تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د قدر شپې ته ځان چمتو کونه د قدر شپه په رښتیا ده او دا شپه خدای تعالی په همدې نامې نومولې ده. که د قدر شپې په باب د مفسرینو او دیني اندیالانو لیکنې په ځېر ولولو؛ نو په حقیقي مانا یو انقلاب او پاڅون راکې رادبروي. موږ د قدر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د قدر شپې ته ځان چمتو کونه

د قدر شپه په رښتیا ده او دا شپه خدای تعالی په همدې نامې نومولې ده. که د قدر شپې په باب د مفسرینو او دیني اندیالانو لیکنې په ځېر ولولو؛ نو په حقیقي مانا یو انقلاب او پاڅون راکې رادبروي. موږ د قدر شپې په باب سرسري پوهېدنه لرو، داسې انګېرنه چې هډو د قدر شپې له مانا روح او حقیقت سره اړخ نه لګوي.

دا چې ځوان کهول د هېواد آبادۍ ته په هېوادنۍ مینه رادانګي؛ نو ددې لپاره چې د میني انګېزه او نیت یې لا پیاوړی او له ګروهیز پلوه یې ملاتړ هم پیدا کړی وي، دلته د یو اندیال له نظره د قدر شپې مانا او ورته د ځان چمتو کوونې لارې چارې ښوول شوي دي او هیله ده چې ځوان کهول ته پیاوړې ګروهیزه زده کړه ورکړای شي، چې د «تخصص او تعهد» په مټو د هېواد د بیارغاونې بهیر مطلوبو پایلو ته ورسوي.

« د قدر مبارکې شپې دي. له پېغمبره(ص) یې روایت کړی، ویلي یې دي:

الا ان لربکم فی دهر نفحات الا فتعرضوا لها ولا تعرضوا عنها

«کله خدای په ځینو وختونو کې، بې علته پر ټولو بې دریغه د خپل ځانګړي رحمت نسیمونه ورلګوي، داسې وکړئ چې ددې نسیمونو په درشل کې واقع شئ او شا مه وراړوئ.»

مولانا بلخي هم ویلي:

ګفت پېغمبر که نفخت های حق – اندر این ایام مې آرد سبق

ګوش هش دارید این اوقات را – در ربائید این چنین نفخات را

نفخه آمد مر شما را دید و رفت – هر که را می خواست جان بخشید و رفت

نفخه دیګر رسید آګاه باش – تا از اینهم و انمانی خواجه تاش   (مثنوي)

یو له دې وختونو د قدر شپه ده. په ګردو مواردو کې چې پر ځمکه مهمه پېښه پېښېږي او له اسمان سره چې د یو ځمکني موجود قدسي او ملکوتي اړیکه ټینګه شي؛ نو دا یو مبارک وخت دی.

په پاسنۍ نړۍ کې ځینې پېښې کېږي، چې په کوزنۍ نړۍ کې هم ځینې تجلیات لري، کوزنۍ نړۍ؛ یعنې په کومه نړۍ کې چې ژوند کوو، کوزنۍ نړۍ «زماني» ده؛ نو ځکه پېښې چې پکې پېښېږي، زماني، تېرېدوني او ژرتېرې او فانېدوني دي؛ خو څه چې په پاسني عالم کې پېښېږي، بې زمانه دي او د بې زمانیتوب په پار له ګردو زمانو سره یو ځای کېږي؛ تېر، حال او ګانده – راتلونکی نه لري؛ نو ځکه تل هغه پېښه حاضره او اوسنۍ ګڼلای او ځان نژدې او همزمانه ورسره لیدای شو او درک ته یې، وړتیا تر لاسه کولای شو.

 د وړتیا تر لاسه کول، زماني او ځمکنۍ ده؛ خو قدسي چار، لازمان او لامکان دی او په دهر او ښار کې را ایسار او بندي نه دی. د قدر شپه د حضرت علي(ک) د شهادت په پار، د قدر شپه شوې نه ده. دا پېښه یو ناڅاپي مقارنت دی. ایا د قدر شپه د قرآن نزول لپاره د قدر شپه شوې ده؟ نه؛ بلکې د قرآن نزول د قدر په شپه کې و، نه دا چې د قدر شپه د قرآن د نزول زیږنده ده. په قرآن کې مو لوستي، خدای د قرآن ړومبی آیتونه د رمضان میاشتې په یوې شپې کې نازل کړي او دې شپې ته یې د قدر شپه ویلې ده، او په فضلیت کې یې ویل شوي چې تر زرو شپو غوره ده.

د قدر په سراسر شپه کې پرښتې نازلېږي او په تلو راتلو کې دي. دا ګرده شپه سلام دی او خدای دا د سلم، سلام او سلامت په یوه لفافه کې رانغاړلې ده او تر سباوونه دا تګ راتګ، دوام لري او پرښتې د نزول پر حال له ځان سره سلام راوړي او د ځمکمیشتو پر زړونو او روحونو کې یې وراچوي.

پر نبي اکرم(ص) د قرآن نزول، هم یوه خاورینه او ځمکنۍ پېښه وه او هم یوه آسماني او ملکوتي. دا پېښه په دې پار چې ځمکنۍ او خاورینه وه، تېره شوې؛ هم پېغمبر(ص) له نړۍ تللی او هم هغه احوال چې پر هغه شپه ورباندې تېر شوی، اوس حاضر نه دی. زموږ او د هغه وخت ترمنځ څه له پاسه څوارلس پېړۍ واټن لوېدلی دی. خو دې پېښې یوه اسماني څیره هم درلوده. دې اسماني څېرې چې پر پېغمبر(ص) ځمکنۍ تجلي وکړه، په خپل اسماني جوهر کې همدغسې حاضره ده او د زمانې تېرېدل یې د منځه تلو او فاني کېدو لامل شوی نه دی.

ټولې اسماني، ملکوتي او غیبي پېښې دغسې دي. په پاسنۍ نړۍ کې داسې یوه وضع ده، چې ځمکه ترې اغېزمنېږي؛ خو هغه اسماني وضع د تل لپاره برقراره ده. په همدې پار د قدر شپه، پایښتې شپه ده او هماغه احوال چې د قرآن د نزول پر وخت په پاسنۍ نړۍ کې و، اوس هم شته او تل به هم وي او کله به هم له هستۍ بستره ونه تړي؛ نو ځکه ارواښاد محیی الدین عربي ویلي «د قدر شپه په ټول کال کې ګرځېدونکې ده او بې د رمضان میاشتې هم لیدل کېږي». ددې چار راز دادی، چې کله یو انسان د فیض اخستو درجې ته ورسي، وخت یې قدر کېږي؛ خو دا استعداد، پاکي او قدسي نفس، زیاتره په رمضان او د روژې او ریاضت له امله حادث او رادبره کېږي؛ خو دا ددې نه مانع کېږي چې قدر په نورو وختونو کې نه ترلاسه کېږي. د سعدي په وینا، هر وخت چې انسان له دوست سره د ناستې توفیق وموند، همدا د قدر شپه ده:

آنکه ګویند به عمری شب قدری بوده است –  مګر آن است که با دوست به پایان آرند

هو، ځینې وختونه او ځایونه شته چې انسان پکې د خدای لورنې ته ډېر څارو کېدای شي. په عام ډول د خدای لورنه ټول مخلوقات رانغاري؛ خو ځانګړې لورنه یې په ځانګړو وختونو کې تر لاسه کېږي او دا ځانګړي وختونه یوازې هغو کسانو ته ورښکاره کېږي چې پاسنۍ نړۍ ته لار لري، او یوازې د دوی په ښوونه نور هم دې برکتي ځایونو او وختونو ته لار موندای او ګټه ترې کولای شي.

صاحبدلان بې د نورو له ښوونې دا وختونه پېژني او دا هله وي چې په خپل ضمیر کې یو ادلون بدلون ننګیري او مومي چې زړه یې په تازه لورنو کې رانغاړل شوی دی. له دې لویانو سره د خلکو د زړونو واګې دي او که په ځان کې ښه حال وننګیري؛ نو مومي چې د حق لورنې نسیم پر زړونو لګېدلی دی؛ ځکه

زانک هفت صد پرده دارد نور حق – پرده های نور دان چندین طبق

از پس هر پرده قومي را مقام – صف صفند این پرده ها شان تا امام   (مثنوي)

دا وختونه یوازې په قدر شپو پورې اړوند نه دي،په ټولیز ډول شپې او په تېره ګهیځونه له دې وختونو ځنې دي او هر ولي او پېغمبر له دې مبارکو وختونو ګټیالي شوي؛ د شپې به پاڅېدل، تهجد یې کول او له خدای سره بوختېدل او خبرې اترې یې ورسره کولې.  پېغمبر اکرم(ص) ته د خدای حکم « قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا قم = ډېر لږ د شپې پاڅه» د شپې د برکاتو د برخمنۍ لپاره و، او همدا برخمني لاملېده چې پر پېغمبر(ص) «قول ثقیل» یعنې درانه او اوچت معارف رانازل شي.

إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا (مزمل/۵) = ځكه موږ به درباندې یوه درنه وينا نازله كړو.

او له شپې د ګټې اخستنې په موخه خدای تعالی پېغمبر(ص) ته وویل:

وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّكَ عَسَى أَن يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُودً (اسراء/۷۹) = او د شپې په يوه برخه كې (له خوبه راويښ شه او) قرآن ولوله (او نمونځ وكړه) دا ستا اضافي دنده ده،هيله ده،چې پالونكى دې (د شفاعت) پر ستايل شوي مقام وګوماري .

یعنې «ستایل شوي مقام = مقام محمود» ته ورسېدا هم د شپني پاڅون په ولکه کې ده. کومې غونډې چې په دې شپو کې جوړېږي او مسلمانان او مومنان چې د خدای په کور او جوماتونو کې راټولېږي، باید ډېر هیلمن وي او پوه دې شي چې خدای په ځانګړې بلنه په دې برکتي میلمستیاوو کې ګډون کوي.

د دعا کولو یو له شرطونو ځنې دادی چې انسان یې په قبلېدو بیخي ډاډمن وي، [وګورئ: بحار الانوار:۹۰/ ۳۶۲ + نهج البلاغه، کلمات قصار،۴۳۵ ګټه: لا لیفتح علی عبد باب الدعاء و یغلق عنه باب الاجابة ]

همدا راز په دې وختونو کې د وګړیو، یو له ښو حالاتو ځنې دادی چې کافي ډاډ ولري، چې بخششي چلن به ورسره وشي او تشلاسی به له دې غونډې پانڅي او د خدای ژمنه به چورلټ، عملي او نغده شي؛ نو ځکه نه ښايي له غوښتنې لنډون وکړي.

په دې شپو کې د ډېرو کړنو د کولو روایات راغلي دي. ښايي قرآن پر سر نیول یې خورا کوچنی وي؛ خو مهمترین یې توبه ایستل، عافیت غوښتنه، تر ګهیځه ویښ پاتېدل، خدای یادول، په تېرو ګناهونو افسوس خوړل، او له خدایه بښنه غوښتل دي. په روایاتو کې راغلي،چې په دې شپو کې د ګټورعلم په اړه خبرې اترې ډېر ثواب لري. دا ټول د غفلت لرې کولو لپاره دي؛ خو په آر کې، دا شپې د توبې پسرلی دی، او تر بل هر وخته خورا ښه وخت دی چې انسانان بښنه وغواړي. که څوک په دې شپو کې په رښتونې توبې بریالی شي؛ نو شپه یې د قدر شپه ده. یعنې زړه، حال او ځان یې بدل شوی او لکه چې ویلي یې دي د کال تقدیر او بلکې ټول راتلونکی عمر یې اوړېدل دی. له دې شپو آریزترینه ګټه چې ترې وړای شو او د الهي لورنې له خرانګې چې غوره مېوه واڼولای شو، د توبې ایستو توفیق دی چې دا دی: په خود راتلل او د ځان او خدای په مخ کې د خپلې وګړې لغړول، د خپلو تېرو د پاڼو را اړول، او د ځان پر وړاندې عصیان او سرغاړي، له افراط او تفریطونو پښېماني، پر خپلو بېلارېتوبونو او نیمګړتیاوو منښته، له خدای بښنه غوښتل، د زړه له تله پښېماني احساسول، د ګناهونو پرېښوو ته ټینګ هوډ کول، او په پاتې عمر کې خپله لار او مسیر اړول دي. توبه یو له آریزترینو دیني مفاهیمو ځنې ده.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست