تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ موعظه او زهد حضرت علي (ک)، حضرت حسن (رض) ته وصیت کوي : احى قلبك بالموعظه و امته بالزهاده و قوه باليقين و نوره بالحكمه و ذلله بذكر الموت «مړ زړه په موعظه ژوندی کړه او سرغړاند نفس په زهد مړ کړه او کمزوری زړه په یقین ځواکمن کړه او تیاره […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

موعظه او زهد

حضرت علي (ک)، حضرت حسن (رض) ته وصیت کوي :

احى قلبك بالموعظه و امته بالزهاده و قوه باليقين و نوره بالحكمه و ذلله بذكر الموت

«مړ زړه په موعظه ژوندی کړه او سرغړاند نفس په زهد مړ کړه او کمزوری زړه په یقین ځواکمن کړه او تیاره ځان په حکمت رڼا کړه او سخت زړه د مرګ په یادولو نرم کړه»

«موعظه» زړه ژوندی کوي، او «زهد» نفس وژني

په دې عباراتو کې «زړه» د ټولې انساني وګړې پر مانا ده. په واقع کې د علي(ک) سپارښتنه دا ده، چې انسان باید له یو اړخ ژوندی شي، له یو اړخ ومري، له یوه اړخ ځان کابو او ارام کړي او له بل اړخ ځان رڼا کړي. په بله وینا انسان بېلابېل اړخونه لري او باید ټول ضبط کړي او د هر یو حکم وپېژني او د هر یو حق پوره کړي.

البته انسان ددې مانا عملي کولو ته، باید د هر یو مناسبې لارې وپېژني او په لار یې ورننوځي: موعظې د انسان زړه ژوندی کوي. غفلت یې څنډي، نفس وژني، یقین، زړه ته ځواک وربښي، حکمت، ځان رڼا کوي او د مرګ یادول سرغړاند نفس کابو کوي.

د متعظ واعظ موعظه اورېدونې او اغېزمنه ده، نه د نورو

په حقیقت کې د نهج البلاغې لویه برخه موعظه ده. د موعظې په باب پاموړ ټکی شته؛ هغه موعظه زړه ژوندی کوي، چې له هغه نفس او خولې راوتلې وي، چې خپله یې دا حقیقت عملي کړی وي. خدای حضرت عیسی(ع) ته وحې وکړه.

«ړومبی ځان ته موعظه وکړه؛ نو که ګټه دې وکړه؛ بیا خلکو ته موعظه وکړه[1]»

 زموږ د فرهنګ په تاریخ کې ډېری ناعملي موعظي شته. د نامتعظ وګړي موعظه نه یوازې زړه نه ژوندی کوي؛ بلکې د مړینې یې لاملیږي. ډیری اخلاقي چارې د هغه چا په روحي ملاتړ متکي دي چې خپله په دې اخلاقي بهیر کې ګام اخلي، نباید د هر چا موعظې ته کېنو. نباید له هرې خولې هر موعظه واورو، که څه هم  حق وي.

سعدي وايي :

گفت عالم به گوش جان بشنو        ور نماند به گفتنش كردار

باطل است آنچه مدعى گويد :        خفته را خفته كى كند بيدار؟

مرد بايد كه گيرد اندر گوش        ور نبشته ست پند بر ديوار

خو واقعيت دادی چې د مدعي خبره باطله نه ده. واقعاً، وېده، وېده را ويښولای نشي. البته انسان بايد پند که ان پر دېوال ليکل شوی وي، په غوږ کې ونيسي؛ خو ددې «بايد» او د هغه ابادوونکي پند د اغېز ترمنځ ډېر لرې واټن دی. ډېر ښه کار دی که څوک پر دېوال له ليکلي پنده څه زده کړي او ترې اغېزمن شي؛ خو پر دې پانګونه نشو کړای. نشو ويلای چې تر دې روسته پندونه يوازې پر دېوالونو يا کتابونو کې ليکوو او خپل چار تمام شوی ګڼو. دا نا سمه ادعا ده.

 موعظه د علم يا فلسفې له جنسه نه ده؛ د فعل له جنسه ده (د انفعال پر وړاندې)، موعظه دا نه ده چې څوک په يوه کتاب کې وليکي، پلانی چار ښه دی يا بد دی. دا، په اصطلاح علم دی او علم کله هم د موعظې ځای نه نيسي. علي (ک) وايي: « زړه دې پر موعظې ژوندی کړه» ددې خبرې حقيقي مانا داده چې زړه دې د متعظ واعظ په موعظه او ددې موعظې په پلي کوونکي ژوندی کړه؛ ځکه بې له دې بڼې زړه نه ژوندی کېږي. له پېغمبر اکرم (ص) مشهور روايت شوی:

« تن مو د پسرلي له باده مه پټوئ، تن مو د مني له باده پټ کړئ.»

مولوی وايي چې راويانو دا خبره له پېغمبر اکرم (ص) روايت کړې؛ خو پر مراد يې پوه شوي نه دي:

راويان اين را به ظاهر برده‏اند        هم بر آن صورت قناعت كرده‏اند

(مثنوى، لومړی دفتر، 2049بیت)

د عارفانو نفس « د پسرلي نسيم» دی

راويانو ګومان کړی چې منظور د کال همدا عادي پسرلی او منی دی؛ خو مولوی وايي دغسې نه ده. د پېغمبر اکرم (ص) په کلام کې «پسرلی» يعنې د عارفانو نفس. دوی پسرلي دي او انسان ته طراوت او تازه توب وربښي او زړه يې ژوندی کوي. دا انفاس دي چې د انسان روح تک شينوی:

پس بتاويل اين بود كانفاس پاك        چون بهارست و حيات برگ و تاك‏

گفته‏هاى اوليا نرم و درشت        تن مپوشان زانك دينت راست پشت‏

گرم گويد سرد گويد خوش بگير        زان ز گرم و سرد بجهى و ز سعير

(مثنوى، لومړی دفتر ، 2054 -6 بیت)

خو هغه منی چې بايد ترې وتښتو او تن ترې پټ کړو، د ناپاکانو نفس، او ځاني غوښتنې دي. دا چټل او پليد انفاس د مني د باد په څېر د انسان پاڼې او بار سوځوي او تويوي. زړه وژني؛ نو ځکه « زړه دې په موعظه ژوندی کړه» يعنې ورشه او له عارفانو او صاحبدلانو سره کېنه. د دوی يوه موعظه د مړ زړيو تر زرګونو موعظو درنه ده.

كهربا دارند چون پيدا كنند        كاه هستى ترا شيدا كنند

(مثنوى، لومړی دفتر، 2492 بیت)

د عارفانو د مقناطيس په ساحه کې کېنه، چې جذب دې کړي:

دلا نزد كسى بنشين كه او از دل خبر دارد        به زير آن درختى رو كه او گلهاى تر دارد

در اين بازار عطاران مرو هر سو چو بيكاران        به دكان كسى بنشين كه در دكان شكر دارد

(ديوان كبير، غزل 563)

نه يوازې د هر چا د خبرې اورېدل د انسان پر زړه اغېزمنې نه دي، چې هډو د هر چا د خبرې اورېدل روا نه دي. په رواياتو کې لرو، چې د وګړيو د خبرو اورېدل، دهغوی نمانځنه ده؛ نو که وياند د خدای له لوري وي، اورېدونکي خدای نمانځلی او که د شيطان له لوري وي، اورېدونکي شيطان نمانځلی دی[2]. بايد څارن اوسو، نبايد هر څوک ونمانځو، دا يو ډول شرک دی.

چا ته د زړه ورسپارنه، د چا خبرو ته غوږ نيونه، څه ساده او اسان کار نه دي. البته غالبا موږ انسانان دا خطير چار ساده بولو؛خو د مطلب حقيقت دادی چې انسان نبايد خپلې سترګې او غوږونه هر چا ته وروسپاري.

زړه د ونې په څېر ژوندي پاتې کېدو ته بايد اوبخور شي او بايد دا اوبخور له هغو کسانو وغوښتل شي چې په کار کي کافي وړتيا لري. عارف مشرانو چې څه کښلي، ليکنې يې تر اوسه اورينې دي او انسان تودوي. په مقابل کې هغو کسانو چې په تقليد او پټو سترګو د نورو خبرې زده کړي او پېرونکيو ته يې وروړاندې کوي له پيله مړ بچی زيږوي، راروسته پيړۍ خو پرېږده او پرېږده. که وينو چې د علي (ک) خبرې له څوارلسو پېړیو راروسته تر اوسه په زړونو کې دغسې اور بلوي، په دې پار دي چې خپله وایي:

« خلکو! پر خدای قسم زه تاسې هیڅ طاعت ته نه رابولم؛ خو دا چې خپله مې ړومبی عمل ورباندې کړی دی» (نهج البلاغه:۱۷۵خطبه)

که وینو د امام غزالي (رح)، مولوي، رحمان بابا او خوشحال خان خټک په څېر کسانو خبرې له کلونو کلونو تېرېدو روسته تراوسه زړه راښکوني دي، دلیل یې دادی چې دا خبرې ړومبی د دوی په ځانونو کې بلې شوې وې، چې راروسته نور یې هم تر اغېز لاندې کړي.

رحمان بابا وايي :

په ښه خوی له بدخواهانو بې پروا یم

په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا یم

و هر چا ته پخپل شکل څرګندېږم

آينه غوندې بې رویه بې ریا یم

قناعت مې تر خرقې لاندې اطلس دی

پټ د درست جهان پادشاه ظاهر ګدا یم

د غنچې په څېر په سل ژبو خاموش یم

لکه بوی هسې په پټه خوله ګویا یم

هم په دا سپینو جامو معلومېږم

لکه ابر هم ګوهر یم هم دریا یم

دراز عمر مې حاصل شو له راستیه

لکه سر و مدام سبز و تازه پایم

که چا لار د عاشقۍ ده ورکه کړې

زه رحمان د ګمراهانو رهنما یم

سخن كز دل برون آيد نشيند لا جرم بر دل

« خبره چې له زړه راووځي، هرو مرو په زړه کېني»

دا خبرې له یو موړ روحي ملاتړه برخمنې دي. په واقع کې دا روحونه تراوسه ژوندي دي او په دې کلماتو کې پوکل کېږي او تودوي یې، چې دوی هم خپلو وړ مخاطبانو ته تودوخه ورکړي. د هستۍ عالم دغسې دی. بې پاره او چټي به نه وي چې یو شمېر خبرې دغسې اغېزمنېږي. پایله دا چې زړه باید له یوه اړخه په موعظه ژوندی کړو.

باید د نفس سرغړونې ووژنو

خو زړه باید له یو بل لوري مړ کړو. نفس ځینی سرغړونې لري، چې باید کابو شي. د مولوی په وینا:

نفس فرعونى ست هان سيرش مكن        تا نيآرد ياد از آن كفر كهن‏

(مثنوى، څلورم دفتر، 3621 بیت)

رحمان بابا وايي :

له دې خپل سپیه نفس مې زړه بد شه

چه اوبه څکي یا خواړه خوري په جهان

« زهد» د نفس سرغړونې وژني، نه خپله نفس.

نفس کافر صفته او کافر نعمته دی او که خپلسری شي، کوزه خوا نیسي. انسان ظلوم او کفَار دی. دا زموږ د انسانانو ذاتي ځانګړنې دي او که خوشې شو، د طبع له مخې مخ پر ځوړېږو.

رحمان بابا وايي :

نفس شیطان سړی و کفر ته وباسي

رحم فهم په ځان وکړه کافر مه شه

راشه واچوه د نفس و خوله ته خاورې

څو دې نه ده خوله د ګور په خاورو ډکه

کینه بده ده بې شکه جنګ حرام دی

نه له نفس و له شیطان سره کینه

د مردانو کار له نفسه سره جنګ وي

نه له ښځو غوندې له نقشه نګینه

تر ناپاکو نارینه وو ده بهتره

پاک دامنه پرهیزګاره ارتینه

ان نفسك لخدوع ان تثق يقتدك الشيطان الى ارتكاب المحارم (غرر الحکم)

«نفس ټګېجن دی، که پر خپل سر یې خوشې کړې، شیطان به دې ګناهونو ته ورکاږي.»

نو ځکه:

لا ترخصوا لانفسكم ( نهج البلاغه:۸۶ خطبه)

«ځانونه ازاد مه پرېږدئ»

تل باید انسان ووهل شي چې له هغه اړخ دې اړخ ته راوګرځي. د نفس د ځپنې او مړ کولو لار، زهد دی. یعنې نفس په بې برخې کولو مري.

البته زهد خپلول مرتبې لري. ظاهرا دلته د علي (ک) کلام د زهد لومړی مرتبه راښیي؛ یعنې د زهد په بهیر کې ګام ایښوول؛ خو البته نفس د زهد په پار داسې یو ځای ته وررسي چې زهد خپلول ورته تکلف نه؛ بلکې عادت دی، خصلت او دویمنی وګړه یې کېږي. په دې مرتبه کې انسان د خپلې طبع له مخې زهد خپلوي. په ړومبیو مرتبو کې باید تمرین وکړو، باید کله یو لړ ستونزې هم وزغمو، چې راروسته راته اسانې شي؛ خو په هر پار د زهد خپلول د نفس وژنه ده.

 البته د حضرت علي (ک) په تعبیر د «نفس وژنه» د نفس د سرغړونو وژنه ده، نه په بشپړ ډول د نفس وژنه. د سرغړونې د اور تتول دي، نه د دې ټول اور تتول.

ځینې صوفیان مو ګروهن ول، چې باید نفس له بیخه ووژنو، دا سم او اسلامي تعبیر نه دی. د دیني مشرانو له کلماتو راولاړېږي، چې وژنه یعنې د سرغړاندیو کابو کونه، همدا اوس د پالونکی حکمت هم په دې کې دی چې د انسان نفس روزل شوی پاتې شي نه دا چې له آره ومري او له منځه ولاړ شي. له ځانګړو صوفیانو او راهبانو چې کوم داستانونه رارسېدلي، ټول پر دغسې یوې ناوړې پوهاوی ولاړ دي.

یقین مرتبې لري، قوت راولاړوي؛ خو کمیاب دی.

و قوة بالیقین

«زړه باید په یقین پیاوړی کړو.»

«یقین» مرتبې لري. د یقین ډېرې لوړې مرتبې د چا لږې په برخه کېږي. البته که د چا پر برخه شي؛ نو مهمترینه ځانګړنه یې وسمني ده. اصولا هر څوک په دنیا کې د خپل درلودلي یقین په رڼا جدي چارې کوي، په شک او زړه نا زړه توب څه کار پر مخ وړای نشو.

اين تردد عقبه راه حق است        اى خنك آن را كه پايش مطلق است‏

(مثنوى، درېیم دفتر، 490 بیت)

خو یقین مرتبې لري، په حقیقت کې یقینونه مو ګومانونه دي. ډېر لږ څیز چې خدای په انسانانو کې وېشلی، یقین دی[3]؛ خو ددې خبرې مانا دا نه ده چې انسان یقین ونه غواړي، او په لټه کې یې نشي. انسان سره له دې چې په یقین پسې ورځغلي ډېر لږ یې تر لاسه کوي؛ دا خو لا څه چې اصلا په دې لار کې هڅه ونکړي. البته نوادر نېکمرغه شته چې په یقین پسې نه وردرومي. بلکې یقین په دوی پسې ورځي. د مولوی په تعبیر، څاه یې ایستلې نه ده اوبه ورته راخوټېږي:

گر رسد جذبه‏ى خدا آب معين        چاه ناكنده بجوشد از زمين‏

(مثنوى، دفتر پنجم، بيت 2045)

پېغمبران له همدې جنسه ول. دا نېکمرغه او د خدای تر ځانګړې لورنې لاندې موجودات، په هیڅ څېز پسې ورنغلل؛ بلکې دا حقایق دوی ته راغلل؛ خو دا یو نادر احوال دی. نور باید له دې نوادرو ګټه پورته کړي؛ خو ځغاسته یې مکلفیت دی.

دوست دارد يار اين آشفتگى        كوشش بيهوده به از خفتگى‏

(مثنوى، لومړی دفتر، 1819 بیت)

اندرين ره مى‏تراش و مى‏خراش        تا دم آخر دمى فارغ مباش‏

(مثنوى، لومړی دفتر ، 1822 بیت)

جنبشى اندك بكن همچون جنين        تا ببخشندت حواس نوربين‏

(مثنوى، لومړی دفتر، 3180 بیت)

د عمر تر پایه حرکت او خوځښت لازم دی. خدای هم څارن دی او هڅې ویني.

هر چه كوشد جان كه در مرد و زنست        گوش و چشم شاه جان بر

  د «یقین» په لاس ته راوړو کې مجاهدت فرض دی.

خدای خپله سترګه د هستی پر دریڅه ایښې او ویني چې څوک هڅه کوي او څوک یې نه کوي؛ نو ځغاسته شرط دی. ان خوشې هڅه تر وېدېدو غوره ده. له آره د یقین په لار کې ځغاسته هم انسان ځواکمنوي، دا خو لاڅه چې انسان خپله یقین ترلاسه کړي؛ خو انسان نباید په اسانۍ او ارزانۍ د یقین د لوړو مراتبو غوښتونکی وي. دا مرغلره به په اسانۍ د انسانانو پر برخه نشي.

 

 

[1] کنز العمال:۳۴۱۵۶ روایت

[2] من اصغى الى ناطق فقد عبده، فان كان الناطق عن الله عز و جل فقد عبد الله و ان كان الناطق عن ابليس فقد عبد ابليس (سفينة البحار: ۲ ټ، ۱۱۵ مخ)

 [3] (اصول کافي، ۲ټ)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!