تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د نبي کریم (ص) تر بعثت وړاندې پر معاد او د قيامت پر ورځې ګروهه (عقیده) د نبي اکرم (ص) تر بعثت وړاندې زمانه کې د يوه دين لارویانو، نه صابئي او مجوس او نه يهودو او نصاراوو، د معاد او قيامت په باب څرګنده ګروهه نه درلوده. عربي بوتپالي هم […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د نبي کریم (ص) تر بعثت وړاندې پر معاد او د قيامت پر ورځې ګروهه (عقیده)

د نبي اکرم (ص) تر بعثت وړاندې زمانه کې د يوه دين لارویانو، نه صابئي او مجوس او نه يهودو او نصاراوو، د معاد او قيامت په باب څرګنده ګروهه نه درلوده. عربي بوتپالي هم د بيا راژوندي کېدو او قيامت منکر وه، لکه چې قرآن يې په اړه وايي:

إِنْ هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوثِينَ ﴿مومنون/۳۷﴾ = زموږ بې ددې دنيا له ژونده نور څه نشته، (همدلته يو شمېر) مرو او (يو شمېر) ژوندي کېږو او [هېڅکله] بیا را پاڅېدونکي نه یو!

او د خدای او بوتانو چې له خدای سره يې شريک ګڼل په اړه يې ګروهه تر همدې بريده وه، چې دنياوي اړتياوې يې ترې غوښتې لکه يې ترې غوښتل چې دښمنان يې خوار او ذليل کړي، اورښت ورته ووروي، ناروغي يې ورغوي، اوښان او مېږې يې شيدې ورکړي، او…

نو ځکه له ناروا او چټلو کړنو؛ لکه وژنې، لوټ، ځورونې او کنځل يې څه پروا نه کوله؛ خو څه چې په دنياوي ژوند کې پيکه پايلې ورته درلودې، لکه پوهېدل که څوک ووژني؛ نو د مقتول ټبر به د قاتل د ټبر ، تن ووژني نو له دې کاره يې ډډه کوله او يا کومې چارې چې د خلکو بدې ايسېدې او که په کولو يې نور خبرېدل، چې دی پرې ټپسوری او بدنامېدای شي، نو نه يې کولې…

د عربو فرهنګ

په هغې زمانې کې د عربو فرهنګ دوه مهمې برخې درلودې:

۱- د انسابو علم (ځوځاتپوهنه)                ۲- بليغ شعر(څرګند شعر)

(۱) ځوځاتپوهنه:

عربو په جاهليت پېر (عصر) کې د خپل خېل د نسب ياد ساتلو (د نيکونو د نامو د لړۍ) په چار کې دومره مبالغه کوله، چې د دويمې پېړۍ هر عربي که له عدنان ځوځاته و، نو په خپل ګومان يې د خپلو نيکونو نامې تر اسماعيل او ابراهيم (ع) په يادو درلودې او که د قحطان له ځوځاته و، نو تر يعرب بن قحطان پورې يې يادې وې.

د دې د ځوځات (انساب) په يادولو کې دومره مبالغه کوله، چې د خپلو اصيلو عربي آسونو نصب (ځوځات) يې هم په يادو ياداوه، چې اوس هم د هشام بن محمد بن کلبي [1] «انساب الخيل» کتاب شته، خو د عربانو د ځوځات په باب جې د انسابو کوم کتابونه راسره دي، په څو دلايلو شکمن دي.

کله کله د يوه  ټبر څانګه جلا کېده او په بل ټبر پورې ورنښته. په دې باب ابن کلبي د «النواقل[2]» په نامې يو کتاب لري، يعنې د عربي ټبرونو هغه څانګې چې خپل نسب (ځوځات)  يې بل ټبر ته ورلېږلی دی. په پايله د ځوځاتپوهنې په کتابونو کې دا څانګې د ورنښتې ټبر په نامه يادې شوې دي.

پردې سربېره ډېری عربانو پردي اولادونه پر خپل اولادولۍ نيول او بيا په ځوځاتپوهنې کې دا سړی خپل صلبي پلار ته نه ورمنسوبېده، بلکې پلار ويلي ته ورمنسوبېده.

په لومړي او دويمې پېړيو کې په عربانو کې ځوځات پوهانو شتون درلود، چې پر دې قيصو پوهېدل او خلکو ترې يادول؛ لکه حضرت ابوبکر او حضرت عقيل بن ابی طالب، چې د پېغمبر (ص) اصحاب کرام وو.

(۲) بليغ شعر

يعقوبي وايی[3]:

عربو، شعر د حکمت پوهنې او نورو ډېرو علومو پر ځای ګاڼه او که په کوم ټبر کې به يو تکړه شاعر و، چې په شعر کې به يې ماناوې ويلې؛ نو دا شاعر به يې خپلو بازارونو چې په کال کې به په ځانګړي وخت کې جوړېدل او بيت الله ته د حج په موسم کې له ځان سره بوت، چې په دې ځايونو کې راټول شوي عربان يې شعر واوري او دا کار يې ځان ته يو شرف او وياړنه بلله.

په چارو کې يې بې له شعره څه خوند رنګ نه و، کله د شاعر شعر دښمنۍ ته اړ باسل او کله يې دوستۍ او يووالي ته، په خبرو کې يې د شعر بېلګې راوړې، په شعر يې يو پربل لوړوای لټاوه او په خپلو کې يې ښه والی او بد والی ويشه، يو ټبر له بل ټبر سره جنګېده، ستاينې يې کولې او يو بل يې رټل اوغندل.

عربانو، په څلور ماناوو شعر انشاء کاوه:

۱- په جګړو کې د خپل ټبر د زړورو جنګيالي او د دوی د جګړيزو وزليو ستاينه:

توره، نيزه، کمان او اس سورېدل، شعر يې په دې باب لکه د رستم او د رستم د آس او د رستم د جنګي وسلې په اړه د فردوسي شعرونه دي او د عربانو په شعرونو کې ورزيات څيز پرې، د عربي لار مزلو اوښانو ستاينه ده.

۲- د ځان او خپل ټبر د جود، بخشش او ورکړې په باب يې ستاينې کولې، په تېره د مېلمنو په مېلمه پالنې کې، چې په فارسي [او پښتو] کې دغسې اشعار دود نه دي.

۳- د خپلې محبوبې، د محبوبې د کور او څه چې په محبوبې پورې تړاو لري، شاعر يې ستايي په هره ژبه کې دا ډول شعر شته، کله په دې باب مبتذل اشعار وي لکه د عبيد زاکاني.

۴- د ټبر د وياړونو ستاينه، چې په دې باب يو قوم هم د عربانو په څېر نه موندل کيږي، البته په ندرت او ډېر لږ لږ په ځينو عربي قصايدو کې د علمی حکمت؛ يعنې غوره اخلاقو څه ناڅه بيتونه ليدل کيږي او کله نا کله د عربو په بازارونو کې ښو اخلاقو ته په بلنې کې څرګندې ويناوې کېدې او اشعار ويل کېدل، چې را وروسته  يې لولو:

له اسلام وړاندې د مکې خورا ستر شاعر ابو طالب او د مدينې نامي شاعر حسان بن ثابت و.

 

 

 

 

[1] د دې کتاب عکسي (انځوريزه) نسخه د اصول دين پوهنځي په کتابتون کې شته

[2] وګورئ: هديه العارفين ۲ټ، ۵۰۹مخ د هاشم بن ابی النصر د حالاتو شرح

[3] تاريخ اليعقوبي: ۱ټ، ۲۶۲ مخ: شعراء العرب.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!