تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ پړاوونه او تم ځايونه د ډېرو روايتونو په رڼا کې په قيامت کې پنځوس تم ځايونه دي،چې هر يو د هغې ورځې د حالاتو له مخې او د انسان د مسئوليتونو د ځوابونو لپاره دى،چې په هر تم ځاى کې د اوسېدو وخت هم زر کاله دى (٣٣٨) ( الميزان تفسير، […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

پړاوونه او تم ځايونه

د ډېرو روايتونو په رڼا کې په قيامت کې پنځوس تم ځايونه دي،چې هر يو د هغې ورځې د حالاتو له مخې او د انسان د مسئوليتونو د ځوابونو لپاره دى،چې په هر تم ځاى کې د اوسېدو وخت هم زر کاله دى (٣٣٨) ( الميزان تفسير، ۲۰/ ۸۰- بحارالانوار،۷/ ۱۲۶).

البته دا دومره وخت فاسدو خلکو ته دى؛ځکه د رسول اکرم وينا ده : له مؤمنانو سره به د حساب وخت د يو فرض لمونځ د ترسره کولو هومره وي (٣٣٩) (بحارالانوار،۷/ ۱۲۳).

مرحوم مجلسي په دې هکله د روايتونو او آيتونو نچوړ داسې بيان کړى دى، چې ښيي،له معمولي کافرانو سره به د حساب موده زر کاله وي (٣٤٠) ( د سجدې سورت د پينځم آيت په پامنيوي)؛خو د ځينو کافرانو،چې کېداى شي د ټولنې د کفر او فساد مشران وي،د حساب موده يې پنځوس زره کالو ته هم ورسي (٣٤١) ( د معارج سورت د پينځم آيت په پامنيوي) څومره،چې ظلم او کفر ډېر وي؛نو د حساب موده به يې اږده وي او څومره ،چې تقوا او ايمان ډېر وي ؛نو پر هغه ورځ به يې حساب هم لنډ او اسان وي (٣٤٢).(بحارالانوار،۷/ ۱۲۸).

يو سړي حضرت علي وپوښته : کله په قرآن شريف کې د يو بل پر ضد آيتونه او خبرې موندل کېږي،د مثال په توګه : په يو ځاى کې وايي: د قيامت پر ورځ به د خلکو پر خولو او شونډو د چوپتيا ټاپه ولګول شي؛ خو په بل ځاى کې وايي: خلک به،چغې وهي او پر يو بل به لعنت وايي ؟

په ځواب کې يې وويل :په قيامت کې پړاوونه او تم ځايونو ډېر دي،چې په يو پړاو کې ورته د خبرو اجازه ورکول کېږي؛لکه مشرکان چې وايي :

ثُمَّ لَمْ تَكُن فِتْنَتُهُمْ إِلاَّ أَن قَالُواْ وَاللّهِ رَبِّنَا مَا كُنَّا مُشْرِكِينَ (انعام/۲۳)= بيا به د هغوى ځواب او عذر يوازې دا وي چې : (( پر هغه خداى قسم،چې زموږ پالونكى دى، موږ خو مشركان نه وو.)) (٣٤٣)

خو دا دروغ به يې ددې لامل شي،چې پر شونډو او خولو يې د چوپتيا ټاپه ولګول شي او د خولو او شونډو پر ځاى به يې د بدن نور غړي پر ګناهونو ګواهي ورکوي. (٣٤٤) ( بحارالانوار،۷/ ۳۱۴)

نو په يو پړاو کې چغې، لعنت، دورغ او انکار وي او په بل پړاو کې يې په خولو د چوپتيا ټاپه لګېږي ؛نو په قيامت کې هر پړاو او تم ځاى يو له بل سره توپير لري .

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست