تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د متقیانو ځانګړنې حضرت علي (ک) وايي : و وقفوا اسماعهم على العلم النافع لهم «متقيان يوازې هغو علومو ته غوږ ږدي، چې ورته ګټور وي» * د اسلام له ليدلوري د علم مطلوبيت ومې پوښتل ګټور علم، کوم يو علم دی او متقي په کومو کچو ګټور علم وپېژني او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د متقیانو ځانګړنې

حضرت علي (ک) وايي : و وقفوا اسماعهم على العلم النافع لهم

«متقيان يوازې هغو علومو ته غوږ ږدي، چې ورته ګټور وي»

* د اسلام له ليدلوري د علم مطلوبيت

ومې پوښتل ګټور علم، کوم يو علم دی او متقي په کومو کچو ګټور علم وپېژني او غوږ ورته کېدي؟ د شروع له مخې کوم يو علم ستايل شوی دی؟ ايا په اسلام کې ناستايل شوی علم هم لرو؟ شک نشته چې اسلام علم ستايلی دی. په قرآن او رواياتو کې، په دې اړه ښه ټکي رارسېدلي. دا روايات په حديثي کتابونو لکه د شهيد ثاني منیةالمريد و آداب المتعلمين کتاب او د محسن فيض کاشاني د المحجة البيضأ فی احيأ الاحيأ د کتاب لومړی ټوک) کې وګورو. د بېلګې په توګه، په روایاتو کې راغلي:

علم د هر خير آر (او اصل) دی (غر رالحکم، ۲۰ مخ)

څوک چې د علم زده کړې ته ور روان وي، پرښتې يې تر پښو لاندې وزرونه غوړوي[1].

او هم روايت شوی چې پېغمبر اکرم (ص) يو ځای ته ولاړ، ويې ليدل یو شمېر ناست دي او د خدای تعالی ذکر کوي، له دوی تير شو او بلې کړۍ ته ورسېد، چې علمي مذاکره کوي. پېغمبر(ص) وويل: دواړه ښه دي؛ خو زه يې معلمۍ ته را لېږلی يم او له همدې کړۍ سره کېناست[2]. یا روايت شوی چې د عالم خوب د ناپوه او جاهل پر ويښوالي يا شپه په ويښه تېرولو غوره دی[3]. په دين کې د تفقه او ښه پوهېدو په باب هم پرېمانه آيتونه راغلي او لنډه دا چې اسلام یو ښوونځی دی چې پوهه يې ښه ايسي او ښه يې نه راځي چې لارويان يې ناپوه وي او د علم زده کړې ته يې هڅولي دي، او تاريخې شواهد هم دا مطلب تاييدوي؛ ځکه وينو مسلمانان هم پخپله په علم پسې ولاړل او ډېري علمي څانګې يې رادبره کړې او هم يې د نورو علم راننوتو ته ورونه پرانستل او نه یوازې يې ورشا نه کړه؛ بلکې غورچاڼ او خورونه – تغذیه يې هم ترې وکړه. د مسلمانانو په تاريخ کې، علم ته اهتمام او پاملرنه لږ تر لږه د څلورمې او پينځمې هجرې پېړيو پورې ښه ليدل کېږي، او دا چار لږ تر لږه راښيي چې د اسلام له نظره په علم پسې ورتلل او د پوهې د ډګر پراخول، مکروه او حرام نه دی او که مستحب يې ونه ګڼو، نو مباح والی خو یې محرز دی. که داسې نه وای؛ نو په مسلمينو کې د علومو پراختيا ته دغسې ستر غورځنګ پر پښو درېدای نشو.

* په مسلمانانو کې د يوناني اندنې راننوتل له دین سره د جګړه مارانو دسيسه نه وه.

دا چې يوې ډلې ويلي، ځينو منحرفانو د يونان فلسفه اسلامي حوزې ته ور دننه کړې چې د پېغمبر اکرم او امامانو پر وړاندې يې يوه هټۍ پرانستې وي، يوه خبر ده چې له تاريخي واقعيت سره اړخ نه لګوي. دې خلکو د اسلامي اندنې دننني ډيناميزم ته ور پام کړی نه دی. البته چورلټ دا احتمال ردولای نشو، چې کوم منحرف او بد نيته به پکې نه و؛ خو د يو ملت تاريخي بهير کله هم د څو تنو په دسيسه او بد نيتۍ نه ټاکل کېږي؛ بلکې يو تمدن، په خپل دننني ځواک، خپل بهير ټاکي. دا سمه نه ده چې ووايو، مسلمانانو علم نه غوښته او له بشري علومو او د علم له پراختيا نه ناخبره وو او يوازې يو ډله دسيسه مارانو (چې دسيسه يې هم بريالۍ شوه)، پوهه له پرديو زده کړه او په مسلمانانو کې يې خپره کړه او د اسلامي ښوونو پر وړاندې يې يوه نوې هټۍ پرانسته او مسلمانان يې د انحراف راولاړوونکيو علومو په دام کې راګېر کړل. په دې اړه ډېر دلايل راوړای شو، چې واقعیت دغسې نه و.

* اسلام د ګټور علم زده کړه ستايلې، نه مطلق هر علم

له دې سره سره په اسلامې نړۍ او اسلامي فرهنګ کې په مطلق پوهې او مطلقې څېړنې پسې ورتلل ستايل شوي نه دي. کومه پوهه چې څوک يې بايد زده کړي ځينې قيودات لري او موږ چې ددې اوږدې لارې په پيل کې يو، ددې قيوداتو پيژندنه راته ډېره مهمه ده. له پېغمبره (ص) په متواتر روايت کې راغلي:

« طلب العلم فريضه على كل مسلم و مسلمه : پر هر مسلمان او مسلمانې د علم زده کړه فرض ده[4]»

دا چې د علم زده کړه فرض ده، څه اختلاف پکې نشته؛ خو داچې فرض علم کوم يو دی، پکې اختلاف و. فقهاوو، فقه او متکلمانو کلام فرض علم ګڼلی، د ګټور علم په اړه ويينه به پر فرضي علم رڼا واچوي؛ ځکه فرضي علم هر څه چې وي د ګټور علم له کړۍ وتلای نشي او هرومرو په کې راځي.

اهل حديثو روايت کړی، چې پيغمبر (ص) په دعاګانو کې له څو څېزونو خدای ته پناه وړې او امام سجاد (ع) هم د ابو حمزه ثمالي په دعا کې، چې یو يې «بې ګټې علم» دی. له پېغمبره (ص) روايت شوی دی:

«اعوذبك من علم لاينفع: له بې ګټې علمه خدای ته پناه وړم»

* اروايي زېرمې د علم په څېر، بې پلوې او خنثی نه وي.

د ګټور علم او بې ګټې علم ترمنځ د بې اغېزې، خنثی او بې پلوي علم په څېر کوم منځنی پړاو نشته. ددې روايت مانا داده که علم ګټور نه وي؛ نو زیانمن به وي او موږ بې پلوی او بې اغېز علم نه لرو. غزالي په خپلو ليکنو کې همدې مانا ته اشاره کړې ده. پوهه انسان پر خپل حال نه پرېږدي، يا ابدي ژوند وربښي يا ابدي هلاکت. دا چې يو انسان فکر وکړي، يو څه یادوم او په خپل ذهن کې يې ږدم – لکه يوه بانکې شميره – او بيا يې هډو نه پوښتم، نه به راسره کار لري او نه به يې ورسره لرم؛ دغسې يو اند سم نه دی. شونې دي، چې ځينې زېرمې انسان ته ګټه و زيان ونلري؛ خو پوهه او هر ډول اروايي زېرمې به له انسان سره يو تړاو ولري. يا به ورته يو کړاو وي او يا څه ګټه وررسوي. داسې کومه اروايي او دنننی زېرمه نه پېژنو چې درلودل اونه درلودل يې يو رنګ وي. دا نشي کېدای چې یو څه په زړه کې کېدو او بيا يې نا ليدلی وګڼو او ووايو، ته وا ايښې مې نه دي.

* د بې ګټې علم يوه ساده مانا

که څه تقوا يوازې د پرهيزګاری پر مانا نه ده؛ خو دا يې يو رکن دی، او متقيان له بې ګټې علمه ډډه او پرهيز کوي. بې ګټې علم يوه ساده مانا لري او هغه دا چې ټولې پوهېدنې ګټورې نه دي او ځينې يې چټې دي او يوازې عمر ضايعوي. د ايرج ميرزا د اشعارو يادول، څه ته پکارېږي؟ پوهه ده؛ خو بې ګټې او همداراز زيانمنه. د نورو د خصوصي ژوند په هکله، ډېری ويل شوي او اورېدلي ټکي په همدې ډول دي. متقي له چټېاتو ځان ساتي او که (د اخروي يا دنيوي ګټو تضمينونکي) کومه جدي خبره نه وي؛ نو داسې کومې غونډې ته نه ورځې او خپل عمر او وخت پر چټي مطالبو نه تېروي، چې تر مرګ روسته، پر خپل خوشې له لاسه تللي عمر افسوس ونکړي. خو د ناګټور علم کړۍ تردې خورا پراخ ده او مساله تر دې خورا جدي ده، چې په همدې ساده خبرو يې پای ته ورسوو. بنسټيز او مهم ټکی دادی چې په اسلامي فرهنګ او پوهاوي کې، د علم په اړه تر څرګندونو ډېر، د عالم (پوه) په باب څرګندونې شوي دي.

په ديني پوهاوي کې، پر کوم ځانګړي علم ډډه شوې نه ده، چې کوم علم بد دی او کوم يو ښه (بې له ځينو حرامو لکه کوډې…) بلکې ډېر د عالم پر احوال ډډه لګول شوې ده؛ ځکه علم چې د عالم له ځانګړنو او اوصافو سره يو ځای شي خپله ګټه يا زيان را برسېروي. يعنې د عالم د اروا لوښی د علم ګټورتوب يا زيانمنتوب ټاکي او په مستقل ډول يې په اړه پرېکړه نشو کړای. پوهېږو چې عالم بايد له ډېرو ځانګړنو برخمن وي، چې هر چاته يې نشو ورکولای. په واقع کې علم، يو لفظي اشتراک دی؛ يعني يوه کلمه ده چې پر څو ماناوو اطلاقېږي، نن دا لفظي اشتراک د ډېرو مغالطو لامل شوی دی.

لکه چې غزالي وايي، د حکمت، ذکر او فقهې کليمات د شرع په اصطلاح کې خامې ماناوې لري او په عرف کې نورې ځينې، حکمت د متداولې فلسفې پر مانا نيسي او ځينې حکيمانو مو هم فلسفه د حکمت په نامې ياده کړې ده. خو دا چې د دين په ژبه کې له حکمته مراد، فلسفه وي، دا يوه شکمنه خبره ده، ان پرېکنده يې ويلای شو چې دغسې نه ده. شيخ صدوق له پېغمبره(ص) روايتوي:

راس الحكمه مخافه الله: له خدايه ډار د حکمت خورا اوچته مرتبه ده[5]»

او څو انسان له خدايه د خوف او ډار مقام ته ونه رسي، حکيم نه یادېږي. په اسلامي فرهنګي حوزو کې اصطلاحي فيلسوفان شته، خو په زړه کې يې له خدايه ډار نشته؛ نو په دې مانا حکيمانه ورته نشو ويلای.

خدای تعالی په اسرا سورت کې، د اخلاقو او عملي حکمت په تړاو د ډېرو ټکيو تر يادولو روسته (لکه بخل مه کوئ، اسراف مه کوئ، انسان وژنه مه کوئ، زنا مه کوئ، اولادونه مو د تنګلاسی له ډاره مه وژنئ، د پلار مړيو مالونو ته لاس مه ورغځوئ، د اجناسو په تللو کې انصاف خپل کړئ، ډنډۍ مه وهئ، په هغه څه پسې مه ځئ چې سم يې نه پېژنئ او په کبر پر ځمکه مه ځئ) پېغمبر(ص) ته وايي، دا يو لړ حکمتونه دي چې درباندې مې نازل کړل. انبياوو چې خلکو ته کتاب او حکمت وروښود، مطلب يې دا څېزونه دي، نه اصطلاحې فلسفه. که څه ځينې مطالب يې د فيلسوفانو له مطالبو سره نژدېوالی يا اړخ لګوي؛ خو دا مانا، سل په سلو کې پر هغې مانا د تطبيق وړ نه ده. خپله خدای هم حکيم يادېږي او حکمت يې بله مانا لري.[6] همدغسې د فقهې لفظ دی. نن فقه د حلالو او حرامو او فتواوو د علم په ډېرې محدودې مانا کارولېږي زموږ په عرف کې  فقيه هغه ته وايي چې پر شرعي فرعې احکامو پوهېږي او له «ادله و» يې را سپړلای او استنباطولای شي او خلکو ته يې ور زده کوي. حال دا چې په دين کې تفقه د حرامو او حلالو د علم د زده کړې پر مانا نه ده په رواياتو کې راغلي:

تفقهوا فى دين الله فان الفقه مفتاح البصيره و تمام العباده و السبب الى المنازل الرفيعه… و فضل الفقيه على العابد كفضل الشمس على الكواكب و من لم يتفقه فى دينه لم يرض الله له عملا [7] : د خدای په دين کې تفقه وکړئ، چې په رښتيا فقه د ليدانې او د عبادت د کمال کونجي ده، لوړو مراتبو ته د وررسېدو لامل او….پر عابد د فقيه غوراوی لکه پرستوريو د لمر، او څوک چې په خپل دين کې تفقه ونه کړي، خدای يې له هيڅ کړو وړو راضي نه دی»

ددې رواياتو په بېلګه کې له فقې مراد، دين پوهېدنه ده، نه يوازې له اسلامه پر يوې ځانګړې څانګې پوهېدنه، لکه په نننی مانا فقه.

* د عالم د علم په ارزښت کې د ده د ځانګړنو ونډه

روایت دی: « من حرم الخشيه لايكون عالما و ان الشعر فى متشابهات العلم : څوک چې د خدای له خشيته (ډاره) بې برخې وي، عالم نه يادېږي که څه علمي پېچلتياوې راوسپړي[8]»

او دا علم ټول رانغاړي؛ نو ځکه يو تن په دې شرط عالم دی چې خشيت ولري. بې د نورو ځانګړنو تر لاسه کولو، د علم را ډېری کول د اسلام (موخه او) مطلوب نه دی.

عالم چې د علم د زده کړې اندېښمني او وسوسه لري، دغسې بايد د نورو ځانګړو لکه زغم او صُمت (چوپتيا) د تر لاسه کولو اندېښمني هم ورسره وي[9] .

که علم په نورو ځانګړنو او اوصافو کې ښه ځای ونه نيو؛ نو پر مضر علم اوړي[10] .

نو په مطلق ډول د علم زده کړه او څېړنه د اسلام (موخه او) مطلوب نه دی او قيودات لري.

* د آزادې څېړنې دوه ماناوې

بايد ووايم ازاده څېړنه دوه ماناوې لري: يو دا چې څېړنه له دننه د عالم لخوا په کوم قيد مقيده نشي او بل دا چې عالم له د باندې په کوم قيد مقيد نشي. د دننني قيوداتو په شتون کې خو هډو څه شک نه پيدا کېږي؛ یعنې هيڅ څېړونکی نشي ويلای، چې له ګردو قيوداتو ازاد يم او بې د هيڅ مبدأ، مبنا او اصولو په پامنيوي، څېړنه کوم او د يو چار پايله ترلاسه کوم په ټولو علمي او فلسفي څېړنو کې مفروضات، سريزې او مسلمات لرو. يعنې خپل ذهن يو شمېر اصولو ته تسليموو او ځانګړی روش خپلوو او بيا څېړنه پيلوو. نو ځکه په دې مانا ازاده څېړنه شونې نه ده؛ يعنې که څوک غواړي له هيڅ ځايه پيل کړي، په واقع کې هيڅ ځای ته به نه ور رسي.

* څېړنه په هغو چارو پورې تړاو لري، چې څېړونکي ته ارزښتمنه او د څېړنې وړ وي.

بلخوا، څېړنه او پوهېدو ته څوبتيا، تل په هغو چارو پورې تړاو لري چې انسان يې پوهېدو ته پر ارزښت قايل وي. سمه ده چې پوهه تر ارزښته ښکلې ده او بايد دا دواړه له منطقي پلوه يو له بله جلا وي؛ خو دا هم سمه ده او له دې حکم سره ټکر نلري، چې ارزښتونه پر پوهو حکم چلوي يعنې د پوهې تر لاسه کول سائق او چلوونکي ته يو ارزښت دی، څه چې ارزښتمن بولو، ور درومو. هره پوښتنه مو خاطر نه را پاڅوي او هره څېړنه راته زړه پورې او مطلوبه نه ده. مولوی يوه ښه کيسه کوي:

آن يكى زد سيليى مر زيد را        حمله كرد او هم براى كيد را

گفت سيلى زن سوالت مى‏كنم        پس جوابم گوى و آنگه مى‏زنم‏

بر قفاى تو زدم آمد طراق        يك سوالى دارم اينجا در وفاق‏

اين طراق از دست من بودست يا        از قفاگاه تو اى فخر كيا

گفت از درد اين فراغت نيستم        كه درين فكر و تفكر بيستم‏

تو كه بى‏دردى همى انديش اين        نيست صاحب درد را اين فكر هين‏

(مثنوى، درېیم دفتر ، 1380 -1385 بیتونه)

په څپېړه وهل شوي وويل، دا د بې دردو پوښتنې دي، زه دردېدلی يم، ړومبی غچ اخلم، بيا ويينه درسره کوم. په بله کيسه کې وايي: د يوه سړی ګډه وډه ږيره وه، نيي ته ورغی، ورته يې وويل، نوې ښځه مې کړې او دا سپين ويښتان مې له ږيرې را بېل کړه، چې ځوان معلوم شم. نيي هم ټوله ږيره ور ووهله او مخې ته يې ور کېښووه، ورته يې وويل: په خپله يې بېل کړه، وخت راسره نشته:

آن يكى مرد دو مو آمد شتاب        پيش يك آيينه‏دار مستطاب‏

گفت از ريشم سپيدى كن جدا        كه عروس نو گزيدم اى فتى‏

ريش او ببريد كل پيشش نهاد        گفت تو بگزين مرا كارى فتاد

اين سوال و آن جواب است آن گزين        كه سر اينها ندارد مرد دين‏

(مثنوى، درېیم دفتر ، 1376 -1379 بیتونه)

دا عزتمن چې کومه پايله اخلي او موږ هم ترې دلته ګټنه کوو، داده، چې دردېدلو ته هره پوښتنه، پوښتنه او هره څېړنه، څېړنه ورته نه ده. دې ټکي ته ښه پام وکړئ چې يوه څېړنه هم له درد او ارزښتونو ازاده نه ده. يو وخت له آلمانه يو پلاوی راغلی و او پر ازادې څېړنې مو ويينه درلوده. ورته مې وويل، تاسې څېړنه کوئ چې داسې شراب جوړ کړئ چې فورفورل ونه لري، چې سردرد درته پيدا نکړي خو موږ پيسې په دې ډول څېړنو نه لګوو او څرګند دليل هم لرو. په هره ټولنه کې ځانګړي ارزښتونه بهېږي او دا ټولنه خپله پانګه ددې ارزښتونو د پلي کولو لپاره لګوي، نه بل څه ته. په دې مانا څېړنې هم له دننه او هم له دباندې د قيوداتو تر قيد لاندې راځي؛ یعنې ټولنه، د دننني ارزښتونو په دليل، له دباندې خپل لاسونه تړي؛ يعنې څېړونکی ځان له ناګټورو څېړنو پرشا کوي. او په ډاګه ده، چې ګټورتوب او ناګټورتوب، د يو ښونځي له ارزښتونو راولاړېږي؛ يعنې که موږ کومه مفکوره او ايديالوژي ونه لرو؛ نو نشو ټاکلای چې کوم څيز ګټور دی او کوم څيز نه دی.

د يوه انديز ښونځي نه درلودل اجازه نه راکوي، چې ګټه و زيان وټاکو؛ ځکه ګټه و زيان يو متعلق او تړاو غواړي. څه ته ګټور؟ او څه ته زيانمن؟ ګټور يعنې موخې ته مرستندويه او زيانمن يعنې له موخې مخنېوونکی او ترڅو يو موخه تعريف شوې نه وي او کوم ارزښت ټاکل شوی نه وي؛ نو ګټه و تاوان به خيالي مفاهيم وي. له نورو سره زموږ توپير په علمي او برهاني او روشونو کې نه دی. د علم روش او د تعقل او فلسفي برهان روش مشخص دی. دوی بايد زده کړو. خو دا چې د تجربې او برهان دا تلسکوپ د حقايقو د اسمان کوم ځای ته ورسيخ کړو او کوم ځای ورباندې وګورو، له دې روشونو ځنې نه ترلاسه کېږي او تلسکوب یې نه راښيي. دا زما او ستاسې ننګېرنې او حساسيتونه دي چې کوم ځای ليدو ته ښه بولو. د يو مسلمان عالم مهمترين اهتمام همدا دی، چې مومي د نړۍ کومه سيمه ښه د ليدو ده او کوم څيزونه يې ډېر په درد خوري او د ټپ ملهم يې دي. د بې درد انسان علم، يوه بې درده بوختيا ده؛ خو دردمند انسان، د درملو په لټه کې دی. موږ يوه تشه کسټه نه يو، يو تش جوال نه يو چې که هر څه له هره ځايه راشي، پکې يې وغورځوو او انګېرو چې ښه عالمېږو. انسان بايد غور چاڼوونکی وي او هر غورچاڼ يې سلو په سلو کې د هغو ارزښتونو او دردونو تر حکم لاندې دی چې د ده ښوونځی يې ور په ګوته کوي، او هره مړۍ چې راپورته کوي، علت لوږه ده :

جنبش خلق از قضا و وعده است        تيزى دندان ز سوز معده است‏

نفس اول راند بر نفس دوم        ماهى از سرگنده گردد نى ز دم‏

(مثنوى، درېیم دفتر ، 3079 او 3080 بیتونه)

ځينو مفسرانو د قرآن دا آيت (=فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ إِلَى طَعَامِهِ: نو انسان دې خپلو خوړو ته وويني: عبس،۲۴) همدغسې مانا کړی او ويلي يې دي، چې قرآن حکم کړی، چې انسان دې خپلو خوړو ته وويني چې څه خوري. همدا سپارښتنه د نفس د خوړو په اړه هم ده. انسان بايد د خپلو انديزو خوړو په باب هم اندنه وکړي. دا يوه بې ځايه خبره ده چې «بالاخره علم، علم دی» او ډېره زده کړه غوره ده. دا پوهه او علم بايد په زړه کې کېني چې له یو لړ ځانګړنو او خصلتونو برخمنه ده، که نه ډېره زده کړه به ډېره زيانمنه وي.

* ګټور علم ته د متقيانو له ور پاملرنې مراد

وقفوا اسماعهم على العلم النافع لهم

متقيان چې ګټور علم ته غوږ ږدي، په پيل کې يې له د باندې او د ښوونځې له ارزښتونو د اخستنې له لارې پوه شوي، چې لار يې کومه ده، څه ته راغلي او چېرې ځي، روسته دې لارې ته په پامنيوي، خپلې څېړنې تنظيموي او خپلو پوهو ته لوری ورکوي او د علم په لاس ته راوړو کې پرېمانه اندېښمني او ځيرنه کاروي؛ ځکه د غزالي په وينا: «علم هيڅوک پر خپل حال نه پرېږدي؛ يايې ابدي هلاکوي او يا ابدي ژوند وربښي» په اسلامي فرهنګ کې عالم کېدل په دې مانا نه دي، چې په ذهن کې يو لړ علمي مسالې ورډېری کړې. دا په عام عرف کې د ننني عالم مانا ده. کافي ده چې پر يوه څه (لکه د رياضي فورمولونه، د حافظ اشعار، د پلاني ليکوال ويناوې يا د پلاني علم قوانين) وپوهېږې چې عالم دې وبولي. خو په اسلامي معارف کې يو تن ددې معلوماتو په درلودو، عالم يا اسلامي عالم نه بلل کېږي، توپير نلري، چې علم يې څه دی: د توحيد علم دی. که د فلسفې، فقې،تفسير، رياضياتو او کيميا. يوازې په يو لړ پوهو پوهېدل، په اسلامي شريعت کې څوک عالمولای نشي. بايد پوهې يې ګټورې وي، چې له دې ځايه د عالم وګړه اهميت مومي او دا عالم لکه چې ومې ویل بايد خشيت (يو ډول ځانګړې ډارنه)، صمت (چوپتيا) او زغم ولري او علم يې د غفلت پر ځای د هوښيارۍ او ځيرکۍ لامل شي؛ يعنې له ځانه يې پردی نه کړي او د ځان پېژندنې حجاب يې ونه ګرځي او پر بوختيا ورته وانه وړي او يا يې د وياړنې، ځانښوونې او پېر پلور وزله ونه ګرځي.

* د علم زده کړې په مخالفت کې د عارفانو د وينا سم تفسير

اسلامي عارفانو د پوهې او د پوهې د زده کړې په اړه ډېرې هېښنده خبرې کړي. کله داسې په نظر رسي چې دوی د علم له زده کړې سره مخالفت کړی؛ خو داسې نه ده. هو په صوفيانو کې داسې کسان ول، چې ان له لوست ليک سره يې هم مخالفت کاوه؛ خو زموږ خبره د دوی په اړه نه؛ بلکې د هغو عزتمنو په اړه ده، چې د اسلامي معارفو له سمندره يې يو ګړوپ اخستی او دا مبارک تيونه يې رودلي دي. په ظاهره د دوی په ويناوو کې د علم له زده کړې سره د ضديت يو ډول بوی راخېژي؛ خو دا بايد سم تفسير کړو.

دوی په رښتینه کې د نارباني عالمانو او ناګټور علم مخالفين وو او خبره يې دا وه که څوک غواړي په اسلامي دقيقه مانا، عالم وي، کافي نه ده، يوازې پر څه څېزونو پوه شي؛ بلکې بايد ځينې ځانګړنې هم ولري.

* د مولوی په کلام کې د رټل شوي علم يوه بېلګه

مولوی په خپلو څرګندونو کې د وحې سرچينې په مرسته دا مانا ويلې ده. په توپان کې نوح (ع) خپل زوی ته وويل، چې په بېړۍ کې راسپور شه، او نن به څوک هم و نه ژغورل شي خو دا چې بېړۍ کې سپور شي، زوی يې ورته وويل: هود،۴۳: «سَآوِي إِلَى جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاء: د غره سرته به وخېژم، چې اوبه نه ور رسي، او ځان به وژغورم».

مولوی له دې داستانه دا ګټنه کوي، که کوم علم چا ته له وحې نه د استغنا او بې پروايۍ غرور راولاړ کړ؛ نو دا رټل شوی او مذموم علم دی؛ يعنې که چا وويل دا چې پر يو څه پوهېږم؛ نو د مرشد ارشاد او د لارښود ښيون – هدایت او د نبي وحې ته اړمن نه يم، پر علمي استکبار اخته شوی او ځان هيڅ سرچينې ته اړمن نه بولي؛ نو چورلټ غوليدلی او زيانمن شوی دی:

همچو كنعان سر ز كشتى وامكش        كه غرورش داد نفس زيركش‏

كه برآيم بر سر كوه مشيد        منت نوحم چرا بايد كشيد (…)

كاشكى او آشنا ناموختى        تا طمع در نوح و كشتى دوختى‏

كاش چون طفل از حيل جاهل بدى        تا چو طفلان چنگ در مادر زدى‏

يا به علم نقل كم بودى ملى        علم وحى دل ربودى از ولى‏

(مثنوى، څلورم دفتر ، 1409 -1416 بیتونه)

کاشکې ضمير يې له دې تورو پاک سپين وای، چې ځان يې انبياوو ته اړمن ننګيرلای.

* د علومو د ګټورتوب لږ تر لږه شرط دادی،چې د غفلت او ځان پېژندنې خنډ نشي.

همدغسې شونې ده، چې يو انسان په هستۍ پېژندنه کې دومره ډوب شي چې له ځان پېژندنې غافل شي. مخکې مې هم وويل. زموږ خپله وجود او شتون ارزښتمنه پانګه ده. تر دې به بل څه پيکه وي، چې انسان هر څه وپېژني؛ خو ځان نه، د هر څيز په قيمت پوهېږي؛ خو د ځان په بيه نه. هر علم زده کړي؛ خو ځان پېژندنه زده نکړي، څه چې علم ګټوروي، دا دی که پر ځان پېژندنې پای ته ونه رسي، لږ تر لږه پر ځان پېژندنې لار ورډپ نکړي؛ يعنې غفلت رانه وړي. داسې کسان ډېر دي، چې نړۍ پېژني، د علومو قوانين پېژني؛ اتم چاودوي؛ خو د همدې بوختياوو له امله په ژوند کې يې يوه ورځ يا ساعت ور مخې ته شوی نه دی چې له ځانه وپوښتي، موږ څوک يو؟ ولې راغلي يو؟ او دا پوښتې د عوامو په څېر ځوابوي:

صدهزاران فضل داند از علوم        جان خود را مى‏نداند آن ظلوم‏

داند او خاصيت هر جوهرى        در بيان جوهر خود چون خرى‏

گويد از كارم برآوردند خلق        غرق بيكاريست جانش تا به حلق‏

گويد او كه روزگارم مى‏برند        خود ندارد روزگار سودمند

(مثنوى، درېیم دفتر ، 2645 -2649 بیتونه)

او دا خو لا څه چې له خلکو ګيله کوي، چې کار ته يې نه ورپرېږدي. حال دا چې په واقع کې بېکاره دی؛ ځکه آريز کار ځان ته وررسېدنه او ځان پېژندنه ده:

كار او دارد كه حق را شد مريد        بهر كار او ز هر كارى بريد

ديگران چون كودكان اين روز چند        تا به شب‏تر حال بازى مى‏كنند

(مثنوى، شپږم دفتر، 586 او 587 بیتونه)

د علومو د ګټورتوب ړومبی او خورا لږ شرط دادی، چې که پر ځان پېژندې نه لګیا کېږي، لږ تر لږه يې مانع او خنډ نشي؛ ځکه چې

جان جمله‏ى علمها اين است اين        كه بدانى من كه‏ام در يوم دين‏

«د ټولو علومو نچوړ دادی، چې د قيامت  پر ورځ پوه شې چې څوک يم» دنيوي ژوند زموږ د ابدي ژوند يوه ډېره کوچنی برخه ده. ايا دا پوهه په آخرت کې پکارېږي که نه؟

* د ګټور علم يو شرط دادی چې آخرت دريادوي

انسان خپلې پوهې دومره زياتولای شي، چې د خپل ځواک منګولې د طبيعت په تنې کې ورښخې کړي او پر نورو لاسبری شي. خو ایا يو مانادوست انسان، په همدې اندازې قانع وي او د اخروي ژوند جوړونه يې مطلب نه وي؟ يو مسلمان ته هر څه د آخرت په تړاو تعريفېږي. بېغمبر(ص) يې و پوښت:

« ای المؤمنين اکيس: خورا ځيرک مؤمن څوک دی؟» ورته يې وويل:

اكثرهم ذكرا للموت و اشدهم استعدادا له: څوک چې تر ټولو ډېر مرګ يادوي او مړينې ته چمتو وي[11]»

د دې خبرې مانا داده، په دنيا کې چې څه تنظيموو، د آخرت فکر او حساب به مو په پام کې نيولی وي. نبايد د هغو په څېر اوسو چې:

وَرَضُواْ بِالْحَياةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّواْ بِهَا (یونس/۷) = هغوی چې په دنيوی ژوند راضي شول او زړونه يې پرې ډاډمن شول.

هغوی چې دنیا مسافرتون نه ګڼي، بلکې ته وا راغلي چې پکې ميشت شي، نو د دوی علم هم دنيوي علم دی او دا هغه څه دي چې مولوي ويلي:

هم در اين سوراخ بنايى گرفت        در خور سوراخ، دانايى گرفت‏

(مثنوى، درېیم دفتر ، 3979 بیت)

يعنې په همدې سوړه کې يې کور جوړ کړ او د سوړي د وړتيا هومره يې پوهه ترلاسه کړه، يعنې د يو موږک په څېر دی چې د یوې سوړي په کونج کې يې کور دی او پوهه يې هم د سوړي د کونج په وړتيا ده. خپله ټوله پوهه په دې لار کې کاروي کومه څنډه چې ورکړه شوې او پکې پروت دی، په زړه پورې او ښه سنبال شي. دلته د عالم يوې بلې ځانګړنې ته ور رسو. هر علم چې له انسانه اخرت هېروي او دنیا ورته ښه ور برېښووي (را روسته به د دنیا د دقيقې مانا په اړه وګړېږو) د بې ګټې او رټل شويو علومو يوه برخه ده.

* د بې عمله عمل زده کړه، د تمې يو مصداق؛ نو ځکه رټل شوی دی

* بې عمله عمل هم د بې ګټې علم یو مصداق دی:

از صد يكى به جاى نياورده شرط علم        وز حب جاه در طلب علم ديگرى‏

از من بگوى عالم تفسيرگوى را        گر در عمل نكوشى نادان مفسرى‏

علم آدميت است و جوانمردى و ادب        ور نى ددى به صورت انسان مصورى‏

با شيرمردى‏ات سگ ابليس صيد كرد        اى بى‏هنر بمير كه از گربه كمترى‏

(كليات سعدى، ص 753 او 754)

« د علم له سلو شرطونو ځنې دې یو هم عملي نکړ، او د ځانخوښونې له مینې د نورو علومو په لاس ته راوړو کې هڅه کوې، زما له لوري تفسیرونکی عالم ته ووایه، که په عمل کې هڅه ونکړې ناپوه مفسر یې، علم سړیتوب، ځوانمردي او ادب دی، که نه لیوه یې، چې په انساني بڼه انځور شوی یې د نارینتوب په زمري دې د ابلیس سپی ښکار کړ، ای بې هنره ومره چې تر پیشو ورټیټ یې» ( د سعدي کلیات:۷۵۳ او ۷۵۴ مخونه)

د بې عمله عالم علم راټولونه د تمې یو مصداق دی او تمه د اخلاقي رذایلو یوه برخه ده، چې یوازې د مال په راټولو کې نه ښکاره کېږي ډېر ځل د علم په راټولونه کې هم راڅرګندېږي. علم د دنیوي متاعو یوه برخه ده او د دنیا له نورو څېزونو سره هیڅ توپیر نلري؛ خو دا چې د عالم له خشیت، صمت او حلم… له ځانګړنو سره واخږل شي، چې د اخروي نعمت برخه شي.

د علم په راټولو کې تمه، او په دې نیت چې پر نورو پر خپل علم وویاړې، چې دا په ټولنه کې د شخړې، کبر او ویاړنې لاملېږي. دا طماع ( تمه کوونکي) عالمان دي، چې دنیا ته یې اور اچولی. د دنیوي متاع نښه داده چې شخړه او لانجې پرې کوي. پر جنتي نعمت شخړه نه کېږي، بلکې پر څه چې شخړه کېږي هغه د دنیوي څېزونو او اجناسو شمېر دی. دا خدای رازده کړي چې جنت هغه ځای دی چې له زړونو ټولې کینې مینځلېږي

وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ إِخْوَانًا عَلَى سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ ( حجر/۴۷) = له سينو يې هر ډول كينې او دښمنۍ لرې كوو،چې د وروڼو په څېر پر تختونو، يو بل ته مخامخ کېني .

إِنَّ ذَلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ أَهْلِ النَّارِ (ص/۶۴) = بېشکه د دوزخيانو خپلمنځي شخړه یو واقعیت دی.

چېرې چې شخړه وي، هلته به د جهنم یوه لمبه وي، چېرې چې مینه او دوستي او وي، هلته به د جنت یو ګل راټوکېدلی وي، ان په همدې دنیا کې.

* کوم علم چې د شخړې او ویاړنې لامل شي، دنیوي دی نو ځکه رټلی دی.

کوم علوم چې د شخړې او ویاړنې لاملیږي، ناګټور دی. مولانا وایي: تاسې ړانده یاست. د علم و عقل لکړه یې درکړه، او تا یې ددې پر ځای چې لار پرې ووینئ، په جګړه او شخړه مو لاس پورې کړ او د خپل ښوونکي سره مو پرې وواهه.

او عصاتان داد تا پيش آمديد        آن عصا از خشم هم بر وى زديد

چون عصا شد آلت جنگ و نفير        آن عصا را خرد بشكن اى ضرير

(مثنوى، لومړی دفتر ، 2137 او 2138 بیتونه)

اوس چې لکړه د شخړې لامل شوې، ماته يې کړه، نوره نه پکارېږي؟ که علوم په دنيا کې د شخړې، وياړنې، ځانښوونې او تزين لامل شي، علوم نه دي او پوهېدونکی يې په اسلامي فرهنګ او معارفو کې عالم نه ګڼل کېږي. نړۍ ته نالوستو اور اچولی که لوستو؟ هر لوستی، حقيقي عالم نه دی او علم بې له سواد او لوستې دی.

* له رباني عالمه مراد څه دی؟

علي (ک) کميل ته وويل، چې خلک په درېيو ډولونو دي:

الناس ثلاثه: فعالم ربانى و متعلم على سبيل نجاه و همج رعاع[12]

« یو شمېر رباني عالمان دي، یو شمېر زده کړیالان دي، چې زده کړه ترې کوي او پاتې هم په تشیال کې خپاره واره ماشي دي»

یعنې په اسلام کې تر يو ډول ډېر علم نه پېژنو او دا هم رباني علم دی. تر يوه عالمه هم ډېر نه پېژنو او دا هم رباني عالم دی. رباني علم؛ يعنې هغه علم چې الهي لوری لري، که رياضيات وي که فقه؛ نو ځکه څوک چې الهي لوری نلري، که څه عالم يادېږي، نو دا بايد د اسلام په منطق کې د عالمانو له جرګې د باندې وګڼو، دا ماشی دی او ماشی باد هرې خوا ته وړي:

مر سفيهان را ربايد هر هوا        زانكه نبودشان گرانى قوا

(مثنوى، درېیم دفتر، 4310بیت)

د شهوت باد او د غوسې او غصب توپان چې لګېږي، دوی پر خپل ځای نه پاتېږي.

گفت خواهم مرد بر جاده‏ى دو ره        در ره خشم و به هنگام شره‏

وقت خشم و وقت شهوت مرد كو؟        طالب مردى دوانم كو به كو

كو در اين دو حال مردى در جهان؟        تا فداى او كنم امروز جان‏

(مثنوى، پنځم دفتر، 2892 -2894 بیتونه)

که څوک داسې و، چې دا سيلۍ يې له ځايه ونشي خوځولای؛ نو دا رباني عالم دی د مولانا په تعبير، رباني عالم، سپکوزی دی نه دروند. دا پر علم سپور دی او وزرونه غوړوي، نه دا چې علم پرده ورسپور وي. د پټو سترګو علمونه، رغۍ او نا سنجول شوې خبرې او د طوطيانو په څېر د نورو خبرې کول، چې يوازې مجلس پرې جوړ او تود شي، له چا عالم نه جوړوي، يوازې درنښت يې ورزیاتوي، په داسې ځایونو کې انسان تش دی؛ خو (دروغجن) درنښت ننګيري، لکه د ناروغ معده، چې وايي موړ او ډک يم؛ خو له تشوالي يې ناروغ د مرګ پر پولې درولی:

علم تقليدى بود بهر فروخت        چون بيابد مشترى خوش برفروخت‏

مشترى علم تحقيقى حق است        دائما بازار او با رونق است‏

(مثنوى، دویم دفتر، 3265 او 3266 بیتونه)

 د پټو سترګو علم د پلور لپاره وي، چې پېرونکي يې راشي ښه يې ورپلوري، حق د څېړنيز علم پېرونکی دی، تل يې بازار سم تود وي.

ځينې پلټنې او غوټې پرانستنې د لوبو د وزلو په څېر يو لړ بې حاصله بوختياوې دي خو غټانو ته.

عقده را بگشاده گير اى منتهى        عقده‏ى سختست بر كيسه‏ى تهى‏

(مثنوى، پنځم دفتر، 560 بیت)

 يعنې فرضاُ دا غوټه دې پرانسته؛ نو وبه وينې چې کڅوړه تشه ده. دا ټول وخت دې په غوټه پرانستو د څه لپاره تېر کړ؟ ړومبی ووينه چې د کوم څيز غوټه پرانځې؟ مطلقه غوټه پرانستنه خو مطلوب چار نه دی، نبايد علم له بې حاصله غوټې پرانستو سره يو وګڼو. په نړۍ کې ستونزې ډېرې دي، بايد ووينو له ستونزاوارۍ څه غواړو؟

عقده را بگشاده گير اى منتهى        عقده‏ى سختست بر كيسه‏ى تهى‏

در گشاده عقده‏ها گشتى تو پير        عقده‏ى چندى دگر بگشاده گير

عقده‏اى كان بر گلوى ماست سخت        كه بدانى كه خسى يا نيكبخت‏

(مثنوى، پنځم دفتر، 560 -562 بیتونه)

د تنې پر ګودي دې يوه غوټه ده او دا دې د نېکمرغۍ غوټه ده او نه پوهېږې چې نېکمرغه يې يا بد مرغه. دا غوټه به کله پرانځې؟

* بل دليل چې عارفانو د علم زده کړې ته اهميت نه ورکاوه

عارفانو ځکه علم ته په سپکه کتل چې «حيرت» يې تر «علم» اوچت باله. د فلسفې او علم آريزه ونډه حيرت څنډنه ده او هغه چې د هستۍ په راز کې هک اریان پاتېدل غوره ګڼې؛ نو په علم دومره زړه نه تړي. د مولوی په وينا « سبب يا لامل پېژندنه» د حيرت د زوال لاملېږي او همدا حيرت او هېښتيا حضرت ربوبي ذات ته د ورتلو پاڼه ده.

از سبب‏دانى شود كم حيرتت        حيرت تو ره دهد در حضرتت‏

(مثنوى، پنځم دفتر ،795 بیت)

«يعنې له لامل پېژندنې دې حيرت کمېږي، او حيرت دې په خپل حضرت کې لار درکوي»

* له بېلا بېلو علومو سره د متقيانو مخامخېدنه

څه مو چې وويل له مخې يې متقي انسان ځان مجاز نه بولي چې هر کتاب ولولي، هره خبره واوري او په هر علم پورې زړه وتړي او خپل وخت د هرې غوټې په پرانستو او هرې ستونزاوارۍ کې تېر کړي. نوموړی دلته هم له ځان سره د مينې په پار او د اخروي ژوند په پامنيوي د يو مجاهد انديال او محتاط په څېر ګام اخلي. دا کار د خدای په لار کې يو ډول هڅه او مبارزه ده او تر جهاد روسته به الهي ښيون هم راورسي:

وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ (عنکبوت/۶۹) = او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په (لار كې) هلې ځلې وكړي؛ هرومرو خپلې لارې وروښيو او بېشکه خداى د نېكانو مل دى .

او څرګنده ده، چې دا مجاهدت د احسان له مصادیقو ځنې دی.

* د علومو د ګټې او زیان سنجونه

اوس، د يو علم د ګټورتوب يا زيانمنتوب تشخيص د چا پر غاړې دی؟ موږ په فقه کې په دې باب یوازې يو عنوان لرو؛ يعنې د ضاله کتابونو تحريم او د عامو مسلمانانو له لاسرسي يې ساتل (البته د کوډو په څېر علم، په ځانګړي توګه حرام شوی دی).

د ضاله کتابونو د حرمت عنوان هم د عوامو د ايمان او ګروهې د ساتنې لپاره يو ټوليز عنوان دی. د علم ګټورتوب او ناګټورتوب دې هر څوک ځان ته وسنجوي. لکه څنګه چې له ناروغۍ راولاړوونکيو خوړو پرهيز کوي او په اړه يې طبيبان بوښتي، بايد د علمي خورونې – تغذيه په باب هم ددې فن له باخبرو مرسته وغواړو؛ همدا او بس. د ناګټور علم حذفول، د کومې ډلې او ټاکل شوې کومېټی کار نه دی.

لکه چې مخکې مې وويل، د يو علم ګټورتوب يا زیانمنتوب تر دې ډېر چې په خپله علم او منځپانګې پورې يې اړوند وي، د عالم په روحي اړخونو پورې تړاو پيدا کوي. او دا مو داسې یوه مساله نه ده چې څوک يې له پورته نورو ته وټاکلای شي او يا يې په اړه حکم وکړي. دا مساله تر هر لامل ډېر په دې پورې اړه لري چې په ټولنه کې د ښوونځي د ښوونو روح څومره ورپوکول شوی، چې وګړي مناسبه ټاکنه او غورچاڼ وکړي.

هو، په اسلامي ټولنه او په ګردو بشري ټولنو کې، تل يو شمېر کسان وي، چې له عقلي پلوه کمزوري دي او بايد ويې ساتو چې پر شبهه اخته نشي او ناروغۍ زيږي انديز خواړه ورنکړای شي. په رښتینه کې دا مطلب پر دوی پېرزوينه ده.

له فقهي پلوه، اسلامي چارواکي تر همدې بريده قدرت چلولای شي. البته په دې شرط چې حدود يې ښه ټاکل شوي وي. تر دې ډېر لاسوهنه به يې، د مشورې ورکونې په بريد کې وي. کټ مټ لکه څنګه چې د روزنېزو علومو يو کارپوه، يو تن د رياضياتو له لوستو منع کوي؛ ځکه پوهېږي چې نوموړی تر پايه دا لار نشي وهلای.

* له اسلامي علم و هنره مراد

په دې اړه مو خبره يوازې داده چې: له کوزې هماغه راوځې چې پکې وي. تاسې که يوه اسلامي کوزه شئ، نو څه چې ترې راوځي، اسلامي دي. اسلامي هنر يعنې د هغه چا هنر چې ژمن او متعهد مسلمان دی، پر ديني ارزښتونو ولاړ او پر ديني پوهاويو لاسبري لري؛ همدا او بس، څه چې له دغسې هنرمنده وزېږي، اسلامي هنر دی. اسلامي هنر کوم بل څيز نه دی. هو اسلامي فقه، په ځانګړي تعريف د وحې له سرچينې را ولاړه شوې ده؛ خو په دې مانا اسلامي هنر نه لرو. موږ اسلامي تمدن او اسلامي فرهنګ لرو. مسلمانانو په تېرو کې یو تمدن او فرهنګ رادبره کړ او ددې تمدن په لمن کې علوم او صنايع راوټوکېدل او ځان يې ونيو. دوې ته ولې اسلامي وايو؟ دا ځکه چې دوی مسلمانانو زيږولي دي. مسلمان هم؛ يعنې هغه چې له اسلامي ښوونو باخبر او پر ديني ارزښتونو پابندي ولري. اسلامي علوم، هغه علوم دي، چې د هغو مسلمانانو په لمن کې راټوکېږي چې پر اسلامي معارفو لاسبري او پر اسلامي ارزښتو ملتزم وي؛ همدا او بس. له فقې، تفسير او اخلاقو چې تېر شو( چې له وحې او ديني معارفه اخستل شوي) بل علم نلرو چې اسلامي (يعنې له وحې اخستل شوې) يې وبولو. د هندسې، فزيک او … په څېر علومو اسلامي والی، که کومه مانا ولري، هماغه ده چې د مسلمانانو په لمن کې راټوکېدلي دي. اسلاي فلسفه هم همدا مانا لري؛ يعنې د مسلمانو فيلسوفانو فلسفه. اسلامي پوهنتون، اسلامي هنر او… هغه چارې چې پر اسلامي صفت ورته قايليږو، اسلامي والي ته يې د هيڅ څيز اړتيا نشته؛ خو يوازې دا چې د مسلمانانو زوکړې وي؛ همدا او بس.

* څرنګه انساني اسلامي علوم درلودای شو؟

زموږ په ټولنه کې چې د انساني علومو په اړه کوم حساسيت رادبره شوې، یو شمېر یې اړ کړي چې « انساني- اسلامي» علوم تولید کړي؛ یعنې د فقې په څېر یې د اسلامي معارفو له کانه راوباسي. دا له هغو ورک مرغه په څېر دی، چې تر اوسه د هیچا په دام کې راګېر شوی نه دی. دلیل یې هم دادی چې موږ په هماغې مانا چې اسلامي هندسه او فزیک نه لرو، اسلامې اروا پوهنه هم نلرو او په هماغه مانا چې اسلامي هندسه لرو، اسلامي ټولنپوهنه هم لرو.

د مسلمانانو انساني علوم، اسلامي انساني علوم دي. دلیل یې دادی، چې د دغسې وګړیو حساسیتونه د نامسلمان وګړي له حساسیتونو توپیر لري. دوی چې کومې غوټي راسپړي، بې له هغو غوټو دی، چې نور یې راسپړي. مساله او موخه یې له نورو سره توپیر کوي؛ خو البته روش او دود یې یو دی او نشي کړای چې نه وي؛ دا ځکه د علم د خېمې ستنه، علمي روش دی. انساني- اسلامي علوم به مسلمانان رادبره کړي؛ خو په دې اړه مې وړاندیز دادی، کوم مسلمان پوهان چې پر انساني علومو پوهېږي، اسلامي معارف ورزده کړئ، چې روحیات یې به دواړو واخږل شي؛ بیا چې دوی هر څه تولید وي، له اسلامي حساسیتونو سره به انساني علوم شي او دا چار یوازې او یوازې په پوهنتونونو کې کېدای شي. (دباندې) د علومو اسلامي کولو ته کومه کیمیا نشته. دا کیمیا، د مسلمانو پوهانو د معنویت او اسلامیت دنننی پانګه ده، دا چې پر هر علم ووهي، اسلامي کړي؛ همدا او بس. البته دغسې علوم، له تېروتنې خالي نه دي. او کوم علم دی چې له تېروتنې به بچ وي؟ دا تېروتنې هم عین اسلامي علم دی.

 

[1] المحجة البيضأ: ۲۰/۱ مخ

[2] المحجة البيضأ: ۲۲/۱ مخ

[3] المحجة البيضأ: ۲۱/۱ مخ

[4] بحارالانوار : ۱/۱۷۷ مخ

[5] شيخ صدوق، من لايحضره الفقيه، جزء رابع فى النوادر، حديث 8، من الفاظ رسول‏الله (ص) الموجزه التى لم يسبق اليها

[6] ددې مطلب د تفصيلی ليدو لپاره وګورئ: سروش، حکمت و معیشت، لومړی دفتر، شپږم درس

[7] تحف العقول: ۳۰۲ او ۳۰۳ مخونه.

[8] المحجة البيضأ: ۱/۶۹ مخ

[9] له امام رضا روايت دی »من علامات الفقه، الحلم و الصمت (المحجه البيضاء، ج 1، ص 157) او هم له امام علي (ک): ان للعالم ثلاث علامات: العلم و الحلم و الصمت (بحارالانوار، جزء 2، كتاب العلم، ص 59).

[10] د مطلب تفصيل وګورئ: سروش، علم چيست، فلسفه چيست« موضوع علم و عالم در بينش اسلامي»

[11] المحجة البيضأ : ۲۴۲/۸ مخ

[12] نهج‏البلاغه، كلمات قصار 147

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!