تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ تر اسلام وړاندې د عربو ټولنيزه او سياسي وضع د بشري ټولنو نظام يا الهي دی يا بشري. په کومو ټولنو کې چې الهي نظام وي، وګړي يې پوهاوی، نړۍ ليد او د ژوند احکام د پېغمبرانو له لارې، له خپل نړۍ پال، پالونکي زده کوي. په دې ډول ټولنو کې […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

تر اسلام وړاندې د عربو ټولنيزه او سياسي وضع

د بشري ټولنو نظام يا الهي دی يا بشري. په کومو ټولنو کې چې الهي نظام وي، وګړي يې پوهاوی، نړۍ ليد او د ژوند احکام د پېغمبرانو له لارې، له خپل نړۍ پال، پالونکي زده کوي. په دې ډول ټولنو کې خلک هر کار د خدای د رضا لپاره کوي او الله پالي دي.

خو په کومه ټولنو کې چې نظام يې بشري دی، وګړي يې هر کار د خپلې غوښتنې له مخې او د خپلې ګټې او زيان په پامنيوي ترسره کوي. البته دا چې بشر ننګيري، په کومه ټولنه کې چې وسي، ګټه و زيان يې د ده ګټه او زيان دی، کله د ټولنې پر ګټې کار کوي، که څه شخصي زيان هم وي.هغه ټولنه چې نظام يې بشري دی، يا د خېل او نژاد له مخې  دی، لکه په تېرو  د نازي آلمان ټولنه او په اوسني وخت کې په نيول شوي فلسطين کې د يهودو صهيونستي ټولنه- او يا د هېواد پالي له مخې دی.

په تېرو دواړو حالتو کې کله انسان په دغسې ټولنو کې د ټولنې د مصلحت لپاره کار کوي، ان زيان يې نورو ټولنو ته وررسي او د نورو پر حقوقو تېری کوي.

خو په هغو ټولنو کې چې انسان الله پالی دی او د رضا لپاره يې کار کوي، کار د خپلې وګړيزې ګټې يا د خپلې ټولنې د ګټې لپاره کوي؛ خو نه د نورو پر حقوقو د تېري په بيه نو ځکه دغسې يو انسان ځانپالي، خېل پالي يا هېوادپالی نه؛ بلکې الله پالی دی.

عربان په جاهليت پېر کې ځانپالي او ټبر پالي وو، يعنې کار يې د ځان او خپل ټبر پر ګټه نوروته د زيان ور رسولو تر بريده و.

تر اسلام مخکې د عربو د ټبريز (قبیلوي) نظام ستنې

په جاهليت پېر کې د عربو ټبريز نظام، پر څلور ستنو او ځواکونو ولاړ و:

۱- ټبر مشر    ۲- د قبر شاعر     ۳- د ټبر اتلان او جنګيالي              ۴-  د ټبر عايدات

۱- ټبر مشر

د هغې زمانې په عربي ټولنې کې ټبر مشر، په بشري ټولنو کې د واکمن حيثيت درلود او د ټبر ټول وګړي د ټبر مشر تابعداد او د حکم منوونکي وه.  پر وګړي، د شيخ واکمني، د مينې، درناوي او ډار له مخې وه، د جګړيزو ولجو څلورمه برخه د ټبر مشر وه[1] او د دې امتياز په بدله کې نوموړی د ټبر ميلمه پال ، د ټبر د حقوقو ملاتړ او مدافع و.

په مکه د پېغمبر (ص) نيکونه د مکې د ټبرونو مشران وو، تر دې چې دا مشري هاشم او بيا يې زوی عبدالمطلب ته ورسېده ورپسې ابوطالب د مکې مشر شو. په مدينه کې هم د اوس او خزرج ټبرونو په هر وخت کې ځان ته مشران درلودل.

 ۲- د شعر او شاعرۍ ځواک

شعر په عربي ټولنې کې يوازېنی ښکلی هنر او د خلکو احترام وړ فرهنګ و. د ټبر شاعر د ټبر رسمي وياند، د ټبر د وياړنو خپرندوی او د ټبر د ګټو پاسوال او د شرف مدافع و، لکه چې مخکې مو وويل، کله د ټبر د شاعر په يوې قصيدې يا څو بيتو شعرونو، دښمني، ماتې او بې پتي رامنځ ته کېده او کله د دوو ټبرو ترمنځ خونړۍ جګړې او کله يې ترمنځ پخلاينه، دوستي او مينه.

په حج او موسمي بازارونو کې د عربي ټبرونو په ټولنو کې اشعار ويل کېدل، چې وروسته په ګردو عربي ټولنو کې خوله په خوله کېدل، نو په دې توګه شعر په عربي ټولنو کې د ښو او بدو افکارو د خپرېدو يوازېنۍ وزله وه.

نو ځکه په هغې ټولنې کې شعري ځواک تر شتمنۍ او تورې اوچت ځواک شمېرل کېده.

 ۳- د ټبر  اتلان او جنګيالي

په بشري ړومبيو ټولنو او د دوی په بيديا ميشتۍ کې، اتلولي او بدني ځواک، زښت اغېزمن دی، دهغې ورځې په بيديا ميشتې عربي ټولنې کې د اتلولۍ ارزښت تر ډېری ورته ټولنو ډېر و، په مکه کې تر اسلام وړاندې حمزة بن عبدالمطلب او عمر و بن عبدود د قريشو مشهور ترين اتلان وو.

 ۴- د پانګې ځواک

پانګه او شتمني، تل په انساني ټولنو کې اغېزمنه وه؛ خو شتمني د هغې ورځې په عربي ټولنې کې تر ډېری انساني ټولنو اغېزمنه وه؛ ځکه دوی مانيز (معنوي) ارزښتونه، بې حقيقته او بې اهميته ګڼل، او ويل يې:

……مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا…… وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ….. ﴿جاثیه/۲۴﴾

په هغه سراسر داړن، او بد اندي ژوند کې، يو رغنده، مثبت او څرګند ټکي شتون درلود، چې بېلګه يې په نورو ټولنو کې ډېر لږ ليدل کيږي، په تېره اوسني پېر کې، چې دا رغنده ټکی، پر ژمنې او تړون پابندي وه.

[1] د ټبر مشر څلورمې برخې اخيستو ته يې «مرباع» ويله. د «ربع» شرح ته وګورئ: الصحاح، قاموس المحيط، لسان العرب، تاج العروس او د ابن هشام په السيرة النبويه کې پېغمبر(ص) ته د عدیّ بن حاتم د راتلو داستان

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!