تبلیغات

له واده تر بعثته له دې څوك نټه نه کوي، چې حضرت “محمد” ننګيالى،غښتلى او غرمټ و؛ ځكه په داسې چاپېريال كې روزل شوى و،چې له هر ډول غوغا لرې و او داسې كورنۍ يې درلوده،چې د ننګ او مېړانې بېلګه وه. د حضرت خديجې په څېر شتمنه ښځه،چې يې په نكاح شوه او د […]

له واده تر بعثته

له دې څوك نټه نه کوي، چې حضرت “محمد” ننګيالى،غښتلى او غرمټ و؛ ځكه په داسې چاپېريال كې روزل شوى و،چې له هر ډول غوغا لرې و او داسې كورنۍ يې درلوده،چې د ننګ او مېړانې بېلګه وه.

د حضرت خديجې په څېر شتمنه ښځه،چې يې په نكاح شوه او د ښه ژوند امكانات يې درلودل؛نو ايا پر مزو چړچو بوخت شو او د ډېرو ځوانانو په څېر د خپلو غرايزو په سړونې او مړونې پسې شو؟

 نه! په دې امكاناتو يې داسې کړلار جوړه كړه، چې د هغه معنويات يې راښوول. تاريخ ګواه دى،چې حضرت “محمد” د هوښيار او كارپوه انسان په څېر ژوند درلود. په څېره كې يې د تفكر او تدبر آثار ښکاريدل او د ټولنې له فساده بچ كېدو ته به زياتره په غره كې و او هلته يې په هستۍ، خالق او مخلوقاتو كې تفكر كاوه.

 د ځوانۍ عواطف

په مكه كې يوه پېښه وشوه، چې د حضرت “محمد”(ص) انساني عواطف يې ټپي كړل،و يې ليدل،چې يو جوارګر جواري كوي او له بده مرغه په جوارۍ كې يې خپل اوښ او د  استوګنې كور يې بايلود، ان كار دې حد ته راورسېد،چې د خپل ژوند لس كاله يې هم وبيلل. دې پېښې حضرت “محمد”(ص) دومره خواشينى كړ، چې له ډېره غمه په مكه كې پاتې نه شو؛بلكې شاوخوا غرونو ته يې پناه يووړه او نيمه شپه كور ته راستون شو.حضرت “محمد”(ص) به ددې پېښو له ليدو خورا خواشينېده او ددې بې لارې ډلې بې عقلۍ او بې شعورۍ ته به ګوته پر غاښ و.

د حضرت خديجې كور،له حضرت “محمد”(ص) سره له واده مخکې،د بېوزليو سرپناه و او چې واده يې وكړ؛نو په ورکړه او پېرزوېنو كې يې د ذرې هومره توپير هم رانغى.

په قحطۍ او وچكالۍ كه به د حضرت “محمد”(ص) رضاعي مور “حليمه” د خپل زوى ليدو ته راتله.حضرت “محمد”(ص) به هم خپله عبا (چپنه) تر لاندې اواروله،دې راتګ به ورته وړوكتوب ورياداوه او په مينه به يې خبرو ته غوږ نيوه او د حليمې د ستنېدو پر مهال به يې ورسره تر وسې مرسته كوله.(67)

له حضرت خديجې بي بي  د حضرت “محمد” (ص) اولاد

د اولاد زوکړه،د مېړه او ښځې ترمنځ د مينې مزي لا پسې كلكوي او د ژوند شپې يې لا نورې روښانوي. له حضرت خديجې يې شپږ اولاده درلودل،چې دوه زامن وو.مشر “قاسم” او بل “عبدالله” نومېده،چې “طاهر” او “طيب”  يې هم ورته وايه او څلور يې لوڼې وې.

 “ابن هشام” ليكي چې:مشره لور يې “رقيه” وه،ورپسې “زينب”، “ام كلثوم” او “فاطمه” وه. له حضرت خديجې بي بي د پېغمبر اکرم زامن له بعثته مخکې وفات شول؛خو لوڼو يې د پلار د نبوت پېر وكوت. ځينې وايي: د پېغمبر اکرم زامن تر دوو زيات وو. (68)

په ناوړو پېښو كې له لويې سينې كار اخستل د حضرت “محمد” عادت و؛خو له دې لويې سينې سره،د خپلو زامنو په مرګ كې يې اوښكې راتويې شوې. د “ابراهيم”  په مرګ،چې مور يې”ماريه” وه خورا خواشېنى و. په خوله يې د خداى شكر ايسته،كه څه هم د صبر بېړۍ يې د غم په سمندر كې ډوبه وه. دومره يې وژړل،چې ځينو د پېغمبر اکرم پر ژړا نيوكې وكړې. پېغمبر اکرم ورته وويل: داسې ژړا رحمت وي او بيا يې وويل: څوك، چې پر چا ونه لورېږي؛نو خداى به پرې ونه لورېږي. (69)

 د پېغمبراکرم (ص) زويولي

حضرت “محمد”، حضرت “زيد بن حارث” ته د “حجر الاسود” په څنګ كې خپل زوى ووايه .”زيد” د عربو لوټ مارو له “شام” نه راتښتولى و او د مكې په بازار كې يې د حضرت خديجې پر يوه خپلوان “حكيم بن حزام” پلورلى و؛ خو څرګنده نه ده، چې هغه ترې حضرت خديجې څرنګه واخست.

د “حيات محمد” ليكونكى وايي: ((حضرت “محمد” د خپلو زامنو پر مړينه خواشينى و،تسلۍ ته يې له حضرت خديجې وغوښتل،چې “زيد” واخلي.بيا رسول اکرم هغه ازاد كړ او زوى يې ورته ووايه))؛خو ډېرى ليكي: (( حضرت خديجې بي بي،چې  له حضرت “محمد”سره واده وكړ؛نو “حكيم بن حزام” هغه خپلې ترور ته وروباښه او دا،چې له  هر لوري پاك او هوښيار و؛ نو د حضرت “محمد” پرې د زوى مينه راتله؛نو حضرت خديجې هم هغه ورته  وروباښه.))

څه موده تېره شوه،چې د “زيد” اصلي پلار په پوښتنه پوښتنه ځان راورساوه او له حضرت محمده يې وغوښتل اجازه وركړي،خپلې پلرنۍ سيمې ته يې يوسي.

 حضرت “محمد” هم ورته اختيار وركړ،چې پلرنۍ سيمې ته ځي او كه پاتې كېږي. د حضرت “محمد” مينه ددې لامل وه،چې زيد له پلرنۍ سيمې تېر شي او په مكه كې پاتې شي؛نو ځكه حضرت “محمد” ازاد كړ او ورته يې خپل زوى ووايه او بيا يې “زينب” د “جحش” لور ورته نکاح كړه.(70)

 د قريشو امين  علي (ک) خپل كور ته بيايي

د وچكالۍ او قحطۍ پر كال،حضرت “محمد” هوډ وکړ له خپل تره سره مرسته وكړي؛نو ځكه له خپل بل تره “عباس” سره يې په دې باب سلا مشوره وكړه او ټولو ومنله،چې هر يو به د “ابوطالب” يو زوى له ځان سره خپل  كور ته بيايي؛ نو ځکه “عباس” “جعفر” او حضرت “محمد” “علي” له ځان سره كورو ته بوتلل.

 مشهور تاريخپوه “ابوالفرج اصفهاني” ليكي:((“عباس”،طالب))،((“حمزه”، جعفر)) او ((حضرت “محمد”،علي)) له ځان سره كورونو ته بوتلل او هماغه وخت يې وويل: ما هغه غوره کړ، چې خداى راته غوره کړى وو. )) (71)

كه څه هم ددې پېښې ظاهري بڼه دا وه،چې په وچكالۍ كې له “ابوطالب” سره مرسته وشي؛خو اصلي موخه دا وه،چې علي د حضرت “محمد” په لمن كې لوى شي.

 په دې باب حضرت علي (ک) (په نهج البلاغه کې) وايي:

((تاسې ټول له رسول اکرم سره زما له نږدې والي خبر ياست؛په خپله غېږه كې يې لوى كړم.وړوكى وم،چې خپلې سينې ته يې رانږدې كړم او زما د خوب بستره يې په خپل څنګ كې هواروله،ما به هره ورځ د هغه مبارك بوى بوياوه او هره ورځ به مې ترې خويونه زده كول.)) (72)

له بعثته مخکې  د حضرت “محمد” دين

له زوکړې تر مړينې يې بې له “الله” تعالى د بل چا عبادت نه دى كړى. روزونكي يې “عبدالمطلب” او “ابوطالب” ټول موحدين وو. په ياد به مو وي،چې د “ابرهه” د فيلانو د بريد پر مهال،”عبدالمطلب” د كعبې كړۍ ونيوه  او د موحد په څېر يې له خپل خداى سره مناجات وكړ چې: (( خدايه! بې له تا هيچا ته هيله من نه يم.)) دغسې،”ابوطالب” به د سوکړې او وچكالۍ پر مهال خپل وراره “مصلى” ته بېوه او د هغه په مقام او منزلت به يې خداى ته قسم وركاوه،چې باران ووروي. په دې  باب “ابوطالب” مشهور  شعرونه لري،چې د تاريخ په کتابو كې راغلي دي.

 ان په خپله پېغمبر اکرم له “بحيرا” (بصري راهب) سره په كتنه كې له بوتانو كركه څرګنده كړه. هلته چې راهب حضرت “محمد” ته وويل: ستا دې پر “لات او عزى” قسم وي،چې څه درنه پوښتم،ځواب يې راكړه؛نو حضرت “محمد” په غوسه شو او ورته يې وويل: ما ته پر “لات” و “عزى” قسم مه راكوه،چې له عبادته يې كركجن يم.

 بيا ورته راهب وويل: نو! ستا دې پر خداى قسم وي. څه چې درنه پوښتم،ځواب يې راكړه،چې ويې ويل: سمه ده وپوښته.(73)

دا ټولې پېښې ګواه دى،چې رسول اکرم او د “عبدالمطلب” كورنۍ موحدين وو او ددې خبرې تر ټول ستر ګواه  له بعثته مخکې د پېغمبر اکرم اعتكاف دى.

 تاريخپوهان يوه خوله دي،چې حضرت “محمد” به په كال كې څو مياشتې په “حرا” غار كې عبادت كاوه.

 په دې باب حضرت علي (ک) وايي: پېغمبر اکرم هر كال د حرا غار ته ته او بې له ما به بل چا نه ليده. (74) ان پېغمبر اکرم هغه ورځ،چې پر پېغمبرۍ مبعوث شو؛په حرا غار كې پر عبادت بوخت و.

 حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم د ژوند ددې برخې په باب وايي: حضرت “محمد”(ص)،چې له تي غوڅ شو؛نو خداى يې روزنې ته پرېښته وټاكله چې شپه و ورځ يې ورته ښه خويونه ورښوول. (75)

 د قريشو امين په حرا غار كې

د حرا غار د مكې شمال ته پروت دى، چې سړى ورته په نيم ساعت كې ورخېژې. ددې غار ظاهري بڼه تورو تبځو جوړه كړې،چې د ژوند کوچني آثار هم په کې نه ليدل كېدل.

 حضرت “محمد” به له بعثته مخكې، زياتر هلته و او كور ته به، چې را نه غى؛نو حضرت خديجې به په ډاډ ويل،چې په حرا غار كې دى او چې څوك به يې ورپسې لېږه؛نو د عبادت پر حال يې ليده.

 حضرت “محمد” مخکې له دې، چې پېغمبر شي،د دوو څيزونو په باب زيات فكر كاوه:

 لومړى:د ځمكې او اسمانو په ملكوت كې په فكر بوخت و. د خداى په هر مخلوق كې يې د خداى رڼا،ځواک او علم ليده او له دې لارې يې ځان ته د غيبو پر لور دريمڅې پرانېستې.

دويم:د هغې درندې دندې په باب،چې پر اوږو يې اېښوول كېږي. د هغه وخت په فساد كې د ډوبې ټولنې سمون يې، په نظر ناشونى كار نه و؛خو زياتې هڅې يې غوښتې. د ټولنې فسادونه يې،چې ليدل؛نو سمون ته يې په فكر كې ډوب و،چې خلكو به بوتانو ته عبادت كاوه؛نو ډېر به خواشينى كېده او څو پر ضد مبارزې ته يې ګومارل شوى نه و؛نو خلكو ته يې څه نه ويل.

 د وحې  پېل

  حضرت جبرائيل عليه السلام د خداى له لوري موظف شو، چې د پېل لپاره ورته څو آيتونه ولولي او پر ((نبوت)) يې و وياړي؛دا ورځ هماغه د “مبعث” ورځ وه، چې د دې ورځې په باب به په راتلونكې كې خبرې وكړو.

بېشکه چې له پرېښتې سره مخېدل ځانګړى تيارى غواړي. د چا روح، چې ستر او قوي نه وي؛نو د نبوت او پرېښتې د كتنې زغم نه لري.

 حضرت “محمد” دا تيارى له مخکې،په اوږدو عبادتونو،تفكر او الهي عنايت سره كړى و.

ډېرى تاريخ پوهان ليكي: له بعثته مخكې يې داسې خوبونه ليدل،چې د رڼا ورځې په څېر يې واقعيت درلود. (76)

تر څه مودې تېرېدو وروسته ورته تر ټولو خوشحاله وختونه،هماغه ګوښه توب (خلوت) او عبادت و،چې پرېښته راغله او ورته يې وويل: “اقراء”؛ يعنې ولوله؛ دا چې هغه  اُمي  و؛ نو و يې ويل: زه د لوستو وس نه لرم. د وحې پرېښتې ورته زور وركړ او بيا يې ترې وغوښتل:ولوله؛خو هماغه ځواب يې واورېد. پرېښتې بيا زور وركړ او دا کار درې واره تكرار شو او تر درېم ځل فشار وروسته يې احساس كړه، څه چې پرېښتې پر ډبره ليكلي،لوستاى شي او حضرت “محمد” په حقيقت كې د بشر د نېكمرغۍ كتاب ووايه، چې آيتونه او ژباړه  يې دا ده:

اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ= ولوله ! د خپل پالونكې په نامه ،چې (هرڅه يې) شته كړي دي،

خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ= انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ.

اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ= ولوله چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛

الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ= هغه [ پالونكى ] ،چې په قلم يې ښوونه وكړه،

عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ= انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نه پوهېده (77)

 جبرائيل خپله دنده سرته ورسوله او پېغمبر اکرم هم د وحې تر نازليدو وروسته،د حراء له غاره راكوز شو او د حضرت خديجې كور ته راغى.(78)*

په پېل كې ددې آيتونو نزول د پېغمبر اکرم لنډه کړلار راښيي، چې د دين بنسټ يې لوستل، پوهه  او قلم كارول دي.

 بيا څه وشول؟

د پېغمبر اکرم ستر روح په وحې رڼا شو. څه، چې يې له  حضرت جبرائيل امين زده كړي وو،په زړه كې يې وليكل. تر دې پېښې وروسته،هماغې پرېښتې ورته وويل:((محمده! ته د خداى استازى يې او زه جبرائيل يم.))

 كله ويل كېږي،چې دا خبره يې هله واورېده،چې له “حرا غاره” راكوز شوى و او دې دواړو پېښو سخت ډاروى و او له هغه لوري يې وېره درلوده،چې ډېره لويه دنده يې ورسپارلې ده؛ البته دا وېره تر څه ځايه طبيعي ده او د پېښې په باب د حضرت “محمد”(ص) له يقين او ډاډ سره ټکر نه لري؛ځكه كه روح څومره ستر او غښتلى هم وي او له غيبو سره په اړيکه كې وي؛خو بيا هم،چې انسان په لومړي ځل له داسې پرېښتې سره مخ شي،چې كله يې نه وي ليدلى او هغه هم د غره پر سر؛ نو وېره طبيعي څيز دى،چې وروسته دا وېره له منځه ولاړه.

وېره او ستړيا ددې لامل شوه،چې نېغ كور ته راشي. كور ته،چې راننوت؛نو كورودانه يې پر تندي پوه شوه.جريان يې ترې وپوښته. څه، چې پېښ شوي وو،ورته يې وويل. حضرت خديجې په درناوي ورته وكتل او د خير دعا يې ورته وكړه: ((خداى به دې مل شي.)) رسول اکرم احساس كړه،چې ستړى دى.حضرت خديجې ته يې وويل:((ما پټ كړه!)) پټ يې كړ او يوه شپه وېده شو.

 حضرت خديجه بي بي  “ورقه بن نوفل” ته ورځي

 په مخکې پاڼو كې مو “ورقه” وپېژانده، چې د حضرت خديجې د تره زوى او د عربو له پوهانو و، چې د “انجيل” تر لوستو وروسته مسيحي شوى و.حضرت خديجه ولاړه او دا پېښه يې ورته ټكى په ټكى وويله. ورقه ورته په ځواب كې وويل: د تره زوى دې رښتينى دى او څه،چې ورته ورپېښ شوي،د پېغمبرۍ پېل دى او هغه “سترناموس” (رسالت) پرې راكېوتى دى.

 

 

67_ سيره حلبى، لومړى ټوك/ 123

68_ مناقب ابن شهر اشوب، لومړى ټوك/ 140

قرب الاسناد، 706

الحضال، 2ټوك، / 37

بحار الانوار، 22/ 151-152

تاريخ طبري 2/ 35بحار 22/ 166

69_ امالى شيخ/ 247

70_الاصابه ، 1/ 545، اسدالغاابه، 2/ 224

71_ مقاتل الطالبين، 26  ، تاريخ كامل، 371

سيره ابن هشام، 1/ 236

72_ نهج البلاغه، 190 خطبه.

73_  تاريخ الخميس 1/ 258

74_ نهج البلاغه و 190 خطبه. ، فيض الاسلام / 775

75_ نهج البلاغه

76_ صحيح بخاري، لومړى ټوك، كتاب العلم/3، بحارالانور 18/194

77_ سوره علق

78_ سيره ابن هاشم، 1/ 236  او  صحيح بخارى 1/3

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!