تبلیغات

د معاد دويم دليل د خداى حکمت دى که قيامت نه وي؛نو د انسان او هستۍ پيدايښت بېځايه او د الهي حکمت پر خلاف به وي . آيا خداى،چې سل ځل په قرآن شريف کې ((حکيم )) ويل شوى او د حکمت نښې يې په هر ځاى کې وينو؛لکه :د سترګو باڼه او وريزې،د پښې […]

د معاد دويم دليل د خداى حکمت دى

که قيامت نه وي؛نو د انسان او هستۍ پيدايښت بېځايه او د الهي حکمت پر خلاف به وي . آيا خداى،چې سل ځل په قرآن شريف کې ((حکيم )) ويل شوى او د حکمت نښې يې په هر ځاى کې وينو؛لکه :د سترګو باڼه او وريزې،د پښې د تلي جوړوالې،د مور مينه ،د ماشوم په واسطه د تي روولو قدرت،له سترګې سره د ترو اوبو تناسب او له خولې سره د خوږو اوبو تناسب ،د انسان په واسطه د اکسيجن تنفس او د بوټو په واسطه د کاربن ډاى اکسايډ تنفس،له غوږونو سره د څپو تناسب، له سترګو سره د رڼا تناسب،له هاضمي جهاز سره د خوړو تناسب ،د ځمکې په ورو حرکت او د انسان د اړتياو پوره کېدل او دا دومره نعمتونه،چې هغه د قرآن شريف د وينا له مخې که وغواړو،چې و يې شمېرو؛نو و به يې نشو کړاى،دا له اسرارو ډکه هستي،چې ساينس پوهان پرې پوهېدو ته خپل عمرونه پاى ته ورسوي؛خو پوه پرې نشول. تاسې پخپله ووياست،چې دا هستي سره له دې دومره دقت،استحکام، لطافت، نظم، نظارت د يو څو ورځو ژوند او پوچېدو لپاره ده ؟

په رښـتيا تردې دومره بدلونونو وروسته موږ خاورې شو او معاد هم نه وي؛نو ايا موږ له هماغه پيله خاورې نه وو؛نو آيا دا پيدايښت او پروګرام يې ټوکې او بې ځايه نه دي ؟ آيا دا سمه ده،چې اسمانونه، ځمکې،سمندرونه،لمر،بوټي،ونې او څاروي انسان ته وي او انسان هم مړينې او هېڅ کېدو لپاره وي ؟

که معاد نه وي؛نو د ژوند مانا به بې له خوراک څښاک او ورڅخه د سرې جوړولو هېڅ هم نه وي؟ او که موږ په پاى کې خاورې او هېڅېدې؛ نو زموږ په ژوند کې له بقا سره مينه ولې ايښوول شوې ده ؟

هو! په توکيز نړى ليد کې د هستۍ راتلونکې تپه تياره،ړنده او کڼه ده او د کار پاى يې تباهي ده او د انسان د عمر پاى هم پوچي ده او له همدې ليد سره دي،چې پوښتي: د څه لپاره او ولې پيدا شوى يم ؟ ښه؛ نو اوس،چې يم ؛نو ولې لېوه نه يم او مزى و نه کړم؟ که څه د انسانانو د ورکېدو په بيه وي او اوس،چې زما او د نورو انسانانو د ژوند پايله نيستي او فنا ده؛نو راځه،چې د نورو له هلاکولو خوندونه واخلم ټول خو هسې هم له منځه ځي؛نو اوس،چې له منځه ځي؛نو ولې زما د مزو چړچو په پار له منځه ولاړ نشي.

دې اند انسان دې ځاى ته رارسولى،حال دا چې ځينې هېوادونه له لوږې مري او ځينې هېوادونه (لکه امريکا او کاناډا) په بازارونو کې د غنمو د بيې ثابت ساتلو ته خپل غنم په سمندر کې اچوي او يا يې سوځوي .

رابه شو وحې ته،چې څنګه يې د الهي حکمت له مخې د معاد پر ضرورت رڼا اچولې ده . په دې اړه قرآن شريف وايي:

أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ (مؤمنون/۱۱۵)= ايا ګومان مو كاوه،چې موږ تاسې بابېزه پيدا كړي ياست او داچې زما لوري ته به نه راګرځول كېږئ؟!(۲۶)

أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَن يُتْرَكَ سُدًى (قيامت/۳۶)= ايا انسان انګېري،چې بابېزه (او بې موخې) به پرېښوول شي؟!(۲۷)

په قرآن شريف کې ډېر آيتونه دي،چې وايي :موږ په پيدايښت کې نه ټوکې کوو،نه لعب کوو،نه باطل؛بلکې پيدايښت پر حقه،د انسانانو د ودې او پر قوانينو او سنتونو ازمېيلو لپاره دى او له پنځونې موخه د خداى پېژندل او په سلونو نورو لارو کې د خداى پر لار روانېدل دي او که نن وي که سبا ستاسې د لارې وهلو پايله به خداى ته ورتګ وي ؛(( إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ( بقره/۱۵۶) (٢٨) په دې دنيا کې،چې څه کرې؛نو په هغه دنيا کې به يې رېبې او که ښځه وي او که سړى د خپلو کړنو سزا او اجر به ورکړ شي .(( وَلِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ)) (جاثيه/۲۲) (٢٩) او انسان د خپلو کړنو ګرو دى ((كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ )) (مدثر/۳۳) (٣٠)

 

ج: د مانع نشتوالی

معمولاً مانع د محددو قدرتونه په لار کې وي. فرض کړئ يو موټر مجبور دى،چې پر پلاني واټ حرکت وکړي او بې له دې بله چاره هم نه لري؛ نو په لار کې د يو ستر ګټ شتون کړاى شي ددې موټر له مخکې تلو مخنيوى وکړي؛خو همدا ستر ګټ د هغې مرغۍ په لار کې مانع نه دى، چې الوځي. هو! څومره،چې قدرت او علم ډېر وي ؛نو ډېر لږ څيزونه ورته په مخ کې خڼدېداى شي؛ځکه د مړيو را ژوندي کېدل دوه شرطه لري :

١_ ناپايه پوهه .٢_ناپايه ځواک .

د خداى له ناپايه پوهې سره،چې خبر دى،کومه ذره څنګه او په کومو شرايطو کې ده ؛نو څنګه مانع فرضولاى شو؟

قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ وَعِندَنَا كِتَابٌ حَفِيظٌ (ق/۴)= په يقين موږ پوهېږو،چې ځمكه د هغوى د بدنو (څومره برخه) خوري،حال دا چې له موږ سره (د ټولو څيزونو د حساب) ساتونكي ليکنه ده(۱۳)

له هغه ناپايه ځواک سره څه مانع فرضولاى شو،چې ټول ذرات سره راټولولى او يو ځاى کولاى شي؛لکه څنګه چې قرآن شريف څلويښت ځل ويلي دي : ((أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ)) همدا اوس هم موږ د خاورو شيندل شوي او خپاره واره ذرات يو؛ځکه موږ د پلانۍ سيمې غنم، وريجې، سبزيانې،مېوې سره يو ځاى شوي، د پلار نطفه ترې جوړه شوى او يو څه موده د مور په زيلانځ کې وو او بيا دې دنيا ته راغلي يو. هو ! همدا اوس هم زموږ د وجود هره حجره د پلانۍ سيمې له ځمکې ده. هماغه ځواک،چې په دې دنيا کې موږ د خاورو له خپرو شويو ذراتو جوړ کړي يو؛نو کړاى شي په هغه دنيا کې هم وراسته شوي او رژېدلي هډوکي را ژوندي کړي؛البته زموږ د کار غلطي په دې کې ده ،چې د خداى پوهې او ځواک ته له خپل نظره وينو اوداچې موږ پخپله محدود يو؛ نو ناپايه نشو تصورولاى. د قرآن شريف په ټولو کيسو کې دا حقيقت ليدل کېږي،چې خداى غواړي زموږ فکر د دې توکيز چوکاټ له ولکې راوباسي؛نو که وايي: موږ د مريم په نامه بې مېړه ښځې ته اولاد ورکړ.قَالَتْ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ وَلَمْ أَكُ بَغِيًّا (مريم/۲۰)= مريم وويل :(( زما به څنګه زوى وشي، چې تر اوسه ما ته نه كوم انسان لاس راوړى او نه بدلمنه وم؟!)) (٣٢)

که وايي : موږ ماشوم ته په زانګو کې د خبرو کولو وس ورکړ .

قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا(مريم/۳۰)= (ناڅاپه عيسى په خبرو شو او) ويې ويل : (( په رښتيا زه د خداى بنده يم، ماته يې (اسماني) كتاب راكړى دى او پېغمبر كړى يې يم. (٣٣)

که وايي :موږ د ابابيل په مرغيو پر فيلانو سپاره له منځه يوړل .

تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ(فيل/۴)= چې د پخې خټې ګيټکۍ يې پرې غورځولې(٣٤)

که وايي : د همسا په يو ګوزار مو له ډبرو دولس چينې راوايستې .

وَإِذِ اسْتَسْقَى مُوسَى لِقَوْمِهِ فَقُلْنَا اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ كُلُواْ وَاشْرَبُواْ مِن رِّزْقِ اللَّهِ وَلاَ تَعْثَوْاْ فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ (بقره/۶۰)= او(در ياد كړئ) چې كله موسى خپل قوم ته اوبه وغوښتې؛نو دستور مې وركړ: ((همسا دې په هغه ځانګړې ډبره ووهه!)) چې ناڅاپه ترې دولس چينې وخوټېدې،داسې چې (دبني اسراييلو دولس ګونو ټبرونو) هر يو خپلې چينې پېژندلې. (او ورته مو وويل 🙂 د خداى له دركړ شوې روزۍ وخورئ او وڅښئ او پر ځمكه فساد مه كوئ . (٣٥)

که وايي : موږ د حضرت عيسى پر ساه مړي را ژوندي کول .

قَالَ اللّهُ يَا عِيسى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَى وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي وَتُبْرِئُ الأَكْمَهَ وَالأَبْرَصَ بِإِذْنِي وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوتَى بِإِذْنِي وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَنكَ إِذْ جِئْتَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِنْهُمْ إِنْ هَذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِينٌ(مائده/۱۱۰)=(دريادكړه) چې كله خداى عيسى د مريمې زوى ته وويل: ((پرتا او مور دې زما نعمت درياد کړه! ما په (( روح القدس = سپېڅلي روح )) ستا مرسته وكړه،چې په زانګو(اوپوره عمركې دې ) له خلكو سره خبرې كولې،ما تا ته كتاب، حكمت،تورات او انجيل وښود، تا زما په حكم له خټې د مرغۍ (جوسه) جوړوله او په هغې كې دې پوكى كاوه او جوسه به زماپه حكم مرغۍ شوه، تا زما په امر مور زېږي ړانده او د برګي (پيس) ناروغان روغول او زما په امر دې مړي (هم) ژوندي كول اوكله چې ته بني اسراييلو ته له څرګندو دلايلو سره ورغلې،ما ته د هغوى له زيان رسونې وژغورلې؛نو له هغوى د حق منكرانو (كافرانو) وويل :((دا خو ښكاره كوډې دي.)) (٣٦)

که وايي : موږ زوړ زکريا او شنډې ښځې ته يې د يحيى په نامه زوى ورکړ .

قَالَتْ يَا وَيْلَتَى أَأَلِدُ وَأَنَاْ عَجُوزٌ وَهَذَا بَعْلِي شَيْخًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عَجِيبٌ(هود/۷۲)=(د ابراهيم ښځې) وويل: ((هاى هاى! په دې بوډۍ توب كې به مې اولاد وشي؟! او (حال دا چې ) دا مېړه هم بوډا دى؟!دا يو عجيبه څيز دى! ))(٣٧)

او که وايي : موږ موسى د فرعون په خپله لمنه کې لوى کړ .

وَقَالَتِ امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَيْنٍ لِّي وَلَكَ لَا تَقْتُلُوهُ عَسَى أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ(قصص/۹)= د فرعون مېرمنې ( چې پوه شوه، هلك وژني؛ نو ويې) وويل: (( (دا ماشوم) به زما او ستا د سترګو يخوالى وي! مه يې وژنئ، ښايي موږ ته ګټور شي يا به يې پر زويولۍ ونيسو.)) او هغوى نه پوهېدل (چې خپل اصلي دښمن پخپله غېږ كې پالي)! (٣٨)

او په سلونو نورې داسې بېلګې؛نو دا ټول ځکه دي،چې د انسان فکر له دې اوسني حالته بهر راووځي،چې د مادياتو په ولکه کې دى . هو! موږ سره له دې،چې بايد پر طبيعت د واکمنو قوانينو درناوى وکړو؛خو هېڅکله بايد خپل فکر پکې محدود نه کړو او پوه شو،خداى چې څه وغواړي هماغه کړاى شي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست