تبلیغات

د قدر سورت انځور د قدر سورت په مکه کې نازل شوى او د نورو مکي سورتونو په څېر يې آيتونه لنډ او موزون دي . دا سورت د قدر پر شپه،د قرآن په نزول پيل او له خداى سره ددې شپې ‏د ارزښت په اړه ‏دوام مومي،چې تر زرو شپو غوره دى‏ ‏او پر […]

د قدر سورت انځور

د قدر سورت په مکه کې نازل شوى او د نورو مکي سورتونو په څېر يې آيتونه لنډ او موزون دي .

دا سورت د قدر پر شپه،د قرآن په نزول پيل او له خداى سره ددې شپې ‏د ارزښت په اړه ‏دوام مومي،چې تر زرو شپو غوره دى‏ ‏او پر هغه شپه په سلام او الهي درود پاى ته رسي.

د حمد تر سورت وروسته په لمانځه کې ددې سورت د ويلو په اړه ډېر روايتونو راغلي او څوک یې چې ‏په فرض لمونځ کې وايي؛ ورته ويل کېږي : خداى دې تېر وخت وباښه ؛نو له سره پيل وکړه . ( وسایل ۶/ ۷۹)

امام رضا وويل : چا چې د مؤمنانو د قبر د زيارت پر مهال اووه ځل د قدر سورت ووايه ؛نو خداى به هغه مړى او لوستونکى وبښي.(د نور الثقلین تفسیر) ‏


بِسْـــــمِ اللَّهِ الرَّحْمَـــــــنِ الرَّحِيـــــــمِ

د لوراند او لورين څښتن په نامه

 

((إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ= په حقيقت كې موږ دا (قرآن) د قدر(= كچې اواندازه كولو) پر شپه كې نازل كړى دى. ))

ټکي :

*خداى دنړۍ چارې په پرښتو ترسره کوي ؛نو د قرآن په ډېرو آيتونو کې په خداى پورې اړوند فعلونه اوضميرونه د جمې په بڼه راغلي؛لکه چې ددې آيت په پيل کې وايي : (إِنَّا أَنزَلْنَاهُ) موږ قرآن رانازل کړ.

*د مفسرينو د وينا له مخې قرآن دوه ځل نازل شو؛يوځل يودمي او په يوه ځاى،چې د قدر شپه وه،چې آيت ورته اشاره کوي او بل ځاى د پېغمبر اکرم(ص) د رسالت په ٢٣کلنو کې په تدريجي ډول .

قرآن هم ددې اسمانې کتاب د نازلېدو په هکله دوه ډوله تعبيرونه لري،ځينې له ( انزلنا) سره ،چې د انزال له ريښې څخه او د يودمي نزول په مانا دى او په ځينو نورو ځايونو کې (نزلنا)،چې د تنزيل له ريښې دى،چې د تدریجي نزول په مانا دى.

(إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ) او (شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ) د آيتونو له يوځاى کېدو ‏پايله اخستل کېږي،چې د قدرشپه د رمضان په مياشت کې ده؛خو داچې د رمضان کومه شپه د قدرشپه ده،په قرآن کې ورته اشاره نه ده شوې،چې په روايتونو کې هم په مردده بڼه په درې شپو کې يوه يې راغلې ده .

*امام صادق د قدر شپې په اړه وپوښتل شو: امام ورته وويل : د رمضان د مياشتې په ١٩ مه، ۲۱ مه ، ٢٣ مه شپو کې يي ولټوئ. (وسایل ۱۰/ ۳۶۰)

‏التبه اهل سنت وايي،چې د روژې ٢٧ مه شپه د قدرشپه ده .

پيغامونه :

١_ د قدرشپه له خداىه د شکرشپه ده؛ځکه د خداى يو تر ټولو ستر نعمت؛يعنې قرآن په دې شپه کې نازل شوى دى . (إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ) .

٢_تر ټولوغوره کتاب پر ټولوغوره انسان تر ټولو په غوره شپه کې نازل شو .( إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ)

 

((وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ= او ته څه پوهېږې، چې د قدرشپه څه ده؟!))

((لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ= د قدر شپه تر زرو مياشتو غوره ده! ))

ټکي :

* د “قدر” ټکى په قرآن کې د څوماناوولپاره کارول شوى دى :

الف : مقام او منزلت؛لکه چې وايي :

((وَمَا قَدَرُواْ اللّهَ حَقَّ قَدْرِهِ(انعام/۹۱) =هغوى خداى سم و نه پېژانده. ))

ب : تقدير او برخليک:

((ثُمَّ جِئْتَ عَلَى قَدَرٍ يَا مُوسَى ( طه/۴۰)= اى موسئ ته دلته د (الهي ) تقديرله مخې راغلى يې . ))

ج : تنګي او سختي :

((وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ… ) ( طلاق/۷)= پر چا ،چې رزق او روزي تنګه شي . ))

دوه لومړنۍ ماناوې له “ليلة القدر” سره سمون خوري ؛ ځکه د قدر شپه هم د سترمقام او منزلت خاونده اوهم د تقديراو برخليک شپه ده .

*هستي،حساب ،کتاب ، قدر او اندازه لري .

((وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ (حجر/۲۱)=او د ټولو څيزونو سرچينې يوازې له موږ سره دي؛خو هر څيز په يوه ټاكلې اندازه راښکته کوو.))

ان له اسمانه د باران ورښت هم حساب شوى دى :

((وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ)(مؤمنون/۱۸)= او موږ له اسمانه په ټاكلې اندازه اوبه واورولې او هغه مو په ځمكه كې (په ځانګړې ځاى كې) تم كړې او موږ د هغه پر له منځه وړلو پوره وسمن يو. ))

نه يوازې باران؛بلکې هرڅه ورسره اندازه لري :

((وَكُلُّ شَيْءٍ عِندَهُ بِمِقْدَارٍ)(رعد/۸)= او هر څيز د هغه په نزد ټاكلې کچه لري . ))

لکه چې لمر او سپوږمۍ د حجم ،وزن ،حرکت او مدار له پلوه دقيق حساب کتاب لري :

((الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ (رحمن/۵) = لمر و سپوږمۍ په [ټاکلي] حساب [ګرځي] ))

*خداى د قدر په شپه د انسان د يوکال ‏تقدير ټاکي؛لکه څنګه چې د قرآن په بل ځاى کې،چې وايي :

((فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ(دخان/۴) =پرهغه (شپه) هر ډول چارې د (الهي) حكمت له مخې سنبال او بېلېږي.))

نو د قدر شپه يوازې د پېغمبراکرم په وخت او د قرآن په نزول پورې محدوده نه ده؛بلکې په د هر رمضان په مياشت کې د قدر شپه وي،چې د بلې قدر شپې پورې د انسان تقدير پکې ټاکل کېږي .

*پېغمبراکرم (ص) او اهل بيتو يې د ‏قدر په شپه په تېره بيا په (٢٣) مې ‏شپه د ويښ پاتې کېدو،لمونځ او پر عبادت کولو باندې خورا ټينګار کړى دى .

‏‏ ‏پېغمبر اکرم (ص) وپوښتل شو:زموږ کورله مدينې ‏لرې دى؛نو تاسې راته يوه شپه وټاکئ،چې په هماغه شپه ښار ته راشم . آنحضرت ‏(ص) ورته وويل : (( پر (٢٣) ‏شپه مديني ته راننوځه.)) (وسایل ۳/ ۳۰۷)

*امام صادق د ناروغۍ په حال کې وغوښتل ،چې د رمضان په ٢٣ مه شپه دې یې جومات ته يوسي. (بحار ۹۵/ ۱۶۹) ‏

‏*فاطمې بي بي به په دې شپه د خپلو ماشومانو پر مخ اوبه شيندلې،چې ويښ پاتې شي.(بحار ۹۴/ ۱۰) ‏

*په روايتونو کې راغلي،چې د خداى رسول به د رمضان د مياشتې په ورستيو لسو شپو کې بستره تړله او ټوله شپه یې عبادت کاوه .( د مجمع البیان تفسیر)

*په يو اوږد حديث کې له پېغمبراکرم(ص) څخه روايت شوى،چې حضرت ‏موسى علیه السلام ،خداى ته وويل : خدايه! له تا نه د قربت مقام غواړم .ځواب راغى : ماته رانږدېدل د قدرپه شپه کې دي . موسى علیه السلام وويل: له پل صراطه د تېرېدو جواز غواړم . ځواب راغى : د صراط له پله د تېرېدو رمز د قدر پر شپه په صدقه ورکولو کې دی . ‏موسى علیه السلام وويل : خدايه ! جنت او نعمتونه يې درنه غواړم . ځواب راغى : ورته د رسېدو لار د قدر په شپه تسبیح ويل دي . موسى علیه السلام وويل : د دوزخ له اوره خلاصون غواړم . ځواب راغى : د دوزخ له اوره د خلاصون رمز د قدر ‏په شپه په استفغارکې دی.

او په پاى کې ‏موسى علیه السلام وويل: خدايه ! ستا رضا مې په کار ده . ځواب راغى : له هغوى ‏‏خوشحالېږم ، چې د قدرپه شپه لمونځ وکړي. (وسایل ۸ /۲۰ ) ‏

*حضرت على د قدر په شپه په محراب کې د لمونځ پر مهال د توري ګوزار وخوړ.

هو زړګيه ! د خداى اشرف مخلوق ،په اشرف ځاى کې په اشرف وخت کې په اشرفو حالاتوکې شهيد شو.

*شپه په مانیزو- معنوي مسائلوکې ‏ځانګړى مقام لري، د بېلګى په توګه :

خداى حضرت موسى ته د تورات د ورکړې لپاره،هغه د شپې عبادت ته راوغوښت : (أَرْبَعِينَ لَيْلَةً)( بقره/ ۵۱) .

*قرآن استغفار ته مناسب وخت سهارګڼلی دى :

 ((وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ(الذاریات/۱۸) =او د شپې په وروستۍ برخه کې (له خدايه) بښنه غوښته.))

*اسمان ته د پېغمبر اکرم ختل په شپه کې وو :

(( أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ)(اسراء/ ۱)= پاك دى هغه خداى،چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه مسجدالاقصى ته بوت،چې چاپېريال يې مو بركتي كړى دى،چې خپلې ځينې نښې وروښيو،چې يوازې هغه اورېدونكى (او حقيقي) ليدونكى دى . ))

*پېغمبراکرم(ص) ته دنده ورکړه شوې وه،چې د شپې عبادت وکړي :

((وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّكَ) (اسراء/ ۷۹)= او د شپې په يوه برخه كې (له خوبه راويښ شه او) قرآن ولوله (او لمونځ وكړه) دا ستا اضافي دنده ده،هيله ده،چې ستا پالونكى تا (د شفاعت) پر ستايل شوي مقام وګوماري . ))

((قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا)(مزمل/۲)= د شپې راپاڅه؛خو لږ .))

*خداى په شپه کې عابدين ستایي :

((يَتْلُونَ آيَاتِ اللّهِ آنَاء اللَّيْلِ( آل عمران/ ۱۱۳ )= او (تل) په شپه كې د خداى آيتونه لولي او (لاروي يې کوي) او سجده کوي؛ ))

په شپه کې يې د تسبيح سپارښتنه کړې ده :

((وَسَبِّحْهُ لَيْلًا طَوِيلًا)(انسان/ ۲۶) = او د شپې په څه برخه كې (راپاڅېږه) او سجده ورته وكړه او اوږده شپه يې ستايه .))

خداى په قرآن کې د لمر راختنې او ماسپښین پروخت يو ځل قسم خوړلى؛خو پرسهار يې درې ځلې قسم خوړلى دى .

((وَاللَّيْلِ إِذَا عَسْعَسَ (تکوير/۱۷) = او قسم پر شپه، چې كله مخ په تېرېدو يا راتلو شي . ))

((وَاللَّيْلِ إِذْ أَدْبَرَ(مدثر/۳۳) = او پر شپه قسم چې كله (لمن راټوله او) شا كړي ! ))

((وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ(فجر/۴)=او قسم پر شپه، چې كله (د ورځې د رڼا پر لور) روانېږي (چې ستا پالونكى ظالمانو ته په څارنځي كې دى)!))

*د قدر شپې اوږدوالى د ځمکې يوه بشپړه شپه ده ،چې (٢٤) ساعته ده؛نه دا چې په يوه ځانګړې ځاى او وخت او لوري پورې تړاو ولري؛‏لکه د کمکي ‏اختر ورځ ،چې د ځمکې يوه بشپړه ورځ ده .

*داچې د قدر په شپه قرآن رانازل شو او پرهمدې شپه د انسان تقدير هم ټاکل کېږي؛نو کېداى شي رمز يې دا وي،چې د انسان برخليک په قرآن پورې تړلى وي،که د قرآن لاروي يې وکړه؛نو نېکمرغه به وي؛ګنې بدمرغه به وي . ))

*حضرت ابوذرغفاري (رض) وايي : د خداى رسول ته مې وويل : آيا د قدر شپه د انبياوو په وخت کې هم وه او پر هغوى ( امر) نازلېده او له نړۍ ‏تر تګ وروسته یې په هغه شپه کې ( امر) نه نازلېږي ؟ آنحضرت (ص) ‏وويل : د قدر شپه ترقيامته پورې ده . (د برهان تفسیر) .

*ښايي د قدر شپې د پټې پاتې کېدنې رمز په دې کې وي،چې خلک په نورو شپو کې هم عبادت ‏وکړي . څوک چې په هماغه شپه پوه شوى وي،چې پېسمن – مغرور نشي ‏او څوک چې پرې پوه ‏شوى نه وي،‏چې له نورو شپو‏نهيلى نشي.

*په روايتونو کې راغلي : د قدر په شپه نېک کار د نورو ‏شپو په پرتله خورا ثواب لري . ( من لا یخضر ۲/ ۱۵۸)

پيغامونه :

١_سپېڅليو چارو ته سپېڅلى وخت وټاکئ. (لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ)

٢_وختونه يوشان نه دي، ځينې وختونه تر نوروغوره وي. (لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ)

((تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ= په هغه (شپه) كې پرښتې او “روح” د خپل پالونكي په اجازه د هر كار (د تقدير او اندازه كولو) لپاره راكوزېږي . ))

ټکي :

*امام صادق وپوښتل شو : آيا روح هماغه جبراييل دى ؟ امام صادق : جبراييل پرښته او روح تر پرښتې غوره دى او بيا يې دا آيت ولوست : ((تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ )) ( د برهان تفسیر) .

*د قدر په شپه د پېغمبراکرم پر زړه د پرښتو په رانازلېدو له اسمان سره د ځمکې او ملکوت سره د خلکو او له ماورا طبيعت سره د طبیعت اړيکې ټينګېږي .

*روح ډولونه لري :

*هغه روح،چې دغوښتنو او شهوتونو سرچينه ده .

*هغه روح،چې د واک او خوځون- حرکت سرچينه ده ،چې دا دوه روحونه د انسان او حيوان ترمنځ ګډ دي.

*هغه روح،چې د اختيار او اند ‏سرچينه ده ،چې دا يوازې په انسان پورې ځانګړى دى.

*هغه روح،چې مازې عقل دى او د پرښتو وجودي جوهرجوړوي .

*هغه روح،چې تر پرښتو‏غوره دى او د قدر په شپه له پرښتو سره رانازلېږي. ‏

*په روايتونو کې راغلي دي : د امامت له نمښتیو – منکرانو سره د قدر په سورت استدلال وکړئ .( د نور الثقلین تفسیر‏)؛ځکه ددې سورت له مخې پرښتې هرکال د قدر پر شپه نازلېږي،د پېغمبر اکرم پر ژوندون به هغه ته راتلې؛نو تر هغه وروسته پرچا نازلېږي .

سپينه خبره ده،چې هرڅوک د الهي پرښتو کوربه کېداى نشي؛بلکې هغه هم بايد د پېغمبراکرم په څېر ‏معصوم وي او د بشر د ولايت چارې يې په لاس کې وي،چې دا کس له معصوم امام پرته بل څوک نشي کېداى،چې په دې وخت کې حضرت امام ‏‏مهدي دى،چې د قدر پرشپه ورته پرښتې راځي .

په قرآن کې پرښتو ته يوه کتنه

د هستۍ د سنبالنې‏ په چارو کې پرښتې د الهي فرمانونو د اجرا کولو دنده لري . په قرآن شريف کې هرې ډلې پرښتو ته ځانګړې دنده ټاکل شوې،چې دهماغې دندې نوم پرې ايښوول شوى دى :

*النَّازِعَاتِ (نازعات/۱) .

*الصَّافَّاتِ(صافات/۱) .

* لزَّاجِرَاتِ (صافات/۲).

*النَّاشِرَاتِ (الناشرات/۳) .

*لْفَارِقَاتِ (الناشرات/۴) .

*لْمُدَبِّرَاتِ (نازعات/۵).

*ځينې پرښتې ساتنې ته ګومارل شوي دي :

((وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ(انفطار/۱۰)=او بېشكه پر تاسې څارونكي ګومارل شوي دي ))

*ځينې پرښتې له الهي اولياوو سره خبرې اترې لري ؛له ‏زکريا علیه السلام سره يې خبرې وکړې او ورته يې د حضرت يحیى زېرى ورکړ : ((فَنَادَتْهُ الْمَلآئِكَةُ وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرَابِ أَنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَـى مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ (آل عمران/۳۹)= او چې کله هغه په محراب كې پر لمانځه ولاړ و؛نو پرښتو ورته غږ وكړ:(( خداى د يحيى زېرى دركوي،هغه به د خداى كلمه [=مسيح] تصديق كړي او لارښود به وي او له سركښو هوسونو به خوندي او له صالحو به پېغمبر وي .))

او همدې پرښتو له حضرت مريم سره هم خبرې وکړې:

((وَإِذْ قَالَتِ الْمَلاَئِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَى نِسَاء الْعَالَمِينَ (آل عمران/۴۲)= او ( درياد كړه) چې كله پرښتو وويل: ((مريمې ! خداى ته غوره او پاكه كړې او د نړۍ پر ټولو ښځو يې غوره كړې يې .))

*په ځينو ځايونو کې پرښتو په جنګ کې د خداى له پلويانو سره مرسته کړې ده؛لکه څنګه چې د بدر په جنګ کې خداى درې زره پرښتې د مسلمانانو ملاتړ ته راولېږلې :

((إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَن يَكْفِيكُمْ أَن يُمِدَّكُمْ رَبُّكُم بِثَلاَثَةِ آلاَفٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُنزَلِينَ

(آل عمران/۱۲۴)= هغه وخت،چې مؤمنانو ته دې ويل : (( ايا تاسې ته بسنده نه ده،چې خداى له (اسمانه) د درې زرو پرښتو په را لېږلو درسره مرسته وكړي ؟!))

*ځينو پرښتو ته له خلکو د ساه اخستو دنده ورکړه شوې ده :

((قُلْ يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ (سجده/۱۱ )= ووايه : (( پر تاسې،چې د مرګ پرښته ګومارل شوې ده،ستاسې (روح) اخلي، بيا به د خپل پالونكي پر لور بېرته وګرځول شئ . ))

*ځينو ته د عرش د چارو د سمبالولو دنده ورکړه شوې ده :

((وَالْمَلَكُ عَلَى أَرْجَائِهَا وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ (حاقه/۱۷)= او پرښتې به د هغه (اسمان) په څنډو كې وي (او د دندو د ترسره كولو لپاره چمتو كېږي) او پردې ورځ به اتو [پرښتو] ستا د پالونكي عرش پورته كړى وي .))

*د پرښتو له امتيازاتو يو دا هم دى،چې تل د خداى عبادت کوي او نه ستړې کېږي،چې قرآن وايي :

((وَمَنْ عِندَهُ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَلَا يَسْتَحْسِرُونَ(انبياء/۱۹)= او څوک [=پرښتې ] چې له الله سره دي ، هېڅكله يې له عبادته سرغړونه نه کوي او نه ستړې كېږي . ))

((يُسَبِّحُونَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ(انبیاء/۲۰) =شپه او ورځ (بې ځنډه) د خداى پاكي وايي اونه سستېږي. ))

*د پرښتو يوه دنده مؤمنانو ته دعا او استغفار دى :

((تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِن فَوْقِهِنَّ وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَن فِي الْأَرْضِ أَلَا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ( شوری/۵)= نژدى دى،چې اسمانونه (د مشركانو د ناروا تورونو له امله) له پاسه پرې وچوي او (حال دا چې) پرښتې د خپل پالونكي له ستاېنې سره پاكي وايي او د ځمكې اوسېدونكيو ته بښنه غواړي . خبر وسئ،چې په حقيقت کې يوازې خداى ډېر بښونكى(او) لورين دى . ))

*ځينې د اسلام پر پېغمبر اکرم درود وايي :

((إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ( احزاب/۵۶)= په حقيقت كې خداى او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي (رحمتونه لېږي) مؤمنانو! تاسې هم پرې درود او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ . ))

* پرښتې درجې لري او ټولې په يوه کچه ‏نه دي :

(( وَمَا مِنَّا إِلَّا لَهُ مَقَامٌ مَّعْلُومٌ) صافات/۱۶۴)= او له موږ (پرښتو) هېڅوك نشته؛خو (دا چې) هرې يوې ته ټاكلى ځاى په ګوته كړاى شوى دى. ))

*خداى چې ځينو انبياوو ته د نورو په پرتله غوره والى ورکړى؛نو همداسې يې پرښتو ته هم غوره والى ورکړى دي:

((اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا وَمِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ (حج/۷۵ )=خداى له پرښتو او خلکو استازي غوره کوي،بېشكه چې خداى اورېدونكى (او) ليدونكى دى . ))

* د ټولو پرښتو واک ‏يو له بل سره توپیر لري :

(( أُولِي أَجْنِحَةٍ مَّثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ) (فاطر/۲)= خداى چې خلکو ته د کوم رحمت (ور) پرانځي؛نو (بيا) يې څوك بندولاى نشي او هغه چې (څه) بند كړي؛ نو تر [بندولو] وروسته څوک يې پرانستونکى نشته او هغه ناماتى سنجوونکى دى ))

*ځينې پرښتې فرمان وړونکې اوځينې فرمان ورکونکي دي ؛خو ټولې سپین لمنې – معصومې دي :

((مُطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ ) (تکوير/۲۱)= چې هلته ( يې پرښتې حكم) مني (او) امين (هم) دى .))

*پر ټولو پرښتو ايمان په کار دى :

((آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ (بقره/ ۲۸۵ )= پر پېغمبر،چې څه د خداى له لوري نازل شوي دي،ايمان يې پرې راوړى دى ( او هغه په خپلو ټولو خبرو پوره مؤمن دى) او (هم) ټولو مؤمنانو پر خداى،پرښتو،كتابونو او پېغمبرانو يې ايمان راوړى دى ( او وايي:) (( موږ د خداى د پېغمبرانو ترمنځ يوه ته هم پر توپير قايل نه يو ( او پر ټو لو ايمان لرو)) او (مؤمنانو) وويل:(( موږ واورېدل او غاړه مو كېښووه . پالونكيه ! ستا بښنې (ته سترګې پرلار يو) او درتګ (مو) يوازې همدا ستا لوري ته دى .))

*ترې نمښته- انکارله خدایه د نمښتې ‏په څنګ کې راغلې ده : (( وَمَن يَكْفُرْ بِاللّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ)( ١٠١)

*پرښتې د خداى لښکر دى او له شمېره يې له خداى پرته بل څوک خبر نه دي :

((وَمَا جَعَلْنَا أَصْحَابَ النَّارِ إِلَّا مَلَائِكَةً وَمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ إِلَّا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا لِيَسْتَيْقِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَيَزْدَادَ الَّذِينَ آمَنُوا إِيمَانًا وَلَا يَرْتَابَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْمُؤْمِنُونَ وَلِيَقُولَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْكَافِرُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَذَا مَثَلًا كَذَلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَن يَشَاء وَيَهْدِي مَن يَشَاء وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْبَشَرِ( مدثر/۳۱)=((او موږ د دوزخ چوپړيان يوازې (د عذاب) پرښتې ګرځولي دي او موږ يې شمېر يوازې كافرانو ته ازمېښت ګرځولى دى،چې كتابيان [= يهود او نصارى] يقين پيدا كړي او د مؤمنانو ايمان زيات شي او كتابيان او مؤمنان (ددې اسماني كتاب په حقانيت كې) شكمن نشي او ددې لپاره،چې د زړونو ناروغان او كافران ووايي چې : (( له دې شمېره(=١٩) د خداى څه منظور دى؟)) په دې توګه د خداى،چې چا ته خوښه شي (د هغو د كړنو له امله) يې بې لارې كوي او چا ته چې يې خوښه شي (او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي او ستا د پالونكي د لښكرو [پرشمېر] يوازې هغه پوهېږي او دا (آيتونه) انسانانو ته بې له پنده بل څه نه دي . ))

*او که کله یې هم د شمېر په باب خبره کېږي؛لکه دا آيت ((عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ = (مدثر/۳۰) ،چې وايي: د دوزخ پرښتې نولس دي))؛ نوردليلونه لري؛نه داچې د ځواک د نه درلرودلو امله وي.

*پرښتې د خداى مطلق اطاعت کوي او د هرڅه دنده ، چې ورکړه شي ،سرغړونه ترې نه کوي:

(( لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ)(تحريم/ ۶)= *هغوى د خداى له فرمانه نه مخکې کېږي او يوازې د هغه فرمان پلى کوي :

(( لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ)(انبياء/۲۷)= چې په خبرو كې پر هغه نه ورمخكې كېږي او(تل) يې امر عملي كوي . ))

*اطاعت یې‏ د پوهې او تقوا له مخې دی او په اطاعت کې ځانګړى چار غوره نه ګڼي‏؛بلکې کوم کار،چې وروسپارل شي،هماغه ‏کوي :

(( يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ)( نحل/۵۰)=(او) هغوى (يوازې) د خپل واكمن پالونكي (له مخالفته) وېرېږي او څه چې ورته حكم كېږي، هماغسې كوي .))

*پېغمبر اکرم وايي : ((پرښتې له رڼا پيدا شوى دي. ‏(اختصاص ۱۰۹ مخ‏) او خداى هيڅ موجود د پرښتوهومره نه دی پيدا کړی .( قمي تفسیر۲/ ۲۶۰) ‏

*امام صادق وويل : پرښتې خوراک څښاک او کوروالى نه کوي . ( بحار ۵۶/ ۱۷۴)

پيغامونه :

١_پرښتې د خداى له اجازې پرته ‏کار نه کوي . (تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ…. بِإِذْنِ رَبِّهِم)

٢_ د قدر په شپه د تقدير ټاکنه د پرښتوپه راتګ او شتون کې ټاکل کېږي .( تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ………… مِّن كُلِّ أَمْرٍ)

٣_ د قدر په شپه د چارو د تقدير ټاکل د الهي ربوبيت يوه څنډه ‏ده.( بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ) . 

((سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ= هغه (شپه) ترسهار راختلو پورې (بركت ورحمت او) سلامتيا ده!))

ټکي :

*په قرآن کې “سلام” د خداى له نومونو ځنې يو نوم دى . ((هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ….) ( حشر/۲۳)=

* په دې آيت کې له “سلام” څخه مطلب د قدر په شپه پر بندګانو د خداى ځانګړى رحمت دى ،چې ورپسې سلامتيا،رحمت او ډېر برکتونو وي ‏،چې ‏ دعذاب لارې بندوي؛ځکه په هغه شپه د شيطان وسوسې له کاره غورځېږي . ( د المیزان تفسیر)

*د قدر په شپه پرښتې ځمکې ته راکوزېږي او پر هغې ښځې او سړي سلام وايي،چې پر عبادت بوخت وي ( د مجمع البیان تفسیر‏) ؛لکه څرنګه چې د قيامت پر ورځ هم د سلام په ويلو ‏د جنتيانو استقبال ته ځي :

((عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِينَ) ( زمر/۷۳)=((پر تاسې دې سلام وي! ښه راغلاست؛نو جنت ته ننوځئ او همېشه همدلته وسئ!))

پيغامونه :

١_ د قدرشپه د انسان د ‏فکر او روح روغتيا او د سلام خداى پر لوري د سپېڅلتيا شپه ده .( سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ)

٢_ د قدرشپه د رحمت شپه ده او په توبه کړاى شو د خداى رحمتونه ځان ته رامات کړو .( سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ)

٣_ د چارو تقدير د خداى له لوري د بشر د نېکمرغۍ پر بنسټ دى؛خو داچې بشر ‏پخپله ځان بدمرغه کړي . (سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ)

 

 

سرچینه : تفسیر نور، مفسر، شیخ محسن قرآیتی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست