تبلیغات

د غرونو او ځمکې حالات دا ځمکه،چې د زانګو په څېر ارامونکى حرکت لري او خپلو بندګانو ته د خداى يو نعمت همدا د ځمکې اراموال دي(( أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهَادًا (نباء/۸) = ايا موږ ځمكه (ستاسې) هوساېنځى نه دى ګرځولى؟!)) (١٥٨)؛خو چې قيامت شي؛نو داسې خوځي،چې خداى پرې د سترې زلزلې نوم ږدي(( إِنَّ […]

د غرونو او ځمکې حالات

دا ځمکه،چې د زانګو په څېر ارامونکى حرکت لري او خپلو بندګانو ته د خداى يو نعمت همدا د ځمکې اراموال دي(( أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ مِهَادًا (نباء/۸) = ايا موږ ځمكه (ستاسې) هوساېنځى نه دى ګرځولى؟!)) (١٥٨)؛خو چې قيامت شي؛نو داسې خوځي،چې خداى پرې د سترې زلزلې نوم ږدي(( إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ(حج/۱)= د قيامت زلزله ستره پېښه ده !)) (١٥٩) او وايي :((إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا (زلزله/۱) = چې كله ځمكه په خپلې [سختې] لړزې سره ولړزول شي)) (١٦٠). دا ځمکه،چې داسې ارامه پرې ګرځو او له نعمتونو او منابعو يې ګټه اخلو،کښت پکې کوو او ډول ډول کورونه او ماڼۍ پرې جوړوو او د قرآن شريف د وينا له مخې: ((جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا (ملک/۱۵) )) (١٦١) ځمکه ستاسې لپاره د يو رام شوې سپرلۍ په څېر ده،چې تاسې يې پر شا سپاره ياست؛خو پر هغه ورځ به د يو سرکښ څاروي په څېر وي او نوره به ارامه نه وي؛بلکې يو داسې اضطراب به پيدا کړي،نه يوازې د ګټې وړ به نه وي؛بلکې هر څه به دړې وړې شي(( يَوْمَ تَرْجُفُ الْأَرْضُ)) (مزمل /۱۴ ) (١٦٢) هغه ورځ،چې ځمکه به پر شديد اضطراب شي،پر هغه ورځ به ځمکه په سخته وټکول شي؛(( كَلَّا إِذَا دُكَّتِ الْأَرْضُ دَكًّا دَكًّا (فجر/۲۱) = هېڅكله داسې نه ده (چې هغوى يې ګڼي !) چې كله ځمكه سخته وټکول شي ( او هواره شي). (١٦٣)

دا ځمکه،چې هم يې ټول طبيعي نعمتونه (نهرونه،بوټي،ودانۍ ،ځناور او ….. )) او هم ستاسې نه ستړې کېدونکيو کوښښونو سينګار کړې وه (١٦٤) (تفسير مجمع البيان، ۶/۴۵۰) .

((إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَّهَا(کهف/۷) = په حقيقت كې څه چې د ځمكې پر مخ دي، موږ د ځمكې ښكلا ګرځولي دي)) (١٦٥)؛خو دا ټول سينګارونه به په يوې جټکې له منځه ولاړ شي(( إِذَا رُجَّتِ الْأَرْضُ رَجًّا (واقعه/۴) = چې كله ځمكه پوره ولړزول شي.

((رجاً )) (١٦٦) او څه يې،چې په ځان کې ښخ کړي ول، د قيامت پر ورځ به ټول راواپس کړي او بهر به يې راګوزار کړي.((وَأَخْرَجَتِ الْأَرْضُ أَثْقَالَهَا (زلزال/۲) =او ځمكه خپل درانه څيزونه بهر راباسي.)) (١٦٧).

مرحوم علامه طباطبايي وايي :تر ټولو غوره نظر دا دى،چې له ((اثقال)) نه مراد هماغه ښخ شوي انسانان دي .

هماغه ځمکه،چې بې شعوره مو ګڼله او هر کار مو پرې د پاسه تر سره کړ؛نو د قيامت پر ورځ به د خپل ميليونونو کلونو خبرې وکړي او ټولې پېښې او خاطرات به تعريف کړي او د انسانانو پر کړنو به يو ګواه وي . ((يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا(زلزال/۳) =او انسان ووايي:((پر هغى (ځمكې) څه شوي (چې داسې لړزېږي)؟! )) (١٦٨) .

هو! تر دې وروسته چې د حضرت موسى بې روحه وچه همسا پر ښامار بدله شوه ؛نو د جماداتو بيا ژوندي کېدل ناشوني نه دي .

د قيامت پر ورځ (دا چې ټول غرونه به له خپل ځايه راونړېږي او بيا به د شږو او مالوچو په څېر نرم شي)؛نو ټوله ځمکه به هواره شي او هېڅ دېوال به ځمکه له يو بله بېله نه کړي . ((وَتَرَى الْأَرْضَ بَارِزَةً (کهف/۴۷) )) (١٦٩)

غرونه،چې ونړېدل؛نو ځمکه به قهراً هواره شي او پراخه به ښکاري. ((وَإِذَا الْأَرْضُ مُدَّتْ(انشقاق/ ۳) = او چې كله ځمكه وغوړول شي)) (١٧٠) په ځمکه کې به هغه ورځ درز پيدا شي او پکې ښخ انسانان به ترې بهر راووځي(( يَوْمَ تَشَقَّقُ الْأَرْضُ(ق/۴۴) )) (١٧١) لکه څنګه چې په دنيا کې ځمکه چوي او ترې دانې او بوټې راټوکېږي،د قيامت پر ورځ هم انسانان له ځمکې راپاڅي او په الهي محکمه کې به حاضر شي. لنډه داچې د قيامت پر ورځ به ځمکه دا نه وي،چې اوس ده او بنسټيز بدلونونه به پکې راشي.((يَوْمَ تُبَدَّلُ الأَرْضُ غَيْرَ الأَرْضِ(ابراهيم/۴۸) (١٧٢).

غرونه

د قيامت پر ورځ د غرونو په هکله خداى وايي : هغوى به د سختې زلزلې له امله له خپل ځايه راونړېږي(( وَإِذَا الْجِبَالُ نُسِفَتْ (مرسلات/۱۰) = او چې كله غرونه له خپل ځايه را ونړېږي او خپاره واره شي)) او حرکت به وکړي ((وَسُيِّرَتِ الْجِبَالُ)) (نباء/۲۰) (١٧٤)او په سخته به يو له بل سره ټکر وکړي او ټوټه ټوټه به شي . ((فَدُكَّتَا دَكَّةً وَاحِدَةً)) (حاقه/ ۱۴) (١٧٥) او بيا به دا ټوټې داسې سره ټکر وکړي،چې د شيندل شويو ذرو په څېر به شي(( فَكَانَتْ هَبَاء مُّنبَثًّا(واقعه/۶) = او خپره وره دوړه شي.) (١٧٦) او بيا به له شږو نرم شي او د وهل شويو مالوچو په څېر به شي.((وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ(معارج/۹) = )) (١٧٧) او لنډه داچې هغه ستر عظمت به داسې شي،ته به وا چې بېخي کوم غر نه و او د سراب په بڼه به شي. ((فکانت سراباً )) (١٧٨) .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست