تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د قدر شپه ((وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ= او څه پوه کړې، چې د قدرشپه څه ده؟! ((لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ= د قدر شپه تر زرو مياشتو غوره ده! ټکي : * د “قدر” ټکى په قرآن کې د څو ماناوو لپاره کارول شوى دى : الف : مقام […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د قدر شپه

((وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ= او څه پوه کړې، چې د قدرشپه څه ده؟!

((لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ= د قدر شپه تر زرو مياشتو غوره ده!

ټکي :

* د “قدر” ټکى په قرآن کې د څو ماناوو لپاره کارول شوى دى :

الف : مقام او منزلت؛لکه چې وايي :

 ((وَمَا قَدَرُواْ اللّهَ حَقَّ قَدْرِهِ(انعام/۹۱) =هغوى خداى سم و نه پېژانده. ))

ب : تقدير او برخليک:

 ((ثُمَّ جِئْتَ عَلَى قَدَرٍ يَا مُوسَى ( طه/۴۰)= اى موسئ ته دلته د (الهي ) تقديرله مخې راغلى يې .  ))

ج : تنګي او سختي :

 ((وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ… ) ( طلاق/۷)= پر چا ،چې رزق او روزي تنګه شي . ))

 دوه لومړنۍ ماناوې له “ليلة القدر” سره سمون خوري ؛ ځکه د قدر شپه هم د سترمقام او منزلت خاونده اوهم د تقديراو برخليک شپه ده .

*هستي،حساب ،کتاب ، قدر او اندازه لري .

 ((وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ (حجر/۲۱)=او د ټولو څيزونو سرچينې يوازې له موږ سره دي؛خو هر څيز په يوه ټاكلې اندازه راښکته کوو.))

ان له اسمانه د باران ورښت هم حساب شوى دى :

((وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ)(مؤمنون/۱۸)= او موږ له اسمانه په ټاكلې اندازه اوبه واورولې او هغه مو په ځمكه كې (په ځانګړې ځاى كې) تم كړې او موږ د هغه پر له منځه وړلو پوره وسمن يو. ))

 نه يوازې باران؛بلکې هرڅه ورسره اندازه لري :

 ((وَكُلُّ شَيْءٍ عِندَهُ بِمِقْدَارٍ)(رعد/۸)= او هر څيز د هغه په نزد ټاكلې کچه لري . ))

 لکه چې لمر او سپوږمۍ د حجم ،وزن ،حرکت او مدار له پلوه دقيق حساب کتاب لري :

 ((الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ  (رحمن/۵) = لمر و سپوږمۍ په [ټاکلي] حساب [ګرځي] ))

*خداى د قدر په شپه د انسان د يوکال ‏تقدير ټاکي؛لکه څنګه چې د قرآن په بل ځاى کې،چې وايي :

((فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ(دخان/۴) =پرهغه (شپه) هر ډول چارې د (الهي) حكمت له مخې سنبال او بېلېږي.))

نو د قدر شپه يوازې د پېغمبراکرم (ص) په وخت او د قرآن په نزول پورې محدوده نه ده؛بلکې په د هر رمضان په مياشت کې د قدر شپه وي،چې د بلې قدر شپې پورې د انسان تقدير پکې ټاکل کېږي .

*پېغمبراکرم (ص) او اهل بيتو يې د ‏قدر په شپه په تېره بيا په (٢٣) مې ‏شپه د ويښ پاتې کېدو،لمونځ او پر عبادت کولو باندې خورا ټينګار کړى دى .

 ‏‏ ‏پېغمبر اکرم (ص) وپوښتل شو:زموږ کورله مدينې ‏لرې دى؛نو تاسې راته يوه شپه وټاکئ،چې په هماغه شپه ښار ته راشم . آنحضرت ‏(ص) ورته وويل : (( پر (٢٣) ‏شپه مديني ته راننوځه.)) (وسایل ۳/ ۳۰۷)

*امام صادق (رح) د ناروغۍ په حال کې وغوښتل چې د رمضان په ٢٣ مه شپه دې یې جومات ته يوسي. (بحار ۹۵/ ۱۶۹) ‏

‏*فاطمې بي بي به په دې شپه د خپلو ماشومانو پر مخ اوبه شيندلې،چې ويښ پاتې شي.(بحار ۹۴/ ۱۰) ‏

  *په روايتونو کې راغلي،چې د خداى رسول به د رمضان د مياشتې په ورستيو لسو شپو کې بستره تړله او ټوله شپه یې عبادت کاوه .( د مجمع البیان تفسیر)

*په يو اوږد حديث کې له پېغمبراکرم(ص) څخه روايت شوى،چې حضرت ‏موسى علیه السلام ،خداى ته وويل : خدايه! له تا نه د قربت مقام غواړم .ځواب راغى :  ماته رانږدېدل د قدرپه شپه کې دي . موسى علیه السلام وويل: له پل صراطه د تېرېدو جواز غواړم . ځواب راغى : د صراط له پله د تېرېدو رمز د قدر پر شپه په صدقه ورکولو کې دی . ‏موسى علیه السلام وويل : خدايه ! جنت او نعمتونه يې درنه غواړم . ځواب راغى : ورته د رسېدو لار د قدر په شپه تسبیح ويل دي .  موسى علیه السلام وويل : د دوزخ له اوره خلاصون غواړم . ځواب راغى : د دوزخ له اوره د خلاصون رمز د قدر ‏په شپه په استفغارکې دی.

  او په پاى کې ‏موسى علیه السلام وويل: خدايه ! ستا رضا مې په کار ده . ځواب راغى : له هغوى ‏‏خوشحالېږم ، چې د قدرپه شپه لمونځ وکړي. (وسایل ۸ /۲۰ ) ‏

*حضرت على د قدر په شپه په محراب کې د لمونځ پر مهال د توري ګوزار وخوړ.

 هو زړګيه ! د خداى اشرف مخلوق ،په اشرف ځاى کې په اشرف وخت کې په اشرفو حالاتوکې شهيد شو.

*شپه په مانیزو- معنوي مسائلوکې ‏ځانګړى مقام لري، د بېلګى په توګه :

  خداى حضرت موسى ته د تورات د ورکړې لپاره،هغه د شپې عبادت ته  راوغوښت : (أَرْبَعِينَ لَيْلَةً)( بقره/ ۵۱) .

 *قرآن استغفار ته مناسب وخت سهارګڼلی دى :

 ((وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ(الذاریات/۱۸) =او د شپې په وروستۍ برخه کې (له خدايه) بښنه غوښته.))

*اسمان ته د پېغمبر اکرم (ص) ختل په شپه کې وو :

(( أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ)(اسراء/ ۱)= پاك دى هغه خداى،چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه مسجدالاقصى ته بوت،چې چاپېريال يې مو بركتي كړى دى،چې خپلې ځينې نښې وروښيو،چې يوازې هغه اورېدونكى (او حقيقي) ليدونكى دى . ))

 *پېغمبراکرم(ص) ته دنده ورکړه شوې وه،چې د شپې عبادت وکړي :

 ((وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّكَ) (اسراء/ ۷۹)= او د شپې په يوه برخه كې (له خوبه راويښ شه او) قرآن ولوله (او لمونځ وكړه) دا ستا اضافي دنده ده،هيله ده،چې ستا پالونكى  تا (د شفاعت) پر ستايل شوي مقام وګوماري . ))

 ((قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا)(مزمل/۲)= د شپې راپاڅه؛خو لږ .))

  *خداى په شپه کې عابدين ستایي :

 ((يَتْلُونَ آيَاتِ اللّهِ آنَاء اللَّيْلِ( آل عمران/ ۱۱۳ )= او (تل) په شپه كې د خداى آيتونه لولي او (لاروي يې کوي) او سجده کوي؛ ))

 په شپه کې يې د تسبيح سپارښتنه کړې ده :

 ((وَسَبِّحْهُ لَيْلًا طَوِيلًا)(انسان/ ۲۶) = او د شپې په څه برخه كې (راپاڅېږه) او سجده ورته وكړه او اوږده شپه يې ستايه .))

  خداى په قرآن کې د لمر راختنې او ماسپښین پروخت يو ځل قسم خوړلى؛خو پرسهار يې درې ځلې قسم خوړلى دى .

((وَاللَّيْلِ إِذَا عَسْعَسَ (تکوير/۱۷) = او قسم پر شپه، چې كله مخ په تېرېدو يا راتلو شي . ))

 ((وَاللَّيْلِ إِذْ أَدْبَرَ(مدثر/۳۳) = او پر شپه قسم چې كله (لمن راټوله او) شا كړي ! ))

((وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ(فجر/۴)=او قسم پر شپه، چې كله (د ورځې د رڼا پر لور) روانېږي (چې ستا پالونكى ظالمانو ته په څارنځي كې دى)!))

*د قدر شپې اوږدوالى  د ځمکې يوه بشپړه شپه ده ،چې (٢٤) ساعته ده؛نه دا چې په يوه ځانګړې ځاى او وخت او لوري پورې تړاو ولري؛‏لکه د کمکي ‏اختر ورځ ،چې د ځمکې يوه بشپړه ورځ ده .

*داچې د قدر په شپه قرآن رانازل شو او پرهمدې شپه د انسان تقدير هم ټاکل کېږي؛نو کېداى شي رمز يې دا وي،چې د انسان برخليک په قرآن پورې تړلى وي،که د قرآن لاروي يې وکړه؛نو نېکمرغه به وي؛ګنې بدمرغه به وي . ))

*حضرت ابوذرغفاري (رض) وايي : د خداى رسول ته مې وويل : آيا د قدر شپه د انبياوو په وخت کې هم وه او پر هغوى ( امر) نازلېده او له نړۍ ‏تر تګ وروسته یې په هغه شپه کې ( امر) نه نازلېږي ؟ آنحضرت (ص)  ‏وويل : د قدر شپه ترقيامته پورې ده . (د برهان تفسیر) .

*ښايي د قدر شپې د پټې پاتې کېدنې رمز په دې کې وي،چې خلک په نورو شپو کې هم عبادت ‏وکړي . څوک چې په هماغه شپه پوه شوى وي،چې پېسمن – مغرور نشي ‏او څوک چې پرې پوه ‏شوى نه وي،‏چې له نورو  شپو‏نهيلى نشي.

*په روايتونو کې راغلي : د قدر په شپه نېک کار د نورو ‏شپو په پرتله خورا ثواب لري . ( من لا یخضر ۲/ ۱۵۸)

   پيغامونه :

١_سپېڅليو چارو ته سپېڅلى وخت وټاکئ. (لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ)

٢_وختونه يوشان نه دي، ځينې وختونه تر نوروغوره وي. (لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!