تبلیغات

د معاد د امکان لپاره نورې بېلګې داچې قرآن شريف دا خبره جوته کړي،چې د مړيو را ژوندي کېدل ناشونی چار نه دی ،د بېلګو په راوړو لاس پورې کوي؛لکه : الف : يو سړي وروست شوى هډوکى له دېواله راوايست او و يې رژوه (او په غرور او ملنډو يې) رسول اکرم ته وويل: […]

د معاد د امکان لپاره نورې بېلګې

داچې قرآن شريف دا خبره جوته کړي،چې د مړيو را ژوندي کېدل ناشونی چار نه دی ،د بېلګو په راوړو لاس پورې کوي؛لکه :

الف : يو سړي وروست شوى هډوکى له دېواله راوايست او و يې رژوه (او په غرور او ملنډو يې) رسول اکرم ته وويل: څوک دى،چې دا وروست شوى رژېدلى هډوکى به بيا را ژوندى کړي ؟ خداى خپل استازي ته وويل : ((قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ (يس/۷۹)= ووايه: ((دا هماغه بېرته را ژوندي كوي، چې په لومړي ځل يې پيداكړي وو او هغه په هر (ډول) پيدايښت پوهېږي(١٣)

که د يو څيز جوړونکى کارخانه ووايي،چې زه د خپلې کارخانې جوړ شوى څيز وروسته تردې،چې خلاص شي،بيا يې جوړولاى شم ؛نوکومه بې ځايه خبره به يې نه وي کړي؛ځکه جوړول تر خلاصولو او بيا تړولو مهم دي .

ب:حضرت عزير (ع) د يو سفر په ترڅ کې د کنډور ترڅنګ تېرېده او د حيرانتيا (نه د انکار) له مخې يې وپوښتل : خداى به څنګه دا تر مړينې وروسته ژوندي کوي ؟!خداى هم هماغلته او ځاى پر ځاى تر ساه واخسته او تر سل کالو وروسته يې را ژوندى کړ او بيا يې ترې وپوښتل: له کله نه دلته يې ؟ و يې ويل : نيمه که يوه ورځ ده،چې دلته يم .خداى ورته وويل : سل کاله دي،چې دلته يې،پر هغه خره،چې پرې سپور وې او هغه خوړو ته،چې درسره وو وګوره او د خداى ځواک ته وګوره،چې څنګه خر وروست شوى او هډوکي يې رژېدلې دي؛خو هغه خواړه،چې په دوو درې ورځو کې ورستېږي،تر سل کالو وروسته هماغسې تازه ساتل شوي دي؛نو اوس داچې د مړيو را ژوندي کېدل پر خپلو سترګو ووينې؛نو د خره همدې رژېدليو هډوکو ته وګوره،چې څنګه دې په مخ کې بېرته راټولو او بېرته يې ژوندي کوو او ساه ورکوو،څو راتلونکيو ته زده کړه او نښه شي . د خداى دې استازي،چې تر سل کالو وروسته هم د خره بېرته را ژوندي کېدل او هم د خوړو تازه پاتې کېدل وليدل؛نو ويې ويل :پوهېږم،چې خداى هر کار کړاى شي . (١٥) (بقره/۲۵۹)

ج: يوه ورځ حضرت ابراهيم خليل الله د يو بهر تر غاړې تېرېده، چې د يو ځناور بدن يې وليد،چې نيم په اوبو کې او نيم په وچه کې دی او ډول ډول مرغان ترې راتاو دي او هر يو د بدن يوه ټوټه خوري او پخپل کار پسې ځي؛نو همداچې د خداى خليل دا پېښه وليده ؛نو له خدايه يې وپوښتل : د قيامت پر ورځ څرنګه مړي را ژوندي کوې؟( حال داچې ددې څاروي بدن؛خو خپور شوى او د وجود هره ټوټه يې د يوه ځناور برخه شوې ده ) خداى خپل استازى وپوښت :آيا زموږ پر ځواک او معاد ايمان نه لرې؟ حضرت ابراهيم (ع) ورته وويل :ايمان لرم؛که پر خپلو سترګو يې ووينم ؛نو زړه به مې ډاډمن شي .

هو! استدلال او سول يوازې فکر او ماغزو ته ارامي ورکوي؛خو تجربه او کتنه زړه ته ډاډ ورکوي .

خداى حضرت ابراهيم ته وويل :څلور ډوله مرغۍ راواخله،حلالې يې کړه،چکني يې کړه او داسې يې غوښې او هډوکي يو له بل سره واغږه،چې معلومه نشي کومه غوښه د کوم مارغه وه او بيا يې راواخله او د څو غونډيو پر سر يې کېږده او هر مارغه ته په خپل نوم غږ وکړه؛نو بيا وګوره،چې د هر يو خپل هډوکي او غوښه څنګه يو ځاى کېږي او په لومړۍ بڼه مرغۍ ترې جوړېږي او حضرت ابراهيم هماغسې وکړل او هماغسې وشو،چې خداى يې ورته ويلي ول او د ا براهيم زړه ډاډمن شو. (١٦) (بقره/۲۶۰)

 

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست