تبلیغات

امام صادق وويل: بل داسې ژړېدونکى مې و نه ليد، چې د قلم په څېر موسکې وي. (د لطايف وظرايف کتاب) لنډه شرح : قلم د انسان د عواطفو وياند او د انسان د عقل ژباړن دى، قلم د تمدنونو بنسټګر او د ټولنى د ټېرونو چورلوونکى دى،قلم په خپله ژړا کې د انسان د […]

امام صادق وويل:

بل داسې ژړېدونکى مې و نه ليد، چې د قلم په څېر موسکې وي. (د لطايف وظرايف کتاب)

لنډه شرح :

قلم د انسان د عواطفو وياند او د انسان د عقل ژباړن دى، قلم د تمدنونو بنسټګر او د ټولنى د ټېرونو چورلوونکى دى،قلم په خپله ژړا کې د انسان د ملاماتو دردونو په اړه خبرې کوي او د شونډو په موسکا کې يې د عشق، خوشحالۍ او نشاط، د ژوند ښکلې خوالې او د ډېری زړونو د ښکلا‏ خواله نغښتى وي؛خو د خواشينۍ خبره ده‏ همدا قلم،چې کله د بېلاريو ګوتو ته ورشي؛نو د ژړا اوښکې يې د وينو سيلابونه وي او موسکا يې پر لوړو انساني ارزښتونو ملنډې دي او لېشې پکې وهي.

[ سرچینه : یکصدو پنجاه درس زندګي، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!