تبلیغات

خوشال بابا وايي :   فضـــــــــــــيلت د واړو ډېر دى تر شماره ترحســـاب تېر دى که د دوى فضـــــــــــــــيلتونه غواړې ګوره آيـــــــــــتونه   د مباهلې آيت او نبوي کورنۍ        د هجرت پر لسم كال د “نجران” مسيحيان د ویینې لپاره پېغمبراكرم(ص) ته راغلل. د ډلې مشرانو هر يو “سيد”،”عاقب” او “ابوحارثه” له پېغمبر […]

خوشال بابا وايي :

 

فضـــــــــــــيلت د واړو ډېر دى
تر شماره ترحســـاب تېر دى
که د دوى فضـــــــــــــــيلتونه
غواړې ګوره آيـــــــــــتونه

 

د مباهلې آيت او نبوي کورنۍ

 

     د هجرت پر لسم كال د “نجران” مسيحيان د ویینې لپاره پېغمبراكرم(ص) ته راغلل. د ډلې مشرانو هر يو “سيد”،”عاقب” او “ابوحارثه” له پېغمبر اكرم (ص) ډول ډول پوښتنې وكړې . دا وخت دا آيت نازل شو:

((فَمَنْ حَآجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ وَنِسَاءنَا وَنِسَاءكُمْ وَأَنفُسَنَا وأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَةُ اللّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ [1] = (د مسيح په باب) چې وپوهېدې؛نو (بيا) هم كه څوك په دې اړه درسره شخړه كوي؛نو ورته ووايه:((راځئ چې موږ به هم خپل خپلوان راوبلو او تاسې هم،موږ به هم خپلې ښځې راوبلواو تاسې هم خپلې ښځې،موږ به په خپله راشو او تاسې هم په خپله راشئ ؛نو مباهله (او دعا) به وكړو،چې كه څوك دروغجن وي؛نو وبه وايو،چې پر هغوى دې د خداى لعنت وي .))

پېغمبر اكرم د خداى له امر سره سم د “نجران” مسيحيانو ته د مباهلې بلنه وركړه؛خو دوى وويل : ((مباهله دې سبا تر سره شي.)) نصاراوو پردې خبره په خپل منځ كې سلا مشورې وكړې.

“ابو حارثه” وويل: (( ګورو كه سبا پېغمبر اكرم له خپلې كورنۍ سره راغى؛ نو په خپله خبره به پوخ باوري وي؛نو په داسې حال کې نه ښايي،چې مباهله ورسره وكړو او كه بې كورنۍ بل څوك ورسره راغلل؛نو مباهله به ورسره وكړو.))

د مباهلې پر ورځ مسلمانان راټول شوي ول . پېغمبر اكرم له يو ځوان،يوې ښځې او دوه ماشومانو سره راغى. د نصاراوو مشرانو وپوښتل: (( داځوان څوك دى ؟))

مسلمانانو وويل : (( هغه حضرت علي، د پېغمبر اكرم زوم او د تره زوى دى . ښځه يې د پېغمبر اكرم لور؛فاطمه ده او دوه كوچنيان “امام حسن”او “امام حسين ” يې لمسي او د فاطمې او علي زامن دي.)) پېغمبر اكرم له دې څلورو كسانو سره يو ځاى د نصاراوو مخې ته كېناست.د نصاراوو مشرانو او”ابو حارثه”، چې دا حالت وليد؛نو دوستانو ته يې وويل : (( پر خداى قسم محمد؛ لكه د نورو پېغمبرانو په شان په ډاډ مباهلې ته راغلى ،زه په خپل مخ کې داسې څېرې وينم، كه له خدايه وغواړي؛نو دا ټول غرونه دړي وړي كېږي،وېرېږم لعنت راباندې ووايي؛د ځمكې پر مخ به ټول مسيحيان هلاك شي؛نو مصلحت دادى،چې له مباهلې ډډه وكړو.))

له پېغمبر اكرم يې جوړجاړی وغوښت او پېغمبر (ص) هم ورسره ومنله.

په پورتني آيت كې له “ابنائنا” څخه مطلب حسن او حسين، له “نسائنا” څخه مطلب فاطمه او له “انفسنا” څخه مطلب علي دى.[2]

صحيح مسلم د فضايل الصحابه د کتاب د ( من فضايل علي بن ابيطالب ) په باب کې پر خپل سند له عامر بن سعد بن ابي وقاص له خپل پلار روايت کړى،چې ويلي يې دي : حضرت معاويه بن ابوسفيان، سعد (رض) ته امر وکړ،چې علي وکنځي .سعد (رض) ورته وويل :چې د علي په اړه مې د خداى د استازي درې ويناوې يادې وي؛نو کله به یې هم و نه کنځم او که په هغو درېو خبرو کې يوه هم زما په اړه وه؛نو تر هغه څه به راته ښه واى،چې پر ځمکه پرې لمر لګي :

1_ په يو جګړه کې د خداى استازي،علي خپل ځايناستى کړ او جګړې ته يې له ځان سره يو نه وړ ؛ نو علي خپه شو او ګيله يې وکړه، چې ښځو اوماشومانو ته يې پرېږدې او د جهاد له ثوابه مې بې برخې کوې؛نو د خداى استازي ورته وويل : خوښ يې ،چې مقام دې راته داسې وي؛لکه د هارون،چې موسى ته و؛ خو په دومره توپير، چې تر ما وروسته څه نبوت نشته.

2_د خيبر پر ورځ مې واورېدل،چې رسول اکرم (ص) وويل : سبا به د جګړې بېرغ هغه ته ورکړم،چې خداى او استازى يې پرې ګران دى او هغه هم پر خداى او استازي يې ګران دى؛نو ټول پر تمه ول، چې پېغمبر اکرم به دوى ښيي؛خو چې سبا شو؛نو وامې ورېدل،چې علي ته يې غږ کړ او چې علي يې ورته راوست؛ نو سترګې يې خوږېدې؛نو پېغمبراکرم ورته په سترګو خپلې توکاڼې وموږلې او د جګړې بېرغ يې ورکړ او کلا هم د علي په لاس سوبه شوه .

3_ چې د ( قل تعالوا ندع ابنائنا و ابنائکم )آيت نازل شو؛نو د خداى استازي علي،فاطمه ،حسن او حسين راوغوښتل او ويې ويل : خدايه ! دوى مې اهلبيت دي .

دا روايت ترمذي؛صحيح :2 ټوک،300 مخ ، احمد بن حنبل؛ مسند: لومړى ټوک،185 مخ ،سيوطي په درالمنثور:کې د آل عمران د سورت د مباهلې تر آيت لاندې او درېمه جمله يې صحيح ترمذي :2ټوک،166 مخ پر خپل سند له عامر بن عباس بن سعد بن ابي وقاص له پلار او حاکم ؛مستدرک:3ټوک،150 مخ ( هغه دا حديث د ټولو هغو شرايطو خاوند ګڼلې،چې مسلم او بخاري يې د حديث سموالي ته غواړي ) بيهقي؛سنن :7ټوک،63 مخ او زمخشري په کشاف کې او فخر رازي دواړو د مباهلې تر آيت لاندې او شبلنجي؛ نورالابصار: 100 مخ کې راوړى دى او د شبلنجي عبارت دا دى: (( مفسرينو ويلي دي : رسول اکرم (ص) چې دا آيت له نجرانه راغلي مسيحي پلاوي ته ووايه او مباهلې ته يې راوبلل؛نو دوى ورته وويل : موږ به په خپل کار کې سوچ وکړ او سبا به ځواب درکړو او تر سلا مشورې وروسته خپل مشر ته هم ورغلل،چې څه ورته وايي،هغه ورته وويل : نصاراو ! تاسې ښه پوهېږئ،چې محمد پېغمبر دى او که مباهله مو ورسره وکړه؛نو هلاک به شو ))

او په يو بل روايت کې يې ويلي : پر خداى هر قوم،چې له کو پېغمبر سره مباهله وکړه ؛نو تر وروستي تنه هلاک شوي دي، که زما منئ،ايمان پرې راوړئ که زما خبره نه منئ او مباهله کوئ ؛ نو لږ تر لږه دا خبره خو مې واورئ،چې ولاړ شئ او له هغه سره خداى پاماني وکړئ او بيا خپلې سيمې ته ورستانه شئ . د نجران پلاوى پېغمبر ته ورغلل؛و يې ليدل چې حسين يې په غېږ کې راخستى او حسن يې له لاسه رانيولې او فاطمه په پېغمبر پسې او علي هم په فاطمې پسې را روان دى؛نو د خداى استازي وويل : چې دعا مې وکړه ؛ نو تاسې آمين ووايی. د نجران اسقف چې دا حالات وليدل؛نو و يې ويل: د نجران نصاراوو ! کومې څېرې،چې وينم که له خدايه وغواړي غر ورته له ځايه را ونه ړوي؛نو خداى به دا کار وکړي؛ نو مباهله و نه کړئ،چې هلاک به شئ او د قيامت تر ورځې به يو نصارا هم پر ځمکه پاتې نشي؛نو نصاراوو له ناکامه وويل : ابا القاسمه ! زموږ خوښه پر دې راغله،چې مباهله و نه کړو او تا پر خپل دين پرېږدو او ته هم موږ پر خپل دين پرېږدې. رسول اکرم (ص) ورته وويل : اوس چې حاضر نه ياست،چې اسلام راوړئ او مباهله وکړئ ؛نو په ګټه او تاوان کې له مسلمانانو سره شريک شئ؛خو نصاراو و نه منله؛ نو رسول اکرم (ص) ورته وويل : بايد جګړې ته چمتو شئ . نصارارو وويل : موږ له عربو سره د جګړې وس نه لرو؛ خو سوله به درسره وکړو او داچې راسره و نه جنګېږې او و مو نه وېروې او و مو نه ګواښې او له خپل دينه مو وا نه ړوې؛نو موږ به هر کال دوه زره توپه ټوټه درکوو،چې زر توپه به يې د صفر په مياشت او نوره به يې د رجب په مياشت کې درکوو ( او په يوه نقل کې راغلي )، 33 زره ،33 نر اوښان ، 34 جنګي اسونه به درکوو، چې رسول اکرم (ص) يې دا وړانديز ومنه او سوله يې ورسره وکړه او و يې ويل : پر هغه خداى قسم،چې ژوند مې د هغه په لاس کې دى،چې عذاب تر نجرانه رسېدلى و او که سوله يې نه وه کړې؛نو ټول به د بيزو او خوک پر بڼه شوي ول او دښته به ورته سور اور شوې وه او خداى به ان د نجران ونې او چرګان هم له منځه وړي واى او په کال کې دننه دننه به پر ځمکه ټول نصارا له منځه تللي واى .

زمخشري ددې روايت تر نقلولو وروسته وايي : دا آيت د اهل کساء د فضيلت ښکارندوى دى، چې هېڅ دليل يې قوت ته نه رسي او همداراز د رسول اکرم (ص) د نبوت يو ښکاره دليل دى؛ځکه نه مخالف او نه موافق داسې کوم روايت نقل کړى،چې د نجران نصاراوو مباهله وکړه .

فخر رازي هم ددې روايت تر نقلولو وروسته وايي : دا آيت دلالت کوي،چې حسنين د خداى داستازي زامن دي؛ځکه رسول اکرم (ص) ته دنده ورکړل شوه، چې خپل زامن دې په مباهله کې ورګډ کړي؛نو د خداى استازي دواړه راوستل؛نو فرضېږي،چې ووايو حسنین ‏دواړه د رسول اکرم (ص) زامن دي .

بيا وايي : او هغه آيت چې پردې مانا ټينګار کوي، د انعام د سورت دا آيت دى : (وَمِن ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ _ تردې چې وايي : و زکريا و يحيى ) چې معلومه ده،عيسى د مور له پلوه ابراهيم ته منسوب دى؛نه د پلار له لوري؛نو جوتېږي،چې د لور زامن هم د انسان خپل اولاد ګڼل کېږي او تر يوې خبرې وروسته وايي : روايت شوى، چې ابا جعفر باقر(رحمة الله علیه) له حجاج بن يوسف سره پردې آيت استدلال کړى دى .

او همداراز د بقرې د سورت د (وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا) آيت په تفسير کې ليکي: له شعبي نقل شوي،چې ويلي يې دي :زه له حجاج سره وم،چې خراساني فقيه “يحيى بن يغمر” يې له بلخه په زنځيرونو تړلى راوست،ورته يې وويل : تا ويلي،چې حسن او حسين د خداى د استازي زامن دي . و يې ويل : هو !. حجاج وويل : يا بايد د خپلې خبرې لپاره د خداى له کتابه څرګند دليل راوړى او يا به دې د بدن يو غړى غوڅوم . يحيى ورته وويل: حجاجه ! د خداى له کتابه به درته داسې ښـکاره دليل راوړم،چې ورته هک پک شې. زړورتوب یې حجاج حيران کړ،چې په نوم يې ورته غږ وکړ او و يې ويل، چې د ((نَدْعُ أَبْنَاءنَا وَأَبْنَاءكُمْ)) پر آيت استدلال و نه کړې . يحيى : تر دې به هم روښانه دليل راوړم او ويې ويل : (وَنُوحًا هَدَيْنَا مِن قَبْلُ وَمِن ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ _ تردې چې وايي _ و زکريا و يحيى و عيسى په دې آيت کې عيسى د نوح ځوځات ښوول شوې دی ؛نو ته راته ووايه، چې د عيسى پلار څوک و،حجاج د څو شيبو لپاره غلى شو او بيا يې وويل :ته وا دا آيت مې تر اوسه اورېدلى نه و او بيا يې حکم وکړ: زنځير يې له پښو او لاسونو خلاص کړئ او دومره انعام هم ورکړئ .

دا کيسه سيوطي هم په درالمنثورکې د انعام د سورت ((وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ كُلاًّ هَدَيْنَا وَنُوحًا هَدَيْنَا مِن قَبْلُ وَمِن ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ) په آيت کې له دوو لارو،چې يو يې ابن ابي حاتم له ابي حرب بن اسود او بل يې له ابي الشيخ ،حاکم ،او بيهقي له عبدالملک بن عميره نه نقل کړې ده .

(ابن جرير طبري تفسير:3ټوک ،212 مخ ) له زيد او بيا په 212 مخ کې له سدى نه او په 213 مخ کې له علباء بن ،احمر يشکري او بيا په هماعه مخ کې له زيد نه په دې اړه روايت نقلوي، چې رسول اکرم(ص)،علي ،فاطمه ،حسن او حسين په مباهلې کې ګډون کړى و.

( سيوطي په درالمنثور کې د آل عمران د سورت د مباهلې د آيت په تفسير کې ) وايي : حاکم ( هغه دا حديث سم ګڼي) او ابن مردويه او ابو نعيم په دلايل کې له جابر (رض) څخه روايت کړى،چې ويې ويل : عاقب او سيد ،رسول اکرم (ص) ته راغلل ؛نو د خداى استازي دواړه اسلام ته راوبلل، چې دواړو ورته وويل : محمده ! موږ اسلام راوړى دى . د خداى استازي ورته وويل: دروغ وياست او که زړه مو غواړي ؛ نو درته به ووايم، چې ولې اسلام نه راوړئ . ورته يې وويل : ووايه. رسول اکرم (ص) ورته وويل : کومه مينه، چې تاسې له صليب،شرابو او د خوک له غوښې سره لرئ ؛ نو نه مو پرېږدي،چې اسلام راوړئ او بيا رسول اکرم (ص) ورته د مباهلې بلنه ورکړه او دې دواړو هم د سبا وعده ورکړه،چې بله ورځ رسول اکرم (ص) علي ،فاطمه ،حسن او حسين راوستل او پيغام يې ورولېږه،چې راشئ ؛ خو را نه غلل او د رسول اکرم (ص) پر نبوت يې منښته وکړه . د خداى استازي وويل : قسم پر هغه خداى،چې زه يې استازى رالېږلى يم که منښته يې نه وه کړې؛نو خداى به پرې په دښته کې اور راورلى و .

جابر (رض) وايي : د ((تَعَالَوْاْ نَدْعُ أَبْنَاءنَا)) آيت په دې پېښه کې نازل شوى او همداراز وايي : له (أَنفُسَنَا) څخه مراد پېغمبر اکرم (ص) او علي او له (أَبْنَاءنَا) څخه مراد حسنين او له (نِسَاءنَا) څخه مراد فاطمه ده .

( صواعق محرقه :93 مخ )وايي : دار قطني روايت کړى،چې علي د شورى پر ورځ هغه کسانو ته،چې هلته ناست ول،داسې وينا وکړه : پر خداى قسم درکوم، چې په تاسې کې تر ما رسول اکرم (ص) ته نږدې شته ؟ او څوک شته،چې خداى هغه د رسول اکرم (ص) نفس او زامن يې د رسول اکرم زامن او مېرمن يې د خداى د استازي ښځې ښوولې وي ؛ نو ټولو منښته وکړه، چې شهد الله ،نه [3] ( د حديث تر پايه )

[1] . ( آل عمران\٦١)

[2] . (١)مجمع البيان 2/452 .(٢)الكامل في التاريخ 2/23 .(٣)روح البيان 2/44 . (٤)زمخشري؛الكشاف 1/434 .(٥) فخررازي؛ تفسير كبير 8/85 .(٦) د امام ثعلبي تفسير: 95 مخ.(٧) امام سيوطي .دارالمنثور 4/38 .(٨)ابن مغازي الشافي؛ المناقب 263 مخ. (٩) صحيح مسلم ٧\١٢٠.(١٠)مسند امام احمد حنبل ١\١٨٥.(١١)تفسير طبري ٣ ټوک. (١٢)مستدرک ٣\١٥٠.(١٣)معرفة علوم حديث : ٥٠مخ.(١٤)دلايل النبوة ٢٩٧ مخ د حيدرآباد چاپ. (١٥)اسباب النزول ٧٤ مخ.(١٦)معالم التنزيل :١\٣٠٢.(١٧)مصابيح السنة ٢\٢٠٤. (١٨)تذکرة الخواص :١٧ مخ.(١٩)قرطبي؛جامع الاحکام القرآن ٣\١٠٤.(٢٠)تفسير بيضاوي ٢\٢٢.(٢١)ذخاير العقبى : ٢٥مخ. (٢٢)تفسير نيشاپوري ٣\٢٠٦.(٢٣)البحر المحيط ٢\٤٧٩. (٢٤) د اسماعيل بن کثير القرشي تفسير ١\٣٧٠.(٢٥)الاصابة ٢\٥٠٣. (٢٦)خلاصة الصواعق : ٨٩ باب.(٢٧)ينابيع المودة ٢٩٥-٢٩٩مخونه.(٢٨)احقاق الحق ٣\٥٩.(٢٩) فتح القدير :٣١٦ مخ.(٣٠)تفسيير روح المعاني ٣\١٦٧.(٣١)الجواهر في تفسير القرآن الکريم ١\١٢٧-١٢٦.(٣٢)د کشف الاسرار تفسير ٢\١٤٧-١٥١.

[3] نورې سرچینې یې دا دي:مجمع البيان 2/452 ، الكامل في التاريخ 2/23 ، روح البيان 2/44، د امام ثعلبي تفسير 95 مخ ، امام سيوطي ، دارالمنثور 4/38 ، ابن مغازي الشافي ، المناقب 263 مخ ،صحيح مسلم ٧\١٢٠،مسند احمد حنبل ١\١٨٥،تفسير طبري ٣ ټ،مستدرک ٣\١٥٠،معرفة علوم حديث ٥٠مخ،دلايل النبوة ٢٩٧ مخ د حيدرآباد چاپ،اسباب النزول ٧٤ مخ،معالم التنزيل١\٣٠٢،مصابيح السنة ٢\٢٠٤، تذکرة الخواص ١٧ مخ،جامع الاحکام القرآن قرطبي ٣\١٠٤،تفسير بيضاوي ٢\٢٢،ذخاير العقبى ٢٥مخ،تفسير نيشاپوري ٣\٢٠٦، البحر المحيط ٢\٤٧٩، د اسماعيل بن کثير القرشي تفسير ١\٣٧٠،الاصابة ٢\٥٠٣، خلاصة الصواعق ٨٩ باب،ينابيع المودة ٢٩٥-٢٩٩مخونه،احقاق الحق ٣\٥٩، فتح القدير٣١٦ مخ،تفسيير روح المعاني ٣\١٦٧،الجواهر في تفسير القرآن الکريم ١\١٢٧-١٢٦،د کشف الاسرار تفسير ٢\١٤٧-١٥١

سرچینه :

د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړنه : اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!