تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة الـقصـص د منتخبو آیتونو شرح د قصص سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت په داسې شرايطو كې نازل شوى، چې مؤمنان د شمېر او ځواك له پلوه د ډېری غښتلي دښمن په منګولو كې راګېر ول؛ دا لږكي مسلمانان یې دومره تر دباو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة الـقصـص د منتخبو آیتونو شرح

د قصص سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت په داسې شرايطو كې نازل شوى، چې مؤمنان د شمېر او ځواك له پلوه د ډېری غښتلي دښمن په منګولو كې راګېر ول؛ دا لږكي مسلمانان یې دومره تر دباو لاندې وه، چې يو شمېر د اسلام د ګاندې – راتلونکې په باب اندېښمن ښکارېدل. داچې دې حالت، د فرعونيانو په منګولو كې د بني اسرائيلو وضع ته ډېر ورته والى درلود؛ نو ددې سورت د نيمو آيتونو په شاوخوا كې د موسى (ع) ، بني اسرائيلو او فرعونيانو داستان راغلى؛ په تېره د سورت په پيل كې مستضعفانو ته د حق او عدالت د واكمنۍ او د ظالمانو د دبدبې د دړې وړې كېدو زېرى وركړاى شوى دى. د سورت بله برخه، پر خپلې پوهې او شتمنۍ د ډېر غاور قارون داستان څرګندوي، چې د فرعون پر برخليك اخته شو، ((هغه))  په اوبو كې ډوب شو او ((دى)) ، ځمكې راښكود. ددې دوو برخو ترمنځ د توحيد، معاد، د قرآن اهميت، په قيامت كې د مشركانو حالت، هدايت، بېلارېتوب او د كمزوريو وګړيو د پلمو ځوابول راغلي، چې د لومړۍ برخې پايله او دويمې ته یوه سريزه ده.ړ (نمونه، 16: 4 مخ)

 وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ ﴿۵﴾ = او غواړو د دې هېواد پر بېوزليو کړاى شويو احسان وکړو او دوى (د خلكو) مشران او (د ځمكې) پاتوړي كړو.

 5_ زموږ اراده؛ د مستضعفينو بريا: دا يو څرګند او هيلمن آيت دى؛ ځكه د يو ټوليز قانون په توګه او د مضارع او مستمر فعل په بڼه ويل شوى، چې و نه انګېرل شي، يوازې د بني اسرائيلو په بېوزليو كړاى شويو او د فرعونيانو په واكمنۍ پورې ځانګړى دى؛ بلكې وايي: فرعون غوښتل، چې د بني اسرائيلو ځواك او دبدبه وځپي؛ خو موږ غواړو مستضعفان د ځمكې مشران او پاتوړي- وارثين كړو. دا پر باطلو د حق او پر كفر د ايمان په باب يو زېرى دى. ددې الهي ارادې د پلې كېدو يوه بېلګه، د بني اسرائيلو حكومت او د فرعونيانو د واكمنۍ راپرځېدل دي. پوره بېلګه يې د اسلام تر راښكاره كېدو روسته، د پېغمبر اكرم (ص)  او يارانو يې واكمني ده؛ د مؤمنو، پاك زړيو، بېوزليو او مظلومانو واكمني، چې د خپلې زمانې فرعونيانو ملنډې پرې وهلې او تر دباو لاندې يې نيولې وه. په پايله كې خداى په همدې ډلې د كسرا او قيصر د ماڼيو ورونه پرانستل او له واكمنۍ يې راوپرځول. پراخه بېلګه يې، د امام مهدي عليه السلام په مشرۍ پر ګرده ځمكه د حق او عدالت د واكمنۍ راښكاره كېدل دي. دا له هغو آيتونو ځنې دي، چې په ډاګه د دغسې واكمنۍ د رامنځته كېدو زېرى وركوي. په ډېرى روايتو كې دې سترې راښكاره كېدو ته اشاره شوې ده. ددې آيت په تفسير كې له علي (ک)  په يو روايت كې لولو:((دا ډله، آل محمد (ص)  ده. پر دوى تر ډېر دباو او كړاو روسته، خداى ترې مهدي راپاڅوي، عزت وركوي او دښمنان يې ځپي)) (نمونه، 16: 15 مخ.)

وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِيَ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُمْ مَا كَانُوا يَحْذَرُونَ ﴿۶﴾ = او پر ځمكه [=مصر او شام] واكمني وركړو او (بلخوا) له دوی (= بني اسراییلو) فرعون او هامان او لښكر ته هماغه څه وروښيو، چې ترې وېرېدل.

 6_ هامان څوك و؟: هامان د فرعون مشهور وزير و او تر دې بريده يې په غونډال كې نفوذ درلود، چې دې آيت، د مصر لښكرې د فرعون او هامان لښكرې يادې كړې دي. (نمونه، 16: 16 مخ.) له رواياتو او تاريخونو ګټنه كېږي، چې دا يو ځيرك او چلي سړى و او د فرعون په ډېرى جناياتو كې يې همكاري درلوده او ان په ځينو ځايونو كې يې، فرعون ته لارښوونه كوله. د بېلګې په توګه، په رواياتو كې لولو، چې كله حضرت موسى (ع)  فرعون د خداى لوري ته راوباله او ژمنه يې ورسره وكړه، چې كه پر الله ايمان راوړې؛ نو په نړۍ كې به سوكاله ژوند ولرې او تر مرګ روسته به جنت ته ولاړ شې. فرعون لږ شانته د موسى (ع)  د بلنې تر اغېز لاندې راغى؛فرعون بې د هامان له سلا مشورې “څه كار نه كاوه، په دې اړه يې مشوره ورسره وكړه، چې په چل ول يې د فرعون د ايمان راوړو مخه ونيوه. همدا راز روايت شوى، د موسى (ع)  پر وړاندې، چې د فرعون كوډګرو ماته وخوړه او پر الله يې ايمان راووړ؛ نو د بني اسرائيلو ډېرى خلكو پر موسى (ع) ايمان راووړ، په دې وخت كې هامان فرعون ته وړانديز وكړ، چې د موسى (ع)  دين ته ور اوخوتي دې بنديان كړي او فرعون همدغسې وكړل. پر هغه مهال (؛لكه چې د اعراف په 133 آيت كې لولو) خداى پرله پسې د توپان، ملخو، د بوټو آفتونه، چونګښې او د وينې عذاب پرې راكېباسه. (د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: بحارالانوار، 13: 67 مخ پسې.) له همدې لامله په رواياتو كې لولو؛ لكه چې څنګه نوموړی په نړۍ كې د فرعون تر څنګ پر ځمكه پر فساد بوخت و، په آخرت كې به هم په اور كې سوځي. امام صادق له خپل نيكه امام سجاد (رح)  روايتوي: (( د دوزخ اور اوه ورونه لري، يو اور يې فرعون، هامان او قارون ته دى… )). (بحار الانوار: 31: 518 مخ.)

فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا خَاطِئِينَ ﴿۸﴾ = (چې كله مور د الله په حكم سيند ته وروچاوه؛ نو) د فرعون كورنۍ (له اوبو) راوايست، چې دښمن او د اندېښنو  لامل يې شي،هو! فرعون، هامان او لښكر يې خطا كاران (تېروتي) ول.

 8_ الهي هېښنده کړلار: د زور ښودانه دا نه ده، كه خداى يو غښتلى او جبار قوم له منځه وړي؛ نو د اسمان او ځمكې لښكرې ورباندې ورسمې كړي؛ بلكې داده، چې پخپله سرغړاندي جباران د ځان منځه وړو ته مؤظف كړي او دومره یې په زړونو او اندونو كې اغېز پرېباسي، چې په خپله خوښه خس راټول او ځان پرې وسوځوي. د زورمټو او سرغړاندو فرعونيانو په باب همدغسې وشول. د موسى (ع)  د پالنې او ژغورنې په تولو پړاوونو كې فرعونيانو لاس درلود: د موسى قابله له قبطيانو ځنې وه؛ د موسى د ژغورنې صندوق جوړوونكى يو قبطي ترکاڼ و؛ د نيل له توپاني څپو د ژغورنې صندوق نيوونكي آل فرعون ول؛ د صندوق پرانستونكى پخپله فرعون يا يې مېرمن ((آسيه)) وه او په پايله كې د فرعون د ماڼۍ اتل او فرعون ځپونكی موسى، د امن، ارامۍ او پالنې مركز و، دا ده د پالوونكي زور ښودانه!. (نمونه، 16:30 مخ.)

وَحَرَّمْنَا عَلَيْهِ الْمَرَاضِعَ مِنْ قَبْلُ فَقَالَتْ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى أَهْلِ بَيْتٍ يَكْفُلُونَهُ لَكُمْ وَهُمْ لَهُ نَاصِحُونَ ﴿۱۲﴾ = او لا مخکې مو د پۍ وركوونكيو د تیونو له رودلو منع كړى و (چې يوازې د مور غېږې ته ورستون شي)؛ نو خور يې (چې د دايي پيدا كولو لپاره د مامورانو بيړه وليده) وويل: ((ايا داسې یوه كورنۍ دروښيم، چې درته یې وپالي او خواخوږی يې وي.))

فَرَدَدْنَاهُ إِلَى أُمِّهِ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ وَلِتَعْلَمَ أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۱۳﴾ = نو خپلې مور ته مو ورستون کړ، چې سترګې يې پرې يخې او غمجنه نشي او پوه شي، چې د الله ژمنه رښتيني ده؛ خو ډېرى يې نه پوهېږي.

 12 او 13_ پر موسى د نورو تي وركوونكيو د منع فلسفه: په ځينو رواياتو كې راغلي، موسى (ع) ، چې د ټولو تي وركوونكيو ښځو تيونه ونه رودل او د خپلې مور غېږې ته ورستون او تى يې وروده؛ نو هامان (د فرعون وزير) وويل: په اند مې، چې ته يې رښتونې مور يې؛ ځكه په دې ټولو كې يې يوازې ستا تى ورود؟ ويې ويل: ځكه زه خوشبويه يم او شيدې مې خوږې دي او تر اوسه، چې هر ماشوم راسپارل شوى، زما تى يې رودلى دى. حاضرينو يې خبره ومنله او هر يو ګرانبيه ډالۍ وركړې. له امام باقر (رح)  څخه په يو حديث كې لولو: ((له درېيو ورځو ډېرې تېرې نه وې، چې خداى، ماشوم خپلې مور ته ورستون كړ)). ځينو ويلي: ځكه موسى (ع) د نورو ښځو تى ونه رود، چې خداى نه غوښتل، پر دې پاك پېغمبر په حرامو، غلا، جنايت او بډو ككړو ناپاكې شيدې وروي. دا بايد د خپلې مور پاكې شيدې وروي، چې د ناپاكيو پر ضد پاڅون او له ناپاكانو سره مبارزه وكړاى شي. ځينو مفسرانو ويلي، چې موسى(ع) د ځوانۍ تر منګه په درناوي د فرعون په ماڼۍ كې پاتې شو؛ خو توحيدي خبرو يې، فرعون كړاوه، تر دې چې د موسی(ع) د وژنې هوډ یې وکړ، بيا نو موسى (ع) ماڼۍ پرېښووله او ښار ته راغى، چې د قبطي او سبطي دوو تنو ترمنځ له شخړې سره مخ شو. (نمونه، 16: 35 مخ.)

 وَدَخَلَ الْمَدِينَةَ عَلَى حِينِ غَفْلَةٍ مِنْ أَهْلِهَا فَوَجَدَ فِيهَا رَجُلَيْنِ يَقْتَتِلَانِ هَذَا مِنْ شِيعَتِهِ وَهَذَا مِنْ عَدُوِّهِ فَاسْتَغَاثَهُ الَّذِي مِنْ شِيعَتِهِ عَلَى الَّذِي مِنْ عَدُوِّهِ فَوَكَزَهُ مُوسَى فَقَضَى عَلَيْهِ قَالَ هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ عَدُوٌّ مُضِلٌّ مُبِينٌ ﴿۱۵﴾ = او ښار ته پر داسې مهال ورننووت،چې اوسېدونكي يې (بوخت او) ناخبره وو؛ ناڅاپه يې دوه تنه سړي وليدل، چې پخپلو كې په جګړه بوخت دي؛يو يې خپل لاروى و (او له بني اسراييلو و) او بل له دښمنانو ځنې و. لاروي يې د مقابل لوري پرخلاف له موسى مرسته وغوښته؛نو موسى يو سوك وواهه؛ نو کار يې ورپوره کړ(= ويې واژه) موسى وويل : (( دا (جګړه مو) د شيطان كار دى؛(ځكه) چې هغه ښكاره بېلارې كوونكى دښمن دى.))

قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۱۶﴾ = (بيا يې) وويل : ((پالونكيه! پر ځان مې تېرى وكړ، و مې بښه؛ نو الله وبښه (؛ ځکه) چې يوازې هغه لورین بښونكى دى.

 15 او 16_ آيا د موسى (ع)  وژنه د معصومیت له مقام سره سازګاري لري؟: مفسرانو د قبطي او بني اسرائيلو او د موسى په سوك د قبطي د وژنې په باب پراخې ويینې كړې؛ البته پخپله په آر كې دا كړنه څه مهمه مساله نه ده؛ ځكه فرعوني جنايتكاران، سخت زړي مفسدين ول، چې د زرګونو بني اسرائيلي ماشومانو سرونه یې پرې كړي ول او له هېڅ جنايته يې لاس نه اخست او په دې توګه، وينه يې بني اسرائيلو ته درنه نه وه؛ خو په پېښه كې پخپله د موسى (ع) تعبيراتو د تفسير عالمانو ته ستونزه راولاړه كړي: يوځاى وايي: ((هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ ))  او بل ځاى وايي: ((رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي))  . دا تعبيرات څنګه د پېغمبرانو له معصومیت سره اړخ لګوي، چې ان تر نبوت او رسالت وړاندې له دې مقامه برخمن دي؟ ددې پوښتنې په ځواب كې وايو: موسى (ع)  يوازې يوه ((ترك اولا))  وكړه، په دې كړنې يې ځان په كړاو كې كړ؛ ځكه فرعونيان په اسانۍ د قبطي په وژنې له موسى (ع)  تېرېداى نشو. ذاتاً د ((ترك اولا))  پرېښوول حرام نه دي؛ بلكې لاملېږي، چې كوم ستر چار پرېښوول شي، بې له دې، چې كومه ګناه یې كړی وي. ددې آيتونو په تفسير كې له امام رضا (رح) نه په يوه حديث كې لولو، چې له ((هَذَا مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ ))  څخه منظور د هغوى خپلمنځي جګړه وه، چې يو شيطاني چار شمېرل كېده؛ نه د موسى كړه وړه. له ((رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي)) مطلب هم دادى، چې زه نبايد په هغه ځای كې تېر شوى واى، چې تېر شوم. زه نبايد دې ښار ته راننووتى واى. له ((فَاغْفِرْ لِي)) مطلب دادى، چې ما دې له خپلو دښمنانو پټ كړه، چې رالاسبري نشي (د غفران يوه مانا، پټول دي.)   (نمونه، 16: 44 مخ.. (د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: شعراء_20))

 فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَهُمَا قَالَ يَا مُوسَى أَتُرِيدُ أَنْ تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ إِنْ تُرِيدُ إِلَّا أَنْ تَكُونَ جَبَّارًا فِي الْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَنْ تَكُونَ مِنَ الْمُصْلِحِينَ ﴿۱۹﴾ = نو چې ويې غوښتل، د دواړو پر (ګډ) دښمن بريد وكړي؛ نو هغه په چغو وويل: ((موسى! ته غواړې و مې وژنې؛ لكه چې پرون دې هم يو سړى وژلى و؟! ته يوازې همدا غواړې، چې په دې هېواد كې سرزورى شې او نه غواړې له سمونپالو شې!))

 19_ هغه چې د دواړو دښمن و: ډېرى مفسرينو ويلي: چاچې موسى (ع) ته وويل ((غواړې و مې وژنې؛ لكه چې پرون دې هم يو تن وژلى و))  هماغه سړى و، چې تېره ورځ يې له موسى (ع) مرسته غوښتې وه. بني اسرائيلو، چې خيال كړى و، موسى په دې رټنې هوډ لري د پروني قبطي په څېر يې ووژني، له غوسې يې وډار شو او دغسې يې وويل: له خبرې يې مقابل لوری قبطي پوه شو، چې د پروني قبطي وژوونكى، موسى (ع) و؛ نو د فرعون دربار ته ورغى او پېښه يې ورته وويله. فرعون او درباريانو يې سلا مشوره وكړه او د موسى د وژنې هوډ يې وکړ؛ نو له ((بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَّهُمَا))  مطلب هماغه سړى دى، چې تردې يوه ورځ مخكې يې له قبطي سره شخړه كړې وه او حضرت موسى يې مرسته وكړه. قرآن هم ددې غوڼدلې په يادولو سره ښيي، چې په تورات كې راغلې دا خبره سمه نه ده، چې ګني د شخړې دواړه لوري بني اسرائيل ول؛ بلكې يو يې بني اسرائيل او بل يې فرعوني و. (الميزان، 16: 21 مخ.)

وَجَاءَ رَجُلٌ مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ يَسْعَى قَالَ يَا مُوسَى إِنَّ الْمَلَأَ يَأْتَمِرُونَ بِكَ لِيَقْتُلُوكَ فَاخْرُجْ إِنِّي لَكَ مِنَ النَّاصِحِينَ ﴿۲۰﴾ = (دغه وخت) د ښار له لرې ګوښې [= د فرعونيانو له مركز] يو سړى په منډه راغى او موسى ته يې وويل: (( د قوم مشران ستا په باب مشورې كوي،چې و دې وژني؛ نو له واره (له ښاره) ووځه؛ [ځکه] چې زه دې له خواخوږيو ځنې يم .))

20_ چا موسى (ع) د فرعونيانو له نقشې خبر كړ؟: په ظاهره دا سړى هماغه دى، چې روسته په ((آل فرعون مؤمن))  مشهور شو. وايي، نامه يې ((حزقيل))  وه او د فرعون له نژدې خپلوانو ځنې و او دومره ټينګه اړيكه يې ورسره وه، چې په دغسې غونډو كې يې ګډون ورسره كاوه. د فرعون له ګناهګارې وضعې كړېده او سترګې پر لار و، چې پر ضد یې پاڅون وشي او د پاڅونوالو ملګری شي. حضرت موسى ته هيلمن و، چې يوه الهي او انقلابي څېره ده، چې و یې ننګېرله، موسی(ع) په خطر كې دى، ځان يې ور ورساوه او له خطره يې وژغوره. په غافر سورت كې به ولولو، چې دا نه يوازې په دې پېښه؛ بلكې په نورو كې هم موسى (ع)  ته يو ډاډمن وه او د فرعون په ماڼۍ كې د بني اسرائيلو ځيرك څارګر و. (نمونه، 16: 51 مخ.)

 فَسَقَى لَهُمَا ثُمَّ تَوَلَّى إِلَى الظِّلِّ فَقَالَ رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنْزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ ﴿۲۴﴾ = نو موسى یې څاروي خړوب كړل، بيا يو سيوري ته كېناست؛ نو ويې ويل: (( پالونكيه! ما ته چې هر څه خير ښېګڼه راولېږې، ورته اړين يم .))

24_ د موسى (ع) ادب او زهد: موسى (ع) ستړىؤ، وږى او په ښار كې مسافر و او پناه ځى يې نه درلود؛ خو وارخطا نشو. دومره ځوان و، چې ان په دعاء كې يې په ډاګه ونه ويل: خدايه، دغسې او هاغسې وكړه؛ بلكې ويې ويل: پالونكيه! چې هره خیر ښېګڼه راولېږې، ورته اړين يم؛ يعنې يوازې خپله اړتيا يې څرګنده كړه او پاتې يې د خداى لورنې ته ورپرېښوول. (نمونه، 16: 57 مخ.) د پېغمبرانو د زهد او دنيا ته يې د بې پروايۍ په باب له علي (ک)  په يوه روايت كې لولو: ((كه بې د اسلام له پېغمبره (ص) په بل پسې ځې؛ نو په موسى كليم الله پسې ځه، چې ويې ويل: پالونكيه! چې هره خير ښېګڼه راولېږې، ورته اړين يم، پر خداى قسم يوازې يوه مړى ډوډۍ يې غوښته)). (نهج البلاغه، 159 خطبه.)

 فَجَاءَتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي عَلَى اسْتِحْيَاءٍ قَالَتْ إِنَّ أَبِي يَدْعُوكَ لِيَجْزِيَكَ أَجْرَ مَا سَقَيْتَ لَنَا فَلَمَّا جَاءَهُ وَقَصَّ عَلَيْهِ الْقَصَصَ قَالَ لَا تَخَفْ نَجَوْتَ مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۲۵﴾ = نو ( له دعا سره سم) له هغو (دوو نجونو) يوه په حیا حيا کې راغله او موسى ته يې وويل : ((زما پلار دې غواړي، چې زموږ د څارويو خړوبولو په بدل کې څه دركړي ))؛ نو چې هغه [= شعيب] ته ورغى او خپله ټوله قيصه يې ورته وکړه ورته يې وويل : ((مه وېرېږه، له ظالمې ډلې ژغورل شوى يې .))

 25_ حياء؛ د پېغمبرانو او د دوی د كورنيو خوى و: دا آيت د ((حياء)) مهم لوست رازده كوي. په مخكې آيتونو كې مو ولوستل، چې د حضرت شعيب (ع) لوڼو ځكه خپله رمه نه خړوبوله، چې هلته يو شمېر نارينه وو خپل څاروي خړوبول؛ نو ځكه دواړو نجونو صبر وكړ، چې ټول شپانه ولاړ شي او بيا خپله رمه خړوب كړي. په دې آيت كې لولو، چې له دوى ځنې يوه يې په خورا حياء راغله او معلومېده، چې له يوه پردي ځوان سره له خبرو كولو شرمېده او موسى (ع) ته يې وويل: ((پلار مې دې غواړي، زموږ رمه دې خړوب كړې، چې مزدوري یې دركړي))  بلخوا، د موسى (ع) حياء هم پاموړ ده؛ ځكه په روايتو كې لولو، چې كله موسى (ع) د شعيب (ع) له لور سره كور ته ور روان شو، ورته يې وويل: (( شا ته مې راځه او لار راښيه؛ ځكه موږ له هغې ډلې يو، چې ان د ښځو شاته هم نه وينو)).( الميزان، 16: 28 مخ.)  په يو روايت كې لولو، پېغمبر (ص) خپل اصحاب وپوښتل: ((ښځو ته څه غوره دي؟))  چا يې پوښتنه ځواب نه كړاى شوه. فاطمه (رض) خبره شوه او ويې ويل: ((زه پوهېږم، چې ښځو ته څه غوره دي؛ داچې سترګې يې پر [نامحرمو] نارينه وو نه لګي او [نامحرم] نارينه يې [هم] ونه ويني. ))  پېغمبر (ص) چې د زهرا (رض) له خبرې خبر شو، ډېر خوشحال شو او ويې ويل: ((فاطمه مې د تن يوه ټوټه ده)). (وسائل الشيعه، 20: 67 مخ.)

قَالَتْ إِحْدَاهُمَا يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ ﴿۲۶﴾ = يوې (لور یې) وويل: (( پلاره! دى مزدور ونيسه؛ ځكه ډېرغوره مزدور، چې نيسې (؛ نو همداسې) يو څوك دې وي، چې تکړه او امين وي.))

 26_سم مديريت ته دوه بنسټيز شرايط: په دې آيت كې، په ټوليز او لنډ ډول د مديريت ستر او بنسټيز شرايط راغلي دي؛ غښتلتيا او امانت. ښكاره ده، چې له غښتلتيا مطلب، يوازې جسماني ځواكمني نه؛ بلكې مراد دا چې د مسووليتونو ترسره كول يې له وسې پوره وي. يو غښتلى مدير هغه دى، چې د خپلې دندې پولې ښه وپېژني، له نيتونو با خبر وي، په كړنلار جوړولو كې لاسبري او له بسیا نوښته برخمن وي او د چارو په پېیون- تنظيم كې ځيرك وي. موخې څرګندې كړي او ځواكونه موخې ته د ورسېدو لپاره همغږي كړي. په عين حال كې، زړه سواند، خيرغواړی، امين او سمكارى وي. هغوى چې د مسووليتونو او چارو په ورسپارلو كې يوازې په امانت او پاكۍ قناعت كوي، دومره په اشتباه كې دي، چې د مسووليت منلو ته د تخصص او كارپوهۍ درلودل كافي بولي. د اسلام منطق دادى، چې هر چار بايد د غښتلي، وسمن او امين په لاس كې وي، چې د ټولنې غونډال جوړ شي. كه د تاريخ په اوږدو كې د واكمنيو د زوال په لاملونو كې غور وكړو، وينو چې بنسټيز لامل يې له دې دوو ډلو، يوې ته د چارو په ورسپارلو كې دى: ((خاين مديران))   او ((نامدبره پاكان)) ، چې  د چار پايله یې يوه ده. (نمونه، 16: 66 مخ.)

 فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِيَ مِنْ شَاطِئِ الْوَادِ الْأَيْمَنِ فِي الْبُقْعَةِ الْمُبَارَكَةِ مِنَ الشَّجَرَةِ أَنْ يَا مُوسَى إِنِّي أَنَا اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ ﴿۳۰﴾ = نو چې ورغی، د ناو د ښي غاړې په بركتي سیمه كې له یوې ونې پرې ورغږ شو: ((ای موسی، په رښتيا همدا زه الله يم؛ نړۍ پال .

 30_ شَاطِئِ الْوَادِي الْأَيْمَنِ : ((شاطى))  د څنډې پر مانا ده او ((وادى)) ناو ته وايي، چې نېز ترې تيرېږي؛ نو ځكه د دوو غرونو تر منځ چاود ته هم ((وادي))  وايي. ((بقعة))  د هغې ټوټې ځمكې پر مانا ده، چې د شاوخوا ځمكو په څېر نه وي.((ايمن))  د ښي اړخ پر مانا ده. ((الْبُقْعَةِ الْمُبَارَكَةِ))  د ناو د ښي اړخ تر څنګ يو ځانګړې ټوټه يا ځاى دى، چې يوه ونه پكې وه او د ((يا موسى))  غږ ترې راولاړ شو؛ نو له همدې لامله مباركه هم ده. هلته الهي غږ واورېدل شو؛ نو ځكه دې سيمې شرافت او سپېڅلتيا ومونده؛ د همدې سپېڅلتيا او شرافت له لامله حضرت موسى (ع)  مؤظف شو، چې خپلې پڼې وباسي. (الميزان، 16: 32 مخ)

اسْلُكْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ وَاضْمُمْ إِلَيْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ فَذَانِكَ بُرْهَانَانِ مِنْ رَبِّكَ إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ ﴿۳۲﴾ = لاس دې په خپل ګرېوان كې ورننباسه،چې بې له كوم عيبه او داغه تك سپين (او ځلېدونکى) راووځي او له وېرې ( د لرې كېدو لپاره) دې خپل مټ درجوخت کړه؛نو دا دوه [=د کونټۍ او تك سپين لاس معجزې] ستا د پالونكي له لوري  فرعون او درباریانو ته یې څرګند دلايل دي؛(ځكه) چې دوى سرغړاندي دي .))

 32_ له ډاره له خونديينې پر سينه لاسونه ايښوول: پر هغه تپه تياره شپه او تش ډاګ كې، د هېښنده معجزو ليدو، موسى (ع)  ته سخت ټكان وركړ؛ نو ځكه امر ورته وشو، چې خپل لاسونه دې پر خپله سينه كېدي، چې زړه یې ارام شي. ځينو ويلي، چې دا د رسالت د مسووليت په تر سره كولو او له هېڅ مقام او ځواكه د نه ډارېدو په هكله د موسى (ع) د پياوړي هوډ او پرېكنده توب يوه كنايه ده. ځينو احتمال وركړى، چې كله کونټۍ پر مار واوړېده؛ نو موسى (ع) خپل لاس راوغځاوه، چې د ځان دفاع وكړي؛ خو خداى امر وركړ، چې لاس دې راټول كړه او مه ډارېږه، دفاع ته اړتيا نشته. د لاس پر ځاى د ((جناح))  (وزر) تعبير، يو ښكلى تعبير دى، چې ښايي موخه يې دا وي، چې د انسان د ارامۍ حالت يې د هغه مارغه له حالت سره ورته كړى، چې د يو بوږنوونکي څيز په ليدو وزرونه وهي؛ خو چې آرام شي، بېرته خپل وزرونه راټولوي. (نمونه، 16: 77 مخ) ځينو مفسرانو احتمال وركړى، چې له دې امره منظور دا دى، چې خداى غوښتل، موسى (ع) د خشوع، تواضع او عاجزۍ انځور خپل كړي؛ ځكه د ښاڅمنو- كبرجنو او پېسمنو – ځانمنو عادت دى، چې خپل لاسونه په تشو كې ږدي. په دې توګه دا آيت د حجر سورت له 88 آيت سره ورته دى، چې پېغمبر (ص) ته وايي: (( او پر مؤمنانو د خپلې لورنې وزر ورښكته كړه))

 وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُكَذِّبُونِ ﴿۳۴﴾ = او رور مې هارون تر ما ښه خوله ور دی؛ نو مرستيال یې راسره ولېږه،چې تاييد مې كړي؛[ځكه] وېرېږم چې دروغجن به مې وبولي .))

34_ څه ته له دروغجن ګڼلو ډار؟: د آيت دا برخه، د موسى (ع) د غوښتنې (رور مې هارون (ع) رامرستيال كړې) علت څرګندوي. ډارېده، چې فرعونيان به يې دروغجن وبولي او دى به خپه شي او خپل دلايل به څرګند كړاى نشي؛ لكه چې د شعرا سورت په 12 او 13 آيتونو كې د حضرت موسى (ع) له خولې لولو: ((پالونكيه! ډارېږم، چې دروغجن به مې وګڼي او سينه مې تنګېږي او ژبه مې پوره نه ګرځي؛ نو ته (مې رور) هارون ته هم رسالت وركړه (چې مې مرستندوى شي). )) ؛ نو ځكه د آيت مانا داسې كېږي، چې رور مې هارون تر ما ښه فصيح او ژبه ور دى، زما ملګرتوب ته يې راولېږه، چې په بلنه كې مې رښتينتوب تصديق كړي او چې خلك ويينه او جدال راسره كوي، قانع يې كړي؛ ځكه ډارېږم، چې دروغجن مې وګڼي او بيا د خپلې مدعا رښتينتوب ورڅرګند كړاى نشم. (الميزان، 16: 34 مخ.. (تر موسى (ع) د هارون (ع) د فصيح توب په باب وګورئ: شعرا_12).)

وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَلْ لِي صَرْحًا لَعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۳۸﴾ = او فرعون وويل : ((د قوم مشرانو! زه خو بې له ځانه كوم بل خداى درته نه پېژنم .(خو د لا ډېرې څېړنې لپاره) ای هامانه، خښتې پخې او يوه دنګه ودانۍ راته جوړه كړه، ښايي د موسى د خداى (پر حال) خبر شم او زه خو یې په ټينګه دروغجن ګڼم .))

 38_ د فرعون لوړ برج: د دودپالو سياستوالو يو دود دا دى، چې د خوښې پر خلاف كومه پېښه به يې وشوه؛ نو د ټولیزو افكارو اوړېدو ته يې نوې پېښې رامنځته كولې، چې د ولسونو افكار ځان ته راواړوي. داچې په ټول مصر كې پر كوډګرو د موسى (ع) د بري خبره خپره شوه،چې دې ټولو پر موسى (ع) ايمان راووړ؛ نو د فرعون واكمني يې هم څپڅپاندې كړه؛ ځكه د ښكېلو ولسونو د راويښېدو احتمال ډېر شو؛ نو پکار ول، چې په هره بيه وي، له دې پېښو عمومي افكار واړوي؛نو ذهني بوختياوې يې رامنځته كړې، په ډاليو وركولو يې لاس پورې كړ او په دې توګه يې خلك استحمار، تحميق او اغفالول. د ځينو تاريخونو له لامله، هامان امر وكړ، چې په يوه پراخه ځمكه كې دې ماڼۍ او لوړ دنګ بورج جوړ كړي. جوړولو ته يې پنځوس زره معماران او په زرګونو كارګران وګومارل. ماڼۍ دومره دنګه شوه، چې شاوخوا به ترې پوره ښكارېده. ځينو ويلي، چې د ماڼۍ په تاوراتاو پوړیو كې پر آس سپور د برج څوكې ته ورختلى شو. چې د برج د جوړېدو كار پاى ته ورسېد؛ نو فرعون وروخووت اسمان ته يې وكتل او اسمان يې هاغسې وليد، چې له ځمكې ليدل كېده. مشهوره ده، چې غشى یې په ليندۍ كې كېښود او پورته يې خوشې كړ. غشى پر يوه مارغه ولګېد يا د مخكېنۍ دسيسې له مخې په وينو ككړ راوګرځېد، فرعون راكوز شو او خلكو ته يې وويل: ولاړ شئ، او بې غمه اوسئ، چې د موسى خداى مې وواژه. هرومرو يوې ساده ډلې ورسره ومنله او دا خبر يې هرځاى ته ورساوه. دا يې هم روايت كړى، چې دې ماڼۍ (يا برج) دوام ونه موند او راوپرځېده او يو شمېر يې له منځه يووړل. (نمونه، 16: 85 مخ.) ځينو احتمال وركړى، چې د لوړ برج له جوړولو د فرعون مطلب د رصد خانې يا څارنځي جوړول ول، چې له پاسه يې ستوري وڅاري او وويني، چې ايا د ستورو له وضيعته معلومولاى شم، چې كوم پېغمبر مبعوث شوى او د موسى خبرى حقيقت لري كه نه. (الميزان، 16: 37 مخ.)

وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ إِلَيْنَا لَا يُرْجَعُونَ ﴿۳۹﴾ = او (په پاى كې) ده (= فرعون) او لښكرو يې په ناحقه په ځمكه كې لويي وكړه او و يې ګڼله،چې دوى به موږ ته نه راستنېږي.

39_ پر فرعون د استكبار جامې لويې وې: دا آيت د فرعون او فرعونيانو پر استكبار او مبدا او معاد ته په غاړه نه ايښوولو چې د ټولو جناياتو جړره یې له همدې آرونو څخه نټه كې رانغاړل شوې وه بوخت دى. په رښتيا كمزورى انسان، چې كله يو ماشى له ځانه لرې كولاى نشي او كله ميكروب غښتلي وګړي مړه كوي؛ نو څنګه ځان ستر ښيي او د الوهيت دعوى كوي؟! په قدسي مشهور حديث كې راغلي: (( تكبر او ستريا مې جامه ده او د عظمت جامې يوازې زما كبريايې قد ته سكښتل شوي،چې څوك په دوى كې راسره شخړه كوي؛ نو دوزخ ته يې ورغورځوم.))  ښكاره ده، چې خداى دغسې ځانګړنو او توصيفونو ته څه اړتيا نه لري؛ خو مهمه داده، چې د انسان سرغړونه هله پيلېږي، چې په مغزو كې يې د كبر او غرور بادونه ولګي. (نمونه، 16: 89 مخ.)

وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا يُنْصَرُونَ ﴿۴۱﴾ =   او دوى [= فرعونيان] مو د اور پر لور د بلنې مشران وګرځول او د قيامت پر ورځ به هېڅ مرسته ورسره ونشي.

 41_ د رڼا او اور مشران: د قرآن په منطق كې دوه ډوله امامان لرو: هغه مشر، چې د هدايت په بهير كې د پرهېزګارانو مخكښ دى او هغه امامان، چې د بېلارۍ مشران دي او ددې آيت په وينا، د اور امامان دي. له امام صادق (رح) نه په يوه روايت كې ددې دواړو ډولو امامانو له ځانګړنو دي، چې: ((لومړۍ ډول يې د خداى حكم، د خلكو پر حكم او پر خپلې ارادې ړومبى بولي او حكم يې له سترو احكامو ګڼي؛ خو دويم ډول يې خپل حكم د خداى پر حكم ړومبى بولي او خپل حكم د خداى تر حكمه اوچت ګڼي))  په دې تول خو د دواړو امامانو پېژندل ډېر اسان دي. د قيامت پر ورځ، چې ليكې جلا كېږي، هره ډله په خپل مشر پسې ځي: اورين، اورين لټوي او راڼه راڼه. قرآن وايي: ((هغه ورځ، چې هر ډله به يې له خپل مشر سره رابولو)) (اسراء/۷۱). هو! قيامت ددې كوچنۍ نړۍ يو ستر انځور دى او هغوى چې دلته په كوم امام زړه تړلى او پر ليكه يې دى، هلته يې هم په ليكه كې دى. په زړه پورې خو دا، هغه فرعون، چې په نړۍ كې له خپلو لارويانو مخكې روان و او د نيل په څپو كې يې ورډوب كړل، په قيامت كې به هم مخكې ترې روان وي او د اور په سيند كې به يې ورغورځوي. (نمونه، 16: 91 مخ.)

 وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الْغَرْبِيِّ إِذْ قَضَيْنَا إِلَى مُوسَى الْأَمْرَ وَمَا كُنْتَ مِنَ الشَّاهِدِينَ ﴿۴۴﴾ = او چې موسى ته مو (د نبوت) چار وروسپاره؛ نو ته خو د طور (غره) په لويديزه څنډه كې نه وې او نه (هغه وخت) شاهد وې (چې معجزې مو وركولې).

44_ لويديزه څنډه چېرې ده؟: دې ټكي ته پام پکار دى، چې موسى (ع) پر خپله لار له مدين ځنې مصر ته د سينا له سيمې تېرېده، چې كټ مټ له ختیځ څخه لويديځ خوا ته تله. اپوټه، چې كله بني اسرائيلو له مصر څخه شام ته ولاړل او له سينا تېر شول؛نو له لويديځه ختيځ ته راغلل. بل ټكى داچې د ځينو مفسرانو د نظر له مخې، چې دا آيت او 46 آيت يوې موضوع (حضرت موسى (ع) ته د خداى ړومبى فرمان او فرعونيانو ته يې ورلېږنې) ته اشاره لري او په حقيقت كې 46 آيت پر 44 آيت ټينګار دى(نمونه، 16: 96 مخ.)؛ خو ځينې مفسران وايي، چې دا آيت د موسى (ع) میقات او ورباندې د تورات رانازلېدو ته اشاره لري او 46 آيت د الهي رسالت ړومبي فرمان او فرعونيانو ته د موسى (ع)د ورلېږلو په هكله دى. (الميزان، 16: 50 مخ.)

 وَمَا كُنْتَ بِجَانِبِ الطُّورِ إِذْ نَادَيْنَا وَلَكِنْ رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَا أَتَاهُمْ مِنْ نَذِيرٍ مِنْ قَبْلِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ ﴿۴۶﴾ = او هم ته هغه وخت د طور غره په څنډه كې نه وې، چې موسى ته مو ورغږ كړ؛ خو دا ستا د پالونكي له لوري يوه لورنه ده (چې دا معلومات دركول كېږي)، چې هغه خلك ووېروې، چې تر تامخكې ورته كوم ګواښګرندی ورغلى نه و، ښايي پند واخلي .

46_ د يوې پوښتنې ځواب: دلته پوښتنه كېږي، چې قرآن څنګه وايي، چې دې قوم (؛يعنې د پېغمبر (ص) همپېري عربان) ته تر تا وړاندې كوم ګواښګرندى راغلى نه دى، حال دا پوهېږو كله هم د ځمكې مخ له الهي حجته تشېږي نه او په دې قوم كې د پېغمبرانو وصيان هم ول. په ځواب كې وايو: مطلب د كتاب د خاوند پېغمبر لېږنه او ښکاره ګواښنګرى دى؛ځكه د حضرت مسيح (ع) او د اسلام د پېغمبر (ص) د راښكاره كېدو ترمنځ په كلو كلونه تېر شول او اولوالعزم پېغمبر رانغى او دا موضوع ملحدانو او مفسدانو ته يوه پلمه شوه. علي (ک) په يوې وينا كې وايي: (( پاك خداى، محمد (ص) پر پېغمبرۍ راولېږه؛ خو په عربانو كې داسې څوك نه و، چې كتاب یې لوستى وي يا يې د پېغمبرۍ دعوى كړې وي؛ نو محمد (ص) لار وروښووله  او په لازم ځاى كې يې كېنول او د خپلې ژغورنې کڅ ته ور ورسول.))  (نمونه، 16: 98مخ.)

 فَلَمَّا جَاءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوا لَوْلَا أُوتِيَ مِثْلَ مَا أُوتِيَ مُوسَى أَوَلَمْ يَكْفُرُوا بِمَا أُوتِيَ مُوسَى مِنْ قَبْلُ قَالُوا سِحْرَانِ تَظَاهَرَا وَقَالُوا إِنَّا بِكُلٍّ كَافِرُونَ ﴿۴۸﴾ = خو چې زموږ له لوري حق ورغى، و يې ويل: ((ولې دې پېغمبر ته هماغه څه نه دي وركړل شوي، چې موسى ته وركړاى شوي ول؟))؛ خو (د دوى په څېر پلمه ګر) له هغو معجزو منكرشول، چې مخكې موسى ته وركړاى شوې وې او ويې ويل: ((دا دواړه (= موسى او هارون) دوه كوډګر دي، چې( زموږ د بېلارۍ لپاره) يو لاس شوي دي)) او ویې ویل: (( په حقيقت کې موږ دواړه نه منو))   

 48_ سِحران: ((سِحران))  دوو كوډګرو ته وايي او د كافرانو مطلب ترې دوه اسماني كتابونه تورات او قرآن ول؛ ځكه (لكه چې په مخكې آيت كې مو ولوستل) په پلمه يې وويل: چې قرآن ولې د تورات په څېر چې يو ځل رانازل شوى و، نه رانازلېږي. قرآن دا پوښتنه داسې ځوابوي، چې د موسى (ع) د زمانې كافران هم ستاسې په څېر د الهي پېغمبر پر اسماني كتاب كافر شول او ستاسې په څېر يې وويل، چې دا كوډې دي. (الميزان، 16: 52 مخ.) ځینو مفسرانو ویلي چې له سحرانو مطلب، دوه کوډګر دي او منظور یې حضرات موسی او هارون علیهما السلام وو او دا تعبير د سخت ټينګار لپاره كارول شوى؛ځكه عربان، چې د چا په باب په ټينګار خبره كوي، هغه كټ مټ عدالت، ظلم يا سِحر (كوډې) ګڼي (نمونه، 16: 102 مخ.)؛ لكه د علي (ك) پر عدالت د ټينګار لپاره وايي : علي (ك) عدل دى (اوسنۍ ژباړه د دويم احتمال پر بنسټ ده).

 وَإِذَا يُتْلَى عَلَيْهِمْ قَالُوا آمَنَّا بِهِ إِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّنَا إِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلِهِ مُسْلِمِينَ ﴿۵۳﴾ = او چې (قرآن) ورلوستل كېږي، وايي: ((موږ پرې ايمان راووړ؛ [ځکه] چې دا حق (او) زموږ د پالونكي له لوري دى؛ په حقيقت کې موږ تردې لا ړومبی (هم) مسلمانان وو.))

 53_ د خاتم النبيين (ص) تر بعثت وړاندې مسلمانان: هغوى چې دا آيتونه خبرې ترې كوي (؛يعنې كتابيان، چې پېغمبر (ص) او قرآن ته يې غاړه ايښودې ده) د ((إِنَّا كُنَّا مِن قَبْلِهِ مُسْلِمِينَ))  په غونډله کې د قرآن حقوالى او ورسره اشنايي څرګندوي. په دې غونډله کې وايي، چې د قرآن تر نزول وړاندې، ورته تسليم ول؛ يا پر هغه دين مو ايمان درلود، چې اسلام نومېږي او دا قرآن بلنه ورته كوي. دا غونډله دې ته اشاره ده، چې دوى د پېغمبر او هغه كتاب له ځانګړنو خبر ول، چې رانازلېږي؛ځكه په خپلو كتابونو كې يې لوستې وو. قرآن كريم يې هم په اړه وايي: چې (د خداى) د استازي ،” امى ” پېغمبر لاروي كوي، چې د هغه ( نامه او ځانګړنې) ورسره په تورات او انجيل كې ليكلي مومي. (اعراف_157) او هم وايي: (( آيا همدا نښه ورته بس نه ده، چې د بني اسرائيلو عالمان ترې ښه خبر دي؟)) . ((شعراء_197) (د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: بقره_89 او انعام_ 20).الميزان، 16: 54 مخ.)

إِنَّكَ لَا تَهْدِي مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ ﴿۵۶﴾ = په حقيقت کې ستا، چې چاته خوښه وي (؛ نو په زوره) سمه لار ورښوولای نشې؛ خو د الله، چې چاته خوښه شي،سمه لار ورښيي او پالونكى دې هغوی (هم) ښه پېژني، چې د ښیون وړتیا لري.

56_ ښیون – هدایت يوازې د خداى په لاس كې دى: په تېرو آيتونو كې، د دوو ډلو په باب خبرې وې: يوه ډله د مكې ځیلي مشركان ول، چې پېغمبر اکرم(ص) یې پر ښيون ټينګار درلود؛ خو ايمان يې په زړونو كې وردننه نشو او اپوټه، يوې لرې ډلې كتابيانو الهي ښيون وموند او په مينه يې د اسلام په لار كې سرښندنې وكړې او ان د خپلو ځانمنيو او ناپوهو خپلوانو له ناباندۍ – مخالفته ونه ډارېدل. دې چارو ته په پامنيوي، دا آيت له دې حقيقته پرده لرې كوي، چې ښیون يوازې د خداى په لاس كې دى نه د بل. هغه پوهېږي، چې څوك د ايمان راوړو وړ دي او كوم زړونه حق ته ورتپېږي او په كومو سرونو كې د عشق سودا او لېوالتيا ده. هو! هغه وړ وګړي ښه پېژني، توفيق ور پر برخه كوي او خپلې پېرزوينې ورسره مل كوي، چې ايمان ته لار ومومي؛ خو بدرنګ خويه تور زړي، چې په زړه كې له حق سره دښمن دي او په خپل ټول وس د خداى د استازيو پر ضد مبارزې ته راپاڅېدلي او د ژوند له پلوه دومره ناولي او ننګين دي، چې د ايمان د رڼا وړ نه دي، خداى يې بيخي پر لار د توفيق ډيوه ورته نږدي؛ نو ځكه دلته له ښيونه مطلب (( د لارې ښوول نه دي)) ؛ ځكه دا چار د پېغمبر آريزه دنده ده او بې استثنا يې ټولو ته ورښيي؛ بلكې مطلب له ((مطلوب سره نښلون))  (موخې ته رسېدل) دي. دا يوازې د خداى چار دى، چې په زړونو كې د ايمان تخم شيندي او چار يې هم بې حسابه نه دى. چمتو زړونه ويني او دا اسماني رڼا پرې ورشيندي. په هر حال، دا آيت پېغمبراکرم ته يو ډول ډاډينه ده، چې دې واقعيت ته پاملرنه وكړي، چې نه پر شرك د مكې د يو شمېر بوتپالو ټينګار بې دليله دى او نه د حبشيانو يا نجران او د سلمان او بحيرا په څېر وګړيو نږه ايمان، او بيخي دې د لومړۍ ډلې له ايمان نه راوړو نه غمجنېږي، چې الهي رڼا چمتو زړونو ته ورننوځي او تمېږي. په قرآن كې په څېر يې ډېر آيتونه شته او ښه ترې معلومېږي، چې ددې ډلو په باب د خداى اراده بې حسابه نه؛ بلكې د حكمت، كړلارې او د وګړيو د وړتيا او هڅو له مخې ده؛ نو ځكه خداى يوې ډلې ته د هدايت توفيق ور په برخه كوي يا يې ترې اخلي. (نمونه، 16: 115 مخ.)

قَالَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ رَبَّنَا هَؤُلَاءِ الَّذِينَ أَغْوَيْنَا أَغْوَيْنَاهُمْ كَمَا غَوَيْنَا تَبَرَّأْنَا إِلَيْكَ مَا كَانُوا إِيَّانَا يَعْبُدُونَ ﴿۶۳﴾ = ( له معبودانو) پر يوې ډلې، چې (د الله د عذاب) حكم کره شوى،وايي : ((پالونكيه! دوى [=عابدين] هغه کسان دي، چې موږ بېلارې کړي ول؛ هماغسې مو بېلارې کړي ول، چې موږ خپله بېلارې شوي وو، اوس ستا په درشل کې خپله کرکه او ناژمني ترې اعلانوو (؛ ځکه په حقيقت کې) موږ یې نه نمانځلو (؛ بلکې خپلې ځاني غوښتنې يې نمانځلې).))

  63_ له عابدانو د معبودانو كركه او بېزاري: مشركانو دوه ډوله معبودان درلودل: مشركانو پرښتې او حضرت عيسى بن مريم (ع) په الوهيت او خداييتوب نيولي ول او بل يې چټل پېريان (شياطين)؛ لكه ابليس او سرغړاند انسانان؛ لكه فرعون، نمرود او بېلاروونكي مشران. دا آيت د روستي معبودانو په باب خبرې كوي؛ ځكه خبره يې بېلارېتوب او بېلارول دي، حال داچې لومړي ډول معبودانو، څوك بېلارې كړي نه دي. دا آيت وايي، چې دا دويمه ډله په قيامت له خپلو عابدانو كركه او بېزاري څرګندوي: ((موږ دوى بېلارې كړل؛ لكه چې پخپله بېلارې شوي وو)) ؛ يعنې سمه ده، چې زموږ په دوكه بېلاري شوو؛ خو بېلارېتوب ته مو اړ او مجبور كړي نه ول؛ بلكې څنګه چې موږ په خپلې خوښې بېلاري شوي وو، دوى هم په خپله خوښه بېلاري شوو او څه زور زياتى پكې نه و. ابليس په قيامت كې خپلو لارويانو ته وايي: ((… پر تاسې مې څه واك نه و؛ خو داچې مې راوبللئ؛ نو بلنه مو ومنله؛ نو ځكه پر ما پړه مه اچوئ، بلكې خپل ځانونه پړه وګڼئ)) (ابراهيم_22). همدغسې وايي: [ يوه ډله وايي: (( (تاسې بېلارې مشران وئ،چې په ظاهره) د خير غوښتنې او نېكۍ له لارې رامخته کېدئ (او ځانونه مو حق پلوي ښوول،چې په دې كې مو چل و)!)) وبه وايي: ((بلكې تاسې (پخپله) ایمان راوړونکي نه واست (زموږ څه ګناه ده)؟! او زموږ خو پر تاسې څه زور نه و؛ بلكې پخپله سرغړانده ډله وئ. نو پر موږ (ټولو) د خپل پالونكي خبره ثابته شوه، چې د (عذاب) څکونکي یو. نو موږ پخپله هم بېلاري وو او تاسې مو هم بېلارې كړئ))  نو په رښتینه کې دوى ټول [= مشران او بېلارې لارويان يې] پر دغه ورځ په (الهي) عذاب كې شريك دي. (صافات ۲۸- ۳۳ )]   (المیزان، ۱۶ ټ، ۶۴ مخ)

وَيَوْمَ يُنَادِيهِمْ فَيَقُولُ مَاذَا أَجَبْتُمُ الْمُرْسَلِينَ ﴿۶۵﴾ = او هغه ورځ (درياده كړه) چې ورغږ به كړي او و به وايي: (( (زما) استازيو ته مو څه ځواب وركړ؟))

 فَعَمِيَتْ عَلَيْهِمُ الْأَنْبَاءُ يَوْمَئِذٍ فَهُمْ لَا يَتَسَاءَلُونَ ﴿۶۶﴾ = نو پر دې ورځ به خبرې ترې ورکې شي ان يو بل پوښتلاى نشي .

65 او 66_ پېغمبرانو ته مو څه ځواب وركړ؟: په تېرو آيتونو كې د مشركانو په اړه ويينه وشوه او هم، چې دوی په قيامت كې پوښتل كېږي. په دې آيتونو کې له معبودانو يې په پوښتنې پسې، پوښتلېږي، چې د پېغمبرانو پر وړاندې یې څه غبرګون و؟ بېشكه كافران څه ځواب نه لري، كه ووايي، چې بلنه مو یې منلې وه؛ نو دا خو دروغ دي او هلته د دروغو پېرېدونكى نشته، كه ووايي، چې دروغجن مو وګڼل، تورونه مو پرې وروتړل، كوډګر مو ورته وويل، لېونی مو ورته وويل، پر ضد مو يې وسلواله جګړه وكړه او دوى او لارويان مو يې ووژل، چې هرڅه ووايي، د بدمرغۍ لامل يې دى. ستر الهي پېغمبران به د قيامت پر ورځ وپوښتل شي، چې خلكو مو بلنې ته څه غبرګون وښود؟ وبه وايي: ((موږ پر څه نه پوهېږو، ته پخپله له ټولو رازونو با خبر يې)) (مائده_109) ، دا زړه مړي مشركان دا پوښته څنګه ځوابولاى شي؟.

وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ سُبْحَانَ اللَّهِ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۶۸﴾ = او پالونكى دې، چې څه وغواړي، پيدا كوي يې او غوره كوي يې او دوى (د الله پر وړاندې) څه واک نلري، الله تر هغه څه ډېر اوچت دی، چې دوى يې (ورسره) شريكوي.

  68_ واك؛ يوه الهي لورنه ده: دا آيت، د شرك پر نفې او د مشركانو د ګروهې پر بطلان يو دليل دى. دا آيت وايي، چې د پنځون واك له خداى سره دى، د شفاعت واك ورسره دى او د پېغمبرانو د رالېږلو واك هم ورسره دى او لنډه داچې د هرڅه واك د خداى په ارادې پورې تړاو لري؛ نو ځكه نه له بوتانو څه كار جوړېږي، نه له پرښتو او نه له پېغمبرانو؛ خو د خداى په اجازه. په هر حال، دلته واك او اختيار عمومي بڼه لري؛ يعنې خداى، هم د تكويني چارو واكمن دى او هم د تشريعي چارو او دواړه يې له خالقيته راولاړېږي؛ نو  څنګه یې د شرك لار خپله كړې او څنګه د ((غير الله))  پر لور وردرومي؟ موږ ته د اهل بيتو له لارې په رارسېدليو روايتو كې، دا آيت داسې تفسير شوى، چې يوازې الله د سپین لمني- معصوم امام د ټاكنې واكمن دى او د ((مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ )) (او پر وړاندې يې واك نلري) غونډله هم پر همدې مانا تطبيق شوې او دا په واقع كې يو څرګند مصداق دى؛ ځكه د دين ساتنه او دې موخې ته د سپین لمني معصوم مشر ټاكنه يوازې د خداى له لوري شونې ده. ( نمونه، ۱۶ ټ، ۱۴۲ مخ)

وَنَزَعْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا فَقُلْنَا هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ فَعَلِمُوا أَنَّ الْحَقَّ لِلَّهِ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۷۵﴾ = او (پر هغه ورځ به) له هر امته يو شاهد راوباسو؛ نو (مشركانو ته) به ووايو: ((دليل مو راوړئ!)) خو دوى به پوه شي، چې بېشکه (په الوهيت كې) حق يوازې د الله دى او هغه څه به تري تم شي، چې له ځانه یې په دروغو جوړول.

 75_ د جزا ورځې ګواهان: په دې آيت کې له ګواهانو د اسلام مطلب پېغمبران دي؛ په دې توګه، چې هر پېغمبر، د خپل امت ګواه دى او د اسلام پېغمبر (ص) پر ټولو پېغمبرانو او امتونو ګواه دى. (وګورئ: نساء_41) په دې ډول د پېغمبرانو په شتون يوه غونډه جوړېږي او پكې زړه مړي او ځېلي مشركان پوښتل کېږي؛ نو هلته د شرك له ژورو سره اشنا كېږي او د پالونكي حقانيت او د بوتانو چټیتوب ورڅرګندېږي. (نمونه ۱۶ ټ، ۱۴۹ مخ – الميزان، 16: 64 مخ)

إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوسَى فَبَغَى عَلَيْهِمْ وَآتَيْنَاهُ مِنَ الْكُنُوزِ مَا إِنَّ مَفَاتِحَهُ لَتَنُوءُ بِالْعُصْبَةِ أُولِي الْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ ﴿۷۶﴾ = په رښتینه کې قارون د موسى له قومه و؛ خو پر دوی يې تېری وكړ او موږ دومره خزانې وركړې وې،چې كونجیانې يې (ايله) يوه ځواکمن ټولي په سختۍ وړاى شوې!(درياد كړه) چې قوم یې ورته وويل:(( (په دنیا) مه ویاړه  (؛ځكه) الله ویاړونکي نه خوښوي!))

 76_ د بني اسرائيلو ځانمنى شتمن: مشهوره ده، چې قارون د موسى (ع) د تره يا توړۍ (خاله) زوى و او پر تورات پوهېده. ړومبى د مؤمنانو په ډله كې و؛ خو د شتمنۍ غرور د كفر لمن ته ور ورغورځاوه او د ځمكې تل ته يې ورولېږه. په تواريخو كې لولو، چې دا له يوې خوا په بني اسرائيلو كې د فرعون استازى او بلخوا د فرعون د زېرمو زېرموال و. فرعون د بني اسرائيلو ښكېلولو، زبېښلو او لوټولو ته له همدوى يو سخت زړى دوكه مار منافق وټاكه او چار واكى يې كړ. د فرعون تر ډوبېدو روسته، د فرعون د زېرمو او شتمنيو ستره برخه ورسره پاتې شوه او موسى مجال پيدا كړى نه و، چې د مستضعفانو په ګټه يې ترې واخلي. په پاى كې موسى (ع) هوډ وکړ، چې زكات ترې واخلي؛ خو چټله څېره يې ټولو ته وربربنډه شوه. (د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: د همدې سور 81 آيت /نمونه، 16: 152 او 173 مخونه)

وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِنْ كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ ﴿۷۷﴾ = او كومه شتمني، چې الله دركړې، پکې د آخرت كور وغواړه او له دنيا هم خپله برخه مه هېروه او لكه الله چې درسره ښېګڼه كړې ده، ته هم ښېګڼې كوه او هېڅكله پرځمكه د فساد په لټه كې مه وسه (؛ ځکه) چې الله ورانکاري نه خوښوي.

 77_ د شتمنۍ پر وړاندې د دين دريځ: په دې آيت كې، د قارون قوم د عقلمنو څو ورمونه ورياد شوي، چې دلته یې پر دوو لګيا كېږو: يو داچې ورته يې وويل: (( او كومه شتمنۍ، چې خداى دركړې، د آخرت كور پرې وغواړه))  دې ته اشاره ده، چې د ځينو كوږ اندو د انګېرنو پر خلاف، شتمني كوم بدڅيز نه دى. مهمه داده، چې ووينو په كوم بهير كې كارولېږي. كه د آخرت كور پرې وغوښتل شي؛ نو څه ترې غوره دي او كه د غرور، كبر، غفلت، ظلم، ځانپالنې وزله شي؛ نو څه ترې بدتر دي؟ دا هماغه منطق دى، چې د دنيا په باب د علي (ك) په مشهوره غونډله كې راغلي: ((چې څوك پكې د عبرت په سترګه وګوري، د ليدانې ليد يې ښه كېږي او چې څوك د هيلو په سترګو وروويني، سترګې يې ړندېږي)) . قارون په ډېره شتمنۍ د ټوليزو ښېګڼو د پرېمانه چارو د كولو وس درلود؛ خو څه ګټه، چې ښاڅمنۍ يې د حقايقو د ليدو اجازه ورنه كړه. په دويم ورم كې يې ورته وويل: (( او له دنيا هم خپله برخه مه هېروه)) . دا يو واقعيت دى، چې هر انسان له نړۍ يوه محدوده برخه لري؛ يعنې په ټاكلې اندازه خواړه خوري، جامې اغوندي او كور لري او تر دې ور هاخوا پرې ډېر او نه ورجذبېدونكي دي او انسان ته نه ښايي دا حقيقت هېر كړي. ايا يو تن څومره خواړه خوري او جامې اغوستى شي؟ له څو كورونو او سپرليو ګټنه كړاى شي او چې ومري، څو كفنه له ځان سره وړاى شي؟ نو پاتې يې هرومرو د نورو برخه ده او انسان يې امانتي دى. علي (ك) څه ښکلي ويلي: ((بنيادمه! چې له خپلې هرې ورځې، ډېره روزي تر لاسه كړې؛ نو د نورو زېرموال يې ))  د ((وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا  ))  غونډلې ته يې بل تفسير هم كړى دى، چې له پورته تفسير سره يوځاى كېدونى دى، تر دې غونډلې لاندې له علي (ك) روايت شوى: (( روغتيا، ځواكمني، فراغت، ځواني، نشاط او مړه خواتوب دې مه هېروه او آخرت پرې وغواړه))  ددې تفسير له مخې، د آيت دا برخه، ټولو انسانانو ته يو اخطار دى، چې فرصتونه او پانګې له لاسه ورنكړي، چې فرصتونه د وريځو په څېر تېرېږي. (نمونه، 16: 155 مخ.)

 فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ ﴿۷۹﴾ = او (يوه ورځ قارون) په خپلو ګاڼو پسوللى په شان او شوكت خپل قوم ته راوووت، د دنيوي ژوند لېوالو وويل: (( كاشكې څه چې قارون ته وركړل شوي، موږ هم درلوداى؛ځکه دی د لوی برخې خاوند دى!))

 79_ د شتمنۍ د نندارې لېونتوب: معمولاً پېسمن – كبرجن شتمن په يو ډول لېونتوب اخته كېږي، چې يو یې هم د شتمنۍ د ننداره كولو لېونتوب دى. له دې خوند اخلي، چې خپله شتمني نورو ته وروښيي، په خپل موټر كې سپور او پر لارو روان او پښې یبلو كې په تېزه ولاړ شي، چې دوړي يې پر مخونو ولوېږي، د باران ولاړې اوبه یې جامې چټلې کړي چې د دوی پر سپكوالي يې طبيعت جوړېږي؛ البته د شتمنۍ ننداره كول يې د ځان پر زيان تمامېږي؛ ځكه د خلكو كينې ورته راټوكېږي او پر ضد يې ننګېرنې راپارېږي، ډېر كېداى شي، چې دا ناوړه كړنې يې د ژوند لړۍ پاى ته ورسوي يا يې شتمني له منځه يوسي. شونې ده دا لېونتوب يې بد نيت هم ولري؛ لكه د ځينو تطميع كول او د سرغړاندو ځان ته راماتول؛ خو دوى بې له دې نيتونو هم دا چار كوي. دا يو ډول هوس او ځان غوښتنه ده او نه کړلار او نقشه. په هر حال قارون له دې قانون مستثنى نه و؛ بلكې څرګنده بېلګه يې وه. (نمونه، 16: 163 مخ.)

فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ فَمَا كَانَ لَهُ مِنْ فِئَةٍ يَنْصُرُونَهُ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُنْتَصِرِينَ ﴿۸۱﴾ = نو په پاى کې موږ دا او كور يې په ځمكه كې ورننايستل؛ نو كومه ډله يې نه درلوده، چې د الهي عذاب پر وړاندې مرسته ورسره وكړي او پخپله يې هم له ځان سره مرسته نه شوه كړاى .

  81_ د قارون روستۍ بې شرمي او د عذاب حكم: قارون، بې برخې كړاى شوي ولس ته خپله هېښنده شتمني په ننداره كړه، چې دا يې د سرغړاندۍ څوكي ته ور رسېدل وو.  روايت شوى، چې موسى (ع) قارون ته حكم وكړ، چې د خپلې شتمنۍ زكات دې وركړه؛ خو قارون په يوه ساده حساب پوه شو، چې بايد څومره شتمني وركړي؛ نو د زكات له وركړې يې ډډه وكړه او ځان سپيناوۍ ته يې په يوه سپېره نقشه لاس پورې كړ؛ په دې توګه، چې يوه بدچارې ښځه یې په پيسو تطميع كړه، چې په خلكو كې ووايي، چې (معاذ الله) موسى (ع) ورسره نامشروع اړيكه درلوده او په دې توګه د الهي پېغمبر حيثيت ټكنى شي؛ خو چې ښځه خلكو ته راغله، حضرت موسى (ع) پر خداى قسم وركړ، چې حقيقت ووايي او ښځه د خداى په امر واوښته او حقيقت يې را برسېره كړ. په دې وخت كې موسى (ع) قارون ته ښېرا وكړه او بدخويه قارون د سزا حكم واورېد او دا او كور يې په ځمكه كې ورډوب شو. (نمونه، 16: 166 مخ.)

تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۸۳﴾ = (هو!) دا د آخرت كور (يوازې) د هغوى لپاره دى، چې په ځمكه کې لويي او فساد نه غواړي او ښه پاى يوازې د متقیانو ده.

 83_ د آخرت كور، د زور مټو كور نه دى: د قارون په څېر د جنايتچاري شتمن د ټكان وركوونكي پېښې له يادونې روسته، په دې آيت كې يوه وينا راغلې، چې ددې پېښې ټوليزه پايله ده. ددې آيت د وينا له مخې، دوه څيزونه دي، چې انسان د آخرت له نعمتونو بې برخې كوي: لويي او ځان پر نورو غوره ګڼل (استكبار) او پر ځمكه فساد، چې دا ټول ګناهونه پكې راټول شوي دي؛ ځكه خداى، چې له څه منع كړې، هرومرو د انسان د پيدايښت د غوڼدال پر خلاف او له بشپړتيايي بهير سره يې اړخ نه لګوي؛ نو ځكه كول يې د ژوند نظام دړې وړې كوي او پر ځمكه د فساد لامل ګرځي. ان پر نورو ځان لوړ ګڼل پر ځمكه د فساد يو مصداق دى؛ خو سرباندې اهميت يې لامل شوى، چې په ځانګړي ډول اوڅار شي. په اسلامي رواياتو كې په ځانګړي ډول دې ټكي ته اشاره شوې؛  تردې چې د علي (ك) په يو روايت كې لولو: (( كله كېږي، چې انسان له دې خوند واخلي، چې د څپلۍ پېړمې يې د ملګري د څپلۍ تر پېړمې غوره ده او له لامله يې په دې آيت كې راونغاړل شي))  ځكه دا هم د لويۍ او ځان لوړ ګڼلو يوه كوچنۍ بېلګه او مصداق دى. د علي (ك) په باب په يوه بل روايت كې راغلي : علي (ک)د خپل خلافت پر مهال په بازار كې ګرځېده، لار وركيو ته يې لار ورښووله، له كمزوريو سره يې لاسنيوى كاوه او د پلورونكيو او كسبګرو تر څنګ تېرېده او دا آيت يې ور لوست او بيا يې ويل: (( دا آيت د عادلو او متواضعو چارواكيو او همداراز د خلكو د ځواكمنو په باب رانازل شوى دى)) ؛ يعنې لكه څنګه چې مې واكمني د لويۍ او پر نورو د لوړاوي وزله كړې نه ده، تاسې هم نه بايد خپله شتمني پر نورو د لاسبري وزله كړئ، چې ښه پايله يوازې د هغوى ده، چې غاورتوب او فساد نه كوي. (نمونه، 16: 177 مخ.) په يوه روايت كې لولو، چې علي (ك) هغوى ته چې ظاهري خلافت يې ترې اخستى و او هم هغوى ته چې د ظاهري خلافت پر مهال يې مخالفت ته راولاړ شوي وو، وويل: ((ته وا د خداى خبره يې اورېدلې نه وه، چې وايي: (هو!) دا د آخرت كور (يوازې) هغوى ته دى، چې پر ځمكه لويي او فساد نه غواړي او ښه پاى يوازې د ځان ساتيو ده. هو! پر خداى قسم، چې اورېدلې او موندلې یې وو؛ خو دنيا يې په سترګو كې ښكلې شوه او دنیوي ځلبلۍ دوكه كړل)) (نهج البلاغه، 3 خطبه.)

إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ قُلْ رَبِّي أَعْلَمُ مَنْ جَاءَ بِالْهُدَى وَمَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۸۵﴾ = بېشكه چا چې د قرآن [احکام] درباندې فرض كړي، هرومرو دې خپل ټاټوبي [مکې] ته ورستنوي، ووايه : ((پالونكى مې هغه ښه پېژني،چې له ښیون سره راغلی او هغه چې په ښكاره بېلارېتوب کې دى .))

 85_ د قرآن بله وړاندوينه: پېغمبر اكرم (ص)، چې د هجرت په نيت له مكې څخه مدينې ته راتله، ټاټوبى يې ،چې ورياد شو په څېره كې يې د خپګان نښې راڅرګندې شوې. په دې وخت كې حضرت جبرائيل امین عليه السلام راغى، ويې پوښت: ايا په رښتيا له خپل ټاټوبي سره مينه لرې؟ پېغمبر (ص) وويل: هو! جبرائيل وويل: خداى دا پيغام درته رالېږلى دى: ((إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ))  پوهېږو، چې دا ستره ژمنه پوره شوه او د اسلام پېغمبر (ص) بريمن، له غښتلي لښكر سره او په خورا واک او ځواكمنۍ مكې ته ورستون او بې جګړې د خداى د امن چاپېريال ورتسليم شو. (نمونه، 16: 184 مخ.)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!