تبلیغات

د نبوت پاى و مو ويل : پېغمبران له ټولو فرعي اړپېچونو سره په يو ښوونځي پورې د اړوند پيغام راوړونکي ول . دا ښوونځى د انساني ټولنې د استعداد له مخې راوړاندې شوى دى. تردې،چې بشر داسې ځاى ته ورسېد،چې دا ښوونځى ورته جامع او بشپړ راوړاندې کړاى شو او دې ټکي ته،چې راورسېد؛نو […]

د نبوت پاى

و مو ويل : پېغمبران له ټولو فرعي اړپېچونو سره په يو ښوونځي پورې د اړوند پيغام راوړونکي ول . دا ښوونځى د انساني ټولنې د استعداد له مخې راوړاندې شوى دى. تردې،چې بشر داسې ځاى ته ورسېد،چې دا ښوونځى ورته جامع او بشپړ راوړاندې کړاى شو او دې ټکي ته،چې راورسېد؛نو نبوت پاى ته ورسېد؛هغه چې دا ښوونځى د هغه په واسطه بشپړ راوړاندې شو؛حضرت محمد بن عبدالله صلى الله عليه و آله وسلم دى؛لکه څنګه چې قرآن کريم وايي:

((وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلاً لاَّ مُبَدِّلِ لِكَلِمَاتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (انعام/١١٥)= د رښتينولۍ او عدالت له مخې د پالونکي وينا دې (بيخي په تول) پوره ده،هېڅوك يې خبرې بدلولاى نشي او هغه اورېدونكى (او) پوه دى .))

اوس بايد پوه شو،چې ولې پخوا په يو بل پسې پېغمبران راتلل، که څه هم ټول يې د قانون او شريعت خاوندان نه ول او د شته شريعت د پلي کولو لپاره به مبعوثېدل ؟ او ولې تر حضرت محمد مصطفى (ص) وروسته نه يوازې تشريعي (د شريعت خاوند) پېغمبر را نه غى او نه به راځي؛بلکې ان تبليغي پېغمبر هم رانه غى او را به نشي؟ ولې؟

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست