تبلیغات

    بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ (الشوری/۳۷) ژباړه : او(د هغو) كسانو (لپاره دي) چې له سترو ګناهونو او ناوړه (كارونو) ډډه كوي او چې غوسه شي؛نو تېرېږي.    دا آيت، د رښتينو مؤمنانو يوه وتلې ځانګړنه څرګندوي: د غوسې پر مهال د ځان كابو […]

 

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَالَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبَائِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ وَإِذَا مَا غَضِبُوا هُمْ يَغْفِرُونَ (الشوری/۳۷)

ژباړه : او(د هغو) كسانو (لپاره دي) چې له سترو ګناهونو او ناوړه (كارونو) ډډه كوي او چې غوسه شي؛نو تېرېږي.

 

 دا آيت، د رښتينو مؤمنانو يوه وتلې ځانګړنه څرګندوي: د غوسې پر مهال د ځان كابو كول، چې غوسه د انسان يو ډېر كړكېچن حال دى. په زړه پورې دا، چې نه وايي له آره مؤمنان غوسه كېږي نه؛ ځكه غوسه د انسان د طبيعت يوه برخه ده او په ځينو ځايونو؛ يعنې هلته، چې د خداى لپاره او د مظلومانو د حقوقو تر لاسه كولو ته وي، غوسه اړينه ده؛ بلكې وايي د غوسې پر مهال، ځان نه ګناهګاروي، مقابل لورى بښي او بايد همدغسې وي. انسان څنګه الهي عفوې ته سترګې پر لار وي؛ حال دا، چې پخپله كينه كښ او غچ اخستونكى دى. دلته ځكه په ځانګړي ډول پر غوسې ډډه وهل شوې، چې دا د يو سوځنده اور حالت دى، چې د انسان له دننه رابلېږي او ډېر دي داسې كسان، چې ځان كابو كولاى نشي، خو مؤمنان كله هم غوسې ته غاړه نږدي. له پېغمبره (ص) په يو حديث كې لولو: ((چې څوك خپله غوسه تېره كړي سره له دې، چې عملي كولاى یې شي؛ نو خداى يې زړه د قيامت پر ورځ له ډاډينې او ايمانه ډكوي)). (اصول كافي، 2 ټ: 139 مخ) امام صادق (رح)  وايي : ((د درې ځانګړنو د درلودونكي، د ايمان ځانګړنې پوره دي: هغه، چې د ظلم پر وړاندې درېږي، د خداى لپاره غوسه تېروي، او بښنه او تېرېدنه لري؛ نو خداى دوى بې له څه حسابه جنت ته ور ننباسي.  امام باقر(رح)  وايي : ((خداى د هغه چا بدن پر اور حراموي، چې د خوشحالۍ، ډار او غوسې پر مهال خپل ځان كابو كړي))[1] 

[1] نمونه تفسیر، 2 ټ: 459 مخ

 

[سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!