تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د لمانځه  سلامونه سریزه  انسان کله نا کله له فکري، ټولنیز، سیاسي او نړیوال یوازېتوب سره مخېږي چې دا یې یوه عارضي ناروغي ده، له دې ناروغیو د رغېدا لپاره دین اروایي درمل راښوولي، چې باید ویې پېژنو؛ دا درمل د لمانځه  درې (یا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د لمانځه  سلامونه

سریزه

 انسان کله نا کله له فکري، ټولنیز، سیاسي او نړیوال یوازېتوب سره مخېږي چې دا یې یوه عارضي ناروغي ده، له دې ناروغیو د رغېدا لپاره دین اروایي درمل راښوولي، چې باید ویې پېژنو؛ دا درمل د لمانځه  درې (یا څلور) سلامونه دي . یو اسلامي اندیال (متفکر) ددې سلامونو سپړنه او کېنستنه (تشریح) کړی چې پښتو ژباړه یې دروړاندې کوو او تمه ده، چې د یو ملي، سیمه ییز او نړیوال مبارز په توګه ځان چمتو کړئ ، چې نه یوازې خپلې هېوادنۍ ستونزې اوارې کړئ؛ بلکې د ګردو مظلومانو لاسنیوي لپاره اندیزه – فکري روحیه ولرئ.  

 (( یوازېتوب څه دی ؟ شونې ده انسان ، په ګردو حالاتو کې یوازېتوب ته ورسي؛ یعنې دا چې انسان مازې یوې ډډې ته کړې او ور ورپسې وتړې، نو نه یوازې کېږي؛ بلکې کله د ژوند په ترڅ او ټولنې کې هم یوازې کېږي او یا کله چې له هستۍ سره اړیکه پيدا کوي، یوازېتوب احساسوي . یوازېتوب درې ډوله دی:

 (۱) چټي او مبتذل یوازېتوب

(۲)  اوچت او متعالي یوازېتوب

 (۳) مصنوعي یوازېتوب .

چټي یوازېتوب د ناروغ روح یو ډول غبرګون دی . څوک چې اروایي عقدې، اخلاقي ځوړتیا او یا عصبي تکلیف لري یا ځان کم بولي، له نورو ډارېږي او له ټولنې تښتي؛ نو ځانمني او ځپنده لیوالتیاوي پکې ټولنې ضد یوه عقده او کینه پیدا کوي. دې ډول ناروغیو ته “انټي سوسیال” ناروغۍ وایي؛ یعنې ټولنې ضد ناروغۍ .

دا ټیپ وګړي او همداراز هغه کسان چې په بازار کې تاواني کېږي او یا په ژوند یا عشق کې ماتې کوي، نو یو ګوښې ځای ته ورځي او یوازې کېني. هلکان هم کله پر دې حالت اخته کېږي، په تېره تر بلوغ مخکې او د بلوغ د پیل په کړکېچ کې. دا یوازېتوب یو ډول ناروغي ده، چې په ویینې نه ارزي، باید ارواپوه یې درمل کړي او تر څه مودې روسته رغېږي . تر رغېدا روسته، تکامل یې دا دی چې بیا ځلي ټولنې ته ورستون او له ټولو سره جوش وخوري او واغږل شي، ژوند پیل کړي، له ملګرو او دوستانو سره ناسته پاسته وکړي او په لنډو په تفریح بوخت شي .

(۲) اوچت او متعالي یوازېتوب

 د انسان د روح له ودې او د ورځېني عادې اړیکو له کچې پورته تلو راولاړيږي . یو عادي انسان چې ګهيځ له خوبه پاڅي، د خپل ژوند، کور، بوختیا او ملګري په فکر کې وي او په دې فکر کې دی چې څوک وویني، له چا سره اړیکه ولري او له خپلې ناستې پاستې خوند واخلي ، دا اړیکه یا يې خپلې ورهڼې ( کسب وکار) ته ګټوره ده او یا یې خپل کاري ځای ته، یا يې د پرمختګ په درد خوري .

 په هرحال دا وګړی یا د ژوند و پیسو، تفریح ، خوند او یا له دې او هغه سره د اړیکو ، ګوندۍ، د سیاسي قدرت ترلاسه کولو، د یو د ځپلو او د بل د راجلبولو  په فکر کې دی او د ورځېنیو اړیکو په بڼه په ګردو اړخونو کې له ژونده خوند اخلي.

خو کله د انسان د روح تکامل تردې بریده هسکېږي، چې د معمولي انسان پورته حالاتو ته ورشا کوي او څومره چې له معمولي کچې هسکېږي؛ نو “خلوت” ته وررسي .

لکه څوک چې په کابل کې پر سرک ځي، په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې ګېر وي؛ خو چې په چورلکه یا بالون والوزي، د وګړیو تر خپلمنځي اړیکو ورهاخواحالت خپلوي.

ځانخبري د یوازېتوب خورا سترعامل دی . د انسان چې څومره ځان ته ورپام وي او یوه وجودي او دنننۍ آګاهي مومي، نو دباندېنۍ اړیکې یې کمېږي او په کومه کچه چې ذهني او دنننۍ بوختیا پیدا کوي او درون پالی کېږي ؛ نو دباندې پالي یې کمېږي او څومره چې ماورایي اړیکه پیدا کوي، ورځېنی اړیکې یې کمېږي، دا هغه عوامل دي چې  یو اوچت او متعالي انسان په ځان کې یوازېتوب، سوچ او تامل ته ورکاږي.

مصنوعي یوازېتوب

 دلته بې له دې چې اروایی ناروغي یا فلسفي یوازېتوب شتون ولري، پر انسان یو ډول مصنوعي یوازېتوب ورتپي . لکه انسان یوې ګوښې ته ورټېل وهي، ور ورپسې بندوي او پر همدې حالت کې يې پرېږي : دا تپلی یوازېتوب ځانته یوه ځانګړې ارواپوهنه لري. انسان چې په ټولنه کې ژوند کوي، تعصب و حیثیت او پت لري او احساسات یې د ځانخبرۍ په حال کې دی او له وګړیو سره اړیکه، یوه ځانګړې وضع ، موقعیت او مسوولیت وربښي، چې دا عامل یې د مقاومت، محافظه کاری او ځانساتۍ لاملېږي، چې په پایله کې خپل حیثیت او پار وپېژني، د نورو تمه پر ځای او تعصب وکړي؛ خو کله چې وغواړي انسان له دې ګردو څېزونو تش کړي، چې په اسانه ایل او مازې وزله کړای شي او په اسانۍ څېزونه پرې وروتپل شي، داسې چې هرڅه ورته بې توپېره وي؛ ددې چار لپاره یو د ګټنې عامل ، یوازې کول یې دي .

په یوازېتوب کې د انسان ټولې اړیکې پرې کېږي. داسې بڼه خپلوي چې ان کله غواړي خپله ښځه، بچیان یا موروپلار تصور کړي، نو ذهن ته یې نه راځي او د دوی څېري یې له یاده وځې، نور انسانان، ملګري، هم اندي، چاپېریال او ټولنه خو لا څه کوې. دا ورته خیالي موهومات کېږي او لږ لږ یې له ذهنه وځي، ان د دوی نامې و الفاظ او خبرې کول یې له یاده وځي او نور څېزونه هم . دا چې دا څیز بد او هغه ښه دی، دا کار خیانت او هغه خدمت دی، دا چار د انسان غرور ټکنی کوي او هغه یې حیثیت داغمنوي، دا ګردې خبرې وړیا کېږي او تردې روسته یوازېنی لامل چې ورپاتې کېږي د تلوسې او ځیرنې یوه انګېزه ده : د باندې ولاړ شي او خلک وویني، ژوند وویني او بیخي وویني چې نور څه کوي، چېري دي، لنډه دا یوازې همدا حالت پکې پاتې کېږي او دا بهترین حالت دی، چې هر کار ته پکې چمتو دی، او نور څه مقاومتونه پکې نشته.

په پایله کې دا چې یو انسان مطلق سقوط وکړي؛ نو باید مطلق یوازېتوب ته ورټېل وهل شي؛ ان نه ښایی دا حالت هم ولري چې یوه پوښتنه ګروېګنه ورسره وکړي، او یا یې راولي او نیم ساعت یې کېنوي او ان ویې کنځي؛ ځکه دا چارې د معمولي ژوند، ټولنې او اړیکو د وریادولو لاملېږي ؛ نو ځکه باید په دې محدودې فضا کې، ورونه پرې وربند کړای شي، چې ډېره لږه اړیکه ونه لري او ان یو انسان هم ونه ویني؛ نو که اړیکه نه وي، له لسو، پینځلسو او شلو ورځو روسته مطلق یوازېتوب ته وررسي.

 روح هم کټ مټ د بدن په څېر دی، لکه څنګه چې بدن له خوړو، خوږو او مېووو خپل مقاومت او تودوخه اخلي، چې هر یو یا دوه ساعته یې یوځل خوري؛ نو روح هم له انسانانو سره په اړیکه تود او ځواکمنېږي . که بدن ته هم لس، پینځلس او شل ورځې هیڅ څېز ورونه رسي خود په خوده شړېږي.

 روح هم همدا حالت لري او دا یوه سیاسي ارواپوهنیزه تجربه ده. دلته وګړی مطلق یوازېتوب ته وررسي؛ ځکه دلته مطلق سکوت او چوپتیا ده. روسته خپلې مطلوبې بڼې او شرایط ورتپي، ځکه په دې چوپتیا کې ګرد لوري ورته مساوي کېږي، هر چار ورته شونی کېږي، یو څیز هم بد او ناوړه ورته نه دی. په دې حالاتو کې تجربې ښوولې، درون پالي په ځنډ یوازيتوب ته وررسي. هغه انسانان چې په ساعتونو یوازې له ځان سره سوچ او فکر کړای شي، تر هغو انسانانو د یوازېتوب پر وړاندې ډېر مقاومت کوي چې له دباندې، خلکو او ټولنې سره جوش اخلي .

بهرپالي، هغه انسانان چې تل له هر چا سره خبرې کوي او زړه یې ګڼه ګوڼه غواړي او له کوره چې یوځای ته ځې په ګڼې ګوڼې لارې ځي او ډک بازار کې روان وي، نه په تشه لار، لنډه دا، هغوی چې هډو ټیپ او ډول یې له خلکو سره جوش اخلې، ډېر ژر یوازېتوب ته وررسې.

خو درون پالي د یوازېتوب پر وړاندې ډير مقاومت کوي، دلیل یې څرګند دی: دنننی خورونه (تغذیه) لري؛ نو ځکه ډېر مقاومت کوي. بل ټکی چې په ګرده نړۍ کې تجربه شوی؛ یعنې په کوم ځای او مکان پورې اړوند نه دی، دادی چې دیندار تر بې دینو ډېرمقاومت کوي. ماده پالي او بې دینه ډېر ژر یوازېتوب ته وررسې.

 په دې حالت کې که انسان حس کړي، شرایط چمتو شوي چې مطلق یوازېتوب ته یې رسوي؛ نو که خپله پوه شي دا چارې د څه لپاره دي؛ د شرایطو او چارو اغېز پرې لږېږي. که څوک مې په کوڅه کې ناڅاپه او په ناخبرۍ کې په سپېړه ووهي، یو دم جړق خورم، که چا وکنځلم، یو دم تک سور کېږم؛ خو که پوه شم د یوې کړلارې له مخې مې څوک سپکاوی کوي یا کنځي؛ نو په دې حالت کې، نه غوسه کېږم؛ ځکه له وړاندې پوهېږم چې دا چار د څه لپاره دی.

 نو ځکه څومره چې انسان آګاهي او پوهه لري او پوهېږي چې دا شرایط د څه لپاره دي؛ نو هومره په ځنډ او ډېر لږ د دغسې شرایطو تر اغېز لاندې راځي؛ خو په هرحال بیا هم ځان پوره د یو مخې یې له اغېزو بچولای نشي؛ نو دلته انسان خود په خوده په ټولو هغو عواملو تکیه کوي چي د یوازېتوب د اغېز پر وړاندې یې د ډېر مقاومت لاملېږي. ځینې تل د خپل دوست، ملګري، موخو، تېرو خاطراتو، کورنۍ، خوندي شويو څېزونو او په لنډو د هر څېز اړه فکر کوي، چې دا چار په یوه بڼه یوازېتوب راټیټوي.

دا دنننۍ خورونې (تغذیه) دي او لاملېږي چې تر یوې اندازې یوازېتوب ډپ شي؛ خو دا مطالب تر یوه برېده پاتې کېږي او مقاومت لري؛ ځکه تر څه مودې روسته دا ګرد افکار له دننه پاک او له حافظي وځې؛ نو ځکه تر یوي مودې روسته سملاسي نشو کړای، چې د یو چا، یا کورنۍ، موروپلار، ښځې او بچي په اړه پنځه ساعته فکر وکړو؛ ځکه انسان کم حوصله شوی او دې خاطراتو هم خپله جاذبه له لاسه ورکړې او وړکتوب د خاطرو په څېر یې د مبهمو خاطرو بڼه خپله کړې ، چې تېر خوند پکې پاتې نه دی.

انسان د یوازېتوب پر ضد هڅې کوي او د لمانځه  سلامونه یو له عواملو ځنې دي چې له یوازېتوبه یې بچوي. یوازېتوب یعنې څه؟ یعنې بې کسي؛ یعنې له ګردو څېزونو سره د اړیکو پریکون، دا اړیکې چې پرې شي او یا بیتې کېږي، نو خپله انسان پاتې کېږي او لایتناهې تشیال، یوه مطلقه بې وزني. په دې حالت کې چې ځان په تشیال کې د یوې ذرې او بڅري په بڼه ننګېرم او مطلق یوازېتوب ته وررسېدلی یم ؛ نو سلام څه کار کړای شي؟ سلام د یوازېتوب پر ضد یو ډول ونډه لوبوي.

 ړومبی خپله سلام مانا کوو، چې څه دی؟ د سلام لومړی کار او ونډه دهغه چا احضارول دي چې سلام پرې اچوئ او دا یوه خورامهمه مساله ده. شونې نه ده پرهغه سلام واچوئ چې نشته او غایب دی. سلام اچول په دوستۍ او نادوستی پورې اړوند نه دی، څوک چې مخې ته درځې سلام پرې اچوئ او یا که چېرې ورننوځۍ او له چا سره نیغ په نیغ مخېږئ، سلام اچوئ، شونې نه ده چې څوک له ورننوتو او اړیکې مخکې سلام واچوي او بیخي سلام اچول مانا نه لري؛ نو سلام، په خپل ذات کې پر چا چې سلام اچوئ، درته یې حاضروي؛ یعنې همدا چې سلام اچوئ، د ځان پر وړاندې یو مخاطب احساسوئ؛ نو طبعاً سلام د یوازېتوب ضد یوه ونډه لوبوي؛ ځکه په هغه فضا کې چې له هیچا سره هیڅ اړیکه نه لرئ، سلام تاسې له یو حۍ او حاضر مخاطب سره چې په کوټه کې مخامخ درته ناست دی نیغه اړیکه ټینګوي چې د یوازېتوب د محدودولو او یا یې له منځه وړو لاملېږي . د لمانځه  درې سلامونه د درېیو مخاطبو درې احضاره دي . نو ځکه که څوک له روحي او واقعي پلوه ګروهه ولري، د بېلابېلو ګروهو او څومره یې چې د ایمان درجې اوچتې وي، سلامونه د سلام اچونکي پر واړندې د سلام مخاطب په ډاګه احضاروي او اړیکه یې ورسره ټینګوي .

دا درې سلامونه، د تنها او یوازېني وګړي او مخاطب ترمنځ یې درې اړیکې رادبروي او درې واڼه په کوټه کې ورسره کېنوي. دا درې تنه، درې مخاطب او درې اړیکې څه دي؟

نو پردې موضوع ویینه کوو، چې د سلامونو مانا راته څرګنده شي. په معمولي او ګڼه ګوڼه ژوند کې چې زرګونه کسان وي، که درې تنه راشي، ډېر مهم نه دي؛ خو کله چې هیڅوک نه وي او دا درې تنه راځي ډېر مهم دي. دلته د یو مطلق تشیال موضوع ده، یو مطلقه بې وزني ده او ایکي یوازې یو انسان دی.

لومړی باید دا شرایط په پام کې ونیسو: انسان چې هیڅ اړیکه نه لري او له هر څيز او هر چا سره یې ګردې اړیکې پرې شوي او  مطلق یوازېتوب ته وررسېدلی؛ یعنې په خپل تشیال، نړۍ، کوټې، ذهن، له ذهنه دباندې هیڅ څیز او هیڅوک نه لري.

 ړومبی سلام : د سلام مخاطب احضارېږي څوک د سلام ړومبی مخاطب دی ؟ ړومبی پر چا سلام اچوو؟  “السلام علیک ایها النبی”. ړومبی سلام پېغمبر او نبي (ص) احضاروي؛ یعنې کوټه د نبي اکرم (ص) له حضوره ډکېږي. زه چې په لایتناهي تشیال کې ځوړند یم او په هیڅ جاذبې پورې نښتی نه یم، لکه د یو توغول شوي توغندي په څېر چې د ځمکې له جاذبې وتلی وي؛ خو تراوسه د سپوږمۍ یا لمر د جذب کړۍ پیل شوې نه وي، په بې وزنۍ کې وي، دلته هم ، انسان په دې یوازېتوب کې راځوړند دی، که دلته ودرېږي، پرهمدې حالت پاتېږي او ان هیڅ جاذبه یې ځان ته نه راکاږي. په دغسې یو حالت کې یو دم نبي (ص) د انسان پر وړاندې حضور مومي او دا ځوړند انسان له نبی (ص) سره اړیکه پیدا کوي.

 نبي (ص) څوک دی؟ نبي زما د ایدیالوژۍ او مفکورې منشا ده؛ یعنې هماغه چې زما د ګردو ګروهو – عقایدو او افکارو سرچینه ده او په پار یې پردې برخلیک اخته شوی یم، په دې کوټه کې را ایساریم او دا شرایط مې منلي او په دې وضع کې راګېر یم؛ نو ځکه نبي (ص) چې زما د ګروهو، ایمان، تړاوونو او ننګېرنو سرچینه ده، پر وړاندې مې حاضرېږي.

 زه په ړومبي سلام له خپلې عقیدتي او فکري سرچینې سره اړیکه ټینګوم. اوس ووینئ چې په ړومبي سلام، څومره یوازېتوب مات او تمبول کېږي. هډو تشیال ډکېږي، له غوره او ښوو څېزونو ډکېږي، چې زما اندیز (فکري) لارښود دی،هغه چې زما ګرد احساسات، ګروهې، ارزښتونه او مقدسات سازوي ؛ نو ځکه ړومبی سلام یوه ګروهیزه (عقیدتي) اړیکه ده .

دویم سلام : دویم سلام دوه برخې لري : یعنې دوه سلامونه دي په حقیقت کې په لمانځه  کې څلور سلامونه دې ؛ خو دوه یې څنګ په څنګ دي او په یوه سلام یې ادا کوو، که نه مخاطبان یې دوه دي : ” السلام علینا وعلی عبادالله الصالحین “.

لومړی “السلام علینا”، علینا چېرې ورګرځي؟ “موږ” ته، “نا” د جمع ضمیر دی، یوې ډلې ته ورګرځي، چې په دې ډلې کې زه هم  یم، که نه وای “علیهم” مو ویل؛ خو “علینا” وایو؛ نو یوه ډله ده، چې زه پکې یم. اوس نو مازې دا احضار، یوازېتوب له منځه وړي؟

دا سلام پر دې مانا دی ، “زه” چې یوازې پاتې یم، دې ډلې ته مې ورننباسي، ما ته یو جمعیت، ټولی، ټولنه او ګوند راوړاندې کوي؛ یعنې له آره زه وګړی نه یم، موږ یو ګوند یو، موږ یوه ټولنه او جمعیت یو، یو شمېر یو، که زر وي ، میلیون وي یا میلیارد، څومره چې وي، بالاخره “نا” یوازېتوب نفې کوي، دلته انسان حسوي چې “نا” هماغوی دي چې دې او هغې خوا ته مې ناست دي، دا ځای ډک دی. په نورو ځایونو کې هم دي، بل ډول هم دي او بېلابېلې بڼی لري: په خپلو کورونو کې، په سړکونو او کوڅو کې، په پټه او ښکاره. هغوی چې له دې ایدیالوژۍ او له دې نبي (ص) سره ذهني اړیکه لري، دوی ټول د “موږ= نا” په نامې یوه ډله جوړه کړې، چې ډېر هم دي، په هرځای کې ډېرهم دي، زه یې هم یوه برخه یم، پر دوی سلام؛ نو په دې اړیکه کې یوازېتوب ټینګېدای نشي.

اوس د درېیم سلام یا د دویم سلام پر دویم اړخ لګیا کېږو: ” وعلی عبادالله الصالحین” او د خدای پر صالحو بندګانو دې سلام وي. “

 دومره هم خود خواه او ځانمني نه یو، چې ووایو چې په ټوله نړۍ او بشریت کې یوازې موږ یو، چې له دې ایدیالوژۍ سره تړاو لرو او په مشهوره وینا په لیکه کې یو او نور ټول انسانان کافران دي، خوشې او چټي دي او له آره په درد نه خوري او دوزخیان دي.

نه، بې له موږه نورکسان هم شته، چې بله ایدلوژي، بله لار اوسم احساسات لري، د چاپېریال اړوونکي دي او ځان د انسان د ژوند لپاره ځاروي، هغوی هم شته؛ خو زموږ له ډلې څخه نه دي. دا چې پر ځان مو سلام واچو؛ نومعلومه شوه چې هغوی زموږ “نا” برخه نه ده ؟ نو څوک دي؟ صالحین دي، د صالحینو برخه ده: په ګردو صالح انسانانو دې سلام وي. نو دلته مو له یوې خوا نبي (ص) او روسته مې په دویم سلام خپل ګوند راوست او احساسوم چې خپله هم په دې ګوند کې یم او په درېیم سلام له ګردو هغو انسانانو سره چې د ځمکې او زمانې په هره ګوښه کې مبارزه کوي، پاک کرداره ، پاک ګروهي، صالح ، مصلح او سمونپالي وي، اړیکه ټینګوم . ووینئ چې څومره مې راټولېدنه اوټولنه پراخ لمنې ده.

اوس پر دریم (یا څلورم) سلام بوختېږو: دا سلام ډېر راښکونی دی. دلته مې تردې ځایه له پېغمبر(ص) سره د یو اندیز لارښود او د خپلې اندې د منشا په نامې اړیکه ټینګه کړه، له “نا” سره مې اندېزې ډلې په توګه اړیکه ټینګه کړه، له “عبادالله الصالحین” سره مې د انساني او اصلاحي لوري په نامې اړیکه ټینګه کړه.

ښه ، خو دا ټولې اړیکې د ځمکې او بشریت په کړۍ کې وي؛ یعنې د ځمکې په دې کوچنی کره کې ، چې په لایتناهي تشیال او لمریز نظام کې ــ چې د کهکشان پر وړاندې هیڅ دی ــ پرته ده او په لنډو له نبي ، له “نا” (موږ) او له صالحینو سره اړیکه، په انسان، ژوند او ځمکې پورې اړوند ده ؛ خو په راروسته سلام کې د ځمکې له کرې بهر، له ګردې هستۍ او ټولې نړۍ سره اړیکه ټینګوو:

” السلام علیکم و رحمت الله وبرکاته “. په هستۍ کې دې پر ګردو کسانو، ځواکونو، شعورونو او آګاهیو سلام وي. پرهغوی چې نه یې پېژنم، که څه اړیکه ورسره نه لرم، که څه له جنسه مې نه دي؛ خو د پيدايښت په ټولیز بهیر کې، په یوه کار اخته او په هغه لوري او بهیر کې تلونکي دي، چې زه د انسان په توګه په همدې بهیر کې خوځم ؛ نو ځکه د هستۍ اوعالم به کلیت او ټولیزتوب ورسره هم برخلیکی او هم ګام یم، پر دوی سلام.

نو په څلورم سلام کې له هستۍ سره یوه وجودي اړیکه پيدا کوم نه اندیزه، سیاسي، ایدیالوژیکه، ګوندي او انساني اړیکه ؛ بلکې د هستۍ، نړیواله او عالمي اړیکه . له آره په دې اړیکه کې، نړۍ په نړی لید کې؛ یعنې ګرده نړۍ یو ژوندی موجود دی، د مبارزې او جګړې یو ډګر دی  یو خوځښت او یو لوری او بې له انسانانو او بې له موږه ډېری ځواکونه، آګاهۍ ، پوهې ، شعورونه او مامورین شته، چې د هستی د ټولیز حقیقت په  لار کې د خدای پر لور حرکت کوي، دوی هم که څه له جنسه مو نه دي ؛ په جګړه ییزه او آرماني اړیکه کې راسره دي؛ نوځکه له دوی سره هم دنننۍ اړیکه رادبروو. ان له هغوی سره چې نه یې پېژنو اړیکه نیسو (کټ مټ دهغو نظامونو په څېر چې له نورو کراتو څپې اخلي او هیڅوک نه پوهېږي، چې د چا دي؛ خو معلومېږي چې په نورو ځایونو کې پوهه او یو تمدن شته) ، دغسې یوه اړیکه، دغسې یوه وجودي اړیکه د انسان او په طبیعت کې د ګردو ځواکونو ترمنځ ټینګېږي. کله چې دا څلور سلامونه، دغسې یو تشیال راکې رادبروي؛ نو کومه کلا یې چې رانه تاوه کړې لکه یو مارغه چې په قفس کې ساتي چې دباندې ونه وځي؛ نو دا ډبرین حالت دړی وړی کېږي او انسان په الهي نظام کې د انسانیت په بهیر کې تکاملي پړاوونه وهي . ))

له دې شننې پوهېدای شو چې لمونځ  څومره مسلمان ته نړیوال، سمه ییز او ملي مسوولیتونه ورترغاړې کوي، مسلمان له اوسني حالته د ایستو لپاره په مبارزاتي روحیه سمبالوي؛ نو په رښتیا مو پېغمبر(ص) ویلي : ” لمونځ  د مؤمن معراج دی” نو راځۍ چې تل همدا حالت خپل کړو.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!