تبلیغات

اووم څپرکی   د محاربینو او مفسدینو احکام ۱۴۱ مساله :د محاربینو او مفسدینو د فروعو تفصیل،چې قرآن کریم ددې دوو ډلو احکام په مايده سورت/۳۳-۳۴ آیتونو کې ویلي دي،له پخواني شوروي سره د مجاهدینو د څوارلس کلن جهاد پر مهال مې په جنګي توضیح المسايل کې راوړي دي .دلته له هغې رسالې نه پینځه […]

اووم څپرکی

 

د محاربینو او مفسدینو احکام

۱۴۱ مساله :د محاربینو او مفسدینو د فروعو تفصیل،چې قرآن کریم ددې دوو ډلو احکام په مايده سورت/۳۳-۳۴ آیتونو کې ویلي دي،له پخواني شوروي سره د مجاهدینو د څوارلس کلن جهاد پر مهال مې په جنګي توضیح المسايل کې راوړي دي .دلته له هغې رسالې نه پینځه مسالې رااخلم .

۱۴۲ مساله :دین په دنیا او آخرت کې د بشر د نېکمرغۍ کړلار ده، ددیني نظام راپرځولو ته هڅې پر ځمکه د فساد یو څرګند مصداق دی او له خدای او استازي سره یې محاربه ده او شونې ده،چې فساد د ټولنیز امنیت په ورکاوي او د وټیزو سرچینو په ویجاړولو او له خدای سره محاربه له دین سره په مخالفت او د نوامیسو او اخلاقي مکارمو کمزورول تفسیر کړو.

۱۴۳ مساله :د مخدره توکیو او د نورو نشه يي توکیو تولید،ویش او معلامله-په تېره هرويين او ورته توکي – په پراخه پېمانه د ولس –په تېره د ځوان نسل- دنیا او آخرت تاواني کوي او پر ځمکه فساد دی .

۱۴۴ مساله :په مسلمانانو کې وېره،ډار او ترهه اچول،لاره نیول او پرې ډول ډول ظلمونه کول او د ټبر، توکم، ژبې، سیمې،مذهب او ګوند وغیره په نامه د شخړو او بدکڅیو رامنځ ته کول،چې کله يې پایله وسلوالې نښتې،ترور او وژنې وي،پر ځمکه فساد دی .

۱۴۵ مساله :کارخانو ـ په تېره درندو صنایعوـ،پټیو او ملي تولیداتو ته تاوان رسول او د خلک په بېوزلۍ ککړول فساد دی .

۱۴۶ مساله :په نادیني نظام د دیني نظام اوړول،د دیني مراکزو له منځه وړل او په پراخه پېمانه او فتنو د مبلغینو او دیني مجریانو پر خلاف دسیسې او د ټولنې د مهمو کړیو ترمنځ د شخړورامنځ ته کول،فساد دی .

۱۴۷ : د فحشاء او د لواط او زنا په څېر د منکراتو خپرول او په راډیو، تلویزونونو او سینما ګانو او د نڅا د ګډو غونډو د اخلاقي فسادونو د ډولونو خپرول، د عمومي لارو تړل، نه د یو ساعت او دوو ساعتونو لپاره،که څه د لارې دا بندېدنه د لسو دقیقو یا ان د جماعت د لمانځه لپاره وي،دا کار لمونځ باطلوي، پر لار خلک لوټول،په وسلوالو ډلو د خلکو مالونه لوټول، د پیسو لپاره پراخې تښتونې، د ویرې او ترهې رامنځ ته کول او پر خلکو د اور ډوله وسلو کارونه او په سوداګرۍ کې ګډوډي رامنځ ته کول فساد دی.

۱۴۸ مساله : ویلای شو، ددې څپرکي له کارونو څخه هر کار، که له دین او دینوالو سره د دښمنۍ په نیت وي؛نو له خدای سره محاربه ده او که پورتني کارونه په بل نیت هم وشي؛ نو پر ځمکه فساد دی .

((إِنَّمَا جَزَاء الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا[1] ))

[1] ( مایده/۳۳)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!