تبلیغات

امام صادق ‏وايي: مؤمن تر اوسپنې ‏هم کلک دى او دا ځکه : اوسپنې ته چې تودوخه ورکړل شي؛ نو اوړي خو که يو مؤمن ووژل شي او بيا ژوندى او بيا مړشي؛ نو يو ذره بدلون به يى په روحيه کې رانشي. (سفينة البحار۱/۳۷) لنډه شرح : ژوند له ستونزو او پېچلو چارو ‏ډک […]

امام صادق ‏وايي: مؤمن تر اوسپنې ‏هم کلک دى او دا ځکه :

اوسپنې ته چې تودوخه ورکړل شي؛ نو اوړي خو که يو مؤمن ووژل شي او بيا ژوندى او بيا مړشي؛ نو يو ذره بدلون به يى په روحيه کې رانشي. (سفينة البحار۱/۳۷)

لنډه شرح :

ژوند له ستونزو او پېچلو چارو ‏ډک دى،چې بې خبره خلک دېر ژړ دې ستونزو ‏ ته پر ګونډو کېږي او له ميدانه پښې اوباسي؛خو هغوى چې ايمان،زغم او څوار – استقامت لري، ‏کله هم ستونزو ته نه تسليمېږي،‏پوهېږي چې د څښتن(ج) د فرمان د اطاعت په لار کې ډېرى ستونزې‏ دي او دې وياړنو ته رسېدل ځان ژغورونې ،سرښندنې،زغم او د سرغړاندو ځانې غوښتې تر واک لاندې راوړو ته اړتيا لري؛نو مومن له هڅې ‏لاس نه اخلي او له پېښو ‏نه وېرېږي

د ناپوهۍ پايله

امام جواد وويل :

هغه چې له علم او پوهې ‏پرته عمل کوي؛نو تر سمونې ‏يې ورانې ډېر وي. ‏ (منتهى الامال)

لنډه شرح :

د ناپوهۍ تاوان يوازې په دې برخې پورې نه را ايسارېږى،چې انسان د ژوند ارزښتونو ته نه رسي؛ بلکې يو ستر خطر دى، چې هغوى ګواښوي او کله همدا ناپوه انسان غواړي،چې له خپل اولاد سره نېکي وکړي؛نو هغه بدمرغه کوي، غواړي،چې اسلام ته خدمت وکړي؛خو د اسلام او مذهب له حيثيت سره لوبې کوي،غواړي،چې په خلکو کې سوله راوړي؛خو پر ځاى يې د اختلاف اور نور هم تازه کوي ،لڼده دا چې هر کار ته ،‏چې لاس وروړي ،له خېر څخه يې شر ډېر وي .

د لارښوونې ارکان

امام جواد وويل :

مؤمن دريو څيزونو ته اړتيا لري : د څښتن (ج) تعالى توفيق، د زړه له تله ورماند – ناصح او پر نعمت عمل . (منتهى الامال)

لنډه شرح :

دا کومه لار، چې انسان ته په ژوند کې وهل په کار دي،ډېره کړکېچنه ده او ددې لپاره،چې ځان له هغو خطرونو وژغوري،چې ‏نېکمرغۍ ته یې ګواښ دی او ټولنى ته ګټور ثابت شي؛نو په لومړي پړاو کې له خپل څښتن (ج) تعالى سره يو قوي اړیکه ‏اړينه ده، چې د څښتن (ج) له سپېڅلي ذاته مرسته وغواړي، بيا په دويم پړاو کې يو ويښ وجدان ته اړتيا ده، چې ورته لارښوونه وکړي او په درېیم پړاو کې اورېدونکي غوږونه ولري،چې د نورو له اندونو،لارښوونو او سلامشورو ځنې ګټنه وکړي .

له ځان سره ورځنۍ شمېرانه – محاسبه وکړئ

امام کاظم وويل :

څوک چې هره ورځ له خپل ځان سره حساب و نه کړي؛ نو له موږ نه دى! (اقوال الائمه ‍‍۱/ ۲۱۴)

لنډه شرح : له تاوانه مخنيوى او ډېرې ګټې ته هڅه په هر کار کې ورځني حساب ته اړتيا لري،د دنيا خلک د خپلو شتمنيو او د پلورځيو حساب ورځ په ورځ خلاصوي؛خو په ټول عمر کې ان یو ځل ته هم سر په ګريوان کې نه ښکته کوي او يو ځل هم له خپل ځان سره انساني،اخلاقي او مانیز- معنوي حساب کتاب نه کوي،چې دا ‏وېرونکې غفلت دى ؛خو د امام کاظم په وينا ويښ او مسئول مسلمان هغه دى چې تل هره ورځ له ځان سره حساب کوي؛که ‏کوم نېک کار یې کړى وي کوښښ وکړي،چې دا نېک کار به نور هم وکړى او که ګناه يى کړې وي،چې توبه وباسي.

[ سرچینه : یکصدو پنجاه درس زندګی، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!