ) او مناوي د فيض القدير د څلورم ټوک په ١٧٦ مخ کې : (( د قيامت پر ورځ پينځه شفيعان دي : ١_ قرآن. ٢_رحم .٣_امانت .٤_ ستاسې پېغمبر .٥_ د پېغمبر اهلبيت . ))

( ذخاير العقبى :١٨ مخ ) او متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٢١٧ مخ کې او ملا په خپله سيره کې روايت نقل کړى،چې رسول اکرم(ص) خپلې د شهادت ګوتې يو ځاى او جوختې کړې او ويې ويل : (( زما اهلبيت او دوستان به يې داسې يو ځاى سره جنت ته ورننوځي . ))

( ابن حجر؛ صواعق : ٩٥ مخ ) او ( احمد؛مناقب) راوړي،چې رسول اکرم (ص) وويل : ((بني هاشمو! قسم پر هغه خداى،چې يې مبعوث کړى يم، چې د قيامت پر ورځ به شفاعت له تاسې پيلوم . ))

( ذخاير العقبى :١٦ مخ ) له عبدالعزيز او په خپل سند له رسول الله (ص) نقلوي چې وايي : (( زه او اهلبيت مې په جنت کې د ونې په څېر يو، چې ښاخونو مو پر ځمکه دي؛نو که چا پرې منګولې ولګولې؛نو خداى ته به يې لار موندلې وي .)) همدا ليکوال په ١٤ مخ کې وايي : له زيد بن اسلم له پلار يې له عمر بن خطاب (رض) څخه روايت دى،چې زبير بن عوام (رض) وويل : زړه دې غواړي حسن بن علي ووينې ؟ زبير (رض) پلمه رواړه . حضرت عمر ورته وويل : مګر خبر نه يې چې د بني هاشمو پوښتنه کول (عيادت) دينې فريضه ده او زيارت يې نفل او شرعي مستحب دى.

سيوطي هم په درالمنثور کې د (قل لا اسئالکم عليه اجرا ) آيت تر تفسير لاندې له امام بخاري نقل کړي،چې وايي : حضرت ابوبکر به ويل : د رسول اکرم (ص) لپاره پر اهلبيتو يې پام وکړئ .

[1] . ارمغان ٦٣٧مخ

 

سرچینه :

د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړنه : اجرالدین اقبال

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!