تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لمر لېږدیز خوځون – حركت وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ  (یس/۳۸) = او لمر (هم ورته يوه نښه ده، چې) د پوه ځواکمن (الله) د حساب له مخې پر خپلې ټاکلې لار چلېږي. دا آيت په ډاګه د لمر خوځون څرګندوي؛ خو داچې د دې خوځون مطالب […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لمر لېږدیز خوځون – حركت

وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ  (یس/۳۸) = او لمر (هم ورته يوه نښه ده، چې) د پوه ځواکمن (الله) د حساب له مخې پر خپلې ټاکلې لار چلېږي.

دا آيت په ډاګه د لمر خوځون څرګندوي؛ خو داچې د دې خوځون مطالب څه دى، مفسران ورباندې پرېمانه ويينې لري. آيت ته روستى او ډېر نوى تفسير دا دى، چې پوهانو په نوې لاس ته راوړونه كې وويل، چې زموږ د ستورټلیځ (كهكشان) په منځ كې لمر د لمريز نظام له غونډال سره په يو ټاكلي لور د لرې ستوري په پلو (چې ويګا يې نومولى) په حركت كې دى.

د څېړنو له مخې، دوراني حركت، د لمر ستورټلیځ (كهكشان) د يو میليون او يو لك او دېرش زره كليومتره په شاوخوا كې په يو ساعت كې په فضاء كې ګرځوي؛ خو د ستورټلیځ (كهكشان) په دننه كې هم لمر ثابت نه دى؛ بلكې سرعت يې په ساعت كې نژدې دوه اويا زره او څلور سوه كيلومتره د فلكې بڼې ((الجاثي على ركبتيه)) پر لور حركت كوي.

 دا فلكي بڼه د ستورو يوه ټولګه ده او لكه پر ګونډو ناست يو تن، چې پاڅېدو ته چمتو دى او نامه يې هم له همدې مانا اخستل شوې ده. داچې موږ په فضاء كې د لمر له چټك حركته ناخبره يو، دليل يې د فلكي کتلو لرېوالى دى.

د لمر په استوا كې د وضعي حركت پېر يې، نژدې پينځه ويشت شپه و ورځ – شواروزه اخلي؛ يعنې لمر په (25) شپه و ورځ كې يو ځل پر خپل ځان راچورلي. پوهانو دا موضوع د لمر د سطحې در ټوله څېړنې معلومه كړې ده؛ ځكه ليدلي يې دي، چې دا رټې بې ځايه كېږي او تر (25) ورځو روسته پوره خپل ځاى ته راستنېږي. (نمونه تفسیر، 18: 381 او 389 مخ.) دې آيت ته نور تفسيرونه هم شوي دي. (پيام قرآن، 2: 190 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!