تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   د قدر شپې ته ځان چمتوکونه   سریزه  د قدر شپه په رښتیا ده او دا شپه خدای تعالی په همدې نامې نومولې ده. که د قدر شپې په باب د مفسرینو او دیني اندیالانو لیکنې په ځېر ولولو؛ نو په حقیقي مانا یو انقلاب او پاڅون راکې رادبروي. موږ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

د قدر شپې ته ځان چمتوکونه

 

سریزه

 د قدر شپه په رښتیا ده او دا شپه خدای تعالی په همدې نامې نومولې ده. که د قدر شپې په باب د مفسرینو او دیني اندیالانو لیکنې په ځېر ولولو؛ نو په حقیقي مانا یو انقلاب او پاڅون راکې رادبروي. موږ د قدر شپې په باب سرسري پوهېدنه لرو، داسې انګېرنه چې هډو د قدر شپې له مانا روح او حقیقت سره اړخ نه لګوي.

دا چې ځوان کهول د هېواد آبادۍ ته په هېوادنۍ مینه رادانګي؛ نو ددې لپاره چې د میني انګېزه او نیت یې لا پیاوړی او له ګروهیز پلوه یې ملاتړ هم پیدا کړی وي، دلته د یو اندیال له نظره د قدر شپې مانا او ورته د ځان چمتو کوونې لارې چارې ښوول شوي دي او هیله ده چې ځوان کهول ته پیاوړې ګروهیزه زده کړه ورکړای شي، چې د «تخصص او تعهد» په مټو د هېواد د بیارغاونې بهیر مطلوبو پایلو ته ورسوي.

« د قدر مبارکې شپې دي. له پېغمبره(ص) یې روایت کړی، ویلي یې دي:

الا ان لربکم فی دهر نفحات الا فتعرضوا لها ولا تعرضوا عنها

«کله خدای په ځینو وختونو کې، بې علته پر ټولو بې دریغه د خپل ځانګړي رحمت نسیمونه ورلګوي، داسې وکړئ چې ددې نسیمونو په درشل کې واقع شئ او شا مه وراړوئ.»

مولانا بلخي هم ویلي:

ګفت پېغمبر که نفخت های حق – اندر این ایام مې آرد سبق

ګوش هش دارید این اوقات را – در ربائید این چنین نفخات را

نفخه آمد مر شما را دید و رفت – هر که را می خواست جان بخشید و رفت

نفخه دیګر رسید آګاه باش – تا از اینهم و انمانی خواجه تاش   (مثنوي)

یو له دې وختونو د قدر شپه ده. په ګردو مواردو کې چې پر ځمکه مهمه پېښه پېښېږي او له اسمان سره چې د یو ځمکني موجود قدسي او ملکوتي اړیکه ټینګه شي؛ نو دا یو مبارک وخت دی.

په پاسنۍ نړۍ کې ځینې پېښې کېږي، چې په کوزنۍ نړۍ کې هم ځینې تجلیات لري، کوزنۍ نړۍ؛ یعنې په کومه نړۍ کې چې ژوند کوو، کوزنۍ نړۍ «زماني» ده؛ نو ځکه پېښې چې پکې پېښېږي، زماني، تېرېدوني او ژرتېرې او فانېدوني دي؛ خو څه چې په پاسني عالم کې پېښېږي، بې زمانه دي او د بې زمانیتوب په پار له ګردو زمانو سره یو ځای کېږي؛ تېر، حال او ګانده – راتلونکی نه لري؛ نو ځکه تل هغه پېښه حاضره او اوسنۍ ګڼلای او ځان نژدې او همزمانه ورسره لیدای شو او درک ته یې، وړتیا تر لاسه کولای شو. د وړتیا تر لاسه کول، زماني او ځمکنۍ ده؛ خو قدسي چار، لازمان او لامکان دی او په دهر او ښار کې را ایسار او بندي نه دی. د قدر شپه د امیرالمؤمنین حضرت علي(ک) د شهادت په پار، د قدر شپه شوې نه ده. دا پېښه یو ناڅاپي مقارنت دی. ایا د قدر شپه د قرآن نزول لپاره د قدر شپه شوې ده؟ نه؛ بلکې د قرآن نزول د قدر په شپه کې و، نه دا چې د قدر شپه د قرآن د نزول زیږنده ده. په قرآن کې مو لوستي، خدای د قرآن ړومبی آیتونه د رمضان میاشتې په یوې شپې کې نازل کړي او دې شپې ته یې د قدر شپه ویلې ده، او په فضلیت کې یې ویل شوي چې تر زرو شپو غوره ده. د قدر په سراسر شپه کې پرښتې نازلېږي او په تلو راتلو کې دي. دا ګرده شپه سلام دی او خدای دا د سلم، سلام او سلامت په یوه لفافه کې رانغاړلې ده او تر سباوونه دا تګ راتګ، دوام لري او پرښتې د نزول پر حال له ځان سره سلام راوړي او د ځمکمیشتو پر زړونو او روحونو کې یې وراچوي. پر نبي اکرم(ص) د قرآن نزول، هم یوه خاورینه او ځمکنۍ پېښه وه او هم یوه آسماني او ملکوتي. دا پېښه په دې پار چې ځمکنۍ او خاورینه وه، تېره شوې؛ هم پېغمبر(ص) له نړۍ تللی او هم هغه احوال چې پر هغه شپه ورباندې تېر شوی، اوس حاضر نه دی. زموږ او د هغه وخت ترمنځ څه له پاسه څوارلس پېړۍ واټن لوېدلی دی. خو دې پېښې یوه اسماني څیره هم درلوده. دې اسماني څېرې چې پر پېغمبر(ص) ځمکنۍ تجلي وکړه، په خپل اسماني جوهر کې همدغسې حاضره ده او د زمانې تېرېدل یې د منځه تلو او فاني کېدو لامل شوی نه دی. ټولې اسماني، ملکوتي او غیبي پېښې دغسې دي. په پاسنۍ نړۍ کې داسې یوه وضع ده، چې ځمکه ترې اغېزمنېږي؛ خو هغه اسماني وضع د تل لپاره برقراره ده. په همدې پار د قدر شپه، پایښتې شپه ده او هماغه احوال چې د قرآن د نزول پر وخت په پاسنۍ نړۍ کې و، اوس هم شته او تل به هم وي او کله به هم له هستۍ بستره ونه تړي؛ نو ځکه ارواښاد محیی الدین عربي ویلي «د قدر شپه په ټول کال کې ګرځېدونکې ده او بې د رمضان میاشتې هم لیدل کېږي». ددې چار راز دادی، چې کله یو انسان د فیض اخستو درجې ته ورسي، وخت یې قدر کېږي؛ خو دا استعداد، پاکي او قدسي نفس، زیاتره په رمضان او د روژې او ریاضت له امله حادث او رادبره کېږي؛ خو دا ددې نه مانع کېږي چې قدر په نورو وختونو کې نه ترلاسه کېږي. د سعدي په وینا، هر وخت چې انسان له دوست سره د ناستې توفیق وموند، همدا د قدر شپه ده:

آنکه ګویند به عمری شب قدری بوده است –  مګر آن است که با دوست به پایان آرند

هو، ځینې وختونه او ځایونه شته چې انسان پکې د خدای لورنې ته ډېر څارو کېدای شي. په عام ډول د خدای لورنه ټول مخلوقات رانغاري؛ خو ځانګړې لورنه یې په ځانګړو وختونو کې تر لاسه کېږي او دا ځانګړي وختونه یوازې هغو کسانو ته ورښکاره کېږي چې پاسنۍ نړۍ ته لار لري، او یوازې د دوی په ښوونه نور هم دې برکتي ځایونو او وختونو ته لار موندای او ګټه ترې کولای شي. صاحبدلان بې د نورو له ښوونې دا وختونه پېژني او دا هله وي چې په خپل ضمیر کې یو ادلون بدلون ننګیري او مومي چې زړه یې په تازه لورنو کې رانغاړل شوی دی. له دې لویانو سره د خلکو د زړونو واګې دي او که په ځان کې ښه حال وننګیري؛ نو مومي چې د حق لورنې نسیم پر زړونو لګېدلی دی؛ ځکه

زانک هفت صد پرده دارد نور حق – پرده های نور دان چندین طبق

از پس هر پرده قومي را مقام – صف صفند این پرده ها شان تا امام   (مثنوي)

دا وختونه یوازې په قدر شپو پورې اړوند نه دي،په ټولیز ډول شپې او په تېره ګهیځونه له دې وختونو ځنې دي او هر ولي او پېغمبر له دې مبارکو وختونو ګټیالي شوي؛ د شپې به پاڅېدل، تهجد یې کول او له خدای سره بوختېدل او خبرې اترې یې ورسره کولې.  پېغمبر اکرم(ص) ته د خدای حکم « قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا قم = ډېر لږ د شپې پاڅه» د شپې د برکاتو د برخمنۍ لپاره و، او همدا برخمني لاملېده چې پر پېغمبر(ص) «قول ثقیل» یعنې درانه او اوچت معارف رانازل شي.

إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا (مزمل/۵) = ځكه موږ به درباندې یوه درنه وينا نازله كړو.

او له شپې د ګټې اخستنې په موخه خدای تعالی پېغمبر(ص) ته وویل:

وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّكَ عَسَى أَن يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُودً (اسراء/۷۹) = او د شپې په يوه برخه كې (له خوبه راويښ شه او) قرآن ولوله (او نمونځ وكړه) دا ستا اضافي دنده ده،هيله ده،چې پالونكى دې (د شفاعت) پر ستايل شوي مقام وګوماري .

یعنې «ستایل شوي مقام = مقام محمود» ته ورسېدا هم د شپني پاڅون په ولکه کې ده. کومې غونډې چې په دې شپو کې جوړېږي او مسلمانان او مومنان چې د خدای په کور او جوماتونو کې راټولېږي، باید ډېر هیلمن وي او پوه دې شي چې خدای په ځانګړې بلنه په دې برکتي میلمستیاوو کې ګډون کوي.

د دعا کولو یو له شرطونو ځنې دادی چې انسان یې په قبلېدو بیخي ډاډمن وي، [وګورئ: بحار الانوار:۹۰/ ۳۶۲ + نهج البلاغه، کلمات قصار،۴۳۵ ګټه: لا لیفتح علی عبد باب الدعاء و یغلق عنه باب الاجابة ]

همدا راز په دې وختونو کې د وګړیو، یو له ښو حالاتو ځنې دادی چې کافي ډاډ ولري، چې بخششي چلن به ورسره وشي او تشلاسی به له دې غونډې پانڅي او د خدای ژمنه به چورلټ، عملي او نغده شي؛ نو ځکه نه ښايي له غوښتنې لنډون وکړي. په دې شپو کې د ډېرو کړنو د کولو روایات راغلي دي. ښايي قرآن پر سر نیول یې خورا کوچنی وي؛ خو مهمترین یې توبه ایستل، عافیت غوښتنه، تر ګهیځه ویښ پاتېدل، خدای یادول، په تېرو ګناهونو افسوس خوړل، او له خدایه بښنه غوښتل دي. په روایاتو کې راغلي،چې په دې شپو کې د ګټورعلم په اړه خبرې اترې ډېر ثواب لري. دا ټول د غفلت لرې کولو لپاره دي؛ خو په آر کې، دا شپې د توبې پسرلی دی، او تر بل هر وخته خورا ښه وخت دی چې انسانان بښنه وغواړي. که څوک په دې شپو کې په رښتونې توبې بریالی شي؛ نو شپه یې د قدر شپه ده. یعنې زړه، حال او ځان یې بدل شوی او لکه چې ویلي یې دي د کال تقدیر او بلکې ټول راتلونکی عمر یې اوړېدل دی. له دې شپو آریزترینه ګټه چې ترې وړای شو او د الهي لورنې له خرانګې چې غوره مېوه واڼولای شو، د توبې ایستو توفیق دی چې دا دی: په خود راتلل او د ځان او خدای په مخ کې د خپلې وګړې لغړول، د خپلو تېرو د پاڼو را اړول، او د ځان پر وړاندې عصیان او سرغاړي، له افراط او تفریطونو پښېماني، پر خپلو بېلارېتوبونو او نیمګړتیاوو منښته، له خدای بښنه غوښتل، د زړه له تله پښېماني احساسول، د ګناهونو پرېښوو ته ټینګ هوډ کول، او په پاتې عمر کې خپله لار او مسیر اړول دي. توبه یو له آریزترینو دیني مفاهیمو ځنې ده.

له دینه دباندې، د وګړې – شخصیت بدلون، د تګلارې او چلن بدلون لرو؛ خو د توبې په نامه څه نه لرو. دا مفهوم یوازې د دیني اندنې په بهیر کې راټوکېږي او ترسره کول یې یوازې دیندار انسان ته میسر دی. کوم زیری چې خدای توبه ګارانو ته ورکړی او کوم کرامت او بښنه چې ور پر برخه کوي او کومه پاکي او سپېڅلتیا چې تر توبې روسته تر لاسه کېږي، یوازې یو دیندار انسان ته درک کېدوني او حاصلېدونې ده. پېغمبرانو هم د خپل بعثت په پیل کې یو له مهمو بلنو ځنې یې، توبې ته بلنه وه او د «توبوا الی الله» غږ یې پورته کاوه. دا توبه، هم خدای ته د زړه ورمخه کونه وه او له دروغجنو معبودانو لاس مینځه او هم له ګناهونو عذر غوښتنه او زړه د رذالت له دوړو او ګردونو پاکونه وه. عارفانو او سالکانو هم ویلي چې توبه د سلوک لومړی پړاو دی. په یو چا کې د تنبه تر پیدا کېدو روسته او د کوم صاحبدل په هڅونې او سپارښتنې چې د دیني او اخلاقي سلوک په لار کې پښه ږدي، باید په لومړي پړاو کې پر ځان او خپل تېر پښه کېدي او نو زیږي شي.

توبه پر خپلو تېرو پښه ایښوونه ده. لومړی له ګناه توبه ایستل دي او دا د توبې خورا ټیټه مرتبه ده، چې البته یوه فوق العاده مهمه مرتبه او پړاو دی او نه ښايي ټیټ یې وګڼو؛ ځکه چې پر منښتې یا اعتراف د شجاعت څرګندونکې او متضمنه او په عمل کې مېړانه ده. ورپسې له خیاله توبه ده؛ یعنې د زړه پر وره کېناستل او پردیو ته د ورننوتو اجازه نه ورکول. او له دې دواړو یو هم بې د خدای له مرستې ناشونی دی. د توبې پر وخت پر خدای ډډه وهل د دیني اندنې له ځانګړتیاوو ځنې ده.  دا فضلیت له دینه بهر نه موندل کېږي.

که انسان له ځانه سره سیالي کړای او په یوازېتوب یې پر خپل نفس پښه ایښووای شوه او خپل تېر یې مینځلای شو او خپلې چټلې جامې یې را ایستای او پاکې جامې یې اغوستای شوای؛ نو د توبې پر وخت یې دومره عذرونه نه کول او نه دومره په غفلت کې راګېرېده. دا کار په یوازېتوب کېدونی نه دی؛ زموږ نفس؛ یعنې هماغه چې جفا یې راسره کړې، بې پاره نه راستنېږي او وفا نه کوي. باید یو بل څوک رامنځ ته کړو، باید له یو بل ځایه مرسته وغواړو. قرآن رازده کړي چې خدای تعالی توّاب دی، خدای هم د توبه ګارانو پر لوري څوبتیا لري او توبه یې مني. د خدای توابېدل؛ یعنې په رښتینه کې توبه له همدې پیلېږي او لږ تر لږه کله چې څوک له دې خوا د توبې هوډ کوي، خدای یې له هغې لوري لاس نیسي. په دې دوه طرفه کشاکش اوراښکودنه کې وګړی له غربت او تنهایي، له کمزورۍ او خوارۍ دباندې راوځي او نوی ځواک مومي، خپل تېر چې پر ده باندې لاسبرې وه، اوس دې ورباندې برلاسېږي او له خپل مخکېني پوټکي دباندې راوځي. د خدای پر وړاندې توبه کول یوازې مرسته غوښتل ترې نه دي، پر ګناه منښته – اعتراف هم دی؛ نو په توبه کې په ړومبي پړاو کې د ګناه مفهوم هم نغښتی دی. که څوک یا کسان د ګناه په نامې پر کوم چار ګروهن نه وي؛ نو توبه هم څرګنده مانا ورته نه لري. دا اندنه ادیانو راښودلې ده. په یو شمېر ادیانو کې، د انسان ګناه، یوه ذاتي ګناه ده او پاکېدوني نه ده. مازې دې نړی ته د انسان راتلل، ګناه یې ده. دا ګناه کله هم نه مینځل کېږي؛ خو دا چې انسان بلې نړۍ ته ولاړ شي. مسیحیان په دې باور دي او ددې اندنې اتل مسیحي سترعالم « آګوستین» دی. ده مسیحیانو ته ذاتي ګناه ورزده کړه او دانسان وجود یې ابدي ګناهګار موجود معرفي کړی، چې له ګناه جلا کېدای نشي.

په اسلامي اندنه کې، انسانان پاک زیږېږي او له نړی پاک هم تلای شي؛ خو په نړۍ کې پر ګناه، غفلت او له خدایه پر لرېوالي اخته کېږي، هم غفلت زیږي عادتونه انسانان قبضه کوي او هم یې بدې لارې او ناسم خویونه له نېغې لارې لرې کوي. په دواړو حالاتو کې لازم دي، چې بیاځلي ړومبۍ لار او مخکېنۍ پاکۍ ته ورستانه شي. د ګناه مفهوم په همدې بهیر کې زیږېږي. د ګناه خورا ساده مانا د خدای له احکامو سرغاړي ده او البته اوچتې مرتبې هم لري. او لکه څنګه چې عادي انسانانو ته ګناه انګېرلېږي، د خدای عظیم الشانترینو او اوچتو ولیانو ته هم میسره ده. او دا له بندګانو ځنې د خدای انتظار ته ورګرځي. ټول انسانان په دې پار چې انسانان دي، ښوییږي؛ خو له معمولي انسانانو د خدای انتظار ډېر لږ دی. منځنیو انسانانو ته ګناه ډېره د پالونکي له اطاعته د انحراف په بڼه کې ښکاره کېږي؛ یعنې د خدای امر و نهې ته نه پاملرنه او ترې سرغاړی؛ خو کله چې څوک په ړومبیو مراتبو کې ټینګښت مومي او اندامونه یې په خپله ولکه کې راځي او پر خپلو غړیو کافي تسلط مومي، داسې چې ژبه، لاس، سترګې، او غوږونه یې د ده بې اجازې نه خوځي او سمه خپله دنده ترسره کوي، تردې پړاو روسته باید د زړه پر وره کېني او خپلو خواطرو ته یې ورپام وي او پام یې وي چې په زړه کې یې څه خیال او اندنه تېرېږي؟ زړه کوم لوري ته وراوړېدلی؟ په ضمیر کې یې کوم هوس ژبغړاندی دی؟ په خاطر کې یې کوم ښه او بد خیالات تېرېږي؟ دوی باید تر خپلې ولکې لاندې راوړي او زړه داسې وروزي چې ان د خیال او هوس په نړۍ کې هم، څه چې غیرالله دي او د خدای نه خوښېږي، په زړه کې تېر نه کړي، دغسې وګړي د خدای ولیان دي. دا هم یوه ګناه ده چې زړه، کافي استقامت ونه لري او هرې خوا ته کږېږي او له امله یې رورو د بدن اندامونه له ځان سره همغږي کړي. په روایاتو کې راغلي، ګناه هغه ده چې زړه وځوروي. «الاثم حزاز القلوب» [احیأ العلوم؛ لومړی ټوک.‍‍‍ کتاب العلم].

یو شمېر عارفانو ویلي چې د ګناه د ګناهوالي کچه همدا ده؛ ګناه یو څیز دی چې د انسان زړه او پاک فطرت یې نه مني او نه یې زغمي او د ګناه کولو پر وخت د ځورونې لاملېږي. دا چار د انحراف نښه ده او د استقامت له لارې دباندې پاتېدل دي. خو دا دهغو کسانو تشخیص دی، چې زړه یې ساتلی او د کږو وږېدو په باب یې حساس دي، که نه چا چې بې پروايي او بې بند و باري کړې او تر دننه یې دباندې ته ډېره پاملرنه کړې او هر پاک و ناپاک ته یې ورپرانستی او هر کس و ناکس سره یې اړیکه ټینګه کړې ده، ناچار د زړه تله یې دومره مشوشه ده چې د کړنو تولول ښووای نشي. وګړی په دې مرتبه کې د زړه فتوا ته رجوع نشي کړای. که دا کږېده وږېده نه وای؛ نو زړونه حساسې تلې وې او انسان یې روا چارو ته ورسیخاو. خو افسوس کومې خړې پړې چې پر ضمیر مو لاسبرېږي، دا چارې څرګندې راښووای نشي. امام غزالي نقلوي چې نبي اکرم(ص) وابصة ته وویل د نظریاتو د اختلاف په شخړه کې زړه ته دې مراجعه وکړه او د زړه فتوا دې وغواړه: «استفت قلبک او ان افتوک و افتوک». مولانا بلخي وايي، نه له هر زړه؛ بلکې باید له پاک زړه فتوا وغواړو.

آنکه ګفت استفت قلبک مصطفی – ان دلی باشد که پر بود از صفا.

عالمانو له ګناه څخه د توبې لپاره دوه لارې راښوولې دي؛ لومړی په هغه زیان کې د تأمل او سوچ له لارې چې ګناه یې انسان ته وراړوي او دویم د هغه خجالت له لارې چې انسانان یې د خپل پالونکي پر وړاندې وباسي – په دې پورې اړه لري چې وګړیو ته کومه یوه لار مهمتره وي او له کومې لارې، استدلال اغېزمنېږي.

که انسان پر ځان الهي هیبتناکه څارنه وننګېري او ځان یې پر وړاندې وویني او حقیقتاً پر حضور یې ګروهن وي؛ نو ګناه به یو ډېر ستونزمن کاروي او هک اریان به نشي که وویني کوم مشران چې ترده څو څو ځلې مخکې دي، دغسې د خدای پر وړاندې خایف او ډارن دي. له خدایه ډار یو مقام او مرتبه ده؛ باید دا مرتبه ولرو او تجربه یې کړو. ډار باید د کلمې په دقېقې مانا تجربه شي. هېر مو نشي، که چا له خدایه ډار تجربه کړی نه وي؛ نو پر کمښت اخته دی. د پېغمبرانو یو له مهمترینو چارو په زړونو کې ډار اچونه وه. د خدای یو له پیغامونو ځنې دا و، چې باید خلک ترې وډار شي:

ذَلِكَ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِ عِبَادَهُ (الزمر/۱۶)

او دا څه ټوکې نه دي. البته خدای لورین، منعم، منندوی، با وفا، تواب او غفور هم دی؛ خو یو موجود دی چې په عین حال کې باید ترې وډارېږو. خدای داسې څوک نه دی چې د ناپاکیو او نارواوو پر وړاندې سکوت وکړي او بې توپیره او بې پرې کېني او حق په دواړو دنیاوو کې عملي نه کړي. له خدایه ډار یوه جدي مقوله ده؛ نباید وانګېرل شي چې خدای د بشري کلمې پر مانا مهربان دی او یا که ویلي یې دی، چې وډار شوو، یوازې د مصلحت په پار و. خدای واقعاً سختګیر دی او موږ د خدای بندګان باید خدای په دې صفت او ځانګړنه وپېژنو. باید پوه شو چې د خدای ژمنې او وعدې جدي دي؛ سزا ورکونه شته، زموږ د ښوییدنو پر وړاندې بې توپیره نه پاتېږي او غوسه یې هم د لورنې او رحمت له مراتبو ځنې ده؛ یعنې غوسه یې له مینې سره څه مزاحمت او ټکر نه لري. ډارول د پېغمبرانو د مهمو کارونو یوه برخه وه. کله چې خدای پېغبمر(ص) راولېږه، ورته یې وویل:

قُمْ فَأَنذِرْ (مدثر/۲) = پاڅېږه او (نړيوالو ته) خبردارى وركړه،

ډارول تر خبرونې ډېر یو څیز دی. خدای ویلای شو: قم فاخبر: پاڅه او خبر یې کړه.

ووایه چې یو پېغمبر راغلی او خدای او معاد شته. پېغمبر هم خلک له دې خبرو خبر کړل؛ خو ډارول (انذارول) تر خبرولو ور ډېر یو چار دی. خدای په توبې سورت کې، د دین د زده کړې په اړه وايي:

وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً (توبه/۱۲۲)

ټول په دین کې د تفقه او پوهېدنې وادۍ ته ورننوتای نشي.

په همدې پار یو شمېر باید ولاړ شي چې :

لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ وَلِيُنذِرُواْ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُواْ إِلَيْهِمْ (توبه/۱۲۲)

په دین کې تفقه وکړي، چې خپل قوم انذار کړي.

انذارول؛ یعنې ډارول. پېغمبرانو علیهم السلام دوه سترې او څرګندې ځانګړنې درلودې، لومړی مبشر ول او ورپسې منذر (مبشرین و منذرین)

وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى. فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى (نازعات/۴۰، ۴۱) = هغه چې واقعاً د خدای له مقامه ډارېږي (د خدای مقام یعنې هغه مقام چې خدای ولاړ دی او کوم تړاو چې راسره لري) او ځان له ناوړه هیلو ژغوري؛ نو جنت یې هستوګنځی دی.»

باید په زړه کې دا ډار کېنوو او همدا ډار د توبې یوه سریزه او مبادي ده. دا غوره، ستایل شوی او محمود ډار دی. که په چا کې دا عنصر نه وي، عبودیت او بندګي یې پر کمښت اخته ده او باید پوره یې کړي.

پېغمبر(ص) خدای ته له ټول قرب سره سره، له ډاره پرېمانه برخمن وی. په قرآن کې د حضرت عیسي(ع) له خولې نقل شوي دي:

إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (مایده/۱۱۸) = «که عذاب یې کړې [خپله ښه پوهېږې] ځکه دوی دې بندګان دي. که یې وبښې [بیا هم واک درسره دی] ځکه بریمن او د حکمت خاوند یې»

په روایاتو کې دي چې پېغمبر(ص) دا آیت یوه شپه تر ګهیځه لوسته. نه پوهېږو چې پردې مبارک(ص) څه تېرېدل؛ خو په دې پوهېږو، چې له خدای سره د خبرو اترو په مقام کې عذاب او مغفرت دواړو اهمیت او جدیت ورته درلود.

البته له عذابه ډار د خوف (ډار) له درجو یوه درجه ده. خو د خدای د قدرت درک او هم پر هستۍ او د انسان پر برخلیک د خدای احاطه انسان پر هیبت، لړزان او رعب اخته کوي چې دا د عذاب له ډاره توپیر لري. دلته د خدای د عظمت ننګېرنه او د ځان ټیټوالی او کوچنیتوب اوڅار دی.

خدای د «علوّي» په پار ډار پنځوونکی او رعب راولاړوونکی دی، لکه چې د « دنوّي» په پار محبت پنځوونکی دی. مولانا ویل:

«لا تخف» دان چونکه خوفت داد حق – نان فرستد چون فرستادت طبق  (مثنوي)

یعنې کله چې خوف (ډار) راغې د « لَا تَخَفْ» [قُلْنَا لَا تَخَفْ إِنَّكَ أَنتَ الْأَعْلَى (طه/۶۸) = ومو ویل: مه ډارېږه  بېشکه لاسبری یې] غږ به ورپسې راشي. خدای هغه ډاروي چې نه ډارېږي او چې ډارېږي ورته وايي: مه ډارېږه! په دې توګه یې د ده ډار ورلرې کوی او خوله یې ورخوږه کړې ده. نو څوک چې د خدای له ډاره برخمن نه وي؛ نو له مینې یې هم برخمن نه دی. شونې نه ده چې څوک دهغه د عاشقۍ او مینې لاپې شاپې وکړي؛ خو دا چې همغومره او په هماغه وخت کې یې له ډاره هم برخمن وي. دا دواړه یو ځای ځي راځي، یو بې له بله پایښتی نه دی. دا هېښنده دوه ګونې او پارادوکسیکال تجربه یوازې د خدای په هکله مصداق مومي. ښايي بل هیڅ موجود د انسان له وجود سره دغسې لوبه ونه کړي، چې له یوې خوا یې وډار کړي او دومره یې ټیټ او حقیر کړي، چې څه ترې پاتې نشي او بلخوا لاس یې ونیسي او هرڅه وروبښي، په خپل څنګ کې یې کېنوي او خوشحال یې کړي. په دیني او عارفانه تجربو کې دا دواړه سره یو ځای دي. څوک چې له یوې برخمن شوی؛ نو چورلټ له بلې هم برخمن دی. د دغسې خدای په محضر کې ګناه یو ستونزمن کار دی [رسول الله(ص)وویل: یا اباذر لاتنظر الی صغر الخطئیه ولکن انظر الی من عصیت (بحار الانوار:۷۴/ ۷۷ او ۱۶۸مخونه)] او تر ګناه روسته توبه، څو ځلي ترې ستونزمنه ده؛ ځکه په هستۍ سوزي خجالت په دام کې لوېدل دي، او د توبې قبلېدل یو ستر نعمت دی چې په دې ګرد سره خجالتونو ارزي. او دلته دي چې باید وویل شي، څومره چې ګناه ستره وي او انسان له دې ګناه په توبې بریالی شي، د بښنې او غفران له امله به، ستر نعمت ته ورسېږي، یعنې ستره ګناه، که څه تر کوچنۍ ګناه بدتره ده؛ خو که چېرته په توبې پای ته ورسي؛ نو خورا خوش عاقبة ده؛ ځکه انسان ته یو ستر کرامت ورکوي، او همدا د « أُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ»مانا ده؛ یعنې د توبې په پار، سیئه (بد) پر حسنه(ښو) بدلېږي، او څومره چې سیئه ستره وه، حسنه به هم ستره وي. راز یې هم د توبې کیما ده؛ له سترې ګنه توبه، خورا سخته او خجالتېدل ترې وژوونکي دي؛ نو پایله یې هم ستره او خورا قیمتي ده. لکه خاورینه غونډۍ چې پر زرو واوړي؛ څومره چې خاورینه غونډۍ ستره وي زر به یې هم زیات وي. هر څه د هغه کیمیا او کیمیاګر تر سر لاندې دي، چې توبه ګار انسان او توَاب خدای دي.  لکه چې په قرآن کې راغلي، توبه هغو کسانو ته ځانګړې ده، چې په ناپوهۍ کې ناوړه کار کوي او روسته سملاسي توبه وباسي؛« إِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَى اللّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السُّوَءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍ». خو ددې لپاره چې توبه بې اغېزې نه وي، باید علت موندنه یې وشي؛ ځکه ګناهونه مو د تېر شخصیت، اړیکو او شرایطو زیږنده ده؛ نو د دروغو پرېښوو لپاره باید ووینو چې ولې مو دروغ  ویل؟ ولې د نورو د حقوقو په باب بې پروا وو. ښایي نا اهله دوستان یا بې ځایه هوسونه مو درلودل، او دې هیلو ته د وررسېدو لپاره، دروغو ته اړ شوي یو او یا د دوستانو په پار، څه حقوق مو رعایت کړي نه دي او په دې څېر نور څېزونه؛ نو توبه چې کاږو او ناروا چارې پرېږدو، باید دا اړیکې پرې کړو. دا واقعي توبه کېدای نشي، چې پخوانۍ دوستۍ او مخکېني هوسونه دې ولرو. عقلمن جرړې ویني او راسپړي او ناپوه مېوې ته ویني.

په ځان کې د بنسټیز ادلون بدلون راوستو لپاره، باید دننني علتونه او وزلې او په تېره دباندنیو ته پاملرنه وکړو. کوم کسان چې د واقعي توبې په ایستو بریالي شوي، په خپلو بهرینو اړیکو کې یې تغییرات راوړي دي. په بله وینا، که هوډ مو کړی چې نوی او تازه انسان اوسو، باید مخکېنی ژوند بدل کړو. یعنې نور پرمخکنېۍ لار نشو تلای، له مخکېنیو لارو عایدات ترلاسه کړو او له مخکېنیو دوستانو سره کېنو. بالاخره یا زموږ په خوړو، پیسو، دوستانو او چاپېریال کې څه خو، نیمګړتیا او ستونزه وه. له دې پرته، توبه مو یوه تنبه ده چې دوام نه لري، تلپاتې تنبه د علت موندنې په ولکه کې ده. شیخ بهايي په کشکول کتاب کې، د ځان په اړه وايي؛ که پلار مې زه ایران ته راوستی نه وای او د سلاطینو دربار ته مې لار موندلې نه وای؛ نو جامې مې نه ککړېدې او له خورا پرهیزګارانو به وم؛ خو افسوس چې راګېر شوم. روسته دا شعر وايي:

من که به بوی آرزو در چمن هوس شدم – برګ ګلی نچیدم و زخمی خار و خس شدم

شیخ بهايي د تنبه په باب وايي، چې کله انسان ننګېري د آسمان درېڅه پرانستل شوې ده او د لورنې نسیمونه لګي او د انسان وجود سپېڅلی او معطر وي؛ خو څه موده روسته دا نسیم ترې تمېږي او تنبه له منځه ځي او انسان خپل لومړني حالت ته ورګرځي او په دې حال کې د انسان د حال ژبه دا ده:

تیری زدی و زخم دل آسوده شد از آن – هان ای طبیب خسته دلان مرهم دګر  (بهایي کشکول)

مولانا بلخي هم وايي چې کله پر انسان یو نېک اروایي حالت ورلاسبرېږي، خو په بیړه او د دیو یا یو نامحرم د راننوتو له امله تری تمېږي:

بس ستاره آتش از آهن جهید – و ان دل سوزیده پذیرفت وکشید

لیک در ظلمت یکی دزدی نهان – می نهد انګشت بر استارګان

می کشد استارګان را یک به یک – تا که نفروزد چراغی بر فلک  (مثنوي)

د حافظ په تعبیر،باید ښه حال غنیمت وګڼو :

هر وقت خوش که دست دهد معتنم شمار – کس را وقوف نیست که انجام کار جست    (حافظ دیوان)

باید سملاسي علت موندنه وکړو او ددې توفیقاتو په ساتنه کې هڅه وکړو؛ په دې بڼه کې به ددې تنبه لمبه تېزه او توده شي. ګومان نه کوم څوک وي چې په ژوند کې یې، یو یا څو ځل د بښنې دا څاپي تنبهات احساس کړي نه وي او بیا یې د غځېدا پر نشتون حسرت خوړلی نه وي.

د شیخ بهايي په وینا:

 پیر چون ګشتی ګران جانی مکن

ګوسفند پیر قرباني مکن

در جوانی کن نثار دوست جان

رو عوان بین ذلک را بخوان   (شیخ بهايي، شیر و شکر)

په ځوانۍ کې دا تنبهات پایښتي دي او د عمر تو پایه پاتېږي؛ځکه معمولاً انسان له ۳۵ – ۴۰ کلنی را روسته د ځوانۍ د وخت ډوډۍ خوري. کله چې تاریخ ته مراجعه کوئ، وینئ چې عمدتاً ستر نارینه تر څلویښت کلنۍ مخکې له جدي تحول سره مخ شوي؛ ځکه تردې پېر روسته روح بڼه موندلې، متحجر او هډوکن کېږي.

بلخوا، واقعاً ګناهونه زموږ وجود ټکنی کوي؛ خو دا چې بدنونه مو ورسره روږدي شوي؛ نو پر روحونو شوي ګوذارونه، نه احساسوو، موږ ډېرو ته دروغ ویل، غیبت کول، ناروا خبرې اورېدل او کول، حق لتاړل او عادي چارې شوې او له نظره مو بدې نه دي؛ نو ځکه دا کړنې په ځلونو کوو او ناوړه اغېز یې نه احساسوو. یوازې پاک زړی انسان د یوې ګناه پر وړاندې د روح خړ پړتیا درک کولای شي. خو کله چې زړه تیارو او خړو، ونیوه او ګناه پرله پسې د انسان پر وګړې ګوذارونه وکړل؛ نو څه موده روسته ټپي روح، غافلانه ځان روغ رمټ بولي  [بحارالانوار: ۷۰/ ۳۲۷ او ۳۳۴ + اصول کافي: ۲/ ۲۷۲ + انوار التنزیل، ۴۱۷ مخ]

نو ځکه په توبه کې له خدایه غواړو، چې بصیرت او لیدانه راکړي، چې د ګناهونو واقعیت مشاهده کړو. تر هغې چې د ګناه پر مانا او اغېز سم پوه نشو، ظاهري توبه دومره ګټه نه لري (ظاهري توبه تر توبې نه کولو غوره ده؛ ځکه انسان چې په هر دلیل د خدای پر لور ورشي، ښه کار دی؛ که د ډوډۍ او غوښې لپاره وي یا د ناروغۍ د شفا لپاره او لنډه د هر کوچني او غټ حاجت د پوره کولو لپاره چې وي خدای ته ورمخه کول ښه کار دی؛ ښايي همدا اړتیاوې یو کمند وګرځي او انسان لوړو کچو ته ورپورته کړي. همدومره چې ګناهګار د خدای سپېڅلې نامه په خوله راوړي؛ بیا لږ څه ګټه، که څه ناڅېزه وي، پر برخه به یې شي).

خو کاملانو او محققانو ته، په دې ټیټو مراتبو قناعت کول، د عقل شرط نه دی او د مولانا په تعبیر باید له خدایه دوه بینا او سترګورې سترګې وغواړو:

بعد از ین ما دیده خواهیم از تو بس – تا نپوشد بحر را خاشاک و خس   (مثنوي)

خدایه! بصرت او لیدانه در څخه غواړو، چې د زړه سترګې مو حقایق اپوټه ونه ښيي او دا دارالغرور دنیا را ته ښکلې نشي.

بلخوا شیطان هم فعالیت کوي او آریز کار یې ښکلونه ده؛ یعنې د بدو ښه ځلول، د خلقت په سباوون کې شیطان خدای ته وویل:

قَالَ رَبِّ بِمَآ أَغْوَيْتَنِي لأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الأَرْضِ (حجر/۳۹)

 پالونکیه! اوس چې دې له نظر ورغورځولم د آدم اولاده به پر ښکلونې اخته کړم او بدي به یې په سترګو کې ښکلې انځور کړم».

له دې ټولو تیارو او تپو تیارو زیاتوونکیو سره، سترګورو او رڼو سترګو ته اړتیا لرو.

انبیاء با دشمنان بر می تنند – پس ملایک رب سلم می زنند

کین چراغ را که هست او نور کار – از پف و دمهای دزدان دورکار   (مثنوي)

پرښتې چې کومې دعاګانې کوي، او کومې دعاګانې چې باید وکړو، دادي چې خدای دې روښانه سترګې راکړي او دښمنان او شیاطین چې غواړي دا ډیوه مړه شي، راڅخه دې یې لرې کړي.

د رمضان میاشتې په ورځو شپو کې چې انسان د خپلو هوسونو پر وړاندې مقاومت او د خدای د «امر و نهې» درناوی کوي، غوره فرصت دی، چې څه قدرې له تېرو بدو عاداتو لرې او د اوچتو قدمونو اخستو لپاره چمتو شي د مفاتیح الجنان په نقل ارواښاد ابن طاووس لیکلي، چې کوچنی اختر شو؛ نو ځان ته مراجعه وکړه، که دې ولیدل چې بدل شوی یې خوشحال اوسه؛ ځکه د خدای رحمت دې په وجود کې درننوتی او ته یې بل انسان کړی یې؛ خو که دې ولیدل چې دغسې نه یې؛ نو د اوږده غم بندیوان اوسه.

په توبه کې بل ټکی، پر ګناه نټه ده [وسایل ۶/ ۳۴۷. امام صادق (رح): لاینجوا من الذنب الا من اقربه والله ما خرج عبد من ذنب باصرار و ما خرج عبد من ذنب الا باقرار] دا مطلب په روایاتو کې راغلی او را نه غوښتل شوي چې په پټه (نه د نورو په مخکې، چې د فحشأ د خپرېدو او د مؤمن د ذلت نفس لامل دی) د خدای پر وړاندې په خپلو ناروا چارو منښته – اعتراف وکړو. دا منښته ستونزمنه ده؛ ځکه ګناهونه دومره بد او منفور دي چې انسان یې کول په سختۍ پرغاړه اخستای شي. په همدې پار مخونه ورکوو؛ یعنې داسې ښکاره کوو، چې ته وا کوم ناوړه چار شوی نه دی. په سجادیه صحیفه کې امام سجاد له خدایه غواړي چې ده ته د خیر استقلال او(دلته استقلال د خپلواکۍ پر مانا نه؛ بلکې د کم شمېرولو پر مفهوم دی) او د شر استکثار ورکړي  [صحیفه سجادیه – دعای مکارم الاخلاق: استقلال الخیر و ان کثیر من قولی و فعلی و استکثار الشر و ان قل من قولی و فعلې]

یعنې بدي یې په سترګو کې پرېمانه او نیکي لږه ورښکاره کړې باید بدل شو او د خپل معمولي عادت پرخلاف، د توبې جرأت پیدا کړو، نېکې چارې لږې او بدې ډېرې وګنوو.

په هر حال د توبې یو شرط دادی چې ځان تورن وبولو. په متقین خطبه کې راغلي چې مؤمن تل شپه و ورځ ځان تورنوي او له ځان سره حسابي کوي « یصبح ویمسی و نفسه ظنون عنده».

کوم یو راکې پرځان کافي څارنه لري او له ګهیځه تر ماښامه خپلې کړنې حسابوي؟ څه تضمین شته چې تېر ژوند او کومه لار مو چې خپله کړې، په رښتیا سمه او پرځای وه او یا به تل سمه او رښتیا پاتې شي؟

توبه لکه څنګه چې مشرانو ویلي، درې مقامه لري: پیلامه یې علم او پوهه ده؛ یعنې د خدای پر شتون او حساب و کتاب یې  یقین کول. دویمي پر ګناه منښته – اعتراف او پرې پښماني، چې په یقین پسې د ګناه تریخ خوند راڅکي او تګلار مو اړوي او دریمنی عمل او د مافاتو جبران او تدارک دی.

حضرت علي (ک) د استغفار د شرطونو، د ګنا پر واقعي منښتې او د رښتونې توبې د هوډ په باب، داسې خبرې لري چې د انسان غونی ځیګوي. په نهج البلاغه کې راغلي چې یو تن یې په مخکې د استغفار کلمه وویله. امام غوسه شو، ویې ویل، پوهېږې څه وايې؟ د استغفار پر مانا پوهېږې؟ استغفار د علیین ناستو درجه ده او شپږ پړاوه رانغاړي: ړومبی پر تېرو پښېماني، د تېرو پرېښودو ته هوډ، درېیم د خلکو د ضایع شویو حقوقو ورپوره کونه. څلورم د ضایع شویو فرایضو قضايي، پینځم پر بدن چې له حرامو کومه غوښه راټوکېدلې په خپګان او ریاضت یې اوبه کونه او شپږم بدن چې د ګناه خوږلنی څکلې، د عبادت او طاعت کړښت پرې ورڅکل. تردې پړاوونو روسته انسان په خوله استغفار کړای شي. [وَ قَالَ لِقَائِلٍ قَالَ بِحَضْرَتِهِ أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ: ثَكِلَتْكَ أُمُّكَ أَتَدْرِي مَا الِاسْتِغْفَارُ؟ الِاسْتِغْفَارُ دَرَجَةُ الْعِلِّيِّينَ وَ هُوَ اسْمٌ وَاقِعٌ عَلَي سِتَّةِ مَعَانٍ أَوَّلُهَا النَّدَمُ عَلَي مَا مَضَي وَ الثَّانِي الْعَزْمُ عَلَي تَرْكِ الْعَوْدِ إِلَيْهِ أَبَداً وَ الثَّالِثُ أَنْ تُؤَدِّيَ إِلَي الْمَخْلُوقِينَ حُقُوقَهُمْ حَتَّي تَلْقَي اللَّهَ أَمْلَسَ لَيْسَ عَلَيْكَ تَبِعَةٌ وَ الرَّابِعُ أَنْ تَعْمِدَ إِلَي كُلِّ فَرِيضَةٍ عَلَيْكَ ضَيَّعْتَهَا فَتُؤَدِّيَ حَقَّهَا وَ الْخَامِسُ أَنْ تَعْمِدَ إِلَي اللَّحْمِ‏ الَّذِي نَبَتَ عَلَي السُّحْتِ فَتُذِيبَهُ بِالْأَحْزَانِ حَتَّي تُلْصِقَ الْجِلْدَ بِالْعَظْمِ وَ يَنْشَأَ بَيْنَهُمَا لَحْمٌ جَدِيدٌ وَ السَّادِسُ أَنْ تُذِيقَ الْجِسْمَ أَلَمَ الطَّاعَةِ كَمَا أَذَقْتَهُ حَلَاوَةَ الْمَعْصِيَةِ فَعِنْدَ ذَلِكَ تَقُولُ أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ (نهج البلاغه کلمات قصار، ۴۱۷ګڼه)]

دا شپې توبې او استغفار ته ښه وختونه دي؛ ځکه د روایاتو له مخې، د دوزخ ورونه تړلي او شیطان په ځنځیرونو کې دی  [بحارالانوار:۹۴/ ۱۷مخ]

بلخوا په دې شپو کې تر ګهیځه سلام دی [سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ (قدر/۵)] او الهي سلام هماغه سلام دی چې خدای یې پر جنتیانو وراچوي.

وَأُدْخِلَ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ تَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ (ابراهیم/۲۳) = صالح مومنان به د جنت داسې باغونو ته ننايستل شي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او د خپل پالونكي په حكم به تل تر تله پکې اوسي او هلته د ((سلام)) په ويلو د يو بل هر كلي كوي.

او همدا الهي درود او سلام یو له جنتي نعمتونو ځنې دی.

دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلاَمٌ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ(یونس/۱۰) = هلته به یې نارې ((سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ)) (= یا الله پاک یې)، هرکلی یې ((سلام)) او روستۍ دعا یې ((الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)) (ستاېنه یوازې نړۍ پال الله ته) ده .

لَا يَسْمَعُونَ فِيهَا لَغْوًا وَلَا تَأْثِيمًا. إِلَّا قِيلًا سَلَامًا سَلَامًا (واقعه/۲۵، ۲۶) = هلته به چټي وينا او د ګناه خبرې وانه وري .  يوازېنۍ خبره، چې اوري،هغه به ((سلام)) وي او ((سلام)).

د اسلامونه د خلکو ترمنځ دودیز سلامونه نه دي د خدای سلام په جنتیانو کې سلامت ورپو کوي او له زړونو یې نیمګړتیاوي، عیوب، ناپاکۍ او زنګونه لرې کوي او مینځي او مکمل او پوره هماغه دی چې په قرآن کې راغلی چې خدای پر جنتیانو سپېڅلي او طهور شراب ورڅښي.

عَالِيَهُمْ ثِيَابُ سُندُسٍ خُضْرٌ وَإِسْتَبْرَقٌ وَحُلُّوا أَسَاوِرَ مِن فِضَّةٍ وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا (انسان/۲۱) = د جنتيانو پر تن به  نرۍ او پرېړې ورېښمينې شنې جامې وي او د سپينو زرو په بنګړيو به سينګار وي او پالونكى به يې په پاکو څښاکو خړوبوي

سلام یو جنتي نعمت دی او چېرې چې سلام و، هلته د جنت یو ور پرانستل شوی دی. کومه پرښته چې په دې شپو ورځو کې ځي راځي، نړۍ ته له ځان سره سلام او سلامتي راوړي او دا تائب ته غوره وخت دی، چې له دې بې دریغ نعمته ګټنه وکړي.

د توبې په اړه، په دیني مأثوراتو کې هېښنده تعبیرات راغلي لکه خدای(ج) د خپل بنده له توبې خوشحالېږي او یا د مؤمن بنده د توبې پر وخت، د خدای خوشحالي تر هغه وخت ډېره ده، چې څوک خپل ورک ومومي. [وسایل، کتاب جهاد ۱۱- جزء اول من المجلد السادس، ۳۵۸ مخ. امام صادق(رح)  ان الله عزوجل یفرح بتوبه عبده المومن اذا تاب کما یفرح احدکم بضالته اذا وجدها. اصول کافي، ۴ټ، ۱۶۹ مخ]

دا روایات سني او شیعه دواړو روایت کړي، د روایت مضمون دادی که په وچه بېدیا کې اوسئ او سپرلۍ درسره وي، چې خوراک څښاک مو پرې وربار کړی وي، لږ وخت ویده کېږئ او تر سختې تودوخې روسته راویښږئ او د خوراک څښاک په لټه کې کېږئ او وینئ چې اوښ (یا کومه سپرلۍ) مو ورکه شوې ده، ورپسې ګرځئ او تر ستړیا او نهیلی روسته، مرګ ته په انتظار سر پر ځمکه ږدئ او ویده کېږئ. ناڅاپه راوېښېږئ او وینئ چې اوښ او اوبه مو حاضرې دي؛ نو څومره خوشحالېږئ. [وسائل الشیعه، ۶/ ۳۵۸ مخ: ان الله تعالی اشد فرحاً بتوبة عبد من رجل اصل راحلته و زاده فی لیلة ظلمأ فوجدها. فالله اشد فرحاً بتوبة عبده من ذلک الرجل براحلته حین وجدها «امام صادق(رح)» (اصول کافي: ۴ټ، ۱۶۷مخ].

د خدای خوشحالي، د خپل مؤمن بنده له توبې تر دې هم ډېره ده. دا تمثیل د انسانانو حالاتو ته ډېر ورنژدې دی. باید پردې مطلب څنګه چې د الهي مقام تقاضا ده، وپوهېږو. هو، همدا مطلب یعنې«د باري تعالی ذات خوشحالي» باید راوپوهوي چې د خدای «جود» د ګدایانو محتاج دی او توابیّت یې د توبه ګارانو په لټه کې دی. په همدې پار، د بنده له لوري چې کوچنی شان ته ګام واخستل شي، د خدای له لوري پر انسان ډول ‌ډول پېرزوینې او توفیقونه راورېږي او انسان باید څومره ناکام او بې برخې وي چې له دې بلنو او مینناکو پیغامونو ګټنه ونه کړي.

« د مؤمن بنده د مرګ» په باب هم په یو قدسي حدیث کې راغلي: «ما تردَدت کتردَدی فی قبض روح قبدی المؤمن: د خپل مؤمن بنده په روح قبضولو کې چې کوم تردید لرم په بل هیڅ ځای کې یې نه لرم». دا دواړه ځایونه چې خدای ته خورا انساني ځانګړنې ورمنسوب بوي، خپل مؤمن بنده ته مینه، انس او قرب ورښیي. هغه «علوّ» او اوچتوالی چې خدای یې په نورو ځایونو کې لري، دلته څنډې ته کېږي، ته وا چې نهايي «دنوّ» او ټیټوالی حاصل شوی دی. خدای له خپل اوچت مقامه راغلی او په موږ کې دی او زموږ له خاورین ژوند سره ملګری شوی او کوم تردید چې لرو ځان ته یې هم خپل کړی دی.

که دا تعبیرونه د دیني مشرانو په خولو راغلي نه ول، نور مجاز نه وو چې یې وکاروي. دغسې تعبیرونه رازده کوي چې د خدای توبه فوق العاده ښه ایسي. په قرآن کې هم دا مساله په بل ډول ویل شوې ده:

إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ (بقره/۲۲۲)

«د خدای توبه ګاران او هغوی چې د پاکۍ په لټه کې وي،ښه ایسي»

مولانا بلخي وايي:

تو مګو مارا بر آن شه بار نسیت – با کریمان کارها دشوار نیست    (مثنوي)

«له کریمانو سره چارې ستونزمنې نه دي» دا یو خورا لطیف ترین پیغام دی چې د یوې دیني تجربې له تله راولاړېږي. هغوی چې خدای بلي،باید د کریم په صفت او ځانګړنه یې وبلي او دوی باید پوه شي چې د کریم د میلمستیا محضر ته د ورنتو لار یې لنډه ده او لکه څنګه چې امام سجاد د ابوحمزه ثمالي په دعا کې ویلي: ان الرّاحل الیک قریب المسافة. و انک لاتحتجب عن خلقک الا ان تحجبهم الاعمال دونک: څوک چې ستا پر لور در درومي لار یې نژدې ده او له چا نه پټېږې؛ بلکې خلک د خپلو کړنو په پار له تا پټ او لرې کېږي.»

څوک چې ددې نژدې سفر هوډ لري باید پوه شي چې خدای به یې کرېمانه لاسنیوی وکړي. په دې کرامت ډاډمنېدل او کوچ ته رښتونی هوډ؛ نو پایله به یې بیخي د ده په ځولۍ کې ورغورځوي.

له خدایه غواړو چې ددې شپو له برکاتو مو پرېمانه برخمن کړي او په تائبانو کې مو وشمېري او د خپل رحمت ورونه دې راپرانځي. زموږ ګناهونه دې راوبښي او څه چې را نه مخکې فوت شوي، د تدارک چمتو کېدنه دې یې راکړي او له نفس سره د مبارزې او پر خلکو د لورنې توفیق دې را پر برخه کړي».

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!