تبلیغات

د قضا ډولونه او د بداء ځايونه په ټوليزه توګه قضا او تقدير درې ډوله دى : ۱ – “مکنون” او يا ځانګړى علم : ځینې “قضاګانې” او “الهي تقديرات” داسې دي،چې بې له خدايه ترې هېڅ څوک هم نه دي خبر،داسې علمونه دي، چې خداى ترې څوک خبر کړي نه دي او د خداى […]

د قضا ډولونه او د بداء ځايونه

په ټوليزه توګه قضا او تقدير درې ډوله دى :

۱ – “مکنون” او يا ځانګړى علم :

ځینې “قضاګانې” او “الهي تقديرات” داسې دي،چې بې له خدايه ترې هېڅ څوک هم نه دي خبر،داسې علمونه دي، چې خداى ترې څوک خبر کړي نه دي او د خداى له ځانګړيو علومو دي . شک نشته، چې دا ډول تقديرات او قضاوې د بدلون وړ نه دي؛بلکې لکه څنګه، چې مو وويل : بداء په خپله ددې ډول قضاوو او تقديراتو يو ډول او مصداق دى او د خداى له انحصاري او ځانګړې پوهې سرچينه اخلي،نه دا چې په الهي تقدير او قضا کې بدلون راوړي او ګډوډ يې کړي؛لکه څنګه چې “مرحوم شيخ صدوق” په “عيون” کې له “حسن بن محمد نوفلي” رانقلوي،چې حضرت رضا ، “سليمان مزوري” ته وويل : پلار مې له خپل پلار امام “صادق” څخه روايت کړى دى : د خداى علم دوه ډوله دى : يو يې “مکنون” او “ځانګړى علم” دى،چې بې له خدايه ترې بل څوک خبر نه دي او بداء هم له داسې علمه سرچينه اخلي؛يعنې په تقديراتو کې بداء، د خداى له هماغه ځانګړيو علومو یو دی .دويم يې هغه علم دى،چې خداى ترې پرښتې او خپل پېغمبران خبرې کړي،د اهلبيتو پوهان هم له داسې علمه خبر دي .[1]

“محمد بن حسن صفار” هم په “بصائر الدرجات” کې له “ابو بصير” له امام “صادق” څخه نقل کوي،چې خداى دوه ډوله علم لري : يو پټ علم دى،چې بې له خدايه ترې څوک خبر نه دي او بل علم هم لري،چې پرښتې او خپل استازي يې پرې خبر کړي او موږ هم ترې خبر يو.[2]

 

۲ – حتمي قضا:

هغه ته وايي، چې خداى يې خپل استازي يا پرښتې ته د حتمي پېښېدو خبر ورکړى وي او داسې تقديراتو ته بداء او بدلون لار نه لري؛ لکه څنګه چې ړومبي ډول تقديراتو ته بداء لار نه درلوده؛خو په دومره توپير،چې ړومبى ډول د بداء سرچينه ده؛خو دويم ډول ور پورې اړه نه لري .

لکه څنګه چې په تېر روايت کې امام رضا،سليمان مروزي ته وايي، چې “علي” (ک) وويل : د خداى علم دوه ډوله دى : يو ډول يې هماغه دى،چې پرښتې او خپل استازي يې ترې خبر کړي دي، چې په داسې علمونو او تقديراتو کې بدلون او بداء نه راځي؛‌ځکه خداى په خپله خپل استازي او پرښتې پر هغو بدلونو خلکو ته نه دروغجنوي،چې ور ښوولي يې دي او دويم ډول يې هماغه علوم دي،چې خداى له ځان سره پټ ساتلي او له پټو اسرارو يې دي او څوک ترې نه خبروي او په داسې علومو او تقديراتو کې دي،چې بداء پکې جريان لري او خداى،چې څه وغواړي،رامخکې کوي يې او څه چې وغواړي، وروسته کوي يې او هر څنګه چې وغواړي، بدلوي او يا ثبت او تثبيتوي يې.[3]

“عياشي” له “فضيل” روايت کوي : له امام “باقر” څخه يې اورېدلي،چې ويې ويل : د خداى د ځينو تقديراتو او چارو راپېښېدل حتمي دى او د بدلون وړ نه دي او دا ډول تقديرات هرومرو واقع کېدونکي دي او بداء پکې نه واقع کېږي؛خو ځينې يې له خداى سره پټ دي،چې څوک يې له پېښېدو خبر نه دي او په دې ډول چارو کې د وروسته او مخکې کېدو امکان شته . که خداى وغواړي، مخکې يې کړي او که وغواړي، وروسته به يې کړي او په خپله اراده هغه محو يا اثباتوي .

خو دې خبرې ته مو پام اوسه،چې په دې تقديراتو کې هغه هرومرو پېښېږي،چې خداى خپل استازي ترې خبر کړي؛ځکه خداى هېڅکله خپل استازي او پرښتې نه دروغجنوي.

(عيون اخبار الرضا: ۱۳ باب او همداسې وافي : د بداء باب ۱/ ۱۱۳ او همداسې مرحوم کليني هم د ا روايت د “فضل بن يسار” له “ابي جعفر” څخه را نقل کړى دى .

 

۳ – غېر حتمي قضا :

که خداى د کوم کار پېښېدل او يا نه پېښېدل تقدير کړي او په څرنګوالي يې پرښتې او خپل استازي خبر کړي؛خو پېښېدل يې په خپلې ارادې پورې مشروط ګڼي او ځنډوي يې؛نو دې ډول تقدير ته “غير حتمي” قضا وايي او دا ډول تقديرات د بداء وړ دي،چې کېداى شي، د ځانګړو مصالحو له امله يې الهي مشيت پر خلاف واقع شي،چې که په دې بڼه کې بدلون راځي؛ نو “بداء” ورته وايي .

[1] . عيون اخبار الرضا:۱۳ باب او همداراز : بحار : د بدا او نسخ باب (2 او 132 ) د کمپانۍ چاپ .

[2] . (بحار ؛د بدا او نسخ باب (٢/١٣٦) د کمپانې چاپ او همداراز وافي: د بداء باب (٢/١١٣) او همداراز دا روايت کليني هم په کافي کې له ابي بصير څخه روايت کړى دى .)

 

[3] . بحار :د بدا او نسخ باب ٤/١٣٣ د کمپانۍ چاپ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست