تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د قرآني کيسو او نورو کيسو توپير نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْآنَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ ﴿یوسف/۳﴾  = موږ په دې وحې شوي قرآن، ښې قيصې (او د قيصو ویلو دود) درته کوو او بېشكه تر دې مخكې له ناخبرو ځنې وې. ټکي : […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د قرآني کيسو او نورو کيسو توپير

نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْآنَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ ﴿یوسف/۳﴾  = موږ په دې وحې شوي قرآن، ښې قيصې (او د قيصو ویلو دود) درته کوو او بېشكه تر دې مخكې له ناخبرو ځنې وې.

ټکي :

  “قصص” د “قيصې” جمع ده، چې هم د کېسې د کولومانا لري.

 کيسه د انسان په روزنه کې خورا مهمه ونډه لري؛ ځکه کيسه د يو امت واقعي ژوند انځور او د يو ملت عملي تجربه ده.

 تاريخ د ملتونو هينداره ده، څومره چې د تېرو ملتونو پر تاريخ ځان پوه کړو؛نو داسې به وي؛ لکه د هغوى هومره ژوند مو کړى وي.

 حضرت علي (ک) خپل زوى امام حسن ته وايي: (( زويه ! ما دومره د پخوانيو خلکو ژوند مطالعه کړى او دومره ترې خبر يم، چې ګواګې ورسره اوسېدلى يم او لکه د هغوى هومره مې عمر دى.

وګ : ( نهج البلاغة ، ٣١ ليک)

 او دا چې کيسه پر انسان اغېز کوي، کېداى شي يو دليل يي دا وي، چې د انسان زړه کيسه غواړي،معمولاً تاريخي او د کيسو کتابونو د بشر په فرهنګي تاريخ کې له ځانګړي اهميته برخمن وو او ډېرى خلکو ته د پوهيدنې وړ و، حال دا چې پراستدلالونو او سوليزو ويينو يوازې په  شمار شمېرلي خلک پوهېږي .

په روايتونو کې ټول قرآن ته ( احسن القصص) ويل شوى دى او دا له دې سره هيڅ  منافات نه لري، چې په آسماني کتابونو کې قرآن ( احسن القصص ) وي او د قرآن په سورتونوکې دا سورت ( احسن القصص ) دى.  وګ 🙁 تفسير کنزالدقائق)

١_کيسه ويونکى يې خداى دى. ( نحن نقص)

٢-موخه لري. هغه هم يوه سپېڅلې موخه، چې د تېرو امتونو په تجربې انسان ته لارښوونه کوي، چې څنګه ځينې د ايمان صبر او تقوى له امله عزتمن شول او ځينې د هوسونو،ځېل،تکبر-پېسمنۍ او کينې  له امله خوار او ذليل شول. ددې کيسو کول انسان ته ډاډينه ورکوي، چې د سختيو پر وړاندې زغم ولري، چې په دې هکله قر‌آن وايي: ( نقنَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنْبَاءِ الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِ فُؤَادَكَ، هود ، ١٢٠ )

٣- حق او رښتيا دي او خيال نه دى. ( نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُمْ بِالْحَقِّ ، کهف / ١٣ )

٤- بنسټ يې علم دى،نه ګومان. ( فَلَنَقُصَّنَّ عَلَيْهِمْ بِعِلْمٍ ، اعراف / ٧ )

٥- د تفکر_اندنې وسيله ده،نه د خمارولو. ( الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ، اعراف/ ١۷۶)

٦- د عبرت لا مل دى، نه د تفريح او ساتېرۍ. ( لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ / يوسف ، ١١١)

*  د  حضرت يوسف (ع) کيسه (أَحْسَنَ الْقَصَصِ) ده ؛ځکه :

١- سرچينه يې وحې ده او تر ټولومعتبره کيسه ده.( بِمَا أَوْحَيْنَا)

٢- په دې کيسه کې له نفس سره جهاد مطرح شوى ، چې تر ټولو ستر جهاد دى.

٣- د قيصې اتل هم يو ځوان دى،چې د ټولو انسانى کمالاتو خاوند دى .

٤- د کيسې د ټولو لوبغاړو عاقبت په خير کېږي، حضرت يوسف (ع) واکمنېږي، وروڼه يي توبه کوي، د پلار د سترګو ليد يې راستنېږي،سوکړه ځپلى هېواد له سوکړې خلاصېږي او د زړونو خپګانونه او کينې پر وصال-نښلون او مينه بدلېږي.

٥- په دې کيسه کې د ضدونو(تضادونو) يوه ټولګه يو له  بل سره راوړل شوې ده؛ ((بيلتون )) او(( نښلون )) ((غم )) او(( ښادي )) سوکړه او ښه معمول، مالک او مملوک (( څاه )) او ((مامۍ )) نشتمني او شتمني، مر‌يېنه او واکمني،ړندېدل  او د سترګو د ليد راستنېدل، پاک لمني او د دروغو تور لګول، نه يوازې الهي کيسې؛بلکې د خداى ټول کارونه “احسن” دي،ځکه:

١- غوره خالق دى. ( أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ ، مؤمنون / ١٤)

٢- غوره کتاب لري. ( نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ ، زمر / ٢۳)

 ٣-  غوره انځورګر د‌ى. (، فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ ،غا فر / ٦٤ )

٤- غوره بدله ورکوي. (وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ / نسا ء ١٢٥ )

٥- غوره بدله ورکوي. (لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا ، نور، ۳۸ )

او ددې ټولو ښېګڼو پر وړاندې،خداى هم له انسانانو غوره عمل غوښتى دى. ( لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ، هود ، ٧ )

پيغامونه

١- د قرآني کيسو ويونکی پخپله خداى دى؛ نو ښکاره خبره ده، څومره چې کيسه ويونکى او ليکونکى معتبر او ډاډمن وي؛نو د خبرې اغېز يي هم زيات وي. (نَحْنُ نَقُصُّ)

٢- له روحي اړخه ښه اغېز ته ښه سريزه په کار ده.( قرآن مخکې تر دې چې کيسه پيل کړي، سريزه پيلوي، چې غواړم کېسه ووايم؛هغه هم غوره کيسه، چې په انسانانو کې د اورېدو او ويلو انګېزه پيدا کړي) نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ)  

٣- غوره کيسه هغه ده، چې بنسټ يې وحې وي. (أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا)

٤- مخکې له دې، چې پېغمبراکرم ته وحې راشي؛نو هغه د حضرت يوسف (ع) له کيسې خبره و. ( ……. لَمِنَ الْغَافِلِينَ)

٥- قرآن د بې خبريو او غفلتونو د پردو شلونکى دى. (مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ)

سرچینه : تفسیر نور، مولف شیخ محسن قرآئتی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!