تبلیغات

شلم څپرکی   د مېرمنو ځینې پاتې شوي حقوق او د متقاعدینو احکام   ۳۳۹ مساله: هېڅ باک نلري،چې د قانون له مخې متقاعدینو ته هره میاشت یا هر کال معاش ورکړل شي؛خو مناسبه به وي، هغه عمر چې د تقاعد لپاره شرطېږي،په دوو لاندې دلیلونو اویا او ان پینځه اویا کلونه دې وي،چې په […]

شلم څپرکی

 

د مېرمنو ځینې پاتې شوي حقوق او د متقاعدینو احکام

 

۳۳۹ مساله: هېڅ باک نلري،چې د قانون له مخې متقاعدینو ته هره میاشت یا هر کال معاش ورکړل شي؛خو مناسبه به وي، هغه عمر چې د تقاعد لپاره شرطېږي،په دوو لاندې دلیلونو اویا او ان پینځه اویا کلونه دې وي،چې په دې کې دې غیرعلل او ناروغه او هغه وګړي شامل نه دي،چې زورونکي بدني نیمګړتیاوې او کمزوري فکرونه لري .

۱- د مسلمانانو بیت المال دې بېځایه و نه لګول شي.

۲- هغه باتجربه وګړي،چې په تېرو کلونو کې یې تجربې ترلاسه کړي،بې له کوم علته له لاسه ورنکړو، چې دا نه جبرانېدونکې ضایعه ده او نوي ګومارل شوي ځوانان هم داسې تجربې نلري .

۳۴۰ مساله: داسې هم کېدای شي، چې علیل او ناقص وګړي ټیټو او اسانو دندو ته ولېږو،چې هم ترې ټولنه ګټه واخلي او هم خپله دوی له خپګانه وژغورل شي، په دې اقدام به هم د ټولنې حق ادا شي او هم د زړو چارواکیو حق ادا شي.

۳۴۱ مساله: د لازم احتیاط له مخې دې حکومت دوه لاندې ډلو ته ډېره پاملرنه وکړي:

لومړی هغه ډله ځوانان دي،چې لوړ هوش، ذکاوت او حافظه لري او په تېره چې د نبوغ درجې ته رسېدلي وي.دوی ته دې په خصوصي امکانو کې ښوونه او روزنه ورکړل شي او بیا دې یې د خپلې سلیقې له مخې د لوړو زده کړو په پړاو کې د تجربي علومو په برخو کې تر فوق تخصصي پړاوه زده کړه وکړي.

دویمه ډله هغه وګړي دي، چې د بېلابېلو لاملونو له مخې دې د خپلو خلکو او هېواد[1] په چوپړ کې په صداقت او جرات کار وکړي او په پردیو او د اسلام په دښمنانو پورې یې ځان نه وي تړلی او په وټیز، علمي او دیني برخو کې اختراعات او اکتشافات او مهم اثار پریښې وي .

۳۴۲ مساله: هغه کارونه، چې د توکیز فرهنګ خاوندان یې تر خپلې ولکې لاندې په مسلمان هېوادونو کې کوي، چې د خپلې ډموکراسۍ پرخلاف، ښځې ولسي جرګې ته راوړي او ځینې په پیسو دې ته اړ باسي، چې توکیز فرهنګ خپور کړي، چې دا د ښځې د وګړې پر ضد دی . مسلمانې ښځې خو دې په پیل کې خپل اسلامي ستر او حجاب ته پاملرنه وکړي او دویم دا چې د دیني او تجربي علومو او ځینې انساني علومو په زده کړه کې هڅه وکړي، درېیم دا چې د نجونو دې ته پام وي، چې مړونه یې مسلمان، دینوال او بااخلاقه وي، څلورم دا چې مړوښې ښځې دې ځان د خپلو اولادونو او کور پر وړاندې مسوولې وګڼي ، پینځم که ښځه غواړي ځان وکالت ته نومانده کړي؛ نو د ښاریانو د رای په راجذبولو کې دې پر خپل شخصیت متکی نه وي؛نه دا چې درغلۍ وکړي او د پردیو په ټګۍ برګۍ متکي شي او ځان بېوسي وګڼي، چې دا دهغې یو ډول وګړيز تحقیر دی. داسې پاکلمنې ښځې هم لرو، چې د خلکو د استازۍ وړتیا لري.

۳۴۳ مساله: د نامحرمانو له سترګو لرې نجونو ته بېلابیل ګټور او معقولې لوبې جایزې دي.

 

۳۴۴ مساله: د ځینو عامو خلکو په دود او دستور کې دا معمول دي،چې نجونې د میراث له حقه بې برخې کوي او دیني حکومت دې له دې دود او دستور سره مبارزه وکړي ترڅو د دوی حق و نه لتاړل شي.

۳۴۵ مساله: له سره د تاوتریخوالي مساله( چې لویدیځوال یې په اسلامي هېوادونو کې د یو غولوونکي شعار په توګه اوڅاروي؛ خو له ښځو سره تاوتریخوالی په لویدیځ کې ډېر معمول دی!! او د دوی ښځې ډېر بد حالت لري، چې دا خبره له لویدیځي رسنیو په څرګنده توګه لاس ته راځي) دې له کمزورو وګړيو سره د تاوتریخوالي په شان د قانون له لارې ممنوع کړای شي. اجباري ودونه دې ممنوع کړای شي او پېغلې دې له زلمیو سره په واده کولو کې راضي وي که نه واده باطلېږي.

۳۴۶ مساله: که پلار وصیت وکړي،چې زما لور دې له پلاني زلمي هلک سره واده وکړي؛نو د پلار وصیت د نجلۍ په کراهت باطل او بې اغېزېږي.

۳۴۷ مساله: د نجونو له برخلیک سازه موضوعاتو ځنې یو دا هم دي،چې د نکاح تړلو پر مهال دا شرط کړي،چې ښځه دې د مېړه وکیله شي،چې په دې توګه هر کله وغواړي،کولای شي، ځان د سړي په وکالت طلاقه کړي او دا حکم په حنفي او جعفري فقه کې یو شان دی او دا شرط په ځینو ځایونو کې د ښځو لپاره برخلیک سازه دی.

۳۴۸ مساله: له حجاب او ستر سره ښځه ډریوي کولای شي، په دې حکم کې د ځمکنیو،سمندري او هوايي لېږد رالېږد په وسایلو – الوتکې او اپولو ګانې- کې څه توپیر نشته.

۳۴۹ مساله: د ښځو لپاره سوداګري کول،د تولیدي کارخونو جوړول او د نورو مباحو وټیز چارو ترسره کول څه باک نه لري.

۳۵۰ مساله: په دیني حکومت کې ښځې – د واجب احتیاط له مخې – د دوه منصبونو د عهده دارۍ حق نلري، د عمومي ملت په مرافعاتو او منازعاتو او واکدارۍ کې قضاوت کول .

 

[1] ( ان زموږ په خپل هېواد کې) موخه د لیکوال نیشنلستوب او یا هم د مسلمان هېوادونو د اوسنیو سرحداتو منل نه دي،هر انسان له خپل هېواد سره مینه کوي او خپل مسلمان وطنداران یې ښه ایسي؛خو ټول مسلمانان سره برابر ګڼي او باید یو هېواد او دهغې اوسېدونکي پر نورو غوره و نه ګڼي او استثمار جایز و نه ګڼي او… زموږ په نړۍ کې د نشنلزم زیانونه تر سرطانه ناوړه دي؛بلکې نوموړې جمله د بهرني عیني ترخو واقعیتونو ناظره ده او هغه داچې ګڼ مسلمان هېوادونه او ان ځینې دولتونه یې شدید خپلمنځي اړپېچونه لري او له دې مخې که ما په دې کتاب کې اسلامي نړۍ یو واحد حکومت او هېواد فرض کړی وای؛ نو له واقعیته لرې تش په نامه یوه ذهن ګرايي به وه، که څه په ځای وه،چې په دې ټول کتاب کې دا ټکی د لوستوونکي په ذهن کې وي.

سرچینه :

د کتاب نوم : سیاسي توضیح المسایل

لیکوال : آیت الله شیخ محمد آصف محسني

ژباړن :اجرالدین اقبال

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!