تبلیغات

رسول الله  (ص) وايي: د قيامت پر ورځ هغوی د لوړې رتبې خاواندان دي،چې تر ټولو زيات يې د خلکو د خېر غوښتنې لپاره ګامونه اوچت کړي وي.‏ (کافى ٢/ ١٦٦) لنډه شرح : د خلکو خدمت تر ټولو ستر عبادت دى او د څښتن (ج) د بندګانو د خدمت يوه لار دا ده،چې انسان […]

رسول الله  (ص) وايي: د قيامت پر ورځ هغوی د لوړې رتبې خاواندان دي،چې تر ټولو زيات يې د خلکو د خېر غوښتنې لپاره ګامونه اوچت کړي وي.‏ (کافى ٢/ ١٦٦)

لنډه شرح : د خلکو خدمت تر ټولو ستر عبادت دى او د څښتن (ج) د بندګانو د خدمت يوه لار دا ده،چې انسان د نورو ګټې او مصالح د خپلو ګټو او مصالحو غوندې وويني او هماغسې، چې په خپلو ګټو او مصالحو پسې په زړه سوي ګامونه اوچتوي،د نورو د ګټو او خېر لپاره هم له زړه سوۍ کار واخلي

د سوداګرۍ لوى بازار

امام هادي (رح) وويل:  دنيا يو بازار دى، چې ځينې پکې ګټه کوي او ځينې تاوان . (تحف العقول)

لنډه شرح : دا دنيا نه د انسان اصلي وطن دى او نه د هستوګنې ‏تلپاتې ځاى دى؛ بلکې يو بازار دى،چې انسان ورته له يوې سترې شتمنۍ؛ لکه عمر،انساني اند او عقلي ځواک ‏سره رالېږل شوى،چې د خپل تلپاتې ژوند او تلپاتې نېکمرغۍ ته پکې ګټه وکړي؛نو هغوى چې کارنده – فعال،هوښيار او پوه دي؛نو ددې سوداګرۍ له چلونو سره هم آشنايي او پېژندګلوي لري؛ يوه شېبه هم غلي او آرام نه کېني او په دې بازار کې له دې خپلو شتمنيو داسې ګټه اخلي،چې ګانده – راتلونکې يې روښانه وي او هم په خپله ټولنه کې سر لوړې وي،نه دا چې خپله ټوله شتمني هسې بې ځايه پر چرګه بار کړي او په هغه تلپاتې ژوند کې د نشتمن په څېر ژوند وکړي.

د څښتن (ج) په لار کې يې ولګوه چې د ګناه په لاره کې درنه ونه لګي !

امام کاظم (رح) وويل : د څښتن (ج) د عبادت په لار کې له مال ‏لګولو ‏مه وېرېږه؛ګني نو ناچاره به شې،چې دوه ګرایه یې د ګناه په لار کې ولګوې. (تحف العقول)

لنډه شرح : ډېری داسې پېدا کېږي،چې د خپلې روغتيا په لار کې ترې يوه روپۍ هم نه راوځي،چې پايله يې داسې ناروغي شي،چې په زورنوهم نه ښه کېږي . دا يو عمومي قانون دى،چې که يو چا د اړینو څيزونو لپاره په لګښت کې سوګتوب وکړ‏؛نو د هغه کار د سکیندۍ – جبرانولو لپاره به پرې ډېر مال له ګوتو ووځي .

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!