تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په نهج البلاغه کې د متقیانو د ځانګړنو یا د همّام خطبې شرح   (روایت دی، چې ((همام)) د علي (ک) یو عابد ملګری وه، ویې ویل: امیرالمؤمنینه! پرهېزګاران راوښیه، لکه چې ګورم یې. په ځواب کې یې امام څه درنګ وکړ ویې ویل: ((همامه! له خدایه وډار شه او نېکچاری […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په نهج البلاغه کې د متقیانو د ځانګړنو یا د همّام خطبې شرح

 

(روایت دی، چې ((همام)) د علي (ک) یو عابد ملګری وه، ویې ویل: امیرالمؤمنینه! پرهېزګاران راوښیه، لکه چې ګورم یې. په ځواب کې یې امام څه درنګ وکړ ویې ویل: ((همامه! له خدایه وډار شه او نېکچاری وسه، چې خدای له پرهېزګارانو او نېکچارو سره مل دی))؛ خو همام لاس نه اخسته او ټینګار یې درلود، تر دې چې امام هوډ وکړ، د پرهېزګارانو ځانګړنې وښیي؛ نو تر څښتن ستاينې او پر پېغمبراکرم (ص)  تر درود وروسته یې وویل:)

 

رُوِيَ أَنَّ صَاحِباً لِأَمِيرِ الْمُؤْمِنِينَ (عليه السلام) يُقَالُ لَهُ هَمَّامٌ كَانَ رَجُلًا عَابِداً فَقَالَ لَهُ يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ صِفْ لِيَ الْمُتَّقِينَ حَتَّى كَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَيْهِمْ فَتَثَاقَلَ (عليه السلام) عَنْ جَوَابِهِ ثُمَّ قَالَ يَا هَمَّامُ اتَّقِ اللَّهَ وَ أَحْسِنْ فَإِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوْا وَ الَّذِينَ هُمْ مُحْسِنُونَ فَلَمْ يَقْنَعْ هَمَّامٌ بِهَذَا الْقَوْلِ حَتَّى عَزَمَ عَلَيْهِ فَحَمِدَ اللَّهَ وَ أَثْنَى عَلَيْهِ وَ صَلَّى عَلَى النَّبِيِّ (صلى الله عليه وآله) ثُمَّ قَالَ (عليه السلام) :
أَمَّا بَعْدُ فَإِنَّ اللَّهَ سُبْحَانَهُ وَ تَعَالَى خَلَقَ الْخَلْقَ حِينَ خَلَقَهُمْ غَنِيّاً عَنْ طَاعَتِهِمْ آمِناً مِنْ مَعْصِيَتِهِمْ لِأَنَّهُ لَا تَضُرُّهُ مَعْصِيَةُ مَنْ عَصَاهُ وَ لَا تَنْفَعُهُ طَاعَةُ مَنْ أَطَاعَهُ فَقَسَمَ بَيْنَهُمْ مَعَايِشَهُمْ وَ وَضَعَهُمْ مِنَ الدُّنْيَا مَوَاضِعَهُمْ فَالْمُتَّقُونَ فِيهَا هُمْ أَهْلُ الْفَضَائِلِ مَنْطِقُهُمُ الصَّوَابُ وَ مَلْبَسُهُمُ الِاقْتِصَادُ وَ مَشْيُهُمُ التَّوَاضُعُ غَضُّوا أَبْصَارَهُمْ عَمَّا حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَ وَقَفُوا أَسْمَاعَهُمْ عَلَى الْعِلْمِ النَّافِعِ لَهُمْ نُزِّلَتْ أَنْفُسُهُمْ مِنْهُمْ فِي الْبَلَاءِ كَالَّتِي نُزِّلَتْ فِي الرَّخَاءِ وَ لَوْ لَا الْأَجَلُ الَّذِي كَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ لَمْ تَسْتَقِرَّ أَرْوَاحُهُمْ فِي أَجْسَادِهِمْ طَرْفَةَ عَيْنٍ شَوْقاً إِلَى الثَّوَابِ وَ خَوْفاً مِنَ الْعِقَابِ عَظُمَ الْخَالِقُ فِي أَنْفُسِهِمْ فَصَغُرَ مَا دُونَهُ فِي أَعْيُنِهِمْ فَهُمْ وَ الْجَنَّةُ كَمَنْ قَدْ رَآهَا فَهُمْ فِيهَا مُنَعَّمُونَ وَ هُمْ وَ النَّارُ كَمَنْ قَدْ رَآهَا فَهُمْ فِيهَا مُعَذَّبُونَ قُلُوبُهُمْ مَحْزُونَةٌ وَ شُرُورُهُمْ مَأْمُونَةٌ وَ أَجْسَادُهُمْ نَحِيفَةٌ وَ حَاجَاتُهُمْ خَفِيفَةٌ وَ أَنْفُسُهُمْ عَفِيفَةٌ صَبَرُوا أَيَّاماً قَصِيرَةً أَعْقَبَتْهُمْ رَاحَةً طَوِيلَةً تِجَارَةٌ مُرْبِحَةٌ يَسَّرَهَا لَهُمْ رَبُّهُمْ أَرَادَتْهُمُ الدُّنْيَا فَلَمْ يُرِيدُوهَا وَ أَسَرَتْهُمْ فَفَدَوْا أَنْفُسَهُمْ مِنْهَا أَمَّا اللَّيْلَ فَصَافُّونَ أَقْدَامَهُمْ تَالِينَ لِأَجْزَاءِ الْقُرْآنِ يُرَتِّلُونَهَا تَرْتِيلًا يُحَزِّنُونَ بِهِ أَنْفُسَهُمْ وَ يَسْتَثِيرُونَ بِهِ دَوَاءَ دَائِهِمْ فَإِذَا مَرُّوا بِآيَةٍ فِيهَا تَشْوِيقٌ رَكَنُوا إِلَيْهَا طَمَعاً وَ تَطَلَّعَتْ نُفُوسُهُمْ إِلَيْهَا شَوْقاً وَ ظَنُّوا أَنَّهَا نُصْبَ أَعْيُنِهِمْ وَ إِذَا مَرُّوا بِآيَةٍ فِيهَا تَخْوِيفٌ أَصْغَوْا إِلَيْهَا مَسَامِعَ قُلُوبِهِمْ وَ ظَنُّوا أَنَّ زَفِيرَ جَهَنَّمَ وَ شَهِيقَهَا فِي أُصُولِ آذَانِهِمْ فَهُمْ حَانُونَ عَلَى أَوْسَاطِهِمْ مُفْتَرِشُونَ لِجِبَاهِهِمْ وَ أَكُفِّهِمْ وَ رُكَبِهِمْ وَ أَطْرَافِ أَقْدَامِهِمْ يَطْلُبُونَ إِلَى اللَّهِ تَعَالَى فِي فَكَاكِ رِقَابِهِمْ وَ أَمَّا النَّهَارَ فَحُلَمَاءُ عُلَمَاءُ أَبْرَارٌ أَتْقِيَاءُ قَدْ بَرَاهُمُ الْخَوْفُ بَرْيَ الْقِدَاحِ يَنْظُرُ إِلَيْهِمُ النَّاظِرُ فَيَحْسَبُهُمْ مَرْضَى وَ مَا بِالْقَوْمِ مِنْ مَرَضٍ وَ يَقُولُ لَقَدْ خُولِطُوا وَ لَقَدْ خَالَطَهُمْ أَمْرٌ عَظِيمٌ لَا يَرْضَوْنَ مِنْ أَعْمَالِهِمُ الْقَلِيلَ وَ لَا يَسْتَكْثِرُونَ الْكَثِيرَ فَهُمْ لِأَنْفُسِهِمْ مُتَّهِمُونَ وَ مِنْ أَعْمَالِهِمْ مُشْفِقُونَ إِذَا زُكِّيَ أَحَدٌ مِنْهُمْ خَافَ مِمَّا يُقَالُ لَهُ فَيَقُولُ أَنَا أَعْلَمُ بِنَفْسِي مِنْ غَيْرِي وَ رَبِّي أَعْلَمُ بِي مِنِّي بِنَفْسِي اللَّهُمَّ لَا تُؤَاخِذْنِي بِمَا يَقُولُونَ وَ اجْعَلْنِي أَفْضَلَ مِمَّا يَظُنُّونَ وَ اغْفِرْ لِي مَا لَا يَعْلَمُونَ فَمِنْ عَلَامَةِ أَحَدِهِمْ أَنَّكَ تَرَى لَهُ قُوَّةً فِي دِينٍ وَ حَزْماً فِي لِينٍ وَ إِيمَاناً فِي يَقِينٍ وَ حِرْصاً فِي عِلْمٍ وَ عِلْماً فِي حِلْمٍ وَ قَصْداً فِي غِنًى وَ خُشُوعاً فِي عِبَادَةٍ وَ تَجَمُّلًا فِي فَاقَةٍ وَ صَبْراً فِي شِدَّةٍ وَ طَلَباً فِي حَلَالٍ وَ نَشَاطاً فِي هُدًى وَ تَحَرُّجاً عَنْ طَمَعٍ يَعْمَلُ الْأَعْمَالَ الصَّالِحَةَ وَ هُوَ عَلَى وَجَلٍ يُمْسِي وَ هَمُّهُ الشُّكْرُ وَ يُصْبِحُ وَ هَمُّهُ الذِّكْرُ يَبِيتُ حَذِراً وَ يُصْبِحُ فَرِحاً حَذِراً لِمَا حُذِّرَ مِنَ الْغَفْلَةِ وَ فَرِحاً بِمَا أَصَابَ مِنَ الْفَضْلِ وَ الرَّحْمَةِ إِنِ اسْتَصْعَبَتْ عَلَيْهِ نَفْسُهُ فِيمَا تَكْرَهُ لَمْ يُعْطِهَا سُؤْلَهَا فِيمَا تُحِبُّ قُرَّةُ عَيْنِهِ فِيمَا لَا يَزُولُ وَ زَهَادَتُهُ فِيمَا لَا يَبْقَى يَمْزُجُ الْحِلْمَ بِالْعِلْمِ وَ الْقَوْلَ بِالْعَمَلِ تَرَاهُ قَرِيباً أَمَلُهُ قَلِيلًا زَلَلُهُ خَاشِعاً قَلْبُهُ قَانِعَةً نَفْسُهُ مَنْزُوراً أَكْلُهُ سَهْلًا أَمْرُهُ حَرِيزاً دِينُهُ مَيِّتَةً شَهْوَتُهُ مَكْظُوماً غَيْظُهُ الْخَيْرُ مِنْهُ مَأْمُولٌ وَ الشَّرُّ مِنْهُ مَأْمُونٌ إِنْ كَانَ فِي الْغَافِلِينَ كُتِبَ فِي الذَّاكِرِينَ وَ إِنْ كَانَ فِي الذَّاكِرِينَ لَمْ يُكْتَبْ مِنَ الْغَافِلِينَ يَعْفُو عَمَّنْ ظَلَمَهُ وَ يُعْطِي مَنْ حَرَمَهُ وَ يَصِلُ مَنْ قَطَعَهُ بَعِيداً فُحْشُهُ لَيِّناً قَوْلُهُ غَائِباً مُنْكَرُهُ حَاضِراً مَعْرُوفُهُ مُقْبِلًا خَيْرُهُ مُدْبِراً شَرُّهُ فِي الزَّلَازِلِ وَقُورٌ وَ فِي الْمَكَارِهِ صَبُورٌ وَ فِي الرَّخَاءِ شَكُورٌ لَا يَحِيفُ عَلَى مَنْ يُبْغِضُ وَ لَا يَأْثَمُ فِيمَنْ يُحِبُّ يَعْتَرِفُ بِالْحَقِّ قَبْلَ أَنْ يُشْهَدَ عَلَيْهِ لَا يُضِيعُ مَا اسْتُحْفِظَ وَ لَا يَنْسَى مَا ذُكِّرَ وَ لَا يُنَابِزُ بِالْأَلْقَابِ وَ لَا يُضَارُّ بِالْجَارِ وَ لَا يَشْمَتُ بِالْمَصَائِبِ وَ لَا يَدْخُلُ فِي الْبَاطِلِ وَ لَا يَخْرُجُ مِنَ الْحَقِّ إِنْ صَمَتَ لَمْ يَغُمَّهُ صَمْتُهُ وَ إِنْ ضَحِكَ لَمْ يَعْلُ صَوْتُهُ وَ إِنْ بُغِيَ عَلَيْهِ صَبَرَ حَتَّى يَكُونَ اللَّهُ هُوَ الَّذِي يَنْتَقِمُ لَهُ نَفْسُهُ مِنْهُ فِي عَنَاءٍ وَ النَّاسُ مِنْهُ فِي رَاحَةٍ أَتْعَبَ نَفْسَهُ لِآخِرَتِهِ وَ أَرَاحَ النَّاسَ مِنْ نَفْسِهِ بُعْدُهُ عَمَّنْ تَبَاعَدَ عَنْهُ زُهْدٌ وَ نَزَاهَةٌ وَ دُنُوُّهُ مِمَّنْ دَنَا مِنْهُ لِينٌ وَ رَحْمَةٌ لَيْسَ تَبَاعُدُهُ بِكِبْرٍ وَ عَظَمَةٍ وَ لَا دُنُوُّهُ بِمَكْرٍ وَ خَدِيعَةٍ .
قَالَ : فَصَعِقَ هَمَّامٌ صَعْقَةً كَانَتْ نَفْسُهُ فِيهَا ، فَقَالَ أَمِيرُ الْمُؤْمِنِينَ (عليه السلام) :
أَمَا وَ اللَّهِ لَقَدْ كُنْتُ أَخَافُهَا عَلَيْهِ ، ثُمَّ قَالَ : أَ هَكَذَا تَصْنَعُ الْمَوَاعِظُ الْبَالِغَةُ بِأَهْلِهَا ، فَقَالَ لَهُ قَائِلٌ : فَمَا بَالُكَ يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ ، فَقَالَ (عليه السلام) : وَيْحَكَ إِنَّ لِكُلِّ أَجَلٍ وَقْتاً لَا يَعْدُوهُ وَ سَبَباً لَا يَتَجَاوَزُهُ فَمَهْلًا لَا تَعُدْ لِمِثْلِهَا فَإِنَّمَا نَفَثَ الشَّيْطَانُ عَلَى لِسَانِكَ .

 

ژباړه :

(روایت دی،چې ((همام)) د علي (ک) یو عابد ملګری وه، ویې ویل: امیرالمؤمنینه! پرهېزګاران راوښیه، لکه چې ګورم یې. په ځواب کې یې امام څه درنګ وکړ ویې ویل: ((همامه! له خدایه وډار شه او نېکچاری وسه، چې خدای له پرهېزګارانو او نېکچارو سره مل دی))؛ خو همام لاس نه اخسته او ټینګار یې درلود، تر دې چې امام هوډ وکړ، د پرهېزګارانو ځانګړنې وښیي؛ نو تر څښتن ستاينې او پر پېغمبراکرم  تر درود وروسته یې وویل:

 ((تر څښتن ستاینې وروسته! په رښتینه کې سبحان خدای مخلوقات په داسې حال کې وپنځول، چې له اطاعته یې مړه خوا و او له ګناه یې خوندي وه؛ ځکه نه د ګناهګارانو ګناه خدای ته زیان وررسولای شي او نه د مؤمنانو اطاعت ورته ګټور دی. د بندګانو روزي یې وېشلې او په دې دنیا کې یې د هر یو موقعیت ټاکلی دی.

خو پرهېزګاران په دې خلکو کې له ځانګړو ځانګړنو برخمن دي: خبرې یې سمې دي، اغوستن یې د اقتصاد له مخې دی او په عاجزۍ چلي، سترګې د خدای له حرامو پټوي او ګټورې پوهې ته خپل غوږونه ږدي، په سختیو او سوکالۍ کې یې حالات یو ډول دي، که د مرګ ټاکلې ژمنه نه وای؛ نو ثواب ته کازمني – لېوالتیا او د عذاب د وېرې له امله یې ساه ان د سترګو رپ هومره هم په تن کې نه ایسارېده. یوازې ایکي یو خدای یې په نظر کې ستر دی او بې له هغه یې هر څیز په  پام کې وړوکی دی. جنت ورته داسې دی؛ لکه چې لیدلی یې وي او په نعمتونو کې یې وسي او پر جهنم داسې باور لري؛ لکه چې لیدلی یې وي او پر عذاب یې اخته وي. زړونه یې خپه وي او خلک یې له ازاره خوندي وي، تنې یې ډنګرې او غوښتنې یې لږې وي، نفسونه یې پاک او پاکلمني دي. د دنیا لنډ مهال روزګار یې په صبر تېر کړی، چې د قیامت همېشنۍ سوکالي ترلاسه کړي، چې یوه ګټندویه سوداګري ده، چې خدی ورته چمتو کړې ده. دنیا ورمخه کړه؛ خو دوی پرېښووله، دنیا بندیانول؛ خو په سرښندنه یې ځانونه ترې ازاد کړل.

 پرهېزګاران د شپې درېږي او پر نمانځه بوخت وي او د قرآن هره برخه په اند او اندې لولي، د لوستو پر مهال ځان غمجنوي او د خپل درد درمل ترې غواړي، کله داسې آیت ته ورسي، چې هڅونه پکې وي؛ نو د جنت په تمه مخ اړوي او په ښه شوق ورویني او ګومان کوي، چې د جنت نعمتونه یې په سترګو کې دي او که داسې آیت ته ورسي، چې د خدای ډار پکې وي؛ نو د زړه په غوږونو یې اوري او لکه چې د اور د لمبو اوازونه یې په غوږونو کې وي؛ نو خپلې ملاګانې د رکوع په بڼه ټیټوي، خپل تندي، ورغوي، زنګنونه او د پښو څوکي سجدې ته ورغځوي او له خدایه غواړي، چې له ورمېږونو یې د عذاب زولنې پرانزي.

پرهېزګاران په ورځ کې زغمناک پوهان او نیکچاري متقیان دي، چې د خدای له ډاره لکه د توږل شویو غشیو په څېر ډنګر دي، څوک چې ورګوري؛ نو انګېري، چې ناروغان دي؛ خو رنځوران نه دي او کتونکي وایي، چې دوی لېوني دي؛ خو لېوني نه دي او د لوی ورځې (قیامت) اندېښنې کړغېچ – ارور ترور کړي وي. په خپلو لږو کړنو خوشحاله نه وي او خپل ډېر کړه وړه زیات نه شمېري، ځان تل ګرم ورته ښکاري او له خپلو کړنو په وېره کې وي (چې ګنې قبولې به نشي)، که یو یې وستایل شي؛ نو د ستایل شوي چار په اړه اندېښمنېږي، وایي: ((ځان تر نورو ښه پېژنم او خدای مې ما تر ما ښه پېژني، ستر څښتنه! په هغه څه مې مه نیسه، چې دا خلک یې وایي او چې څه وایي، تردې مې هم ستر کړه او هغه ګناهونه مې وبښه، چې دوی ترې ناخبره دي.))

 د پرهېزګارانو له نښو ځنې یوه دا هم ده، چې په دینوالۍ کې یې پیاوړي وینې، ښه خوی لري او آندنه کوي، ډاډمن ایمان لري، پوهې لاس ته راوړو ته حریص وي، علم یې له زغم سره مل دی، په شتمنۍ کې منځلاری دی، په عبادت کې عاجز وي، په نیستۍ کې خوشحاله او د ښه چلن خاوند دی، په سختیو کې زغمناک دی، د حلالې ورهڼې – کسب په لټه کې دی، د ښیون په لار کې خوشحاله او چا ته د تمې سترګې نه ښیې. نېکې چارې کوي او زړه یې په وېره کې دی، کرۍ ورځ د خدای په شکر تېروي او د شپې تر ګهیځه خدای یادوي، شپه په عین ډار کې تېروي او ګهیځ په خوشحالۍ سترګې پرانزي، هر ډار یې له هغه غفلته دی، چې هسې نه پرې اخته شي او خوشحالي یې له هغه درښتنه – فضله ده، چې ورپه برخه شوی یې دی. که نفس یې په سختو چارو کې غاړه ورته کېنږدي؛ نو له هغه څه یې بې برخې کوي، چې خوښېږي یې. د متقي د سترګو رڼا په هغو حقایقو کې ده، چې نه زوالېږي او ناپاینده څیزونه پرېږدي او زغم له علم سره او خبره له عمل سره ګډوي. پرهېزګار ګوري چې هیلې یې لنډې، تېروتنې یې لږې، زړه یې عاجز، نفس یې قانع (له ډېرښت – تکاثر او اسرافه تښتي) خوراک یې لږ، چار یې اسان، دین یې ساتل شوی، شهوت یې مړ شوی او خپله غوسه يې زغملې، تل د خیر هیله ترې کېږي او خلک یې له شره خوندي دي. که له ناخبرو او عاقلانو سره ناست وي؛ نو نامه یې د خدای په یادوونکیو کې شمېرلېږي او که په یادوونکیو کې وي؛ نو په ناخبرو کې یې نامه نه کښل کېږي.

که تېری پرې وشي، ترې تېرېږي او بښي یې او چا چې له خپلې برخې بې برخې کړ؛ نو احسان ورسره کوي او څوک چې اړیکې ورسره پرې کړي، دی یې ورسره ټینګوي، له ناوړو خبرو ځان ساتي، پرېوتې خبرې نه کوي، بدچارې نه کوي، ښه چار یې ښکاره دی، هر چا ته یې ښه وررسي، ازار یې چا ته نه وررسي، د پېښو پر وړاندې درون او پر ځای ولاړ دی، په نادودو کې زغمناک او په سوکالۍ کې پاسللی دی. پر دښمن ظلم نه کوي او له نورو سره مینه یې ګناهونو ته نه راکاږي. مخکې تردې چې پر ضد او زیان یې لېینه ورکړه شي، پخپله په حقیقت منښته کوي او که څه وروسپارل شي، نه یې ضایع کوي، وریاد شوي نه هېروي، خلک په ناوړه نومونو نه یادوي، ګاونډیان نه ځوروي، د نورو په خپګان نه خوشحالېږي، په ناروا چارو کې لاس نه وهي، د حق له پولې نه اوړي؛ که چوپ وي؛ نو چوپتیا یې د خپګان لامل نه ده، په کټ کټ نه خاندي، که تېری پرې وشي صبر کوي، چې خدای ترې غچ واخلي، نفس یې د زهد له امله په رنځ او سختۍ کې دی؛ خو خلک ترې خوشحاله دي، د قیامت لپاره ځان په کړاو اخته کوي؛ خو خلک سوکالۍ ته رسوي، له ځینو خلکو د زهد له مخې لرې کېږي او ځینو نورو ته د لورنې له مخې ورنژدې کېږي. لرېتوب یې د ښاڅمنۍ او ځانمنۍ له مخې او نژدېکت یې د چل له مخې نه دی.(د امام خبره چې تردې راورسېده ناڅاپه همام چغه کړه او ومړ. امام وویل:) پر خدای قسم زه پر همام د دغسې حالت له راتلو ډارېدم. بیا یې وویل: هو رسا او بشپړ ورمونه له خپل اهل سره دغسې کوي. هو! رسا او بشپر نصیحتونه، پر هغوی دغسې اغېز پرېباسي، چې د اورېدو او منلو وړ یې وي. هو! رسا ورمونه له خپلو مننونکیو سره دغسې کوي.))

یو سړي وویل: امیرالمؤمنینه! پردې حقایقو پوهېدل ولې اغېز درباندې نه کوي؟ ((امام ورته وویل: پر تا افسوس! هر اجل ټاکلی وخت لري، چې مخکې به ترې نشي او ټاکلی لامل لري، چې تېر به ترې نشي. ارام کېنه او بیا دغسې خبرې مه کوه؛ ځکه دا شیطان دی، چې په خوله دې دا خبرې کوي[1].))

 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 اوس د همدې خطبې پر شرح بوختېږو:

 سریزه

 د انبیاوو د رالېږلو او د الهي شرایعو د نزول له آریزو موخو ځنې دا دي چې انسان د تقوا خاوند شي.

په قرآن کې د تقوا دوه ماناوې:

 قرآن تقوا په دوو مرتبو (ټېټه او اوچته) کې اوڅار کړې ده. ټېټه مرتبه یې فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ (تغابن،۱۶) ده؛ یعنې هر څوک مکلف دی، چې له خپلې وسې هومره تقوا خپله کړي او له خدایه پروا ولري او له ډاره یې کوم امر پرېنږدي او پر کومه نهې یې اخته نشي. او د تقوا اوچته مرتبه داده، چې وایي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ (آل عمران/۱۰۲) «ایمانوالو! څنګه چې د خدای له مقام سره ښایي، تقوا خپله کړئ»

د ربوبي مقام وړ تقوا په اړه، ډېرې خبرې کړای شو، او ښایي په بله وینا هیڅ خبره ونشو کړای؛ ځکه هر څه چې وویل شي واقعي مانا به پوره نه کړي.

خو څه چې پر هر مؤمن فرض دي، تقوا خپلول دي؛ تقوا د وسې هومره او تقوا د وړتیا په اوچت برید کې.

* په شریعت کې د تقوا اهمیت

انسان د شریعت له ونې، د تقوا مېوه واڼي او دا یوه خوږه او خوندوره مېوه ده، چې له دې ونې یې واڼولای شو او د خدای پر وړاندې عزتمنېدل خو خورا خواږه او خوندور دي. د خدای پر وړاندې د انسان عزتمنېدل د تقوا په مرتبې پورې یې اړه لري:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ (حجرات،۱۳) «هغوی د خدای پر وړاندې خورا شریف او عزتمن دي،چې د تقوا اوچته مرتبه ولري».

او په دې چار کې نارینه او ښځینه کوم توپیر نه لري.

 أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى (آل عمران،۱۹۵) « خدای به د هر کړونکي کړنه ضایع (او بې ځایه) نه کړي، که نارینه وي یا ښځینه».

د اسلام په شریعت کې، چې د نر و ښځې، کوچني او غټ، ناروغ او روغ تر منځ په حقوقو یا مکلفیتونو کې چې کوم توپیر شته، د خدای پر وړاندې په عزتمېندو او ارزښتمنېدو کې د تبعیض پر مانا نه دی. کوم کړه وړه یې چې له ښځېنه غوښتي د ښځېنه د تقرب او ورنژدېوالي لامل او کومې کړنې یې چې له نارینه غوښتي د نارینه د ورنژدېوالي لامل دی.

څوک چې ډېره تقوا لري، خدای ته ښه ورګران دی او څوک چې ښه بې تقوا وي، ښه خوار دی.

د خدای پر وړاندې انسان، د تقوا په تله، تلل کېږي، نه په انساني جوړ کړای شویو کچوه.

* د انسان په ژوند کې د تقوا ونډه

تقوا، انسان ته بصیرت (لیدانه)، مړانه او همېشنۍ حقپالي ورکوي.

متقي، هغه دی چې هم د مصایبو او کړاوونو پر وړاندې ثابت او زغمناک دی او هم د اندېزو شکونو او شبهاتو پر وړاندې. ځان د ژوند په ستونزو کې نه بایلي او په پوره مړانه ورسره مخ کېږي. د باطلو د تپو تیارو د وسوسو پر وړاندې یې یوه رڼا، لارې ته ورسېخوي. دا دنیوي لیدانه یې په آخرت کې هم ورسره مل وي.

انسان چې څه له دنیا ځنې آخرت ته ور وړي، هلته ورسره وي او په دې دنیا کې یې چې د «ړنا» یا «تیارې» کومه پانګه ترلاسه کړې وي، یو ځانګړی برخلیک به ولري؛ یا به ړوند راپاڅي :

وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى (طه،۱۲۴)

او یا نوراني :

يَسْعَى نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِم (الحدید،۱۲)

* تر ایمان وړاندې او روسته تقوا ترمنځ توپیر

تقوا دوه پړاوه لري: تر دیني ایمان وړاندې تقوا او تری راروسته. تر ایمان وړاندې تقوا، د ضمیر پاکي او صفايي ده؛ داسې چې انسان د حق پیغام منلو ته چمتو کوي او تر ایمان راروسته تقوا، پر الهي شرایعو د عمل یبره او محصول دی. د خدای او رسول د خبرو اغېزمنېدو ته، ړومبی باید حق پېژاندی او حق منونکی زړه ولرو.

او دا ددې آیت مفهوم دی چې وایي قرآن « هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ » دی؛ یعنې د متقیانو په کارېږي.

دا تقوا، پر ایمان ورړومبی ده، نه ترې راروسته؛ ځکه نامتقیانو د حق بلنه اورېده؛ خو رغنده ترې نه اغېزمنېدل او اپوټه یې کفر او سرغاړي ډېرېده:

وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا فَلاَ تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ (مايده/۶۸) = خو څه چې ستا د پالونكي له لوري درنازل شوي ( نه يوازې داچې د هغوى د راوېښولو لامل نه ګرځي؛ بلكې) د هغوى د ډېرو سرغړونه او كفر زياتوي؛ نو پر خداى ناپېژاندو مه غمجنېږه .

 إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ (بقره/۶) = په حقيقت کې څوك چې كافران شوي دي، هغوى ته بې توپېره ده،چې كه ( له الهي عذابه) يې ووېروې يا و نه وېروې؛ ايمان نه راوړي.

وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاء وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ وَلاَ يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إَلاَّ خَسَارًا (اسراء/۸۲) = او څه چې له قرآنه نازلوو،مؤمنانو ته (د زړه) درمل او(الهي) لورونه ده او ظالمانو ته بې له تاوانه (بل څه) نه ورزياتوي.

 کافران د حق خبرې اورېدو غوږونه نلري، او حق پکې اغېزمنېدای نشي او ان ظالمان له حق خبرې زیانمېږي او ګټه ترې نشی کړای. دا یو ډېر مهم ټکی دی او په دیني پوهاوي کې پاملرنه ورته شوې، چې کله د انبیاوو او صالحینو پیغام پر یو شمېر خلک اغېز نه کوي او بلکې اپوټه اغېز لري، نو پایله اخلو چې خلکو ته د دیني پوهاویو د رسولو لپاره ړومبی باید په دوی کې یې د ورمنلو لاره چاره برابره کړو؛ ځکه تل داسې نه ده، چې ته چاته د حق خبره کوې او دا به یې درسره مني، کله خبره اپوټېږي او سرغاړی یې زیاتېږي؛ نو تر ایمان وړاندې د تقوا چمتوکونه د تبلیغ یو شرط او د مبلغینو وظیفه ده.

 * د همام خطبه د تقوا دواړه پړاوونه رانغاړي

د همام خطبه تر ایمان وړاندې روسته دواړه تقواوې تر غور لاندې نیسي او دیني او انساني اوچت پوهاوي رانغاړي او د علی (ک) له ښکلو او حکیمانه مواریثو ګڼل کېږي.

 * د متقیانو د ځانګړنو یا د همّام خطبه

په همام مشهوره خطبه په تاریخي او حدیثي کتابونو کې کله په لنډو او کله په اوږدو روایت شوې ده. د نهج البلاغې تر راټولېدو وړاندې، شیخ صدوق په امالي (۳۴۰مخ) کې او ابن شعبه حراني په تحف العقول (۱۵۹مخ) کې دا خطبه راوړې ده. او موږ د همدې ضبط پر شرح لګیا کېږو.

 * په نهج البلاغه کې د شریف رضي د روایت له مخې د خطبې سریزه

سید رضي د خطبې په سریزه کې وایي:

« روى ان صاحبا لاميرالمومنين (ع) يقال له همام كان رجلا عابدا ، امیرالمؤمنین  د همام په نامې یو عابد یار درلود».

په تحف العقول کې د همام نامه اخستل شوې نه ده؛ خو د نهج البلاغې ډېرو شارحانو همام بن شریح بن یزید د علي مینه وال او لاروی ګڼلی دی.

 ابن طلحه شافعي په مطالب السؤول کتاب کې یو داستان روایتوي چې: یوه ورځ امام علي (ک) له کوره راووت او له یوې ډلې سره مخېږي او پوښتي چې څوک یاست؟ ورته وایي، لارویان دې یو. امام وایي په څېرو کې مو د خپلو لارویانو نښې نه وینم، دوی خجالتېږي او یو یې امام پوښتي: د لارویانو نښې دې څه دي؟ امام چوپېږي او بیا همام چې یو عابد و، امام ته قسم ورکوي، چې دا نښې راته ووایه امام هلته دا خطبه وایي. [ حسین الخطیب، مصادر نهج البلاغه و اسانیده: ۳ټ،۶۵مخ] .

په نوموړي داستان کې یې د « همام بن عبادة خثیم» نامه راوړې نه د همام بن شریح؛ خو د ابن ابی الحدید او بحراني په څېر شارحانو د همام پلار شریح ګڼلی نه عبادة. په نهج البلاغه کې هم د همام پوښتنه د علي د لارویانو د ځانګړنو په اړه نه؛ بلکې د متقیانو د ځانګړنو په هکله ده.

 « فقال: يا اميرالمومنين، صف لى المتقين حتى كانى انظر اليهم. همام ورته وایي: امیرالمؤمنینه! متقیان داسې را شرح کړه چې ته وا وینم یې».

 فتثاقل عليه‏السلام عن جوابه ثم قال: يا همام: اتق الله و احسن ف. « إِنَّ اللّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَواْ وَّالَّذِينَ هُم مُّحْسِنُونَ » (نحل- ۱۲۸)

 امام په ځواب کې (څه) درنګ کوي او روسته وايي: همامه! له خدایه څه پروا لره او نېکچاري وکړه چې « په رښتیا خدای له متقیانو او نېکچاریو سره دی.»

 فلم يقنع همام بهذا القول عزم عليه

 همام په دې خبره نه قانع کېږي او امام ته قسم ورکوي.

 فحمد الله و اثنى عليه و صلى على النبى صلى الله عليه و آله ثم قال:

 نو امام څښتن ستايي او پر پېغمبر (ص) درود وایي:

« (اما بعد) فان الله سبحانه و تعالى خلق الخلق حين خلقهم غنيا عن طاعتهم، آمنا من معصيتهم، لانه لا تضره معصيه من عصاه و لا تنفعه طاعه من اطاعه. فقسم بينهم معايشهم و وضعهم من الدنيا مواضعهم

سبحان خدای چې خلک پیدا کړل، له اطاعته یې مړه خوا او له سرغاړۍ یې خوندي و؛ ځکه نه د ګناهګارانو ګناه څه زیان وررسوي، نه د سرایښوونکیو سرایښوونه څه ګټه وررسوي، بیا یې د خلکو معیشت په دوی کې وروویشه او هر څوک یې په دنیا کې پر خپل ځای کړل»

 دا څرګندونې، مطلب ته د ورننوتو سریزه ده؛ خو په پیل کې ذهن ډېره ساده مانا ترې اخلی. او هغه دا انسان تردې خورا کمزوری دی چې د الهي اوامرو په منلو به خدای ته څه ګټه ورورسوي، یا د حق د احکامو له سرغاړۍ به خدای ته څه زیان ورواړوي. خدای د نړۍ په پنځولو، کومه هټۍ پرانستې نه ده، چې پانګه یې د ګټې او زیان په درشل کې وي که ګټه و زیان وي، د خلکو ده نه د خدای. د انسانانو مصالح او مفاسد په الهي اوامرو او نواهیو کې موخه شوي. منهیات هغه احکام دي، چې د فساد لامل دي او اوامر هغه احکام دي چې د صلاح لامل دي؛ نو خیروشر او د احکامو مصلحت او مفسدت خلکو ته – چې پر اوامرو عمل او له نواهیو ډډه کوي- ورګرځي نه خدای ته.

 ایا د انسانانو پیدایښت موخه لري؟ او ایا په دې موخه کې اطاعت او سرغاړي اغېزمن دي؟

 اوس، د یوې پوښتنې په اوڅارولو سره مساله په بله بڼه ارزوو. ایا خدای د انسانانو له پیدایښته څه موخه درلوده که نه؟ او که ټولو خلکو د خدای د سرغړونې هوډ ونیو او هم یې انبیاوو ته غاړه کېنښوده او د دوی خبرې یې وانه ورېدې او د خدای ګرد اوامر او نواهي معطل شوې او هیچا عمل پرې ونه کړ؛ ایا په دې حالت کې به د خدای موخه ټکنی شی که نه؟ دا د منلو وړ ده، چې اطاعت مو، زموږ پر ګټه او سرغړونه مو، زموږ پر زیان ده او خدای زموږ له اطاعته څه ګټه نه وړي او له سرغړونې مو هم څه زیان نه کوي؛ که څوک ددې مطلب په منلو سره، ګټه او زیان له پیدایښته د خدای موخې ته ورواړي؛نو څه ځواب به ورته ولرو؟

یوه بېلګه راوړو: یو پلار په پام کې ونیسئ چې خپل اولاد ته د څه چارو د کولو سپارښتنه کوي او د څه چارو نه یې منع کوي او ورته وایي، چې ددې چارو کول پلار ته یې څه ګټه نه ورسوي او د خبرې نه منل یې هم څه زیان نه وراړوی، ګټه او تاوان یوازې د اولاد دی او بس.

ایا اولاد پوښتلای نشي، چې پلار یې د ده  له روزنې کومه موخه لري که نه؟ که په رښتیا څه موخه ونه لری، ولې خپل وخت د اولاد پر روزنې تېروي؟ ولې امر و نهې کوي؟ ولې وریادوي، چې یوازې د اولاد ګټه په پام کې لري او بس؟

ولې د اولاد درلودو پروا؟ که اولاد د پلار خبره ونه منله او زیایمن شو، ایا پلار ته هیڅ زیان نه وراوړي؟ پلار خو غوښتل چې اولاد یې ښه وګړی شي، که خپلې موخې ته ونه رسي، ایا ماته یې کړې نه ده؟ او آیا ماته، زیان نه دی؟ نو زیان څه دی؟ که څوک د عمر پانګه او اندیز قوت، خپل ګرد همت او عزم د یوې موخې تر لاس کولو ته وکاروي او په نهایت کې دا موخه ترلاسه نکړي، ایا بیا هم ویلای شو چې دا بریمن دی او زیان یې کړی نه دی؟

پر همدې قیاس او پرتلنې، که فرضاً ټول خلک هوډ وکړي، چې کفر خپل کړي او په یوه شریعت پسې هم ولاړ نشي او د خدای یو امر هم و نه مني او ټول حق ته ورشا کړي او سرغړاندي شي؛ ایا بیا هم له پیدایښته به د خدای موخه عملي شي؟

ددې پوښتنې په اوڅارولو سره، هغه ړومبی ساده او روڼ ځواب، لږ کوټي تتېږي او را څرګندولو او توضیح ته اړتیا مومي. د انسانانو له پيدایښته د خدای موخه، یوه ډېره ټینګه او جدي مساله ده او هم د شیطان مساله او له پیدایښته یې مطلب او له انسان سره یې تړاو- چې په دیني پوهاوي کې خورا مهمه اوڅارشوې ویینه ده – په همدې ویینې پورې اړوندېږي او باید ښه څرګنده او واضح شي. لومړی باید روښانه کړو، چې له نړۍ سره د یو موجود تړاو باید څرنګه وي، چې د نړۍ له پېښو هیڅ اغېزمن نشي.هغه نړۍ چې ګردې اجزاوې یې یو له بل سره اړیکې لري او که یوه ذره او بڅرې یې په یوه څنډه کې وخوځي د تشیال تر ډېرو ژورو پورې خپل اغېز پرېباسي او هیڅ څیز پکې نشته، چې د یوه بل له اغېزه خوندي پاتې شي، په دغسې یوې نړۍ کې، د یو موجود تصور- چې له دې ټولګې هیڅ اغېزمن نشي او تړاو یې ورسره یو اړخیز وي- څنګه شونی دی؟

دلته د ګټې او تاوان مساله نه اوڅاروو، د اغېز شیندلو او اغېز منلو خبره ده. په قرآن کې داسې تعبیرونه شته، چې خدای د پیدایښت پر سپرلۍ ورسپور دی او هیڅ څیز یې د مطلب پر لور د ورځغلېدو په لار کې خنډېدای نشي او هم داسې تعبیرونه شته چې کافران کله هم له خدایه ورمخکې کېدای نشي:

وَلاَ يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَبَقُواْ إِنَّهُمْ لاَ يُعْجِزُونَ(انفال/۵۹) « کفار دې ونه انګېري، چې مخکې شوي دي، دوی کله هم خدای بېوسې کولای نشي»

وَاللّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ (یوسف/۲۱) « خدای پر خپل چار، لاسبری دی؛ خو ډېری خلک پرې ناخبره دي»

که داسې وي؛ نو شیطان څه کاره دی؟ له شیطانه مو روږدې انګېرنه داده، چې د خدای امر یې و نه مانه او له درګاه یې وشړل شو او مهلت یې وغوښت چې خلک برمته کړي او اوس هم دغسې کوي. ته وا چې خدای غوښتل، نړۍ بې شیطانه وي؛ خو غوښتنه یې عملي نشوه او ناببره پېښه راپېښه شوه او د خدای تدبیر او کړلار یې واړوله او هغه نړۍ چې په نیت کې وه، بې شیطانه وي، شیطان ورسره شوه.

ایا خدای غوښتل چې په نړۍ کې فساد او فسق پېښ نشي؛ خو پېښ شو؟ په بله وینا ایا کار د خدای له لاسه ووت او چارې یې پر خوښه رادبره نشوې او کړلار یې خللي شوه؟ که ومنو چې خدای د قرآن په تعبیر «پر خپل چار لاسبری دی» باید ومنو چې دغسې نه ده، شیطان پخپله د خدای له کارګرانو ځنې یو کارګر دی.هو، ابلیس په سرغړونه، شیطان شو. خو دې شیطنت نه یوازې د خدای په کړلار کې هیڅ خلل او ټکه پیدا نکړه؛ بلکې د خدای اراده او غوښتنه پلې شوه. بې شیطانه نړۍ نه وه چې خدای غوښته. نورې نړۍ شته چې له شیطانه تشې دي؛ خو انساني نړۍ، له شیطان او شیطنته ډکه ده. که دا مانا خلکو ته ښه وپوهول شي او ددې نړۍ او انسان څرنګوالی او د شتو دود او طریقه څرګنده شي؛ نو دا توهم نه رامخې ته کېږي، که مخلوق سرغړاندي وکړي، خدای به خپلې موخې ته ونه رسي او په هستۍ کې به الهي موخه پلې نشي.

پوښتم شیطان له انسان سره څه تړاو لري؟ څنګه چې قرآن را زده کوي، دا تړاو، د بلنې تر بریده دی او شیطان کله هم انسانان په زوره یو ځای ته نه راکاږي، یوازې بلنه کوي او انسان ته چې خدای او شیطان دوه (بېلابېلې) بلنې ورکوي، یوه یې مني.

په قیامت کې چې یو شمېر خلک شيطان د خپل د بېلارېتوب په دليل پړوي، شيطان دليل ورسره وايي:

وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الأَمْرُ إِنَّ اللّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدتُّكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُم مِّن سُلْطَانٍ إِلاَّ أَن دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلاَ تَلُومُونِي وَلُومُواْ أَنفُسَكُم (ابراهیم/۲۲) = او چې كله (په قيامت كې د حساب) كار پاى ته ورسي،شيطان وايي :((په حقيقت كې خداى،چې ژمنه دركړه (؛نو) ژمنه يې رښتيا وه او ما هم ژمنه  درسره كړې وه؛خو بې لوزي مې درسره وكړه،پر تاسې مې څه واک نه و؛خو داچې را ومې بللئ؛ نو راسره مو ومنله؛نو پړه راباندې مه اچوئ او خپل ځانونه پړه وګڼئ.

نو ځکه په دې نړۍ کې د شيطان ونډه، د بلونکي ونډه ده او تردې ورهاخوا نه ده. خدای په خلکو کې د تصرف قدرت نه دی ورکړی:

فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ (نحل/۹۸) = نو چې كله قرآن لولې؛د رټل شوي شيطان (له شره) الله ته پناه يوسه!

إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ (نحل/۹۹) = ځكه شیطان پر مومنانو او بروسګرو لاسبری نه وي .

إِنَّمَا سُلْطَانُهُ عَلَى الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُ وَالَّذِينَ هُم بِهِ مُشْرِكُونَ (نحل/۹۹)= زور يې يوازې پر هغوی رسي،چې شيطان يې پالندوى وي او هغوى چې له خداى سره شرك پيدا كوي (او د خداى د فرمان پر ځاى د شيطان فرمان ته غاړه ږدي .)

شيطان پر دغسی کسانو ورسپرېږي، دا چې يوه ډله ومني شيطان دې ددوی ولي او پالندوی وي او چارواکی يې خپلې ځاني غوښتنې وي؛ نو برلاسي يې عملي کېږي؛ خو شيطان د خدای په نږه بندګانو کې هيڅ تصرف نلری:

قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ (اعراف/۱۶) = (شيطان) وويل :(( اوس،چې دې بېلارې كړم؛ نو زه به هرومرو د بندګانو (د بېلارې کولو) لپاره ستا د سمې لارې پر سر څارو كېنم.

څرګنده ده چې شيطان د يو څنډ ميشتي او په کمين کې ناست ونډه لري، د لاري په منځ کې ولاړ نه دی، چې لار بنده کړي او چا ته د تلو اجازه ورنکړي؛ بلکې د لارې په څنډې کې ناست دی او چغې وهي او بس. شيطان ته يې همدومره ونډه ورکړې. کفار هم په لاره کې پراته خنډونه دي، نه دا چې لاره یې پوره بنده او ډپ کړي وي.

يَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ (اعراف/۴۵ او په څو نورو ځایونو کې)

‎‎‎‎‎ځکه دا لار بندولای نشو؛ يوازې کږې وږې لارې رادبره کولای شو.

 د پېغمبرانو د ونډې څېړنه

پېغمبرانو هم په نړۍ کې يوازې تش غږ پورته کړی او څوک يې يو کار ته اړ کړي نه دي. او دا له انصافه او الهی عدله لرې ده، چې د پېغمبرانو کار «خير» ته بلنه ده، پر انسان مسلط نه کړي؛ خو شيطان چې کار يې «شر» ته بلنه ده، پر انسانانو يې لاسبری او مسلط کړی وي. نه پيغمبرانو او نه شيطان يو هم پر انسان لاسبري نه ده درلودلې. خدای په قرآن کې پېغمبر ته وايي:

فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنتَ مُذَكِّرٌ (غاشیه/۲۱)= نو نصيحت كوه،چې په رښتینه کې ته يوازې نصيحت ګر يې .

لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ (غاشیه/۲۲) = ته پرې زورور نه يې (چې ايمان راوړو ته يې اړ باسې)؛

پېغمبره! يوازې کار دې دادی، چې خلکو ته پيغام ورسوې او د حق بلنه ابلاغ کړې او هغو چارو ته يې پام ور واړوې، چې په نفسونو کې يې ټينګ ځای پر ځای شوي دي.

انسان دوه «حيواني» او «انساني» طبېعتونه لري. پيغمبران غواړي، چې انسان خپل حيوانيت ته انساني بڼه ورکړي؛ او شيطان غواړي؛ چې انسان خپل انسانيت ته حيواني بڼه ورکړي، او د اخلاقو د عالمانو په تعبير، پېغمبران، نفس د عقل ايلوي او شيطان، عقل د نفس. هغوی عيسی غواړي او دوی اخر او د مولوي په وينا:

رحم بر عیسی کن و بر خر مکن (پر عيسی ولورېږه او پر خره مه)

طبع را بر عقل خود سرور مکن (طبع دې پر عقل مه ورخوشحالوه)

از جهان دو بانگ مى‏آيد به ضد        تا كدامين را تو باشى مستعد

آن يكى بانگش نشور اتقيا        وان يكى بانگش فريب اشقيا

يعنې: د نړۍ دوه ضد غږونه راځي، چې ته د کوم يو وړتيا لري يو د متقيانو د را ژوندي کولو غږ دی او بل يې د بد مرغيو غولونکی.

 د انسان د اختيار څرنګوالی

تل په نړۍ کې، دا دوه غږونه را پورته کېږي: يو غږ، د صالحانو او د خدای د استازيو غږ دی او بل د ناپاکانو او بدمرغو، مهمه دا ده چې دا غږونه دي، نه کوړې او نه ځنځيرونه او نه زولنې، نه د زور ځغلول وی او نه د زور ډپول. کار يې د زړونو راکښون دی، چې زړه په کوم يو پسې ځي . ددې دوو بلنو شتون، د بشر د اختيار زمینه ساز دی. البته نه وایم چي اختيار په هر ځای کې د متضادو راښکودونو محصول یا ييبره ده؛ ځکه خدای د بشپړ واک و اختیار خاوند دی او متضادې راښکوونې او کششونه نلري او پرښتې هم اختیارمنې دي او متضاد کششونه نلري. متضاد کششونه و اختیار کړۍ تنګوي او یو ډول ځانګړی اختیار رادبره کوي. د حق اولیا د شیطان په تسلیمولو [ اسلم شیطانی علی یدی[2] ]  د شیطان له منګولو ژغورل شوي. د ښي لاس خاوندان (اصحاب یمین) له شیطان سره لاس و ګرېوانېږي او همدا چې اخلاص ته ورسېدل، د بېلتون لار ترې خپلوي:

قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ. إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ  (ص/۸۲/۸۳) = (ابليس) وويل : (( ستا پر عزت قسم،چې هرومرو به دوى ټول بېلارې كړم؛ خو بې له هغو بندګانو دې، چې له دوی راچاڼ شوي دي.))

‏* دا راز چې يو شمېر عارفانو شيطان په خپل لطف او لورنه کې را نغاړلی دی.

يو شمېر عارفانو، شيطان په خپلې لورنې کې رانغاړلی او د شيطنت چارې يې وربندوي او نامه يې د عاشقانو په دفتر کې ثبتوي. منصور حلاج، عين القضاة همداني، احمد غزالي او نور،  شيطان يو عاشق بولي، چې پر بېلتانه اخته شوې دی[3]. مولوی هم د دوی د خولې د شيطان خبره کوي:

ترك سجده از حسد گيرم كه بود        آن حسد از عشق خيزد نز جحود

 (مثنوي،دويم دفتر:۲۶۴۲ بیت)

(يعنې: که له کينې مې سجده ونکړه؛ نو دا کينه مې له عشقه راولاړېږي نه د حق له نټې.)

او د ویينې په بل پړاو او د (نوې او) تازه دفاع په نيت (د شيطان له خولې) وايي:

قلب را من كى سيه‏ رو كرده‏ام        صيرفى‏ام قيمت او كرده‏ام‏

نيكوان را رهنمايى مى‏كنم        شاخهاى خشك را برمى‏كنم‏

 (يعنې: زړه مې کله تور مخی کړی،«صيرفی ام» مې دده قيمت کړی دی، نېکانو ته لار ورښيم (او) وچ ښاخونه لرې کوم) (مثنوى،دویم دفتر، 2674 او 2675 بیتونه)

نيك را چون بد كنم؟ يزدان نيم        داعيم من خالق ايشان نيم‏

خوب را من زشت سازم رب نه‏ام        زشت را و خوب را آيينه‏ام‏

(مثنوى، دویم دفتر، 2686 او 2687 بیتونه)

ښه که د بدو په څېر کړم، خدای نه يم، زه بلونکی يم او خالق او پنځګر يې نه يم. زه ښه ناوړه ساز وم پالونکی نه يم، د ښو او بدو هنداره يم. (مثنوي، دویم دفتر)

 * د مولوی له ليد لوري د انبياوو ونډه

د مولوي له نظره انبياوو هم له يو اړخ دغسې ونډه درلوده او د دوی تر بعثت او را لېږلو وړاندې، ګرد خلک یو رنګ ښکارېدل او د ښو او بدو تر منځ هيڅ تميز او توپير نه و.

تا برآمد آفتاب انبيا        گفت اى غش دور شو صافى بيا

چشم داند فرق كردن رنگ را        چشم داند لعل را و سنگ را

چشم داند گوهر و خاشاك را        چشم را از آن مى‏خلد خاشاكها

دشمن روزند اين قلابكان        عاشق روزند آن زرهاى كان‏

(مثنوى، دویم دفتر، 290 -287 بیتونه)

د انبییاوو لمر چې راوخوت، هغوی چې ښه وو، انبیاوو ته ورجذب شول او کوم چې بد وو، شیطان ته ورجذب شول او همدا لامل شو چې ښه و بد یو له بله توپیر شول، نه دا چې یو شمېر بد شي او یو شمېر ښه.

ددې خبرې دقیقه مانا داده، چې خلک په مخکېنیو وړتیاوو د انبیاوو بلنې ته ورمخامخ شول او هر چا د خپلې وړتیا له مخې، فرصت وموند چې ډېره وده وکړي؛ د ځینو ایمان لاپسې ډېر شي او د ځینو هم کفر. البته دا د پېغمبرانو د بلنې له اړخونو ځنې یو اړخ دی. بل اړخ یې، د دوی د روزنپوهنې دی، چې بیخي د شیطان له ونډې سره نه پرتله کېږي. مع الوصف همدا روزنه په قابلو او وړ کسانو کې هم اغېزمنېږي نه په ګردو ځایونو کې؛ ځکه په ځینو کسانو کې د انبیاوو بلنه د ډېرې سرغاړی لاملېږي.

 وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا فَلاَ تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ = (مایده/۶۸) خو څه چې ستا د پالونكي له لوري درنازل شوي ( نه يوازې داچې د هغوى د راوېښولو لامل نه ګرځي؛ بلكې) د هغوى د ډېرو سرغړونه او كفر زياتوي؛ نو پر خداى ناپېژاندو مه غمجنېږه .

 *  د یوم القیامه مانا

په قرآن کې قیامت بر « یوم القیامة» تعبیر شوی؛ یعنې څرګنده او روښانه ورځ. که د دنيا په تيارو کې، د اصلي جنس پر ځای تقلبي او بدل جنس پلورلای شو؛خو د قيامت پر رڼا ورځ دا چار ناشونی دی؛ ځکه [يَوْمَ تُبْلَى السَّرَائِرُ (طارق/۹) ] دی؛ يعنې: هغه ورځ ده، چې دننه او سيرتونه را بربنډېږي.

أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ. وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ. إِنَّ رَبَّهُم بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّخَبِيرٌ. (العاديات/ ۹ – ۱۱) = ايا نه پوهېږي (چې د قيامت) پر ورځ څه چې په قبرونو كې دي،(ژوندي) راپورته كېږي، او څه چې په سينو كې دي رابرسېره به شي؟ بېشكه پر هغه ورځ يې پالونکى له (حالاتو) پوره خبر دى .

دشمن روزند اين قلابكان        عاشق روزند آن زرهاى كان‏

(دا کلپیان د ورځې دښمنان دي)

(هغه د زرو کانونه د ورځې عاشقان دي)

ټګيجن او کلپیان کله هم هيله نه کوي، چې ورځ شي او کلپ او سرپوښي کالي يې را ښکاره شي او  هغوی چې نږه سره زر دی، یوازېنۍ هيله يې داده چې د حقيقت لمر راوخېژي او بدل له اصله توپير شي:

قلب پهلو مى‏زند با زر به شب        انتظار روز مى‏دارد ذهب‏

با زبان حال زر گويد كه باش        اى مزور تا برآيد روز فاش‏

(مثنوى، لومړی دفتر ، 3294 او 3295 بیتونه)

 دې ټکي ته ښه ور پام وکړئ، چې په دې نړۍ کې د شیطان شتون، د قیامت له تجلیاتو ځنې دی، چې نېکان له بدانو بېلوي.

د انبياوو رسالت هم يو له عواملو دی، چې لاملېږي، نېکان د نېکۍ قبلې ته او بدان د بدۍ قبلې ته ور مخه کوي. دا هم د حقايقو د تجلی له مراتبو ځنې يوه مرتبه ده او د قيامت له درجو ځنې يوه درجه.

د انبياوو رالېږل نه يوازې د قيامت د راښکاره کېدو وعده ده؛ بلکې پخپله د قیامت له مراتبو ځنې یوه مرتبه ده:

پس محمد صد قيامت بود نقد        زانكه حل شد در فناى حل و عقد

زاده‏ى ثانيست احمد در جهان        صد قيامت بود او اندر عيان‏

زو قيامت را همى پرسيده‏اند        كز قيامت تا قيامت راه چند

با زبان حال مى‏گفتى بسى        كه ز محشر حشر را پرسد كسى؟

(مثنوى، شپږم دفتر ، 750 -753 بیتونه)

دا چې پېغمبر اکرم (ص) ويلي:

بعثت انا و الساعه كهاتين (و اشاربا السبابه و الوسطى[4]) «زه او قيامت د (دې) دوو ګوتو په څېر، سره نژدې يو »

همدې مانا ته ورپاموي، چې تر ده روسته په نړۍ کې تر قيامته د کوم رسول (استازی) تجلی او راښکاره کېدنه پای مومي او پخپله قيامت راښکاره کېږي.

د «نبې» او شيطان ونډه  دا ده چې غږ وکړي، يو د حق غږ او بل د باطلو. دواړه اختيارمن دي او د خدای مؤظفين، او يو هم پيدايښت له خپل بهيره نه اوباسي؛ بلکې دوی کټ مټ د پیدايښت بهير دی.

د الهي موخو او بشري موخو تر منځ مهم توپير

اوس اوڅار شوې پوښتنو ته ور رسو، که ټول خلک شيطان ومني او مطلقه ګناه واکمنه شي؛ ایا بيا هم خدای له پيدايښته خپلې موخې ته لاسرسی مومي که نه؟ او ایا په دې حال کې خالق متعال کامياب او بريالی شوی که نه؟ لومړی بايد دوه مطلبه روښانه کړو: يو له پيدايښته د خدای موخه او بله د خالق خپلې موخې ته د ور رسيدو د بریا مانا. که وغواړو د خدای خُلق و خوی له بشري کار سره قیاس او پرتله کړو؛ نو بېلارې شوي به یو. څوک چې کومه موخه او مطلب رادبره کوي، له هغه چا سره توپير لري، چې ځان همدې شتې موخې ته ورسوي. فرضوو چې حج ته ځئ ؛ دلته مو موخه په بیت الله کې د حج د کړنو ترسره کول دي. تاسې نه بیت الله رامنځ ته کړی، نه الوتکه، نه موټر او نه لاره، تاسې يوازې هوډ کړی چې دې ځای ته ورسئ او ځانګړي مراسم او آداب ترسره کړئ.

دلته دوه کاره کېږي، يا مطلب ته وررسئ يا نه. اوس که د خدای په اړه هم دا ډول فکر وکړئ؛ نو اشتباه مو کړې ده؛ ځکه يو چمتو او له مخکې پيدا شوی کوم مطلب او مقصد انګېرل شوی نه دی، چې خدای پر يوې سپرلی ور سپور او ځان ور ورسوي.

مقصد هم، پخپله همده جوړ کړی دی. د خدای مقصد له مخلوقاتو د باندې نه دی، او دا چې وايو هيڅ څيز د خدای د خپل مطلب پر وړاندې نه خنډېږي او څه زيان نه ور رسوي؛ دا ځکه چې له مخلوقاتو د باندې کوم مطلب نشته چې مخلوقات يې پر لور وروځغلي. مخلوقات، لکه څنګه چې پيدا کېږي، مقاصدو ته يې ور پام وي او وررسي. که خدای بل مقصد درلودای، مخلوقات يې په بل ډول پيدا کول، چې نورې چارې وکړي او نور کارونه عملي شي او هغه به بيا هم عين د خدای موخه وای، او اوس يې چې انسانان دا ډول پيدا کړي، که غاړه کېدي او که سرغاړي وکړي، په هر حال د خدای د مطلب پر لور ور روان دي.

څوک چې داسې يو کار وکړي چې خدای له خپل مطلبه منع کړي؛ نو په همدې حال کې د خدای کارګر دی او پخپله له هغو وزلو دی، چې په نړۍ کې د خدای منظور عملي کوي. له دې څرګندولو پوهېږو چې ولې خدای د سرغړاند له سرغړونې، زيان نه مومي او د مطيع له اطاعته ګټه نه اخلي.

هم ګناهګار، د خدای کارګر دی او هم مطيع، هم پرښته او هم شيطان. خدای په نړۍ کې نه مرستيال لري او نه ضد او دښمن. نه مرستيال ته اړين دی او نه له مخالفه زيانمن شوی. سرغړاند همغومره د خدای مطلب عملي کوي لکه چې مطيع يې کوي او « د هستۍ په کارګاه کې له کفره ناګزیره او ناچاره دی» او که څه کفر، د حق مرضي نه ده؛ خو مراد يې دی، او دا چې دواړه په اختيار الهي موخه عملي کوي، يو جنتي او بل دوزخي کېږي.

نه مخالفت او نه سرغړونه، يو هم نړۍ د خدای له لاسه ایستای نه شي. نړۍ د انسانانو د همدې سرغړاندۍ او غاړې ایښوونې ټولګه ده، او له دې ګناهونو او اطاعتونو خدای ته څه ګټه او زيان نه وررسي؛ ځکه ګټه و زيان د دوو موجوداتو ترمنځ انګېرل کېږي. چې دا دواړه موجودات يو له بله استقلال او خپلواکي ولري. دا چې يو موجود خپل هر څه له اوچت موجوده اخستي وي؛ نو دا به يوه تيروتنه وي، چې و انګيرل شي موجود به څه اغيزه ور باندې وکړي.

په الهي پيدايښت کې مقصد عين قاصد دی.

پايله دا کېږی چې ووايو، خدای له پيدايښته په خپله موخه کې په ور رسېدو کې سل په سلو کې بريالی دی؛ ځکه مقصد کوم ځای او د مقصد پر لور د ور ځغليدونکيو د باندې کوم څيز نه دی. دلته دوه څيزونه نه لرو، يو څيز لرو. مقصد، د مقصد پر لور عين ځغلېدونکی دی؛ نو ځکه ځغليدونکی چې پر هر لوري وځغلي؛ مقصد عملي شوی دی او که ټول د خدای سرغړونه وکړي، بيا هم خدای ناکام شوی نه دی. که خدای انسانان داسې پيدا کړي چې ټول سرغړونه وکړي، دا عين د خدای موخه ده او که داسې يې وپنځوي چې ټول يې نږه بندګان او مازې يې مطيع وي بيا هم د خدای موخه ده او وينو چې خدای انسانان داسې پيدا کړي چې ځينې مطيع او ځينې سرغړاند دي، دا چې خپله يې پيدا کړي؛ نو خپله يې دغسې غوښتل او ټول د خدای کارګران او دده د موخې پلي کونکي دي.

خدای خلک اختيارمن پنځولي او دوی ته یې خدای غواړی فطرت ورکړی؛ نو مسلم ده؛ چې دا انسانان په دې فطرت او هغه اختيار، پر هری لارې چې ولاړ شي، د فطرت او اختيار له لارې به  دباندې نه وي او دا د خدای د بريا مانا ده.

په دې مانا کې نه د خدای خلقت له خپل بهيره اوړي او نه يې موخه نا پلې پاتېږي. نه خالق ناکامېږي او نه ګټه و زيان وراوړي، دا له دې نړۍ، د خدای د ګټې کولو او زيان نه موندلو دقيقه او فلسفي مانا ده.

نو په ټوله کې، هم شيطان پر خپل ځای دی او بې له بلنې بل څه کار نه لري او هم يې بلنه د حق له موخې د انسانانو اوړېدونکې نه ده؛ بلکې مؤيد او تاييدونکې يې ده او هم د شيطان شتون، له خلکو د اختيار لرې کولو نه لاملېږي او هم خدای له شيطان، نبي، سرغړانده او سر ايښي څه ګټه و زیان نه مومي.

* ددې سريزې او د خطبې د لومړی برخې تر منځ په تړاو بېلا بېل احتمالات.

ددې سريزې او د متقيانو د ځانګړنو د سريزې ترمنځ څه تړاو دی. ويلي يې دي: ښايي دا تړاو وي دا چې حضرت علي (ک) د متقيانو ځانګړنې څرګندوي، تر څرګندولو وړاندې يوه يادونه کوي، چې هسې نه وانګېرل شي، تقوا ته بلنه خدای ته د ګټې وررسېدو لپاره ده. البته دا يو معقول احتمال دی. بل احتمال دادی چې امام څرګندوي چې انسانان له خدای سره څه تړاو لري او په دې تړاو کې متقيان په کوم ځای او موقعیت کې دي.

له خدای سره د متقيانو لومړی تړاو دادی، چې پر خدای هيڅ اغيز نشي غورځولای، نه د ګټې او نه د زيان له لارې. دا له انسانانو سره د خدای د خالقيت او قيوميت تړاو دی. او په دې پار،پېغمبر شيطان او انسان له خدای سره يو رنګ تړاو لري او هغه دا چې دا ټول د خدای مخلوق دي. په دې پار هيڅوک خدای ته ورنژدې نه دي. يعنې هيڅوک په وجوبي وصف د واجب الوجود صفات نه لري ټول په يوې اندازې ممکن الوجود دي. دا د امام لومړی څرګندونه وه چې ويې ويل:

«مخلوقات يې وپنځول او د پيدايښت پر مهال، ددوی له اطاعته مړه خوا او له سرغړونې يې خوندي و»

له انسانانو سره د خدای دويم تړاو،«رازقيت» دی. خدای معیشت د خلکو تر منځ ويشلی او په کوم تعبير چې امام ويلي:

«و وضعهم من الدنيا مواضعهم: په نړۍ کې يې هر څوک پر خپل ځای کړي دي»

په دې نړۍ کې، ټول په يوه کچه او مقام کې نه دي، يا د عايداتو له پلوه يا د ميراث، روزنې او ټولنېزيو پوړيو له پلوه. هر څه چې وي، بالاخره توپير،يو ناڼتی – نه انکار کېدونکی چار دی. دلته وينو چې انسانان له خالقه، يو رنګ او مساوي رزق نه ترلاسه کوي.

درېيم تړاو يې روحي تقرب او نژدېوالی دی، چې انسانان يې له خدای سره پیدا کوی. په دې پار ځينې خدای ته ور نژدې او ځينې لرې دي. او دا لرېوالی او نژدېوالی د تقوا يا د تقوا د نشتون له امله تر لاسه کېږي. دا نژدېوالی او لرېوالی، د انسان د سر ايښوونې او سرغاړۍ او تر دې اوچت د الهي لورنې او نه لورنې پايله ده. نو دلته علي (ک) د خالق او مخلوق تر منځ درې تړاوه څرګند کړي دي:

لومړی له نړۍ سره د خدای ټوليز قيوميت او واکمني.

دويم د خدای رازقيت او درېيم انسانان چې له خدای سره کوم روحي نژدېوالی لري.

[1] یاددښت : دې سړي په شیطاني اندونو غوښتل ووایي: څه چې دې همام ته وویل، واقعیت نه لري که نه پر تا یې هم اغېز کاوه. امام وویل: دا د شیطان خبره ده؛ ځکه هر څوک ځانګړی زغم  او وس لري.

[2]  دا روایت يې له پېغمبره (ص) راوړی او د اهل سنتو له لارې د امام احمد د مسند په لومړي ټوک کې، او د غزالي په احيأ علوم الدين:۲۱ مخ کې مولوی هم وايي: اسلم‏الشيطان آنجا شد پديد || كه يزيدى شد ز فضلش بايزيد ديو اگر عاشق شود هم گوى برد || جبرئيلى گشت و آن ديوى بمرد (مثنوى، شپږم 3648 او 3649 بیتونه )

[3]  په دې باب د عارفانو د رای ليدو لپاره د لاندې کتاب د ژباړن ياداښت ته مراجعه وکړئ: نيکلسون، رينولد، تصوف اسلامي و رابطه انسان وخدا، ترجمه محمد رضا شفيعي کد کني، ۱۷۲ تر ۲۰۱ مخونه (انتشارات توس، ۱۳۵۸).

[4]  بديع‏الزمان فروزانفر، احاديث مثنوى، ص 118.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!