تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ سرچینه :فقه تطبیقی ،لیکوال ستر لبنانی عالم :محمد جواد مغنیه .پښتو ژیاړه :محمد انور ولید (د فقهې د برخې د ټولو مطالبو سرچینه همدا کتاب دی) د مړى احكام : احتضار (مخ پر قبله ايښوونه): احتضار د مړي مخ پر قبله ايښوونه ده؛خو پدې كې مذهبونه يوه خوله ندي.اماميانو او شافعيانو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

سرچینه :فقه تطبیقی ،لیکوال ستر لبنانی عالم :محمد جواد مغنیه .پښتو ژیاړه :محمد انور ولید (د فقهې د برخې د ټولو مطالبو سرچینه همدا کتاب دی)

د مړى احكام :

احتضار (مخ پر قبله ايښوونه):

احتضار د مړي مخ پر قبله ايښوونه ده؛خو پدې كې مذهبونه يوه خوله ندي.اماميانو او شافعيانو ويلي دي: مړى بايد ستوني ستاغ (شا پر ځمكه) پرې اېستل شى او دواړه خپړې يې داسى وي،چې كه كېښول شي، قبلې ته سمې شي.

مالكيانو،حنبليانو اوحنفيانو ويلي دي: مړې دې پر ښي اړخ واچول شي، چې مخ يې قبلې ته وي. لكه د ښخېدو پر وخت.

لكه د مخ پر قبله كولو په معنا كې چې اختلاف دى، دغسې يې په وجوب كې هم اختلاف دى. څلورګونو مذهبونو او يو شمېر اماميانو ويلي دي: مخ پر قبله كول مستحب دي،نه واجب. زياتره اماميان غسل كفن او ښخول كفايي واجب بولي.د اماميانو په مصباح الفقيه كې راغلي دي،چې د مخ پر قبله كولو په وجوب كې بالغ او نابالغ دواړه راځي. بايد وپوهېږو، چې د مړي د احكامو له واجباتو هر يو كفايي واجب دى،چې كه يو يې تر سره كړى، پر نورو حساب دى؛خو كه پريښوول شى، ټول پړه او پوښتل كېږي.(1)

غسل:

د مړى د غسل په باب څو مسالې دي:

ټولو مذهبونو منلې ده،چې كه څوك له كافرو سره په جګړه (جهاد) كى ووژل شي، شهيد دىاو نۀ لمبول كېږي (2) او پردې هم يوه خوله دي،چې د نامسلمان غسل روا ندى. البته شافعيان يې جايز ګڼي. همداراز تر څلورو مياشتو كم زيان شوى (سقط شوى) ماشوم نۀ لمبول كېږي؛خو كه څلور مياشتنى شوى وي؛ نو پكې اختلاف دى.حنبليان او اماميان يې غسل واجب بولي.حنفيانو ويلي دي: كه ماشوم ژوندى وزېږي او بيا مړ شي، يا پر څلورو غړيو (سالم) روغ وزېږي؛خو مړ،غسل دې وركړ شي.

مالكيانو ويلي دى: د زيان شوي نوزېږي غسل واجب ندى؛خو هله،چې ژوندى پاتې كېدونكى نۀ وي او كوم تجربه كار څوك ووايي، چې ژوندى پاتى كېداى شي.

شافعيانو ويلي دي: كه نوزېږى شپږ مياشتنى وي،غسل وركول كېږى؛خو كه تر شپږو مياشتو كم وي او بشپړ زېږېدلى وى،غسل وركول كېږي؛خو كه نيمګړى هم وي او باور وي، چې احساس لري؛ نو غسل وركول كېږي.

مساله: كه د مړي د بدن يوه برخه د ناروغتيا، سوي، د ځناور د خوراك يا داسې نورو له امله نيمګړې شى، ايا د پاتې بدن غسل واجب دى، كه څنګه؟

حنفيانو ويلي دي:غسل واجب ندى؛خو كه د بدن زياته يا نيمه برخه او يا د مړى سر پاتې وي؛ نو بيا وركول كېږي.

مالكيانو ويلي دي: كه د بدن دوه درېمې (3/2) وموندل شي،غسل واجب دى.

حنبليانو او شافعيانو ويلي دي: كه د مړي يوه برخه هم وي،غسل واجب دى.

اماميانو ويلي دي: كه د مړى يوه ټوټه چى زړه او سينه پكې وي، وموندل شي،حكم يې غسل كفن او لمانځه ته د پوره مړي دى. سينه يا يې يوه برخه ورسره وي،كه نه؛ خوكه هډوكي پكې وي،غسل دې وركړ شي او په يوه ټوكر كې دې تر نغښتلو وروسته ښخ شى؛خو كه بې هډوكي و؛ نو په ټوكر كې دې تر نغاړلو وروسته بې غسله ښخ شي.

لمبوونكى :

لمبوونكي او لمبېدونكي ته واجب دي،چې نر دې نر او ښځه دې ښځه ولمبوي.

اماميانو، شافعيانو، مالكيانو او حنبليانو د ښځې او خاوند يو بل لمبول جايز ګڼلي دي.

حنفيانو ويلي دي:خاوند ته د ښځې لمبول جايز ندي،ځكه ښځه پر مرګ سره د نر له ناموسوالي وځي؛خوښځه خاوند لمبولاى شي،ځكه لا د هغه په عدت كې ده. يعنې لا يې د ښځېتوب حق پر ځاى دى؛خو نر (د ښځى په مرګ) لدې حقه بې برخې دى. كه سړى خپله ښځه طلاقه كړي او بيا مړه شي. كه طلاق باين وي، د ټولو مذهبونو پرېكړه ده، چې يو بل ونۀ لمبوي؛خو كه طلاق رجعي وى، اماميه وو يو د بل لمبول جايز ګڼلى دي.

حنفيانو او حنبليانو ويلي دي: ښځه دې خاوند ولمبوي؛ خو مېړه ښځه نه.

مالكيانو او شافعيانو ويلي دي: يو بل دې نۀ لمبوي،ځكه باين او رجعي طلاق يو شان دى.

اماميه وو ښځى ته تر درې كلنى پورې هلك لمبول جايز ګڼلي دي.حنبليانو تر څه كم اووه كلونه جايز كړيدي. مالكيانو ويلي دي: ښځه اته كلن هلك لمبولاى شى اوسړى تر دوو كلواو اتو مياشتو پورې جنۍ.

څه ډول غسل؟

اماميانو د مړي درې ډوله غسل واجب بللى دى: لومړى هغه چې په اوبو كې يې لږ سدر ګډوي، په دويم غسل كى كافور وي، درېم په رڼو اوبو وي. لمبوونكى بايد پيل له سره وكړي،بيا ښې او بيا كيڼ اړخ؛خو څلورګونومذهبونو ويلي دي: واجب يو غسل دى. هغه هم په رڼو اوبو،نور دوه غسله مستحب دي،غسل ته څه ځانګړي شرطونه نشته. هر څنګه چې وي صحيح دى د جنابت د غسل په څېر دهغوى په نزد سدر او كافور واجب ندي. البته په وروستي غسل كې كافور او يا ورته نوره خوږ بويي مستحب ده.

د غسل صحيحوالى په نيت د اوبو په روڼوالي،پاكوالي او د مړي له بدنه د ظاهري ناولتيا په لرې كولو او پوټكي ته د اوبو په رسېدو كې د مخنيوونكي (مانع) نشتوالى شرط دى.

اماميانو ويلي دى: په تودو اوبو د مړي لمبول مكروه دى؛خو حنفيان بيا تودې اوبه غوره ګني.حنبليانو، مالكيانو او شافعيانو سړې اوبه مستحبې ګڼلې دي.

ټول مذهبونه له خوږ بويۍ د محرم دځان ژغورنې په څېر پدې هم يوه خوله دي،چې كه محرم (احرام تړلى) په حج كى مړ شو،د لمبولو په اوبو كې دې يې كافور نۀ وي.

كه د اوبو د نشتوالى،يا د سوي، يا د داسې ناروغۍ له امله چې د مړي غوښه د اوبو په وررسېدو زيانمنېږې، د غسل پر ځاى ټولو تيمم منلى دى. خو تيمم بې د ژوندي د تيمم په څېر دى،چى د تيمم په باب كې به راشي. د اماميانو يوې ډلي ويلي دي: درې تيممه واجب دى، لومړى د سدر په اوبو دغسل پر ځاى،د كافور په اوبو د غسل پر ځاى او درېم په رڼو اوبو د غسل پر ځاى خو محققينو يې يو تيمم بسنده ګڼلى دى.

حنوط:

حنوط د سجدې پر اووه ګونو ځايونو تر غسل وروسته د كافور مږلو ته وايي، دا اووه ځايونه تندى،دواړه ورغوي،زنګنونه او د پښو ګڼې ګوتې،چى سرونه يې بايد مسح شي. اماميانو پدې ډول حنوط واجب ګڼلى دى؛خو نور مذهبونه يې بيا نۀ ګڼى. او د لوى او واړه، زيان شوي (سقط) جنين او ښځې او نر توپير نۀ مني؛خو د حج محرم يې ترې بېل كړېدى. دوى پر تېرو اوو ځايونو سربېره پوزه هم د مستحبو په توګه ورزياته كړېده.

كفن وركول: پر كفانه كول د ټولو مذهبونو له پلوه واجب دي. څلورګونو مذهبونو ويلي دي: كفن يو كميس دى، چى د مړى ټول ځان رانغاړي.درې ټوټې كېدل يې مستحب دي.

اماميانو ويلي دي: درې ټوټې واجبې دي: لومړى لنګ،چې له نامه تر زنګنو نغاړي، دويم كميس،چى له اوږو تر پنډيو نغاړي.درېم هغه ټوټه چى ټول مړى رانغاړ.په كفن كې چې څه شرط دي، دا دي،څه چى په لمانځه كې نغاړلو ته واجب دي،لكه پاكوالى او مباحوالى او دا چې وريښمن او د حرام غوښي ځناور نۀ وي او نر او ښځې ته سره زر او هغه څه چې په خپل ځاى كې به راشي.

اماميانو، شافعيانو او حنفيانو ويلي دي: د ښځى كفنول د مېړه پر غاړه دي، كه ښځه شتمنه هم وي.

مالكيانو او حنبليانو بيا ويلي دي: مېړه د مېرمنې پر كفنولو ژمن او ملزم ندي.كه بېوزلې يا نشتمنه هم وي. د واجبې اندازې د كفن او د مړى د نورو اړتياوو د پور، وصيت او ميراث (له ښځې او هغه مال پرته چې پور ترې وركول كېږى) تر وركولو مخكې له تركې بېلېږي.

د بېوزليو يا نشتمنو مړينه:

څلورګونو مذهبونو اوځينو اماميانو ويلي دي: كه له مړي څه ډېره اندازه مال پاتې نشي،كفن يې پر نفقه وركوونكى دى. كه نفقه وركوونكى ونلري،يا هغه په خپله هم بيوسې او بېوزلى وي. كفن له بيت المال يا زكاته وركول كېږي او كه دا هم نكېده؛نو پر شتمنو مسلمانانو دى.

يو شمېر اماميانو ويلي دي: كه څوك تش لاس (بې ماله) و مړي او استازى يا كفيل يې هم نۀ وي، كفن يې پر چا واجب ندى،ځكه واجب په خپله (په خپل لاس) يو كار كول دي. نۀ مال وركول؛نو د كفن وركول يوه مستحبه ښېګڼه ده. كه داسې نكېده؛ نو بې كفنه دې ښخ شي.

پر شهيد لمونځ (د جنازى لمونځ ) :

ټول مذهبونه يوه خوله دي،چې د مسلمانانو او د هغوى د بچيو كه د هر مذهب او فرقې وي پر مړي لمونځ واجب دى او پر دې هم يوه خوله دي، چې لمونځ تر غسل او كفنولو مخكې نۀ كېږي؛خو شهيد بيا بې غسله او بې كفنه په خپلو جامو كې ښخېږي. شافعيانو په جامو او بې جامو ښخولو كې ازادي او خوښه وركړېده؛خو د شهيد پر جنازې بيا سره وېشلي دي، شافعيانو، مالكيانو او حنبليانو ويلي دي: لمونځ (جنازه) يې ندى پكار. اماميانو او حنفيانو ويلى دي. د شهيد جنازه د نورو مړيو په څېر واجب ده.

د صغير جنازه:

د كوچني پر جنازه مذهبوال سره وېشلي دي. شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: كه نوزيږى د زوكړې پر وخت ژړا يا چغه وكړى،جنازه يې كېداى شي،يعنى د لمانځۀ حكم يې د ميراث د حكم په څېر دى.

حنبليانو او حنفيانو ويلي دي: كه كوچنى د مور په نس كې څلور مياشتې پوره كړې وي لمونځ يې پكار دى.

اماميانو ويلي دي: د مسلمانانو د كوچنيانو جنازه كول واجب ندي؛خو كه شپږ كلنۍ ته رسېدلى وي؛ تردې د كم كوچني جنازه مستحب ده. نۀ واجب.

د غايب جنازه :

اماميانو،مالكيانو او حنفيانو ويلي دي:دغايب مړي جنازه په هېڅ شان روا نده او وايي: چې كه پيغمبر او اصحابو دا كار كړى واي؛نو دود شوى به واى. دمړى مخ پر قبله كول او د جنازې د لمانځه پر وخت د جنازه كوونكيو حاضرېدل لازم شرط دى.

حنبليانو او شافعيانو پر غايب مړي جنازه روا ګڼلى ده او دا دليل راوړى، چى پيغمبر اكرم د نجاشي غايبانه جنازه وكړه او ځواب دا وركړ شو، چى دا كار له نجاشي سره د رسول اكرم د مينې له مخې په همغه (ص) پورې ځانګړې و؛خو پيغمبر د نورو صحابه وو له مرګه له خبرېدو سره او

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!