تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ ( الانفطار/۱۰) ژباړه:  او بېشكه پر تاسې څارونكي ګومارل شوي دي، كِرَامًا كَاتِبِينَ (الانفطار/۱۱) ژباړه : چې عزتمن [او ستاسې د كړنو] ليكونكي دي، يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ  ( الانفطار/۱۲) ژباړه : څه چې کو‌ئ، پرې پوهېږي .   دلته له ((محافظين)) نه مراد، د انسانانو د ښو […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ ( الانفطار/۱۰)

ژباړه:  او بېشكه پر تاسې څارونكي ګومارل شوي دي،

كِرَامًا كَاتِبِينَ (الانفطار/۱۱)

ژباړه : چې عزتمن [او ستاسې د كړنو] ليكونكي دي،

يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ  ( الانفطار/۱۲)

ژباړه : څه چې کو‌ئ، پرې پوهېږي .

 

دلته له ((محافظين)) نه مراد، د انسانانو د ښو او بدو كړنو څارونكي پرښتې دي، چې د قرآن په نورو آيتونو كې هم اشاره ورته شوې ده (وګورئ: ق_17) په يو روآيت كې لولو، چې امام صادق (رح) وپوښتل شو: پوهېږو، چې خداى پر رازونو او تر رازونو پر ډېرو پټو هم پوهېږي؛ نو دا د انسانانو د ښو او بدو كړنو د كښلو د ګومارل شويو پرښتو د شتون علت څه دى؟ امام ورته وويل: ((خداى دا پرښتې خپلې لمانځنې ته راوبللې او پر خپلو بندګانو يې ګواه كړې، چې بندګان یې د څارنې په پار، ډېر د الهي عبادت څارن اوسي او له سرغړونې يې ډېر خپه وي. ډېر ځل كوم بنده د ګناه هوډ نيسي، بيا دا دوه پرښتې وريادېږي او له ناپوهۍ لاس پر سر كېږي او ډډه كوي او وايي: پالوونكى مې ويني او زما د كړنو څارونكي پرښتې هم پردې موضوع لېینه وركوي. پردې سربېره خداى د خپلې لورنې له مخې دوى پر بندګانو ګومارلي، چې د خداى په حكم سرغړاند شياطين ترې لرې كړي او همدا راز د ځمكې ځناور او ډېر ناليدلي آفات ترې د خداى د فرمان [د وګړيو مرګ] د رارسېدو تر وخته لرې كړي)). له دې روايته ګټنه كېږي، پرښتې د كړنو د ثبت پر دندې سربېره، دا دنده هم لري، چې انسانان له پيكه پېښو او د شياطينو له وسوسو هم وساتي (نمونه تفسیر، 26 ټ: 224 مخ.). خداى ددې پرښتو څلور ځانګړنې يادوي، چې يو د بل لازم او ملزوم دي. لومړى ځانګړنه؛ د انسانانو د كړنو څارونكي دي. دويم، په ((كرام)) (د كريم جمع) لفظ يې يادې كړي، چې عزتمنې دي. كه څه دوى د انسانانو د كړنو د ثبت دنده لري؛ خو دا چار په تاوتريخوالي نه كوي؛ بلكې په مهربانۍ او عزت يې كوي. ځينو ويلي،عزتمني یې په دې پار ده، چې ځینې چارې بې درنګه له لس ګرايه بدلې سره ليكي او د بدو كړنو كښل څو ساعته ځنډوي، ښايي د كړنې خاوند توبه وكاږي. كله هم ويل شوي، عزتمني په دې پار ده، چې ښې چارې اسمانونو ته وړي او په پرښتو كې يې خپروي؛ خو بدې چارې د خداى له ستار العيوب والي په الهام پټوي. درېيمه ځانګړنه يې، كاتبين (ليكونكي) دي، چې د بنيادم د كړنو د ساتنې څرنګوالى راښيي او دا، چې دا ساتنه او كښنه هر اړخيزې پوهې ته اړتيا لري، په څلورمې ځانګړنې كې وايي،((هغوى پوهېږي، چې تاسې څه كوئ)). دا ماناکړن – تعبير؛ د انسان خبرې، د غړيو كړنې او هم زړګنۍ كړنې رانغاړي(پيام قرآن، 6 ټ: 93 مخ.)

 

[سرچینه ؛ شرح آیات منتخب قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!