تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَى رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلَاقِيهِ (الانشقاق/۶) ژباړه : انسانه! په حقيقت كې ته د خپل پالونكي لوري ته پوره هڅې كوې (او كړاوونه ګالې)؛نو ورسره به مخ شې.   دا آيت د ټولو انسانانو په ژوند كې يو بنسټيز آر ته اشاره لري او هغه دا، چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَى رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلَاقِيهِ (الانشقاق/۶)

ژباړه : انسانه! په حقيقت كې ته د خپل پالونكي لوري ته پوره هڅې كوې (او كړاوونه ګالې)؛نو ورسره به مخ شې.

 

دا آيت د ټولو انسانانو په ژوند كې يو بنسټيز آر ته اشاره لري او هغه دا، چې ژوند همېش له كړاوونو سره اخږل شوى دى؛ ان كه موخه، دنیوي ګټې ته د ورسېدو لپاره وي، دا خو لاڅه كوې، چې موخه، آخرت، تلپاتې نېكمرغي او د پالوونكي قرب وي. دا د دنيوي ژوند طبيعت دى. ان كوم وګړي، چې خورا سوكاله اوسي، له كړاوه بچ نه دي. دلته له پالوونكي سره د ملاقات او ليده كاتو تعبير (كه د قيامت د صحنې ملاقات ته اشاره وي، چې د مطلق حاكميت ډګر یې دى يا يې د بدلې او سزا ملاقات وي يا په باطني مشاهدې پخپله د خداى ملاقات وي) راښي، چې تر هغې ورځې به دا كړاو دوام مومي او هله به پاى مومي، ددې نړۍ دوسيه وتړل شي او انسان په خپلو پاكو كړنو له خپل خداى سره ملاقات وكړي. هو، يوازې هلته بې كړاوه راحت دى. له امام سجاد (رح) نه په يو له مانا ډك روايت كې لولو: ((په دنيا كې او د نياوالو ته راحت نشته، راحت يوازې جنت او جنتيانو ته پنځول شوى دى. كړاو په دنيا كې پيدا شوى او دنيا والو ته او (په همدې دليل) يو ترې هله څه پيمانه تر لاسه كولاى شي، چې د حرص دوه ګرايه یې په برخه شي او هغوى، چې ډېره دنيا لري، ډېر فقير دي؛ ځكه د خپلو شتمنيو د ساتلو لپاره د نورو اړمن او (ساتنې ته يې) ټولو دنيوي وزلو ته اړمن دي؛ نو ځكه په دنيوي شتمنۍ كې هم راحتي نشته)) وروسته امام تر روايت لاندې ويلي: ((په دنيا كې د خداى دوستان كله هم د دنيا په پار كړاوونه نه كاږي؛ بلكې په دنيا كې يې كړاوونه د اخرت لپاره دي)) (نمونه تفسیر، 26 ټ: 300 مخ)

 

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!