تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د متقیانو ځانګړنې حضرت علي (ک) د متقیانو په اړه وايي : يعترف بالحق قبل ان يشهد عليه. لايضيع ما استحفظ. و لا ينسى ما ذكر. و لا ينابز بالالقاب. و لايضار بالجار. و لا يشمت بالمصائب. و لايدخل فى الباطل. و لا يخرج […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د متقیانو ځانګړنې

حضرت علي (ک) د متقیانو په اړه وايي :

يعترف بالحق قبل ان يشهد عليه. لايضيع ما استحفظ. و لا ينسى ما ذكر. و لا ينابز بالالقاب. و لايضار بالجار. و لا يشمت بالمصائب. و لايدخل فى الباطل. و لا يخرج من الحق. ان صمت لم يغمه صمته و ان ضحك لم يعل صوته. و ان بغى عليه صبر حتى يكون الله هو الذى ينتقم له

« مخکې تر دې چې پر ضد یې ګواهي ورکړي په حق منښته کوي، څه چې وروسپارل شي نه یې پوپنا کوي،وریاد شوي نه هېروي، څوک په ناوړو القابو نه یادوي، ګاونډي نه ځوروي، نور پر خپلو کړاوونو نه ټپسوري کوي، په باطلو کې نه ورغوپه کېږي او له حقه هم نه وځي. که چوپ وي، چوپتیا یې نه خپه کوي، او که وخاندي، غږ یې نه پورته کېږي ( یعنې کټ کټ نه خاندي) که تېری ورباندې وشي زغم خپلوي، چې خدای یې غچ واخلي»

( که ته نه کوې نظر د چا و عیب ته – هر سړی به ستا د عیبو پرده دار شي)

 بې آزاري، د کړاوونو زغمل او پر حق ورسېخېدل د متقیانو له ځانګړنو ده.

رحمان بابا وايي :

هم هغه پس له مرګه آزارېږي

هر چه بل آزاروي په دا جهان

په آزار د چا راضي مه شه رحمانه

که خلاصي په قیامت غواړې له عذابه

آدم زاد په معنی واړه یو صورت دی

هر چه بل آزاروي هغه آزار شي

تل و ښو و ته آزار د بدو رسي

هر چنجی و نرم و چوب ته ورد و څار شي

هغه زړه به له طوفانه په امان وي

چې د کشتۍ غوندې د خلکو بار بردار شي

خدای دې بد له لاسه نه کا او که وي هم

د رحمان دې له کل بدو استغفار شي

 

مخکې د «فحش» په اړه وویل شو، چې د متقیانو یوه ځانګړنه دا ده چې په خوله یې فحش نه راځي: بعیداُ فحشه. اوس وایو چې ناوړه نامه ایښوونه هم د فحش یو ډول دی.

لا يضار بالجار: ګاونډي نه ځوروي.

و لا يشمت بالمصائب

«څوک چې له کړاو سره مخ شو، نه یې ټپسوروي او نه یې پړوي چې له دې لارې ځان خاطر جمع کړي. »

ټپسوري د نفس د سپکاوۍ نښه او د انسان د کینه کښۍ بېوسي یې ده او متقي له دې خویو بچ دی.

و لايدخل فى الباطل. و لا يخرج من الحق

«پښه په باطلو کې نږدي او له حق هم نه وځي»

حق و باطل هم اعتباري ماناوې لري او هم حقیقي. اعتباري ماناوې یې د حسن و قبح معادل (او انډول) دي او حقيقي د  صدق و کذب معادل دي. صادق حق خبره کوي او نېک حق عمل کوي. او متقین نه دروغ خبره کوي او نه ناوړه چار او نه پر فاسدو ګروهو زړه ورتړي او په هرځای او په ګردو ماناوو د حق پابند دی.

ان صمت لم يغمه صمته و ان ضحك لم يعل صوته

« که چوپ وي، له خپلې چوپتیا نه غمجنېږي او که وخاندي، غږ یې نه خېژي » یعنې خندا یې موسکا ده.

متقیانو ته د چوپتیا خواږه

دا چې متقیان له خپلې چوپتیا نه غمجنېږي، مفهوم یې دادی چې ډېری خلکو ته – د متقیانو پر خلاف – چوپتیا خوږه او زړه راښکونې نه ده. له خبرو کولو ډېر خوند اخلي نه له چوپ پاتېدو، شونې ده په خبرو کولو پر نورو بریالي شي؛ خو په چوپتیا کې نه.

رحمان بابا وايي :

قناعت مې تر خرقې لاندې اطلس دی

پټ د درست جهان بادشاه ظاهر گدا يم

د غنچې په څېر په سل ژبو خاموش یم

لکه بوی هسې په پټه خوله ګویا یم

مخکې مو له علي (ک) دا خبره را نقل کړې وه چې :

كان لى فيما مضى اخ فى الله و كان يعظمه فى عينى صغر الدنيا فى عينه

“نهج البلاغه، كلمات قصار “

« تردې دې وړاندې مې یو دیني ورور درلود، په دې پار یې عظمت راته درلود چې دنیا ورته کوچنۍ (او نا څیزه) وه»

د خپل دیني ورور – چې احتمال لري ابوذرغفاري (رض) و – ځانګړنې راښیي:

 و كان اكثر دهره صامتا… و كان اذا غلب على الكلام لم يغلب على السكوت. و كان على ما يسمع احرص منه على ان يتكلم

“نهج البلاغه، كلمات قصار 289”

ډېری وخت به چوپ و او که نورو به په خبرو کې لاسبري پرې کوله؛ خو په چوپتیا او سکوت کې ورباندې نه بریالي کیدل، تر ویلو اورېدو ته خورا حریص و»

د امامانو په باب هم علي (ک) په نهج البلاغه کې په څېر یې همدا تعبیر لري:

ان نطقوا صدقوا و ان صمتوا لم يسبقوا  ( نهج البلاغه ، ۱۵۴ مه خطبه )

که خبرې کوي، رښتیا وايي، که چوپ وي، لامل یې دا نه دی چې چا چوپ کړي وي؛ بلکې له ځانه چوپ دي، داسې نه دی چې دومره خبرې وکړي، چې بل څوک ورته ووایي چوپ شه او چوپتیا ورباندې وروتپي. په خپله خوښه، چوپتیا خپلوي او په دې چار کې څوک ترې مخکې کېدای نشي.

د ابوذر (رض) په حالاتو کې راغلي :

كان اكثر عباده ابى ذر رحمه الله عليه التفكر و الاعتبار[1]

 ((ډېری نمانځنه یې اندنه وه.))

موږ ابوذر(رض) برسېرن پېژنو؛ نه په دې ځانګړنه. هو ابوذر (رض) یو مجاهد او مبارز و، هڅې او مجاهدت یې علي (ک) تایيداوه. کله چې درېیم خلیفه (رض) له مدینې وشړه، امیرالمؤنین علي (ک) له  حضرت حسن و حضرت حسین (رضی الله عنهم)  سره بدرګې ته ورغلل (سره له دې چې خلیفه یې بدرګه سخته منع کړې وه او ددې چار د عملي کولو پر څارنې یې مروان حکم ګومارلی و ). علي (ک) د بدرګې پر وخت ابوذر(رض) ته وینا وکړه، چې د علي (ک)  په نزد یې د مبارزو اهمیت او مقبولیت راښيي:

يا اباذر، انك غضبت لله فارج من غضبت له. ان القوم خافوك على دنياهم و خفتهم على دينك… فما احوجهم الى ما منعتهم و ما اغناك عما منعوك… و لو ان السموات و الارضين كانتا على عبد رتقا ثم اتقى الله لجعل الله له منهما مخرجا، لا يونسئك الا الحق و لا يوحشنك الا الباطل (نهج البلاغه، خطبه ى 130)

« ابوذره ! تا د خدای لپاره غوسه کړې؛ نو ورته هیلمن اوسه. دا قوم د خپلې دنیا لپاره درنه وډارېدل او ته پر خپل دین له دوی وډارېدې؛ نو دوی څومره هغه څه ته اړین دي چې تا ترې منع کول او ته څومره له هغه څه مړه خوا يې چې دوی ترې منع کړې! او پوه شه پر کوم بنده چې ځمکه و اسمان راتنګ شي خو دا تقوا خپله کړي، خدای به د ژغورنې لار ورپرانیځي؛ نو یوازې د حق ملګری او له باطلو لرې اوسه. »

چوپتیا له اندنې سره مل ارزښتمنه ده

خو دا ټولې مبارزې یوې خوا ته او د ابوذر(رض) اندنه بلخوا ! د ابوذر(رض) میرمن وپوښتل شوه، چې په ورشړل شوي ځای کې ابوذر(رض) ډېر څه کول؟ ويي ویل : ټول ورځ یې فکر کاوه[2] ! فکر کول لاملېږي چې انسان لږې خبرې وکړي او پر خپلې چوپتیا غمجن نه وي نه یوازې له خپلې چوپتیا زیان نه کوي؛ بلکې ښه پیاوړی او وسمنېږي هم. غمجني د زیان کولو زېږنده ده . څوک چې ويني چوپتیا یې په ګټه کې ګټه ده ولې غمجن شي؟ هو، که سکوت نه له اندنې راولاړ شوی وي او نه له حکمت سره ګډ وي؛ بلکې له دې راولاړ شوی وي چې د خبرو وس نلري؛ نو کړمنه ده. د علي (ک) په وینا :

لا خير فى الصمت عن الحكم كما انه لاخير فى القول بالجهل  (نهج البلاغه، کلمات قصار ۱۸۲)

 « هغه سکوت او چوپتیا چې حکمت او اندنه پکې نه وي، څه ګټه نلري»

مازې بې لورې او مصنوعي چوپتیا، ستایل شوی او ممدوح چار نه دی. چوپتیا هله ښه ده، چې د زړه خوله پرانستل شوې وي. دنننۍ بوختیاوې او ژورې اندنې د انسان ضمیر، سوچ، چوپتیا او عبرت اخستنې ته اړ کړي[3] نه دا چې چوپتیا ورباندې تپل شوی وي او په زړه کې یې د خبرو کولو زرګونه هوسونه څپې وهي. دغسې چوپتیا غم زېږې ده.

رحمان بابا وايي :

 خاموشي که هر څه لویه مرتبه ده

زه له یار سره په سوال و جواب خوښ یم

د یار ډېری غمخوارۍ یم عاجز کړی

رحمان ځکه په خوردن د شراب خوښ یم

څنګه له زیاتي خبرو کولو ازادېدای شو؟

د وګړیو د خپلمنځي خبرو یو ډول د نور عیوب راسپړل دي چې د ناویل شویو خبرو له څرګندو مصادیقو ځنې دي.

لمن شغله عيبه عن عيوب الناس (نهج البلاغه، ۱۷۶ مه خطبه )

«د هغه پر حال دې خوشحالي وي چې پرخپلو عیوبو بوختیا يې ددې لامل وي، چې د نورو د عیوبو د راسپړلو په لټه کې نه وي او چوپتیا ته يې اړ کړي. »

پردې سربېره، هره خبره د ویلو لپاره باید د پوخوالي او سنجونې حداقل برید ته وررسېدلې وي. د انسان له ډېری خبرو، که حساب وکړي، وبه ویني چې خپله ده ته هم په تول پوره څرګنده او سنجول شوې نه وه. څرګنده ده چې نه باید دغسې خبرې وکړو. که انسان وغواړي په دغسې اوچتو اخلاقي دستوراتو عمل وکړي، سوکه سوکه به وویني چې لږو ویلو ته څومره لږې خبرې لري او هډو له نه ویلو به غمجن نشي.

د تقوا یو له شرایطو ځنې د چوپتیا زغمل دي او د لویی روح یوه نښه داده، چې چوپتیا تر خبرو کولو ورته خوندوره او خوږه دی. له چوپتیا سره مینه لري او د امام صادق (رح) په وینا[4] د چوپتیا هنر یې زده کړې، او لکه چې علي (ک) وایي. بې چوپتیا تقوا نلرو:

و الله ما ارى عبدا يتقى تقوى تنفعه حتى يحزن لسانه ( نهج البلاغه، ۱۷۶ مه خطبه )

«د ګټورې تقوا خپلونکی به هله ووینم چې ړومبی خپله ژبه کابو کړي»

یعنې تقوا هله ګټورېږي چې انسان پر کلام تسلط موندلی او پر چوپتیا لاسبر وي.

د همدې کلام په غځونه کې علي (ک) له رسول اکرم (ص) روایتوي چې ویې ویل :  لا يستقيم ايمان عبد حتى يستقيم قلبه. و لا يستقيم قلبه حتى يستقيم لسانه  (نهج البلاغه ، ۱۷۶مه خطبه )

« دبنده ایمان هله سمېږي چې زړه یې سم شي او زړه یې هله سمېږي چې ژبه یې سمه شي»

ژبه دوه شانه لري، هم علت دی او هم نښه. صافه او پاکه ژبه د زړه د پاکۍ نښه ده او د ژبي پاکول به د زړه د پاکۍ لامل شي؛ یعنې د زړه او ژبې ترمنځ راکړه ورکړه او دوه اړخېزه اړیکه ټینګه ده.

دلته باید یو ټکي ته اشاره وکړو. ښایي ډېر لږ کسان وي چې دا اخلاقي فضایل او انساني لوړې طبعې یې ښه ونه ایسي او ښه نصایح یې زړه وېنسي. په  نړۍ کې نېک نصیحتونه ښه ډېر دي او بشر له دې اړخ څه کم نه لري. کافي ده که څوک وغواړي پوه شي چې نېکېانې څه دي؛ که یوازې د نهج البلاغې همدغه د متقیانو خطبه ولولي او ځان پرې وپوهوي نو پر ډېرو انساني ارزښتونو به پوه شي. تر ده به نور اوچت ارزښتونه چېرې وي؟

ایا داسې څوک به وي، علي (ک) چې په دې خطبه کې کوم کرامات او عظمتونه راوړي خوښ نکړي؟ د هرچا ښه ایسي چې د خدای د صالح ولیانو په کتار کې شي. الهي فطرت دی، چې [فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا (روم/۳۰)]؛ خو عموما د عمل پر وخت، وګړي ښویېږي او له فضایلو روسته پاتېږي. د خبرې او عمل ترمنځ ددې ناهمغږی راز څه دی؟

یو پټ راز دی؛ خو ښایي مولوي ښه را ښکاره کړای وي:

مرغ كو ناخورده است آب زلال

اندر آب شور دارد پر و بال

وانكه چشم او نديده است آن رخان

پيش او جان است اين تف دخان

چون نديد او عمر عبدالعزيز

پيش او عادل بود حجاج نيز

چون نديد او مار موسى را ثبات

در حبال و سحر پندارد حيات

(مثنوي پنځم دفتر)

شونې ده انسان تږی وي او د رڼو اوبو صفتونه یې هم ډېر اورېدلي وي؛ خو په عمل کې ځان په تروو اوبو مړوي، چې مړښت هم نلري. ایا تږي ته تر رڼو اوبو بل زړه راښکونی څیز شته؟ نه ، د اوبو صفت اورېدل کافي نه دی. لږ تر لږه یو ځل یې باید وڅښو، چې تروې اوبه بې ښونده شي. ستونزه داده چې موږ تل د رڼو اوبو صفت کړی؛ خو خپله مو رامخې ته کړې نه دي. د رڼو اوبو سرچینې لږې دي، باید ورشو. که څوک یو متقي وویني او ملتیا ورسره وکړي، چوپتیا او خبرې یې سمې مشاهده کړي، دښمنۍ او مینې ته يې پاملرنه وکړي؛ نو هله به د ستایل شویو اوصافو پلي کول ورته اسان شي.

خامشى بحر است و گفتن همچو جو

بحر مى جويد ترا، جو را مجو

از اشارتهاى دريا سر متاب

ختم كن والله اعلم بالصواب

(مثنوي څلورم دفتر)

که ویل لښتی وی؛ نو چوپتیا سمندر دی. سمندر ته ورشه، لښتي ته ولې ورځې؟ د پوښتنې ځای دی چې ولې عموم انسانان لښتی لټوي او سمندر نه غواړي. که چا ته وویل شي چې په لښتي او سمندر کې کوم یو یې غوره بولې؛ نو طبیعي ده چې سمندر به غوره کړي؛ خو بیا هم ولې ډېر خلک یې نه ټاکي؟ علت یې دادی چې سمندر تل ورته یو ارمان و او ډېر لږ يې د ځان پر وړاندې یا په خپل دننه کې لیدلی دی. په ټولیز ډول انسانان، که څه اوچت اخلاقي ارزښتونه یې زړه بایلي؛ خو په عمل کې ډېر لږ ورمخه کوي، دا ځکه چې د دوې یې عیني بېلګې لږې لیدلې دي. که په خپل ژوند کې، د لوړو اخلاقو درلودنکي انسانان ډېر لږ ووینو یا یې بیخي ونه وینو زیان مو کړی؛ ځکه په دې حال کې به اخلاق راته د آرمانونو او هیلو یوه برخه وي او ګومان کوو چې یو اوچت چار دی چې کله هم نه واقع کېږي او یوازې یې دې ته ویلي چې په داستانونو کې يې ولولو او حسرت وکړو. څو یو تن ونه وینو چې چوپتیا ته پر خبرو غوره والی ورکوي او چوپ پاتېدل ورته له خبرو کولو ډېر ارزښت لري؛ نو باورولای نشو چې دغسې یو څیز هم تر لاسه کېدونی او کېدونکی هم دی، باورولای نشو چې دغسې یو سمندر هم شته چې په پار یې د خپلې خبرې وچ لښتی خوشې کړو. سمه ده چې د دغسې انسانانو خبر مو ډېر اورېدلی؛ خو « اما ليس الخبر كالمعاينه»، د اورېدو او لیدو ترمنځ ډېر توپبر وي.

د متقیانو د سکوت په اړه یو بل مطلب د یادونې وړ دی: ددې بزرګانو د سکوت یو له علتونو ځنې له الهي نعمتونو د پرځای ګټنې اندېښمني ده. مخکې مو د:

« و وقفوا اسماعهم على العلم النافع لهم  … غوږونه ګټور علم ته ږدي»

عبارت په شرح کې وویل چې د دیني پوهاوي له نظره، په ټولیز ډول نه باید حواس، جوارح، غړي، د نفس قواوی او بدن تر وسې وسې چټي ولګو. په نهج البلاغه کې راغلي:

و خذوا من اجسادكم وجودوا بها على انفسكم و لا تبخلوا بها عنها فقد قال الله سبحانه ‘ان تنصروا الله ينصركم و يثبت اقدامكم’ و قال تعالى ‘من ذالذى يقرض الله قرضا حسنا فيضاعفه له و له اجر كريم’ فلم يستنصركم من ذل. و لم يستقرضكم من قل استنصركم و له خزائن جنود السموات و الارض و هو العزيز الحكيم. و استقرضكم و له خزائن السموات و الارض و هو الغنى الحميد. اراد ان يبلوكم ايكم احسن عملا

 ( نهج البلاغه: ۱۸ مه خطبه )

(( له خپلو تنو یې واخلئ او پر خپل روح یې ولګوئ او له خپل بدنه پر خپلې اروا بخل ونه کړئ. په رښتیا سبحان خدای ویلي: که د خدای مرسته وکړئ خدای مرسته درسره کوي او قدمونه مو ټينګوي او ویې ویل:

څوک دی چې خدای ته قرض الحسنه ورکړي، چې خدای یې ورزیات کړي او عزتمند اجر ورته وي؛ خو خدای نه د خوارې په پار مرسته درنه وغوښته او نه یې د نېستۍ په علت پور درنه وغوښت. مرسته یې درنه وغوښته حال دا چې د اسمانونو او ځمکې لښکرې دده وي او عزتمند او حکیم دی او پور يې وغوښت حال دا چې د اسمانونو او ځمکې زېرمې دده دي او مړه خوا او ستایل شوی دی؛ بلکې غواړي ومو ازمېیې، چې معلوم شي کوم یو ښه نېکچاری یاست. ))

انسان انګېري چې په خبرو ګټه کوي، حال دا چې ځان لګوي، او ډېر ځل په دې لګښت کې تاوان کوي. په غوږ ایښونه، په لیدو او همدغسې په څکلو، له خپلو اندامونو ځنې په ټولو ظاهري ګټنې کې، انګېرو چې موږ یې لګوو، په داسې حال کې چې فی الواقع دوی موږ لګوي، که د انسان د حواسو او غړیو  لګښت روا وي، که ژبه وي او که نور غړي، یوازې په هغه ځای کې روا دي چې د انسان  روح پیاوړی کړي، هغه لګښت چې د ډکولو پر ځای، انسان تشوي، زیان کول دي.

د مولانا په وینا :

تا كنى مر غير را حبر و سنى

خويش را بدخو و خالى مى كنى

(مثنوي پنځم دفتر)

[1] بحارالانوار: ۲۲/ ۴۳۱ مخ.

[2] سئلت ام ذرعن عباده ابى ذر فقالت: كان نهاره اجمع للتفكر فى ناحيه عن الناس )تنبيه الخواطر(

[3] له رسول اکرم (ص) روایتوي چې ویې ویل : اوصانى ربى ان يكون صمتى فكرا و نظرى عبرا (بحارالانوار، 74/ / 170) كان سكوته على اربع: على الحلم و الحذر و التقدير و التفكير (معانى الاخبار، صدوق)

[4] ان من كان قبلكم كانوا يتعلمون الصمت و انتم تتعلمون الكلام، كان احدهم اذا اراد التعبد يتعلم الصمت قبل ذلك بعشر سنين فان كان يحسنه و يصبر عليه تعبد و الا قال ما انا لما اروم باهل (بحارالانوار، 75/ 288) = تر تاسې مخکنېیو چوپتیا زده کوله او تاسې ویل او خبرې. چې څوک به عابد کېده، لس کاله مخکې به د سکوت پر زده کړه لګیا و؛ نو که کړای یې شو چې ښه صبر باندې وکړي، نو عابد کېده او که نه ویل یې ددې کار وړ نه یم

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!