تبلیغات

د نساء سورت پېژندګلوى دا سورت يو سل او شپږ اويا آيتونه لري او په مدينه کې نازل شوى او منځپانګه يې ايمان او عدالت ته رابلنه، له تېرو امتونو عبرت، د خداى له دښمنانو سره د دوستانه اړيکو پرې کول، له پلارمړيو(يتيمانو) ملاتړ، د واده او ارث احکام،د الهي مشرتابه لاروي، هجرت، د خداى […]

د نساء سورت پېژندګلوى

دا سورت يو سل او شپږ اويا آيتونه لري او په مدينه کې نازل شوى او منځپانګه يې ايمان او عدالت ته رابلنه، له تېرو امتونو عبرت، د خداى له دښمنانو سره د دوستانه اړيکو پرې کول، له پلارمړيو(يتيمانو) ملاتړ، د واده او ارث احکام،د الهي مشرتابه لاروي، هجرت، د خداى په لار کې جهاد او …..

اوداچې ددې سورت پينځه دېرش آيتونه د کورني مسايلو په اړه دي؛نوځکه يې پرې د “نساء” نوم ايښې دى .

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

دلوراند او لورين څښتن په نامه

﴿۱﴾ ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا = خلكو ! د خپل پالونكي ( له مخالفته)   ووېرېږئ، هغه چې تاسې ټول يې له يوه تنه پېدا كړئ او (همدا راز) د هغه جوړه يې له هماغه پيدا کړه او له دې دواړو يې( د ځمكې پر مخ) ډېر نارينه او ښځې خپاره كړل او له هغه خدايه ووېرېږئ ،چې (تاسې ټول يې پر لويښت قايل ياست) په نامه يې يو له بله څيزونه غواړئ.(او همداراز) له خپلوانو سره د اړيكو له پرېکونې ډډه وكړئ؛ځكه خداى مو څارونكى دى.))

ټکى :

* حضرت علي (ک) وايي : زړه سوی ولرئ که څه د يوه سلام په اچولو سره وي او خداى وايي : (( اتقوا الله ….. والارحام ….) ( کافي۲/ ١٥٠)

پيغامونه :

١_ د کورنۍ سورت د تقوا په سپارښتنې پیل شوى دى؛يعنې د کورنۍ بنسټ پر تقوا دى او پاملرنه ورته پکار ده . (يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ)

٢_ د انسان پنځونه او روزنه دواړه د خداى په واک کې دي؛نو پروا هم له خداى پکار ده . ( اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم)

٣_ټول انسانان يو شان دي؛نو هر ډول توکميز، لساني، قومي، ګوندي او اقليمي تبعيض منع دى . (خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ )

٤_ په پیداېښت کې نر او ښځه وحدت لري او د جنسيت له پلوه پر يو بل غوره والى او وړتيا نه لري . (وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا)

٥_ د تاريخ د ټولو د انسانانو مور و پلار يو دى . (وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا……)

د حضرت آدم عليه السلام د اولاد د ودونو په اړه روايتونه ډېر دي؛خو کوم روايتونه،چې د قرآن له آيتونو سره اړخ لګوي،وايي چې د آدم (ع) اولاد يو له بل سره ودونه وکړل . (تفسير الميزان )

٦_ په روزنيزو چارو کې تکرار بنسټز آر دى . (اتَّقُواْ رَبَّكُمُ….. اتَّقُواْ اللّهَ)

٧_ د تقوا لپاره د کورنۍ او خپلوانو حقوقو ته پاملرنه پکار ده . (اتَّقُواْ اللّهَ…. وَالأَرْحَام )

﴿۲﴾))وَآتُواْ الْيَتَامَى أَمْوَالَهُمْ وَلاَ تَتَبَدَّلُواْ الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَهُمْ إِلَى أَمْوَالِكُمْ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا= او يتيمان(چې د ودې پړاو ته ورسېدل)؛نو خپل مالونه يې بېرته وركړئ او (خپل) بد مالونه (د هغوى) په ښو مالونو سره مه بدلوئ او د هغوى مالونه له خپلو مالونو سره (په ګډولو يا بدلولو) مه خورئ ؛ ځكه دا ستره ګناه ده.

پيغامونه :

١_ د يتيمانو مال بايد ورکړ شي که څه له خپل ماله خبر نه وي او يا يې هېر کړى وي . (وَآتُواْ الْيَتَامَى أَمْوَالَهُمْ)

٢_ اسلام د بېوزلو او نشتمنو ‏ملاتړ دى . (الْيَتَامَى )

٣_ پلارمړي ماشومان د مالکيت حق لري . (أَمْوَالَهُمْ )

٤_د پلارمړي پر مال خېټه اچول،ترې کمول او غلا کول حرام دي . (إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا)

٥_ ګناه هم کبيره لري او هم صغيره . (حُوبًا كَبِيرًا)

 ﴿۳﴾))وَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تُقْسِطُواْ فِي الْيَتَامَى فَانكِحُواْ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاء مَثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تَعْدِلُواْ فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ذَلِكَ أَدْنَى أَلاَّ تَعُولُواْ = او كه وېرېږئ (چې له يتيمانو نجونو سره په واده كولوكې به) انصاف ونشئ كړاى(؛نو ورسره له واده كولو تېر شئ او) له (نورو) پاكو ښځو سره، چې ستاسې خوښېږي، د هغو له دوو يا درېو يا څلورو سره نكاح وكړئ؛ خو كه دا اندېښنه درسره وي، چې( له دې شمېر ښځو سره به) عدالت ونشئ كړاى؛ نو يوازې يوه ښځه وكړئ او يا له هغو ښځو [وينځو] ګټه واخلئ،چې تاسې يې خاوندان ياست، دا د ظلم د مخنيوي غوره لار ده . ))

ټکي :

* ځينو به يتيمې نجونې د تکفل او سرپرستۍ لپاره خپل کور ته وړې او بيا به يې ورسره په ناڅيزه مهريه واده کاوه او په اسانه به يې طلاق هم ورکاوه؛نو آيت راغى،چې که له بې عدالتۍ وېره لرئ؛نو له نورو ښځو سره واده وکړئ . تېر آيت د پلارمړي د مال او د عدالت په اړه و او دا آيت له يتيمو نجونو سره په واده کې د عدالت په اړه دى .

* کېداى شي د ګڼښځۍ حکمت په دې کې وي :

الف : په جګړو او پېښو کې د نارينه وو تلفات ډېر وي او کونډې پاتې کېږي .

ب: ځوانان ډېر لږ له کونډې سره واده ته زړه ښه کوي .

ج : ټولې کونډې پر ځان د واک لپاره بشپړه تقوا نه لري .

د : ښځې په مياشت کې څو ورځې حيض لري او جنسي اړيکې نشي ټينګولاى .

پايله داچې د کونډو د حقوقو د ساتلو لپاره د ځانګړو شرايطو په پامنيوي،سړى کړاى شي دويم واده وکړي،چې د دواړو ستونزې هوارې شي .

* پوښتنه :

په دې مسله کې بې عدالتي په مشکوکه توګه مطرح شوې : (وَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تُقْسِطُواْ)؛خو د همدې سورت په ١٢٩ آيت کې وايي : (َلَن تَسْتَطِيعُواْ) چې تاسې يې ځواک ‏نه لرئ ؛نو دا دوه آيتونه سره څنګه د يو ځاى کېدو وړ دي .

*ځواب :

په توکيزو چارو؛لکه جامه،کور،خوړو او کوروالي کې بايد عادل ووسئ او که وېره لرئ،چې عادل نه وسئ؛ نو بله کړلار جوړه کړئ؛ خو په ١٢٩ آيت کې وايي : تاسې هيڅ د عدالت واک ‏نه لرئ،چې له عدالته مراد په مينه او قلبي علاقه کې عدالت دى؛ ځکه مينه د انسان په واک نه وي،چې څوک يې مساوي او عادله ووېشي،چې دا ځواب د امام صادق د وينا له مخې ورکړ شو . ( وسائل ٢١/٣٤٥ )

پيغامونه :

١_ اسلام د بېوزليو په تېره بیا ‏د يتيمانو او په تېره بیا ‏د يتیمو نجونو ملاتړ دى؛هغه هم د پاکلمنۍ ‏او واده په مسله کې چې څوک ترې ناوړه ګټنه و‏ نه کړي . ( ….. فِي الْيَتَامَى)

٢_ له يتيمانو سره په واده کې له بې عدالتۍ وېره پکار ده . (إِنْ خِفْتُمْ)

٣_ له يتيمانو سره په دې شرط واده وکړئ،چې عدالت ته پاملرنه وکړئ . (إِنْ خِفْتُمْفَانكِحُواْ)

٤_ د مېرمن په ټاکنه ‏کې د زړه تړاو -علاقه بنسټيز آر دى . (طَابَ لَكُم)

٥_ اسلام سړي ته د ګنښځۍ اجازه ورکړې ده . (فَانكِحُواْ…. مَثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ فَوَاحِدَةً)

٦_ ودونه په څلورو او عدالت ته په پامنیوي ‏پورې محدود دي . (فَانكِحُواْ…. رُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ فَوَاحِدَةً)

  ﴿۴﴾))وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا= او د ښځو(پوره) مهر په ښه زړه د ډالۍ په توګه وركړئ (؛خو) كه څه برخه يې درته پخپله خوښه وبښله؛نو ويې خورئ،چې حلاله، خوندوره او بې زيانه ده.))

ټکي :

* د راغب د وينا له مخې د “نحلة” ټکى له “نحل” څخه اخستل شوى،چې د شاتو د مچۍ په مانا دى؛ځکه د شاتو مچۍ خلکو ته شات ورکوي او تمه هم نه لري او ډالۍ ته هم “نحلة” ويل کېږي؛البته ځينو مفسرانو “نحلة” په “دین” هم مانا کړې؛يعنې مهريه پر سړي هرومرو پور دى .

* روايت دى : خپل تر ټولو غوره څيزونه درې څيزونو ته وکاروئ :

١_ مهريه . ٢_ حج . ٣_ کفن . که ترټولو غوره مال پر مهريه ولګوئ؛نواولاد به مو صالح وي .

وګورئ :

(١) تفسير نورالثقلين ۱/٤٣٩

(٢) کافي ۵/٣٦٣ )

* په جاهليت او ځینو نورو قومونو کې به مهريه د نجلۍ پلار اخسته؛نو قرآن ړومبى د مهريې د اخستونکي نوم راوړى،وايي : (وَآتُواْ النَّسَاء) مهريه په خپله ناوې ته ورکړئ او نه يې دي ويلي : (( و اتوا صدقات النساء )) د ښځو مهريه ورکړئ ،چې اخستونکى يې معلوم نه وي .

پيغامونه :

١_ مهر د ښځې حق دى . (وَآتُواْ النَّسَاء….)

٢_مهر د ښځې بيه نه ده؛بلکې له ښځې سره يې د سړي مينه، ډالۍ او د صداقت ښکاروندوى ده.(صَدُقَاتِهِنَّ )

٣_ښځه د مهر خاونده ده او د ناوې مور پلار او ورونه حق نه لري ځان ته يې واخلي . (وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ )

٤_ ښځه د مهر په بښلو او اخستلو کې واک لري . (فَإِن طِبْنَ لَكُمْ)

٥_ په زړه پورې مال هغه دى،چې بښونکى يې د زړه له کومې ورکړي . (فَإِن طِبْنَ…. هَنِيئًا ً)

٦_ظاهري خوښه ‏بسیا ‏نه ده؛ د زړه له کومې خوښه ‏هم پکار ده. اکراهي،په زوره ‏او د ست له مخې ‏ بښنې اعتبار نه لري . (طِبْنَ …. نَفْسًا)

٧_ ښځې دې د عواطفو له مخې خپله ټوله مهريه نه بښي . (شَيْءٍ مِّنْهُ)

 ﴿۵﴾))وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ قِيَامًا وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُواْ لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًا= او خپل مالونه چې خداى درته د (ژوند) د سنبالښت او جوړښت وسيله كړي دي، بې عقلانو ته مه سپارئ؛ خو د مال له (عوايدو) د خوراك او اغوستن لپاره وركړئ او خوږې پستې خبرې ورسره وكړئ.))

ټکي :

* په روايتونو کې شرابخورو ته “فاسق” او “سفيه” ويل شوي دي . ( کافي۵/٢٩٩)؛نو داسې کسانو ته د عمومي شتمنۍ واک ورکول خيانت دى .

* امام صادق يو سړي ته وويل : شتمني دې وساته،چې شتمني د دين پایښت ‏دى او بيا يې ورته دا آيت تلاوت کړ : ((وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ قِيَامًا….((

وګورئ : وسائل ۷/١٢٦

* امام باقر د “السفهاء” ټکى داسې مانا ‏کړى : مراد ترې هغه کس دى،چې پرې اعتماد نه لرئ .

وګورئ: وسائل ١٦ /٣٦٩.

پيغامونه :

١_سفيه – بې عقله، په خپل مال کې له تصرفه منع شوى دى . (لاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء)

٢_ د ټولنې د شتمني واک بايد بې عقله ‏ته ور نه کړ شي . (أَمْوَالَكُمُ) يې د ( اموالهم ) پر ځاى راوړى دى .

٣_ په هوډونو کې د ټولنې وټيزې ګټو ‏او د ټولنې فکري ودې ته پام پکار دى؛نه عواطفو او بې ځايه زړه سوانې ته . (َلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ)

٤_ باید پانګه ‏پکار واچول شي . بايد د يتيمانو او سفيهانو پانګه او شتمني هم پکار واچول شي او پر ګټه يې ژوند وچورلي؛نه داچې اصلي پانګه مصرف شي . (وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا) د ( منها ) پر ځاى راغلى دى .

٥_مال او شتمني د ژوند پایښت ‏او د نظام اړم دى . (جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ قِيَامًا)

٦_د بېوزليو روحي او شخصيتي اړخ ته پام پکار دى . (وَقُولُواْ لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًا)

 

 ﴿۶﴾ ((وَابْتَلُواْ الْيَتَامَى حَتَّىَ إِذَا بَلَغُواْ النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُم مِّنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُواْ إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ وَلاَ تَأْكُلُوهَا إِسْرَافًا وَبِدَارًا أَن يَكْبَرُواْ وَمَن كَانَ غَنِيًّا فَلْيَسْتَعْفِفْ وَمَن كَانَ فَقِيرًا فَلْيَأْكُلْ بِالْمَعْرُوفِ فَإِذَا دَفَعْتُمْ إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ فَأَشْهِدُواْ عَلَيْهِمْ وَكَفَى بِاللّهِ حَسِيبًا = او يتيمان چې د بلوغ بريد ته ورسېدل؛ نو تر ازمېښت لاندې يې ونيسئ؛ نو كه په هغو كې مو ( وړتيا او كافي ) وده وليده؛ نو شتمني يې بېرته وركړئ او مخكې تردې چې لوى شي، مالونه يې په اسراف او بيړې سره مه خورئ او څوك چې بډاى وي، د باړې (حق الزحمې) له اخستو دې ډډه وكړي او څوك چې بېوزلى وي؛ نو په غوره توګه (او د خپلې زيار ګالنې له مخې) دې يې وخوري او چې کله يې مالونو بېرته ورسپارئ؛ نو شاهد ونيسئ ( كه څه) خداى حساب اخستو ته كافي دى.))

ټکي :

* امام صادق وايي : له (آنَسْتُم رُشْدًا ) څخه مراد دادى : چې وکړاى شي خپل مال او شتمني وساتي .

وګورئ : من لا يحضر الفقيه ۴/٢٢٣.

او همداراز‏ وايي : له (فَلْيَأْكُلْ بِالْمَعْرُوفِ) څخه مراد دا دی، هومره چې خېټه پرې مړه شي . ( کافي ۵/١٣٠)

پیغامونه :

يتيم ته د مال د ورکولو قانون

١_ تر بلوغ مخکې يتيمان د مال د راکړې ورکړې په اړه وروزئ او د اقتصادي بلوغ له پلوه يې وسنجوئ او بيا يې شتمني وروسپارئ . (وَابْتَلُواْ الْيَتَامَى…..)

٢_يتيم د خپل ولي تر څارنې لاندې په خپل مال کې تصرف کړاى شي او پر ((وَابْتَلُواْ)) عمل پکار دی، باید يتيم د خپل ولي تر څارنې لاندې وي،ترڅو وازمايل شي .

٣_د شتمنۍ د واک لپاره پر جنسي بلوغ سربېره ټولن وټيز بلوغ هم پکار دى . (إِذَا بَلَغُواْ النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُم مِّنْهُمْ رُشْدًا)

٤_ يتيم ته يې په مال سپارلو کې يوازې ګومان بسيا نه دى؛بلکې ډاډ بايد لاس ته راوړئ . (آنَسْتُم مِّنْهُمْ رُشْدًا )

٥_ مالکيت تل د مصرف جواز نه وي . يتيم مالک دى؛خو تر څو يې چې وده نه وي کړي، په مال کې د تصرف حق نه لري . (فَإِنْ آنَسْتُم مِّنْهُمْ رُشْدًا)

٦_مړه خوا وګړي بې تمې د خلکو خدمتونه کوي . (وَمَن كَانَ غَنِيًّا فَلْيَسْتَعْفِفْ)

٧_ د حق الزحمې په اخستو کې له پولې مه اوړئ . (فَلْيَأْكُلْ بِالْمَعْرُوفِ)

٨_ د يتميانو د مال او شتمنۍ ساتنه وکړئ؛خو په راتلونکي کې له تورونو د ځان ژغورنې په موخه شاهدان ونيسـئ . ( فَأَشْهِدُواْ عَلَيْهِمْ)

٩_ د خلکو لېينه-شاهدي د دنيا د عزت او د خداى لېينه د آخرت د عزت لپاره ده . ( وَكَفَى بِاللّهِ حَسِيبًا)

١٠_ په ټولنه کې شاهد راوړل دنيوي شخړې هواروي؛خو د اخرت حساب پر خپل ځاى وي . (وَكَفَى بِاللّهِ حَسِيبًا)

 

 ﴿۷﴾ ((لِّلرِّجَالِ نَصيِبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا = مور و پلار او خپلوان ،چې هرڅه پرېږدي،د نارينه وو پكې برخه ده او څه چې مور وپلار او خپلوان پرېږدي، ښځو ته هم پكې برخه ده،كه دا مال ډېر وي،يا لږ د هر چا برخه ټا كل شوې او د وركړې وړ ده.

پیغامونه :

١_ ښځې د سړو په څېر د ارث حق لري او اسلام يې د حقوقو ساتونکى دى . (لِّلرِّجَالِ نَصيِبٌ…. وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ)

٢_ارث د مالکيت اسباب دى . (لِّلرِّجَالِ نَصيِبٌ)

٣_ په ارث کې وړ، ترټولو نږدې خپلوان دى . (وَالأَقْرَبُونَ )

٤_ د ميراث د ويشلو څرنګوالى ( عدالت ) ارزښت لري؛ نه څومره والى . (قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ)

٥_ د ارث برخه بدلون نه مومي . (نَصِيبًا مَّفْرُوضًا)

 ﴿۸﴾ ((وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُوْلُواْ الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُم مِّنْهُ وَقُولُواْ لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًا= او كه د (ارث) د وېش په وخت كې ، خپلوان ( اوهغو ى چې ارث نه وړي ) او يتيمان او بېوزلي حاضر وي؛ نو له دې ماله څه وركړئ او ورسره په خوږه ژبه خبرې وكړئ. ))

ټکي :

* دا چې د ((أُوْلُواْ الْقُرْبَى)) ټکى د ((الْيَتَامَى )) او ((الْمَسَاكِينُ)) تر څنګ راغل؛نو معلومېږي،چې له خپلوانو مراد هغه خپلوان دي،چې بېوزله دي او په طبيعي توګه ارث نه وړي او ددې آيت د پاى عاطفي سپارښتنه هم ددې خبرې پخلى کوي .

پېغامونه :

١_ د بېوزليو شتون او طبيعي تمو ته پام وکړئ . (وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ)

٢_ ارث په پټه مه ويشئ .(حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُوْلُواْ الْقُرْبَى)

٣_د ارث په ويش کې پر حقدارو سربېره د واقعي بېوزليو په فکر کې هم وسئ . (نَصِيبًا مَّفْرُوضًا…. فَارْزُقُوهُم مِّنْهُ)

٤_ پر مالي ډاليو او خوږه او پسته ژبه له کينو او حسادتونو مخنيوى وکړئ او کورنۍ اړيکې پرې ټينګې کړئ . (فَارْزُقُوهُم…. قَوْلًا)

٥_ مادي ډالۍ د مينې او محبت تر څنګ معنوي کېږي . (َقُولُواْ لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًا)

 

 ﴿۹﴾ ((وَلْيَخْشَ الَّذِينَ لَوْ تَرَكُواْ مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَافًا خَافُواْ عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا اللّهَ وَلْيَقُولُواْ قَوْلًا سَدِيدًا= او هغوى كه بې وسې اولادونه پرېږدي او د راتلونكې په باب يې ورسره اندېښنه وي (؛نو) بايد(د خلكود يتيمانو په باب دې)   ووېرېږي! د خداى (له مخالفته) ووېرېږئ او (پرځاى روغه او) سمه خبره وكړئ .))

ټکي :

* روايتونه وايي : د يتيم پر مال خېټه اچول هم دنيوي او هم اخروي غبرګون لري . په دنيا کې يې تاوان اولاد ته رسي،چې په دې آيت کې ورته اشاره شوې او په اخرت کې سخت عذاب دى،چې په راتلونکي آيت کې ورته اشاره شوې ده . ( تفسير نورالثقلين )

* کېداى شي د آيت مراد له نامتعادلو وصيتونو او انفاق څخه ژغورنه وي . په دې مانا ‏چې : ګوره ! داسې و نه کړې، چې واړه ماشومان در څخه پاتې وي او ته خپله ټوله شتمني نورو ته وقف کړې او تر مړينې وروسته خپل اولاد په بېوزلۍ او بدمرغۍ کې پرېږدې. (تفسير مجمع البيان )

او کېداى شي د آيت مراد هغوى وي،چې وروسته پاتې اولاد لري او بايد راتلونکي ته کړلار جوړه کړي . (تفسير کبير فخر رازي )

* د خیر او شر په رارسېدو کې په نسلونو کې اړيکه ده؛ ځکه زموږ د کړنو اغېز يوازې زموږ په عمرونو پورې محدوده نه دى؛د پلار د شر د کارونو اغېز پر اولاد هم وي او همداراز د پلار د نېکۍ اغېز پر اولاد وي .

د حضرت موسى او حضرت خضر کيسه،چې هغه ديوال يې جوړ کړ،چې د يتميانو مال پکې و؛هغه بېلګه ده،چې قرآن يې په اړه وايي : ((وَكَانَ أَبُوهُمَا صَالِحًا)) ( کهف /٨٢)

پيغامونه :

١_ ځان د نورو پر ځاى کړئ،چې د درک کچه مو لوړه شي . د خلکو له يتميانو سره داسې چلن وکړئ،چې غواړئ ستاسو له يتيمانو سره هم وشي . (تَرَكُواْ مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَافًا)

٢_ څوک چې اور بلوي؛نو لوږى به يې ورته ‏سترګې سوځوي؛ د خلکو پر يتميانو نننی ظلم به سبا ستا د يتيمانو ګرېوان ته هم لاس ور واچوي .( وَلْيَخْشَ الَّذِينَ لَوْ تَرَكُواْ…..)

٣_ په تبليغ کې له عواطفو او فطرياتو کار واخلئ . (ذُرِّيَّةً ضِعَافًا)

٤_ نه يوازې د يتيمانو پر مال خېټه اچول نه دي پکار؛بلکې ترخه خبره هم ورسره کول نه دي پکار . (فَلْيَتَّقُوا اللّهَ وَلْيَقُولُواْ…..)

٥_ يتميان يوازې خوراک څښاک ته نه؛بلکې مينې او لارښوونې ته هم اړتيا لري . (وَلْيَقُولُواْ قَوْلًا سَدِيدًا)

 

﴿۱۰﴾ ((إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا= څوك چې په ظلم د يتيمانومالونه خوري (په حقيقت كې) يوازې اور خوري او ډېر ژر به په سوځنده اور کې ورننوځي . ))

ټکي :

* علامه طباطبايي دا آيت په قيامت کې د انسان د اعمالو پر انځور دليل ګڼلى؛ځکه قرآن وايي : د يتيم مال د اور په بڼه شي او خوړونکى يې سوځوي .

پيغامونه :

١_ په دنيا کې پر مال خېټه اچول او خوړول به د قيامت په ورځ هغه اور وي،چې خوړونکى يې سوځوي . (يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى….. يَأْكُلُونَ…. نَارًا )

٢_ د يتيم په کور کې پاتې کېدل او له ماله يې خوړل هله جواز لري،چې د يتيم تاوان پکې نه وي . (يَأْكُلُونَ…. ظُلْمًا)

 

 ﴿۱۱﴾ ((يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ فَإِن كُنَّ نِسَاء فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِن كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ وَلأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُ وَلَدٌ فَإِن لَّمْ يَكُن لَّهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلأُمِّهِ الثُّلُثُ فَإِن كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلأُمِّهِ السُّدُسُ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ آبَآؤُكُمْ وَأَبناؤُكُمْ لاَ تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيما حَكِيمًا= خداى ستاسې د اولادونو په باب تاسې ته سپارښتنه كوي، چې د نارينه (د ميراث) برخه د دوو ښځو هومره ده او كه ستاسې اولادونه (يوازې دوه لوڼې او) يا تردې زياتې وې؛ نو د هغوى له درېو دوه برخې ميراث رسي اوكه يوازې يوه ( لور) وه؛ نو (نيم) ميراث يې رسي.كه ( د مړي) اولادونه وي؛ نو د هغه مور و پلار هر يوه ته دې شپږمه برخه وركړه شي او كه يې اولاد نه وي او وارثان (يوازې) مور و پلار وي؛نو مور ته دې درېمه برخه وركړه شي( اوپاتې يې د پلار دي) او كه د مړي وروڼه وي؛ نو مور به شپږمه برخه اخلي ( او له شپږو پينځه پاتې برخې يې د پلار دي ) دا ټولې برخې به هله بېلېږي، چې د مړي كړى وصيت پوره شي او پورونه يې وركړاى شي، تاسې نه پوهېږئ،چې ستاسې مور و پلار او اولادونه كوم يو درته د ګټې له پلوه ډېر نږدې دي،دا الهي فريضه ده (؛ځکه) چې خداى پوه حكيم دى . ))

ټکي:

* که څه ښځې ته د سړي په نيمه ارث رسي؛خو د سړي په پرتله يې ګټه دوه ګرايه وي . فرض کړئ که پاتې شوى ارث ٣٠ برخې وي؛نو لور ته ١٠ او زوى ته ٢٠ برخې رسي؛ خو لور ژمنه ‏نه لري او خپله برخه ساتلى شي او د ژوند د لګښتونو ‏لپاره د زوى له برخې ګټه اخلي؛نو اړتيا د زوى له ماله پوره کوي او خپله برخه ساتي او زېرموي .

* امام جواد وايي : پر ښځه هيڅ ډول ټولنیز ‏او وګړیز لګښت نشته او سربېره پردې، چې د واده پر مهال مهراخلي او سړى مهر ورکوي او هم بايد د ښځې لګښت ورکړي او ښځه بې له کوم مسئوليته ارث اخلي او د ارث او خپلې شتمنۍ د زېرمولو حق هم لري او بيا د سړي په برخه کې هم برخه لري . (تفسير نور الثقلين )

* د ارث احکام په تورات کې هم شته او په انجيل کې راغلي،چې حضرت عيسى علیه السلام ‏ وويل : ” زه نه يم راغلى،چې د ارث په احکامو کې بدلون راوړم .”

تورات : سفر اعداد؛٢٧باب،٨_١١ آيتونه .

* جاهلي عرب به ماشومان او ښځې له ارثه بې برخې کول؛خو اسلام د ماشوم او ښځې داوړو د اړتياوو په پامنیوي ،په ارث کې برخه ورکړې ده .

* خپل اولاد ته د ميراث رسېدل انسان لا پسې نور کوښښ ته اړ باسي، که انسان پوه شي،چې ميراث يې اولاد ته نه پاتې کېږي؛نو د کار و کوښښ لپاره به يې تابيا نه وي . په فرانسه کې،چې کله د ارث قوانين له منځه ولاړل؛نو وټيزې کارندې کمزورې ‏شوې .

* په ارث کې د مړي د والدينو په پرتله د اولاد د برخې ډېروالى کېداى شي،ددې لپاره وي،چې والدين يې د عمر په وروستيو کلونو کې دي او اړيتاوې هم لږې دي . که مړي ورور نه درلود؛نو مور درېمه برخه لري او که ورور يې درلود؛نو شپږمه برخه لري او نور يې د پلار دي . کېداى شي ددې لپاره وي،چې د مړي د ورونو خرڅ عموما پر پلار وي نه پر مور .

* امام صادق وويل : مړي ته تر وصيت مخکې خپل پور ورکول پکار دي . ( تفسير نورالثقلين)

او که د مړي وصيت د شرعې پر خلاف وي؛نو بايد پلي نشي. ( بحار ۱۰/٢١٠ – تفسير قمي )

 

پیغامونه :

١_ اسلام د فطرت دين دى او لکه څنګه چې اولاد د والدينو د وجود دوام دى او جسمي او روحي ځانګړنې يې اولاد ته لېږدېږي؛نو مال او شتمني يې هم بايد اولاد ته ولېږدول شي. (يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ)

٢_ وصيت چې د انسان خپل حق دى، د وارثانو پر حقوقو لومړیت لري . (مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ)

٣_د خلکو حقوق د خپلوانو او وارثانو پر حقوقو مقدم دي . (مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ)

٤_ په ارث کې د خپلوانو د برخې په توپير کې حکمت دى، چې موږ ترې خبر نه يو او د ارث برخه د بشر د واقعي مصالحو پر بنسټ دى؛ که څه پخپله انسان ورته پام نه کوي. (لاَ تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا)

٥_ علم او حکمت د قانونګذارۍ دوه بنسټيز شرطونه دي . د ارث احکام د الهي علم او حکمت پر بنسټ دي . (فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ………..‏عَلِيما حَكِيمًا )

 

﴿۱۲﴾ ((وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم مِّن بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَإِن كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلاَلَةً أَو امْرَأَةٌ وَلَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ فَإِن كَانُوَاْ أَكْثَرَ مِن ذَلِكَ فَهُمْ شُرَكَاء فِي الثُّلُثِ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَى بِهَآ أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَآرٍّ وَصِيَّةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ = او تاسې ته د خپلو ښځو نيم ميراث رسي ( په دې شرط چې) اولاد يې نه وي او كه وي؛نو بيا څلورمه برخه يې ستاسې ده(؛خو) د كړي وصيت تر پوره كولو او د (هغوى) د پور تر اداېنې وروسته او ښځو ته مو ستاسې څلورمه برخه ميراث رسي (په دې شرط) چې اولاد و نه لرئ اوكه و يې لرئ؛نو اتمه برخه يې د هغوى ده؛خو هله چې كړى وصيت يې پوره شي او پور يې ادا شي او كه نارينه يا ښځه، چې ميراث ترې وړل كېږي، بې بنياده (= بې اولاده او بې مورو پلار) وي او هغه (سکه) ورور يا (سکه) خور لري؛نو هغو دواړو هر يوه ته شپږمه برخه (ميراث) دى او كه هغوى تردې زيات وي، د ميراث په درېمه كې برخوال دي (؛البته) چې كړى وصيت يې ترسره شي يا پور، چې (بايد استثنا شي، په دې شرط،چې له دې لارې ورثې ته) زيان ونه رسوي . [دا] د خداى له لوري سپارښتنه ده او خداى پوه زغمناک دى . ))

ټکي :

* په تېر آيت کې د اولاد او والدينو د ارث خبره وه او په دې آيت کې کورودانې، مېړه، ورور او د مېرنۍ خور ( د مور د لور ) د ارث خبره ده؛ البته د ارث احکام بايد د روايتونو په رڼا کې پلي شي؛ځکه ډېر ښاخونه او فروع لري، چې ټول په قرآن کې نه دي راغلي .

* د ((كَلاَلَةً)) ټکى دوه ځل په قرآن کې راغلى؛يو ځل په دې آيت کې او يو ځل د همدې سورت په وروستي آيت کې . دا ټکى د احاطه په مانا ‏دى . هغه کورنۍ،چې انسان او د انسان اولاد رانغاړي .

(( اکليل )) هم هغه تاج دى،چې سر رانغاړي . (( کل )) هغه عدد دى،چې نور اعداد رانغاړي .

دا ټکى د ارث په برخه کې دوه ماناوې لري :

١_ د مړي ناڅکه ورونه او خويندې ( د مور اولاد) چې په دې آيت کې راغلي دي .

٢_د مړي ناڅکه خويندې اوورونه ( د پلار يا مور له اړخه ) يا د پلار زامن،چې د سورت دوروستي آيت مراد دى .

* که څه پور پر وصيت مقدم دى؛خو داچې په عمل کې وصيت کول ستونزمن چار دى؛نو پاک خداى په آيت کې ړومبى پر وصيت عمل راوړى او بيا يې د پور ادا کول راوړي دي . ( تفسير صافي )

* روايت دى : د مال پر درېمه وصيت ډېر دى . کوښښ وکړئ، وارثانو ته مو ډېره ګټه ورسي،چې ټول مړه خوا شي او په ميراث کې تاوان رسول کبيره ګناه ده او په هغه وصيت عمل نه دى پکار،چې د وارث په کې تاوان وي . ( تفسير کبير فخر رازي )

* که يو سړي څو ‌ښځې درلودې؛ نو اتمه يا څلورمه برخه پر ټولو مساوي ويشل کېږي .

پيغامونه :

١_ پر مړي د خلکو پور ادا کول دومره ارزښت لري،چې په دې دوو آيتونو کې دوه ځل نوموتى دى . (مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ….. أَوْ دَيْنٍ)

روايت دى،چې له پور پرته د قيامت پر ورځ ټولې ګناهګانې بـښل کېږي . ( ميزان الحکمة :٩٧٧٦ حديث)

٢_ د اولاد درلودل _ که څه له بل واده وي _ د ښځې او مېړه برخه نيمايي ته رسوي، څو د مړي اولاد ته ډېره برخه ورسي که اولاد زوى که لور . (فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ)

٣_ داسې وصيت بايد ونشي،چې وارثان پکې تاوان وکړي. (غَيْرَ مُضَآرٍّ )

٤_ په اسلام کې نه يوازې په ژوند کې تاوان رسول منع دي؛بلکې تر مړينې وروسته هم تاوان رسول منع او کږلى چار دى . (غَيْرَ مُضَآرٍّ)

٥_   د الهي حکم له مخې ‏ارث وويشئ او که تخلف مو هم وکړ؛نو خداى په قهر کې بېړه نه کوي او زغمناک ‏ دى . (وَصِيَّةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ)

 

 ﴿۱۳﴾ ((تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ = )) دا الهي حكمونه دي او څوك چې د خداى او د هغه د پېغمبراطاعت (او د قوانينو درناوى) وكړي خداى به يې د جنت باغونو ته ننباسي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او تل به پكې اوسېږي او دا ستره بريا ده . ))

 

پیغامونه :

١_ د ارث احکام الهي حدود دي؛نو سرغړونه ترې ‏نه ده پکار . (تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ)

٢_ له رسول الله لاروي له خداىه لاروي ده . (وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَرَسُولَهُ)

٣_نېکمرغي د الهي احکامو په پلي کولو کې ده؛ نه په ارث کې ډېر مال ته په رسېدو کې . (ذَلِكَ الْفَوْزُ)

 

 ﴿۱۴﴾ ((وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ = او څوك چې د خداى او د هغه له پېغمبره سرغړونه کوي او د خداى له ټاكليو پولو تېرى وكړي (؛نو) په اور کې يې وراچوي،چې تل به پكې وي، چې دا ورته رسواكوونكى عذاب دى . ))

پيغامونه :

١_ هغوى به د خداى په همېشني عذاب کې وي،چې يا د مړي پر وصيت عمل نه کوي يا يې پور نه ورکوي او يا د نورو وراثان د حق له ورکولو ډډه کوي او کوښښ کوي،چې ډېر مال ګوتو ته راوړي .(تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ…. يَتَعَدَّ حُدُودَهُ )

٢_ د نېکمرغۍ او بدمرغۍ کچه د الهي احکامو پلې کول او ترې سرغړونه دى . (وَمَن يُطِعِ اللّهَ…. وَمَن يَعْصِ اللّهَ)

٣_ له رسول الله څخه سرغړونه له خدایه سرغړونه ده . (يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ)

٤_ پرله پسې سرغړونه د خلود لامل دى . (مَن يَعْصِ اللّهَ…… يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا)،(( يَعْصِ)) د مضارع فعل دى او د استمرار نښه ده .

٥_ د نورو پر حقوق تېری کوونکي د کفارو په څېر وي،چې تل به په عذاب کې وي . (خَالِدًا فِيهَا)

٦_ الهي قهر هم جسمي عذاب لري، هم خواري او هم روحي . (عَذَابٌ مُّهِينٌ)

 

 ﴿۱۵﴾ ((وَاللاَّتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِن نِّسَآئِكُمْ فَاسْتَشْهِدُواْ عَلَيْهِنَّ أَرْبَعةً مِّنكُمْ فَإِن شَهِدُواْ فَأَمْسِكُوهُنَّ فِي الْبُيُوتِ حَتَّىَ يَتَوَفَّاهُنَّ الْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ اللّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا = او ستاسې له ( مړوښو) ښځو چې څوك بدلمنې وي، پر هغو څلور تنه مسلمانان شاهدان ونيسئ؛ نو كه شاهدي يې وويله،هغوى [=ښځې ] په (خپلو) كورونو كې وساتئ،چې مرګ يې راورسي يا خداى ورته څه لار برابره كړي . ))

 ټکي :

* د امام صادق وينا ده : دا چې وايي (( بله لار ))؛نو مراد ترې الهي حدود، سنګسار او کوړې دې . ( تفسير راهنما )

* روايت دى،چې په کوټه او کور کې د زناکارې بندول په جاهليت کې هم ول،چې په پيل کې اسلام هم منلي ول؛خو د اسلام تر غښتلتيا وروسته په کور کې بند پر حد بدل شو . (وسائل ٢٨ /٦١)

پيغامونه :

١_ اسلام د نورو د پت د ساتلو په موخه د زنا د اثبات لپاره څلور لووي-شاهدان ټاکلي او که درې شاهدانو هم لېينه ورکړه؛نو درې واړه به په کوړو وهل کېږي؛خو د قتل د جوتولو لپاره يې دوه لووي ټاکلي دي. (أَرْبَعةً مِّنكُمْ)

٢_ د زنا شاهد هم بايد سړى او هم مسلمان وي،چې د حد په جاري کولو او د جرم په جوتولو کې بسنده ځيرتيا وشي . (أَرْبَعةً مِّنكُمْ)

٣_پر زنا لېينه-شاهدي واجبه نه ده . (فَإِن شَهِدُواْ)

٤_په ورمندون-قضاوت کې يوازې پر خپل علم قناعت نه دى پکار؛بلکې لووي او لېينه هم پکار ده . (فَإِن شَهِدُواْ فَأَمْسِكُوهُنَّ )

٥_د زناکارې سزا په کور کې بند دى؛نه په عمومي زندانو کې او که داسې شوه؛نو ټول زندان به هم ولړي . (فَأَمْسِكُوهُنَّ)

٦_د مجرم له بندي کولو موخه د ټولنې پاکول دي . (فَأَمْسِكُوهُنَّ)

٧_د ټول عمر بند د مېړوښو زاني ښځو لپاره و، (حَتَّىَ يَتَوَفَّاهُنَّ الْمَوْتُ)؛البته دا حکم د لنډ مهال لپاره و،چې په کوړو اوسنګسار سزا ورکړه شي . (أَوْ يَجْعَلَ اللّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا)

 

﴿۱۶﴾ ((وَاللَّذَانَ يَأْتِيَانِهَا مِنكُمْ فَآذُوهُمَا فَإِن تَابَا وَأَصْلَحَا فَأَعْرِضُواْ عَنْهُمَا إِنَّ اللّهَ كَانَ تَوَّابًا رَّحِيمًا=او له تاسې چې (څومره) نارينه او (پېغلې) ښځې بدلمني وكړي؛نو هغوى وځوروئ ( او حد پرې جاري كړئ )؛نو كه توبه يې وکړه او ځانونه يې سم كړل ( او د خپلو تېرو په جبرانولو پسې وو)؛نو ترې تېر شئ؛ [ځكه] چې خداى ښه توبه قبلوونكى (او) مهربان دى . ))

 

ټکي :

* دا آيت په تفسيرونه کې ډول ډول مانا شوى؛خو دا مانا له “تفسير نمونه” اخستل شوې ده؛البته بله مانا هم ذهن ته راځي او هغه داچې :

چې کله دوه سړي د فحشا ( لواط ) هوډ وکړي او يوازې سريزې يې چمتو کړې وي، ډاډ ولرئ،چې په راتلونکي کې به دا کار کوي؛نو تاسې د بدیو د منع ‏په پار سزا ورکړئ او و يې وېروئ؛نو که خېجله شول او لاس يې واخست او تېره ګناه يې جبران کړه؛نو تاسې يې هم وبښئ،چې خداى توبه منونکى او رحيم دى .

* ددې مانا په رڼا کې د ((َاللَّذَانَ )) ټکى د سړيو په مانا راغلى، نه يو سړى او يوه ښځه،چې د تغليب له بابه وي او د ((فَآذُوهُمَا )) ټکى د کړولو او سزا په مانا دى؛نه د حد په مانا.

توبه او سمونه واقعي لاس اخستنې ته وايي؛ نه دا چې د قاضي تر حکمه مخکې توبه وکړي .

((يَأْتِيَانِهَا )) په نږدې کې د فحشا کولو سريزې فراهمولو ته وايي او دا په عرف کې هم شته، چې يو کار پر هغه ورتپل کېږي،چې کولو ته يې چمتوتيا نيوه او مثال يې داسې دى، چې يو کس نورو ته مېلسمتيا کوي او د مېلمستيا تيارى نيسي يا داچې مېلمانه لري . ( و الله العالم ؛خداى خبر )

* د زاني توبه د قاضي تر حکمه مخکې نه منل کېږي او که د قاضي تر حکمه مخکې يې توبه وويسته؛نو د قاضي د حکم د پلي کېدو مخه نشي نيولاى .

 

﴿۱۷﴾ ((إِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَى اللّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السُّوَءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍ فَأُوْلَئِكَ يَتُوبُ اللّهُ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا= خداى يوازې د هغه چا توبه قبلوي، چې په ناپوهۍ بدكار وكړي او بيا ژر توبه وباسي؛خداى د دغسې كسانو توبه مني او خداى پوه (او) حكيم دى .

 

ټکي :

* آيت د توبې د قبلېدو ځينو شرايطو ته اشاره کوي؛لکه :

الف : ګناه په ناپوهۍ کې شوې وي او انسان يې له عواقبو خبر نه وي؛نه دا چې په لوی لاس يې کړى وي.

ب :ګناهګار بايد ژر توبه وکړي او مخکې تر دې چې هغه ګناه يې عادت شي او يا پر الهي عذاب ککړ شي.

* امام صادق وايي : که انسان د علم له مخې ‏ ګناه هم وکړي؛نو په حقيقت کې جاهل دى؛ځکه ځان يې پر الهي عذاب ککړ کړى دى . ( تفسير برهان ۱/٣٥٤)

 

پیغامونه :

١_ د بنده واقعي توبه منل هغه حقوق دي،چې خداى پر غاړه اخستې دي . (التَّوْبَةُ عَلَى اللّهِ)

٢_ هغه پوهه ناپوهي ده، چې ګناهونو ته دې ټينګ نه کړي . (يَعْمَلُونَ …… بِجَهَالَةٍ)

٣_ تر څو چې ګناه لږه وي؛نو توبه هم اسانه وي . په دې آيت کې راغلي : (يَعْمَلُونَ السُّوَءَ) چې مراد ترې يوه ګناه ده؛خو په بل آيت کې دي : ( يعلمون السيئات ) مراد ترې ډېرې ګناهګانې دي،چې توبه يې هم ستونزمنه وي .

٤_خداى انسان بې ځنډه توبې ته هڅوي . (يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍ)

٥_توبه بايد واقعي وي او که يوازې تظاهر وي؛نو خداى له هر څه خبر دى . (كَانَ اللّهُ عَلِيمًا)

 

﴿۱۸﴾ ((وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّى إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الآنَ وَلاَ الَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ أُوْلَئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا= او د هغو كسانو توبه نه منل كېږي،چې بدې چارې ترسره كوي او د مرګ پر وخت وايي: (( اوس مې توبه وكړه .)) او نه د هغوى قبلېږي،چې د كفر په حال كې مړه كېږي،دوى ته موږ دردناك عذاب چمتو كړى دى . ))

 

پیغامونه :

١_ په ازادۍ او اختيار کې توبه ارزښت لري؛ نه په وېرې او وارخطايې کې . (إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الآنَ)

٢_ پر ګناه ټينګار له انسانه د توبې توفيق اخلي . د (يَعْمَلُونَ) ټکى د استمرار نښـه ده او د (السَّيِّئَاتِ) ټکى د ګناه د ډېروالي او تکرار په مانا دى .

٣_ په توبه کې ځنډ نه دى پکار؛ځکه د مرګ هيڅ پته نه لګي او د مړينې پر مهال توبه نه منل کېږي. (إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ…..)

٤_د مړينې او خطر پر مهال د انسان د خداى پېژندنې فطرت راويښېږي . (إِنِّي تُبْتُ الآنَ)

٥_ کافر مړه کېدل ټولې نېکې کړنې ان توبه له منځه وړي . (يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ)

 ﴿۱۹﴾ ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُواْ النِّسَاء كَرْهًا وَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُواْ بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلاَّ أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا= مؤمنانو! تاسې ته روا نه ده، چې په زوره (او د هغوى په خپه كولو) ځان د ښځو وارثان كړئ او نه دا درته روا ده، چې و يې ځوروي او(څه مو چې وركړي= مهر) د هغه د يوې برخې د ترلاسه كولو هڅه وكړئ؛خو دا چې ښكاره ناوړه عمل و كړئ او له هغوى سره ښه چلن كوئ او كه له كومه (پلوه) مو هغوى نه خوښېږي (؛نو سملاسي د بېلوالي پرېکړه مه کوئ)؛ ځكه كېداى شي ستاسې يوڅه خوښ نه وي؛خو خداى پكې ډېرې ښېګڼې ايښې وي .))

 

ټکي :

* په جاهليت کې به ښځه هم په ميراث کې پاتې کېده او کېداى شي د آيت اشاره هم دې خبرې ته وي،چې د مړي ښځه ميراث نه دى او يوازې مال ميراث پاتې کېږي او کړاى شي، د مېړه تر مړينې وروسته بل مېړه وکړي .

 

پیغامونه :

١_ اسلام د ښځو د حقوقو ملاتړ دى . (لاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُواْ النِّسَاء كَرْهًا)

٢_پر زور او اجبار د مهر بېرته اخستل حرام دي . (وَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُواْ بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ)

٣_ يوازې د ښځې د بې شرمۍ پر مهال سړى پر ښځه سخت دريزي کړاى شي . (َلاَ تَعْضُلُوهُنَّ …. إِلاَّ أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ )

٤_ له ښځې سره ښه چلن پکار دى . (وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ)

٥_سړى بايد د ژوند په سختيو کې په ورين تندي له ښځې سره چلن وکړي . (َلاَ تَعْضُلُوهُنَّ…. عَاشِرُوهُنَّ)

٦_د انسان ډېر خیرونه په ځینو بلاوو او سختيوکې دي . (وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا…)

٧_ د اولاد د ښه روزنې لپاره د کورني ستونزو هواری ‏ تر طلاق غوره چار دى . (فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا)

٨_ ناوړه پېښې او ډېرې سختۍ زموږ په خوښه نه وي او داسې ډېرې سختۍ شته ، چې خداى موږ ته پکې خورا ښېګڼه ايښې ده؛ځکه انسان له خپلو ټولو ښېګڼو خبر نه دى. (فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ….. فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا ً )

 

 ﴿۲۰﴾ ((وَإِنْ أَرَدتُّمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَّكَانَ زَوْجٍ وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنطَارًا فَلاَ تَأْخُذُواْ مِنْهُ شَيْئًا أَتَأْخُذُونَهُ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا= اوكه هوډ مو كړى وي؛ چې د ېوې ښځې پرځاى بله وكړئ او هغې ته مو ( په مهر كې) ډېر مال وركړى وي؛ نو بېرته ترې څه مه اخلئ . ايا تاسې په تور تپلو اوڅرګندې ګناه كولو د ښځو مهر بېرته اخلئ؟ ))

 ټکي :

* ((قِنطَارًا )) د ډېر مال په مانا دى .

* په جاهليت کې به چې ځینو غوښتل بل واده وکړي؛نو پر ړومبۍ ښځه به يې تور لګاوه،چې تر دباو لاندې يې ونيسي او بې له مهر يې طلاقه کړي او بيا به مېړه په همدې مهر بله ښځه کوله،چې دا آيت راغى او دا جاهلي سنت يې وراټه .

پیغامونه :

١_ په اسلام کې دويم واده جواز لري . (اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَّكَانَ زَوْجٍ)

٢_ طلاق د سړي له لوري دى . (أَرَدتُّمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ)

٣_ډېر مهر پروا نه لري؛خو سپارښتنه د لږ مهر شوې ده . (آتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنطَارًا)

٤_ په الهي چوکاټ کې د انسان مالکيت محدود نه دى . (قِنطَارًا)

٥_اسلام د ښځې د حقوقو ملاتړ دى او له هغه دويم واده سره مخالفت کوي،چې د ړومبۍ ښځې حق پکې ولتاړل شي. ( فَلاَ تَأْخُذُواْ مِنْهُ شَيْئًا ً)

٦_ ښځه د مالکيت حق لري او مهر يې بايد ورکړ شي . (فَلاَ تَأْخُذُواْ مِنْهُ شَيْئًا)

٧_که څوک پر حقه مالک شي ؛نو که مال څومره هم ډېر وي؛نو څوک يې ترې د اخستو حق نه لري . (فَلاَ تَأْخُذُواْ….)

٨_ د خلکو پر مال خېټه اچول او بيا د دې کار مخونې ته د مال پر مالک تور لګول او يې بې پته تر ټولو ناوړه ظلم دی . (أَتَأْخُذُونَهُ بُهْتَانًا وَإِثْمًا)

 

﴿۲۱﴾ ((وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُ وَقَدْ أَفْضَى بَعْضُكُمْ إِلَى بَعْضٍ وَأَخَذْنَ مِنكُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا= او څرنګه به د هغه (مهر) بېرته اخلئ، سره له دې چې يو له بله مو (د ګډ ژوند) خوند اخستى وى! او (پردې سربېره) هغوى (د واده پر مهال) له تاسې ټينګه ژمنه اخستې ده؟ ))

 پیغامونه :

١_ له بديو په ژغورولو کې له انساني عواطفو کار واخلئ . تاسې چې تر اوسه له خپلې ښځې سره بشپړ عاطفي اړيکې درلودې او بريالي شوي ياست؛نو اوس ترې ولې پرناحقه مهر اخلئ . (قَدْ أَفْضَى بَعْضُكُمْ إِلَى بَعْضٍ)

٢_د ژوند د تريخوالي پر مهال تېر ښه وخت را ياد کړئ . (قَدْ أَفْضَى)

٣_د کوروالي د بيان په چارو کې له ادبه کار واخلئ . (أَفْضَى)

٤_مهر د ښځې هغه حق دى،چې د کوروالي پر وړاندې ورته ټاکل شوى دى . (قَدْ أَفْضَى)

٥_د واده تړون کوټلى دى . (مِّيثَاقًا غَلِيظًا)

٦_ د مهر بېرته اخستل د تړون ماتول دي . (وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُوَأَخَذْنَ مِنكُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا)

 

﴿۲۲﴾ ((وَلاَ تَنكِحُواْ مَا نَكَحَ آبَاؤُكُم مِّنَ النِّسَاء إِلاَّ مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَمَقْتًا وَسَاء سَبِيلًا= او له كومو ښځو سره چې ستاسې پلرونو واده كړى وي؛ هېڅكله واده و نه كړئ؛ خو څه چې ( ددې حكم تر نازلېدو) مخكې شوي دي، هغه شوي دي؛ځكه دا بدلمني کرکجن چار او ناسمه لار ده. ))

ټکي :

١_ اسلام د فطرت دين دى؛نو طبيعي خبره ده، چې انسان له مور او مېرې سره له واده کرکه لري؛نو د همدې لپاره په اسلام کې هم حرام شوى دى . (لاَ تَنكِحُواْ مَا نَكَحَ آبَاؤُكُم)

٢_ د پلار ښـځې د مور په څېر وي؛نو د کينې او جګړې پر ځاى بايد د مېړه بچو ته موروالى وکړي . (لاَ تَنكِحُواْ مَا نَكَحَ آبَاؤُكُم )

٣_ اولاد بايد په واده کې د پلار حريم وساتي . (لاَ تَنكِحُواْ مَا نَكَحَ آبَاؤُكُم)

٤_اولاد بايد د پلار ښځو ته د مور په سترګه وګوري . ( مَا نَكَحَ آبَاؤُكُم)

٥_ اسلام له تېرو سترګې پټوي ،تر دې حکمه مخکې له مېرو سره واده وبښل شو . ( إِلاَّ مَا قَدْ سَلَفَ )

٦_ وينا بايد غوڅه له دليل او برهان سره وي . (إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَمَقْتًا وَسَاء سَبِيلًا)

٧_ له مېرې سره واده ناوړه چار او له نورو محارمو سره د واده لار پرانځي . (سَاء سَبِيلًا)

 

﴿۲۳﴾ ((حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالاَتُكُمْ وَبَنَاتُ الأَخِ وَبَنَاتُ الأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللاَّتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُم مِّنَ الرَّضَاعَةِ وَأُمَّهَاتُ نِسَآئِكُمْ وَرَبَائِبُكُمُ اللاَّتِي فِي حُجُورِكُم مِّن نِّسَآئِكُمُ اللاَّتِي دَخَلْتُم بِهِنَّ فَإِن لَّمْ تَكُونُواْ دَخَلْتُم بِهِنَّ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلاَئِلُ أَبْنَائِكُمُ الَّذِينَ مِنْ أَصْلاَبِكُمْ وَأَن تَجْمَعُواْ بَيْنَ الأُخْتَيْنِ إَلاَّ مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا = پر تاسې حرامې شوې دي : ستاسې ميندې او لوڼې او خويندې او تريندې او توړۍ او ورېرې او خورزې او هغه ميندې،چې تاسې ته يې شيدې دركړي وي او ستاسې رضاعي خويندې او ستاسې د ښځو ميندې (خواښې) او ستاسې د ښځو هغه لوڼې، چې ستاسې په غېږو كې پالل شوې وي، د هغو مېرمنو لوڼې،چې ستاسې ورسره د مېړه مېرمنې اړيكه راغلې وي (او کوروالى مو ورسره شوى وي ) اوكه کوروالى نه وي شوى؛ نو( دهغوى د لوڼو په نكاح كولو كې ) پرتاسې څه ګناه نشته او (همداراز) ستاسې د زامنو مېرمنې،چې ستاسې له پښته وي ( نه زوى ويلى ) او( دا هم پرتاسې حرامه ده ) چې پر يوه وخت دوې خويندې خپلې ښځې كړئ؛ خو چې مخكې څه شوي ( هغه شوي دي؛ځکه ) چې خداى ډېر بښونكى (او) لوروونکى دى . ))

 ټکي :

* په دې آيت کې هغه ښځې راوړل شوي،چې انسان ته حرامې او واده ورسره حرام دى . “محرميت” او “د اواده حرمت” له دريو لارو لاس ته راځي :

١_ زوکړه ( نسبي اړيکه ) ٢_ واده ( سببي اړيکه ) ٣_ تى خوړل ( رضاعي اړيکه )

* له محارمو سره د واده تحريم په تېرو اديانو کې هم و . (تورات : سفر لاويان،اتلسم باب، ٢٣_٦ آيتونه )

* له نامحرمو سره واده د کورنیو د پراختيالامل دى .

* له دوو خويندو سره يو ځاى واده کول جنسي او شخصي کينې راپاروي او د دواړو تر منځ مينه له منځه وړي؛نو کېداى شي د همدې لپاره ترې ژغورل شوي يو . (وَأَن تَجْمَعُواْ بَيْنَ الأُخْتَيْنِ…..)

 پیغامونه :

١_ د حلال او حرامولو واک يوازې د خداى دى . (حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ)

٢_د مور شيدې له موره د زوکړې په څېر د محرميت اسباب دي . د دايه په ټاکنه کې پام پکار دى . (وَأُمَّهَاتُكُمُ اللاَّتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُم مِّنَ الرَّضَاعَةِ)

٣_ هغو نجونو ته د لور په سترګه وګورئ،چې د ښځې له بل مېړه مو وي او په کور کې درسره اوسېږي . (وَرَبَائِبُكُمُ اللاَّتِي فِي حُجُورِكُم)

 

﴿۲۴﴾ ((وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاء إِلاَّ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ كِتَابَ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَاء ذَلِكُمْ أَن تَبْتَغُواْ بِأَمْوَالِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ فَمَا اسْتَمْتَعْتُم بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً وَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَاضَيْتُم بِهِ مِن بَعْدِ الْفَرِيضَةِ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا= او مړوښې ښځې ( هم پر تاسې حرامې دي)؛ خو هغه چې (په اسارت كې) په لاس درغلې وي (؛ځكه اسارت يې د طلاق په حكم دى) دا احكام دي،چې خداى تاسې ته ټاكلي دي، بې له دې ( ويل شويو ښځو) نورې ښځې درته د خپلو مالونو په لاس ته راوړو روا شوي دي، په دې شرط،چې پاكلمني ياست او له زنا ځان وساتئ اوكومې ښځې چې متعه (= لنډ مهالى واده ) ورسره كوئ؛ نوفرض دي،چې مهر يې وركړئ او د مهر تر ټاكلو وروسته د هغه څه په باب پر تاسې هېڅ ګناه نشته،چې په اړه يې مو يو له بل سره توافق کړى دى ( بيا کړاى شئ په خوښه،وخت يا مهر کم يا زيات کړئ) بېشكه چې خداى پوه (او) حکيم دى.

 ټکي :

* د “محصنات” ټکى په لغت کې هغه څه ته وايي،چې په “حصن” او “حريم” کې وي او د نورو لاس رسي ورته منع وي . په قرآن کې ددې ټکي جرړه د درېو ډلو لپاره کارېدلې ده :

١_ پاکلمنې او عفيفې ښځې : لکه څنګه چې قرآن د حضرت مريم په اړه وايي : (الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا) ( تحريم /٨٢ )

٢_ مړوښـې ښځې : ځکه مېړه د ښځې د عفت د ساتلو دنده لري او په دې آيت کې له (وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاء) څخه مراد همدا مانا ده .

٣_ هغه ښځې چې جنګي اسيرانې نه وي او وينځې هم نه وي؛ځکه اسارت د ښځې د عفت او حيا د پردې د شلېدو لامل دى او بې عفتي هم په وينځو کې رواج وه او په راتلونکي آيت کې له ( المحصنات المؤمنات ) څخه مراد همدا مانا ده .

* د (( مسفحين )) ټکى له (( سفاح )) څخه اخستل شوى، چې د زنا په مانا دى .

* د کافرو ښځو لپاره اسيرېدل د طلاق په مانا دي . د ښځې ايمان راوړل همداسې دي،چې که مېړه يې کافر پاتې شي؛نو د ښځې ايمان يې له مېړه بېلوي .

د اسلام له نظره له مړوښې ښځې سره واده حرام دى، که د هر ملت او مذهب وي؛خو داچې اسارت له طلاق سره مساوي دى او اسيره شوې د يو مياشتېني عادت هومره او که دوه ځانې-حامله وي؛نو د ماشوم تر زوکړې بايد عدت وساتي او تر هغې وروسته ورته له خپل پخواني مېړه سره هر ډول کوروالى حرام او جايز نه دى.

* د (( متعة )) ټکى د حج، صلوة، ربا او غنيمت په څېر شرعي مانا لري؛نه لغوي او د الميزان د تفسير له مخې د ((استمتعتم )) له جملې مراد متعه ده .

* په متعه کې د اجر ورکول (فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ) په استمتاعى پورې اړه لري . (فَمَا اسْتَمْتَعْتُم) حال دا چې که چېرته مراد دايمه نکاح وي؛نو د عقد د خطبې په ويلو که استمتاع شوى وي که نه او که تر کوروالي مخکې طلاق ورکړ شي؛نو نيم مهر ورکول پکار دي .

* د اهلبیتو او ډېرى مفسرينو د وينا له مخې د (فَمَا اسْتَمْتَعْتُم بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ) جمله د لنډمهاله واده په مانا ده،چې د اسلام دويم خليفه حرامه کړ دى، سره له دې چې څوک د خداى حلال نشي حرامولاى؛لکه څنګه يې چې حرام نشي حلالولاى . ( کافي۵/٤٤٨- وسايل ٢١ /٥) او که د روايتونو له مخې لنډمهاله واده نه و حرام شوى؛نو بې له شقي وګړيو به چا زنا نه کوله. لنډمهاله واده يوه سمه کړلار ده او دنيا يې هم د نه درلودو په پار زنا ازاده کړې ده . لنډمهاله واده يوه ټولنيز اړتيا ده او د اهلسنتو په روايتونو کې دي،چې د لنډمهاله واده جواز له کورودانې د لرې والي او جګړو له امله و،چې اوس هم هغه شرايط شته دى . متعه ددې ټولنيزو ستونزو د هواري او له فساده د مخنيوي لپاره ده او تر قيامته هم شرعي اړخ لري .

پيغامونه :

١_ له مړوښې ښځې سره واده نه کېږي . (وَالْمُحْصَنَاتُ )

٢_له کفارو سره په جګړه کې اسيرانې ښځې بايد بې له سرپرستۍ پرېنښوول شي يا بايد کفارو ته ورستنې شي او يا يې مسلمانان ځان ته نکاح کړي او يا يې وينځې کړي . (إِلاَّ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ)

٣_ له محرمو او دوو خويندو سره يو ځاى واده نه کول ثابت الهي حکم دى او هيڅ کله به پکې بدلون رانشي. (حُرِّمَتْ…. كِتَابَ اللّهِ عَلَيْكُمْ)

٤_ پر فحشا او بې شرمۍ بودجه لګول حرام دي . (تَبْتَغُواْ بِأَمْوَالِكُم…. غَيْرَ مُسَافِحِينَ)

٥_ په مهر کې د دواړو اړخونو هوکړه پکار ده . (فِيمَا تَرَاضَيْتُم بِهِ)

 

 ﴿۲۵﴾ ((وَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ مِنكُمْ طَوْلًا أَن يَنكِحَ الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ فَمِن مِّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُم مِّن فَتَيَاتِكُمُ الْمُؤْمِنَاتِ وَاللّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِكُمْ بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ فَانكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ مُحْصَنَاتٍ غَيْرَ مُسَافِحَاتٍ وَلاَ مُتَّخِذَاتِ أَخْدَانٍ فَإِذَا أُحْصِنَّ فَإِنْ أَتَيْنَ بِفَاحِشَةٍ فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى الْمُحْصَنَاتِ مِنَ الْعَذَابِ ذَلِكَ لِمَنْ خَشِيَ الْعَنَتَ مِنْكُمْ وَأَن تَصْبِرُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ = او هغوى چې له (ازادو) پاكلمنو مؤمنو ښځو سره د واده كولو وس نه لري؛ نو له هغو پاكلمنو مؤمنو وينځو سره نكاح وكړئ، چې ستاسې په لاس كې دي __ خداى ستاسې د ايمان پر حال ښه خبر دى او ټول د يو بدن غړي ياست__ د هغوى د كورنيو په ا جازه ورسره نكاح وكړئ او مهر په ښه توګه پخپله همغوى ته وركړئ، په دې شرط چې پاكلمنې اوسي؛ نه په ښكاره زنا وكړي او نه په پټه يارانې وكړي؛نو چې كله هغوى د نكاح په بنديز كې خوندي ( محصنه) وي او بيا بدلمني وكړي؛ نو سزا يې د ازادو ښځو پر نيمايي ده، دا اسانتيا (له وينځو سره د واده كولو اجازه ) هغوكسانو ته ده، چې وېرېږي (د جنسي غريزې له امله) به پرتكليف شي او( په دې حال کې هم له هغوى سره له واده كولو) ډډه کول درته غوره ده او خداى ډېر بښونکى (او) لورين دى . ))

 ټکي :

* لکه څنګه چې وويل شول : په تېرو آيتونو کې له (الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ) څخه مراد ازادې ښځې دي؛ځکه په مقابل کې يې د (فَتَيَاتِكُمُ الْمُؤْمِنَاتِ) کارول شوى،چې د وينځو په مانا دى . قرآن په يو بل ځاى کې هم د وينځو لپاره د ( فيتات ) ټکى کارولاى او وايي : ((وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاء)؛يعنې وينځې مو زنا ته مه مجبوروئ .

* د ((أَخْدَانٍ)) ټکى د (( خدن )) جمع ده، چې د ملګري او انډيوال په مانا دى؛خو د هغو کسانو لپاره کارېږي،چې په پټه ورسره د نامشروعو چارو لپاره اړيکه وي . دا ټکى د ((مسافحات )) په مانا دى او د هغوى لپاره کارېږي،چې په ښکاره زنا کوي .

* د (( طول )) ټکى د وس او امکاناتو درلودو په مانا دى او د (( عنت )) ټکى د ستونزو په مانا دى .

* څوک چې د وينځو خاوندان شي؛نو له نکاح پرته ورسره کوروالی کړای شي؛نو په دې آیت کې چې د وينځو سره واده کول اوڅار مطرح شوي؛نو موخه یې د نورو له وينځو سره واده دی،چې د خاوندانو اجازه یې باید واخستل شي.

* که څه له وينځو سره واده رټل شوى؛خو په وينځو کې هم د خورا کمالونو خاوندانې وې؛نو ځکه ځينو الهي اولياوو به ورسره ودونه کول او ترې به د اولاد خاوندانېدل .

پیغامونه :

١_ په اسلام کې د واده په مخ کې خنډ نشته . (وَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ)

٢_ قانونګذار بايد د قانون د تدوين پر مهال د ټولنې هر اړخ په تېره بیا ‏اقتصادي اړتياوو ته پام وکړي . ( و مَن لَّمْ يَسْتَطِعْ)

٣_ له وينځې سره واده وکړئ؛خو ګناه مه کوئ . (فَمِن مِّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُم)

٤_په واده کې ايمان تر ټولو ړومبى شرط دى، په اسلام کې د ښځې له ازادۍ سترګې پټولاى شو؛يعنې له وينځې سره واده کړاى شو؛خو له ايمانه سترګې نشو پټولاى . (الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ، فَتَيَاتِكُمُ الْمُؤْمِنَاتِ)

٥_ د واده لپاره ظاهري ايمان بسيا دى؛ له خداى پرته څوک د چا له باطنه خبر نه وي . (وَاللّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِكُمْ)

٦_له وينځې سره واده سپکاوی ‏نه دى . (بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ)

٧_ له وينځې سره د واده لپاره له خاونده یې اجازه اخستل داسې دي،لکه څوک چې له نجلۍ سره د واده لپاره يې له پلاره اجازه اخلي . (بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ)

٨_ د وينځو خاوندان دې پوه شي،چې وينځې يې اهل دى . (أَهْلِهِنَّ )

٩_ وينځو ته هم د ازادو ښځو په څېر غوره مهر ورکول پکار دي . (آتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ)

١٠_مهر بايد وينځې ته ورکړ شي؛نه د وينځې خاوند ته، چې د وينځې وټيز حقوق خوندي پاتې شي . (آتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ)

١١_ د واده د پایښت ‏اصلي لاملونه پاکلمني او له فحشا او نامشروعو اړيکو ځان ژغورل دي . (مُحْصَنَاتٍ غَيْرَ مُسَافِحَاتٍ…..)

١٢_ د بدچارې وينځې سزا د وينځې توب او محروميتونو له امله نيمه ده . (فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى الْمُحْصَنَاتِ)

١٣_ په ودونو کې سخت دريځي نه کول ټولنه له جنسي مفاسدو ژغوري . (ذَلِكَ لِمَنْ خَشِيَ الْعَنَتَ)

١٤_ کله صبر او ځان ساتل له ډېرو ودونو ښه وي . (وَأَن تَصْبِرُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ )

﴿۲۶﴾ ((يُرِيدُ اللّهُ لِيُبَيِّنَ لَكُمْ وَيَهْدِيَكُمْ سُنَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ وَيَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ= خداى غواړي (په دې لارښوونو، د نېكمرغۍ لارې) درڅرګندې كړي او د پخوانيو سم دودونه دروښيي او توبه مو قبوله كړي او خداى پوه حكيم دى . ))

پیغامونه :

١_ ښیون – هدايت،ابلاغ او بيان الهي سنت دى . (لِيُبَيِّنَ لَكُمْ وَيَهْدِيَكُمْ)

٢_ د تېرو د ښه دودونو لاروي پکار ده . (سُنَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ)

٣_ د واده په اړه د اسلام او نورو اسماني دينونو احکام يو شان دي . (سُنَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ)

٤_ خداى پر انسان پیرزوېنه‏ کوي . (َيَتُوبَ عَلَيْكُمْ)

٥_ د واده د احکامو حراموالى او حلالوالى د الهي علم او حکمت پر بنسټ دي . (وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ)

 

﴿۲۷﴾ ((وَاللّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الشَّهَوَاتِ أَن تَمِيلُواْ مَيْلًا عَظِيمًا= او خداى غواړي چې تاسې وبښي ( او ګناهونه مو پاك كړي )؛ خو د ځاني غوښتنو لارويان غواړي، چې تاسې په ټوليزه توګه بې لارې شئ. ))

ټکي :

* جنسي ازادۍ په پیل کې خوندونه دي؛خو د ټولنيزو او وګړیزو عوارضو په پامنيوي تر ټولو ستر ناورين او کږلاري ده . اخلاقي خپلسري جسم ويلې کوي، فکر بوختوي، شتمني ورکوي او ډاډ له منځه وړي . له کورنۍ سره مينه له منځه وړي، حراميان په ټولنه کې ډېروي او جنسي ناروغۍ يې بله ډالۍ ده .

( ژباړن : د نور د سورت په تفسير کې مو څو ناروغيو ته اشاره وکړه دلته هغه ناروغيو ته اشاره کوو، چې د جنسي اړيکو له لارې انسان ته لېږدېږي :

ډول ډول زېړي؛لکه HCV+HBV چې ان د نړۍ په ډېرو پر مختلليو هېوادنو کې هم درمل نه لري او يوازې HBV دى چې واکسين لري او HCV چې د مزمنېدو چانس يې هم ډېر دى او د انسان ځيګر د سيروز د ناروغۍ په لوري هم وړي او وژونکى ناروغي ده . ( د هاريسون د کتاب انتاني برخه )

نايسريا ګنوريا + سفليس +HSV2 +HIV   او ډېرې داسې نورې ناروغۍ،چې هره يوه یې په تفصيل سترې ویینې‏ ته اړتيا لري،چې په طب کې ورته STD وايي، چې ددې کتاب له حوصلې وتلې خبره ده او همداسې د نسائئ ولادي په ناروغيوکې ECTOPIC PREGNENCY هغه ناروغي ده،چې تر ټولو ستر Risk factor يې له ګڼو کسانو سره د جنسو اړيکو ساتل دي او هغه داسې، چې ددې پر ځاى چې ماشوم په ځیلانځ ‏(رحم ) کې وي، ماشوم له ځیلانځه ‏بهر جوړېږي،چې پر ښځې خورا سخت د خېټې دردونه (Acute abdomine) راوړي او درمل يې هم ژر تره ژره عمليات دى (محترم ډاکټر صاحبان کړاى شي پر خبره د لا پوهېدو ‏لپاره د نسايي ولادي د دنفورث او ويليامز کتابونه وګوري ) او همداسې نامشروعه جنسي اړيکې د ارواپوهنې ‏له پلوه هم خورا ضررونه لري،چې تر ټولو ستر ضرر يې دا داى، چې داسې کسان که تر واده مخکې وي که وروسته؛ ښځه وي که سړى، د خپل ژوند له شريک سره په خوږلني ژوند نشي کړاى؛ځکه داسې کسان په خپل ګډ ژوند کې د جنسي اړيکو تنوع لري او بيا يې هم زړه غواړي په جنسي اړيکو کې تنوع ولري؛نو د خپل ژوند له شريک سره کوروالى خوند نه ورکوي او بل دا چې عموما داسې کسان په کوروالي کې پر ژر خلاصېدو ککړېږي،چې په خپله د ښځې او مېړه تر منځ په اړيکو کې تريخوالى راوړي او بلخوا داسې ښځې او مېړه کله هم پر يو بل ډاډ نه لري؛ځکه يو متل دى چې وايي چې (( کافر همه را به کيش خود پندارد )) ځکه هر يو زناکار که زناکاره وي؛نو پر مقابل لوري د زنا شک کوي . ( د کاپلان د عقلي عصبي کتاب ) ))

 

پيغامونه :

١_په واده کې محدوديتونه او بنديزونه پر بشر د خداى د پیرزوینې ‏نښه ده . (وَاللّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيْكُمْ)

٢_ د شهوتپالو پېښې مه کوئ؛ځکه دښمنان مو دي . (يُرِيدُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الشَّهَوَاتِ….)

٣_ خپلسري غواړي تاسې هم له ځان سره يو ځاى کړي . (أَن تَمِيلُواْ مَيْلًا عَظِيمًا)

٤_ په اسلام کې جنسي قوانين معتدل دي . (مَيْلًا عَظِيمًا)

٥_د لارې په ټاکنه کې پام وکړئ . د ( يريد ) ټکى دوه ځلې تکرارشوى؛يوه لار د عليم او حکيم خداى او بله د خپلسرو؛نو پر کومه لار تګ پکار دى ؟! (وَاللّهُ يُرِيدُ…. يُرِيدُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الشَّهَوَاتِ)

 

﴿۲۸﴾ ((يُرِيدُ اللّهُ أَن يُخَفِّفَ عَنكُمْ وَخُلِقَ الإِنسَانُ ضَعِيفًا= خداى غواړي (له وينځو سره د واده د احكامو او ددې په څېر) چارې درباندې سپكې كړي او انسان ضعيف (او كمزورى) شته شوى ( او د غريزو د توپان په مقابل كې يې مقاومت لږ ) دى.

ټکي :

* په درې پرله پسې آيتونو کې د واده په چارو کې د خداى پیرزوینه ويل شوې ده . خداى درته احکام بيانوي . (لِيُبَيِّنَ لَكُمْ) لار ښيي (يَهْدِيَكُمْ) پیرزوینه کوي (وَيَتُوبَ عَلَيْكُمْ) او پر انسان سخت دريځي نه کوي(يُخَفِّفَ عَنكُمْ) او دا ټول ددې لپاره دي،چې انسان د غريزو د توپان د ټينګې نه دى .

پيغامونه :

١_ اسلام د اسانۍ دين دى . (يُرِيدُ اللّهُ أَن يُخَفِّفَ عَنكُمْ)

٢_ديني احکام د انسان د وسې له مخې دي . (يُرِيدُ اللّهُ أَن يُخَفِّفَ عَنكُمْ)

٣_ د ځوانانو په ودونو کې سخت دريځي د خداى نه خوښېږي . يُرِيدُ اللّهُ أَن يُخَفِّفَ)

٤_ په واده کې د اسلامي قوانينو لاروي ټولنه له فسادونو ژغوري . (يُرِيدُ اللّهُ أَن يُخَفِّفَ عَنكُمْ)

٥_انسان د جنسي غريزي پر وړاندې کمزوری دى . (َخُلِقَ الإِنسَانُ ضَعِيفًا)

 

۲۹ – ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ وَلاَ تَقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا= مؤمنانو! د يو بل مالونه په باطلو (او نامشروعو لارو) مه خورئ؛خو داچې راكړه وركړه ستاسې په خوښه ترسره شي او خپل ځانونه مه وژنئ[؛ځکه] خداى درسره پېرزو کوونکى دى . ))

 

ټکي :

* دا چې له وژلو ژغورل (َلاَ تَقْتُلُواْ) له حرامخورۍ تر ژغورلو وروسته راغلى؛نو کېداى شي رمز يې په دې کې وي،چې ناسم وټيز غونډال په ټولونو کې د قلتونو لامل دى.

* امام صادق ددې آيت د تلاوت پر مهال وويل : څوک چې پور واخلي او پوهېږي،چې بېرته يې نشي ورکولاى؛نو د باطل مال يې خوړلاى دى . ( کافي ۵/٩٥) .

امام باقر تر پورتني آيت لاندې وويل :ربا،کم فروشي، جواري او ظلم او د باطل مال مصاديق دي . ( تفسير نورالثقلين)

* داچې په سړو اوبو اودس او غسل بدن ته ضرر لري؛نو رسول الله وويل : ((وَلاَ تَقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا)) ( تفسير نورالثقلين ))

* امام صادق وايي : که کوم مسلمان يوازې د کفارو سيمې ته ولاړ او ووژل شو؛نو ځان وژنه يې کړې ده. (تفسير برهان )

* د معصومو امامانو وژل د ځان وژنې او د ټولنې د بربادولو يو مصداق دى . امام صادق د (وَلاَ تَقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ) په اړه وويل : يعنې د پېغمبر اهلبیت مه وژنئ . ( تفسير فرات کوقي )

پیغامونه :

١_ وګړیز مالکيت محترم دى او د نورو په مال کې تصرف د سمو معاملاتو له لارې پرته جايز نه دى . (لاَ تَأْكُلُواْ ….. إِلاَّ …. تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ)

٢_ ټولنه ګډ روح او برخلیک لري . د نورو مال ستاسې د خپل مال په څېر دى . (أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ)

٣_ هغه تصرف منع دى،چې کچه يې حق نه وي . (لاَ تَأْكُلُواْ…. بِالْبَاطِلِ )

٤_ په راکړو ورکړو کې دوه اړخيزه هوکړه پکار ده او اجبار پکار نه دى . (عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ)

٥_د انسان ځان محترم دى؛نو ځان وژنه او د نورو وژل حرام دي . (َلاَ تَقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ)

 

۳۰- ((وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللّهِ يَسِيرًا= او څوك چې په سرغړاندۍ او تېري دا كار وكړي؛نو ژربه يې اورته ننباسو،چې دا چار خداى ته اسان دى . ))

 ټکي :

* کېداى شي د (( عدوان )) او (( ظلم )) توپيرپه دې کې وي، چې عدوان پر نورو تېرى دى او ظلم پر ځان تېرى دى .

* د (( صلو )) ټکى رحمت ته د ننووتو په مانا او (( صلى )) دوزخ ته د ننووتو په مانا دى؛ نو پر دې بنسټ د ((نُصْلِيهِ )) ټکى په دې مانا ‏دى،چې هغه به اور ته ورننباسو .

* امام صادق وويل : څوک چې په لوی لاس ځان ووژني؛نو د تل لپاره به په دوزخ کې وي او بيا يې دا آیت تلاوت کړ . ( من لا يحضر۳/٣٦٤ )

پیغامونه :

١_ هغه چارې،چې د ظلم او عدوان له مخې نه وي؛نو الهي قهر هم نه لري . (وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا ….)

٢_ قصد او انګېرنه په سزا او ثواب کې اصلي رول لوبوي . (وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا)

 

۳۱- ((إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًا كَرِيمًا= كه له هغو سترو ګناهونو ځان وژغورئ، چې ترې منع كېږئ؛ نو له وړو ګناهو به مو تېر شو او د عزت ځاى ته به مو ننباسو. ))

 ټکي :

* له دې آيته ګټنه کېږي چې ګناهونه دوه ډوله دي : صغيره او کبيره او د کهف د سورت په ٤٩ آيت کې هم راغلي، چې کله مجرمان د قيامت پر ورځ خپل کړنليک وګوري؛نو و به وايي : دا څنګه کړنليک دى، چې ان يوه کوچنۍ او ستره ګناه هم ترې نه ده پاتې . (لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً)

* اما کاظم وپوښتل شو،چې په دې آيت کې خداى د صغايرو د بښلو شرط د کبايرو پرېښوول ايښى دى؛نو شفاعت څنګه دى ؟ امام وويل : شفاعت د امت کباير کوونکيو ته دى . ( توحيد صدوق:٤٠٧ مخ )

* د روايتونو په رڼا کې کبيره ګناه هغه ده،چې کوونکي ته يې د اور وعده ورکړه شوې ده. ( کافي ٢ /٢٧٦) او کېداى شي په تېر آيت کې د قتل، ځان وژنې او د خلکو پر مال تېري ته اشاره د همدې لپاره وي،چې د کبيره ګناهونو بېلګې دي،چې د عذاب وعده يې ورکړه شوې ده او د خلکو پر مال او ځان تېرى حرام دى .

* په روايتونو کې بېلابېلې او ډول ډول کبيره ګناهګانې ذکر شوي دي؛ځکه کباير هم درجې لري او ځينو ته (( اکبر الکباير )) وايي .

پیغامونه :

١_ د هغوى له وړو ګناهونو تېرېدل پکار دي، چې سم فکري او عملي آرونه لري . (إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ…. نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ)

٢_ هغوى چې کبيره ګناهګانې پرېږدي؛نو ثواب يې دادى، چې خداى يې له صغيره ګناهونو تېرېږي . (نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًا كَرِيمًا)

٣_ تر څو چې له کبيره او صغير ګناهونو ځنې نه يو پاک شوي؛نو جنت ته به ولاړ نشو . (نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًا كَرِيمًا )

۳۲- ((وَلاَ تَتَمَنَّوْاْ مَا فَضَّلَ اللّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُواْ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ وَاسْأَلُواْ اللّهَ مِن فَضْلِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا= او د هغه څيز ارمان مه كوئ، چې (له امله يې) خداى له تاسې ځينې پر ځينو نورو غوره كړي دي (دا طبيعي او حقوقي توپېرونه د ژوند د نظام د ساتنې او د عدالت له مخې دي؛ خو په دې توګه ) د نارينه وو برخه د هغوله كړنو سره سمه او د ښځو برخه (هم) د هغوله كړنو سره سمه ده (اونه ښايي د يوه حقوق هم ولتاړل شي) او( د تنګلاسيو د لرې كولو لپاره ) له خدايه فضل ( رحمت او بركت) وغواړئ او خداى په هر څه پوه دى . ))

 ټکي :

* تېرو آيتونو له حرامخورۍ وژغورلو او دې آيت د حرام خورۍ جرړو ته اشاره کړې چې طمع او هيلې دي .

* هر مساوات عدالت نه وي . عدالت هر چېرته ارزښت لري؛خو مساوات کله ظلم او کله ارزښت وي . د مثال په توګه : که يو طبيب خپلو ټولو ناروغانو ته يو ډول درمل ورکړي او يا که ښوونکى ټولو زده کوونکیو ته يو شان نمره ورکړي، چې دا مساوات دى؛خو عدالت نه دى .عدالت هغه ته وايي، چې هر چا ته يې د استحقاق هومره ورکړو، که څه توپير پکې وي؛ځکه د کمالاتو او وړتيا پر بنسټ توپير حق دى؛خو تبعيض باطل دى او تبعيض هغه ته وايي،چې يو کس ته د بل په پرتله بې له کوم دليله د ځاني غوښتنو له مخې غوراوی ورکړو؛نو د عدالت دعا وکړئ؛ نه د مساوات . د بدن غړي سره توپير لري؛خو توپير يې د حکمت له مخې دى.خداى د حکمت پر بنسټ ټول يو شان نه دي پېدا کړي؛نو پر دې بنسټ په هغه چارو کې الهي تقدير ته غاړه ايښوول پکار دي،چې زموږ په لاس کې نه دي؛لکه جنسيت، ښکلا، استعداد، بيان، هوښ، عمر او …. موږ چې خداى ته عادل او حکيم وايو؛نو که د کوم کار پر حکمت يې پوه نشو؛نو پر بېړه جاهلانه او له سوءظن سره ورمندون او له خولې ناپړيتې راويستل نه دي پکار او له خدايه هم د بې ځايه تمې پر ځاى حکيمانه تمه درلودل پکار دي او د نعمت له خاوندانو سره کينه نه ده پکار؛ځکه د نعمت ډېروالى مسووليت هم غواړي او هر نعمت له غم او خپګان او له بېرته تګ سره يو ځاى وي . حضرت علي (ک) په نهج البلاغه کې دې حقيقت ته اشاره کړې ده. په اختياري چارو کې هم کوښښ ته ملا تړل پکار دي او بايد په روغه سيالۍ کې ځان لوړ مقام ته ورسو او د نورو د زبېښاک – استثمار او ښکېلاک – استعمار څخه مخنيوى وکړو او هغه چارې هم چې زموږ په لاس کې نه دي؛بايد توپيرونه يې د ټولنې د ودې،خوځښت او ازمېينې دليل وګڼو؛ځکه که ټولو انسانانو سره يو شان ځانګړنې درلوداى؛نو سخاوت، مړانې او ايثار به وده نه کوله . انسان د ژوند د حرکت په کنډوکپرو کې وده کوي .

* امام صادق د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل : هغه چې سترګې يې د بل چا ښځې او بچيو ته نه وي؛خو د هغوى په شان له خدايه غواړي . ( وسائل ١٢/٢٤١ )

* دا آيت،چې راغى؛نو د رسول الله اصحابو وويل : په (واسئلوا الله من فضله ) کې له (( فضل )) څخه مراد څه دى؟ رسول الله (ص) وويل : خداى رزق په حلالې لارې پر خلکو ويشلى او حرام يې هم پیدا کړي دي؛نو که څوک حرام لاس ته راوړي؛نو هومره به ترې حلال کمېږي او د حرامو حساب به ورسره کېږي . ( تفسر عياشي ۱/٢١٥)

پیغامونه :

١_ د خداى په ورکړه خوښي پکار ده او بې ځايه د نورو نعمتونو ته سترګې خړول نه دي پکار .( وَلاَ تَتَمَنَّوْاْ )

٢_ په اسلام کې اخلاقي او وټيزې چار سره بیلې نه دي . (لاَ تَأْكُلُواْ…. بِالْبَاطِلِ…. وَلاَ تَتَمَنَّوْاْ)

٣_استثماري غوراوى او امتيازونه ظلم دى او حساب يې له الهي ورکړې بېل دى . (فَضَّلَ اللّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ )

٤_ د ښځې او سړي تر منځ توپير په طبيعت او پنځونه کې د خداى د غوراوي ورکولو يوه بېلګه ده . (فَضَّلَ اللّهُ…. لِّلرِّجَالِ…. وَلِلنِّسَاء )

٥_ د نورو مال ته د سترګو خړولو پر ځاى ولې کوښښ نه کوئ .( نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ….)

٦_ انسان يوازې د خپلې ګټلې د يوې برخې خاوند دى او په ګټه کې يې بېوزله او حکومت هم وڼده لري . (اكْتَسَبُوا…. وَاسْأَلُواْ اللّهَ)

٧_ هم کار او هم توکل . (اكْتَسَبُوا…. وَاسْأَلُواْ اللّهَ)

٨_ د نورو مال ته په تمه کېدو پر ځاى د خداى نعمت او پیرزوینې ‏ته تمه پکار ده . ( وَلاَ تَتَمَنَّوْاْ…. وَاسْأَلُواْ اللّهَ )

٩_ د خداى ورکړه او اخستنه د حکمت او علم پر بنسټ ده . ( بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا)

 

۳۳- ((وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِيَ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَالَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَانُكُمْ فَآتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا= او موږ هر چاته وارثان ټا كلي دي،چې د مور وپلار او خپلوانو له ميراثه ميراث يوسي او (همداراز) له چا سره مو چې تړون كړى دى،برخه يې وركړئ؛ [ځکه] خداى پرهر څه شاهد او څارونكى دى . ))

 ټکي :

* ((مَوَالِيَ )) د (( مولى )) جمع ده، چې بېلابېلې ماناوې لري؛خو دلته ترې مراد وارثان دي .

* د ((عَقَدَتْ أَيْمَانُكُمْ)) ټکى هغو تړونونو ته اشاره ده،چې تر اسلام مخکې د دوو کسانو ترمنځ تړل شوي ول او اسلام هم پکې له لږ بدلون راوړو سره ومنل او نومونه يې د (( ضمان جريره )) په فقهي کتاب کې راغلي دي . په تړونونو کې راغلي ول، چې دوه کسان سره ژمنه کوي، چې په ژوند کې د يو بل ملاتړ شي او د تاوان په ورکولو کې يو د بل مرسته وکړي او له يو بله ارث يوسي ( د نن د بيمو په څېر ) که يو هم ژمني تاوان وکړ؛نو هم ژمنى يې ورسره په تاوان کې شريک وي . اسلام دا تړون و مانه ؛خو د ارث خبره يې يوازې هغوى ته ځانګړې کړه، چې څوک وارث نه لري .

* امام رضا د (وَالَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَانُكُمْ) جملې په اړه وويل : مراد ترې هغه تړون دى،چې خلک يې له الهي مشرانو سره تړي . ( وسائل ١٢ /٢٤١)

پیغامونه :

١_ د ارث د ميزان ټاکونکى خداى دى . (وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِيَ)

٢_نږدې خپلوان په ارث کې وړ دي . (الأَقْرَبُونَ)

٣_ انسان حق لري د تړون او تر ځانګړو شرايطو لاندې د خپل مال مالکيت بل ته ورکړي . (عَقَدَتْ أَيْمَانُكُمْ)

٤_د انسان د ژوندون تړونونه يې تر مړينې وروسته محترم دي . (وَالَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَانُكُمْ فَآتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ)

٥_ پر ژمنه او وعده وفا واجبه ده . (فَآتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ)

٦_ پوروړي بايد خپل پورونه پخپله پور ورکونکيو ته ورکړي . (فَآتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ)

٧_ د خداى پر شتون ايمان د تقوا رمز او هغوى ته خبردارى دى،چې پر خپلو ژمنو اوتړونونو وفا نه کوي . (إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا )

 

۳۴- ((الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللّهُ وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا= نارينه د ښځو پالندويان (او د پايښتنې لامل يې) دي؛ځكه خداى ( د ټولنيز نظام له پلوه) ځينو ته پر ځينو نورو لوړتيا وركړې ده او(هم) په خپلو مالونو كې (ښځو ته) نفقه وركوي؛نو نېكې ښځې حكم منونكى دي او (د خپل مېړه ) په غياب كې د هغه د رازونو او حقوقو ساتونكي دي؛ځكه خداى پر دوى د مړونو حقوق ايښي دي او د كومو ښځو له سرغړونې او مخالفته،چې ډارېږئ؛ نو نصيحت ورته وكړئ ( اوكه اغېزمن نشو) د خوب ځايونه ترې بېل كړئ او (كه هغوى د خپلو دندو د سرته رسولو لپاره بې له سختۍ پر بله لار نه اړ ايستل كېږي؛ نو په ورو او د تاديب په نيت يې) ووهئ او كه غاړه يې كېښووه؛ نو د تېري لپاره ورته پلمې مه جوړوئ ( پوه شئ) چې خداى د لوړ مقام (څښتن) او ستر دى ( او پرټولو ځواكونو لاسبرى دى ). ))

ټکي :

* (( قوام )) هغه ته ويل کېږي،چې د بل تدبير او اصلاح يې پر غاړه وي .

* (( نشوز )) له (( نشز )) څخه اخستل شوى،چې د لوړې ځمکې په مانا دى او سرغړونې او بلند پروازۍ ته هم وايي . ( په پښتو کې وايي چې پلانى يې ډېر جيګ رېبي . )

* د سرپرستۍ او مديريت شرط د ژوند د اداره کولو وس دى؛نو پردې بنسټ سړي نه يوازې د کورنۍ په چارو کې؛بلکې په ټولنيزو،ورمندون او د جګړې په چارو کې هم پر ښځو وړتيا لري . (بِمَا فَضَّلَ اللّهُ….. وَبِمَا أَنفَقُواْ )؛نو ځکه يې نه دي ويلي : (( قوامون عى ازواجهم ))؛ځکه د زوجيت مسله يوازې د کوروالي په مسلو پورې ځانګړې ده او خداى دا وړتيا يوازې په کور پورې نه ده ځانګړې کړې .

* که څه ځينې ښځې په سمبالنه، ورمندون او در آمد کې تر سړيو غوره دي؛خو قانون د عمومو لپاره وي؛ نه د نادرو او استثناـ لپاره .

* د ((حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللّهُ)) د جملې لپاره ډول ډول ماناوې دي :

الف : ښځې دې د هغه څه ساتنه وکړي، چې خداى يې د ساتنې غوښتنه کوي .

ب : ښځې دې د سړيو حقوقو ته پام وکړي؛لکه څنګه چې خداى په هغو مسووليتونو،چې سړي ته يې ورسپارلي، د ښځې د حقوقو ساتنه کړې ده .

ج: ښځې ساتونکي دي؛خو دا ساتنه د خداى د ساتنې توفيق دى .

* چې کله خبره په نرمه حل نشوه؛نو يا بايد له دندې لاس واخلو او که موعظې اغېز نه درلود؛نو بيا چې چېرته ډب نه وي؛نو هلته ادب نه وي . ځينې ارواپوهان وايي، چې ځينې خلک (( مازوخيزم )) لري، چې وهل ورته د مرهم مثال لري . د وهلو په اړه هم د اسلام سپارښتنه ده، چې داسې وهل به نه کوې،چې ځاى يې پاتې شي او کله ځينې سړي هم بايد د قاضي په واسطه پر ډب ادب شي .

* پاک نبي وايي :وهل مو بايد داسې نه وي، چې د ډب ځاى مو پر بدن پاتې شي او سړي ته پکار نه دي، چې په ډب خپل سړيتوب څرګند کړي . ((ضربا غير مبرج )) ( تفسير طبري : ۵/٦٨ – درالمنثور ۲/٥٢٢)

* امام صادق وايي : د ښځې نشوز هغه دى، چې په فراش (کوروالي ) کې له سړي لاروي و نه کړي او له (( اضربوهن )) څخه مراد د مسواک پر لرګي او يا پر ورته لرګي وهل دي، هغه هم په مينه وهل . ( من لا يحضر الفقيه : ۳/٥٢١)

پیغامونه :

١_ په دوه کسيزه ډله کې هم يو بايد پالندوى او مسوول وي . سړى د کور مدير دى . (الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء )

٢_د ژوند او کور د چارو په سمبالولو کې بايد تعقل او تدبر پر احساساتو برلاسى وي . (الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء)

٣_د اسلام حقوقي غونډال د تکوين او پیداېښت له نظام سره سمون خوري . سړي ته د جسمي او روحي جوړښت په پار د مديريت حق ورکړ شوى دى . (الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء)

٤_طبيعي غوراوى الهي فضل وي . (بِمَا فَضَّلَ اللّهُ)

٥_د ژوند خرڅ د سړي پر غاړه دى . (َبِمَا أَنفَقُواْ)

٦_ قانونګذار بايد د قانون په تدوين کې د سړي او ښځې په پیداېښت کې طبيعي توپيرونه په پام کې ونيسي . (الرِّجَالُ قَوَّامُونَ….. بِمَا فَضَّلَ اللّهُ)

٧_د ښځې د وړتیا ‏نښه له مېړه لاروي ده . (قَانِتَاتٌ )

٨_ ښه او ستايلې ښځه هغه ده،چې د مېړه په نه شتون کې ځان وساتي . (حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ)

٩_ ښځې ته تر هغه له مېړه لاروي پکار ده، چې مېړه يې ژوند تامينوي .(وَبِمَا أَنفَقُواْ..فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ)

١٠_ د پېښې تر راپېښېدو مخکې مخنيوى پکار دى . مخکې له دې چې ښځه ناشزه شي؛نو چاره يې بايد وشي . (تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ)

١١_ سړى حق نه لري خپله فرمانبرداره ښځه وکړوي . (فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا)

١٢_د ښځې لارې ته راوړل په درې پړاونو کې دي : موعظه، ورسره نه سملاستل او وهل . که ښځه له بلې لارې هم لارې ته راغله؛نو سړى د وهلو حق نه لري . د (فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ) جمله ښيي چې موخه لاروي ده که څه له بلې لارې وي .

١٣_ د ښځې تواضع کمزوري نه؛بلکې ښکلا ده . (فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ)

١٤_ ښځه او ستايل شوې ښځه هغه ده،چې د مېړه په نشتون کې د مېړه مال، شتمني، پت، ناموس او راز وساتي . (فَالصَّالِحَاتُ …. حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ)

١٥_ بدي يو دم له منځه نه وړل کېږي، هر کار په کلار کلار پکار دى . موعظه،قهر،وهل .( فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ……)

١٦_ وايي : کومه غوټه، چې په لاس خلاصېږي؛نو په خوله يې خلاصول نه دي پکار او همداسې که خبره په نصيحت هوارېږي؛نو ډب ته اړتيا نشته . (فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ…. وَاضْرِبُوهُنَّ)

١٧_ ډب يوازې د ادب لپاره دى؛ نه د غچ او غوسې سړولو لپاره . (فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ)

١٨_د سړي غوراوى دې سړي نه غره کوي؛ځکه خداى تر ټولو غوره دى . (إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا)

١٩_ د خداى غوره والي ته پام د تقوا او په ښځې د ظلم نه کولو کونجي ده . (إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا)

 

۳۵ – ((وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا= او كه د مېړه او مېرمنې د مخالفت په باب اندېښمن ياست؛ نو يو منځګړى د مېړه له کورنۍ او يو منځګړى د مېرمنې له كورنۍ وټاكئ ( چې دا شخړه هواره كړي ) كه دواړه ( مېړه او مېرمن) د روغې جوړې هوډ لري؛ نو خداى به يې جوړ كړي؛ ځكه خداى پوه او باخبر دى ( او د ټولو پر نيتونو پوه دى) ))

 

ټکي :

دا آيت د ښځې او مېړه د شخړو د هواري او له طلاقه د مخنيوي لپاره له لاندې امتيازاتو سره کورنۍ محکمه جوړوي :

١_ قاضيان دې له دواړو کورنيو وي ،چې ډېر زړه سوى،تعهد او خېرغواړي وي .

٢_دا محکمه بودجې ته اړتيا نه لري .

٣_ په دې محکمه کې کار ژر تر ژره پرته له اداري چارو تر سره کېږي .

٤_په کورنۍ محکمه کې د کور راز بهر نه وځي .

٥_داچې قاضيان د دواړو له اړخو دي؛نو ډاډ هم ډېر دى .

* د ټولو مشکلاتو د حل لپاره د قاضي ټاکل جايز دي .

* امام صادق د (( فابعثوا حکماً …. په اړه وپوښتل شو،چې په ځواب کې ويې وويل : حکمين نشي کړاى د طلاق حکم وکړي؛خو داچې د ښځې او مېړه اجازه ورسره وي . ( کافي ۶/١٤٦)

پیغامونه :

١_د پېښې درمل له راپېښېدو مخکې پکار دى . د ښځې او مېړه له بېلېدو ويره کافي ده او کورنۍ محکمه جوړه کړئ . (وَإِنْ خِفْتُمْ)

٢_ د ښځې او مېړه د بېلېدو له وېرې مخکې له مخکې يې په ژوند کې لاسوهنه مه کوئ . (وَإِنْ خِفْتُمْ)

٣_ د ښځې او مېړه له بېلېدو او طلاقه وېره پکار ده . (خِفْتُمْ شِقَاقَ)

٤_ ښځه او سړى يو روح په دوو بدنونو کې دي . د (( شقاق)) ټکى هله کارول کېږي،چې حقيقت پر دوو برخو وويشل شي .

٥_د ښځې او مېړه پر اصلاح بې ځنډه لاس پورې کړئ . د ((فَابْعَثُواْ )) په ټکي کې (( ف )) د بېړې لپاره دى.

٦_ټولنه د کورنيو د اړپېچ پر وړاندې مسوله ده . (مِّنْ أَهْلِهِ ……. مِّنْ أَهْلِهَا)

٧_خپلوان د کورني اړپېچونو په هواري کې ډېر مسووليت او ونډه لري . (مِّنْ أَهْلِهِ ……. مِّنْ أَهْلِهَا)

٨_ښځه او سړى د قاضي په ټاکلو کې يو شان حق لري . (حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا)

٩_په ټولنه کې د ځينو پر مشرۍ او ورمندون ډاډ پکار دى . (فَابْعَثُواْ حَكَمًا…)

١٠_د خلکو شخړې د خلکو په مرسته هوارې کړئ . (فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ)

١١_ اسلام جرګو ته ارزښت ورکوي . (حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ و…. أَهْلِهَا )

١٢_ هر خبره نورو ته ايستل نه وي پکار، ځينې مسلي په خپل منځ کې هوارې کړئ . (فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ )

١٣_چې د حق او حقوقو خبره وي؛نو دواړه اړخونه بايد وي . (فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ)

١٤_ښځه او مېړه بايد د ټاکل شويو قاضيانو حکمونه او فېصلې و مني .

١٥_د قاضيانو په ټاکنه کې رازدارۍ، پوهې او اصلاح غوښتنې ته پام پکار دى . (إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا)

١٦_ که نيت د اصلاح او سولې وي؛نو د خداى رحمت او توفيق به هم وي . (إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا )

١٧_ زړونه د خداى په لاس کې دي . (يُوَفِّقِ اللّهُ)

١٨_پر خپل عقل او تدبير مه غره کېږئ،چې د خداى توفيق دى . (يُوَفِّقِ اللّهُ)

١٩_د کورني اړپېچونو د هواري لپاره د خداى کړلار د علم او حکمت پر بنسټ ده . (عَلِيمًا خَبِيرًا )

٢٠_دنيت پاکوالى پکار دى؛ځکه خداى له ټولو زړونو او نيتونو خبر دى . (إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا)

 

۳۶- ((وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا= او الله ونمانځـئ او هېڅوك ورسره شريك مه نيسئ او له مور و پلار سره احسان وكړئ، همدا راز له خپلوانو، يتيمانو او مسكينانو او له نژدې ګاونډيانو او لرې ګاونډيو او ملګري او پردېس او له خپلو وينځو او مريانو سره نېكي وكړئ؛ ځكه خداى كبرجن او وياړن ( چې د نورو د حقوقو له وركړې سرغړوي) نه خوښوي . ))

 ټکي :

* دا آيت د خداى له حقه (وَاعْبُدُواْ اللّهَ) د مريانو تر حقه (مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ) پورې خبره کوي، چې د اسلام د پراخ بنسټۍ نښه ده .

* په (وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ) کې ټول خپلوان او ناخپلوان،هم ګروهي،نا ګروهي او ګاونډيان شامل دي او د روايتونو په رڼا کې تر څلوېښت کورونو هخوا په ګاونډيانو کې شامل وي؛يعنې په وړو سيمو کې ټول خلک سره ګاونډيان دي . ( وسائل ١٢ /١٣١)

* په (وَالصَّاحِبِ بِالجَنبِ) کې ټول دائمي، لنډمهاله، د سفر اڼديوال او هغه چې د ګټې په تمه ستا خوا ته راځي شاملېږي .

* کېداى شي (وَابْنِ السَّبِيلِ) پخپله سيمه او هېواد کې موړ وي او موږ يې له کورنۍ او خپلوانو خبر نه وسو؛نو موږ بايد دومره پوه شو،چې د لارې مسافر دى او بايد ملاتړ يې وشي .

* ((مُخْتَالًا )) هغه دى،چې په خيال کې ورته ځان ډېر ستر ښکاري او تکبر کوي او که اس ته ((خيل)) ويل کېږي، ددې لپاره دي،چې په کبر پر لار ځي .

* له موروپلار سره احسان، سلا مشوره ، مينه ، محبت، خدمت، مالي ، علمي او عاطفي مرستې دي.

* له مور و پلار سره د احسان شرط يې ښه توب نه دى او هغه مهال ترې لاروي نه ده پکار د خداى د رضا پر خلاف چار ته دې رابلي .

* امام صادق وايي : پېغمبر اکرم (ص) او حضرت علي ددې امت پلاران دي؛ځکه په قرآن کې راغلي دي : (وَاعْبُدُواْ اللّهَ….. وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا) ( تفسير عياشي ۱/٢٤١)

پیغامونه :

١_يوازې د خداى عبادت پکار نه دى؛بلکې له هر ډول شرک او ريا هم ځان ساتل پکار دي . (وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ …..)

٢_له مورو پلار سره نېکي د خداى له بندګۍ او توحيد سره نوموتى دى . (وَاعْبُدُواْ اللّهَوَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا)

٣_ د خداى واقعي بنده هغه دى،چې د خپلوانو، بېوزليو او ګاونډويانو په فکر کې هم وي . (وَاعْبُدُواْ اللّهَ….. َذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى)

٤_لرې ګاونډيان هم پر انسان حق لري . (وَالْجَارِ الْجُنُبِ)

٥_په احسان او نېکۍ کې لومړیت ته پام پکار دى، د مور و پلار نوم تر خپلوانو او د خپلوانو نوم تر يتيمانو مخکې راغلى دى .

٦_موروپلار،خپلوانو، بېوزليو او يتيمانو ته نه پاملرنه د کبر نښه ده . (إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا)

٧_ احسان بايد له تواضع سره وي . د آيت په پیل کې د احسان او د آيت په پاى کې له کبره د ځان ژغورنې سپارښتنه شوې ده . (لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا)

 

۳۷- ((الَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ وَيَكْتُمُونَ مَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا = هغه كسان، چې کنجوسي كوي او خلك هم کنجوسۍ ته رابولي او هغه څه پټوي، چې خداى له خپلې لورنې ورته وركړي دي،( داعمل يې له كفره را ولاړشوى) او كفارو ته مو سپكوونكى عذاب چمتوكړى دى . ))

 ټکى :

* کنجوسي يوازې په مال او شتمنۍ کې نه ده؛بلکې په علم،پت، امکاناتو او واک کې هم وي .

پیغامونه :

١_د انسان روحي ناروغۍ خپرېدونکي وي. کنجوس خوشحالېږي، چې نور هم کنجوس وي .

٢_کنجوس د خداى له محبته بې برخې دى

٣_ کنجوسي د کبر نښه ده .

٤_د خداى د نعمتونو يادول يو ډول شکر او پټول يې يو ډول کفر او ناشکري ده . (وَيَكْتُمُونَ مَا آتَاهُمُ اللّهُ)

٥_ کنجوس له بـښنې د ځان ژغورولو په موخه وايي چې نه يې لرم .

٦_نعمتونه د خداى ورکړه او فضل دى او يوازې زموږ د کوښښ او تدبير پايله نه ده . (آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ)

٧_که پوه شو،چې نعمتونه د خداى دي؛نو کنجوسي به نه کوو . (آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ)

٨_ کله کنجوسي انسان د کفر پرلور وړي .

په بل آيت کې راغلي : (وَوَيْلٌ لِّلْمُشْرِكِينَ الَّذِينَ لَا يُؤْتُونَ الزَّكَاةَ = او پر مشركانو افسوس! همغوى چې زكات نه وركوي) ( فصلت /۶ ،۷ )

٩_ دکبر سزا په دنيا او اخرت کې سپکېدل دي . (مُخْتَالًا _ مُّهِينًا)

 

۳۸ – ((وَالَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ رِئَاء النَّاسِ وَلاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلاَ بِالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَن يَكُنِ الشَّيْطَانُ لَهُ قَرِينًا فَسَاء قِرِينًا= او هغوى چې خپل مالونه خلكو ته د ښودانې لپاره لګوي او پر خداى او د آخرت پر ورځ ايمان نه لري (؛ځكه شيطان يې ملګرى دى ) او د چا چې شيطان ملګرى وي؛نو څه بد ملګرى دى.))

ټکي :

* شیطان کله له لرې انسان وسوسه کوي او کله ورته رانږدې شي. مؤمنان د شیطان له وسوسو تښتي؛لکه څنګه چې د زخرف د سورت په ٣٦ ايت کې راغلي :

((وَمَن يَعْشُ عَن ذِكْرِ الرَّحْمَنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَانًا فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ = او څوك چې د رحمان (خداى) له ياده مخ واړوي؛ نو موږ پرې يو شيطان ګمارو چې(تل) يې ملګرى وي.))

پیغامونه :

١_ کنجوسي او د انفاق پرېښوول رټل شوي او همداسې د ريا لپاره بښنه . په تېر آيت کې کنجوسي ورټل شو او په دې آيت کې په انفاق کې ريا رټل شوې ده . (يَکنجوسيونَ، يُنفِقُونَ…. رِئَاء النَّاسِ)

٢_پر خداى او قيامت د واقعي ايمان نه درلودل د ريا لاملونه دي . (رِئَاء النَّاسِ وَلاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلاَ بِالْيَوْمِ الآخِرِ )

٣_ د انفاق موخه يوازې د وږيو مړول نه دي؛ځکه دا موخه د ريا له لارې هم لاس ته راځي؛بلکې موخه يې دانفاق کوونکي مانيزه-معنوي وده هم ده . (يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ رِئَاء النَّاسِ)

٤_ د خداى رياکاران نه دي خوښ . (لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا…. وَالَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ رِئَاء النَّاسِ)

٥_ هغه زړه به د شیطان تم ځاى وي، چې خداى پکې نه وي . (لاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ…. يَكُنِ الشَّيْطَانُ لَهُ قَرِينًا)

 

۳۹ – ((وَمَاذَا عَلَيْهِمْ لَوْ آمَنُواْ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَنفَقُواْ مِمَّا رَزَقَهُمُ اللّهُ وَكَانَ اللّهُ بِهِم عَلِيمًا= او څه كېدل كه هغوى پر خداى او د آخرت پر ورځ ايمان راوړى واى او څه چې خداى وركړي (د خداى په لار كې) يې لګولي واى؟! اوخداى ( د هغوى په نيت او كړنو) ښه خبر دى . ))

پیغامونه :

١_ د کږلاريو پر حال د خواشينۍ اظهار د تبليغ او خبرداري يوه لار ده . (وَمَاذَا عَلَيْهِمْ…)

٢_پر خداى د ايمان لپاره بېوزليو ته انفاق پکار دى . (آمَنُواْ…. أَنفَقُواْ )

٣_انفاق يوازې په مال او شتمنۍ کې نه دى؛بلکې په ټولو هغه څيزونو کې دى،چې خداى درکړي . (مِمَّا رَزَقَهُمُ اللّهُ)

٤_ کنجوس او رياکاران دې پوه شي، چې خداى يې له هر څه خبر دى . (وَكَانَ اللّهُ بِهِم عَلِيمًا)

 

۴۰ – ((إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ وَإِن تَكُ حَسَنَةً يُضَاعِفْهَا وَيُؤْتِ مِن لَّدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًا= خداى (ان ) د يوې ذرې هومره ظلم نه كوي او كه كار نېك وي؛ نو دوه ګرايه يې كوي او بيا له خپل لوري ورته ستر ثواب (هم) ورپر برخه كوي . ))

ټکي :

* معمولا د ظلم جرړه يا جهل وي يا وېره يا اړتيا يا حرص يا …..؛خو خداى غني، پوه او پاک دى؛نو ظلم هم نه کوي او سر بېره پردې خداى په خپله پر عدل او احسان سپارښتنه کوي؛نو څنګه به ظلم کوي او هېرول نه دي پکار، چې خداى د نېکيو ثواب څو (لس) ګرايه ورکوي، چې دا د خداى پیرزو او احسان دى .

پیغامونه :

١_ خداى عادل دى او سزاګانې يې زموږ د خپلو کړنو پايله ده . (إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ….)

٢_ الهي سزاګانې زموږ د جرمونو له مخې دي؛ خو ثوابونه يې څو ګرايه دي . (يُضَاعِفْهَا)

٣_ سربېره پردې چې خداى حسنات ډېروي،له خپل اړخه هم ستر اجر ورکوي . (مِن لَّدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًا)

 

۴۱- ((فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاء شَهِيدًا= نو پر هغه ورځ به يې څه حال وي،چې موږ له هرامته (دهغوى پركړنو ) يو شاهد راولو او تا پر دوى شاهد كړو؟! ))

ټکي :

* ددې آيت مضمون،چې رسول الله (ص) يې د امت پر کړنو شاهد نيولى، په يو بل ځاى کې هم راغلى دى . ( بقره :١٤٣، نحل :٨٩؛ حج : وروستى آيت ) چې کله به دا آيت ابن مسعود (رض) رسول الله ته تلاوتاوه؛نو اوښکې به يې له سترګو رابهېدې . ( تفاسير کبير فخر رازي او مراغي )

* که څه خداى لووي-شاهد ته اړتيا نه لري؛خو انسان داسې دى،چې هر څومره د ډېرو شاهدانو احساس ورکړي ؛نو په روزنه کې يې ګټور وي .

* د قرآن د آيتونو په رڼا کې د قيامت د ورځې شاهدان ډېر دي :

١_ خداى : (إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا) ( حج /١٧)

٢_پېغمبران : (وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاء شَهِيدًا) (نساء /٤١)

٣_دولس ګوني امامان : ((جِئْنَا مِن كُلِّ أمَّةٍ بِشَهِيدٍ) ( بقره /١٤٣)

٤_پرښتې : (وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ) (ق /٢١)

٥_ځمکه : ( يومئذ تحدث اخبارها ) (زلزال /٤)

٦_ وخت : روايت دى،چې هره نوې ورځ انسان ته خطاب کوي : (( ان يوم جديد و انا عليک لشهيد اشهد به يوم القيامة )) . ( تفسير نورالثقلين ۵/١١٢)

٧_ د بدن غړي : (يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم) ( نور /٢٤)

٨_ او قيامت د شاهدانو ورځ ده . (وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ) (غافر /٥١)

* الهي سنت دى،چې د امت پېغمبر يې پر امت شاهد وي او د رسول الله (ص) تر مړينې وروسته هم بايد يو څوک داسې ځانګړنه ولري او پر خلکو شاهد وي . امام صادق وايي : په هره پېړۍ کې له موږ اهلبيتو پر خلکو “شاهد امام” شته او د خداى استازى پر موږ شاهد دى . ( نورالثقلين ۱/٣٩٩ )

* حضرت علي ددې آيت تر تلاوت وروسته وويل : (( هو _ محمد_شهيد على الشهداء و الشهداء هم الرسل ) (تفاسير برهان او عياشي )

پیغامونه :

١_ پېغمبران په دنيا کې خلکو ته بېلګې او په آخرت کې شاهدان دي . (مِن كُلِّ أمَّةٍ بِشَهِيدٍ)

٢_د شاهدۍ شرط علم دى؛نوپېغمبران زموږ له کړنو خبر دي . (بِشَهِيدٍ)

٣_ د اسلام پېغبمر د انبياوو ښاغلى دى ؛ځکه انبياء پر خپل امت شاهدان او د اسلام پېغمبر د انبياوو د کړنو شاهد دى . (وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاء شَهِيدًا)

 

۴۲ – ((يَوْمَئِذٍ يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَعَصَوُاْ الرَّسُولَ لَوْ تُسَوَّى بِهِمُ الأَرْضُ و لاَ يَكْتُمُونَ اللّهَ حَدِيثًا= پر هغه ورځ به هغوى چې كافران شوي او له پېغمبره سرغړونکي ول،هيله وكړي،چې كاشكې له خاورو سره خاورې شوي واى (او بېخي له منځه تللي او هېر شوي واى) او (له هغو ټولو ګواهانو سره) له خداى به هېڅ خبره نشي پټولاى . ))

ټکي :

* ګناهګار کفار د شاهدانو تر شاهدۍ مخکې له خپلو ګناهونو منکرېږي،وايي :

((وَاللّهِ رَبِّنَا مَا كُنَّا مُشْرِكِينَ =(انعام /٢٣ ) پر هغه خداى قسم، چې زموږ پالونكى دى، موږ خو مشركان نه وو))؛خو چې کله شاهدانو شاهدي ورکړه؛نو د پټولو خبره به پاتې نشي .

* قرآن د کافرانو له حسرته ډکې هيلې داسې بيانوي : څومره به ښه ول که خاوره وم . څومره به ښه وو، چې له پلاني سره ملګرى نه وم . څومره به ښه وو،که په دنيا کې د اندنې- تفکر او تعقل خاوند وم . څومره به ښه وو، چې له هماغې مړينې سره فاني شوى وم او ……..

پیغامونه :

١_ د پېغمبراکرم (ص) له حکومتي فرمانونو سرغړونه هم په کفر کې شاملېږي . (كَفَرُواْ وَعَصَوُاْ الرَّسُولَ)

٢_د قيامت ورځ د حسرت او هيلو ورځ ده . (يَوَدُّ …. لَوْ تُسَوَّى)

٣_د قيامت پر ور ځ به يوه خبره هم پټه پاتې نشي . (لاَ يَكْتُمُونَ اللّهَ حَدِيثًا)

 

۴۳ – ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاَةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى حَتَّىَ تَعْلَمُواْ مَا تَقُولُونَ وَلاَ جُنُبًا إِلاَّ عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّىَ تَغْتَسِلُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مِّنكُم مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا= مؤمنانو ! د مستۍ په حال كې لمانځه ته مه نژدې كېږئ، چې پوه شئ څه وايئ او(همداراز) د جنابت په حال كې هم ( لمونځ مه كوئ ) څو لمبلي مو نه وي؛ خو دا چې مسافر ياست اوكه رنځوران وئ يا په سفركې وئ يا څوك له ((اودسماتي)) راستون شي يا له ښځو سره كوروالى وكړئ او اوبه و نه مومئ (چې غسل يا اودس پرې وكړئ )؛نو له پاكې خاورې كار واخلئ ( داسې چې ) په هغې خپل مخونه او لاسونه مسح كړئ، په رښتيا خداى له نرمۍ كار اخستونكى (او) بښونكى دى . ))

ټکي :

* په اسلام کې د شرابو تحريم په تدريج و. ړومبى شراب ناوړه څښاک وښوول شوو ؛ (وَمِن ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا) ( نحل /٦٧) بيا دا آيت راغى او د مستۍ په حال کې لمونځ يې منع کړ او بيا یې د شرابو تاوان تر ګټې ډېر وښود؛ (يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَآ أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا) (بقره /٢١٩) او بيا يې د پليد اوشیطاني عنصر په نامه منع کړ؛( إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ) ( مائده / ٩٠ )

* په روايتونو کې سپارښتنه شوې، چې په مستۍ کې لمونځ مه کوئ . ( کافي ٣ /٣٧١) او نور آيتونه هم د کسالت په حال کې لمونځ کول د منافقانو نښانه ګڼي .( نساء / ١٤٢،توبه /٥٤)

* (( غايط )) ډوب ځاى ته وايي . پخوا به يې اودس ماتي کندې کنلې او له غايط څخه مراد اودس ماتي ته تګ دى .

* امام صادق وايي : ((صَعِيدًا)) هغه اوچت او لوړ ځاى دى، چې اوبه ترې راجاري وي . (بحار٧٦ /٣٤٧ )

* امام صادق وايي : له ((لاَمَسْتُمُ)) څخه مراد جماع او کوروالى دى؛خو خداى ستار دى او ستر يې خوښ دى . (وسائل٢٠ /١٣٣)

پیغامونه :

١_ د لمونځ مقام دومره لوړ دى،چې بايد شرابخور ورنږدې نشي . (لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاَةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى)

٢_په لمونځ کې يوازې ټکي او حرکتونه ادا کول بسيا نه دي؛بلکې پام او شعورهم پکار دى . (حَتَّىَ تَعْلَمُواْ…..)

٣_ د ناپوهۍ له مخې عبادت ارزښت نه لري، که څه د انسان غاړه خلاصوي . (حَتَّىَ تَعْلَمُواْ مَا تَقُولُونَ)

٤_جومات ته په جنابت کې ننووتل نه دي پکار . (وَلاَ جُنُبًا….)

٥_په غسل کې د ټولوغړيو وينځل پکار دي؛ځکه د کوم ځانګړي غړي نوم يې نه دى اخستى . (تَغْتَسِلُواْ)

٦_ په وينا کې له ادبه کار واخلئ . (مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء) ( له کندې د راستنېدو او اودسماتي او د ښځو لمسولو له تعبيره مراد کوروالى دى ) . ( تهذيب الکلام ۱/٢٢ )

٧_که اوبه نه وې؛نو تيمم وکړئ . (فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ)

٨_ د لمونځ ړومبى شرط په اودس او يا تيمم پاکي او طهارت دى . (فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ)

٩_ تيمم بايد په پاکه خاوره وي . (صَعِيدًا طَيِّبًا)

١٠_ په احکامو کې تخفيف د خداى د مغفرت او رحمت ښکاروندوى ده . (فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ…. عَفُوًّا غَفُورًا)

 

۴۴- ((أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُواْ نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يَشْتَرُونَ الضَّلاَلَةَ وَيُرِيدُونَ أَن تَضِلُّواْ السَّبِيلَ= ايا هغه كسان دې نه دي ليدلي،چې ورته (د خداى ) د كتاب څه برخه وركړه شوې وه؟( د دې پرځاى چې د ځان او د نورو د لارښوونې لپاره يې وكاروي،ځان ته هم ) بې لاري پېري او غواړي تاسې هم بېلارې شئ ؟.))

پیغامونه :

١_ د ښیون- هدايت لپاره يوازې د اسماني کتابونو پوهه بسيا نه ده . (أُوتُواْ نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ…. يَشْتَرُونَ الضَّلاَلَةَ )

٢_ کتابيان د الهي ښوونو نيمګړې پوهه لري او همدا نيمګړتيا يې د کږلارۍ لامل شوى دى . (نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يَشْتَرُونَ الضَّلاَلَةَ )

٣_ کږلاري عالمان له خپلې پوهې ناوړه ګټنه کوي او په خپلې پوهې نور هم کږلاري کوي . (َيُرِيدُونَ أَن تَضِلُّواْ السَّبِيلَ)

 

۴۵- ((وَاللّهُ أَعْلَمُ بِأَعْدَائِكُمْ وَكَفَى بِاللّهِ وَلِيًّا وَكَفَى بِاللّهِ نَصِيرًا= خداى [تر تاسې] ستاسې دښمنان ښه پېژني (خو هغوى درته زيان نه رسوي) او بس دى، چې خداى ستاسې پالندوى وي او بس، دى چې خداى ستاسې مرستندوى وي . ))

پیغامونه :

١- کېداى شي موږ د خپل دښمن په پېژندو کې تېر وځوو؛خو خداى زموږ واقعي دښمنان ښه پېژني . وَاللّهُ أَعْلَمُ بِأَعْدَائِكُمْ)

٢_ خداى د مؤمنانود نصرت او بري ژمنه ‏ کړې؛نو د دښمنانو له دسيسو مه وېرېږئ . (وَكَفَى بِاللّهِ نَصِيرًا)

٣_ ولايت بايد له ځواک ‏او بري سره يو ځاى وي . (وَلِيًّا وَكَفَى بِاللّهِ نَصِيرًا)

۴۶ – ((مِّنَ الَّذِينَ هَادُواْ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَاسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ وَرَاعِنَا لَيًّا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِي الدِّينِ وَلَوْ أَنَّهُمْ قَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاسْمَعْ وَانظُرْنَا لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَقْوَمَ وَلَكِن لَّعَنَهُمُ اللّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلًا= ځينې يهود كلمې له خپلو ځايونو اړوي او [ ددې پرځاى چې ووايي :(( وا مو ورېدل او و مو منل((] . وايي :((وا مو ورېدل او و مو نه منل)) او ( همداراز وايي:) واوره (چې كاشكې) كوڼ شې! او ( په ملنډو وايي ) راعنا [= موږ تحميق كړه .]” چې په دې خبرو خپلې ژبې تاووي ( او حقايق اړوي) او د خداى په دين كې ((خو))ګانې پېدا كوي؛خو كه هغوى (ددې ځېلونو پر ځاى ) ويلاى چې : ” وا مو ورېدل او و مو منل او زموږ خبرې واوره او موږ ته مهلت راكړه ( چې پر حقايقو پوه شو ) “؛نو هغوى ته غوره وه او له واقعيت سره يې اړخ لګاوه؛ خو خداى هغوى د خپل كفر له امله له خپل رحمته لرې كړل، له همدې امله ډېر لږ شمېر يې ايمان راوړي . ))

 ټکي :

* د ((راعنا)) ټکى به مسلمانانو د رسول الله لپاره کاروه او مراد يې ترې دا و،چې په موږ دې پام وسه؛خو يهودو ددې ټکي مانا واړوله او په غلط او ناوړه يې مانا کړى دى؛ځکه که (( راعنا )) له (( رعى )) واخستل شي؛نو (( په موږ دې پام وسه )) په مانا دى او که له (( رعونت )) څخه د نون له تشديد سره راعنا )) وويل شي؛نو مانا يې ده (( موږ احمق کړه )) .

پیغامونه :

١_د ځینو د ګناه‏ پړه ‏پر نورو اچول نه دي پکار . (مِّنَ الَّذِينَ….)

٢_د ټکيو د مانا اړونه د ګناهونو زمينه او د ښوونځي د کمزورۍ لاملېږي . (لَيًّا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِي الدِّينِ)

٣_کافران تل د اسلام مقدساتو ته سپکاوى کوي . (وَاسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ)

٤_د انبياوو د بلنې منل د نېکمرغۍ لامل دى . (خَيْرًا لَّهُمْ وَأَقْوَمَ)

٥_د انسان برخلیک د انسان په خپل لاس کې دی او د ټاکنې او کړنو پايله يې ده . (لَّعَنَهُمُ اللّهُ بِكُفْرِهِمْ)

 

۴۷- ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ آمِنُواْ بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُم مِّن قَبْلِ أَن نَّطْمِسَ وُجُوهًا فَنَرُدَّهَا عَلَى أَدْبَارِهَا أَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّا أَصْحَابَ السَّبْتِ وَكَانَ أَمْرُ اللّهِ مَفْعُولًا= هغو چې (د خداى) كتاب وركړشوى! څه چې موږ (پرخپل پېغمبر) نازل كړي، له هغو نښو سره سم دي،چې له تاسې سره دي (؛نو) ايمان پرې راوړئ، مخكې تردې،چې ځينې مخونه مو له منځه يوسو او بيا يې څټ ته وګرځوو يا يې له خپل رحمته لرې كړو؛ لكه چې ((اصحاب سبت ))[= د بني اسراييلو يوه ګناهګاره ډله] مو له خپل رحمته لرې كړي وواو [پوه شئ] چې د خداى حكم كېدونكى دى .))

ټکي :

* د څېرو له محو کېدو او ګرځېدو مراد د نېکمرغۍ له بهيره د زړه، روغ فطرت، عقل او هوش کږېدل دي، چې د الهي آيتونو پر وړاندې د انسان د ځېل او سخت دريځۍ پايله ده،چې د پرمختګ پر ځاى پر شاتګ کوي او انساني څېرې يې محوېږي .

* اصحاب سبت هغه يهودان ول، چې خداى د شنبي پر ورځ د کبانو له ښکاره منع کړي ول؛خو دوى به په پټه د شنبې پر ورځ کبان په يوه ځاى کې راګېرول او بيا يې د يکشنبې پر ورځ ښکار کول،چې د خداى پر عذاب ککړ شول او څېرې يې د بوزيه په بڼه واوښتې . ( اعراف /١٦٣ )

پیغامونه :

١_ اسلام د نورو دينونو لارويان خداى ته رابلي . (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ آمِنُواْ)

٢_په ټولنه کې پوه او عالم وګړي مسوول دي؛نو ځکه ورته خطاب هم شوى دى . (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ آمِنُواْ )

٣_په تبليغ کې بايد د نورو د ګروهو درناوى وشي او پر ګډو ټکو ټينګار وشي . (مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُم)

٤_د ټولو انبياوو ټوليزې کړلارې همغږي ‏دي . (مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُم)

٥_ هغوى چې ځیل کوي؛نو بايد و يې ګواښوو او پر ډب ادب شي . (مِّن قَبْلِ أَن نَّطْمِسَ)

٦_د ګواښ د اغېز لپاره بايد عيني او عملي بېلګې ته اشاره وشي . ( كَمَا لَعَنَّا أَصْحَابَ السَّبْتِ)

٧_پر ځېل کوونکيو الهي عذاب الهي سنت دى . (كَمَا لَعَنَّا أَصْحَابَ السَّبْتِ)

٨_د خداى حکم پرېکنده وي . (كَانَ أَمْرُ اللّهِ مَفْعُولًا)

 

۴۸- ((إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاءُ وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا = خداى (هېڅكله) شرك نه بښي او بې له دې،چې څومره ګناوې دي؛نو چا ته يې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وربښي يې او څوك چې له خداى سره شريك ونيسي؛نو په حقيقت کې ستره ګناه يې كړې ده.))

ټکي :

* د شرک موضوع تر دوو سوو څخه زيات په قرآن کې راغلې او په هر ډول شرک نيوکه شوې ده . ددې آيت مضمون کټ مټ د همدې سورت په ١١٦ آيت کې تکرار شوى دى او تکرار د هدايت لامل دى .

* له هغه ځايه،چې شرک له خدى سره اړيکې شلول او له نورو سره يې تړل دي؛نو بې له توبې نه بښل کېږي؛خو که مشرک له شرکه لاس واخلي او واقعي توبه وکړي؛نو خداى به يې وبښي؛ځکه د زمر د سورت په ٥٤ آيت کې وايي :

((وَأَنِيبُوا إِلَى رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا لَهُ مِن قَبْلِ أَن يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ= او مخكې تردې چې عذاب درته راشي(؛نو) د خپل پالونكي لوري ته ستانه شئ او غاړه ورته كېږدئ (كه نه نو) بيا به در سره مرسته ونشئ. ))

* څوک خبر نه دي،چې حکيم خداى به څوک بښي؛نو د غرور او د ګناه کولو ګنجايش نشته.

* د بښنې لاملونه دا دي :١_ توبه .٢_نېکۍ .٣_د کبيره ګناهونو نه کول .٤_شفاعت . ٥_ الهي بښنه. (چې ټول په دې آيت کې راغلي دي )

* امام صادق د ((يَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ)) په اړه وويل : مراد ترې کبيره او نور ګناهونه دي . ( که خداى وغواړي؛نو پرته له توبې يې هم بښي . ) ( کافي ۲/٢٨٤)

پیغامونه :

١_ شرک تر ټولو کږلې ګناه ده او خداى مشرکان نه بښي . (لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ)

٢_د ګناهونو بښل د خداى په حکيمانه ارادې پورې تړلى چار دى . (لِمَن يَشَاءُ)

٣_شرک بې بنسټه او د دروغو ادعا ده . (فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا)

 

۴۹ – ((أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يُزَكُّونَ أَنفُسَهُمْ بَلِ اللّهُ يُزَكِّي مَن يَشَاءُ وَلاَ يُظْلَمُونَ فَتِيلًا = ايا ته د هغوى پر حال نه يې پوه شوې، چې ځان نېک او پاک بولي ( او ځانونه ستايي)؟! ځانونه ستايي ( دا ځان ستاينې بې ارزښته دي )؛ بلكې دا خداى دى چې چاته يې خوښه شي (له عيبونو) يې پاكوي او د يوه نري تار هومره ظلم به پرې ونشي . ))

ټکي :

* قرآن هغوى رټلي،چې له ځانه خوښ ‏وي،ځان د نورو په پرتله جيګ ګڼي،ځان ستايي او ځان پرته له نيمګړتیا ګڼي ؛ لکه څنګه چې قرآن وايي :

((فَلَا تُزَكُّوا أَنفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَى(نجم/۳۲) = (او ځانونه مه ستايئ) او خداى ښه پوهېږي، چې رښتينى پاک څوک دى. ))

* حضرت علي د (( همام )) په خطبه کې د متقينو يوه نښه دا ګڼلې،چې کله يې ستاينه کېږي؛نو وېرېږي .

پیغامونه :

١_ ځان ستاينه جايزه نه ده، چې د غرو نښه ده. (يُزَكُّونَ أَنفُسَهُمْ)

٢_هغه تزکيه ارزښت لري،چې بنسټ يې الهي احکام وي ؛نه بشري لارښوونې . (بَلِ اللّهُ يُزَكِّي مَن يَشَاءُ)

٣_ الهي عذابونه د انسان د خپلو کړنو پايله ده او خداى ظالم نه دى . (لاَ يُظْلَمُونَ فَتِيلًا)

 

۵۰ – ((انظُرْ كَيفَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الكَذِبَ وَكَفَى بِهِ إِثْمًا مُّبِينًا = وګوره چې څنګه پر خداى دروغ تړي! او (سزا ته يې ) همدا بربنډه ګناه بس ده .))

 ټکي :

* دا چې يهود ځان غوره ګڼي،ځان ته ترټولو غوره توکم او د خداى ګران اولاد وايي ، پر خداى تر ټولو ستره افترا ده؛ځکه د خدى اولاد نشته او ټول ورته يو شان دي؛خو د هغوى چې تقوا ډېره وي .

* په افترا کې پر دروغو سربېره تور،ظلم او د حيثيت له منځه وړل هم دي او پر خداى افترا روژه ماتوي.

* امام باقر وويل :دروغ تر شراب څښلو ناوړه دي؛ خو افترا تر دروغو هم ناوړه ده .

پیغامونه :

١_ پېغمبر اکرم دنده لري، چې د کتابيانو پر کړنو څارنه وکړي او کړنې يې وپېژني . (انظُرْ كَيفَ يَفْتَرُونَ…)

٢_د نفس بېځايه تزکيه او ځان خداى ته نږدې ګڼل پر خداى افترا او انسان له ودې ژغوري . ((إِثْمًا)) په لغت کې هغه څه ته ويل کېږي،چې انسان له سمون او ثوابه وژغوري . (كَفَى بِهِ إِثْمًا مُّبِينًا)

 

۵۱- ((أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُواْ نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ هَؤُلاء أَهْدَى مِنَ الَّذِينَ آمَنُواْ سَبِيلًا = ايا هغوى دې نه دي ليدلي،چې (د خداى ) د كتاب څه برخه وركړه شوې وه (؛خو بيا هم ) پر ((جبت)) او ((طاغوت )) [=بوت او بوت لمانځونكيو ] ايمان لري او د كافرانو په باب وايي: ((چې تر مؤمنانو خو د همدوى لار زياته سمه ده))؟! ))

 ټکي :

* د احد تر جګړې وروسته يهودان د مدينې او مکې کفارو ته ورغلل،چې د مسلمانانو پر خلاف له مشرکانو سره هم ژمني شي او د مشرکانو د تسل او ډاډ لپاره يې دهغوى بوتانو ته سجده وکړه او و يې ويل، چې ستاسې بوتان د مسلمانانو تر اسلامه غوره دي .

* ((جبت)) چې د بوت او ساحر په مانا ‏دى، يو ځل په قرآن کې راغلى دى . ((طاغوت)) چې د (( طغيان )) له جرړې دى،اته ځل په قرآن کې راغلى دى او کېداى شي له جبت او طاغوت څخه مراد هغه دوه بوتان وي،چې يهودو ورته په مکه کې سجده وکړه او کېداى شي له جبت څخه مراد بوت او له طاغوت څخه مراد بوتنمانځي او د بوتلمانځنې لارويان وي .

پیغامونه :

١_ د دين نيمګړې پوهه د کږلارۍ لامل ده . (نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ)

٢_ دښمنان له اسلام سره د مبارزې لپاره ان له خپلو ګروهو ‏لاس اخلي . ( يهودو بوت ته سجده د مسلمانانو پر خلاف له مشرکانو سره د جوړ جاړي لپاره وکړه . ) (يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ)

٣_ ځېلي روح د ورمندون بهير بدلوي . (يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ وَيَقُولُونَ…. هَؤُلاء أَهْدَى…)

 

۵۲- ((أُوْلَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللّهُ وَمَن يَلْعَنِ اللّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ نَصِيرًا = دوى خداى له خپل رحمته لرې كړي دي او څوك چې خداى له خپل رحمته لرې كړي؛ نو هېڅ مرستندوى به ورته و نه مومې . ))

 پیغامونه :

١_ د حق پر خلاف هر اتحاد ملعون دى .د اسلام پر خلاف د يهودو او مشرکانو يو ځاى کېدل يې د لعنت لامل شو . (لَعَنَهُمُ اللّهُ)

٢_د حق پر خلاف د دښمنانو تړونونه به کله هم پايلې ته ونه رسي او د خداى د ارادې پر وړاندې به هيڅ اغېز نه لري . (فَلَن تَجِدَ لَهُ نَصِيرًا)

٣_ هغه به تل ماتې خوري،چې د خداى بدې راځي . (مَن يَلْعَنِ اللّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ نَصِيرًا)

 

۵۳- ((أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌ مِّنَ الْمُلْكِ فَإِذًا لاَّ يُؤْتُونَ النَّاسَ نَقِيرًا = ايا هغوى [=يهود] په واكمنۍ كې برخوال دي ( چې وغواړي دغسې قضاوت وكړي )؟! كه داسې واى؛ نو (ټول څيزونه يې په خپله ولکه كې نيول او) خلكو ته به يو خسڼى هم ور نه كړي.))

ټکي :

* (( نقير)) يا د کجورې په زڼي کې درز او يا هغه څه ته وايي،چې مرغۍ يې پخپلو ټونګو کې اوچتوي او موخه يې ناڅيزه څيز دى .

* امام باقر د ((نَصِيبٌ مِّنَ الْمُلْكِ)) په اړه وويل : مراد ترې امامت او خلافت دى او له ((النَّاسَ )) څخه مراد موږ اهلبيت يو . ( کافي۱/٢٠٥ )؛يعنې که ځينې واک ته ورسېدل؛نو د کجورې د زڼي هومره ځواک او واک به هم د پېغمبر اهلبيتو ته ور نه کړي .

* د مجمع البيان په تفسير کې راغلي، چې يهود دومره انحصار طلب او (( ميم زرما ټوله زما دي )) چې که واک ته ورسېدل؛نو کک (ذره) به هم نورو ته ور نه کړي، چې دا مانا د يهودو د تنګ نظرۍ له روحيې سره اړخ لګوي .

پیغامونه :

١_ د خپل دين په اړه د نورو پر ناسمو ورمندونونو چورت مه خرابوئ . (أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌ)

٢_ نامحدوه حکومت يوازې د خداى دى . (نَصِيبٌ مِّنَ الْمُلْكِ)

٣_ دښمنانان مو وپېژنئ،چې که د واک چارې يې په لاس کې شوې؛نو په ټوليزه توګه به مو له منځه يوسي او هيڅ څه به هم در نه کړي . (لاَّ يُؤْتُونَ النَّاسَ…….)

٤_ هغه چې د واک چارې په لاس کې اخلي؛نو بايد د خلکو د څوکالۍ‏ په فکر کې وي . (نَصِيبٌ مِّنَ الْمُلْكِ….. لاَّ يُؤْتُونَ)

 

۵۴- ((أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ فَقَدْ آتَيْنَآ آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُم مُّلْكًا عَظِيمًا = او يا دوى پر خلكو [=پېغمبر او كورنۍ يې] ځكه كينه كوي،چې خداى پرې خپل فضل لورولى دى؟ ؛ نو په يقين موږ خو آل ابراهيم (چې يهود له همدې ټبره دي) ته (هم) كتاب او حكمت وركړى و او هغوى[=د بني اسراييلو پېغمبرانو] ته مو ستره واكمني وركړې وه . ))

 ټکي :

* تېر آيت د يهودو کنجوسي او دا آيت يې کينې ته اشاره کوي او کينه تر کنجوسۍ ناوړه ده؛ځکه په کنجوسۍ کې خپل مال نه بښي؛خو کينه کښ د نورو په بښنه هم خپه وي .

پر يهودو چې خداى ډېر رحمېدلاى؛نو ولې حسادت کوي، چې خداى پر نورو هم ولوريږي ؟ ولې بايد آل ابراهيم له هر څه برخمن وي؛خو آل محمد له هر څه بې برخې ؟ په روايتونو کې راغلي،چې اهلبیت وايي : هغوى چې ورسره حساد شوى، موږ يو . ( کافي۱/١٨٦)

* امام صادق وايي : له (( کتاب )) څخه مراد نبوت او له ((حکمت )) څخه مراد پوهه او قضاوت دى او له (( ملک عظيم )) څخه مراد د خلکو لاروي ده . ( کافي ۱/٣٠٦ )

امام باقر د (( ملک عظيم )) په تفسير کې وويل : مراد يې دا دى چې خداى د هغوى په منځ کې پر حقه امامان ټاکلي دي . ( کافي ۱/٣٠٦)

او په يو بل روايت کې حضرت علي (ک) وايي : له آل ابراهيم څخه مراد موږ د پېغمبر اکرم اهلبيت يو . ( بحار ٢٨/٢٧٥)

پیغامونه :

١_ کينه کښ د خداى له ارادې سره هم ډغرې وهي . (يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللّهُ)

٢_ د ټولو نعمتونو سرچنيه د خداى فضل دى . (مِن فَضْلِهِ) د نورو د نعمت د ورکېدو د هیلې پر ځاى له خدايه ورته فضل وغواړئ .

٣_ د کينې له مخه وو،چې يهودو له مشرکانو سره جوړجاړى وکړ او يهودو مشرکانو ته وويل،چې ستاسې بوتان د مسلمانانو تر اسلامه غوره دي .

په تېر آيت کې مو ولوستل، چې يهودو مشرکانو ته وويل : ((هَؤُلاء أَهْدَى…..) او په دې آيت کې راغلي : (أَمْ يَحْسُدُونَ)

٤_ ټولې پېرزوینې ‏د خداى دي . ( ((آتَيْنَآ)) درې ځل راغلى دى . )

٥_الهي حکومت بايد د هغو په لاس کې وي، چې تر واکمنۍ مخکې د ستر مانيز اوعلمي مقام خاوند وي . کتاب او حکمت تر “ملک عظيم” څخه مخکې راغلى دى . (آتَيْنَآ….. الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُم مُّلْكًا عَظِيمًا )

۵۵- ((فَمِنْهُم مَّنْ آمَنَ بِهِ وَمِنْهُم مَّن صَدَّ عَنْهُ وَكَفَى بِجَهَنَّمَ سَعِيرًا = خو له هغوى ځينو پرې ايمان راووړ او ځينو ترې مخ واړو، چې ځوښنده دوزخ (ورته) بس دى!))

۵۶- ((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُواْ الْعَذَابَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا = هغوى چې زموږ پر آيتونو كافران شول؛ ډېر ژر به يې اور ته ننباسو(او سوځوو يې )چې (هلته يې) د بدن پوټكي وريت (او وسوځول) شي؛ نو پر ځاى به يې نور پوټكي وركړو، چې (الهى) عذاب وڅكي، په رښتيا چې خداى ناماتى حكيم دى ( او د حساب له مخې سزا وركو ي ). ))

 ټکي :

* داچې هغوى هره شېبه ځېل کوي؛نو چې کله عذاب ورکول کېږي؛نو چې کله يې يو پوټکى وسوځي؛نو پربل پوټکي به عذاب ورکړ شي .

د صافي په تفسير کې راغلي،چې د امام صادق په وخت کې د “ابن ابى العوجاء” په نامه د دين يو مخالف پوښتنه وکړه : د نوي پوټکي ګناه څه ده ؟ امام ورته وويل : نوى پوټکى له هماغه ړومبي سوځېدلي پوټکي جوړېږي؛لکه يوه خښته چې ماته او خټه شي او بيا ترې نوې خښته جوړه شي .

پیغامونه :

١_د کافرانو عذاب تلپاتې دى . (بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا)

٢_نوى پوټکى د سخت عذاب لپاره ورکول کېږي (؛ ځکه په اور کې پوټکي د درد احساس کوي او چې اور هډوکي ته ورسېد؛نو درد يې کمېږي . (بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا)

٣_ معاد جسماني دى . (بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا)

٤_ د استمرا له امله،عذاب کله هم کافرانو ته نه عادي کېږي . (لِيَذُوقُواْ الْعَذَابَ)

٥_ په اور کې د کافرانو تلپاتې عذاب د خداى د حکمت له مخې ‏ دى او هيڅ څوک د خداي مخه نشي نيولاى . (عَزِيزًا حَكِيمًا)

 

۵۷ – ((وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا لَّهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَنُدْخِلُهُمْ ظِلاًّ ظَلِيلًا = او هغوى چې ايمان راوړى او غوره چارې يې كړې دي؛ نو ژر به يې د جنت باغونوته ننباسو،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او تل به پكې وي او هغوى ته به سپېڅلې مېرمنې وي او په ګڼو او پخو سيورو كې به يې هستوګن کړو. ))

 ټکي :

* په روزنه کې بايد وېره او هيله يو د بل تر څنګ وي . په تېر آيت کې وېره وه او په دې آيت کې هيله .

* ((ظليل)) ممتد او اوږد سيوري ته وايي .

* امام صادق (رح) وايي : له ((أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ)) څخه مراد هغه ښځې دي،چې له حيضه پاکې وي . ( من لا يحضر الفقيه ۱/٥٠)

پیغامونه :

١_ ايمان او صالح عمل جنت ته د ننووتو دوه بنسټيز شرطونه دي . (آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ)

٢_ د خداى پېرزوینه ‏يې تر قهره ډېره او چټکه ده . ( په تېر آيت کې د دوزخيانو لپاره د (( سوف)) ټکى رواړل شوى، چې د لرې راتلونکې په مانا ‏ دى؛خو په دې آيت کې د (( س)) په (( سيدخلهم )) کې د نږدې راتلونکې په مانا دى . )

٣_ د جنتي ښځو پاکي هم جسمي ده او هم روحي . ((مُّطَهَّرَةٌ)) هغه ته ويل کېږي،چې جسم او روح دواړه یې پاک وي .)

 

۵۸- ((إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ إِنَّ اللّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا = په رښتيا خداى درته امر كوي،چې امانتونه خپلو خاوندانو ته وسپارئ او چې كله د خلكو ترمنځ منځګړتوب كوئ؛ نو په عدالت يې وكړئ،په حقيقت کې خداى په ښه چار درته نصيحت كوي،په رښتيا خداى اورېدونکى (او) ليدونکى دى . ))

 ټکي :

* امانت ساتي او له تبعيض پرته عادلانه چلن د ايمان مهمې نښې دى؛لکه په خيانت کې چې امانت د نفاق نښه ده . روايت دى : د خلکو اوږدو رکوع او سجدو ته مه ګورئ؛بلکې رښتينولۍ او امانت ساتۍ ته يې ګورئ . (کافي ۲/١٠٥)

* په ډېرو روايتونو کې له مشرۍ مراد د ټولنې مشري ښوول شوې،چې د پېغمبر اهلبيت يې وړ دي،چې څرګند مصداق يې په دې آيت عمل دى .

هو ګرانو ! د ټولنې د نېکمرغۍ راز د وړ ‏وګړيو واکمني او پر عدالت چلن دى او د ټولنې د ټولو کړکېچونو لامل او سرچينه د نااهلو چارواکي او ظالمانه قضاوتونه دي .

حضرت علي وايي : (( هغه له خداى او استازي سره يې خيانت کړى،چې پوه وي،ترې پوه او وړ شته او بيا هم په خپله د واک چارې په لاس کې اخلي . )) ( الغدير : اتم ټوک )

* خيانت د علم،حق او حرفې پټولو، د خلکو پر مال خېټه اچولو، د غير الهي مشرانو لاروۍ او اولاد ته نااهله واده او ښوونکي ټاکلو ته وايي . ))

* امام باقر وايي : الهي اوامر او نواهي الهي امانتونه دي . (تفسير نور الثقلين )

* امام صادق ددې آيت په تفسير کې وويل : خداى امر کړى، چې هر امام دې هغه څه چې په واک کې لري، تر ځان وروسته امام ته وسپاري . ( کافي ۱/٢٧٧)

* امانت درې ډوله دى :

الف : د انسان او خداى تر منځ : ( هغه دندې او واجبات چې انسان ته ټاکل شوي دي ) (تفسير مجمع البيان )

ب_ د انسان او نورو تر منځ : ( له انسان سره د نورو اموال او اسرار )

ج _ له انسان سره خپل امانت : ( لکه علم،عمر او واک،چې له موږ سره امانت دى )

پیغامونه :

١_د تېر آيت په رڼا کې کارپوهانو ته د کار وسپارل او عادلانه ورمندون د صالح عمل څرګند مصاديق او د ايمان نښې دي .

٢_هر امانت خاوند لري او هر څوک د ځانګړي مقام او کار وړتيا لري . (أَهْلِهَا )

٣_ د امانت د ادا کولو او عادلانه چلن لپاره ايمان شرط نه دى . له ټولو خلکوسره په عدالت چلن پکار دى او په امانت کې يې خيانت نه دى پکار . (أَهْلِهَا، النَّاسِ)

٤_ قاضي او واکمن بايد عادل وي . (تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ)

٥_ اهل او وړ وګړيو ته د دندو سپارلو او د عادلانه قضاوت ته د حکومت جوړول پکار دى . (تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ ….. تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ)

٦_ ښه او غوره موعظه هغه ده،چې پر اخلاقي مسلو سربېره پکې ټولنیز ‏او قضايي مسايل هم وي . ( نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ)

٧_ که په امانت کې پر خيانت او يا سم قضاوت خلک پوه نشي‏؛نو خداى خو ليدونکى او اورېدونکى دى . (إِنَّ اللّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا)

 

۵۹ – ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا = مؤمنانو! له خداى، استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ او كه ستاسې ترمنځ په كومه [ديني] چار كې شخړه پېښه شي (؛نو د منځګړتوب لپاره د) خداى [کتاب] او د رسول [سنتو] ته مخه كړئ كه (په رښتيا) پر خداى او د آخرت پر ورځ ايمان لرئ . دا (كار) غوره او ښه پايله لري . ))

 ټکي :

* په تېر آيت کې د واکمن دندو ته اشاره وشوه،چې عادل او امين وي او دا آيت د خداى او استازي پر وړاندې د خلکو دندو ته اشاره کوي . د درې مرجعو : ((خداى )) ، (( پېغمبر)) او (( اولى الامر )) په شتون کې څوک ستونزه نشي درلودلاى .

له دې درې مرجع لاروي له قرآني توحيد سره ټکر نه لري؛ ځکه د پېغمبر او اولى الامر لاروي، د خداى د لاروۍ يوه وړانګه ده او له هغوى لاروي د خداى په حکم لازمه شوې ده.

* تفسير نمونه د حضرت ابن عباس له خولې روايتوي،چې دا آيت هغه مهال راغى، چې کله د خداى استازى د تبوک جګړې ته تله او حضرت علي يې په مدينه کې خپل ځايناستى کړ،ورته يې وويل : ((داسې راته يې؛لکه موسى چې هارون ته و)) .

* په تېر آيت کې سپارښتنه وشوه،چې کار يې اهل ته وسپارئ . ګواکې دا آيت وايي،چې اهل ته د کار سپارل د خداى، رسول او اولى الامر تر سيورې لاندي دي .

* د (( اطيعوا )) تکرار د دستوراتو د تنوع رمز دى . پېغمبر اکرم به کله الهي احکام بيانول او کله به يې حکومتي فرمانونه ورکول او د (( رسالت )) او (( حکومت )) دواړو واک يې په لاس کې و . قرآن پېغمبر اکرم ته وايي :

(((وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ) ( نحل/۴۴)=هغه مو چې درلېږلي خلکو ته يې بيان کړه ))

او کله ورته وايي : ((لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللّهُ) (نسا/۱۰۵)=پر خلکو د الهي حکم پر بنسټ واکمني او قضاوت وکړه .))

* په قرآن کې د مفسدانو،مسرفانو، بې لاريو، ناپوهانو، جبارانو او ….. ته د (( لاتطع )) او (( لا تتبع )) حکم راغلى؛ نو پر دې بنسټ له هغوى بايد (( اطيعوا )) وشي، چې له لاروۍ يې نه يو ژغورل شوي او لاروي يې د خداى او د رسول له حکمونو سره په ټکر کې نه وي .

* په آيت کې د اولى الامر لاوري مطرح شوې؛خو په شخړه کې ورته مراجعه نه ده مطرح شوې او د شخړو د هواري مرجع يوازې خداى او استازى يې ښوول شوي دي او په خپله دا خبره ښيي،چې که د اولى الامر په ټاکنه کې هم شخړه شوه؛نو خداى او استازي ته يې مراجعه وکړئ، چې په نبوي سنتو کې اولى الامر د خداى د استازي اهلبیت ښوول شوي دي . ( کمال الدين؛ صدوق: ٢٢٢ مخ )

* حسين بن ابى العلاء وايي : ما د پېغمبر د اوصاياو په اړه خپله عقيده،چې لاروي يې واجب ده، امام صادق ته څرګنده کړه،چې راته يې وويل : هو همداسې ده ! دوى هماغه دي، چې خداى يې په اړه ويلې دي : (( اطيعوا الله ….)) او هماغه کسان دي،چې خداى يې په اړه وايي : (( انما وليکم الله …. و هم راکعون ) ( کافي ۱/١٨٧ )

* حضرت علي د نهج البلاغه په ١٢٥ خطبه او د مالک اشتر په عهدنامه کې وايي : خداى او استازي ته يې له مراجعې مراد محکمو آيتونو او د رسول الله هغه سنتو ته مراجعه ده، چې ټول پرې اتفاق لري .

* حضرت علي وايي : هغه حاکم طاغوت دى،چې د پېغمبر د اهلبيتو د حکم پر خلاف قضاوت وکړي .

( دعائم الاسلام ۲/٥٣٠)

پيغامونه :

١_ خلک بايد اسلامي نظام ومني او په عمل کې له الهي مشرانو لاروي وکړي . (أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ) يو له بله بېله نه ده . ((أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ)

٣_ په لاروۍ کې هم بايد سلسله مراتب رعايت شي . (اللّهَ _ الرَّسُولَ _ أُوْلِي الأَمْرِ)

٤_ اولى الامر هم بايد د پېغمبر په څېر معصوم وي،چې د پېغمبر په څېر لاروي يې وشي.(أَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ)

٥_ له هغه واکمنه لاروي پکار ده، چې مؤمن او تر خلکو يې ايمان غښتلى وي . (أَطِيعُواْ…. مِنكُمْ)

٦_ د خداى او رسول تر څنګ د اولى الامر نوم او لاروي يې ددې خبرې ښکارندوى ده،چې د اسلامي نظام واکمن سپېڅلى مقام لري .( أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ)

٧_د شخړو پر مهال خداى او استازي ته يې مراجعه د ايمان نښه ده او په عادي وخت کې څه مهم کار نه دى . ( فَإِن تَنَازَعْتُمْ)

٨_د اسلامي حکومت يوه دنده د وحدت رامنځ ته کول او د شخړو هوارول دي . (فَإِن تَنَازَعْتُمْ…)

٩_ بشپړ دين بايد د ټولو شخړو د هواري لپاره لار ولري . (فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ)

١٠_له غير الهي او طاغوتي نظامونو لاروي حرامه ده . (فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ)

١١_که ټولې اسلامي ډلې قرآن او سنت د خپلو شخړو د هواري مرجع کړي؛نو ټولې شخړې به هوارې شي او يووالى به واکمن شي . (فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ)

١٢_د خداى او رسول له احکامو سره مخالفت کوونکي دې پر خپل ايمان شکمن شي . (إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ….)

١٣_ د اسلام عملي کړلار د عقيدتي کړلار پر بنسټ ده . (أَطِيعُواْ…. إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ) په بل عبارت سره پر خداى او قيامت ايمان د اسلام د احکامو د پلي کېدو لامل دى، د خداى او رسول د استازي له حکمه د سرغړونې مخنيو‌ کوي.

 

۶۰- ((أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلًا بَعِيدًا = ايا هغوى ته دې نه دي کتلي،چې ګومان كوي دوى پرهغه څه چې پر تا نازل شوي او څه چې تر تا مخكې نازل شوي، ايمان لري؟ خو د پرېكړې لپاره سرغړاندو واكمنو ته ځي ؟! سره له دې،چې ورته حکم شوى و،چې د طاغوت له لاروئ ډډه وکړئ او شيطان غواړي ډېر زيات يې بې لارې کړي . ))

 ټکي :

* تېر آيت د شخړو پر مهال مرجع خداى او رسول يې معرفي کړ او دا آيت پر هغوى نيوکه کوي،چې د شخړو د هواري لپاره طاغوت ته ځي .

* د يو منافق مسلمان او يهودي ترمنځ شخړه شوه، چې د قضاوت غوښتنه يې وکړه. يهودي حضرت محمد (ص) د امانت ساتۍ او عدالت له کبله د قضاوت لپاره ومانه؛خو منافق مسلمان وويل : زما قاضي بايد کعب بن اشرف ( د يهودو مشر و ) وي؛ځکه پوهېده،چې د ډالۍ او بډو په ورکولو به يې قضاوت پخپله ګټه کړي،چې دا آيت ددې منافق مسلمان د رټنې لپاره راغى .

* د امام صادق د وينا له مخې طاغوت هغه دى،چې حکم يې پر حقه نه وي او د خداى د حکم خلاف حکم وکړي او لاروي يې هم وشي . ( تفسير نمونه )

پیغامونه :

١_ايمان بايد له طاغوته له کرکې سره وي . (يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ…. يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ)

٢_ اديان ګډه منځپانګه او موخه لري او له ټولو انبياوو لاروي پکار ده . (أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ)

٣_ له طاغوت سره جوړجاړی ‏حرام دى . (أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ)

٤_خلکو ته ړومبى د حق لار وښيئ او بيا باطل نفې کړئ . (فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ…. يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ )

٥_ ان طاغوت ته د تلو او ترې د لاروۍ فکر هم حرام دى . (يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ)

٦_د شیطان برى په دې کې دى،چې خلک له طاغوته لاروي وکړي . (يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتَِيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ)

٧_ منافق،طاغوت او شیطان په يوه ليکه کې د پېغمبراکرم خلاف دي . (الَّذِينَ يَزْعُمُونَ…. يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ…. َيُرِيدُ الشَّيْطَانُ)

٨_ټولو الهي اديانو له طاغوته لاروي او قضاوتونه يې حرام کړي دي . (أَلَمْ تَرَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ…. يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ)

٩_ د کورنيو شخړو د حل لپاره په بهرنيو پسې تګ د شیطان غوښتنه ده . (َيُرِيدُ الشَّيْطَانُ…)

١٠_ منافقان د شیطان په واک کې دي او طاغوت د شیطان لومې او اوزار دي . (َيُرِيدُ الشَّيْطَانُ..)

١١_ له طاغوته د لاروۍ او ورته د پناه وړو پايله د بې لاريو کندې ته ګوزارېدل دي . (ضَلاَلًا بَعِيدًا)

 

۶۱- ((وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْاْ إِلَى مَا أَنزَلَ اللّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنكَ صُدُودًا = او چې كله ورته وويل شي :(( د هغه څه لوري ته چې خداى نازل كړي او د پېغمبر لوري ته راشئ ))؛ نو منافقين ګورې،چې بېخي له تا مخ اړوي . ))

 پیغامونه :

١_ که څه منافقان د خداى او رسول حکم ته غاړه نه ږدي؛خو موږ ته يې بلنه پکار ده . (قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْاْ)

٢_د انبياوو د بلنې په منلو کې وده او غوراوى دى . ( ((تَعَالَوْاْ)) لوړ لوري ته بلنه ده )

٣_کتاب او سنت همغږي ‏دي او که داسې نه واى؛نو له دوو متضادو لاروي حکيمانه نه ده. (إِلَى مَا أَنزَلَ اللّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ )

٤_طاغوت ته مراجعه او له پرديو د شخړو هوارى غوښتل، د منافقانو روحيه ده،چې له الهي مشرتابه سره مخالفت او د حق له لارې کاږه شئ . ( د ((يَصُدُّونَ)) ټکى د خوى او استمرار نښه ده )

٥_ منافق پخپله خو بېلارې وي او نور هم له ځان سره بې لارې کوي . (يَصُدُّونَ )

٦_د الهي مشرانو مخالفت د منافقانو له څېرې پرده اوچتوي . (عَنكَ)

٧_ منافقان د خلکو د زړه له کومې له ايمان سره مخالفت نه لري او ټوله وېره يې له دې ده،چې خلک پر الهي مشر راټول شي . (يَصُدُّونَ عَنكَ صُدُودًا)

 

۶۲- ((فَكَيْفَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ثُمَّ جَآؤُوكَ يَحْلِفُونَ بِاللّهِ إِنْ أَرَدْنَا إِلاَّ إِحْسَانًا وَتَوْفِيقًا = نو ( د هغوى حال به) څرنګه وي،چې هغوى د خپلو كړنو له لاسه پر کړاو اخته شي او بيا تا ته راشي او پر خداى قسمونه يادوي،چې (نورو ته د قضاوت تلو لپاره ) زموږ مطلب يوازې ښېګڼه او ( د دواړو اړخونو ترمنځ ) د جوړجاړي كول وو . ))

ټکي:

* منافقان به چې د ورمندون لپاره په طاغوت پسې تلل؛نو دا پلمه يې راوړه،چې طاغوت ته له تګ مو ‏مراد سوله وه او که پېغمبر ته ورغلي واى؛نو هغه به د يوه لوري په ګټه قضاوت کاوه، چې هرومرو به يو له پېغمبره خپه کېده او شخړه راپېدا کېده؛نو له شخړې د مخينوي په پار پېغمبر ته ولاړ نشو .

پیغامونه :

١_ د انسان خپلې کړنې د خطر لامل دي . (مُّصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ)

٢_پر منافقو او څومخو مسلمانانو،چې سخته راشي؛نو هله الهي مشرانو ته راحي . (جَآؤُوكَ)

٣_د طاغوت لاروي خپګانونه او ستونزې رامخې ته کوي (أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ) چې له ناچارۍ بايد د انبياوو لارې ته راستانه شو . ( جَآؤُوكَ)

٤_منافقان خپلو چارو ته پلمې راوړي . (إِنْ أَرَدْنَا إِلاَّ إِحْسَانًا)

٥_منافق د خپل خلاصون لپاره پر خداى قسمونه خوري . (يَحْلِفُونَ بِاللّهِ)

 

۶۳- ((أُولَئِكَ الَّذِينَ يَعْلَمُ اللّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُل لَّهُمْ فِي أَنفُسِهِمْ قَوْلًا بَلِيغًا = دوى هغه کسان دي،چې خداى پوهېږي په زړونو كې يې څه دي، ( له سزا) يې تېر شه، په داسې خبرو ورته نصيحت وكړه،چې اغېز پرې وكړي او د خپلوكړنو پايلې يې تر غوږونو ورتېرې كړه . ))

 پیغامونه :

١_ د منافقانو هلې ځلې بېځايه دي؛ځکه خداى يې له زړونو او نيتونو خبر دى او هر څه به په خپل وخت کې برسېره کړي . (يَعْلَمُ اللّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمْ)

٢_د منافقانو بښنه غوښتنه رښتيا نه وي؛ګنې نو ترې د مخ اړونې حکم به نه راتله . (يَعْلَمُ اللّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ )

٣_ له منافق سره د مشر چلن بايد مخ اړونه او موعظه وي . (فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ)

٤- په موعظه کې منافقان په ډاګه د هغوى د چارو له عاقبته خبر کړئ . (فِي أَنفُسِهِمْ قَوْلًا بَلِيغًا)

 

۶۴ – ((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا= موږ هېڅ يو استازى نه دى لېږلى؛ خو د دې لپاره چې د خداى په اجازه یې لاروي وشي او كه دې مخالفينو ( داسې كړي واى )،چې ترګناه ( او د الهي قوانينو تر لتاړلو) وروسته تا ته راغلي واى او له خداى يې بښنه غوښتې واى او پېغمبر هم ورته بښنه غوښتې واى (؛نو) هرومرو خداى يې توبه قبلوونكى (او) مهربان مونده.))

 ټکي :

* د يوې روغې ټولنې څېره داده، چې خلک يې د ايمان خاوندان وي،مشر يې اسماني او مهربانه، خلک يې خبره منونکي، کږلاري يې پښېمانه او توبه کوونکي وي .

* د مؤمنانو په اړه د پېغمبر اکرم دعا منل کېږي (وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ) د نېکانو او پرښتو دعا هم د مؤمنانو په اړه قبلېږي . په يوه ځاى کې د خلکو د استغفار لپاره د پرښتو خبره نوموتې ده (وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَن فِي الْأَرْضِ) (شورى /٥) او په بل ځاى کې د مؤمنانو لپاره راغلي :

الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَّحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ (غافر/۷)= د عرش باروونکې پرښتې او هغه (پرښتې) چې په چاپېرکې يې دي، ټولې د خپل پالونكي له ستاينې سره د هغه پاكي څرګندوي او ايمان پرې لري او مؤمنانو ته بښنه غواړي (او وايي:) پالونكيه! ستا رحمت او علم پرهر څه خپور دى؛ نو هغه كسان وبښه، چې توبه يې ايستې او ستا پرلار روان دي او د دوزخ له اوره يې وساته! ))

 پیغامونه :       

١_ د انبياوو د راتګ موخه د خلکو ښیون دى . (إِلاَّ لِيُطَاعَ)

٢_يوازې د خداى لاروي پکار ده،ان له پېغمبرانو لاروي هم د خداى په حکم روا ده او که داسې نه وي؛نو شرک دى . (لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ)

٣_مشر ته د شا کولو توبه، ورته بېرته راستنېدل دي . (لِيُطَاعَ _ جَآؤُوكَ)

٤_انبياوو ته شا او طاغوت ته مخه پر خپل ځان او انسانيت ظلم دى . (ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ) ( ددې آيت او پخواني آيتونو په رڼا کې )

٥_ د خلکو اړيکه بايد له رسول الله (ص) سره کوټلې وي، مؤمن وي که فاسق . مؤمن د فيض ګټلو لپاره او فاسق د شفاعت د لاس ته راوړو په پار . (جَآؤُوكَ)

٦_ د توبې لار ان د منافقانو او خطار کارانو لپاره خلاصه ده. ( د تېرو آيتونو په رڼا کې،چې د منافقانو په اړه دي ) (فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ)

٧_ قرآن د الهي مشرانو پر زيارت او توسل ټینګار کړى دى. (جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ )

٨_پېغمبر اکرم ګناه بښونکى نه دى؛بلکې الهي واسطه ده . (اسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ)

٩_خطال کار ړومبى بايد پښېمانه شي او حق ته راستون شي او بيا له خداى سره د اړيکې د ټينګولو په موخه د رسالت له مقامه مرسته وغواړي . ( فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ)

١٠_ ګناهکار ته د خداى له رحمته نهېلي نه ده پکار او توبه او د الهي اولياوو زيارت يې د روحيې د بيارغاونې لامل دى . (جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ….)

١١_که څوک مو وبښل؛نو مينه هم ورسره وکړئ . (تَوَّابًا رَّحِيمًا)

١٢_ګناه د انسان او د خداى د رحمت تر منځ حجاب دى همدا، چې دا حجاب لرې شي؛نو رحمتونه به راجاري شي . (اسْتَغْفَرَ …. لَوَجَدُواْ اللّهَ)

۶۵-((فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا = خو داسې نه ده، پر پالونكي دې قسم، چې هغوى به تر هغه (حقيقي) ايمان را نه وړي، چې د خپلمنځي شخړو پرېکړو ته دې پريکړه کوونكې نه کړي او بيا دې د پرېکړو پر وړاندې ځانونه تنګ زړي او خپه ونه مومي او بېخي ورته غاړه كېږدي . ))

 ټکي :

* د حضرت زبير (رض) ( مهاجر ) او يو انصاري تر منځ د باغونو پر اوبو شخړه شوه . پېغمبر اکرم (ص) قضاوت وکړ،داچې د باغ پورتنۍ برخه د حضرت زبير ده؛نو ړومبى به د حضرت زبير د اوبو وار وي . انصاري د پېغمبراکرم له قضاوته خپه شو،و يې ويل : دا چې زبير دې د ترور (عمه) زوى دى ؛نو د هغه په ګټه دې قضاوت وکړ ! د پېغمبراکرم رنګ واوخوت،چې دا آيت راغى . هېښنده ده، چې پخپله يې رسول الله قاضي کړ او بيا يې قضاوت-ورمندون نه مني!

* که د لمونځونو، زکاتونو او حجونو خاوند وي ؛خو که د خداى د استازي کارونو ته د شک په سترګه ګوري؛نو مؤمن نه دى اوبيا يې دا آيت تلاوت کړ .

تفسير نورالثقلين؛کافي ۱/٣٩٠ مخ.

پیغامونه :

١_رښتينى ايمان درې نښې لري :

الف : د طاغوت پر ځاى پېغمبر اکرم قاضي کول . (يُحَكِّمُوكَ)

ب : د پېغمبراکرم ورمندون ته د شک په سترګه نه کتل . (لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا)

ج :په ورين تندي د پېغمبراکرم حکم ته غاړه ايښوول . (وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا)

٢_ اسلام پر ظاهري تسليم سربېره روحي او د زړه له کومې تسليم ته هم پام کوي . لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا)

٣_د پېغمبراکرم ورمندون ته غاړه ايښوول د هغه د عصمت ښکارندوى دى . (َيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا)

 

۶۶- ((وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُواْ مِن دِيَارِكُم مَّا فَعَلُوهُ إِلاَّ قَلِيلٌ مِّنْهُمْ وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُواْ مَا يُوعَظُونَ بِهِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًا = او كه هغو ته مو ( د ځينو پخوانيو امتونو په څېر) حكم كړى واى چې:(( يو بل ووژنئ .)) او يا((له خپلو كورونو او سيمې ووځئ))؛ نو ډېرو لږو به ورباندې عمل كړى واى او كه ورته شوي نصيحتونه يې عملي كړي واى، ورته ډېره غوره وه او ايمان يې پرې ټېنګېده . ))

ټکي :

* دا آيت هغه سختو احکامو ته اشاره کوي،چې د تېرو امتونو لپاره وو . د مثال په توګه : د ګډ د عبادت له امله خداى حکم وکړ، چې يو بل ووژنئ ؛ځکه د بوت لمانځنې سترې ګناه ته ستر جبران؛لکه يو د بل وژل او له خپله ښار او کلي بهر وتل پکار وو .

پیغامونه :

١_ مؤمنان بايد ځان وسنجوي،چې که سخت حکم ورته وشو؛نو هله به څه کوي ؟ (وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ)

٢_د ازمېينې پر مهال نران ډېر لږ وي . (مَّا فَعَلُوهُ إِلاَّ قَلِيلٌ)

٣_طاغوت د شا او پېغمبراکرم ته د مخ کولو حکم خداى د انسان د نېکمرغۍ لپاره کړى دى . (فَعَلُوهُ _ خَيْرًا)

٤_څه چې کر ې هغه به رېبې . (فَعَلُوهُ _ خَيْرًا)

٥_ الهي احکام الهي موعظې دي . (فَعَلُواْ مَا يُوعَظُونَ بِهِ)

٦_څومره چې د خداى پر لار مخکې ځو؛نو ګامونه به مو غښتلي شي . (فَعَلُواْ …. َأَشَدَّ تَثْبِيتًا)

٧_ د انسان کړه يې پر روح او نفس اغېز لري . پر الهي احکامو عمل د ايمان د پياوړتيا لامل دى . (فَعَلُواْ …. َأَشَدَّ تَثْبِيتًا)

٨_الهي احکام که څه په ظاهره سخت او تراخه دي؛خو د انسان د خير لپاره دي . (وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُواْلَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ )

 

۶۷- ((وَإِذًا لَّآتَيْنَاهُم مِّن لَّدُنَّا أَجْرًا عَظِيمًا= او چې دوى داسې كولاى؛ نو موږ به ورته هرومرو له خپل لوري ستر اجر وركړى واى .

۶۸ – ((وَلَهَدَيْنَاهُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا = او هرومرو به مو ورته سمه لار ښوولې واى.))

پیغامونه :

١_ پر موعظو عمل وکړئ او انسان دې پر خپل کوښښ ستر اجر، ښېګڼه او د ګام غښتلتيا او نېغه لار لاس ته راوړي. (فَعَلُواْخَيْرًا _ تَثْبِيتًا _ أَجْرًا _ مُّسْتَقِيمًا)

٢_د خېر پر لار ګام کېږدئ نور خېرونه به په خپله را مخې ته شي . (فَعَلُواْ _ َأَشَدَّ تَثْبِيتًا _ أَجْرًا عَظِيمًا _ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا)

۶۹- ((وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا= او څوك چې د خداى او پېغمبراطاعت وكړي ( د قيامت پر ورځ به ) د هغو خلكو ملګرى وي، چې خداى پرې نعمت لورولى دى (؛يعني) له پېغمبرانو او رښتينو او شهيدانو او نېكانو (سره به وي) او دوى ښه ملګري دي . ))

۷۰ – ((ذَلِكَ الْفَضْلُ مِنَ اللّهِ وَكَفَى بِاللّهِ عَلِيمًا= دا پېرزوينه د خداى له لوري ده او بس دى،چې خداى (د بندګانو له حال، نيتونو اوكړنو) خبر دى. ))

ټکي :

* د حمد په سورت کې د “صراط مستقيم” تر څنګ د (انعمت عليهم ) ډله راغلې ده او دا دويم ځل دى، چې د “صراط مستقيم” تر څنګ د (أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم) ډله نوموتې ده . ته وا له انبياوو، شهيدانو،رښتينو او صالحانو پرته ټول پر غلطه دي او يوازې دوى پر نېغه دي .

* په روايتونو کې د رښتينو غوره بېلګې دولس ګوني امامان او صديقه حضرت فاطمه الزهرا ښوول شوې ده . له ((شهدا)) څخه مراد يا د خداى په لار کې وژل شوي او يا د قيامت د ورځې شاهدان دي .

* په دنيا کې له انبياوو سره د ټولو واقعي لارويانو همنشيني ناشوني دي؛نو پر دې بنسټ په آيت کې له همنيشينۍ مراد آخرت دى .

پیغامونه :

١_ يوازې له خداى او رسول څخه په لاروۍ دي،چې انسان د انبياوو او شهيدانو پر لار روانېږي او ښه ملګري يې لاس ته راځي . (وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَئِكَ…..)

٢_ ښه ملګري انبياء،رښتين، شهداء او صالحان دي؛نو د دنيا ملګرى هم بايد دا ځانګړنې ولري . (وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا)

٣_ له رسول الله لاروي هم د خدایه د لاروۍ يوه وړانګه ده او له توحيد سره ټکر نه لري . ( وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ )

٤_ د پېغمبر د لاروۍ ثواب له ټولو انبياوو سره ناسته پاسته ده؛ ځکه ټول يوه رڼا ده او ټول يوه موخه لري؛نو له يوه يې لاروي له ټولو سره يو ځاى کېدل دي . (وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ….. مَعَالنَّبِيِّينَ )

٥_د نبوت مقام تر رښتينو، شهيدانو او صالحينو لوړ دى . (؛ځکه دانبياء نوم ترې مخکې راغلى دى .) (مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ… )

 

۷۱- ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ خُذُواْ حِذْرَكُمْ فَانفِرُواْ ثُبَاتٍ أَوِ انفِرُواْ جَمِيعًا= مؤمنانو! ( د دښمن پر وړاندې ) چمتو وسئ او ( د زماني او مكاني شرايطو له مخې ) ډلې ډلې يا ټول له مخې راووځئ.))

 ټکي :

* په تېر آيت کې د خداى د لاروۍ او د پېغمبر او معصومو امامانو د واکمنۍ خبره وه . په دې آيت کې د اسلامي امت لپاره د پوځي چمتوتيا، هوښيارۍ او د حق د مشرۍ خبره نوموتې ده .

* (( حذر )) د ويختيا، چمتوتيا او د دفاع وسيلې ته وايي . (( ثبات )) د (( ثبه )) جمع ده او هغه خپرو او شيندليو ډلو ته وايي،چې دښمن ګنګسوي .

* مسلمانان بايد د خپل هېواد پولې وساتي . په دې آيت عمل د مسلمانانو د عزت او ترې غفلت د مسلمانانو د ذلت سقوط او ماتې لامل دى .

پیغامونه :

١_ مسلمانان بايد په هر حال کې چمتو وي او د دښمن له طرحو،شمېر، د وسلو له ډول، روحيې، کورنيو او بهرنيو اړيکو ځان خبر کړي او د سمو استخباراتي معلوماتو په رڼا کې سمه کړلار جوړه کړي . (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ خُذُواْ حِذْرَكُمْ)

٢_پوځي چمتوتيا د ايمان تر سيوري لاندې ارزښت لري . (الَّذِينَ آمَنُواْ خُذُواْ حِذْرَكُمْ)

٣_مسلمانان بايد يو موټى وي . (انفِرُواْ جَمِيعًا)

٤_مسلمانان بايد د دښمن د ماتولو لپاره له ډول ډول تاکتيکونو کار واخلي . (ثُبَاتٍ أَوِ انفِرُواْ جَمِيعًا)

 

۷۲- ((وَإِنَّ مِنكُمْ لَمَن لَّيُبَطِّئَنَّ فَإِنْ أَصَابَتْكُم مُّصِيبَةٌ قَالَ قَدْ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيَّ إِذْ لَمْ أَكُن مَّعَهُمْ شَهِيدًا= او په تاسې كې ځينې(منافقين) شته چې (هم پخپله زړه نا زړه دي او هم) نور ټکنيتوب ته راكاږي ؛ كه تاسې ته كوم مصيبت ورسي؛ نو وايي: (( په رښتيا خداى راباندې ولوريد، چې له دوى (مجاهدينو) سره (په جهاد كې) حاضر نه وم.))

 ټکي :

* په تېر آيت کې د بهرني دښمن خبره وه . په دې آيت کې د کورني دښمن، د پرديو ژويو او منافق خبره ده .

*(( يبطئن )) له (( بطو )) اخستل شوى،چې د (( ناغېړۍ)) په مانا دى . د لغت پوهانو د وينا له مخې (( بطوء )) هم په خپله ناغېړى وي او هم ونور ناغېړۍ ته هڅوي .

پیغامونه :

١_ د جګړې ډګر د منافقانو او کمزوري ايمانوالو د پېژندو لپاره غوره ځاى او وسيله ده . (وَإِنَّ مِنكُمْ….)

٢_خداى د منافقانو له خبرو پرده اوچتوي . (وَإِنَّ مِنكُمْ…)

٣_ منافقان کله ځانونه داسې د مؤمنانو په بڼه کړي، چې د مؤمنانو په څېر ښکاري . (مِنكُمْ)

٤_د پېغمبر اکرم ټول اصحاب عادل نه ول او ټول د پېغمبراکرم په ليکه کې هم نه ول .( مِنكُمْ.. لَّيُبَطِّئَنَّ)

٥_منافقان د مسلمانانو روحيه کمزوروي (لَّيُبَطِّئَنَّ)؛نو پېژندل يې پکار دي او د جګړې ډګر ته يې لېږل نه دي پکار .

٦_منافقان له جګړې تېښته او ترې پټېدل د نېکمرغۍ لامل ګڼي . (أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيَّ)

٧_هره سوکالي او په امنيت کې اوسېدل د خداى نعمت نه وي . (أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيَّ)

٨_ د مؤمنانو تر څنګ سختۍ هم نعمت وي؛خو له مؤمنانو بېل نعمتونه نعمت نه دى . (أَصَابَتْكُم مُّصِيبَةٌلَمْ أَكُن مَّعَهُمْ)

 

۷۳- ((وَلَئِنْ أَصَابَكُمْ فَضْلٌ مِّنَ الله لَيَقُولَنَّ كَأَن لَّمْ تَكُن بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُ مَوَدَّةٌ يَا لَيتَنِي كُنتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزًا عَظِيمًا= او كه تاسې ته د خداى له لوري څه لورنه ( او غنيمت) درورسي، بېشکه چې وايي: ((کاشکې زه هم ورسره واى او ستره ګټه مې تر لاسه کړې واى!)) لکه چې ستاسې او هغه ترمنځ بېخي څه دوستي نه وه.))

ټکي :

* د فضل او نعمت په را رسېدو کې د خداى نوم نوموتى دى؛( فضل الله )؛خو په تېر آيت کې، چې له سختيو سره مخامخېدل وو، د خداى نوم پکې نه و؛ (أَصَابَتْكُم مُّصِيبَةٌ) ته وا دې ته اشاره کوي،چې موږ ته د خداى له لوري له فضل او رحمت پرته هيڅ هم نه را رسي .

پیغامونه :

١_په جګړه کې برى او غنيمت لاس ته راوړل د خداى فضل دى . (أَصَابَكُمْ فَضْلٌ مِّنَ الله)

٢_ منافقان د دنيوي ګټو په پار عاطفه له لاسه ورکوي . (كَأَن لَّمْ تَكُن بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُ مَوَدَّةٌ)

٣_ د منافق هيلې رښتينې نه دي . (وَلَئِنْ أَصَابَكُمْ فَضْلٌ…. يَا لَيتَنِي)

٤_منافق څو څېرې لري؛د سختيو پر مهال وايي : د خداى فضل و،چې موږ پکې نه وو . (أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيَّ) او د بري او غنيمت پر مهال وايي : څومره به ښه ول که موږ هم پکې وو . (يَا لَيتَنِي كُنتُ مَعَهُمْ)

٥_ هغوى منافقان دي،چې د مسلمانانو په غم کې شريک نه وي او په ګټه کې برخه غواړي. (َلَئِنْ أَصَابَكُمْ فَضْلٌ ….. يَا لَيتَنِي كُنتُ مَعَهُمْ)

٦_د منافقانو له نظره نېکمرغي دنيا ته رسېدل دي . (فَوْزًا عَظِيمًا)

 

۷۴- ((فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالآخِرَةِ وَمَن يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيُقْتَلْ أَو يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا= او چا چې دنيوي ژوند پر اخروي ژوند پلورلى وي، بايد د خدا ى په لار كې وجنګېږي او څوك چې د خداى په لاركې وجنګېږي او ووژل (او شهيد) شي يا بريمن شي؛ نو ژر به ستر اجر وركړو.))

 پیغامونه :

١_ په اسلام د جګړې موخه خداى دى؛نه د هېواد پراختيا، نه ربېښاک- استثمار او نه غچ اخستل .( فِي سَبِيلِ اللّهِ)

٢_ جهاد هغه توفيق دى،چې هر چا ته نه ورکول کېږي . (فَلْيُقَاتِلْ …. الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا) په دنيا پسې مړه او ړانده جهاد ته د تګ مړانه او وړتيا نه لري .

٣_ جهاد اکبر او له دنيا پالنې سره مبارزه د اصغر جهاد او دښمن سره د مبارزې سریزه ده . (فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ…..)

٤_ د خداى په لار کې مجاهد به کله هم ماته و نه خوري . ( د ((يَغْلِبْ )) پر ځاى وايي : ( يقتل ) .

٥_ د حق او باطل په جګړه کې تېښته نه وي يا شهادت يا برى . (فَيُقْتَلْ أَو يَغْلِبْ)

٦_منافق غنيمت ته (فَوْزًا عَظِيمًا) وايي ( تېر آيت )؛خو قرآن هم بري او هم شهادت ته (( ستر اجر )) وايي . (أَجْرًا عَظِيمًا)

٧_د ((أَجْرًا عَظِيمًا)) ژمنه جهاد ته هڅونه ده .

٨_ د آخرت ژوند تر دنيا خورا غوره دى او دنيا له اخرت سره معامله کول ستر چار دى . (يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالآخِرَةِ….. أَجْرًا عَظِيمًا)

٩_ شهيد او غازي يوهومره ثواب لري . (فَيُقْتَلْ أَو يَغْلِبْ…. أَجْرًا عَظِيمًا)

 

۷۵- ((وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا=)) تاسې ولې د خداى په لار كې او د هغو نارينه وو او ښځو او ماشومانو (د ژغورنې لپاره) نه جنګېږئ،چې ( د ظالمانو له لا سه ) بېوسې او كمزوري شوي دي؟! همدا ظلم ځپلي وايي: ((پالونكيه ! موږ له هغه ښاره (مكه ) وباسه،چې اوسېدونكې يې ظالمان دي او موږ ته له خپلې لوري پالندوى (او مشر) وټاكه او له خپل لوري راته مرستندوى پيدا كړه.))

 ټکي :

* آيت د هغومسلمانانو په اړه دى،چې د مکې د کفارو تر کړاوونو لاندې ول او هغوى يې ستايلي، چې دا کسان يې له دښمنه خلاص کړل .

* امام باقر وپوښتل شو: له مستضعفانو مراد څوک دي؟ ويې ويل : له مستضعفانو مراد موږ يو، چې د ظالم واکمن تر واک لاندې يو .

او‏ امام صادق وپوښتل شو: له مستضعفانو مراد څوک دي؛ و يې ويل : ‏هغوى چې نه مؤمن دي او نه کافر .

وګورئ : تفسير عياشي ۱/٢٥٧.

پیغامونه :

١_ مسلمانان بايد د يو بل پر وړاندې غیرت او مکتبي تعصب ولري او د نورو د مرستې غوښـتو پر مهال بې توپيره پاتې نشي . (مَا لَكُمْ…..)

٢_د اسلامي جهاد يوه موخه د ظالمانو له منګولو د بېوزليو خلاصون دى . (فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ)

٣_اسلام پوله نه لري؛چېرته چې مستضعف وي؛نو جهاد به هم وي . (وَالْمُسْتَضْعَفِينَ)

٤_اسلامي اردو بايد دومره پياوړې وي،چې د نړۍ د ټولو مسلمانو بېوزليو د خلاصون وس ولري. (َمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ)

٥_ جهاد ته په رابلنه کې بايد د خلکو له عواطفو کار واخستل شي . (الْمُسْتَضْعَفِينَ ….. الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا)

٦_ د مسلمانانو پالندويي او ولايت بايد د خداى له لوري وي . (مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا)

 

۷۶- ((الَّذِينَ آمَنُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُواْ أَوْلِيَاء الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا= مؤمنين د خداى په لار كې جنګېږي او كافران د طاغوت [= بوت او سرغړاندو ] په لار كې جنګېږي؛هو د شيطان له ملګرو سره وجنګېږئ (او مه ترې ډارېږئ؛ ځكه) د شيطان چل او دسيسه (يې د ځواک په څېر ) كمزورې ده . ))

ټکي :

* که څه د کفارو شيطاني لومې ډېرې دي . (( وَمَكَرُوا مَكْرًا كُبَّارًا ( نوح /٢٢) = او (دې بې لارې مشرانو) په لويې دسيسې لاس پورې كړ. )) او نږدې دي،چې غرونه د کفارو له مکره له ځايه راونړېږي؛ (وَإِن كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ) (ابراهيم/٤٦)؛خو د خداى د ارداې پر وړاندې هيڅ هم نه دي او خورا ضعيفه دي .))

پیغامونه :

١_ له کفارو سره جهاد د ايمان غوښتنه ده . (الَّذِينَ آمَنُواْ يُقَاتِلُونَ)

٢_اسلامي جهاد د خداى لپاره دى او د غچ اخستنې او د هېواد د پراختيا لپاره نه دى. (يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ)

٣_ الهي او غیر الهي ټولنه يې له شخړو پېژندل کېږي . (فِي سَبِيلِ اللّهِ؛ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ)

٤_شخړې او تضادونه تل ول او وي به؛خو په کومه لار او د کومې موخې لپاره ؟ (فِي سَبِيلِ اللّهِ)

٥_ د کفر،طاغوت او شیطان مثلث کوټلي انډيوالان دي . (كَفَرُواْ، الطَّاغُوتِ، الشَّيْطَانِ )

٦_ د دوو ډولو د مبارزې او موخې په پرتله کولو سره د خپل کار پر ارزښت پوه شي ‏او بيا مبارزې ته مټې بډ وهئ . (فَقَاتِلُواْ أَوْلِيَاء الشَّيْطَانِ)

٧_ که څه دښمنانانو لومې خپرې کړي؛خو مه وېرېږئ، چې لومې يې خورا سستې او کمزورې دي . (إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا )

٨_ د شیطان او طاغوت د لارې پاى ناکامي ده . (إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا)

 

۷۷- ((أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْيَةِ اللّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْيَةً وَقَالُواْ رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا الْقِتَالَ لَوْلا أَخَّرْتَنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ قُلْ مَتَاعُ الدَّنْيَا قَلِيلٌ وَالآخِرَةُ خَيْرٌ لِّمَنِ اتَّقَى وَلاَ تُظْلَمُونَ فَتِيلًا= ايا هغو كسانو ته دې نه دي کتلي،چې ( په مكه كې) ورته وويل شول : (( ( اوس) له جهاده لاس واخلئ او لمونځ وكړئ او زكات وركړئ)) ( خو هغوى له دې حكمه خپه ول)؛خو چې کله ( په مدينه كې ) ورته د جهاد حكم وشو؛نو يو شمېر يې له خلكو داسې وېرېدل؛ لكه له خدايه چې وېرېږي؛بلكې لا ډېراو ويې ويل : ((پالونكيه ! ولې دې پر موږ جهاد فرض كړى دى ؟ ولې دې دا حكم تر يو وخته و نه ځنډاوه؟)) دوى ته ووايه : (( د دنيوي ژوند پانګه ناڅيزه ده او آخرت پرهېزګار ته غوره دى او پر تاسې به د يو نري تار هومره ظلم هم ونشي.))

 ټکي :

* په مکه کې مسلمانانو د خداى له استازي له مشرکانو سره د جګړې اجازه و غوښته،و يې ويل : تر اسلام مخکې مو شمله جيګه وه؛خو د اسلام له امله تر دباو لاندې يو؛نو اجازه راکړه،چې وجنګېږو،چې بيا مو شمله هسکه شي؛خو هغه مهال لا د خداى استازي ته د جګړې دنده نه وه ورکړه شوې؛خو تر هجرت وروسته،چې د جهاد حکم راغى؛نو ځينو د جګړې وړانديز ونکيو پر پلمو او نيوکو لاس پورې کړ او د مکې کفار يې ستر کړل او ترې سخت ډارېدل .

* ((خَشْيَةً )) هغه وېرې ته وايي،چې د مقابل لوري له عظمت او ستر ګڼلو له امله راولاړه شوې وي .

* امام صادق وويل : له ((كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ)) څخه مراد (( کفوا السنتکم )) دى . تش شعارونه يې ورکول،چې آيت راغى، چې مه کوئ . ( تفسير نور الثقلين؛ کافي ۲/١١٤)

* امام باقر يوه بیلګه د امام حسن سوله معرفي کړه،چې مسلمانانو ته هغه سوله تر ټولو هغه څيزنو غوره وه، چې پر ځمکه پرې لمر لګېده . ( کافي ۸/٣٣٠)

هو ګرانو ! سپين لمنى مشر کله د امام حسن په څېر د سولې حکم کوي او کله د امام حسين په څېر د جهاد حکم کوي .

* په روايتونو کې راغلي : له ((أَجَلٍ قَرِيبٍ)) څخه مراد، چې د هغه وخت خلکو يې پلمه وکړه؛د حضرت امام مهدي پاڅون‏ دى ؛يعنې هغوى چې وايي : د امام مهدي تر پاڅونه بايد د قتال حکم رانشي . ( تفسير عياشي ۱/٢٥٧)

پیغامونه :

١_ د تاريخ په ګرېوان کې سر ښکته کول پکار دي او ترې عبرت اخستل پکار دي .( أَلَمْ تَرَ…)

٢_د هر پاڅون په پیل کې د سختيو زغمل پکار دى . (كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ)

٣_بايد د بې ځايه احساساتو او تشو شعارونو مخه ونيول شي . (كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ)

٤_الهي احکام د واقعي مصالحلو پر بنسټ دي؛ نه د خلکو د غو ښتنو پر بنسټ . (كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ) ( د شان نزول په پامنیوي‏)

٥_په هر ځاى کې توره کار نه ورکوي؛نو په کړکېچنو ‏شرايطو کې پر دښمن ځان خرابول نه دي پکار . (كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ)

٦_ له خداى او استازي يې مه مخکې کېږئ او په ديني چارو کې د شخصي سليقو پر بنسټ څرګندونې مه کوئ . (كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ)

٧_ په لمانځه مو زړه ارام کړئ او په زکات اقتصادي تشې ‏ ډکې کړئ . (َأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ)

٨_ د اسلام عبادي مسايل يې له اقتصادي مسايلو بېل نه دي . (الصَّلاَةَ، الزَّكَاةَ)

٩_ په عبادتونو کې لمونځ او زکات ځانګړى مقام لري . (أَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ)

١٠_لمونځ تر زکات وړ دى . ( چې کله دا دواړه راغلي؛نو ړومبى لمونځ راغلى )

١١_د لمونځ او زکات حکم تر جهاد مخکې تشريع شوى دى . (كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ…)

١٢_ځان جوړونه تر ټولنې جوړونې مخکې او وړ ده . هغه چې لمونځ نه کوي او زکات نه ورکوي؛نو اخلاص او سرښندنه به هم ترې و نه وينئ . (أَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ)

١٣_هغوى چې ژر اور اخلي؛نو ژر سړېږي هم . پخه خبره ده، چې هر تود سړېږي؛خو پوخ ‏کله هم نه خامېږي . (كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ…. فَلَمَّا كُتِبَ…. لِمَ كَتَبْتَ)

١٤_خبره مهمه نه وي؛پر خبره درېدل مهم دي. کله د عمل او شعار ترمنځ خورا واټن وي . (فَلَمَّا كُتِبَإِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ )

١٥_د جهاد حکم د خلکو د ازمېښت وسيله ده . (كُتِبَ الْقِتَالُ.. فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ)

١٦_ له جهاده د تېښتې تر ټولو مهم لامل پر دنيا زړه بايلل دي . (لَوْلا أَخَّرْتَنَا إِلَى أَجَلٍ)

١٧_د جهاد پر حکم د نيوکې جرړه په وېره کې ده . (يَخْشَوْنَلِمَ كَتَبْتَ)

١٨_د خداى پر حکمونو او د راتګ پر وخت يې نيوکې مه کوئ . د خداى د حکم پر وړاندې خپلې مکاني او زماني محاسبې له ځان سره وساتئ . (لَوْلا أَخَّرْتَنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ)

١٩_ د خداى پر حکم نيوکې کول د تقوا د نه درلودو نښه ده . لِمَ كَتَبْتَخَيْرٌ لِّمَنِ اتَّقَى)

٢٠_ که ليد مو له دې مادي دنيا پراخه کړئ؛نو پر لږه دنيا به زړه و نه بايلئ . (وَالآخِرَةُ خَيْرٌ)

٢١_ يوازې متقيان په اخرت کې بريالي دي . (خَيْرٌ لِّمَنِ اتَّقَى)

 

۷۸ – ((أَيْنَمَا تَكُونُواْ يُدْرِككُّمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِي بُرُوجٍ مُّشَيَّدَةٍ وَإِن تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ يَقُولُواْ هَذِهِ مِنْ عِندِ اللّهِ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَقُولُواْ هَذِهِ مِنْ عِندِكَ قُلْ كُلًّ مِّنْ عِندِ اللّهِ فَمَا لِهَؤُلاء الْقَوْمِ لاَ يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ حَدِيثًا= چېرې چې ياست، مرګ مو مومي،كه په څومره ټينګو كلا ګانو كې هم ياست او كه دوى [=منافقينو] ته څه ګټه (او بريا) ورسي (؛نو) وايي: (( دا د خداى له لوري ده )) او كه څه زيان (او ماتې) راوړي(؛نو) وايي:(( دا ستا له لاسه دي)). ورته ووايه :(( دا هرڅه د خداى له لوري دي))؛ نو (اخر) پر دې قوم څه شوي،چې نه غواړي ځان په خبره (سم) پوه كړي ؟! ))

 ټکى :

* دا آيت هم جهاد ته هڅونه او له مړينې د نه وېرېدو په اړه دى او هم د منافقانو منفي بافيو ته ځواب دى،چې د مسايلو د سمو څېړلو پر ځاى به يې پېغمبراکرم د سختيو او کړاوونو لامل ګاڼه .

پیغامونه :

١_ څوک د تل لپاره ژوندى و،چې ته له جهاد پښې سپکوې ؟ (أَيْنَمَا تَكُونُواْ….)

٢_ د مشرانو بدنامول د منافقانو کړنلار ده . (هَذِهِ مِنْ عِندِكَ)

٣_د خپلې غلطۍ پړه پر بل اچول نه دي پکار . (يَقُولُواْ هَذِهِ مِنْ عِندِكَ)

٤_برى او ماته،ژوند او مړينه،خواږه او تراخه ټول د خداى حکيمانه مقدرات دي . (كُلًّ مِّنْ عِندِ اللّهِ)

٥_ د منافقانو سترګې ړندې دي،چې حق په سترګو نه ويني. (لاَ يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ حَدِيثًا)

٦_خداى د هر څه چورليځ ګڼل ( افعالي توحيد) ژورې اندنې – تفکر ته اړتيا لري . (يَفْقَهُونَ )

٧_ څوک چې پر توحيد پوه نشي؛نو پر هيڅ به هم پوه نشي . (لاَ يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ)

 

۷۹ – ((مَّا أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللّهِ وَمَا أَصَابَكَ مِن سَيِّئَةٍ فَمِن نَّفْسِكَ وَأَرْسَلْنَاكَ لِلنَّاسِ رَسُولًا وَكَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا= (هو) هر خير، چې در رسي (؛نو ) د خداى له لوري دى او هر شر چې در رسي (؛نو) دا به ستا ( د خپلو كړنو له امله) وي او ته مو خلكو ته په پېغمبرۍ لېږلى يې او (په دې باب) د خداى شاهدي بس ده .))

 ټکي :

* په الهي نړۍ ليد کې هر څه د خداى مخلوق دي؛( اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ)(زمر /٦۲) او خداى هر څه نېک پېدا کړي دي؛ (أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ) او خداى خو هر څه ښه او پاخه پېدا کړي او سختۍ او کړاوونه د هغو کمالاتو زوکړه ده، چې د خداى پېدا نه دي او د انسان او ټولنې خپل کړه دي، چې له الهي خيراته یې بې برخې کړي دي .

* د يوه عالم د وينا له مخې: ځمکه چې د لمر په شاوخوا کې چورلي؛نو تل يې هغه برخه روښانه وي،چې مخه يې لمر ته وي او که هغه بل اړخ يې تياره دى؛نو ددې لپاره دی،چې لمر ته يې شا ده؛ګنې نو لمر خو تل خپله رڼا ورکوي؛نو ځمکې ته ويلاى شو، چې رڼا دې له لمره ده او که تياره يې؛ نو خپله دې پر ځان کړي دي .

په دې آيت کې هم انسان ته ويل شوي،چې هره نېکي،چې در رسي د خداى له لوري ده او هر بدي دې د خپلو کړنو پايله ده .

* قرآن څومره پېغمبر ستايلى؛نو له (فَمِن نَّفْسِكَ) څخه مراد د انسان نفس دى؛نه د پېغمبر اکرم (ص) نفس . ( و الله العالم )

* په تېرآيت کې وو، چې ټولې بدۍ او ښېګڼې د خداى له لوري دي او په دې آيت کې دي،چې يوازې نېکۍ د خداى له لوري دي او بدۍ د انسان له لوري دي او دا ددې لپاره دي،چې بدۍ له هغه پلوه،چې انسان کړي؛نو انسان ته نسبت ورکول کېږي،چې په خپله انسان او اراده يې د خداى په واک کې ده؛نو خداى ته هم نسبت ورکول کېږي؛لکه څنګه چې که د دولت کوم مامور خلاف وکړي؛نو دا خلاف هم مامور ته نسبت ورکول کېږي او هم داچې د دولت مامور دى؛نو دولت ته هم نسبت ورکول کېږي .

* امام رضا وايي : خداى انسان ته خطاب کوي، چې اراده او غوښتنه دې هم زما په واک کې ده .

وګورئ : تفسير عياشي ۱/٢٥٨.

پيغامونه :

١_په الهي نړۍ ليد کې هر ښکلا او نېکي د خداى ده . (مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللّهِ)

٢_ د روحيې دکمزورولو پر وړاندې روحيه بايد پياوړې شي. منافقانو د بديو لامل د خداى استازى ګاڼه، چې دا آيت يې په جبران کې وايي : (مِن سَيِّئَةٍ فَمِن نَّفْسِكَ)

٣_ د حضرت محمد (ص)رسالت نړيوال دى . (َأَرْسَلْنَاكَ لِلنَّاسِ)

٤_ انبياء د ټولو لپاره د خېر لامل دي . (لِلنَّاسِ)

 

۸۰ – ((مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ وَمَن تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا= چا چې د پېغمبر اطاعت وكړ؛ نو په حقيقت کې د خداى اطاعت يې كړى دى او چا چې ترې مخ واړاوه ؛ نو ته موږ ورته ( دهمېشه) ساتونكي( په توګه) نه يې لېږلى ( او پر وړاندې يې مسوول نه يې) ))

پیغامونه:

١_ د پېغمبر اکرم سنت هم د قرآن په څېر د کاڼي کرخه ده او بايد پلي شي . (مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ….)

٢_ د پېغمبر اکرم له حکومتي حکمونو لاروي هم واجبه ده . (د رسول له لاروۍ يې مراد حکومتي حکمونه دي؛ګنې نو له هغو حکمونو لاروي خو د خداى لاروي ده؛نه له رسول څخه،چې د رسول په خوله بيانېږي. )

٣_ انبيا سپين لمني-معصوم دي . (مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ)

٤_ د رسول لاروي د خداى لاروي ده . (يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ)

٥_ انسان مختار دى او مجبور نه دى . (مَّنْ يُطِعِوَمَن تَوَلَّى)

٦_ د پېغمبرانو دنده تبليغ دى نه تحميل . ( وَمَن تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا)

 

۸۱- ((وَيَقُولُونَ طَاعَةٌ فَإِذَا بَرَزُواْ مِنْ عِندِكَ بَيَّتَ طَآئِفَةٌ مِّنْهُمْ غَيْرَ الَّذِي تَقُولُ وَاللّهُ يَكْتُبُ مَا يُبَيِّتُونَ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلًا= دوى (ستا په مخ كې) وايي: (( اطاعت كوونكى يو))؛ خو چې ستا له څنګه راووځي؛ نو يو شمېر يې د شپې په پټه راټولېږي او ستا د خبرو خلاف غونډې جوړوي؛څه چې په دې غونډو كې ويل كېږي، خداى يې ليكي، ته يې پروا مه كوه (او له دسيسو يې مه وېرېږه) او پرخداى توكل وكړه او د خداى چارسازي کافي ده . ))

پیغامونه :

١_ پر هره وفا او ايمان څرګندونې زړه مه بايلئ؛ځکه منافقان په نرمه ژبه ځان لاروى ښيي؛خو داسې نه ده . (َيَقُولُونَ طَاعَةٌ)

٢_منافقان پټ تشکيلات او منظمې ناستې لري . (بَيَّتَ طَآئِفَةٌ)

٣_ منافقان په خړو اوبو کې کبان نیسي ‏. (بَيَّتَ )

٤_قرآن پر ټولو يو شان نيوکه نه کوي . (طَآئِفَةٌ مِّنْهُمْ)

٥_خداى دې له منافقانو سره پوه شي . (وَاللّهُ يَكْتُبُ مَا يُبَيِّتُونَ )

٦_ د منافقانو د پټو لومو پر مهال پر خداى توکل پکار دى،چې پر خداى توکل د بري لامل دى . (وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ )

٧_ خداى د خپل استازي او مسلمانانو ملاتړ دى. د منافقانو له لومو يې پردې اوچتې کړې او پر غيبي مرستو يې له مسلمانانو سره مرستې وکړې . (وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلًا)

 

۸۲- ((أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقرآن وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا= ايا دوى د قرآن د ماناوو په باب نه ځير كېږي ؟! كه دا بې له ((الله )) د بل چا له لوري واى؛ نو هرومرو به يې پكې ډېر اختلافات موندلاى . ))

 ټکي :

* پر پېغمبر اکرم به يې تور لګاوه،چې قرآن ورته يو بل کس ښوولى دى : (يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ) ( نحل /١٠٣) چې آيت يې ځواب ورکوي .

معمولاً د بشر په ليکنو کې د وخت په تېرېدو بدلون، تکامل او ټکر رامنځ ته کېږي؛خو داچې تر اوسه په قرآن کې د بېلابېلو شرايطو په راتګ بدلون نه دى راغلى؛نو ښيي چې الهي کلام دى او د بشر وينا او زده کړه نه ده .

* په قرآن کې اندنه هر نسل ته په هر وخت کې ورکړه شوې او ښيي،چې په هر وخت کې به ترې هر څوک نوي ټکي لاس ته راوړي . حضرت علي د قرآن د مفاهيمود پراختيا په اړه وايي : (( قرآن هغه بحر دى چې بېخ ته يې څوک نشي رسېداى . )) ( نهج البلاغه /١٩٨ خطبه )

پیغامونه :

١_ په قرآن کې اندنه نه کول کږلې ده . (أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ)

٢_په قرآن کې اندنه د نفاق د ناروغۍ درمل دى . (وَيَقُولُونَ طَاعَةٌ…. أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ)

٣_اسلام ته د راماتېدو لار تدبر او اندنه‏ ده؛نه تقليد . (أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ)

٤_قرآن ټول اندنې ته رابلل او دا ښيي چې د قرآن پر مفاهيمو ټول پوهېږي. (أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقرآن)

٥_ په قرآن کې پر ټکر او اړپېچ ګروهه ‏ د رغۍ کتنې پايله ده . (أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ)

٦_قرآن د پېغمبراکرم د رسالت د حقانيت دليل دى . (لَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ)

٧_د قرآن په آيتونو کې يو لاس والى او د اړپېچ نه شتون ښيي،چې سرچينه يې نه بدلېدونکى ذات دى. (لَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ )

٨_ څه چې د خداى له لوري دي؛نو ثابت دى او ټکر او تناقض پکې نه ليدل کېږي . (َلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ…. )

٩_ په ناالهي قوانينو کې تل ټکر او تناقض ليدل کېږي . (َلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ…. )

١٠_ اړپېچ،بدلون او تکامل د انسان د نظرياتو لپاره پکار دى . (لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا)

١١_ د يو ښوونځي د ابطال د جوتولو لپاره يې تر ټولو غوره لار د تناقضونو رابرسېرول دي . (لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا)

 

۸۳- ((وَإِذَا جَاءهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُواْ بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لاَتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلاَّ قَلِيلًا= او چې كله ورته د ډاډ يا ډار خبر ورسي؛( بې له څېړنې) يې خپروي، حال داچې كه هغه ( د خداى) استازي او مشرانو ته- چې د تشخيصولو پوره ځواک لري- ورسوي؛نو د مسايلو له تله به خبر شي او كه پر تاسې د خداى فضل او رحمت نه واى؛ نو بې له لږ شمېره نور ټول په شيطان پسې تلئ (اوبېلارې كېدئ ).   ))

 ټکي :

* اوازو او پروپاګنو تل د مسلمانانو پر جرړه تېشه وهلې ده. د اوازې خپرول د سادګۍ، غچ، مادي تمې، ضربه وهلو او د نورو د لوبڅو کېدو‏ پايله ده . اسلام د خپل پراخ بنسټۍ له امله يې چې لري،پر دې خبره يې رڼا اچولې او په دې آيت کې يې د پوځي رازونو بربنډول رټلي دي او که الهي مرستې نه واى؛نو مسلمانان به تر دې هم په دې شيطاني لومه کې راښکېل شوي ول .

* امام صادق وايي : څوک چې زموږ اسرار بربنډوي؛نو د هغوى په څېر به وي،چې پر موږ يې د تورې وار کړى دى . وګورئ :وسائل ۲۷/١٩٧.

* امام باقر وايي : په آيت کې له “اهل استنبا ط” څخه مراد دولس ګوني امامان دي . ( وسائل ٢٧ /٢٠٠)

 

پیغامونه :

١_رازوالي او د مسلمانانو امنيتي خبرې ساتل د مسلمانانو دنده ده او د اسرارو بربنډول حرام دي. (َإِذَا جَاءهُمْ أَمْرٌ…. أَذَاعُواْ بِهِ)

٢_د اوازو خپرول د منافقانو وار دى . (أَذَاعُواْ) ( د تېرو آيتونو په رڼا کې )

٣_ د جګړې او پوځي اسرار بايد يو ټاکلي ځاى ته ورکړل شي او تر ارزونې وروسته د مصلحت له مخې خپاره شي . (رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ)

٤_عوام او عادي خلک بايد اهل استنباط ته رجوع وکړي . (رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ…)

٥_اولى الامر بايد له مؤمنينو ځنې يو وي . (أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ)

٦_مسلمانان بايد حکومت،تشکيلات او مشر‏ ولري . اولى الامر د حکومت او واک خاوند دى . (أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ)

٧_ سياسي،پوځي‏ او امنيتي مسائل بايد د اجتهاد او استنباط د خاوند تر سمبالنې او ادارې لاندې وي.( لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ)

٨_اولى الامر بايد د استنباط خاوند وي . (أُوْلِي الأَمْرِ…. يَسْتَنبِطُونَهُ )

٩_استنباط يوازې په فقهي چارو کې نه وي . (أَمْرٌ مِّنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ…. يَسْتَنبِطُونَهُ )

١٠_ د مهمو خبرو په سر کې صلاحيت لرونکى مرجع کړئ، چې د دښمن دسيسې شنډې شي،چې دا چار په خپله د خداى فضل دى . (رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ…. يَسْتَنبِطُونَهُ )

١١_ خلکو ته د رسول الله او اولى الامر مرجع کول او د شیطان له لاروۍ د خلکو د ژغورل سترالهي فضل او رحمت دى . (َلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ، لاَتَّبَعْتُمُ)

١٢_صحيح مرکزيت له کږلارۍ مخنيوى کوي او بې مشره ټولنه د شیطان په لومه کې راښکېلېږي. (َلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ، لاَتَّبَعْتُمُ)

١٣_د پوځي ‏ اسرارو بربنډول ‏او الهي مشر‏انو ته مراجعه نه کول د شیطان لاروي ده . (لاَتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ)

١٤_ ډېرى خلک په اوازو تېروځي . (لاَتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ)

۸۴- ((فَقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ لاَ تُكَلَّفُ إِلاَّ نَفْسَكَ وَحَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَسَى اللّهُ أَن يَكُفَّ بَأْسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَاللّهُ أَشَدُّ بَأْسًا وَأَشَدُّ تَنكِيلًا= نو ( اى پېغمبره) د خداى په لار كې وجنګېږه، يوازې د خپل ځان مكلفيت درپرغاړه دى او مؤمنان ( دې كار ته) وهڅوه، هيله ده چې خداى د كافرانو زور اوبه كړي (ان كه ته يوازې د جګړې ډګر ته ولاړ شې ) او د خداى زور ډېر زيات دى او سزا يې ډېره سخته ده . ))

ټکي:

* ابوسفيان په احد کې د مسلمانانو تر ماتې وروسته په کبر وويل : بيا به له مسلمانانو سره په موسم صغرى ( د ذى قعده په مياشت کې د بدر په سيمه کې به بازار جوړېده ) کې مخامخ شو؛نو چې کله يې وخت راورسېد ؛نو خلک پېغمبراکرم جهاد ته راوبلل . ځينو هم په احد کې د ماتې له امله په جګړه کې برخې اخستو ته تندى نه ورکاوه . پورتنى آيت راغى او پېغمبراکرم بيا خلک جهاد ته راوبلل،چې اويا کسان جګړې ته چمتو شول؛خو جګړه پېښه نشوه او مسلمانان روغ رمټ مدينې ته راستانه شول .

* ((نکول)) د وېرې له مخې ځان ډډې کولې ته وايي . ((تنکيل )) هغه کار دى،چې له کاره يې وژغوري؛لکه سزا.

* امام صادق وايي : بل يو پېغمبر ته هم حکم نه و شوى، چې که ځان ته شوې؛نو جهاد وکړه . ( تفسر صافى )

* امام باقر وايي : ددې آيت تر راتلو وروسته پېغمبر اکرم به پخپله د ټولو جګړو مشري کوله .

وګورئ : تفسير برهان : ۱/٣٩٨ _ تفسير عياشي :۱/٢٦١)

پیغامونه :

١_ مشر بايد په چارو کې د ټولو مخکښ وي . (فَقَاتِلْ )

٢_که مسلمانانو د نورو مسلمانانو پر چغو غوږ و نه ګرواه؛نو مشر بايد يوازې ملا وتړي. (إِلاَّ نَفْسَكَ )

٣_ د مشر هوډ بايد دومره پرېکنده وي،چې د خلکو مرسته او مرسته کول يې پر هوډ اغېز و نه لري. (لاَ تُكَلَّفُ إِلاَّ نَفْسَكَ)

٤_ هر څوک د خپل کار مسوول دى . (لاَ تُكَلَّفُ إِلاَّ نَفْسَكَ)

٥_ په خداى زړه ښه کړئ نه پر خلکو . (إِلاَّ نَفْسَكَ)

٦_ د پېغمبرانو دنده هڅونه او بلنه ده نه اجبار . (حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ)

٧_جګړه او جهاد پياوړيو تبليغاتو ته اړتیا لري . (حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ)

٨_ زموږ دنده جهاد دى . د دښمن ماتول د خداى کار دى . (فَقَاتِلْعَسَى اللّهُ أَن يَكُفَّ)

٩_الهي ځواک د مسلمانانو د زړه ټکور او د کفار پر زړه اور دى . (وَاللّهُ أَشَدُّ بَأْسًا)

 

۸۵- ((مَّن يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُن لَّهُ نَصِيبٌ مِّنْهَا وَمَن يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُ كِفْلٌ مِّنْهَا وَكَانَ اللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُّقِيتًا= څوك چې د نېك كار شفاعت [=هڅونه؛مرسته اوسپارښتنه] وكړي، له هماغې به برخه ومومي او څوك چې د بد كار شفاعت [=هڅونه؛مرسته او سپارښتنه] وكړي، له هماغې به برخه ومومي او خداى پر هرشي څارونکى او حسابګر دى . ))

ټکي :

* ((مقيت))؛يعنې هغه چې بل پياوړى کوي او ساتي يې کوي او په عامه څرګندنه-اصطلاح د ساتندوى او حساب کوونکي پرمانا ‏دى .

* په تېر آيت کې يې هر څو ک د خپل کار مسوول کړ؛خو په دې آيت کې وايي،چې د نېک او يا بد کار لپاره واسطه کېدل هم په ثواب او عذاب کې ونډه اخستل دي .

* موعظه، سوله کول، ښوونه ، جهاد ته هڅونه او په نېک کار کې ونډه اخستل د ((شَفَاعَةً حَسَنَةً)) مصاديق دي او په روايتونو کې هم نورو ته دعا کول، پر نېکي امر، د ښو چارو لارښوونه او ان ‏هڅونه د ((شَفَاعَةً حَسَنَةً )) مصاديق ښوول شوي دي.(تفسير صافى) غیبت، په چا پسې خبرې کول ، تور، فتنه، له جهاده وېرول او وسوسه او دسيسه د ((شَفَاعَةً سَيِّئَةً)) مصاديق دي .

پیغامونه :

١_ په اسلام کې فرد ګرايي او ګوښه کېدل منع دي . (يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً)

٢_نېکيو او بديو ته هڅونه په ثواب او عذاب کې يې برخه اخستل دي . (نَصِيبٌ مِّنْهَا)

٣_د محدوديتونو له امله نشو کړاى،چې د خېر په ټولو چارو کې نېغ په نېغه ونډه واخلو؛خو نېکيو ته په رابللو کې يې په ثواب کې وڼده اخستاى شو . (نَصِيبٌ مِّنْهَا)

٤_ د معاملاو دلالان خپله برخه لري او هغوى چې د خېر په چارو کې واسطه شوي؛په ثواب کې يې برخه لري . (يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُن لَّهُ نَصِيبٌ مِّنْهَا)

٥_ د خداى لپاره واسطه کېدل پکار دي . (وَكَانَ اللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُّقِيتًا )

 

۸۶- ((وَإِذَا حُيِّيْتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّواْ بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا= او څوك چې درباندې تحيت (درود) ووايي (سلام واچوي )؛ نو غوره ځواب وركړئ يا (لږ تر لږه ) په هماغه شان ځواب وركړئ، خداى د هرڅيز حسابګر دى .))

ټکي :

* له ((تحيت)) څخه مراد سلام کول او يا پر هر بل کار حکم کول دي،چې نورو ته د ژوند، خوشحالۍ او روغتيا له هيلمنولو سره يو ځاى وي؛لکه ډالۍ ورکول؛لکه څنګه يوې وينځې امام حسن ته يوه ګېډۍ ګلان ډالۍ کړل او امام هم ازاده کړه او د خلکو په ځواب کې يې همدا آيت تلاو ت کړ . ( تفسير قمي۱/١٤٥)

* اسلام وايي : که څوک پېژنئ که نه ؛خو سلام پرې واچوئ او په اسلام کې هغه ته کنجوس ويل شوى،چې په سلام اچولو کې کنجوسي کوي . پېغمبر اکرم به چې له هر چا سره مخ شو ان ‏که ماشومان به هم ول‏؛نوسلام يې پرې اچاوه .

* د اسلام په روزنيز غونډال کې داسې نه ده،چې يوازې کشران به پر مشرانو سلام اچوي؛خداى، پېغمبراکرم او پرښتې پر مؤمنانو سلام اچوي .

د خداى سلام . (سَلَامٌ عَلَى نُوحٍ فِي الْعَالَمِينَ) (صافات /٧٩)

د پېغمبر اکرم سلام . (وَإِذَا جَاءكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِنَا فَقُلْ سَلاَمٌ عَلَيْكُمْ) ( انعام /٥٤)

د پرښتو سلام . (تَتَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ طَيِّبِينَ يَقُولُونَ سَلامٌ عَلَيْكُمُ) ( نحل /٣٢)

پیغامونه :

١_ يو له بل سره مو مينه ډېره کړئ . (فَحَيُّواْ بِأَحْسَنَ)

٢_ د خلکو د احسان نه منل منع دي، بايد احسان ومنل شي او ښه جبران هم شي . (فَحَيُّواْ بِأَحْسَنَ مِنْهَا)

٣_د مينې او احسان په ځواب کې ځنډ نه دى پکار . په ((فَحَيُّواْ )) کې (( ف )) د چټکتيا نښه ده.

٤_د خلکو د نېکۍ ځواب په غوره نېکۍ وکړئ او که نه مو شو کړاى؛نو ورسره نېکي وکړئ . (بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا )

٥_په جګړه کې هم که دښمن د سولې وړانديز وکړ؛نو تاسې يې په ورين تندي ومنئ . (حُيِّيْتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّواْ بِأَحْسَنَ مِنْهَا)

٦_ که چا درسره نېکي وکړه؛نو تاسې يې هم ورسره وکړئ او که احسان او نېکي مو هېره کړه؛نو خداى خو د هر څه حساب لري . (إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا)

 

۸۷- ((اللّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لاَ رَيْبَ فِيهِ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللّهِ حَدِيثًا= ا لله هغه دى،چې بې له هغه بل معبود نشته او تاسې به د قيامت پر ورځ ،چې شك پكې نشته راټول كړي او له خدايه بل څوك په خبره كې ډېر رښتين دى ؟!))

 پیغامونه :

١_ مبداء او معاد دواړه د خداى په لاس کې دي . (اللّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ….)

٢_د قيامت پر ورځ به ټول د حساب لپاره راټولېږي؛نو يوازې د خداى رضا لاس ته راوړئ او عبادت يې وکړئ . (لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ)

٣_ د قيامت راتګ پخه خبره ده . لاَ رَيْبَ)

٤_چېرته چې غفلت ډېر وي؛نو ښوونکي ته پکار دي، چې پرېکنده خبردارۍ ورکړي . ( په آيت کې د ټينګار نښې : د لام،نون تاکيد ثقيله، د ((لاَ رَيْبَ)) او ((أَصْدَقُ، َدِيثًا )) جملې ددې لپاره دي،چې انسان له قيامته غافل شوى دى .))

 

۸۸- ((فَمَا لَكُمْ فِي الْمُنَافِقِينَ فِئَتَيْنِ وَاللّهُ أَرْكَسَهُم بِمَا كَسَبُواْ أَتُرِيدُونَ أَن تَهْدُواْ مَنْ أَضَلَّ اللّهُ وَمَن يُضْلِلِ اللّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا= نو ولې له منافقانو سره د(چلن) په باب دوې ډلې شوي ياست؟! (ځينى ورسره د جنګ كولو او ځينې د نه كولو پلويان ياست) حال دا چې خداى د هغوى د كړنو له امله، د هغوى (افكار) بشپړ اړولي دي؛ نو ايا تاسې هغو ته سمه لار ورښيئ،چې خداى ( د ناوړه كړنو له امله) بې لارې كړي دي؟! حال داچې څوك چې خداى بې لارې كړي؛ نو ته به ورته (د لارښوونې) كومه لار و نه مومې . ))

 ټکي :

* (( ارکاس )) د سرچپه کولو په مانا ‏ دى او په آيت کې له ((أَرْكَسَهُم)) څخه مراد د منافقانو فکري سرچپه کېدل دي .

* په تېرو آيتونو کې مو ولوستل،چې د خېر او شر د چارو لپاره واسطه کېدل په ثواب او عذاب کې يې ونډه اخستل دي . دا آيت د منافقانو لپاره د شفاعت بېلګه بيانوي .

* په مکه کې ځينې په ظاهره مسلمانان شول؛خو هجرت يې و نه کړ او په عمل کې له مشرکانو سره ول؛نو وروسته يې (کېداى شي د جاسوسۍ لپاره) چې هجرت وکړ ؛نو مسلمانانو د دوى په اړه دوه نظره درلودل؛ ځينو ويل : پر توحيد او معاد شهادت ورکوي؛نو په ورورولۍ ورسره چلن پکار دى .

ځينو ويل : له کفارو او مشرکانو سره يې جوړجاړى او همکاري درلوده او هجرت يې هم نه و کړى؛نو سم تندى ورکول نه دي پکار،چې دا آيت راغى .

* د قرآن ټکي د يو بل تر څنګه مانا ‏کړئ؛ په دې آيت کې هم (أَضَلَّ اللّهُ) راغى او هم (يُضْلِلِ اللّهُ) او د ((بِمَا كَسَبُواْ )) جمله هم شته؛يعنې د الهي بې لارۍ لامل زموږ خپل کړه دي.

پیغامونه :

١_ د پېغمبر اکرم په څېر د مشر په شتون کې شورزوږ او غال مغال ته اړتيا نشته . (فَمَا لَكُمْ…)

٢_منافقانو ته يوه خوله او يو لاس شئ او پرېکنده چلن ورسره کړئ . (فَمَا لَكُمْفِئَتَيْنِ )

٣_د انسان د پرېوتو لامل د انسان خپل کړه دي . (بِمَا كَسَبُواْ أَتُرِيدُونَ)

٤_د چا چې پر ځان زړه نه سوځي؛نو نور به يې پرې څه وسوځوي . (بِمَا كَسَبُواْ أَتُرِيدُونَ)

٥_چې د ګناه کاسه ډکه شي؛نو الهي عذاب هرومرو وي او بيا څوک د خداى مخه نشي نيولاى. (وَمَن يُضْلِلِ اللّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا)

٦_ څوک چې د الهي احکامو په شتون کې هم له لارې کوږ شي؛نو بيا يې د پېغمبراکرم په څېر کس هم لارې ته نشي راوړلاى . (فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا)

 

۸۹- ((وَدُّواْ لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُواْ فَتَكُونُونَ سَوَاء فَلاَ تَتَّخِذُواْ مِنْهُمْ أَوْلِيَاء حَتَّىَ يُهَاجِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَإِن تَوَلَّوْاْ فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدتَّمُوهُمْ وَلاَ تَتَّخِذُواْ مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا= (منافقان) خوشحالېږي،چې تاسې يې هم په څير كافران او سره يو شان شئ؛نو ځكه دوستان پکې مه نيسئ؛خو داچې (توبه وباسي او) د خداى په لار كې هجرت وكړي او كه له دې كاره يې سر وغړاوه (او ستاسې پر ضد فعاليتونو ته يې دوام وركړ)؛ نو چېرته چې يې ومومئ،و يې نيسئ او ( كه خطر ترې احساسوئ ) و يې وژنئ او هېڅوک يې خپل ملګرى او مرستندوى ونه ګڼئ . ))

 ټکى :

* له منافقانو سره چلن هم مراتب لري . کوم چلن چې په آيت کې راغلی؛‏د هغو منافقانو لپاره دى، چې له مشرکانو سره په دسيسو کې لاس لري .

پیغامونه :

١_ خداى د منافقانو له هيلو او پټو پرده اوچتوي . (وَدُّواْ…)

٢_ منافقان او دښمنانان غواړي چې تاسې بې ګروهې‏ شئ . (وَدُّواْ لَوْ تَكْفُرُونَ)

٣_اسلامي ټولنه بايد له منافقانو پاکه شي او ورسره دوستانه اړيکې پرې شي . (فَلاَ تَتَّخِذُواْ مِنْهُمْ أَوْلِيَاء)

٤_د کفر، شرک او دسيسو له سيمو هجرت کول فرض دي . (حَتَّىَ يُهَاجِرُواْ)

٥_ د واقعي ايمان يوه نښه د خداى په لار کې هجرت دى . (حَتَّىَ يُهَاجِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ)

٦_ د توبې ور تل پرانستى وي . (حَتَّىَ يُهَاجِرُواْ)

٧_د هرې ګناه توبه جبرانول يې دي . د مثال په توګه : د هجرت د نه کولو ګناه په هجرت جبرانېږي. (حَتَّىَ يُهَاجِرُواْ)

٨_ په لار کې خنډ منافقان کې غرغره او وځپل شي او اسلامي ټولنه بايد دې چار ته بسنده ځواک ولري . (فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ)

٩_اسلام له دښمن سره په مبارزه او د مفسدانو په ځپلو کې پوله نه پېژني . (فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدتَّمُوهُمْ)

١٠_د منافقانو پر پوځي ‏ځواک او توکيزو امکاناتو مه شمېرئ او پام چې مرسته ترې ونه غواړئ . (وَلاَ تَتَّخِذُواْ مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا )

١١_ په اسلام کې له منافق سره هر ډول دوستانه، سياسي، پوځي ‏، وټيزې او فرهنګي اړيکې منع دي . (وَلاَ تَتَّخِذُواْ مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا )

 

۹۰- ((إِلاَّ الَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىَ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ أَوْ جَآؤُوكُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَن يُقَاتِلُوكُمْ أَوْ يُقَاتِلُواْ قَوْمَهُمْ وَلَوْ شَاء اللّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَاتَلُوكُمْ فَإِنِ اعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَاتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْاْ إِلَيْكُمُ السَّلَمَ فَمَا جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًا= خو هغوى چې ستاسې له همژمني قوم سره يوځاى شي (او امان وروړي) يا پخپله تاسې ته راشي او له تاسې سره يا له خپل قوم سره له جګړې بېوسې شوي دي ( نه له تاسې سره جنګېږي او نه له خپل قوم سره د مبارزې وسه لري) او كه خداى غوښتلاى؛ نو هرومرو يې هغوى زورول،چې حتمي له تاسې سره وجنګېږي) نو كه له تاسې څنګ وكړي او درسره و نه جنګېدل (؛بلكې) د سولې وړاندېز يې وكړ؛ نو خداى درته له هغوى سره د مبارزې اجازه نه درکوي . ))

 پیغامونه :

١_ ان له کفارو سره د پوځي ‏ تړونونو درناوى پکار دى . (بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ)

٢_په جګړه کې پر ناپېيلو ډلو بريد مه کوئ . (حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَن يُقَاتِلُوكُمْ أَوْ يُقَاتِلُواْ قَوْمَهُمْ)

٣_مسلمانان بايد دومره ځواکمن وي، چې ان دښمن ورته پورته هم و نه ګوري . (حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَن يُقَاتِلُوكُمْ)

٤_د خداى ځواک په پام کې ونيسئ،چې کبرجن نشئ . (وَلَوْ شَاء اللّهُ لَسَلَّطَهُمْ)

٥_د خداى ځواک او ارادې دښمن مات کړ؛ګوره چې په خپل ځواک کبرجن نشئ . (وَلَوْ شَاء اللّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ)

٦_ اسلامي جهاد د عقيدې د تحميل او تر واک لاندې کولو په موخه نه وي؛بلکې د شر او خنډونو د لرې کولو لپاره دى؛ نو اوس چې هغوى درسره کار نه لري؛نو تاسې هم ورسره کار مه لرئ او که بريد مو پرې وکړ؛نو کېداى شي خداى يې ځواکمن کړي او تاسې له بېخه ورېبي . (وَلَوْ شَاء اللّهُ لَسَلَّطَهُمْ)

٧_د سولې او اوربند درناوى پکار دى؛ځکه په اسلام کې سوله اصل ده او جګړه هم د اړتيا پر مهال جواز لري . (فَإِنِ اعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَاتِلُوكُمْ…. فَمَا جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًا)

٨- يوازې د دښمن د سولې پر وړانديز زړه مه ښـه کوئ؛بلکې د ډاډ لپاره جګړه پرېښوول او سلام هم پکار دى . (فَلَمْ يُقَاتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْاْ إِلَيْكُمُ السَّلَمَ)

٩_د سولې او جګړې؛ کچه، ضوابط او معيار خداى ټاکي . (فَمَا جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًا)

 

۹۱- ((سَتَجِدُونَ آخَرِينَ يُرِيدُونَ أَن يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُواْ قَوْمَهُمْ كُلَّ مَا رُدُّوَاْ إِلَى الْفِتْنِةِ أُرْكِسُواْ فِيِهَا فَإِن لَّمْ يَعْتَزِلُوكُمْ وَيُلْقُواْ إِلَيْكُمُ السَّلَمَ وَيَكُفُّوَاْ أَيْدِيَهُمْ فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثِقِفْتُمُوهُمْ وَأُوْلَئِكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا= ډېر ژر به يوه بله ډله مومئ، چې غواړي هم له تاسې اوهم له خپل قومه په امان كې وي ( چې مشركان دي او ستاسې په مخ كې د ايمان ادعا كوي؛خو) دوى چې هر وخت فتنې (او بوت نمانځنې ) ته وبلل شي؛ نو ورګرځي (او سر له هماغه ځايه را پورته كوي)؛ نو كه (دغه راز خلك) درسره له مقابلى تر څنګ نشي او تاسې ته د سولې وړانديز و نه كړي او لاس وا نه خلي؛ نو چې هغوى مو په هر ځاى كې وموندل، و يې نيسئ او (يا) يې ووژنۍ او موږ له دې ډلې سره د مبارزې لپاره ستاسې لاس ازاد پرېښـى دى .))

 ټکي :

* ځينې مکيان به د ځان ژغورولو په موخه پېغمبر ته راتلل او د منافقت له مخې به يې سلام کاوه او چې کله به مکې ته ستانه شول؛نو د مشرکانو له شره د امان په پار يې بوت لمانځنې ته مخه کوله او له دې لارې يې له دواړو اړخونو ګټنه کوله؛البته زړه یې ډېر له بوت لمانځنې سره و .

پیغامونه :

١_ خداى مسلمانان د دښمن د راتلونکيو خوزښتونو او نقشو خبروي . (سَتَجِدُونَ )

٢_مسلمانان بايد هوښيار وي او خپل ټول دښمنان وپېژني او له هر يوه سره مناسب چلن ‏وکړي. (سَتَجِدُونَ آخَرِينَ…. )

٣_د هر چا پر څرګندونو ډاډ مه کوئ . (آخَرِينَ يُرِيدُونَ أَن يَأْمَنُوكُمْ)

٤_ منافقان په هوسا کې ژوند غواړي . (يُرِيدُونَ أَن يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُواْ قَوْمَهُمْ)

٥_مناسب چاپېريالونه او زمينې د انسان دننني خويونه زرغونوي . (كُلَّ مَا رُدُّوَاْ إِلَى الْفِتْنِةِ أُرْكِسُواْ فِيِهَا)

٦_د منافقانو زړه د کفر پر لور وي؛نو چې وخت يې راشي پکې وردانګي .(كُلَّ مَا رُدُّوَاْ إِلَى الْفِتْنِةِ أُرْكِسُواْ فِيِهَا)

٧_هغه منافقان بايد وځپل شي او پرېکنده چلن ‏ورسره وشي،چې د اسلامي نظام د نسکورېدو لپاه ونډه او همکاري ولري . (لَّمْ يَعْتَزِلُوكُمْ…. وَيَكُفُّوَاْ أَيْدِيَهُمْ)

٨_د منافقانو پېژندنه پوهې،څېړنې او ځيرتيا ته اړتيا لري . (ثِقِفْتُمُوهُمْ) له ( ثقافه ) اخستل شوى،چې د علم او فرهنګ په مانا ‏ دى .

٩_ مسلمانان بايد پر کفارو هر اړخيز واک او برلاسي ولري. (سُلْطَانًا مُّبِينًا)

١٠_اسلامي حکومت کړاى شي د منافقانو خلاف پراخ تصفيوي عمليات پيل کړي . (جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا)

 

۹۲- ((وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلاَّ خَطَئًا وَمَن قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَئًا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ إِلاَّ أَن يَصَّدَّقُواْ فَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ عَدُوٍّ لَّكُمْ وَهُوَ مْؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِّيثَاقٌ فَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةً فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِّنَ اللّهِ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا= او هېڅ مؤمن ته روا نه ده، چې بل مؤمن ووژني؛ خو دا چې تېروځي( اوپه عين حال كې ) څوك چې مؤمن په تېر کې ووژني؛نو يو مؤمن مريى دې ازاد كړي او كورنۍ ته دې يې د وينې بيه وركړي؛ خو دا چې هغوى د وينې بيه وبښي او كه وژل شوى ستاسې له دښمن قوم (كافر) څخه و؛ خو مؤمن و؛ نو(يوازې) يو مؤمن مريى دې ازاد كړي ( او د وينې د بيې وركول اړين نه دي ) او كه له داسې قومه و، چې له تاسې سره همژمنى و؛نو بايد كورنۍ ته يې د وينې بيه وركړئ او (هم) يو مؤمن مريى ازاد كړئ او كه څوك مريى نشي ازادولاى؛ نو پرله پسې دوې مياشتې روژه دې ونيسي. دا (يو ډول تخفيف او) الهي توبه ده او خداى پوه حكيم دى .))

 ټکي :

* د “عياش بن ابى ربيعه” په نامه مسلمان،چې په مکه “حارث” د کلونو کلونو لپاره زورولى و، چې کله مسلمانان مدينې ته مهاجر شول؛نو “حارث” يې په مدينه کې وليد او خبر نه و، چې مسلمان شوى او د مسلمان زورونکي په نامه يې وواژه . پېغمبر اکرم ته يې خبر ورکړ چې دا آيت راغى .

* ((ديه)) ورکول ګڼ آثار لري :

الف : د وژل شوي د کورنۍ لپاره يو تسل دى .

ب : د خلکو له پلمو مخه نيسي،چې خلک ونه وايي،چې په خطا کې ووژل شو؛نو بيه نه لري.

ج :ټولنيز امنيت او د نفس درناوى .

د: د هغې وټيزې تشې ډکول،چې د وژنې له امله رامنځ ته شوې ده .

* هغه مهال چې د وژل شوي کورنۍ د اسلام له دښمنانو وي؛نو ديه يې نه ورکول کېږي،چې د اسلام د دښمنانو مالي سټه غښتلې نشي او سر بېره پردې اسلام د مؤمن وژل شوي اړيکه له خپلې کافرې کورنۍ سره شلولې؛نو د جبران اړتيا نشته .

* امام صادق وايي : د مريي ازادول، د خداى د حق ورکول او د وژل شوي د اولياوو حق دى . ( نورالثقلين ۱/٥٣٠ )

* يوه ديه او پوره د وينې بيه د يوه عادي انسان د درآمد په متوسطه اندازه ده. د مثال په توګه : زر مثقاله طلا يا زر اوښان او يا دوه سوه غواګانې . ( تفسير الميزان )

* په آيت کې د ديه اندازه نه ده ټاکل شوې،چې د قرآن د واقعي مفسرانو، نبوي سنتو او نبوي کورنۍ ته اړتيا احساس شي .

*د وژل شوي مسلمان کورنۍ ته د ديه په ورکولو کې ړومبى د مريي ازادول مطرح شوي او بيا د وينې بيه؛( تحرير رقبة و دية)؛ خو د کافرو په خپلوانو کې ړومبى د وينې بيې خبره ده او بيا د مريي د ازادۍ؛ (فدية مسلمة …. تحرير رقبة ) کېداى شي ددې لپاره وي،چې د کافرانو پام مادياتو ته وي او يا دا چې د ديه ورکول د تړون په پاېښت او ساتنه کې ډېر اغېز لري .

پيغامونه :

١_ په اسلام کې د بې ګناه وژل حرام دي . (وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ)

٢_وژنه له ايمان سره اړخ نه لګوي . (وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ)

٣_مؤمن جايزالخطا دى؛نو بايد پام يې وي . (وَمَن قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَئًا)

٤_د مسلمان د نفس درناوى تر دې بريده دى، چې ان ‏له خطايي وژنې يې په اسانۍ نشو تېرېدلاى. (وَمَن قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَئًا فَتَحْرِيرُ )

٥_ په سزا کې د تخفيف يوه کچه خطا ده . (فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ)

٦_د مؤمن انسان د فقدان جبران د ايمان د خاوند ازادول دي. (فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ)

٧_ازادي يو ډول ژوند دى،چې کله د يو کس ژوند اخستل کېږي؛نو د جبران لپاره يې بايد يو تن ازاد شي . (فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ) ( تفسيرالميزان )

٨_ اسلام د مريانو د ازادۍ لپاره هم کړلار لري . (فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ)

٩_ د ديه ورکولو شرط د مقتول د کورنۍ غوښتنه نه ده؛بلکې وژونکى يې بايد ورکړي . (مُّسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ)

١٠_هر چا ته بايد ديه ور نه کړه شي او يوازې بايد د وژل شوي کورنۍ ته ورکړه شي،چې حق يې حقدار ته ورسي . (مُّسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ)

١١_د وژل شوي کورنۍ د ديه خاوندان دي . (مُّسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ)

١٢_د خطاکار د ديې ټاکل په اسلامي نظام کې د جريمې د شتون رمز دى . (دِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ)

١٣_ په هيجاني او عاطفي حالاتو کې هم رحم هېرول نه دي پکار او د خطاکار بښل، ستايل شوى او صدقه ده . (إِلاَّ أَن يَصَّدَّقُواْ)

١٤_تړون او ژمنه دومره ارزښت لري،چې کله کافر له مؤمن سره په يوه ليکه کې وي؛هم ژمني کافر ته بايد ديه ورکړه شي . (فَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ… و تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ)

١٥_د جريمو ډول له يوه اړخه بايد د مسلمانانو په ګټه وي (وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةً) او بلخوا بايد د کافرو د مالي سټې د پياوړتيا لامل نشي؛نو پوځي دښمن ته د ديه ورکول منع دي. (فَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ عَدُوٍّ لَّكُمْ وَهُوَ مْؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ )

١٦_د مريانو د ازادولو لپاره د ايمان شرط د هغه مريانو هڅونه ده،چې اسلام ته لېوالتيا لري. (رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةً)

١٧_د اسلام په قوانينو کې ډپ نشته . د اسلام په قوانينو کې تخفيف شته ؛خو تعطيل پکې نشته . (فَمَن لَّمْ يَجِدْ)

١٨_ په اسلام کې جريمه د وګړيو د جسمي او مالي وس پر بنسټ ده . (فَمَن لَّمْ يَجِدْ….)

١٩_پرله پسې روژې د روح د پاکۍ لامل ګرځي . (فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ)

٢٠_ اسلام د وګړي پر ايماني اړخ تکيه کوي . د مريي ازادول او د ديه ورکول په سترګو ښکاري؛خو روژه نيول په سترګو نه ليدل کېږي او له دې لارې انسان خپل ديني او اخلاقي وجدان جريمه کوي . (فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ )

٢١_د مؤمن نفس خورا ارزښت لري او کفارې يو ډول الهي ارفاق او تخفيف دى . (تَوْبَةً مِّنَ اللّهِ)

٢٢_غيرعمدي وژنه هم انسان د خداى له رحمته لرې کوي او د ديه ورکول او د مريي ازادول قاتل بېرته د خداى رحمت ته نږدې کوي . (تَوْبَةً مِّنَ اللّهِ)

٢٣_الهي قوانين د حکمت او پوهې پر بنسټ او هر اړخيز دي . (وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا)

 

۹۳- ((وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا= او څوك چې مؤمن په لوى لاس ووژني؛نو سزا يې دوزخ دى،چې تل به پكې وي،پر هغه د خداى غضب دى او له خپل رحمته يې لرې كوي او ستر عذاب يې ورته چمتو كړى دى . ))

 ټکي :

* د احد د جګړې په کړکېچنو ‏ شرايطو کې يو مسلمان بل مسلمان د جاهليت د وخت د دښمنۍ له امله وواژه،چې د وحې له لارې پېغمبر اکرم خبر شو‏ او له احد څخه د راستنېدو پر مهال يې په “قبا” سيمه کې د مؤمن پر قصاص حکم وکړ او هغه مسلمان يې وواژه او پښېمانۍ ته يې پام ونشو .

وګورئ : المغازي ۱/٣٠٤ ؛ پيامبري و جهاد:٣٢٧ مخ .

* اسلام د مسلمانانو نفس او امنيت ته خورا ارزښت ورکړى او د وژنې لپاره يې تلپاتې عذاب ورکړى ،چې د وژنې او جرمونو مخه ونيسي .

کوم تعبيرات،چې په دې آيت کې (( د مؤمن په لوى لاس وژنې لپاره )) کارول شوي، د هيڅ ګناه لپاره نه دي کارول شوي . امام صادق وايي : د هغه کس توبه قصاص دى، چې بل مؤمن په لوی لاس ووژني .

وګورئ :تفسير نورالثقلين؛کافي : ٧ /٢٧٦ .

* ((تعمد)) له (( عمود )) څخه اخستل شوى او دا چې د چارو ستنې نيت دى او هغه کار ته عمدي وايي، چې په پخواني نيت وشي .

* روايتونو د وژنې ‏ د ګناه د ستروالي خبر ورکړى دى :

١_ د قيامت پر ورځ به ړومبى د بې ګناه وژنې پوښتنه کېږي .

٢_تر ټولو ياغي انسان هغه دى،چې انسان ووژني يا يې ووهي .

٣_د وژنې پر ګناه سر بېره د مقتول د ګناهګانو سزا هم د وژونکي پر غاړه ده .

٤_که په ځمکه او اسمانونو کې مېشت د قتل لپاره لاس يو کړي؛نو ټولو ته به سزا ورکړه شي.

٥_ د ټولې دنيا ورکېدل تر يوه بې ګناه وژنې اسان دي . وګورئ :وسائل ١٩ /۲،۳.

پیغامونه :

١_ په اسلامي نظام کې يو مقام هم د بې ګناه د وژلو او اعدام حق نه لري . (وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا)؛خو په طاغوتي نظامونو کې د ((أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ)) شعار دى . ( بقره /٢٥٨)

٢_ صحيح افکار او عقايد دي،چې انسان ته ارزښت ورکوي . (مُؤْمِنًا )

٣_په سزا کې د لوی لاس سزاګانو حساب بېل دى . (مُّتَعَمِّدًا)

٤_قتل او وينه تويونه کبيره ګناهګانې دي . (فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ)

٥_سزا په ټولنه کې د فساد مخنيوى کوي او د ټولنيز امنيت لامل دی . (َمَن يَقْتُلْ…. فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ)

 

۹۴- ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُواْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا= مؤمنانو! چې كله د خداى په لار كې سفر كوئ ( او جهاد ته ځئ )؛ نو سمه پلټنه وكړئ او داچې د دنيا ناپايښته پانګه (او غنايم) ترلاسه كړئ؛نو څوك چې د سولې او اسلام ا ظهار وكړي،ورته مه وياست:(( چې مؤمن نه يي.)) ځكه كه د دنيا ګټه غواړئ؛ نو له خداى سره (تاسې ته) ډېر پرېمانه غنيمتونه دي،تاسې ( هم) مخكې همداسې وئ؛خو بيا خداى پر تاسې ولورېد (او پرسمه لار شوئ )؛نو ( ددې ستر نعمت په شكرانه كې سمه) څېړنه وكړئ، په رښتيا څه چې كوئ،خداى پرې ښه خبر دى . ))

 ټکي :

د خیبر تر جګړې وروسته د خداى استازي حضرت “اسامه بن زيد” (رض) د مسلمانانو له يوې ډلې سره د فدک د يو کلي په يهودانو پسې ولېږه،چې اسلام ته یې راوبله او که اسلام يې و نه مانه؛نو “نه ذمه” به يې پر غاړه وي . د “مرداس” په نامه يو يهودى، چې د حضرت اسامه (رض) له راتګه خبر شوى و؛نو خپله کورنۍ او شتمني يې په يوه غر کې پټ کړل او پر توحيد او د پېغمبر پر رسالت له شعار سره د مسلمانانو مخې ته راغى . حضرت اسامه ګومان وکړ، چې له وېرې يې اسلام راوړى؛نو و يې واژه او شتمني يې غنيمت کړه . پېغمبر اکرم په دې کار خورا خپه شو،چې مسلمان وژل شوى دى .

* اسلام د مادياتو او غنيمت لپاره جهاد رټلى دى او پرته له څېړنې په بېړه د نورو وژل منع دي .

* کېداى شي د ((كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ)) جملې اشاره دې ته وي،چې په پيل کې تاسې هم يوازې په ظاهره د اسلام ادعا کوله او هم کړاى شي اشاره يې ( لکه څنګه چې د الميزان تفسير ويلي ) دې خبرې ته وي، چې په جاهليت کې تاسې په خپله د غنيمت او مادياتو لپاره په جګړه کې ګډون کاوه او اسلام هغه ټولې انګېزې له منځه يووړې .

* کېداى شي له ((أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ)) څخه مراد د اسلام اظهار او د شهادتېنو ويل وي،چې له شان نزول سره اړخ لګوي او يا د سلام له القاء مراد د اوربند وړانديز، جګړه پرېښوول او تسليمېدل وي؛ نه د اسلام راوړل،چې ددې آيت مانا ده : هغوى چې د نه برید ‏وړانديز او د تسليمېدو اظهار وکړي او جګړه پرېږدي؛نو دوی ته مه وياست چې ته دې پر خپله خبره ايمان نه لرې او دورغ وايې،چې په دې پلمه و يې وژنئ او غنيمت لاس ته راوړئ . ( تفسير راهنما )

* کېداى شي د آيت په اخر کې له ((فَتَبَيَّنُواْ)) مراد د جاهليت په تاريخ کې څېړنه وي؛يعنې په تاريخ کې څېړنه وکړئ،چې اسلام څنګه وده درکړه؛نو له نويو مسلمانان شويو زياته تمه مه لرئ . ( تفسير راهنما )

پیغامونه :

١_جهاد بايد له دښمنه د پوره معلوماتو او د موخو تر پېژندو وروسته وي . (فَتَبَيَّنُواْ)

٢_هغوى ته پر ورين تندي ښه راغلاست ووياست،چې د اسلام اظهار کوي . (لاَ تَقُولُواْلَسْتَ مُؤْمِنًا)

٣_په جګړه او جهاد کې له خپل ځواکه ناوړه ګټنه مه کوئ . (لاَ تَقُولُواْلَسْتَ مُؤْمِنًا)

٤_پر مشکوکو کسانو دومره ژر د بې دينۍ ټاپه مه لګوئ . (لاَ تَقُولُواْلَسْتَ مُؤْمِنًا)

٥_خداى د خلکو له زړه خبر دى او موږ يوازې ظاهر ګورو؛نو که د چا ظاهر نه منئ؛نو د ردولو حق يې هم نه لرئ . (لاَ تَقُولُواْلَسْتَ مُؤْمِنًا)

٦_يوازې ادعا دليل نه غواړي؛بلکې د يوې خبرې ردول هم کوټلي دليل ته اړتیا لري . (لاَ تَقُولُواْلَسْتَ مُؤْمِنًا)

٧_پر مادي انګېزو پر نورو د کفر ټاپه مه لګوئ . (تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا)

٨_ په جهاد کې مادي موخې شا ته واچوئ او پر غنيمت غوښتنه د جهاد سپېڅلتيا له منځه مه وړئ . (تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا)

٩_د دنيا ښکلا له ځان تېرو سرتېرو پر روحيه هم اغېز کوي. (إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ…. تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا )

١٠_د جهاد موخه اسلام ته د نورو رااړول دي؛نه غنيمت؛نو د غنيمت لپاره پر نورو د کفر ټاپه مه لګوئ. (لاَ تَقُولُواْلَسْتَ مُؤْمِنًا ، تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا )

١١_په جهاد کې د خلکو د انګېزو د بدلېدو خطر شته دى . (تَبْتَغُونَ )

١٢_دنيا لنډ مهالې ده . (عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا)

١٣_مؤمن مجاهد بايد متقي او زاهد وي . (تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا)

١٤_بې څېړنې او فکر ګام مه پورته کوئ؛مادي مسايل به خداى حل کړي . (فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ)

١٥_د الهي نعمتونو رايادول،د انسان په سترګو کې غنيمت کوچنى کوي . (فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ)

١٦_مادي نعمتونه هم له خدايه وغواړئ . (فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ)

١٧_په مادي مسايلو پسې تګ د انسان په خټه کې اغږل شوې ده او بايد تامين شي؛نو څومره به ښه وي،چې د ارزښتونو په پېژندلو او ورته په جهت ورکولو يې د ناورا ګټو په کندو کې له غورځېد و وژغورو . (فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ)

١٨_ پر دنيا زړه بايلل جاهلي ځانګړنه ده . (كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ)

١٩_ځان د نورو پر ځاى کړئ او بيا ورمندون وکړئ،تاسې هم يوه ورځ داسې وئ .(كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ)

٢٠_مه غره کېږئ ان ايمان مو د خداى له اړخه دى . (فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ)

٢١_الهي لارښوونې پر موږ الهي منتونه دي . (فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ)

٢٢_نعمتونه مسووليت هم لري . (فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُواْ)

٢٣_مه ساده وسئ،مه ژر باوري،نه بد اندي او نه کينه کښ . (فَتَبَيَّنُواْ )

٢٤_په جګړو کې له ډېرې حوصلې او عقله کار واخلئ، له احساساتو کار مه اخلئ،چې په خپله د بې ګناهانو د قتل لپاره پلمه ده،چې خداى له هر څه خبر دى . (إِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا)

 

۹۵- ((لاَّ يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُوْلِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُلاًّ وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا=(هېڅكه له جهاده ) بې عذره ناست مؤمنان له هغه مجاهدينو سره برابر نه دي،چې د خداى په لار کې يې په خپلو مالونو او ځانونو(جهاد کړى)، خداى پر كور ناستيو (=چې جهاد يې پرېښى دى) د مجاهدينو درجه لوړه كړې،چې په مال و سر يې جهاد كړى او خداى له دې هرې يوې ډلې سره (د نېكو كړنو په مقابل كې يې) د نېكې بدلې وعده وركړې ده؛خو مجاهدين يې (له جهاده) پر كور ناستيو په سترې بدلې سره غوره كړي دي . ))

ټکي :

* څو ډلې دي،چې جهاد ته نه ځي : بې ايمانه منافقان . ډارن مسلمانان .هوسا غواړي .شکاکان او بې همته، چې وايي : پر شتمنۍ،بيان ، قلم او دعا به د سرتېرو ملاتړ شو او جهاد موږ ته واجب عيني نه دى . دا آيت هم د وروستۍ ډلې په اړه راغلى او رټلي يې دي؛ځکه نورې ډلې په نورو ځايونو کې په کلکه رټل شوي دي او هيڅ ډول مقام او درجه نه لري،چې مجاهدين ترې يوه درجه لوړ وي .

*په روايتونو کې دي : هغوى چې د ناروغۍ له امله جهاد ته نشي تلاى؛خو زړه يې له مجاهدينو سره وي؛نو ثواب يې د جهاد هومره دى . ( تفسير صافي )

* آيت د فرض کفايي په اړه دى او که فرض عيني و؛نو قاعدان به هم پکې متخلف شمېرل شوي ول .

پیغامونه :

١_ د تبليغ لارې بايد پوړ په پوړ وي . ړومبى يې وويل : ((لاَّ يَسْتَوِي)) بيا يې وويل : ((دَرَجَةً )) او په پاى کې وايي : ((أَجْرًا عَظِيمًا))

٢_ له ټولو سره يو شان خبره نه کېږي؛د قرآن چلن له منافقانو ، ډارنو او رفاه غواړيو سره توپير لري . يوازې په ((قاعدين)) يې جهاد ته نه تللي مؤمنان رټلي دي .

٣_ جسمي ستونزې لرونکي له جهاده معاف دي . (غَيْرُ أُوْلِي الضَّرَرِ)

٤_د ځاني جهاد تر څنګ مالي جهاد نوموتى دى؛ځکه بې له مالي ملاتړه جهاد کمزورېږي . (بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ)

٥_د خلکو مالي مرستې د جهاد مالي ملاتړېداى شي . (بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ)

٦_څوک چې پر هر مقام او منصب وي او هر چېرته خدمت کوي؛نو پوه دې شي، چې تر مخلص سرتېرې يې رتبه ټيټه ده .

٧_ د هر چا د کوښښ او چوپړ درناوى بايد وشي او د هغو له امله،چې په جګړه کې يې برخه اخستې د نورو ارزښت بايد و نه لتاړل شي . مجاهدين په رتبه کې غوراوى لري؛خو دا خبره د نورو د حذف په مانا نه ده . (كُلاًّ وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنَى)

٨_ که خداى مجاهدينو او سرتېرو ته ارزښت ورکړى؛نو ټولنه د هم مجاهدينو او د شهيدانو کورنيو ته ځانګړى ارزښت ورکړي (؛البته په دې شرط،چې سرتېرى هم بې ځايه تمه و نه لري او د ټولنې له درناوي ناوړه ګټنه و نه کړي . ) (فَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ)

 

۹۶- ((دَرَجَاتٍ مِّنْهُ وَمَغْفِرَةً وَرَحْمَةً وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا = هغوى ته د خداى له لوري (مهمې) درجې دي او بښنه او رحمت (يې په برخه دى) او(كه ښويېدنې يې درلودې؛نو) خداى ډېر بښونكى (او) مهربان دى . ))

 پیغامونه :

١_ د قاعدانو او مبارزانو توپير لږ نه دى؛بلکې خورا ډېر دى. (دَرَجَاتٍ )

٢_ د خداى له رحمته د برخمنېدو شرط پاکوالى او پاکېدل دي . ړومبى (مَغْفِرَةً ) راغلى او بيا ( رحمت) .

٣_خداى غفور او رحيم دى؛خو د غفران او رحمته د برخمنېدو شرط جهاد دى . (مَغْفِرَةً وَرَحْمَةًغَفُورًا رَّحِيمًا)

 

۹۷- ((إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا فَأُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِيرًا= په واقع کې هغوى چې پر خپلو ځانونو يې ظلم كړى و ( د روح قبضولو) پرښتو ورته د ساه اخستو پر مهال وويل :((تاسې په څه حال كې وئ؟)) (او سره له دې،چې مسلمانان وئ؛خو د كفارو په ليكه كې وئ)؟هغوى ځواب وركړ: (( موږ په خپله سيمه كې تر زور زياتي لاندې او كمزوري وو.)) هغوى [= پرښتو ] وويل : ((ايا د خداى ځمكه پراخه نه وه؛چې هجرت مو پکې كړى واى؟!)) هغوى (څه عذر نه درلود او ) هستوګنځى يې دوزخ دى، چې دا (دوزخ) د ورتلو ناكاره ځاى دى . ))

ټکي :

* د بدر تر جګړه مخکې کفارو د مکې خلک له مسلمانانو سره جګړې ته وهڅول او اعلان يې کړ، چې که چا په دې جګړه کې برخه وا نه خسته؛نو شتمني به ترې اخستل کېږي او کور ته به يې اور اچول کېږي . ځينې مسلمانان هم په مکه کې مېشته ول او هجرت يې لا نه وکړى او پر ځان وېرېدل او له کفارو سره د مسلمانانو جګړې ته راغلل او په (( بدر )) کې ووژل شول . آيت راغى او هغوى يې په مکه کې د پاتې کېدو او د هجرت نه کولو له امله ورټل او پړه يې پرې واچوله .

* روايت دى : هغوى چې د خپل دين د ساتلولپاره ان ‏يو ګام هجرت هم وکړي؛نو جنتي دى او د حضرت محمد (ص) او ابراهيم همنشين به وي . ( تفسير صافى )

پیغامونه :

١_ پرښتې د انسان له چارو خبرې دي . (الْمَلآئِكَةُقَالُواْ فِيمَ كُنتُمْ قَالُواْ)

٢_ د هجرت نه کول او د ګروهې د لاسه ورکول پر ځان ظلم دى . (ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ)

٣_ د هجرت د نه کولود ګناه پوښتنه به تر ټولو ړومبى کېږي؛د مرګ پرښتې يې د ساه اخستو پر مهال پوښتي . (فِيمَ كُنتُمْ)

٤_د کفر له چاپېرياله هجرته فرض دى . (كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ…. أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً)

٥_که په وس کې مو وي؛نو په چاپېريال کې بدلون راوړئ او که داسې نشئ کړاى؛نو هجرت وکړئ،چې غاړه مو بنده نشي . (أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا)

٦_ ګناه ته مخونه ورکول نه منل کېږي . (كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ…)

٧_چاپېريال او اکثريت پر انسان اغېز لري او انسان بايد پر هجرت د چاپېريال دباو له منځه يوسي. (فَتُهَاجِرُواْ )

٨_ آر د خداى عبادت دى؛نه د وطن عبادت . (أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ)

٩_هجرت د فکري او عقيدتي کمزورۍ يو درمل دى . (كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ…… أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ)

 

۹۸- ((إِلاَّ الْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَلاَ يَهْتَدُونَ سَبِيلًا= خو هغه شمېر نارينه، ښځې او ماشومان چې په رښتيا بېوسې دي، نه چاره او وسيله لري او نه ( له هغه ككړ چاپېرياله) د وتو لار؛))

۹۹- ((فَأُوْلَئِكَ عَسَى اللّهُ أَن يَعْفُوَ عَنْهُمْ وَكَانَ اللّهُ عَفُوًّا غَفُورًا= نو ممكن خداى له هغوى تېر شي،چې خداى ډېر تېرېدونكى (او) بښونكى دى . ))

ټکي :

* مستضعف هغوى دي،چې نه د کفر د لرې کولو وس لري او نه حق ته د تسليمېدو لار، چې تکليف يې پر غاړه نه دى . ( تفسير صافي )

* امام باقر وايي : هغه ښځې او سړي مستضف دي،چې عقلونه يې د ماشومانو په څېر وي.

وګورئ : نورالثقلين : ۱/٥٣٧؛ معانى الاخبار : ٢٠١ مخ .

پیغامونه :

١_ ځواک د مکلفيت شرط دى . (إِلاَّ الْمُسْتَضْعَفِينَ….)

٢_ پر هغو ښځو او ماشومانو هم هجرت فرض دى، چې د کفر په چاپېريال کې وي او د هجرت وس لري . (وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ)

٣_ واقعي مستضعف هغه دى،چې د هجرت وس نه لري او د کفارو او مشرکانو د واک له سيمې نشي وتلاى . (لاَ يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَلاَ يَهْتَدُونَ)

٤_د امکاناتو په شتون کې د ديني ښوونو نه زده کول پر ځان ظلم دى .( ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْإِلاَّ الْمُسْتَضْعَفِينَ…. لاَ يَهْتَدُونَ سَبِيلًا )

٥_واقعي عذرونه د منلو وړ دي؛خو پلمې نه . (لاَ يَسْتَطِيعُونَلاَ يَهْتَدُونَ)

٦_د هجرت د نه کولو ګناه دومره ده،چې پر دې ګناه د بښل کېدو لپاره د (( کېداى شي)) ټکى راغلى او پرېکنده بښل يې نه دي نوموتي . (عَسَى اللّهُ)

 

۱۰۰- ((وَمَن يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللّهِ يَجِدْ فِي الأَرْضِ مُرَاغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلى اللّهِ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا= او څوك چې د خداى په لار كې هجرت وكړي؛نو پرځمكه به د امن ډېر او پراخه ځايونه ومومي او څوك چې له خپل كوره د خداى او پېغمبر لوري ته د هجرت لپاره ووځي او بيا(په لار كې) ورته مرګ راشي؛نو اجر يې پرخداى دى او خداى بښونكى او مهربان دى . ))

 ټکي :

* يو مسلمان ناروغه شو،و يې ويل : له مکې مې بهر يوسئ،چې له مهاجرو ځنې شم؛نو همداچې له مکې يې بهر کړ،په لار کې ومړ،چې دا آيت راغى .

* ټول سپېڅلي هجروتونه؛لکه د جهاد هجرت ،د زده کړې لپاره هجرت او …. ددې آيت مصاديق دي.

* امام صادق وايي : ددې آيت مصداق هغوى دي،چې د خپل وخت د امام د پېژندنې لپاره له کوره بهر ووځي؛خو عمر يې ورسره وفا و نه کړي . ( کافي : ۱/٣٧٨ )

پیغامونه :

١_ هجرت د پراختيا زمينه جوړونکى دى . (مَن يُهَاجِرْ…. يَجِدْ فِي الأَرْضِ مُرَاغَمًا)

٢_موږ بايد خپله دنده تر سره کړو،پايله يې خداى ته پرېږدئ . (وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ)

٣_د خداى او رسول پر لار روان شئ او له مړينې مه وېرېږئ . (ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ)

٤_ مهاجر له خداى سره تر جنته هم غوره ثواب لري . (وَقَعَ أَجْرُهُ عَلى اللّهِ)

 

۱۰۱- ((وَإِذَا ضَرَبْتُمْ فِي الأَرْضِ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَقْصُرُواْ مِنَ الصَّلاَةِ إِنْ خِفْتُمْ أَن يَفْتِنَكُمُ الَّذِينَ كَفَرُواْ إِنَّ الْكَافِرِينَ كَانُواْ لَكُمْ عَدُوًّا مُّبِينًا= او چې کله سفر كوئ (؛نو) كه وېرېږئ،چې كافران به زيان در ورسوي (؛نو) څه باك نشته،چې لمونځ لنډ كړئ؛ځكه كافران ستاسې ښكاره دښمنان دي . ))

 ټکي :

* د جهاد او هجرت تر خبرې وروسته يې د مسافر د لمانځه خبره کړې ده .

* له ((ضَرَبْتُمْ فِي الأَرْضِ)) څخه مراد سفر دى؛ځکه مسافر د سفر پر مهال تر پښو لاندې ځمکه وهي. ( مفردات راغب : ماده ضرب )

* په قرآن کې کله د (( وجوب )) پر ځاى د (( باک نشته ‏)) تعبير کارول شوى،چې دا آيت هم يو له هغوى ځنې دى.ګواکې ‏په صدر اسلام کې مسلمانانو له لمانځه سره دومره مينه درلوده، چې د لمونځ نيمول يې ګناه ګڼله .

* د ((قصر)) لمونځ يوازې له دښمنه د وېرې لپاره نه وي؛خو ددې لپاره،چې معمولا په سفرونو کې هم وېره وي او يا داچې د ړومبى ځل لپاره د قصر لمونځ د وېرې لپاره و او بيا په هر سفر کې شو؛نو د ((إِنْ خِفْتُمْ)) قید راغلى دى .

* په روايتونو کې د لمانځه د لنډولو او ماتولو لپاره اته فرسخه ( د يوې ورځې سفر ) ټاکل شوى دى .

وګورئ : تهذيب الاحکام : ۳/٢٠٧ .

* د ماښام له لمانځه پرته د مسافر ټول لمونځونه دوه رکعته دي او د لمانځه له لنډولو مراد د څلور رکعتي لمونځونو دوه رکعتي کول دي . ( من لا يحضر الفقيه ۱/٢٧٩ )

پیغامونه :

١_ واقعبينې او انعطاف پذيري د الهي قوانينو يو آر ‏ دى . (تَقْصُرُواْ مِنَ الصَّلاَةِ إِنْ خِفْتُمْ…)

٢_ د لمانځه پر حال هم له دښمنه مه غافلېږئ؛سياست او ديانت اوعبادت او فطانت بېل نه دي. (إِنْ خِفْتُمْ أَن يَفْتِنَكُمُ)

٣_په ځينو وختونو کې ډاډ ته مه په تمه کېږئ کله د پروګرام د بدلون لپاره د دسيسې احتمال هم کافي دى . (إِنْ خِفْتُمْ أَن يَفْتِنَكُمُ )

٤_ ان د خطر پر مهال هم لمونځ کول پکار دي . (إِنْ خِفْتُمْ أَن يَفْتِنَكُمُ)

٥_ کفر او ايمان په ټکر کې دي . (إِنَّ الْكَافِرِينَ كَانُواْ لَكُمْ عَدُوًّا مُّبِينًا)

٦_ کفار درسره دښمنۍ ته يو لاس دي . (عَدُوًّا) د ( اعدا ) پر ځاى .

٧_ له تاسې سره د کفارو دښمني پخوانۍ مخینه ‏ لري . (كَانُواْ لَكُمْ عَدُوًّا)

 

۱۰۲- ((وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلاَةَ فَلْتَقُمْ طَآئِفَةٌ مِّنْهُم مَّعَكَ وَلْيَأْخُذُواْ أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُواْ فَلْيَكُونُواْ مِن وَرَآئِكُمْ وَلْتَأْتِ طَآئِفَةٌ أُخْرَى لَمْ يُصَلُّواْ فَلْيُصَلُّواْ مَعَكَ وَلْيَأْخُذُواْ حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ وَدَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُم مَّيْلَةً وَاحِدَةً وَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن كَانَ بِكُمْ أَذًى مِّن مَّطَرٍ أَوْ كُنتُم مَّرْضَى أَن تَضَعُواْ أَسْلِحَتَكُمْ وَخُذُواْ حِذْرَكُمْ إِنَّ اللّهَ أَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا = او چې کله د هغو په منځ كې وې او ( د جګړې په ډګر كې ) دې لمونځ ورکاوه (؛نو) له هغو يوه ډله بايد له تا سره ( پر لمانځه ) ودرېږي اوبايد خپله وسله يې اخستې وي او چې سجده يې وكړه (او لمونځ يې پاى ته ورساوه؛) نو ستاسې شاته دې (د جګړې ډګر ته ) ولاړ شي او هغه بله ډله دې راشي،چې لمونځ يې نه دى كړى (او پر جګړې اخته وه) چې له تا سره لمونځ وكړي،هغوى بايد (د لمانځه پر وخت) پر وسلو سمبال وي (؛ځكه) كافران په څار كې دي،چې كه تاسې له خپلو وسلو او تجهيزاتو غافل شئ؛ نو هغوى پر تاسې يو وار يرغل وكړي اوكه د باران له امله په تكليف كې ياست او يا ناروغ (او ټپي) ياست؛نو په وسله ايښودو كې څه باك نشته؛خو دفاعي وسايل (لكه زغره) دې درسره وي، خداى كافرانو ته سپكوونكى عذاب چمتو كړى دى.))

ټکي :

* پر شپږم هجري کال پېغمبراکرم (ص) له يوې ډلې مسلمانانو سره د مکې پر لور روان و،چې د حديبيې په سيمه کې ورته “خالد بن وليد” او دوه سوه نورو کسانو کمين نيولى و . د حضرت بلال (رض) تر اذان وروسته د لمانځه پر مهال خالد فرصت غنيمت وګاڼه، چې پر مسلمانانو يرغل وکړي . آيت راغى او پېغمبراکرم يې د خالد له دسيسې خبر کړ،چې بيا خالد هم د مسلمانانو د معجزې تر ليدو وروسته مسلمان شو.(تفسير مجمع البيان)

* په دې لمانځه کې تر ړومبي رکعت وروسته ړومبۍ ډله پاڅېده او اودويمه ډله له وسلې سره د امام شاته پر لمانځه درېږي او امام هم بايد د مسلمانانو تر راتګه په تمه شي .

پیغامونه :

١_ ان د جګړې په ډګر کې هم لمونځ پرېښوول نه دي پکار . (فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلاَةَوَلْيَأْخُذُواْ أَسْلِحَتَهُمْ)

٢_د لمونځ د ارزښت لپاره همدا بس، چې ان د جګړې په ډګر کې که يو رکعت هم وي کېږي. (وَلْتَأْتِ طَآئِفَةٌ أُخْرَى لَمْ يُصَلُّواْ فَلْيُصَلُّواْ )

٣_د دوو دندو ( لمونځ او جهاد ) د يو ځاى کېدو پر مهال بايد يو تر بله ځار نشي . (فَلْتَقُمْوَلْيَأْخُذُواْ)

٤_په هر حال کې هوښياري پکار ده ان ‏لمونځ بايد مسلمان د دښمن له خطره غافل نه کړي. (وَلْيَأْخُذُواْ أَسْلِحَتَهُمْ)

٥_مشر د وحدت او عبادت چورليځ دى . (كُنتَ فِيهِمْفَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلاَةَ)

٦_ ان په حساسو شېبو کې د کار ويش او نور د کار په خېر کې شريکول د ټولنې د الفت لامل دى . په دې آيت کې دوه رکعته لمونځ پر دوو ډلو ويشل شوى،چې تبيعض نه وي او ټول د خېر له کاره برخمن شي . (وَلْتَأْتِ طَآئِفَةٌ أُخْرَى…)

٧_الهي احکام د شرايطو په تناسب سره توپيرلري . ( دا آيت له دښمنه د وېرې پر مهال د لمانځه په اړه دى ) (فَلْتَقُمْ طَآئِفَةٌ مِّنْهُم)

٨_ په جګړه او جهاد کې په جمع لمونځ له موخې، خداى ، پېغمبر او مشر سره د مينې او پر ارزښتونو د پاى بندۍ نښه ده . (وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلاَةَ)

٩_ په جګړه کې د ځواکونو د ځاى پر ځاى کول چټکتيا بايد د يوه رکعت لمونځ هومره وي . (وَلْتَأْتِ طَآئِفَةٌ أُخْرَى لَمْ يُصَلُّواْ فَلْيُصَلُّواْ)

١٠_په جګړه او جبهه کې چې څومره لمونځ اوږدېږي، هومره د دښمن د يرغل او بري چانس ډېرېږي؛نو ډېر پام پکار دى . په ړومبي رکعت کې د وسلې درلودل بسيا دي؛خو په دويم رکعت کې هم وسله او هم د دفاع اوزار پکار دي . (وَلْيَأْخُذُواْ أَسْلِحَتَهُمْوَلْيَأْخُذُواْ حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ)

١١_خداى خپل استازى د دښمن له نقشو اودسيسو خبروي . ( د آيت د شان نزول په پامنيوي )

١٢_ستاسې په اخلاص حرکت او د خداى برکت . ( ددې آيت راتګ او د وېرې د لمانځه حکم د هغې دسيسې پر وړاندې د خداى مرسته وه )

١٣_ په جګړه او جبهه کې عبادي چارې بايد اوږدې نشي او د هوښيارتوب خلاف چارې منع دي. (وَدَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْ تَغْفُلُونَ)

١٤_ د دښمن پر هيلو ځان پوه کړئ . (وَدَّ الَّذِينَ )

١٥_عبادت مو له دښمنه غافله نه کړي . (َغْفُلُونَ )

١٦_په واقعي مسلمانانو کې د غفلت احتمال لږ دى . ( د ((لَوْ تَغْفُلُونَ)) په جمله کې د (( لو )) ټکى په دې مانا دى )

١٧_ په هوښيارتیا د اقتصادي او پوځي امکاناتو ساتنه وکړئ . (أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ)

١٨_ په هيڅ شرايطو کې دې سرتېرې له ځانه ساتوني اوزار لرې نه کړي؛که ټوپک نه لري؛نو زره دې له ځانه نه لرې کوي . (خُذُواْ حِذْرَكُمْ)

١٩_کفار ګواښول او مسلمانانو ته تسل ورکول قرآني کړنلار ده . (أَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا)

٢٠_ راتلونکى د کافرانو ذلت دى .( أَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا)

۱۰۳- ((فَإِذَا قَضَيْتُمُ الصَّلاَةَ فَاذْكُرُواْ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِكُمْ فَإِذَا اطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا= نو چې لمونځ مو وكړ؛ نو په ولاړه او ناسته او په ډډه (ويده)خداى ياد كړئ او چې كله ډاډه شوئ ( او ډار له منځه ولاړ؛نو) لمونځ ( په عادي ډول) وكړئ (؛ځكه) لمونځ پر مؤمنانو په ټاكليو وختونوكې فرض کړاى شوى دى .))

 ټکي :

*((قِيَامًا )) د (( قيام )) جمع ده،چې د ولاړ په مانا ‏دی. ((قُعُودًا )) د (( قاعد )) جمع ده،چې د ناست په مانا دی ‏او (( جنوب )) د (( جنب )) جمع ده،چې د څنګ مانا دی ‏او مراد يې سملاستل دي .

او همداراز ((کتابا)) د واجب او ليکل شوي امر په مانا دی او (( موقوت )) له ټاکل شوي وخت سره کار ته وايي .

* حضرت علي د ((فَاذْكُرُواْ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِكُمْ)) آيت په اړه وويل : يعنې روغ پر ولاړ، ناورغ پر ناسته او هغه چې پر ناسته هم لمونځ نشي کړاى؛نو په ملاسته دې لمونځ وکړي . ( وسائل۵/٤٨٨)

* امام باقر د ((كِتَابًا مَّوْقُوتًا)) په اړه وويل : ؛يعنې مفروض او واجب . ( کافي ۳/٣٩٤)

پيغامونه :

١_ د خوف د لمانځه نيمګړتياوې د خداى په ذکر جبرانېږي . (فَإِذَا قَضَيْتُمُ الصَّلاَةَ فَاذْكُرُواْ اللّهَ)

٢_په هر حال که د جګړې ډګر وي که د ناروغۍ بستره، د خداى ذکر او ياد پکار دى . (قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِكُمْ)

٣_ د مسلمان جنګيالي وسله لمونځ او د خداى ذکر دى . (فَإِذَا قَضَيْتُمُ الصَّلاَةَ فَاذْكُرُواْ اللّهَ)

٤_د خوف لمونځ استثناء ده او تر اضطرار او خطر وروسته هر څه په عادي بڼه وي . (فَإِذَا اطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ)

٥_لمونځ په هر وخت او ځاى کې د هر نسل لپاره پرېکنده الهي فرض دى . (كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا)

٦_هر لمونځ ته ځانګړى وخت ټاکل شوى دى . (مَّوْقُوتًا )

٧_د لمانځه لپاره وخت ټاکل د مسلمان ژوند ته نظم ورکوي. (كِتَابًا مَّوْقُوتًا)

 

۱۰۴- ((وَلاَ تَهِنُواْ فِي ابْتِغَاء الْقَوْمِ إِن تَكُونُواْ تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللّهِ مَا لاَ يَرْجُونَ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا= او (هېڅكله) د دښمن په څارلو كې سستي مه كوئ (؛ځكه) كه تاسې رنځ او كړاو ګالئ؛نو ستاسې په څېر هغوى هم كړاو ګالي؛خو تاسې له خدايه د هغه څه هيلمن ياست،چې هغوى نه دي او خداى پوه حكيم دى . ))

ټکي :

* د احد تر جګړې وروسته ابوسفيان کبرجن ودرېد او غږ يې کړ: زموږ دا برى د بدر په جګړه کې د ماتې پر وړاندې . د پېغمبر اکرم يارانو ورته وويل :زموږ شيهدان په جنت کې او ستاسې مړي په دوزخ کې دي. کفارو شعار ورکړ : موږ د “عزى” بوت لرو او تاسې يې نه لرئ . مسلمانانو ځواب ورکړ : خداى زموږ مولى دى ؛خو تاسې مولى نه لرئ . بيا کفارو وويل : سر لوړى دې “هبل” (بوت) وي . مسلمانانو ځواب ورکړ : (( الله اعلى و اجل )) .

ددې آيت تر راتګ وروسته پېغمبراکرم د عمومي بسيج اعلان وکړ ( ان ټپيان) چې په دې حرکت يې د کفارو له ماغزو د بيا يرغل فکر وايست .

پيغامونه :

١_مسلمانان بايد غښتلې روحيه ولري او ماتې (؛لکه احد ) يې نهېلي نه کړي . (وَلاَ تَهِنُواْ)

٢_د دښمن پر وړاندې د دفاع پر ځاى پرې يرغل وکړئ . (وَلاَ تَهِنُواْ فِي ابْتِغَاء الْقَوْمِ)

٣_خپل درد د نورو له کړاوونو سره پرتله کول او د خداى په پوهې او مرستې ايمان د مؤمنانو د مورال د غښتلتيا لامل دى . (فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمونَ)

٤_د جګړې له ټولو سختيو او کړاوونو سره برى ستاسې دى؛ ځکه د خداى رحمت ته هېلمن ياست . (َتَرْجُونَ مِنَ اللّهِ)

٥_مسلمانان له خداىه ډول ډول هيلې لري؛ د غيبي مرستو، د بري، د دښمن د ماتې او مانيزو ثوابونه. (َتَرْجُونَ مِنَ اللّهِ)

٦_هيله د حرکت او کوښښ تر ټولو کوټلى او غښتلى اړم او روحي شتمني ده . يا شهادت اوسعادت يا برى. (َتَرْجُونَ مِنَ اللّهِ مَا لاَ يَرْجُونَ )

 

۱۰۵- ((إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللّهُ وَلاَ تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا= موږ دا كتاب په رښتيا پر تا نازل كړى دى او لكه څنګه چې خداى درښوولي،هماغسې د خلكو تر منځ قضاوت وكړه او د خائنانو په ګټه (د بې ګناهو) دښمن کېږه مه .))

۱۰۶- ((وَاسْتَغْفِرِ اللّهَ إِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا= او له خدايه بښنه وغواړه؛(ځکه)چې خداى ډېر بښونكى مهربان دى .))

 ټکي :

* د يوه مشهور ټبر يو سړي غلا وکړه،چې پېغمبراکرم ترې خبر شو او غل،غلا پر بل سړي واچوله،چې د غل په کور کې يې ژوند کاوه . تورن په توره يرغل وکړ،چې خبره دې جوته کړه. هغه يې ارام کړ او د ځان د خلاصولو لپاره يې د قوم يو مخور او يو څو کسان پېغمبراکرم ته واسطه کړل . پېغمبراکرم د هغوى د خبرې د ظاهر او ګواهۍ له مخې اصلي غل خوشې کړ او د غلا د خبر راوړونکى ( قتاده ) يې وراټه؛خو حضرت “قتاده”،چې پوهېده،چې د هغوى ګواهي دروغ ده؛ نو سخت خپه و،چې دا آيت راغى او د حضرت”قتاده” له مظلوميت او د غل د دروغو له شاهدانو يې پرده اوچته کړه .

* ددې آيت د شان نزول لپاره بل نقل داسې دى، چې په يوه جګړه کې يو مسلمان يو زغره پټه کړه؛ نو چې کله رسوا شو؛نو زغره يې د يهودي کور ته ورګوزاره کړه او څو کسانو ته يې دنده ورکړه،چې ووايي : غل يهودي دى؛ نه پلانى. پېغمبراکرم يې د شاهدۍ پر بنسټ مسلمان خوشې کړ؛خو ددې آيت راتګ يهودي خوشې کړ .

* (( خصيم )) هغه ته ويل کېږي،چې له يوې ادعا پلوي کوي او ((خائن)) هغه ته ويل کېږي،چې د قاضي پر وړاندې د باطل امر ادعا وکړي . ( تفسير راهنما )

پيغامونه :

١_ په خلکو کې قضاوت د قرآن پر بنسټ کېږي . (إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ)

٢_قاضي بايد د قرآن پر قانون پوه وي . (إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ)

٣_د قاضي کېدو لپاره د قرآن او سنتو زده کړه شرط ده . (إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ…. لِتَحْكُمَ أَرَاكَ اللّهُ)

٤_د قرآن نزول حق دى؛نو قضاوتونه هم بايد د حق پر بنسټ وي . (بِمَا أَرَاكَ اللّهُ)

٥_ ان له نامسلمانو سره هم په عدالت چلن پکار دى . (لِتَحْكُمَ…. بِمَا أَرَاكَ اللّهُ)

٦_قضاوت د انبياوو کړنلار ده . يوازې د حکم ابلاغ کافي نه دى؛بلکې د حکم پلي کول هم دنده ده.(لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ)

٧_ د خلکو کفر پرې د تور لګولو دليل نه دى . ( د شان نزول په پامنيوي )

٨_پېغمبر اکرم پر قانون او کتاب سربېره له الهي مرستو هم برخمن و . (أَرَاكَ اللّهُ)

٩_ خداى پر قرآن سربېره يوه بله لار خپل پېغمبر ته وښووه . (أَرَاكَ اللّهُ)و يې نه ويل : (( لتحکم بين الناس به ))

١٠_قانون محترم دى؛خو له قانونه د ناوړه ګټنې د مخنيوي لپاره بايد چاره وسنجول شي . دلته الهي مرستې د کار چاره شوه . (بِمَا أَرَاكَ اللّهُ)

١١_له خائنه ملاتړ او دفاع منع ده . (وَلاَ تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا)

١٢_خائنان بايد د الهي مشرانو د مرستې او ملاتړ په تمه نه وي . (وَلاَ تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا)

١٣_قضاوت هغه منصب دی که ‏خاوند يې معصوم هم وي؛نو استغفار ته اړتيا لري . (وَاسْتَغْفِرِ اللّهَ)

١٤_د اسلام له وياړنو ځنې يو دادى که ان پر يهودي هم ظلم وشي؛نو د اسلام ړومبى شخصيت بايد د هغه مسلمان لپاره استغفار وغواړي،چې ناوړه ګټنه یې غوښته . (وَاسْتَغْفِرِ اللّهَ)

١٥_که قرآن د پېغمبر ليکنه وه؛نو پکې به پېغمبر اکرم ته د استغفار حکم نه راتله . (وَاسْتَغْفِرِ اللّهَ)

١٦_قاضي بايد تل د ځاني غوښتنو ‏د خلاصون لپاره استغفار وکړي . (وَاسْتَغْفِرِ اللّهَ)

١٧_ استغفار د خداى له مغفرت او رحمته د برخمنېدو تومنه ده . (غَفُورًا رَّحِيمًا)

 

 

۱۰۷- ))وَلاَ تُجَادِلْ عَنِ الَّذِينَ يَخْتَانُونَ أَنفُسَهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ خَوَّانًا أَثِيمًا= او له خپل ځا ن سره د خيانتګرو ملاتړ مه كوه؛(ځكه) خداى خاين ګناهكار نه خوښوي . ((

 ټکي :

* پر خلکو ظلم او خيانت پر ځان ظلم او خيانت دى؛ځکه لاندې ناوړه اغېزې لري :

الف : د خوږلنۍ ‏او عدالت غوښتنې د روحيې د کمزورېدو لامل ګرځي .

ب : د بېوزليو بې برخه کول دي،چې سبا به پاڅون وکړي .

ج : ځان ته د الهي قهر او عذاب برابرول دي .

د :ټولنه لړي،چې ددې چټلۍ دارې به د خاين لمنې ته هم راورسي .

پیغامونه :

١_ له خائنه دفاع حرامه ده او پر خيانت خوښي ښوول د خيانت په جرم کې برخه اخستل دي . (َلاَ تُجَادِلْ…..)

٢_اسلامي واکمن بايد د مظلومانو ملاتړ وي؛نه د ظالمانو. (وَلاَ تُجَادِلْ…)

٣_ عناوين،ځواکونه، ګواښونه او عمومي افکار له خائن سره د همکارۍ جواز نه دي . (وَلاَ تُجَادِلْ…)

٤_ د ټولنې مشر او قاضيان بايد خاينان وپېژني او د چلن لپاره ورته سمه کړلار جوړه کړي . (وَلاَ تُجَادِلْ ..)

٥_هم د تېرو استغفار پکار دى ( تېر آيت ) او هم راتلونکي ته هوښياري پکار ده. (وَلاَ تُجَادِلْ…)

٦_په قرآني فرهنګ کې د ټولنې وګړي د يو بدن غړي دي او یو له بل سره يې خيانت له ټولې ټولنې او ځان سره خيانت دى . ( يَخْتَانُونَ أَنفُسَهُمْ)

٧_د جزيي او ناپوهو د خيانت حساب له سترو او فساد کوونکيو خيانتکارانو سره توپير لري . (يَخْتَانُونَ، خَوَّانًا أَثِيمًا)

٨_هغه چې پر خيانت له خلکو سره خپله مينه شلوي؛نو د خداى مينه به هم ترې شلېدلې وي. (إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ)

٩_په انسان کې د محبوبېدو غريزه ده،چې له دې غريزې بايد په روزنيزو چارو کې کار واخلو. (إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ )

١٠_د خداى حب او بغض د خداى د استازي او د مؤمنانو د ټاکنې او حرکت کچه ده . (إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ….)

 

۱۰۸- ((يَسْتَخْفُونَ مِنَ النَّاسِ وَلاَ يَسْتَخْفُونَ مِنَ اللّهِ وَهُوَ مَعَهُمْ إِذْ يُبَيِّتُونَ مَا لاَ يَرْضَى مِنَ الْقَوْلِ وَكَانَ اللّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطًا= (خاينان خپل ناوړه كړه) له خلكو پټوي؛خو له خداى يې نشي پټولاى او هغوى چې په شپېنيو غونډو كې يې د خداى د خوښې پر خلاف خبرې كولې،خداى ورسره و او څه چې كوي (د) خداى (علم) پرې را چاپېر دى . ))

 پیغامونه :

١_ د دسيسو لپاره د شپې راټولېدل د منافقانو کار دى . (يَسْتَخْفُونَ، يُبَيِّتُونَ )

٢_د خداى پر پوهه ايمان او داچې له هر څه خبر دى د تقوا تر ټولو مهم لامل دى . (وَهُوَ مَعَهُمْ، مُحِيطًا)

٣_ خداى له نږدې زموږ پر چارو څارنه لري . (وَهُوَ مَعَهُمْ)

٤_وينا هم په کړنو کې راځي؛سره له دې،چې دا آيت د ناوړو خبرو په اړه خبرې کوي؛خو د ((بِمَا يَعْمَلُونَ)) تعبير يې کارولاى دى .

۱۰۹- ((هَاأَنتُمْ هَؤُلاء جَادَلْتُمْ عَنْهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَمَن يُجَادِلُ اللّهَ عَنْهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَم مَّن يَكُونُ عَلَيْهِمْ وَكِيلًا=)) هو؛دا تاسې ياست،چې په دې دنيا كې يې دفاع كوئ؛خو څوك به د قيامت پر ورځ د خداى پر وړاندې د هغوى دفاع وكړي؟! او يا څوك به يې ملاتړ ( او مدافع) وي؟! ))

 ټکي :

* په درې آيتونو کې ( له ١٠٧_١٠٩) درې کسانو ته خبردارى وکړ شو :

قاضي ته وايي : پام چې د حق له پولې وا نه وړې . (بِمَا أَرَاكَ اللّهُ)

خائن ته وايي : خداى دې کار څاري . (وَهُوَ مَعَهُمْ)

د خاین ملاتړ ته وايي : ستاسې هلې ځلې په قيامت کې په درد نه خوري. فَمَن يُجَادِلُ اللّهَ عَنْهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ)

پیغامونه :

١_ خائنان دې پر خپلو نننيو ملاتړو زړه نه ښه کوي،چې سبا هم شته .له خائنانو ټول ملاتړونه لنډمهاله دي . (فَمَن يُجَادِلُ اللّهَ عَنْهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ)

٢_مجرم دې د قيامت په فکر کې هم وي،چې ځان ته به وي . (فَمَن يُجَادِلُ اللّهَ عَنْهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ)

٣_په نياوتون-محکمو کې د خائنانو وکالت مه کوئ . (فَمَن يُجَادِلُ اللّهَ عَنْهُمْ)

٤_ مظلوم که په دنيا کې خپل حق ته ونه رسېد؛نو زړه دې يې خوشحاله وي،چې د قيامت پر ورځ د خداى په څېر ستر پاچا يې ملاتړ دى او له ظالمانو به يې حق واخلي . (فَمَن يُجَادِلُ اللّهَ عَنْهُمْ…)

 

۱۱۰- ((وَمَن يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللّهَ يَجِدِ اللّهَ غَفُورًا رَّحِيمًا= او څوك چې بد (كار) وكړي يا پر خپل ځان تېرى وكړي او بيا له خدايه بښنه وغواړي؛نو خداى به ډېر بښونكى (او) مهربان ومومي . ))

 ټکي :

* د تېر آيت ترڅنګ چې خائن ته ګواښ و، دا آيت خائن ته د توبې لار پرانځي .

* ((سوء)) نورو ته د تاوان رسولو لپاره هم راغلى دى؛نو آيت هم پر خلکو او هم پر ځان د ظلم خبره مطرحوي؛لکه څنګه چې ځينو ((سوء)) صغيره ګناه او (( پرنفس له ظلم )) مراد يې کبيره ګناه ګڼلې ده. (تفسير راهنما )

پیغامونه :

١_ انسان حق نه لري،چې پر ځان ظلم وکړي او په حقيقت کې ګناه پر ځان ظلم دى . (يَظْلِمْ نَفْسَهُ)

٢_د خطارکارانو لپاره د راستنېدو لار خلاصه ده . (يَسْتَغْفِرِ اللّهَ)

٣_د بنده د استغفار او د خداى د مغفرت ترمنځ ډېر لږ واټن دى . (يَسْتَغْفِرِ اللّهَ يَجِدِ اللّهَ غَفُورًا)

٤_واقعي توبه دومره خوږه ده،چې انسان خپله دننه الهي رحمت احساسوي . (يَجِدِ اللّهَ غَفُورًا رَّحِيمًا)

٥_خداى نه يوازې بدۍ بښي؛بلکې مهربانه هم دى . (غَفُورًا رَّحِيمًا)

 

۱۱۱- ((وَمَن يَكْسِبْ إِثْمًا فَإِنَّمَا يَكْسِبُهُ عَلَى نَفْسِهِ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا= او چاچې ګناه وكړه؛نو د ځان پر زيان يې كړې ده او خداى پوه (او) حكيم دى .))

 ټکي :

* ګناه،چې د الهي قانون له پولې پښه اړول دي، د زړه صفا، د روح تقوا او عدالت له منځه وړي، چې دا تر ټولو ستر تاوان دى او پر دې سربېره په الهي نظام کې ژر يا وروسته د ظلم پايله د ظالم پر سر ماتېږي. (فَإِنَّمَا يَكْسِبُهُ عَلَى نَفْسِهِ )

پيغامونه :

١_ هره ګناه د انسان پر روح او بدن نېغ په نېغه ناوړه اغېز لري . (يَكْسِبُهُ عَلَى نَفْسِهِ)

٢_انسان ګناه ته څوک نه مجبوروي او د خپل واک په ناوړه ګټنې ګناه کوي . (يَكْسِبْ)

٣_هغه بد نيت چې ورپسې ګناه راوړي پر روح ناوړه اغېز لري . (يَكْسِبْ)

٤_ ((مه کوه پر چا چې و به شي په تا)) حکيمانه کار دى . (عَلِيمًا حَكِيمًا)

٥_حکيمانه چارې په پوهه کېږي . (عَلِيمًا حَكِيمًا)

 

۱۱۲- ((وَمَن يَكْسِبْ خَطِيئَةً أَوْ إِثْمًا ثُمَّ يَرْمِ بِهِ بَرِيئًا فَقَدِ احْتَمَلَ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا= او چا چې خطا يا ګناه وكړه او بيا پرې كوم بې ګناه تورن كړي؛نو په رښتيا چې د تور لګونې او څرګندې ګناه (پېټى) يې پر اوږو كړى دى . ))

ټکي :

* ((خطا)) عمدي يا غېر عمدي تېروتنې ته وايي ؛خو ((اثم)) عمدي ګناه ته وايي .

* تور لګول ستره ګناه ده،ايمان ويلې کوي،عدالت له منځه وړي،په ټولنه کې اعتماد له منځه وړي او د سخت اخروي عذاب لامل دى .

امام صادق وايي : پر بې ګناه تور لګول له سترو غرونو درون وي.

وګورئ: سفينة البحار: د بهت ماده؛ کافي : دويم ټوک : باب التهمة .

* ((بهتان)) هغه دروغو ته وايي،چې انسان يې په اورېدو الک دلک شي .

* امام صادق وايي : غیبت هغه څه ته وايي،چې ته د خپل ديني ورور هغه څه ووايې،چې خداى پټ کړي دي ؛خو که په اړه يې داسې څه ووايې چې پکې وي؛نو بهتان دى . وګورئ :وسائل ١٣/٢٨٦ .

پیغامونه :

١_ تور لګول د خلکو پر پت وار کول دي . ( يَرْمِ بِهِ)

٢_تور لګول حرام دي که پر هر چا وي . (يَرْمِ بِهِ بَرِيئًا)

٣_د تورلګونکي پر اوږو د ګناه درون پېټي وي . (فَقَدِ احْتَمَلَ) د ((بُهْتَانًا)) او ((إِثْمًا)) په دواړو ټکيو کې تنوين د ګناه د ستروالي نښه ده .

 

۱۱۳- ((وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَتُهُ لَهَمَّت طَّآئِفَةٌ مُّنْهُمْ أَن يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلاُّ أَنفُسَهُمْ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَيْءٍ وَأَنزَلَ اللّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا= او كه پر تا د خداى فضل او رحمت نه واى؛نو د هغوى (خاينانو يا منافقانو) يوې ډلې هوډ درلود؛ چې تا بې لارې كړي؛ خو هغوى يوازې خپل ځانونه بې لارې كوي او تا ته هېڅ ډول زيان نشي رسولاى او خداى پر تا كتاب او حكمت نازل كړ او په څه چې نه پوهېدې،در و يې ښوول او(تل) درباندې د خداى لوى احسان دى . ))

ټکي :

* کېداى شي دا آيت هم د ١٠٥ آيت په څېر د غلا په اړه وي، چې ځينو د دروغو شاهدي ورکړه او اصلي غل يې د پېغمبراکرم په حکم خلاص کړ او کېداى شي د هغې ډلې په اړه وي،چې پېغمبر اکرم ته راغلل،ورته يې وويل : پر دوو شرطونو چمتو يو،چې درسره بيعت وکړو؛يو دا چې په خپلو لاسونو بوتان مات نه کړو او بل داچې د يو کال لپاره د “عزى” ( بوت ) عبادت وکړو،چې دا آيت راغى او د هغوى غوښتنې يې ونه منلې .

پیغامونه :

١_ دښمنانو ان د پېغمبرانو د تيرايستو لپاره هم کړلار لري؛نو د ټولنې مشر بايد ډېر هوښيار وي. (يُضِلُّوكَ)

٢_ نور کږلاري کول په حقيقت کې ځان کږلاري کول دي . (مَا يُضِلُّونَ إِلاُّ أَنفُسَهُمْ)

٣_ خداى لکه څنګه چې قرآن بيمه کړى (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ) ( حجر /٩) خپل استازى يې هم بيمه کړى دى . (وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَيْءٍ)

٤_ د حکمت ښوونه او د کتاب رالېږل د الهي پیرزوینې ‏څرګنده بېلګه او د پېغمبر اکرم د عصمت رمز دى. (أَنزَلَ اللّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ)

٥_خداى خپل استازي ته د غيبو علم او اسرار ورزده کوي . (عَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ)

٦_د يو پېغمبر د حقانيت نښه داده چې وايي: تا دا وس نه درلود،چې بې له الهي زده کړو پر چارو پوه شې ‏. هو ګرانو ! که قرآن د پېغبراکرم ليکنه وه؛نو هيڅکله به يې ځان ته د جهل نسبت نه ورکاوه . (عَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ)

٧_ خداى د پېغمبر اکرم ښوونکى دى؛نو په ښوونه کې يې هيڅ نيمګړتيا او غلطي نشته . (عَلَّمَكَ)

٨_د بشر ان د پېغمبر اکرم د پوهې کړۍ وړه ده . (مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ)

 

۱۱۴- ((لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا= او د هغوى په ډېرو پټو خبرو(مشورو) كې څه خير او ګټه نه وي؛خو كه څوك ( له دې لارې) له نورو سره د مرستې لارښوونه وكړي يا د نېك كار او د خلكو دا صلاح كولو لپاره څه ووايي (؛نو دا ښه خبر ه ده ) او څوك چې د خداى د خوشحالولو لپاره داسې وكړي؛ نو ژر به ستر اجر وركړو . ))

 ټکي :

* امام صادق وايي : په آيت کې له معروف څخه مراد قرض الحسنه ورکول دي . ( کافي ۴/٣٤ )

* امام صادق وايي : ان په دروغو د خوش بينۍ او اصلاح ذات البين ستايل شوى عمل دى. ( کافي ۲/٣٤١ )

پیغامونه :

١_ له استثنايي مواردو پرته نجوا ( د يو بل په غوږ کې پسپسکي) رټل شوې ده؛ځکه په مؤمنانو کې په بدګوماني رامنځ ته کوي. (لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ)

٢_د نظر په څرګندونه کې له انصافه کار اخستل پکار دي؛ټولې نجواګانې رټل شوې دي. (فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ )

٣_کله د ددو تر منځ د سولې لپاره پکار دي،چې له دواړو اړخونو سره په پټه خبرې وکړو. (إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ )

٤_کله په ښکاره پر نېکيو امر او يا صدقه د خېجلتيا او ځېل راپارولو لامل ګرځي؛نو په دې وخت کې پکار دي، چې په نجوا او پټه عمل وکړو . (أَوْ مَعْرُوفٍ)

٥_د خلکو د پت د ساتلو ارزښت دومره دى،چې د ساتلو لپاره يې رټل شوې نجوا جواز پیدا کوي او صدقه او پر نېکيو امر د نجوا رټلتيا تر خپل سيوري لاندې راولي . (إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ…)

٦_اخلاص کارونو ته ارزښت ورکوي . (ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ)

٧_هر کار په پټه کول هم د اخلاص نښه نه وي؛کېداى شي ځان ښوونې ته په پټه کارونه کوي. (وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ)

٨_د خلکو خدمت،پر نېکيو امر او په سوله کې ژوند ستر اجر لري . (نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا)

 

۱۱۵- ((وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءتْ مَصِيرًا= او چا ته چې سمه لار څرګنده شوه او بيا له پېغمبر سره په مخالفت لاس پورې كړي او د مؤمنانو له لارې پرته پر بله ولاړ شي (؛نو) موږ يې پر هماغه لار بيايو،چې پرې روان دى او هغه به دوزخ ته ننباسو او دا د ورتلو ناوړه ځاى دى . ))

 

ټکي :

* دا آيت د هغوى په اړه دى،چې د اسلام او د پېغمبراکرم د رسالت تر منلو وروسته د پېغمبراکرم او اسلام له احکامو سره آګاهانه مخالفت کوي او خپله لار له مسلمانانو بېلوي .

* (( مشاقه رسول ))؛يعنې ځان يوه کلۍ او رسول الله بله کلۍ کړې . د لارې خنډ شې او پر آګاهانه مخالفتونو لاس پيل کړى.

* شقاق او د خداى له استازي سره مخالفت ډول ډول دی؛ لکه : له ټول دينه انکار، پر ځينو ايمان او پر ځينو يې کفر، تحريف،مخونې او توجيه او شرعي چلونه .

* په روايتونو کې راغلي،چې دو تنو پر حضرت علي ‏د ملنډو لپاره يو سيمساره مخاطبه کړ ،چې حضرت علي وويل : پر خپل حال يې پرېږدئ،چې همدا سيسماره به يې په قيامت کې مشره وي او بيا يې دا جملې تلاوت کړى : ((نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى)) ( تفسير نورالثقلين )

* حضرت علي د نهج البلاغې په شپږم ليک کې وايي : که خلک پر يوه سړي راټول شول او مشر يې کړ؛نو د خداى رضا په دې کې ده او که څوک يې پر بدعت يا ملنډو له لاروۍ ووتل؛نو راستون يې کړئ او که راستون نشو؛نو ورسره وجنګېږئ؛ځکه د مؤمنانو پر لار نه دى تللى .

پیغامونه :

١_ علم او شناخت مسووليت راوړي . د پېغمبراکرم مخالفانو ته هم سزا ورکول کېږي، چې د پېغمبر حقانيت يې پېژندلاى واى . (وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ…. وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ)

٢_ د مسلمينو عملي سيرت په دې شرط حجتېداى شي، چې د خداى د استازي له کړنلار او سنتو سره مخالفت ونه لري . (وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُوَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَوَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ)

٣_د اسلام پېغمبر او مؤمنان په يوه ټولي کې دي او له اسلامي ټولنې سره مخالفت له رسول الله سره مخالفت دى . ((وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَوَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ)

٤_د رسول الله حکم ته غاړه ايښـوول فرض او ترې سرغړونه حرامه ده . (وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ)

٥_په مسلمانانو کې درز جوړول د دوزخي کېدو لامل دى . (وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَوَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ)

٦_ خداى پر ټولو غاړه خلاصه کړې او هسې يې دوزخ ته نه لېږي . (بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى)

٧_انسان د خپل پرېوتو سریزې ‏په خپله جوړوي . (وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ ….. وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ)

٨_د مؤمنینو له واقعي لار پرته نورې ټولې لارې دوزخ ته ورځي. (وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَوَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ)

٩_له رسول الله او اسلامي امت سره مخالفت د نورو تر ولايت لاندې راتلل دي او پاى یې دوزخ دى. (نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى )

١٠_خداى خپل نعمتونه له کږلاريو نه ژغوري او له هر چا سره په ټاکلې لار کې مرسته کوي. (نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى)

 

۱۱۶- ((إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاءُ وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلًا بَعِيدًا= خداى يوازې شرك نه بښي؛ خو له هغه پرته نورې ګناوې چا ته چې يې وغواړي ( او وړ يې وبولي) بښي،چا چې له خداى سره شريك ونيو؛نو هغه په بې لارۍ كې ( له حقه ) ډ ېرلرې ولاړ. ))

 ټکي :

* دا آيت په لږ توپير سره په ٤٨ آيت کې تکرار شوى . هو ګرانو ! تکرار د لارښوونې او روزنې لپاره پکار دى .

* تر څو چې د شرک په څېر د ناروغۍ جرړه له بېخه را و نه نړاوه؛نونېکچاري به مو ګټه و نه لري .

* دا آيت د قرآن له خورا هيلمنوونکيو آيتونو ځنې دى . ( تفسير الطيب البيان )

پیغامونه :

١_ د خداى له استازي سره مخالفت او د مسلمانانو په منځ کې درز جوړول ( چې په تېر آيت کې مطرح شو) يو ډول شرک دى . (وَمَن يُشَاقِقِ…. يُشْرَكَ بِهِ)

٢_شرک ستره او نه بښل کېدونکى ګناه ده . (لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ)

٣_انسان بايد د الهي مغفرت پر وړاندې د وېرې او هيلې په حال کې وي . (لِمَن يَشَاءُ)

٤_شرک د کږلارۍ او د هر ډول کماله له لرې کېدو لامل دى. (ضَلَّ ضَلاَلًا بَعِيدًا)

 

۱۱۷- ((إِن يَدْعُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ إِنَاثًا وَإِن يَدْعُونَ إِلاَّ شَيْطَانًا مَّرِيدًا = هغوى له خدايه پرته يوازې د ښځو په نوم نومول شوي (بې ساه) بوتان لمانځي (چې هېڅ اغېز نه لري) او(يا) باغي اوسركښ شيطان يې خپل معبود كړى دى .))

ټکي :

* تېر آيت وويل،چې مشرکان په ضلالت او بې لارۍ کې دي او دا آيت يې پر علت رڼا اچوي،چې د بوتانو عبادت او د شیطان لاروي ده .

* په آيت کې له مونثو معبودانو ( اناثا ) مراد هغه بوتان دي،چې بوت لمانځو پرې مونث نومونه ايښي ول؛لکه : لات،مناة او عزى او يا پرښتې چې مشرکان ګروهمن ‏ول، چې د خداى لوڼې دي. کېداى شي په آيت کې له (( اناث )) څخه مراد کمزورى او اغېز نه منونکي موجودات وي او د عبادت وړتيا نه لري .

پیغامونه :

١_ غير الهي معبودات يا کمزوري دي يا سرغړاندي . (إِلاَّ إِنَاثًا…. إِلاَّ شَيْطَانًا مَّرِيدًا)

٢_د حق له معبود چې ځې؛نو باطل معبود او شیطان ته به ورځې . (إِلاَّ إِنَاثًا…. إِلاَّ شَيْطَانًا مَّرِيدًا)

٣_ د ټولو کږو لارو ورتګ شیطان ته دى . (إِن يَدْعُونَ إِلاَّ شَيْطَانًا مَّرِيدًا)

٤_ له خداى پرته د هر معبود عبادت په حقيقت کې د شیطان عبادت دى . (يَدْعُونَ مِن دُونِهِ…. شَيْطَانًا مَّرِيدًا)

۱۱۸/۱۱۹((لَّعَنَهُ اللّهُ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا. وَلأُضِلَّنَّهُمْ وَلأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الأَنْعَامِ وَلآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللّهِ وَمَن يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِّن دُونِ اللّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًا= خداى هغه له خپل رحمته لرې كړى او شيطان وويل: (( زه به ستا له بندګانو يوه ټاكلې برخه ونيسم! او به بې لارې كړم او په باطلو هيلو كې به يې ښکېل كړم ! ورته به امر وكړم (چې خرافي كړنې ترسره كړي او) د څارويو غوږونه څيرې كړي او ورته به امر وكړم، چې په خدايي (پاك) جوړښت او پیداېښت كې بدلون راولي (او د توحيد فطرت پر شرك ككړ كړي) )) او چا چې شيطان د خداى پر ځاى خپل ولي او پالندوى ونيو؛ نو په يقين، چې ښكاره زيانکار شوى دى.))

۱۲۰- ((يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلاَّ غُرُورًا= شيطان دې خلكو ته (د دروغو) وعدې وركوي او په هيلو كې يې اچوي؛ خو د شيطان ټولې وعدې چل او تېرايستنه ده . ))

ټکي :

* ((لأُمَنِّيَنَّهُمْ )) د پوچو او بې ځايه هيلو القا کولو ته وايي .

* په جاهليت کې يوه خرافه وه،چې که د کوم څاروي په غوږ کې به سورى و؛نو حلالول او ترې هره ګټه به حرامه وه .

* ((مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا)) دوه ډوله مانا کولاى شو :

الف : ځينې بندګان بې لارې کوي .

ب: د هر بنده څو شېبې شيطاني کوي .

* روايت دى : په (( فليغيرن خلق الله ) کې د خداى په دين کې بدلون راوستل هم شامل دي .

وګورئ : د برهان او عياشي تفسيرونه .

پیغامونه :

١_ شرک د شیطان په لومه کې ښکېلېدل دي . (إِن يَدْعُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ إِنَاثًا…. لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ)

٢_د شیطان د ټولو دښمنيو جرړه په ملعونېدو کې ده . (لَّعَنَهُ اللّهُ)

٣_ پام مو وسه، چې شیطان کوټلى پخوانى دښمن دى . (لَأَتَّخِذَنَّ)

٤_شیطان د انسان د بېلارې کولو لپاره له خپلې ټولې وسې کار اخلي .( وَلأُضِلَّنَّهُمْ وَلأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الأَنْعَامِ وَلآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللّهِ وَمَن يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِّن دُونِ اللّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًا)

٥_ شیطان ټول نشي بې لارې کولاى . (لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ)

٦_شیطان د خداى پر خالقيت منښته- اقرار کوي . (عِبَادِكَ)

٧_د وسوسو خطر جدي او د تل لپاره وي؛نو خپل دښمن وپېژنئ . ( لام چې له ټولو افعالو سره راغلى، د خطر د جدي توب نښه ده . )

٨_شیطان هر چا ته ځانګړې لومه خپره کړې ده؛ په دين کې بدعت او په پیداېښت کې بدلون . (لأُمَنِّيَنَّهُمْ، فَلَيُبَتِّكُنَّ، َلَيُغَيِّرُنّ )

٩_اوږدې هيلې د شیطان هڅونې دي . (لأُمَنِّيَنَّهُمْ )

١٠_شیطان ړومبى پر فکر او روح اغېز کوي اوبيا يې ځان ته تسليموي. ( ړومبى د بې لارې کولو او اوږدو هيلو جمله مطرح شوه او بيا د حکم کولو ) (وَلأُضِلَّنَّهُمْ وَلأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلآمُرَنَّهُمْ)

١١_انسان فطرتاً د حق په بهير کې دى .( اضلال ) هله کارول کېږي چې له پخوا د حق مسير وي . (لأُضِلَّنَّهُمْ)

١٢_شیطان د الهي حلالو،حرامولو ته بلنه کوي . (فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الأَنْعَامِ)

١٣_اوږدوې هيلې د شیطان لاروۍ ته لار هواروي . (لأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلآمُرَنَّهُمْ)

١٤_خرافات شیطاني هڅونې دي . (فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الأَنْعَامِ)

١٥_اسلام ان د څاروي د بې مصرفه پاتې کېدو اجازه نه ورکوي او د انسان خبره خو لرې ده. (فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الأَنْعَامِ )

١٦_په مخلوقات کې بدلون ( د ښځې سړي کول او د سړو ښځې کول ) حرام او شيطاني چار دى . (فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللّهِ) (ژباړن : په لويديځ کې ځينې دا کار کوي او قانوني اجازه هم ورکړ شوې ده )

١٧_د شیطان لاروي په حقيقت کې شیطان خپل ولي کول دي . (يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا)

١٨_ يوازې خداى پر انسان د ولايت وړتيا لري . (وَمَن يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِّن دُونِ اللّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًا)

 

۱۲۱- ((أُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَلاَ يَجِدُونَ عَنْهَا مَحِيصًا= د هغوى [= د شيطان لارويان ] هستوګنځى دوزخ دى او د تېښتې لار ترې نه لري . ))

ټکي :

* ((محيص)) له (( حيص ))څخه اخستل شوى،چې د عدول او صرف نظر کولو په مانا ‏ دى .

* چې کله د آل عمران د سورت ١٣٥ آيت د خداى له اړخه د ګناهونو د بښل کېدو په اړه راغى؛نو شیطان چغې کړې، خپل ياران يې راټول کړل،ويې ويل : د انسان په توبې زموږ ټول زحمتونه پر سيند لاهو کېږي .هر يو خپله خبره وکړه . يو شیطان وويل : چې کله چا د توبې هوډ وکړ؛نو پر اوږدو هيلو او ژمنو به يې اخته کړو،چې توبه وځنډوي. ابليس هم خوښ شو . ( تفسير صافي )

* هم خداى وعده ورکوي او هم شیطان؛خو د خداى وعده حق او رښتيا (وَلَن يُخْلِفَ اللَّهُ وَعْدَهُ) (حج /٤٧) او د شیطان وعده دروغ او دوکه ده . (وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلاَّ غُرُورًا)

* د شيطان د وعدو نښه تنګ نظرۍ او فساد ته رابلنه ده . په بل آيت کې دي : (الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاء ) ( بقره /٢٦٨)

پیغامونه :

١_ پر هیلو زړه بايلل د شیطان په لومو کې ښکېلېدل دي . (يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ)

٢_ هغوى شیطاني کار کوي چې ان ماشومانو ته هم د دروغو ژمنې ورکوي . (وَمَا يَعِدُهُمُ…)

٣_دوزخ د ځينو وګړيو تلپاتې تم ځاى دى . (مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ…)

٤_پر سزا ګواښول له فساده د مخنيوي يوه لار ده . (مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ)

٥_ د دنيا له ټولو سختيو تېښته شته؛خو د اخرت له سختيو نه . (لاَ يَجِدُونَ عَنْهَا مَحِيصًا)

٦_ په آخرت کې بېرته راستنېدل نشته؛نو که په دنيا کې که پر غلطه تللي ياست؛نو راستانه شئ. (لاَ يَجِدُونَ )

 

۱۲۲- ((وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا وَعْدَ اللّهِ حَقًّا وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللّهِ قِيلًا= او كومو خلكو چې ايمان راوړى او نېکې (چارې) يې كړې وي؛نو ژر به يې د جنت باغونو ته ننباسو، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او تل به پكې اوسېږي،د خداى وعده رښتيا ده او تر خدايه به څوك په وينا(او وعده) كې ډېر رښتين وي؟! ))

 پیغامونه :

١_ ايمان او عمل نه بېلېدونکي دي . (آمَنُواْ وَعَمِلُواْ)

٢_هله به مو چاره وشي،چې ټولې کړنې مو نېکې وي . له الف او لام سره د ( الصاحات ټکى ) د ټولو صالحو چارو نښه ده .

٣_ ‏د ګواښ ‏ترڅنګ هڅونه د قرآن روزنيزه کړنلار ده . ( تېر آيت ګواښ و؛خو دا آيت هیله ورکوي ) (مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ….. سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ)

٤_ الهي ژمنې ‏د وسمن،مړه خوا او سپېڅلي ذات دي. (سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ)؛خو د نورو ژمنې يا د ناپوهۍ يا د اړتيا يا د عجز او بېوسۍ له مخې دي .

٥_ په دنيوي خوندونو کې د لاسه ورکولو وېره وي؛خو د جنت خوندونه او نعمتونه تلپاتې دي . (خَالِدِينَ فِيهَا)

٦_د شیطان د دروغو او د الهي رښتيا ژمنو‏ په پرتله کولو په الهي ژمنو زړه ښه کړئ . (وَعْدَ اللّهِ حَقًّا)

 

۱۲۳- ((لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلا أَمَانِيِّ أَهْلِ الْكِتَابِ مَن يَعْمَلْ سُوءًا يُجْزَ بِهِ وَلاَ يَجِدْ لَهُ مِن دُونِ اللّهِ وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا= ( غوراوى، بدله او سزا) نه ستاسې په هيلو او نه د كتابيانو په هيلو پورې تړلې ده، چا چې بد وكړل،سزا به يې ومومي او له خداى پرته به هېڅ پالندوى او مرستندوى و نه مومي . ))

ټکي:

* مسلمانان وياړي،چې پېغمبر يې د پېغمبرانو خاتم او په خپله تر ټولو غوره امت دى . ((كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَل عمران/۱۱۰) = تاسې غوره امت ياست چې د خلكو ګټې ته رادبره شوي يئ ( داچې ) پر نېكيو امر او له بديو منع كوئ او پرخداى ايمان لرئ اوكه کتابيان ( پر دغسې کړلار او ځلاند دين ) ايمان راوړي؛ نو ورته غوره ده ( خو يوازې ) لږ شمېر يې ايمانوال دي او ډېر شمېر يې فاسقان ( او د خداى له فرمانه سر غړوونكي) دي. ))

کتابيانو به هم پر خپله مخینه ویاړېدل ‏او ويل يې : ((لَن تَمَسَّنَا النَّارُ إِلاَّ أَيَّامًا مَّعْدُودَةً)) ( بقره/۸۰) يو څو ورځې به په اور کې يو . دې آيت د دواړو ډلو د فکر د سمون لپاره ((عمل)) کچه کېښوده . ( تفسير اطيب البيان )

* تېرو دوو آيتونو اوږدې هيلې د شیطان وګڼلې او دا آيت باطلې هيلې ردوي .

* ځينو مسلمانانو تمه درلوده،چې له کتابيانو سره په شخړه کې به يې پېغمبر پلوي وکړي؛خو اصل عدالت دى؛ نه ملاتړ . ( تفسير الميزان )

* يو سړى د “من يعمل سوء يجز به” د جملې په اورېدو ووېرېد،چې پېغمبر اکرم ورته وويل : جسمي ناروغۍ او کړاوونه يو ډول د انسان د بدو چارو سزا ده . ( مستدرک ۲/٦٠)

پیغامونه :

١_ له بې ځايه خيالونو او بې بنسټه هيلو ځان وژغورئ، چې ګټه نه لري . (لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ)

٢_ په هره ډله کې امتياز غوښتونکي او بې ځايه تمه لرونکي وي . (لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ، أَهْلِ الْكِتَابِ)

٣_قضاوت او وينا د عدالت پر بنسټ وکړئ؛که نيوکه کوئ؛نو د ټولو نيمګړتياوې ووياست. (لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلا أَمَانِيِّ أَهْلِ الْكِتَابِ )

٤_ سمونه ‏اونيوکه له ځانه پيل کړئ . د (لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ) جمله تر (أَمَانِيِّ أَهْلِ الْكِتَابِ) مخکې راغلې ده .

٥_پر ځاى پرېکندتوب او د ځينو د بې ځايه امتياز غوښتنو پر وړاندې خنډېدل غوره روزنيز لار ده . (لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ)

٦_ د اسلام بنسټ واقعيات دي؛ نه خيالات او بې ځايه توقعات . ((لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ))

٧_خداى عادل دى او سزا او ثواب د عمل له مخې ورکول کېږي . (مَن يَعْمَلْ)

٨_په اسلام کې ټول د قانون پر وړاندې يو شان دي . (مَن يَعْمَلْ)

٩_ اصل عمل دى؛نه شعار. ضابطه ده؛نه رابطه . (مَن يَعْمَلْ)

١٠_پر مجرم د حدودو په پلي کولو کې واسطه مه منئ . (لاَ يَجِدْ…. وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا)

 

۱۲۴- ((وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتَ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلاَ يُظْلَمُونَ نَقِيرًا = او څوك چې له ښو(كړنو څه) وكړي،هغه نارېنه وي كه ښځينه؛خو چې ايمان ولري؛ نو دغسې خلك جنت ته ننوځي او د نري تار هومره به پرې هم تېرى ونشي . ))

 

ټکي:

* ((نَقِيرًا )) ټونګې وهلو ته وايي او د کجورې په زڼي کې درز ته نقير وايي،ته وا ټونګه پکې وهل شوې وي .

* په تېر آيت کې (مَن يَعْمَلْ سُوءًا) و؛خو دلته (يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتَ) دى؛يعنې د سزا او ثواب دواړو بنسټ “عمل” دى .

*په دې آيت کې جنت او د نحل د سورت په ٩٧ آيت کې پر جنت سربېره ((حَيَاةً طَيِّبَةً)) هم بيان شوى دى :

((مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ = هر نارينه او يا ښمځنه چې ښه كار وكړي (؛نو) كه ايمان يي راوړى وي؛ نو بېشکه هغه ته به په پاك ژوند،(حقيقي ) ژوندون وركړو او هرومرو به هغوى ته ترخپلو كړنو هم ښه بدله وركړو.))

پیغامونه :

١_ جنت ته د ننووتو لامل ايمان او نېکچاري ده؛نه توکم، ادعا او هيلې . تېر آيت او (لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ…. وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتَ….)

٢_ ټول رنګونه،ټبرونه، ژبې، ملتونه، توکمونه او رنګونه د خداى له پېرزوینې ‏په برخمنېدو کې يو شان دي . (مَن يَعْمَلْ)

٣_د ځينو نېکو کړنو په کولو جنت ته په تمه وسئ؛ځکه کمال ناپايه دى او د انسان د لاس ته راوړو وس لږ دى . (مِنَ الصَّالِحَاتَ)

٤_ مانيزو کمالاتو ته په رسېدو کې ښځه او سړى برابر دي . (مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى) ( د يهودو او مسيحيانو د ځينو ډلو د ګروهې پر خلاف ) (تفسير فرقان )

٥_ د اعمالو د قبلېدو شرط ايمان دى او د بې ايمانه انسانانو خدمتونه به په همدې دنيا کې جبرانېږي او اخروي ارزښت نه لري . ( تفسير الميزان ) (مَن يَعْمَلْوَهُوَ مُؤْمِنٌ)

٦_ نېک مؤمن جنتي دى . (فَأُوْلَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ)

٧_ نېک کار ارزښت لري که څه لږ وي . (لاَ يُظْلَمُونَ نَقِيرًا)

 

۱۲۵- ((وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لله وَهُوَ مُحْسِنٌ واتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَاتَّخَذَ اللّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا = او په دينوالۍ کې به تر هغه غوره څوک وي،چې ځان يې پوره خداى ته سپارلى وي او نېكي کوونکى وي او د ابراهيم د سپېڅلې دين لاروى وي؟! هغه ابراهيم،چې خداى خپل دوست نيولى و.))

 ټکي :

* دوو تېرو آيتونو “عمل” اصل وګاڼه؛ نه مسلماني او عيسوي توب . دا آيت ددې لپاره دى،چې له دې اندنې – تفکره مخنيوى وکړي،چې ټول عقايد او اديان سره يو شان دي .

* پټه دې پاتې نشي،چې خداى ته تسليمېدل، د هغه‏ پر قضا تر خوښۍ ښوولو لوړ مقام دى؛ځکه په رضا کې خوښ ‏انسان ځان څوک ګڼي؛خو خداى ته په تسليمېدو کې انسان د خداى پر وړاندې ځان هېڅ ګڼي . ( تفسيرالميزان )

* ((حنيف))؛يعنې هغه چې له کږلارۍ حق ته راوښتى وي او ((جنيف)) هغه ته وايي،چې له حقه کوږ شوى وي .

* ((خليل )) د ((خُلت)) له جرړې دى او د دوستۍ په مانادى   يا له (( خلت )) څخه اخستل شوى چې د اړتيا په مانا دى؛خو ړومبۍ مانا يې مناسبه ده .

* روايتونه وايي چې ابراهيم د ((خليل الله)) مقام پر ډېرو سجدو، بېوزليو ته په خوړو ورکولو، د شپې په لمانځه، د سوالګر په تش لاس نه لېږولو او مېلمه پالنې لاس ته راوړې و . ( تفسير نورالثقلين)

* د اسلام پېغمبر د ابراهيم د دين لاروى دى . (ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا) (نحل /١٢٣)

* ابراهيم علیه السلام ((خليل الله)) او حضرت محمد (ص) (( حبيب الله )) دى . ( درالمنثور۲/٢٣٠)

* هغوى بريالي دي،چې خپله کړنلار او وجهه الهي کړي . (كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ)(قصص /٨٨)

پیغامونه :

١_ غوره چار د ابراهيم علیه السلام له دينه لاروي ده . (وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا)

٢_خداى ته تسليمېدل او له خلکو سره احسان د ټولو الهي اديانو اصول دي . (أَسْلَمَوَهُوَ مُحْسِنٌ)

٣_مکتب پر ايمان او عمل دواړو ولاړ دى او دواړه يو له بل پرته نيمګړي دي. (أَسْلَمَوَهُوَ مُحْسِنٌ)

٤_خلکو ته تر ټولو غوره بېلګې هغه دي،چې خداى ورته ټاکلي دي . (واتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَاتَّخَذَ اللّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا )

٥_ هغه دې ځان د خليل اللهي مقام ته چمتو کړي، چې له باطل مخ واړوي .( حَنِيفًا وَاتَّخَذَ اللّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا)

 

۱۲۶- ((وَللّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَانَ اللّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُّحِيطًا =او په اسمانو او ځمكې كې چې هر څه دي ( دا ټول ) د خداى دي او خداى په هر څه چاپېر دى . ))

ټکى :

* ټول مخلوقات د خداى په بشپړ واک کې دي .

پیغامونه :

١_ هر څه د هغه دي؛نو د هغه حکيمانه ارادې ته تسليمېدل پکار دي . ( تېر آيت ته اشاره) (مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ للهللّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ)

٢_ابراهيم علیه السلام د خليل په توګه ټاکل ( تېر آيت) د خداى د اړتيا له امله نه و. بېلګه او ټاکل شوی انسان هم د خداى مملوک دى . (إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا ، وَللّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ…)

٣_ مطلقه مالکيت او له بشپړ علم سره پر مملوک احاطه د خداى لپاره ځانګړې ده . (بِكُلِّ شَيْءٍ مُّحِيطًا)

 

۱۲۷- ((وَيَسْتَفْتُونَكَ فِي النِّسَاء قُلِ اللّهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ وَمَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ فِي يَتَامَى النِّسَاء الَّلاتِي لاَ تُؤْتُونَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُونَ أَن تَنكِحُوهُنَّ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الْوِلْدَانِ وَأَن تَقُومُواْ لِلْيَتَامَى بِالْقِسْطِ وَمَا تَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِهِ عَلِيمًا= او د ښځو په اړه دې پوښتي،ووايه : (( خداى د هغوى په باب تاسې ته ځواب دركوي : او (همداراز) د هغه څه په باب، چې په قرآن كې تاسې ته لوستل كېږي : د پلارمړيو نجونو په باب، چې د هغوى فرض حق ورته نه وركوئ او غواړئ نكاح ورسره وكړئ او د بېوسيو کمکيو هلكانو ( په باب ځواب) درته بيان شوى دى (چې په دې باب د خداى د سپارښتونو يوه برخه ده او همداراز تاسې ته سپارښت كوي،چې) له يتيمانو سره په انصاف چلن وكړئ او هر نېك كار، چې كوئ؛ نو په حقيقت کې خداى پرې ښه پوه دى. (او غوره بدله به دركړي) ))

 پیغامونه :

١_د ښځې حقوق د صدر اسلام د مسلمانانو د ویینې – بحث مسله هم وه . (وَيَسْتَفْتُونَكَ فِي النِّسَاء)

٢_د ښځو،ماشومانو او يتيمانو له حقوقو په يو ځاى دفاع ښيي،چې د تاريخ په اوږدو کې پرې خورا ظلمونه شوي دي . (النِّسَاء، يَتَامَى، الْوِلْدَانِ)

٣_د ښځو له حقوقو دفاع د خداى نه بدلېدونکى حکم دى . (قُلِ اللّهُ يُفْتِيكُمْ)

٤_د حکم تشريع د خداى له لوري او بيان يې د خداى د استازي له لوري دى . (قُلِ اللّهُ يُفْتِيكُمْ)

٥_ جاهلي سنتونه پر پرېکندو فتواوو له منځه يوسئ . (قُلِ اللّهُ يُفْتِيكُمْ)

٦_د جاهلي اندنو – تفکراتو له امله ښځه له ميراثه مه بې برخې کوئ . (لاَ تُؤْتُونَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ)

٧_خداى ښـځې ته د مالکيت حق ورکړى او په ارث کې يې برخه ورکړې ده . (كُتِبَ لَهُنَّ)

٨_ يتيمو نجونو سره واده ته خوا نه ښه کول،له ارثه يې له بې برخې کېدو سره مساوي دي او همداسې د هغوى پر ارث د خېټې اچولو په موخه ورسره ‏واده هم ظلم دى .

(َرْغَبُونَ ) هم د ډډه ايښودو او هم ډډه نه ايښودو ته وايي .

٩_ ټول دنده لرو،چې د يتيمانو د حقوقو ساتنه و کړو . (وَأَن تَقُومُواْ لِلْيَتَامَى)

١٠_ بايد اسلامي ټولنه او حکومت د يتميانو له حقه د دفاع لپاره عدالت پلي کړي . (تَقُومُواْ لِلْيَتَامَى بِالْقِسْطِ)

١١_ له يتيم سره پر عدالت چلن د خېر د کار يوه بېلګه ده . (وَمَا تَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ)

١٢_د بېوزليو خدمت او ملاتړ يې مه هېروئ . (فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِهِ عَلِيمًا)

١٣_پر الهي علم ايمان د خیر د چارو کولو ته تر ټولو غوره هڅونه ده . (كَانَ بِهِ عَلِيمًا)

١٤_خداى د هر څه تر پېښېدو مخکې له پېښې خبر وي . (تَفْعَلُواْكَانَ بِهِ عَلِيمًا)

 

۱۲۸- ((وَإِنِ امْرَأَةٌ خَافَتْ مِن بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلاَ جُنَاْحَ عَلَيْهِمَا أَن يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًا وَالصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ الأَنفُسُ الشُّحَّ وَإِن تُحْسِنُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا= او كه ښځه د خپل مېړه له ناسم چلن يا مخ اړونې اندېښمنه وي؛ نو باك نشته چې دواړه سره روغه جوړه وكړي ( او ښځه يا مېړه د روغې لپاره له خپلو څه حقوقو تېره شي ) او سوله غوره ده، که څه خلك (په دغسې ځايو كې) کنجوسي كوي؛خو كه نېكي وكړئ او (كه د سولې لپاره له خپلو ښځو سره له ناسم چلن يا مخ اړونې ) ډډه وكړئ ؛ نو په واقع کې څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى (او ښه بدله به دركړي) . ))

 ټکي :

* ((نُشُوزًا )) له (( نشز )) _ لوړې ځمکې _ څخه اخستل شوى،چې د سرغړونې په مانا دى . په ٣٤ آيت کې د ښځې د نشوز خبره وه (تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ)؛خو دلته د سړي د نشوز او سرغړونې خبره ده .

* په ښځه کې ((شُح)) د ښه جامو نه اغوستو او سينګار نه کولو ته وايي او په سړي کې د مهر نه ورکولو او ښځې ته يې شوق نه راتلو ته وايي .

* “رافع بن خديج” دوه ښځې درلودې؛يوه زړه او بله ځوانه . زړې ته یې د اختلافونو له امله طلاق ورکړ او د عدې تر پاى ته رسېدو مخکې يې ورته وويل : که خوښه دې وي؛نو په دې شرط به درسره سوله وکړم،چې که ځوانې ښځې ته ډېر ورتلم؛نو ته به غږ نه کوې او که نه يې منې؛نو د عدې تر پاى ته رسېدو وروسته به بېل شو . ښځې ورسره و منله او دا آيت راغى .

* امام صادق تر پورتني آيت لاندې وويل : دا آيت د هغوى په اړه دى،چې له ښځې يې خوند نه اخلي ‏او د طلاقولو په تکل کې يې وي،ښځه وايي : مه مې طلاقوه ! که غواړې بله ښځه وکړه؛خو ما هم له ځان سره وساته .

وګورئ : کافي ۶/١٤٥. وسائل ۲۱/٣٥١.

پیغامونه :

١_ د پېښې علاج بايد تر راپېښېدو مخکې وشي؛د کورنيو چارو کې چاره ولټوئ،مخکې تر دې،چې کار مو طلاق ته و نه رسي . (خَافَتْ )

٢_د کورنۍ د ساتنې او د ستر مصلحت لپاره له خپل حقه تېرېدل پروا نه لري . (فَلاَ جُنَاْحَ)

٣_په کورني مسلو کې ړومبى بايد ښځه او مېړه د نورو له لاسوهنې پرته ځانونه سم ‏کړي او که داسې نشوه؛نو نور بايد لاس وهنه وکړي . (أَن يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا)

٤_کورنۍ د ښځې او مېړه په پرتله ډېر حق لري؛نو د کورنۍ د ساتلو لپاره له شخصي حقه تېر شئ . (فَلاَ جُنَاْحَ عَلَيْهِمَا أَن يُصْلِحَا)

٥_ سوله هر کله پر شتمنۍ نه وي،کله له خپل حقه تېرېدل د سولې لامل وي . (وَأُحْضِرَتِ الأَنفُسُ الشُّحَّ)

٦_ د ډېرو کورنيو شخړو لامل تنګ نظري،کنجوسي او حرص دى . (وَأُحْضِرَتِ الأَنفُسُ الشُّحَّ)

٧_د دوو ښځو په منځ کې عدالت او له خپلو غوښتنو د سړي تېرېدنه د تقوا او احسان بېلګه ده. (وَإِن تُحْسِنُواْ وَتَتَّقُواْ)

٨_د اسلام حقوقي او اخلاقي نظام سره اغږل شوى دى . (يُصْلِحَاتُحْسِنُواْ)

٩_ له خپل حقه تېرېدل او له مېړه او يا ښځې سره نېکي دواړه خداى ويني . (فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا)

١٠_ که سړى د خپل هوسبازۍ له امله خپله ښځه تر دباو لاندې کړي او بله ښځه وکړي؛نو خداى يې له هر څه خبر دى . (فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا)

 

۱۲۹- ((وَلَن تَسْتَطِيعُواْ أَن تَعْدِلُواْ بَيْنَ النِّسَاء وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلاَ تَمِيلُواْ كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ وَإِن تُصْلِحُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا= او تاسې د ښځو ترمنځ ( د زړه د ميني له پلوه ) هېڅكله عدالت نشئ كولاى،كه څومره زيار هم وباسئ ! خو يوه لوري ته دومره مخ مه ګرځوئ، چې هغه بله ښځه پر ځوړند حال پرېږدئ؛ (چې نه يې طلاقوئ او نه ورسره د مېړانې چلن كوئ) او كه خپل كړه سم كړئ او د روغې لار ونيسئ او پرهېزګاري وكړئ؛ نو بېشكه چې خداى ډېر بښونكى (او) مهربان دى . ))

 ټکي :

* اسماني قانون د انسان له فطرت سره ټکر نه لري . انسان تر زړې،له ځوانې ښځې سره ډېره مینه کوي؛نو ځکه یې تر منځ د عدالت حکم شوى؛نه د زړه له مينې؛نو اوس چې د زړه په مينه کې عدالت ناشونى دى؛نو په عمل کې بايد عدالت پلى شي .

وګورئ : تفسير نورالثقلين ۱/٥٥٨ او کافي ۵/٣٦٢.

په اسلام کې هر څوک تر خپلې وسې پړ دى . انسان په مينه کې عدالت نشي پلى کولاى؛خو لږ تر لږه بايد په چلن کې عدالت پلى کړي .

* روايتونه وايي : پېغمبراکرم،ان ‏په ناروغۍ کې په خپلو مېرمنو کې بستره وويشله او پر کومه ورځ به،چې د کومې مېرمنې په کور کې و؛نو په ناروغۍ کې يې همداسې وکړل او روايت وايي، چې د کومې ښځې نوبت به چې و؛نو آنحضرت ‏به ان د بلې ښځې په کور کې اودس هم نه کاوه . وګورئ :تفسير نمونه او تفسير تبيان .

پیغامونه :

١_ ښځه يوازې پرېښوول نه دي پکار . (فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ)

٢_په سوله او تقوا هم تېر شوي ضعفونه بښـل کېږي او هم د نن آګاهانه غفلتونه . (وَإِن تُصْلِحُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا)

 

۱۳۰ – ((وَإِن يَتَفَرَّقَا يُغْنِ اللّهُ كُلاًّ مِّن سَعَتِهِ وَكَانَ اللّهُ وَاسِعًا حَكِيمًا= او كه مېړه او ښځه (پخپلو كې پر روغې جوړې برلاسي نشول او ) بېل شي؛ نوخداى به هر يو له خپلې پراخې لورنې برخمن كړي او خداى د ډېرې پراخۍ څښتن (او) حکيم دى .))

 پیغامونه :

١_په اسلام کې د کورنۍ په مخ کې ډپ نشته ( خو نننی مسيحيت داسې نه دى) که په بښنه،سوله او د حدودو په پلي کولو کار جوړ نشو؛نو طلاق خو شته . (وَإِن يَتَفَرَّقَا….)

٢_ په ژوند کې د يوې ستونزې په راتګ سره مه وراخطا کېږئ؛بلکې مسير ته مو بدلون ورکړئ. (وَإِن يَتَفَرَّقَا يُغْنِ اللّهُ ….)

٣_تر ټولو ړومبى ګام سمونه او تقوا ده ( تېر آيت ) وروستى ګام بېلتون او طلاق دى . (إِن يَتَفَرَّقَا)

٤_طلاق او بېلتون تل بد نه وي؛کله د خلاصون لامل هم وي؛ځکه ډېر کورني اختلافونه د ځان وژنې او نامشروعو اړيکو لامل دي . طلاق د نوي ژوند د جوړولو هيله ورکوي . (يُغْنِ اللّهُ كُلاًّ مِّن سَعَتِهِ)

٥_خداى د ستونزو غوټې پرانځي . (يُغْنِ اللّهُ كُلاًّ مِّن سَعَتِهِ)

٦_د هر چا د ژوند پراختيا په يو څه کې وي؛ کله په واده کې (إِن يَكُونُوا فُقَرَاء يُغْنِهِمُ اللَّهُ) (نور/٣٢) اوکله په طلاق کې وَإِن يَتَفَرَّقَا يُغْنِ اللّهُ) او له واده وېره نه ده پکار؛ځکه خداى د پراختيا ژمنه کړې ده او نه له طلاقه وېره پکار ده؛ځکه خداى هلته هم د رزق د پراختيا وعده کړې ده . (يُغْنِ اللّهُ)

٧_رزق او روزي د خداى په لاس کې ده . (وَاسِعًا حَكِيمًا)

٨_د طلاق تشريع الهي تفضل او د حکمت له مخې دى . (وَاسِعًا حَكِيمًا)

٩_ له ځواک او پراختيا ګټنه که له حکمت سره وي؛نو ارزښت لري؛ګنې نو خطر لري. (وَاسِعًا حَكِيمًا)

 

۱۳۱- ((وَللّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَلَقَدْ وَصَّيْنَا الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ اتَّقُواْ اللّهَ وَإِن تَكْفُرُواْ فَإِنَّ لِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَانَ اللّهُ غَنِيًّا حَمِيدًا= او څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي، دا ټول د خداى دي او ما تر تاسې ړومبنيو ته چې اسماني كتاب وركړى و، سپارښتنه كړې وه او(همداراز) تاسې ته (هم) سپارښتنه كوم،چې (ځانونه مو) د خداى له (عذابه ) وساتئ! او كه كافر شوئ (؛ نو خداى ته زيان نه رسي؛ځكه ) څه چې په اسمانو او ځمكې كې دي ، يوازې د خداى دي او خداى ډېر موړ ستايل شوى دى . ))

 

۱۳۲- ((وَلِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلًا= او په اسمانو او ځمكه كې چې هرڅه دي، د هماغه خداى دي او كافي ده، چې خداى كارسازى وي . ))

 ټکي :

* په تېر آيت کې خداى ژمنه ‏وکړه،چې که په ښځه او مېړه کې بېلتون راغى؛نو خداى به یې اړتياوې پوره کړي .

* د ((وَللّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ)) د جملې تکرار ددې لپاره دى،چې څوک خيال و نه کړي،چې خداى د طلاق شويو ښځو اړتياوې نشي پوره کولاى يا داچې تقوا د خداى په ګټه ده يا داچې خداى مجبور دى،چې تاسې وساتي ؛نو ځکه هر ‏څه د خداى دي،چې په اسمانونو او ځمکه کې دي؛نو که وغواړي بل درکولاى شي .

* حضرت علي د انسان او خداى د اړيکې په اړه وايي : نه د ګناه کوونکيو ګناه هغه ته تاوان رسولاى شي او نه د عبادت کوونکيو عبادت هغه ته ګټه رسولاى شي .

وګورئ : نهج البلاغه :١٩٣ خطبه.

پیغامونه :

١_ الهي ځواک او مالکيت يې د ژمنو د پلي کېدو ضمانت دى . (وَللّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ)

٢_ ټولو پېغمبرانو ته د تقوا سپارښتنه شوې او په ټولو اديانو کې يې تکرار مهم روزنيز آر دى . (وَصَّيْنَا…. مِن قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ )

٣_په ټولو اديانو کې د الهي دستوراتو يووالى يې پلي کول او پرې عمل اسانوي . (وَصَّيْنَامِن قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ اتَّقُواْ اللّهَ )

٤_ له هغه پروا وکړئ،چې د ځمکې او اسمانونو خاوند دى؛نه له بل چا . (وَللّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِاتَّقُواْ اللّهَ)

٥_د تقوا نه درلودل ‏ د کفر له لارې خنډونه لرې کوي . (أَنِ اتَّقُواْ اللّهَ وَإِن تَكْفُرُواْ)

٦_خداى غني دى او د اسمانونو او ځمکې په درلودو زموږ عبادت ته اړتيا نه لري . (وَإِن تَكْفُرُواْ فَإِنَّ لِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ )

٧_کفر، انسان د خداى د ځواک له ولکې نه باسي . (وَإِن تَكْفُرُواْ فَإِنَّ لِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ)

٨_خداى مطلق مړه خوا دى؛نو ځکه ‏يې بايد ستاينه وشي . (غَنِيًّا حَمِيدًا)

٩_د خداى غنا تلپاتې ده . (وَكَانَ اللّهُ غَنِيًّا)

١٠_ خداى د خلکو ايمان او تقوى ته اړتيا نه لري . (أَنِ اتَّقُواْ اللّهَ وَإِن تَكْفُرُواْكَانَ اللّهُ غَنِيًّا)

١١_ پر هغه توکل وکړئ،چې د اسمانونو او ځمکې خاوند دى . (كَفَى بِاللّهِ وَكِيلًا)

 

۱۳۳- ((إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ أَيُّهَا النَّاسُ وَيَأْتِ بِآخَرِينَ وَكَانَ اللّهُ عَلَى ذَلِكَ قَدِيرًا= خلكو! كه هغه وغواړي، له منځه به مو يوسي او( پرځاى به مو) نور خلك رامنځ ته كړي او خداى پر دې (كار) وسمن او توانا دى . ))

 ټکي :

* چې کله دا آيت راغى؛نو د خداى استازي خپل لاس د حضرت”سلمان فارسي” (رض) پر اوږه کېښود،و يې ويل : هغه ډله د دې سړي خلک دي او هغه د فارس قوم دى . وګورئ : تفسير مجمع البيان .

پیغامونه :

١_ کافرانو ته د خداى مهلت ورکول يې له بېوسۍ نه دي؛بلکې له حکمته دي . (إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ)

٢_موقعيت او مقام تل نه وي؛بلکې د خداى په اراده دي؛نو مه غره کېږه . (إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ أَيُّهَا النَّاسُ وَيَأْتِ بِآخَرِينَ )

 

۱۳۴- ((مَّن كَانَ يُرِيدُ ثَوَابَ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ ثَوَابُ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَكَانَ اللّهُ سَمِيعًا بَصِيرًا = څوك چې دنيوي اجر غواړي (او د معنوي او اخروي پايلو په تمه نه وي؛نو تېروتي دي؛ځكه ) د دنيا او اخرت بدلې له خداى سره دي او خداى اورېدونكى (او) ليدونكى دى . ))

 ټکي :

* انسان چې کولاى شي له خدايه هم دنيا او هم اخرت وغواړي او له دواړو عالمونو برخمن شي؛نو ډېره ستره غلطي به کوي،چې يوازې په دنيا بسنده ‏کوي او د خېر په چارو کې يوازې په مادياتو پسې وي.

*کفر او بې تقوايۍ ته د مخ کولو يو لامل دنيا ته د رسېدو ګومان دى،چې دا آيت يې هم ردوي.

پیغامونه :

١_ په انسان کې د ګټې غريزه شته . قرآن له دې غريزې د انسان په روزنه کې ګټه اخلي . (مَّن كَانَ يُرِيدُ ثَوَابَ الدُّنْيَا)

٢_ اسلام پراخ بسټه دين دى او د انسان د دنيا او اخرت د ګټې غوښتونکى او پوره کونکى دی. (فَعِندَ اللّهِ ثَوَابُ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ)

٣_ دنيا اواخرت دواړه د هغه په لاس کې دي؛نو ليد مو پراخه کړئ او له مادياتو او تنګ نظرۍ راووځئ . (فَعِندَ اللّهِ ثَوَابُ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ)

٤_که دنيا هم غواړئ؛نو له خداىه يې وغواړئ، چې هر څه پراخه ‏لري . (فَعِندَ اللّهِ ثَوَابُ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ)

٥_هغه مؤمنانو ګټلې،چې هم دنيا او هم اخرت له خدایه غواړي .( فَعِندَ اللّهِ ثَوَابُ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ)

٦_الهي ثوابونه زموږ د اعمالو له مخې دي او هغه زموږ پر کارونه څارنه کوي . (فَعِندَ اللّهِ ثَوَابُ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَكَانَ اللّهُ سَمِيعًا بَصِيرًا )

٧_ نيت پاک ساتل پکار دي او ريا پکار نه ده،چې خداى هر څه ګوري او اوري . (كَانَ اللّهُ سَمِيعًا بَصِيرًا)

 

۱۳۵ – ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ إِن يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقَيرًا فَاللّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلاَ تَتَّبِعُواْ الْهَوَى أَن تَعْدِلُواْ وَإِن تَلْوُواْ أَوْ تُعْرِضُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا= مؤمنانو! په انصاف پوره ټينګ درېږئ او د خداى لپاره ګواهي وركړئ،كه څه هم ( دا ګواهي ) په خپله د تاسې يا مور و پلار او خپلوانو پر زيان وي (؛ځكه د دعوا له لوريو كه يو لورى) شتمن وي يا بېوزلى؛خداى تر تاسې زيات د هغه خيرغوښتونكى د‌ى، چې ملاتړ يې وكړي؛ نو ځكه په خپلو ځاني غوښتو پسې مه ځئ،چې له حقه كاږه شئ او كه ( له حقه) واړوئ يا يې له ويلو ډډه وکړئ؛ نو په حقيقت کې څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى . ))

ټکي :

* کېداى شي د (فَلاَ تَتَّبِعُواْ الْهَوَى أَن تَعْدِلُواْ)مانا ‏ دا وي : له ځاني غوښتنو لاروي مه کوئ،چې په پايله کې له حق کاږه او عدول وکړئ .

* ((تَلْوُواْ)) له ( لى )) اخستل شوى،چې د چورلولو او ټالۍ ورکولو ‏په مانا ‏دى،چې په دې آيت کې ترې مراد يا پر ناحقه د ژبې چورلول او د ګواهۍ اړونه او يا د عدالت په پلي کولو کې ځنډ او ورته ټال ورکول دي .

* ددې آيت د ټولو ټکيو ټينګار پر عدالت دى . ملاک حق او عدالت دى؛نه فقر او غنا او يا خپل او خپلوي .

* د انسان ګواهي څو حالتونه لري :

کله د استکبار ضد روحيې له امله د شتمنو پر خلاف ګواهي ورکوي .

کله مال ته د تمې له امله د شتمنو په ګټه ګواهي لي .

کله د بې پروایۍ ‏له امله د بېوزله پر خلاف ګواهي لي .

کله د زړه سوي له امله د بېوزله په ګټه ګواهي لي .

دا آيت دا ټولې انګېزې ردوي او پر عدالت چلن حق بولي .

* امام صادق وايي : مؤمن پر مؤمن اوه حقه لري،چې ترټولو مهم یې د حق ويل دي،که څه په خپل يا د خپلوانو په تاوان يې وي . ( تفسيرالميزان )

پیغامونه :

١_پر عدالت چلن فرض دى او د ايمان لپاره پکار دى . (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ)

٢_ پر عدالت چلن بايد د مؤمن خوى وي . ( قوام )؛يعنې د قسط او عدل دايمي درونکی.

٣_ ان له نامسلمانانو سره هم بايد پر عدالت چلن وشي . (كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ)

٤_عدالت بايد د ژوند په ټولو پړاونو کې وي . د عدل په درولو کې د ځانګړي ځاي نوم نه دى اخستل شوى . (قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ)

٥_د حق ګواهي او ګواه کېدل فرض دي . (كُونُواْشُهَدَاء لِلّهِ)

٦_د ګواهۍ ورکولو موخه باید مادياتو ته رسېدل نه وي . (شُهَدَاء لِلّهِ)

٧_د خپل ځان پر خلاف د انسان منښته – اقرار د اعتبار وړ ده . (شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ)

٨_ضابطه هو! رابطه نه . (وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ)

٩_د ځان، خپلوانو او بېوزليو ګټو ته پاملرنه هم بايد د خداى د خوښې او د حق تر وړانګو لاندې وي. (شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ)

١٠_ د شتمنو او بېوزليو اصلي او واقعي ګټه او مصلحت پر دروغو او د د روغو پر شاهدۍ لاس ته نه راځي . (وَالأَقْرَبِينَ إِن يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقَيرًا فَاللّهُ أَوْلَى بِهِمَا)

١١_ټول د قانون پر وړاندې يو شان دي . (غَنِيًّا أَوْ فَقَيرًا)

١٢_له ځاني غوښتنو لاروي د عدالت د پلي کېدو په لار کې لوى خنډ دى او خپلوانو،خپلوۍ، بېوزله، بېوزلۍ، شتمن، شتمنۍ ته کتل له ځاني غوښتنو لاروي ده . (فَلاَ تَتَّبِعُواْ الْهَوَى أَن تَعْدِلُواْ)

١٣_شهادت ورکول فرض او پټول يې منع دي . (إِن تَلْوُواْ أَوْ تُعْرِضُواْ)

١٤_د عدالت د پلي کولو په لار کې خنډ او هر ډول ځنډ راوړل حرام دي . (إِن تَلْوُواْ)

١٥_پر الهي عمل ايمان د عدالت د پلي کېدو ضمانت دى . (فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا)

 

۱۳۶- ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ آمِنُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي نَزَّلَ عَلَى رَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِيَ أَنزَلَ مِن قَبْلُ وَمَن يَكْفُرْ بِاللّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلًا بَعِيدًا= )) مؤمنانو! پر خداى او پېغمبر او هغه كتاب (رښتينى) ايمان راوړئ،چې پر پېغمبر يې نازل كړى دى او پرهغو كتابونو، چې تر دې يې مخكې نازل كړي دي . څوك چې له خداى،پرښتو او كتابونو، پېغمبرانو او د قيامت له ورځې منكر شي؛ نو په حقيقت كې خورا ډېر لرې بې لارې شوى دى . ))

 

ټکي :

* د آيت مراد يا دا دى : مؤمنانو ! ګام مخکې واخلئ او لوړې درجې لاس ته راوړئ يا پر خپل ايمان د تل لپاره ټینګ پاتې شئ او پکې لږ عدول هم و نه کړئ .

* ايمانداري درجې لري؛لکه څنګه چې په نورو آيتونو کې هم وايي : (وَالَّذِينَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًى) ( محمد /١٧) څوک چې هدايت شوي خداى دې هدايت ډېر کړي . (لِيَزْدَادُوا إِيمَانًا مَّعَ إِيمَانِهِمْ) ( فتح :٤) چې ايمان پر خپل ايمان اضافه کړي .

پیغامونه :

١_مؤمن بايد کوښښ وکړي او ځان د ايمان لوړې درجې ته ورسوي . (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ آمِنُواْ)

٢_ټول الهي اديان يو حقيقت او موخه لري . (وَالْكِتَابِ الَّذِي نَزَّلَ عَلَى رَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِيَ أَنزَلَ مِن قَبْلُ)

٣_پر ټولو انبياوو او اسماني کتابونو ايمان پکار دى . (آمَنُواْوَمَن يَكْفُرْ فَقَدْ ضَلَّ)

 

۱۳۷- ((إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ ثُمَّ آمَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ ثُمَّ ازْدَادُواْ كُفْرًا لَّمْ يَكُنِ اللّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلاَ لِيَهْدِيَهُمْ سَبِيلًا= په رښتياهغوى چې ايمان راووړ بيا كافر شول بيا يې هم ايمان راووړ بيا كافر شول او ورپسې يې خپل كفر پياوړى هم كړ؛(نو) خداى به يې هېڅكله و نه بښي او نه ورته (سمه) لار ښيي . ))

 ټکي :

* په صدر اسلام کې به ځينو کتابيانو د مسلمانانو مخامخ د ايمان اظهار کاوه او د شبهې د جوړولو لپاره به بېرته کافرېدل او ويل به يې چې ددې کار دليل يې د اسلام ناسموالى دى؛لکه څنګه چې د يهود قوم د حضرت موسى په مخ کې ايمان راوړ او بيا يې د “ګډ” عبادت پيل کړ او بيا يې توبه وکړه او بيا يې د خداى عبادت پيل کړ بيا پر حضرت عيسى کافران شول او بيا يې د اسلام پر پېغمبر پر کفر خپل کفر لا پسې نور هم ډېر کړ .

* دې ته ورته آيت مخکې هم تېر شو،چې د داسې کسانو توبه نه منل کېږي او واقعي بې لارې همدوى دي. ((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بَعْدَ إِيمَانِهِمْ ثُمَّ ازْدَادُواْ كُفْرًا لَّن تُقْبَلَ تَوْبَتُهُمْ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الضَّآلُّونَ (آل عمران/۹۰) = په حقيقت کې څوك چې تر ايمان راوړو وروسته كافر شول بيا يې په ( خپل) كفر كې زياتى وكړ ( اوپر دې لار ټينګار وكړي ) هېڅكله يې توبه ( چې د ناچارۍ له مخې او يا د مړينې په درشل كې وي ) نه قبلېږي او هغوى ( واقعي ) لار وركي دي (؛ځكه چې هم يې د خداى لار وركه كړې اوهم يې د توبې هغه).

* يا د دين په منلو کې د څېړنې نه کولو له امله يا د مؤمنانو په ګروهو کې د څپڅپاندۍ ‏لپاره د پخوانۍ نقشې او دسيسې له مخې ‏هره ورځ پر يوه رنګ کېدل . د آل عمران د سورت په ٧٢ آيت کې هم له دې کاره پرده اوچته شوه،چې دوى سهار مؤمنان او د ورځې په پاى کې کافران دي،چې د مسلمانانو ګروهه څپڅپاندې‏ ‏کړي .

* ددې آيت څرګند مصداق “شبث بن ربعى” دى، چې تاريخ يې نوم نه هېروي . هغه د پېغمبراکرم پر ژوندون مسلمان شو، تر آنحضرت (ص) ‏وروسته مرتد او بيا يې توبه وکړه او د حضرت علي ملګرى شو او بيا د خوارجو قوماندان شو او د نهروان جګړه يې رامخې ته کړه او بيا يې توبه وکړه او د امام حسن او امام حسين ملګرى شو او له هغوى ځنې و، چې امام حسين ته يې ليک واستاوه؛خو په کوفه کې يې له “مسلم” سره بې وفايي وکړه او په کربلا کې د يزيد له لښکريانو ځنې و او د امام حسين د وژنې ‏په شکرانه کې يې په کوفه کې جومات جوړ کړ .

وګورئ : د “مسلم بن عقيل” کتاب: ليکوال :ايت الله کمره اى :١٧٨ مخ ؛ قاموس الرجال تستري،معجم الرجال الحديث؛ آيت الله خوي .

پیغامونه :

١_ د ارتداد او له دينه د ګرځېدو خطر هر مؤمن ګواښوي . (آمَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ)

٢_په ګروهه ‏کې د بې ثباتۍ پايله بې لاري ‏او د خداى له لوري نه بښل کېدل دي . (آمَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْلَّمْ يَكُنِ اللّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلاَ لِيَهْدِيَهُمْ)

 

۱۳۸- ((بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا= منافقين خبر كړه، چې دردناكه سزا ورته سترګې پرلار ده ! ))

۱۳۹- ((الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا= منافقان هغه كسان دي،چې د مؤمنانو پر ځاى له كافرانو سره دوستي كوي ايا له کافرانو سره عزت لټوي؟؛ نو (دا خام خيالونه دي)؛ځکه ټول عزت خو يوازې له خداى سره دى . ))

ټکي :

* دا آيت پر هغوى سخته نيوکه کوي،چې کفار خپل ملګري او پالندویان کوي ‏او د همدې آيت مضمون د آل عمران په ٢٨ آيت کې هم راغلى دى .

* په صدر اسلام کې منافقانو د مدينې له يهودو او د مکې له مشرکانوسره اړيکه درلوده، که اسلام ماتې وخوري، چې هغوى تاوان و نه کړي او خپل مقام له لاسه ور نه کړي .

* عزت يوازې د خداى په لاس کې دى؛ځکه د عزت سرچينه يا علم وي او يا ځواک، چې نور يې نه لري .

پیغامونه :

١_له کفارو سره په اړيکو کې عزت لټول د منافقانو کار دى . (الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء…)

٢_ کفار د مسلمانانو د پالندوۍ ‏حق نه لري او مسلمانان هم بايد پر ځان د کفارو د واک بې غيرتي ونه مني . (يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء)

٣_ په بهرنيو اړيکو کې له کفري هېوادونو سره د اړيکو پر ځاى له اسلامي هېوادنو سره اړيکه پکار ده .( يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ)

 

۱۴۰- ((وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللّهِ يُكَفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ إِنَّ اللّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا= او په يقين خداى په کتاب كې ( دا حكم ) پر تاسې نازل كړى دى، چې كله واورئ،چې ځينې د خداى له آيتونو انكاركوي او ملنډې پرې وهي؛ نو له هغوى سره مه كېنئ، تر هغه چې په بله خبره لګيا شي كه نه تاسې به هم د هغوى په څېر ياست، په رښتيا چې خداى په دوزخ کې د ټولو منافقينو او کافرانو راټولوونکى دى . ))

 ټکى :

* د انعام د سورت ٦٨ آيت هم دې ايت ته ورته دى، چې د خداى استازي ته وايي : ((وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ))

پیغامونه :

١_د نورو د ناحقو خبرو پر وړاندې چوپ مه پاتې کېږئ . (إِذَا سَمِعْتُمْفَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ)

٢_ د ګناه په غونډه کې ناسته اوبيا د ګناه پر وړاندې چوپ پاتې کېدل ګناه ده . (يُكَفَرُ بِهَافَلاَ تَقْعُدُواْ)

٣_يوازې په خپله ګناه نه کول بیسا نه دي‏؛بلکې د نورو له ګناه هم مخه نيول پکار دي. (فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ)

٤_يا فاسد چاپېريال بدل کړئ او که نشئ کړاى؛نو ترې بهر شئ. (فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ)

٥_د بيان د ازادۍ په نوم د دين سپکاوى نه دى پکار . (سَمِعْتُمْوَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ)

٦_ديني غیرت او د ګناه پر وړاندې چوپ نه پاتې کېدل د ايمان شرط دى . (فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ)

٧_د کفر ملاتړ او پر دين ملنډې وهل په هره بڼه، چې وي حرام دي . (فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ)

٨_له نورو سره د ناستې پاستې شرط دا دى، چې د دين او فکر لپاره تاوان ونه لري . (سَمِعْتُمْيُكَفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ )

٩_هم اړيکه ساتل او هم يې پرې کول په خپل ځاى کې پکار ده. هم جاذبه او هم دافعه پکار ده. (فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ)

١٠_څوک چې د نورو پر ګناه راضي وي؛نو په ګناه کې ورسره شريک وي . (إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ)

١١_ د کفارو د چټياتو پر وړاندې چوپتيا د نفاق نښه ده . (إِنَّ اللّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ)

١٢_په اخرت کې ناسته پاسته د دنيا د ناستې پاستې پايله ده . (إِنَّ اللّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا) (څه چې کرې هغه به رېبې )

 

۱۴۱- ((الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِن كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللّهِ قَالُواْ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَإِن كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُواْ أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُم مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ فَاللّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا= (منافقين) هماغوى (دي) چې ستاسې (پېښو ته ) منتظر دي او تاسې څاري؛كه بريا مو په برخه شي وايي: (( ولې موږ درسره نه وو؟ (نو موږ هم په وياړونو او غنايمو كې شريك يو.) )) او كه بريا د كافرانو په برخه شي؛ نو ورته وايي: ((ولې موږ تاسې له مؤمنانو سره مبارزې او نه تسلېمېدو ته نه هڅولئ ؟(؛نو له تاسې سره به شريك يو.) )) خداى به ستاسې ترمنځ د قيامت پر ورځ پرېکړه وكړي او خداى هېڅكله کافران پر مؤمنانو نه برلاسوي . ))

ټکي :

* قرآن د مسلمانانو د بري لپاره “فتح” کارولى؛خو د کفارو د بري لپاره يې “نصيب” کارولى،چې وښيي، د کفارو برياوې لنډ مهالې دي او اصلي او واقعي برى د مسلمانانو دى.

* ((نَسْتَحْوِذْ )) د (( حوذ )) له جرړې دى،چې د پنډۍ د شا په مانا ‏دى؛ځکه د اوښ خاوند د اوښ د مخې بوتلو لپاره اوښ پر هغه ځاى وهي او دلته هم ترې مراد د مسلمانانو پر خلاف جګړې ته د کفارو هڅول دي .

* فقهاء په فقهي مسلو کې پر مسلمانانو د کفارو د بري د ناشوني توب لپاره د ((لَن يَجْعَلَ اللّهُ)) پر جمله استناد کوي؛البته له کفارو سره تګ راتګ،زده کړه،فرهنګي او اقتصادي تبادلات هله پروا نه لري،چې پر مؤمنانو د کفارو د برلاسۍ لامل نشي؛ځکه روايتونه وايي : زده کړه وکړئ که څه په چين کې وي او بيا روايت دى : هغه کافر ازاد دى، چې که لس مسلمانانو ته زده کړه وښيي .

پیغامونه :

١_ منافقان فرصت طلبه دي او له هرې موقع ګټنه کوي . (يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ…)

٢_ منافقان د کفارو جاسوسان او جګړې ته يې هڅونکي دي. ( َسْتَحْوِذْ )

٣_د قيامت پر ورځ به د خداى پر سم قضاوت ټولې ټګۍ برګۍ ‏بر بنډې شي . (فَاللّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ)

٤_مؤمنان حق نه لري د کفارو واک ومني او د واک منل يې د ايمان د نه درلودو نښه ده. (لَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا)

٥_بايد داسې کار وشي،چې کفار پر مسلمانانو له واکمنېدو د تل لپاره نهيلي شي . (لَن يَجْعَلَ اللّهُ)

٦_هغه ژمنه،راکړه ورکړه او تړونونه حرام دي،چې پر مسلمانانو د کفارو برلاسي ته لاره هواروي؛نو مسلمانان بايد په ټولو پوځي‏،سياسي،اقتصادي او فرهنګي چارو کې خپلواکي ولري . (لَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ….)

۱۴۲- ((إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُواْ إِلَى الصَّلاَةِ قَامُواْ كُسَالَى يُرَآؤُونَ النَّاسَ وَلاَ يَذْكُرُونَ اللّهَ إِلاَّ قَلِيلًا = په رښتيا منافقين له خداى سره ټګي کوي، حال دا چې خداى هم دوى ته د ټګۍ (سزا) ورکوي او چې کله (دوى) لمانځه ته راپاڅي،په لټۍ پاڅي او خلكو ته ځان ښيي او خداى نه يادوي؛خو ډېر لږ . ))

ټکي :

* منافق هغه دى،چې په ظاهره د اسلام احکام پلي کوي؛خو انګېزه يې الهي نه وي . لمونځ کوي؛خو د ريا لپاره . منافق ګومان کوي،چې خداى هم تېرايستاى شي؛خو نه پوهېږي، چې ځان تېرباسي او خداى يې له نيت او زړه خبر دى او د تېرايستو سزا به ورکړي .

* امام رضا و ايي : داچې خداى يې د دوکې سزا ورکوي؛نو دې الهي سزا ته “خدعه” ويل کېږي . ( تفسير نور الثقلين )

*ستايل شوى لمونځ؛عاشقانه، خالصانه او د تل لپاره وي . پېغمبر اکرم (ص) وايي : هغوى د منافقانو لمونځ کوي،چې په اخر وخت کې او لنډ يې کوي . ( درالمنثور ۲/٢٣٧)

پیغامونه :

١_ تېرايستل په لمانځه کې ناغېړي‏،رياکاري او د خداى له ياده غفلت د نفاق نښه ده . (إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ، يُرَآؤُونَ، لاَ يَذْكُرُونَ)

٢_ منافقان چې ځي ځي؛نو خداى ته به ورځي . (وَهُوَ خَادِعُهُمْ)

٣_خداى د عملونو له مخې سزا ورکوي . (يُخَادِعُونَ اللّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ)

٤_ د منافقانو لمونځ نه خوند لري نه رنګ او نه يې اندازه معلومه وي . (كُسَالَى يُرَآؤُونَ، قَلِيلًا)

 

۱۴۳- ((مُّذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَلِكَ لاَ إِلَى هَؤُلاء وَلاَ إِلَى هَؤُلاء وَمَن يُضْلِلِ اللّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا= هغوى بې موخې خلك دي، نه د دوى پر خوا دي او نه د هغوى پر خوا ( نه د مؤمنانو په ليكه كې دي او نه د كفارو) او څوك چې خداى بې لارې كړاى وي؛ نو ته ورته (د ژغورنې) لار نشې موندلاى . ))

ټکى :

* “تذبذب” د هغه څه حرکت ته وايي،چې په هوا کې بانډه وي او پر ځمکه کلک او غښتلى ځاى نه لري.

پیغامونه :

١_منافقان اندیزه- فکري او ګروهیزه – عقيدتي خپلواکي ‏ نه لري،پر هر حرکت خوځي او پرته بې موخې سرګردانه دي. (مُّذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَلِكَ)

٢_منافق ارام ‏نه لري؛ځکه تل بايد نوې موضع او په بيړه هوډ ونيسي . (مُّذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَلِكَ)

٣_په اندیز او ګروهیز دریځ ‏ کې پرېکندتوب پکار دى . (مُّذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَلِكَ)

٤_منافق د خدى پر قهر ککړ دى . (مَن يُضْلِلِ اللّهُ)

٥_نفاق بې درمله درد دى . (فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا)

۱۴۴- ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُواْ لِلّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا= مؤمنانو! د مؤمنانو پر ځاى كافران خپل دوستان (او پالندوى) مه نيسئ ايا غواړئ ( چې په دې کار) خداى ته د ځان پر ضد ښكاره دليل وړاندې كړئ ؟! ))

ټکي :

* مؤمنان حق نه لري د کفارو واک ومني؛خو منافقان له کفارو سره ټينګې اړيکې لري . قرآن، کفار منافق شیطانان (خَلَوْاْ إِلَى شَيَاطِينِهِمْ) ( بقره/۱۴) او د شيطان ورونه معرفي کړي دي.( الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا) ( حشر/١١) او په ١٣٩ او ١٤١ آيتونو کې قرآن د کفارو او منافقانو د اړيکو پر څرنګوالي پرده اچولې ده .

پیغامونه :

١_د کفارو د واک منل له ايمان سره اړخ نه لګوي، يو زړه او دوه معشوقې چا منلي . (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ….)

٢_تولى او تبرى، له مؤمنانو سره دوستي او له کافرانو سره اړيکه پرې کول د ايمان لپاره پکار دي . (لاَ تَتَّخِذُواْ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ )

٣_له هرې ژمنې،ناستې پاستې او خبرې بايد ډډه وشي، چې پکې د مسلمانانو تاوان وي. (لاَ تَتَّخِذُواْ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء‏)

٤_په بهرني سياست، سياسي او اقتصادي اړيکو کې هغه ژمنه او تړون حرام دى،چې پر مسلمانانو د کفارو د واک لامل شي . (لاَ تَتَّخِذُواْ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء)

٥_ذلت منونکي مسلمان به خداى ته څه ځواب ولري !! ؟ (أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُواْ لِلّهِ عَلَيْكُمْ….)

 

۱۴۵- ((إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا= په رښتيا منافقين د دوزخ په لا ندېنيو پوړو كې دي او ورته به هيڅ مرستندوى و نه مومې (؛نو ځكه د خداى له دښمنانو سره د دوستۍ له طرحې ډډه وكړئ،چې د نفاق نښه ده) ))

 ټکي :

* ((درک)) د بحر تر ټولو ژور ځاى ته وايي او د هغه مطلب په ژوره،چې څوک پوه شي، وايي : (( درک )) شو . مخ په ښکته پوړونو ته (( درک)) وايي او مخ پورته پوړونو ته ((درجه )) وايي؛لکه څنګه چې جنت (( درجات )) لري او دوزخ (( درکات )) .

پیغامونه :

١_ په دوزخ کې منافق تر کافره په بد ځاى کې پروت وي . (فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ)

٢_ دوزخ مراتب او درجې لري . (فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ)

٣_په قيامت کې د منافقانو د خلاصون لار نشته . (َلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا)

٤_په شفاعت کې منافقان نه شاملېږي . (وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا)

 

۱۴۶- ((إِلاَّ الَّذِينَ تَابُواْ وَأَصْلَحُواْ وَاعْتَصَمُواْ بِاللّهِ وَأَخْلَصُواْ دِينَهُمْ لِلّهِ فَأُوْلَئِكَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ وَسَوْفَ يُؤْتِ اللّهُ الْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًا= خو هغوى چې توبه وكاږي او خپل كړه وړه سم كړي او(د) خداى ( د مهربانۍ پر لمن) منګولې ټينګې كړي او خداى ته د اخلاص له مخې خپل دين ومني؛نو هغوى به له مؤمنانو سره وي او خداى ژر مؤمنينوته ستر اجر وركوي . ))

 پیغامونه :

١_ د توبې ور ټولو ان‏ منافقانو ته هم پرانستی دی ‏او له ((الدَّرْكِ الأَسْفَلِ)) څخه يې جنت ته رسولاى شي . (إِلاَّ الَّذِينَ تَابُواْ)

٢_انسان ازاد دى او کړاى شي په پوره پوهه خپل لوری ‏بدل کړي . (تَابُواْ )

٣_ د کلکو ګواښونو تر څنګ خلکو ته هيله هم ورکړئ . (فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِإِلاَّ الَّذِينَ تَابُواْ)

٤_توبه يوازې د پښېمانۍ اظهار نه دى؛بلکې هر اړخيزه بيارغونه او سمونه ‏ ده .( أَصْلَحُواْ، اعْتَصَمُواْ، أَخْلَصُواْ)

٥_ مؤمنان دې واقعي توبه کوونکيو ته هرکلى ووايي . (فَأُوْلَئِكَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ)

 

۱۴۷- ((مَّا يَفْعَلُ اللّهُ بِعَذَابِكُمْ إِن شَكَرْتُمْ وَآمَنتُمْ وَكَانَ اللّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا= كه شكر وباسئ او ايمان راوړئ (؛ نو) خداى ستاسې په عذاب څه کوي؟ او خداى منندوى پوه دى.( ستاسې پر نيتونواو كړنو پوهېږي او ښو كړنو ته ښه بدله وركوي). ))

 پیغامونه :

١_ د خداى عذاب د عدالت له مخې دى؛ نه د غچ لپاره . انسان پخپله د عذاب لامل دى . (مَّا يَفْعَلُ اللّهُ بِعَذَابِكُمْ إِن شَكَرْتُمْ)

٢_د خداى د نعمتونو پېژندل او شکر يې د ايمان د بلنې د منلو لامل دى . (شَكَرْتُمْ وَآمَنتُمْ)

٣_پر خداى ايمان د شکر تر ټولو غوره بڼه ده . (إِن شَكَرْتُمْ وَآمَنتُمْ)

٤_شکر هم له الهي عذابه د خلاصون لامل دى او هم له الهي رحمته د برخمنېدو. (مَّا يَفْعَلُ اللّهُ بِعَذَابِكُمْ إِن شَكَرْتُمْ وَآمَنتُمْ وَكَانَ اللّهُ شَاكِرًا )

٥_که تاسې شکر وکړئ؛نو خداى به هم شاکر وي . (َكَانَ اللّهُ شَاكِرًا)

٦_سره له دې،چې خداى اړتيا نه لري؛خو له خپل بنده مننه کوي؛نو ولې يې موږ شکر و نه کړو؟ (إِن شَكَرْتُمْ، َكَانَ اللّهُ شَاكِرًا)

 

۱۴۸- ((لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ وَكَانَ اللّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا= خداى دا نه خوښوي،چې څوك په ښكاره بد ويلو خوله پرانځي؛خو که پر چا تېرى شوى وي او خداى اورېدونكى (او) پوه دى . ))

 ټکي :

* دا آيت مظلوم ته د عدالت غوښتنې اجازه ورکوي ؛لکه د شورى د سورت ٤١ آيت : ((وَلَمَنِ انتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُوْلَئِكَ مَا عَلَيْهِم مِّن سَبِيلٍ = [او البته څوك چې تر مظلوم واقع کېدو وروسته مرسته وغواړي (چې خپل غچ واخلي)؛نو (د پړې) پرې هېڅ لار نشته.]

* قرآن څو ځل د خلکو د بديو رابرسېرول منع کړي دي او کبيره ګناه يې ګڼلي او د عذاب وعده يې ورکړې ده ؛لکه د نور د سورت ١٩ آيت، چې د مؤمنانو د بديو برسېرول ګناه ګڼي (( إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ = [حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ خپرول خوښوي (؛نو) ورته په دنيا او اخرت كې دردناك عذاب دى]

* د ((مَن ظُلِمَ)) په تعبير کې څو احتماله دي :

١_ د ((ممن ظلم)) په مانا؛يعنې د هغه کس غږ پورته کول جايز دي،چې پرې ظلم شوى دى .

٢_ د ((لمن ظلم)) په مانا؛يعنې د مظلوم په ګټه غږ پورته کول که څه په خپله مظلوم نه وي.

٣_د ((على من ظلم)) په مانا؛يعنې پر هغه مظلوم نيوکه او غږ کول،چې ذلت مني او چوپ دى؛البته ړومبى احتمال تر ټولو نږدې دى .

* نورو ته د خلکو بدۍ برسېرول ګناه او حرام دي او پخپله ګناه کوونکي ته يې د ګناه ويل حرام نه دي؛ځکه پاک نبي وايي :مؤمن د مؤمن هنداره ده . ( بحار الانوار۷۴/ ٢٣٣)

* امام صادق ددې آيت په اړه وويل :څوک چې چا ته مېلمستيا وکړي؛خو که په ښه توګه يې مېلمستيا ونه کړي؛نو ظلم يې کړى دى او مېلمه ته پروا نه لري،چې چا ته يې ووايي . ( وسائل ۱۲/٢٨٩ مخ)

پیغامونه :

١_ ټوليز قانون دى،چې نيمګړتياوې به نه برسېروئ؛خو دا قانون تبصرې هم لري . ( لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ)

٢_د خلکو د نيمګړيتاوو برسېرول،چې په هره بڼه وي حرام دي . ( شعر،ټوکه،کيسه،شکايت،او…) (لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ )

٣_د اسلامې ټولنې يوه نښـه داده،چې مظلوم په اسانۍ او ازاده توګه وکړاى شي د ظالم پر خلاف خپل غږ پورته کړي . (الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ)

٤_مظلوم ته د ظالم غیبت روا دى . (الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ)

٥_اسلام د مظلومانو ملاتړ دى . (إِلاَّ مَن ظُلِمَ)

٦_له قانونه ناوړه ګټنه منع ده. ظالمان دې پوه شي،چې د غیبت حراموالى نشي کړاى ورته د ظلم لار خلاصه کړي . په دې ځاى کې ده،چې د اسلام د بيان ازادي مېدان ته را دانګي . (إِلاَّ مَن ظُلِمَ)

٧_يوازې مظلوم د ظالم د غیبت حق لري او هغه هم يوازې د هغه څه په اړه،چې ظلم پرې شوى وي؛نه د نورو نيمګړتياوو په اړه . (إِلاَّ مَن ظُلِمَ) ( تفسير الميزان )

٨_په اسلامي ټولنه کې ظالم درناوى نه لري؛بايد ورټل شي او خلکو ته وښوول شي . (لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ…. إِلاَّ مَن ظُلِمَ)

٩_د نيمګړتياوو د برسېرولو په جواز کې له حقه مه اوړئ؛ځکه خداى اورېدونکى او ليدونکى دى . (سَمِيعًا عَلِيمًا )

 

۱۴۹- ((إِن تُبْدُواْ خَيْرًا أَوْ تُخْفُوهُ أَوْ تَعْفُواْ عَن سُوَءٍ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا قَدِيرًا= كه ښه چارې په ښكاره يا پټه ترسره كړئ او له بديو تېرشئ؛نو په واقع کې خداى بښونكى (او) د واک څښتن دى ( او سره له دې چې د غچ اخستو وس لري؛خو عفوه كوي) . ))

 ټکي :

* چې کله مظلوم پر واک شو؛نو که د ظالم بښل روزنيز اغېز درلود؛نو و يې بښئ او که په کوم ځاى کې چوپتيا د مظلوم د خوارېدو او د ظالم د قوي کېدو لامل و؛نو غږ پورته کړئ .

* غچ او قصاص “حق” دى او بښنه “فضل” دى . حضرت علي وايي : د بري او پر دښمن د برلاسۍ په شکرانه کې مو دښمن وبښئ . ( نهج البلاغه : قصار ١٠ )

پیغامونه :

١_ نېکيو ته هڅونه وکړئ او بدۍ وبښـئ . (إِن تُبْدُواْ خَيْرًاأَوْ تَعْفُواْ عَن سُوَءٍ)

٢_کله غږ پورته کول او د ظلم ځپل ارزښـت وي او کله چوپتيا او بښنه . (تَعْفُواْ عَن سُوَءٍ)

٣_د ځواک په موضع کې بښل ارزښت لري . (عَفُوًّا قَدِيرًا)

۱۵۰/۱۵۱ ((إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُواْ بَيْنَ اللّهِ وَرُسُلِهِ وَيقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُواْ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا. أُوْلَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ حَقًّا وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا = هغوى چې پر خداى او پېغمبرانو يې كافرانېږي او غواړي د خداى او پېغمبرانو ترمنځ يې توپير وكړي او وايي: ((پر ځينو ايمان راوړو او له ځينو منكرېږو )) اوغواړي د دواړو ( ايمان او كفر ) تر منځ ځان ته يوه لار وباسي؛ دوى رښتياني كافران دي او موږ كافرانوته سپكوونكى عذاب چمتو كړى دى . ))

 ټکي :

* ١٥٠ آيت د مبتدا منزلت لري او ١٥١ آيت يې خبر دى .

*يهودانو او مسيحيانو د تعصب او تنګ نظرۍ له امله پر ځينو پېغمبرانو ايمان درلود او پر ځينو کافران ول .

پیغامونه :

١_ نبوت دايمي الهي سنت دی او د زنځير د کړۍ په څېر دى او پر ټولو ايمان پکار دى . (يُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُواْ بَيْنَ اللّهِ وَرُسُلِهِ )

٢_خداى او رسول سره نه بېلېدونکي دي . (يُفَرِّقُواْ بَيْنَ اللّهِ وَرُسُلِهِ)

٣_د خداى او رسول نه منل يا د خداى منل او د رسول نه منل يا د ټولو پېغمبرانو نه منل يا پر خداى او ځينو پېغمبرانو ايمان او د ځينو پېغمبرانو نه منل منع دي . پر خداى او ټولو الهي انبياوو ايمان د حق لار ده . (يَكْفُرُونَ، يُفَرِّقُوا، يقُولُونَ، هُمُ الْكَافِرُونَ حَقًّا)

٤_ په خپله تاريخي پوله کې ټول الهي اديان بايد په رسميت وپېژندل شي . (وَيقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ)

٥_ د اسلام مخالف قوانين منل يو ډول تبعيض دى او منع دى . (نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ)

٦_د انبياوو د لار په مقابل کې نوې لار راايستل کفر دى . (يَتَّخِذُواْ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا. أُوْلَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ)

٧_ دوزخ همدا اوس هم شته او پیدا شوى دى . (أَعْتَدْنَا )

 

۱۵۲- ((وَالَّذِينَ آمَنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَلَمْ يُفَرِّقُواْ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ أُوْلَئِكَ سَوْفَ يُؤْتِيهِمْ أُجُورَهُمْ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا= (؛خو) هغوى چې پر خداى او پېغمبرانو يې ايمان راوړى وي ( او د پېغمبرانو ترمنځ توپېر ونه كړي)؛نو ژربه خداى ورته بدله وركړي او خداى بښونكى (او) مهربان دى . ))

 پیغامونه :

١_ پر خداى او ټولو پېغمبرانو يې ايمان پکار دى . سره له دې چې د انبياوو درجې او د ماموريت شعاع یې سره توپير لري؛خو پر ټولو ايمان پکار دى . (آمَنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ)

٢_سره له دې چې زموږ ټوله هستي او امکانات د خداى دي؛خو بيا هم ثواب راکوي . (أُجُورَهُمْ)

٣_خداى په ثواب ورکولو کې زموږ ناغېړیو ‏او تقصيراتو ته پام نه کوي . (يُؤْتِيهِمْ أُجُورَهُمْ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا )

۱۵۳- ((يَسْأَلُكَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَن تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتَابًا مِّنَ السَّمَاءِ فَقَدْ سَأَلُواْ مُوسَى أَكْبَرَ مِن ذَلِكَ فَقَالُواْ أَرِنَا اللّهِ جَهْرَةً فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ثُمَّ اتَّخَذُواْ الْعِجْلَ مِن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ فَعَفَوْنَا عَن ذَلِكَ وَآتَيْنَا مُوسَى سُلْطَانًا مُّبِينًا= کتابيان له تا غواړي،چې له اسمانه په يوه ځل كتاب پرې نازل كړې (حال دا چې دا يوه پلمه ده؛) هغوى له موسى تردې هم سترې غوښتنې كړې وې او ويلي يې وو: ((موږ ته په ښكاره خداى راوښيه !)) او د همدې ظلم له امله (خو) پر دوى تندر راولوېد بيا هغوى (د سامري) خوسى خپل معبود ونيو حال داچې ښكاره نښې يې ليدلې وې؛خو موږ له دې ورتېرشو( او ومو بښل ) او موږ موسى ته څرګند دليل وركړ. ))

 ټکي :

* يهودو له پېغمبراکرم (ص) څخه غوښتنه درلوده،چې قرآن دې هم د تورات په څېر يو ځاى رانازل شي،چې دا يوازې يوه پلمه وه .خداى يې په ځواب کې وايي : ان که قرآن ورته په کاغذ کې يو ځاى هم ورولېږې؛نو کافران به وايي چې کوډې دي.

))وَلَوْ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ كِتَابًا فِي قِرْطَاسٍ فَلَمَسُوهُ بِأَيْدِيهِمْ لَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُواْ إِنْ هَذَا إِلاَّ سِحْرٌ مُّبِينٌ(انعام/۷)= او (ان) كه موږ پر تا په پاڼه كې ليكلي هم نازل كړو او( د هغه پر ليدو او لوستو سربېره) يې په خپلو لاسو لمس هم كړي (؛نو) بيا به كافران وايي : (( دا خو ښكاره كوډې دي!))

* د ايمان نه راوړو لپاره د ټولو کفارو پلمې ورته دي؛ مشرکانو هم له رسول الله همدا غوښتنه درلوده او ويل يې : (وَلَن نُّؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّى تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَّقْرَؤُهُ)( اسراء /٩٣).

پیغامونه :

١_ د پلار نيکونو ناوړه کړه پر اولاد هم ناوړه اغېز لري . (فَقَدْ سَأَلُواْ…)

٢_بني اسراييل په حق پسې نه دي‏ او له هومره معجزو تر ليدو وروسته یۍ ولې بېرته د خوسي عبادت پیل کړ . (اتَّخَذُواْ الْعِجْلَ مِن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ)

٣_د کفارو ايمان نه راوړو ته مه وارخطا کېږئ؛ځکه د هر پېغمبر په وخت کې ځېلي کسان وو. (سَأَلُواْ مُوسَى أَكْبَرَ مِن ذَلِكَ )

٤_خداى پر سر سترګو نه ليدل کېږي او داسې يې د ليدو غوښتنه ظلم دى .(أَرِنَا اللّهِ جَهْرَةً فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ)

٥_اندیزه – فکري کږلاري او له له حقه نمښته – انکار په همدې دنيا کې عذاب لري . (فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ)

٦_الهي رحمت ان ‏د خوسي ‏د عبادت ګناه هم بښي . (فَعَفَوْنَا)

٧_ خداى د خپلو استازيو ملاتړ دى . (وَآتَيْنَا مُوسَى سُلْطَانًا مُّبِينًا)

 

 

۱۵۴- ((وَرَفَعْنَا فَوْقَهُمُ الطُّورَ بِمِيثَاقِهِمْ وَقُلْنَا لَهُمُ ادْخُلُواْ الْبَابَ سُجَّدًا وَقُلْنَا لَهُمْ لاَ تَعْدُواْ فِي السَّبْتِ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا= او موږ پرې د وعدې (اخستو) لپاره د طور غر را پورته كړ او ورته ومو ويل: (( ( د توبې لپاره د بيت المقدس) په وره په عاجزۍ ننوځئ .)) او (همداراز) ورته مو وويل:(( د شنبې پر ورځ تېرى مه كوئ)) (او له كاره لاس واخلئ) او له هغوى مو (ددې ټولو په باب) ټينګه ژمنه واخسته.

 ټکي :

*دې آيت ته ورته د بقرې سورت ٦٣ او ٩٣ آيتونه او د اعراف د سورت په ١٧١ آيت کې راغلي دي .

* له بني اسراييلو سره د خداى د تړون مراد هماغه دى،چې د بقرې سورت په ٤٠ او ٨٤ آيتونو او د مائدې سورت په ١٢ آيت کې راغلي دي .

* سپېڅلې ځايونه ځانګړي اداب لري : (ادْخُلُواْ الْبَابَ سُجَّدًا)

د طور د غره په اړه په قرآن کې راغلي دي : (فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ) (طه /١٢)

د پېغمبراکرم د کور په اړه : (لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ) (احزاب/٥٣)

د جوماتونو په اړه : (خُذُواْ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ) (اعراف/٣١)

د مسجد الحرام په اړه : (فَلاَ يَقْرَبُواْ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ) (توبه/٢٨)

د کعبې په اړه : (َطَهِّرْ بَيْتِيَ) ( بقره /١٢)

پیغامونه :

١_ په روزنه کې کله له وېرولو کار اخستل پکار دي . (وَرَفَعْنَا فَوْقَهُمُ الطُّورَ)

٢_په رخصتۍ او عبادت کې پر کار بوختیا له پولې اوښتل دي . (لاَ تَعْدُواْ فِي السَّبْتِ)

 

۱۵۵- ((فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ وَكُفْرِهِم بَآيَاتِ اللّهِ وَقَتْلِهِمُ الأَنْبِيَاء بِغَيْرِ حَقًّ وَقَوْلِهِمْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ بَلْ طَبَعَ اللّهُ عَلَيْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلاً= نو هغوى ځکه (د خداى له درشله وشړل شول چې 🙂 تړون يې مات کړ، د خداى له آيتونو منکر شول،په ناحقه يې پېغمبران وژل او( د ملنډو) دا وينا يې (چې): (( زړونه (او د ادراک مرکز) مو پوښل شوي ( او د پېغمبر په خبرو نه پوهېږو) ))هو! خداى یې د كفر له امله پر زړونو مهر لګولى دى او بې له لږ شمېره يې ( چې ځېل نه كوي او د حق پر لار ځي) ايمان نه راوړي؛ ))

ټکى :

* د اسلام د پېغمبر په وخت کې بني اسراييلو پېغمبران نه ول وژلي؛خو پلار نيکونو يې داسې ګناه کړې وه؛خو دا ‏چې زامن د پلار نيکه پر کار خوښ وو؛نو دا جنايت زامنو ته هم نسبت ورکول کېږي . ( تفسير قمي ۱/١٥٧ مخ )

پیغامونه :

١_ ژمنه ماتونه د کفر په ليکه کې ده او کفر ته لار هواروي . (نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ وَكُفْرِهِم)

٢_د نعمتونو ناشکري تر دې چې د انبياو وژونکي شي . (وَقَتْلِهِمُ الأَنْبِيَاء بِغَيْرِ حَقًّ)

٣_انسان په خپل کفر او ځېل خپلو پرېوتو ته لار هواروي . (طَبَعَبِكُفْرِهِمْ)

٤_د ډېرو کفارو پر وړاندې د لږو د ايمان راوړل ښيي،چې انسان د ټاکنې ‏او هوډ واک لري؛نو فاسد نظام، ملګري او چاپېريال بايد د حق له لارې د انسان اراده بدله نه کړي . (فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلاً)

۱۵۶- ((وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَى مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا= او (همداراز) د هغوى د كفر له امله او هغه غټ تور يې،چې پرمريم ولګو؛))

 ټکي :

* پر پېغلې حضرت مريم تور د مريم سورت په ٢٧ آيت کې هم نوموتى دى .

* پر پېغلې بي بي مريم د زنا تور پر حضرت عيسى هم د حراميتوب او د خلکو د ښیون – هدايت د وړتيا د نه درلودو ‏تور هم دى او همدا دليل يې پر عيسى علیه السلام د کفر دليل هم و .

* پېغمبر اکرم (ص) حضرت علي ته وويل :ته د عيسى په څېر يې. ځينو د حضرت عیسی پر مور ناروا تور ولګاوه. ځينو هم ګومان وکړ،چې خداى دى . ( درالمنثور۲/٢٣٨ )

* ستر بهتان ستر عذاب هم لري . د نور سورت په ٢٣ آيت کې راغلي دي : د هغوى عذاب ستر دى،چې پر پاکلمنو ناروا تور لګوي .

پیغامونه :

١_ بهتان د کفر په ليکه کې دى . (وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ…. بُهْتَانًا)

٢_په چټله ټولنه کې کله خورا پر پاکو انسانانو خورا چټل تور لګېږي . (قَوْلِهِمْ عَلَى مَرْيَمَ بُهْتَانًا)

۱۵۷- ((وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَـكِن شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُواْ فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلاَّ اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا= او له دې امله،چې ويل يې :(( موږ د خداى پېغمبر عيسى د مريمې زوى وژلى دى .)) حال داچې نه يې وژلى او نه يې پر دار ځړولى؛ بلكې موضوع ورته شکمنه (شوه) او په حقيقت كې كومو خلكو چې د هغه ( د وژنې) په باب اړپېچ وكړ، پخپله شكمن شول او په دې اړه نه پوهېدل او يوازې په ګومان پسې ځي او ميسح يې بېخي نه دى وژلى ! ))

۱۵۸- ((بَل رَّفَعَهُ اللّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا=؛بلكى خداى هغه خپل لوري ته پورته كړى او خداى بريمن (او) حكيم دى .))

 ټکي :

* امام صادق د ((وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَـكِن شُبِّهَ)) جملې په اړه وويل : د حضرت مهدي غیبت هم داسې دى او امت به ترې د اوږد غیبت ( نشتوالي) له امله نټه-انکار وکړي او ځينې به وايي : مهدى لا نه دى زېږېدلاى . ځينې به وايي : زېږېدلاى؛خو مړ شوى او ځينې به وايي،چې يوولسم امام عقيم و او …. ( الغيبة طوسي :١٧٠ مخ )

* د عيسى علیه السلام پر ځاى د بل کس راځوړندول او غرغره کول داسې وو :

١_په عيسى علیه السلام پسې رومي راغلي مامورانو عيسى علیه السلام نه پېژانده؛ځکه د هغه سيمې نه ول (احتمالا هغه چې خاين و او د نغدو په اخستو يې عيسى علیه السلام مخالفانو ته ښوولى و، په خپله د عيسى علیه السلام په بڼه شوى و او په خپله د مخالفيو لاس ته روغلى و.) ( تفسير فرقان )

٢_ د عیسی علیه السلام د نيولو تګ په شپه کې شوى و .

٣_ نيول شوي سړي له خدايه شکايت وکړ، چې دا نيوکه او شکايت د نبوت له مقام سره سمون نه خوري.

٤_ټول هغه انجليونه،چې د عيسى علیه السلام د غرغره کېدو تر کيسې وروسته ليکل شوي ، پکې د خطا احتمال خورا دى .

٥_ د مسيحيانو ځينې ډلې د صليب خبره نه مني او په اناجيلو کې هم ټکرونه دي،چې موضوع مبهموي .

پیغامونه :

١_ کله انسان له اخلاقي مقامه داسې راپرېوځي،چې پر پېغمبر وژنه هم وياړي . (إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى)

٢_د باطل ادعاګانو پر وړاندې پرېکندتوب پکار دى . (مَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ)

٣_دنيا ته د عيسى علیه السلام راتګ او ترې تګ دواړه په غېرطبيعي بڼه وو. عروج يې وکړ،چې د راتلونکيو لپاره زېرمه شي . ( بل رفعه الله اليه )

٤_د پېغمبر له اسلام پرته نورو هم معراج درلود . (بَل رَّفَعَهُ اللّهُ إِلَيْهِ)

٥_ عيسى علیه السلام د خداى مېلمه دى . (رَّفَعَهُ اللّهُ إِلَيْهِ)

٦_په اسمانونو کې د انسان د اوسېدو امکان شته . (بَل رَّفَعَهُ اللّهُ إِلَيْهِ)

٧_الهي اراده ټولې دسيسې شنډوي . (كَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا)

 

۱۵۹- ((وَإِن مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلاَّ لَيُؤْمِنَنَّ بِهِ قَبْلَ مَوْتِهِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا = او په کتابيانو كې داسې څوك نشته؛ خو دا چې تر خپلې مړيني مخكې هرومرو پر هغه [=حضرت ميسح] ايمان راوړي او د قيامت پر ورځ به (عيسى هم) پرې ګواه وي . ))

 ټکي :

* کېداى شي ددې آيت مانا ‏دا وي :د مسيح تر مړينې وروسته ټول کتابيان پرې ايمان راوړي؛ځکه د شيعه و او اهل سنتو د روايتونو په رڼا کې په اخرالزمان کې حضرت عيسى له اسمانه راښکته کېږي او په مهدي اخرالزمان پسې به لمونځ کوي،په دې نړۍ کې به ژوند کوي اوبيا به مري . پر هغه ورځ به پرې ټول مسيحيان ايمان راوړي؛نه داسې ايمان،چې عيسى د خداى زوى دى . ( تفسير الميزان)

پيغامونه :

١_ د مړينې پر مهال د ټولو کافرانو او کږلاريو له سترګې پردې اوچتې شي، په سد کې شي، ايمان راوړي؛خو ګټه نه لري . (وَإِن مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ….)

٢_ټول به مري ان حضرت عيسى عليه السلام،چې د ډېرې مودې لپاره په غوره شرايطو کې د خداى او پرښتو مېلمه دى . (قَبْلَ مَوْتِهِ)

٣_ الهي انبياء پر انسانانو شاهدان دي . (يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا) ( که له ((قَبْلَ مَوْتِهِ)) څخه مراد د عيسى علیه السلام مړينه وي .

۱۶۰- ((فَبِظُلْمٍ مِّنَ الَّذِينَ هَادُواْ حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَن سَبِيلِ اللّهِ كَثِيرًا= نو موږ پر يهودو يوه برخه څيزونه، چې مخكې ورته حلال وو،حرام كړل؛ځكه ظلمونه يې كول او ډېر (خلك) يې د خداى له لارې منع كول؛ ))

 ټکي :

* کېداى شي له “طېباتو” څخه مراد، چې پر يهودانو حرام شول،هماغه وي،چې د انعام سورت په ١٤٦ آيت کې راغلي دي : ((وَعَلَى الَّذِينَ هَادُواْ حَرَّمْنَا كُلَّ ذِي ظُفُرٍ وَمِنَ الْبَقَرِ وَالْغَنَمِ حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ شُحُومَهُمَا إِلاَّ مَا حَمَلَتْ ظُهُورُهُمَا أَوِ الْحَوَايَا أَوْ مَا اخْتَلَطَ بِعَظْمٍ ذَلِكَ جَزَيْنَاهُم بِبَغْيِهِمْ وِإِنَّا لَصَادِقُونَ= [ او پر يهودانو مو ټول نوكانوال څاروي حرام كړي وو او له غويانو او پسونو مو پرې وازدې حرامې كړې وې؛ خوهغه وازدې (مونه وې حرامې كړي) چې په شا يا کولمو يا يې په هډوكيو پورې نښې وې، موږ د هغوى د سرغړونې له امله ورته دغسې سزا وركړه او موږ بېخي رښتيا وايو.]

دا تحريم په اوسني تورات کې هم شته دى .

وګورئ : تورات : سفر لاويان،١١ څپرکې .

* له الهي نعمتونو په برخمنېدو او ترې په بې برخې کېدو کې د وګړي او ټولنې کړه اصلي ونډه لري ؛د فجر سورت په١٧ آيت کې له نعمتونو د بې برخه کېدو لامل يتميانو ته پام نه کول ښيي؛( كَلَّا بَل لَّا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ ) او د اعراف سورت په ٩٦ آيت کې راغلي : ((وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ))( که د کليو اوسېدونکيو ايمان او تقوا درلوده؛نو له اسماني نعمتونو به برخمن شوي ول . ))

لکه څنګه په روايت کې هم دي : د خلکو د بزګرۍ د محصولاتو د خرابېدو لامل هغه ظلم دى،چې کړي يې دي . وګورئ :مستدرک ۱۳/٤٧٣.

پیغامونه :

١_ ظلم له نعمتونو د بې برخه کېدو لامل دى . (فَبِظُلْمٍحَرَّمْنَا)

٢_کله توکيز او وټيز بې برخې کېدل هم د الهي قهر نښه وي . (فَبِظُلْمٍحَرَّمْنَا)

٣_که څه اصلي سزا په قيامت کې ورکول کېږي؛خو دنيوي عذابونه خبر ورکوي،چې د خلاف کوونکيو لپاره سزا ده او صالحانو لپاره ازمېينه ده . (فَبِظُلْمٍحَرَّمْنَا)

٤_ په هره بڼه د خداى د لارې تړل له نعمتونو د بې برخې کېدو لامل دى . (وَبِصَدِّهِمْ عَن سَبِيلِ اللّهِ)

۱۶۱- ((وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُواْ عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا= او( پردې سربېره) سود يې اخسته، چې ترې منع شوي وو او په ناحقه يې د خلكو مالونه خوړل او موږ د دوى كافرانو ته ډېر درد ناك عذاب چمتو كړى دى.))

 ټکى :

* د ربا د تحريم حکم په تورات کې هم راغلى دى . ( تورات: سفر تثنيه :٢٣ فصل، ١٩ او ٢٠ جملې) ( تفسير نمونه )

پیغامونه :

١_ که څه ربا په ظاهره ګټه او برى دى؛خو په اصل کې بې برخې کېدو او الهي عذاب ته لار هواروي. (حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ…… أَخْذِهِمُ الرِّبَا …. عَذَابًا أَلِيمًا)

٢_په ټولو الهي اديانو کې د انسانانو د اقتصادي راکړې ورکړې،د مال د څرنګه مصرف او دخل او خرج په اړه احکام راغلي دي . (َأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُواْ عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ…. بِالْبَاطِلِ)

٣_ تر څو چې ربا،حرامخورۍ او ظلم کافران کړي نه ياست؛نو راستنېدل اسان دي،پام مو وسه،چې داسې ګناهونه کفر ته لار هواروي . (َأَخْذِهِمُ الرِّبَا …. أَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ)

۱۶۲- ((لَّـكِنِ الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَالْمُؤْمِنُونَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَالْمُقِيمِينَ الصَّلاَةَ وَالْمُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالْمُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ أُوْلَـئِكَ سَنُؤْتِيهِمْ أَجْرًا عَظِيمًا= خو په هغوى كې په علم کې پخو او (د اسلامي امت ) مؤمنان، څه چې پر تا نازل شوي او څه چې تر تا مخكې نازل شوي،ايمان راوړي.(همداراز) لمونځ كوونكيو او زكات وركوونكيو او د خداى او قيامت پر ورځ ايمان راوړونكيو ته به ډېر ژر ستر اجر ور پر برخه كړو . ))

ټکي:

* د اسلام خاتميت راښيي ،چې په قرآن کې څو ځل د (وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ) جمله راغلې؛خو يو ځل هم د (( من بعدک)) عبارت نه دى راغلى .

* روايت دى : لمونځ يې قبول نه دى،چې زکات نه ورکوي . پېغمبراکرم هغوى له جوماته ايستل،چې لمونځ يې کاوه؛خو زکات يې نه ورکاوه او د قرآن د وينا له مخې : واقعي لمونځ کونکى کنجوس نه وي :

((وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا .إِلَّا الْمُصَلِّينَ (معارج،۲۱، ۲۲) او چې كله ورته ښېګڼه ورسي (نورو ته د ګټې رسولو) خنډ ګرځي (او کنجوسي كوي)؛خو بې له لمونځ كوونكيو (چې له دې نيمګړتيا ژغورل شوي دي).

پیغامونه :

١_په نيوکه کې انصاف پکار دى . په دې آيت کې مؤمن يهودان له ظالمواو حرام خورو توپير شوي دي. (لَّـكِنِ الرَّاسِخُونَمِنْهُمْ )

٢_هغه پوهه ازښت لري،چې په زړه کې جرړه او رسوخ لري . (الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ)

٣_ګډ باورونه او موخې ارزښت لري؛ نه توکم، ټبر او ژبه . (الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَالْمُؤْمِنُونَ)

٤_په ټولو الهي اديانو کې پر اصولو ايمان پکار دى . (بِمَا أُنزِلَ إِلَيكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ)

٥_سره له دې چې لمونځ او زکات په ټولو اديانو کې وو؛خو د ارزښت له امله يې بېل بېل راوړي دي. (بِمَا أُنزِلَ إِلَيكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَالْمُقِيمِينَ الصَّلاَةَ …)

٦_لمونځ او زکات نه بېلېدونکي دي، لمونځ کونکی بايد د زکات ورکونکى هم وي . (وَالْمُقِيمِينَ الصَّلاَةَ وَالْمُؤْتُونَ الزَّكَاةَ)

٧_ لمونځ ځانګړى ځاى لري . ( د آيت ټولې جملې له (( و )) او (( ن )) سره راغلي ؛ ((الرَّاسِخُونَ))، ((الْمُؤْمِنُونَ))، ((الْمُؤْتُونَ))؛خو د لمونځ په اړه د (( مقيمون )) پر ځاى ((الْمُقِيمِينَ )) راغلى دى،چې په عربي کې د لوړوالي نښه ده .

 

۱۶۳- ((إِنَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِن بَعْدِهِ وَأَوْحَيْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَعِيسَى وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَيْمَانَ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا= په رښتيا موږ تا ته هماغه وحې کړې ده؛لكه څنګه چې نوح او تر هغه وروسته پېغمبرانو ته مو کړې وه او (همداراز) موږ ابراهيم، اسماعيل،اسحاق،يعقوب او اسباط[=بني اسراييل] او عيسى او ايوب او يونس او هارون او سليمان ته وحې کړې وه او موږ داوود ته زبور وركړ . ))

 ټکي :

* په ټول قرآن کې د ٢٦ پېغمبرانونومونه راغلي دي،چې د يوولسو نوم يې په دې آيت کې راغلى دى : آدم، ادريس، هود، صالح، لوط، يوسف، شعيب، ذى الکفل، موسى، الياس، يسع، زکريا، يحيى، عزير، او حضرت محمد .

* روايت دى : څه چې تېرو پېغمبرانو ته وحې شوي ول، د اسلام پېغمبر ته هم وحې شوې ده. ( تفسيرنورالثقلين )

* (( اسباط )) د (( سبط )) جمع ده،چې د لمسي په مانا ‏دى؛ د حضرت يعقوب د زامنو عنوان دى،چې پېغمبرۍ ته رسېدلي دي .

* (( زبور )) په لغت کې کتاب ته وايي؛خو په څرګندنه-اصطلاح کې د حضرت داود (ع) کتاب ته ويل کېږي . ((مزامير داود )) د عهد قديم ( تورات ) له کتابه دي،چې ١٥٠ څپرکي لري،چې هر يو يې يو (( مزمور )) دى.

پیغامونه :

١_ د بشر په تاريخ کې وحې او نبوت خلل نازیانمنی ‏سنت دى . (أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ…)

٢_ د ادعا د اثبات لپاره د يوې موضوع په اړه د تاريخي بېلګو راوړل پکار دي او د منلو لپاره يې ګټه لري . (أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ….)

٣_د الهي اديانو موخه يوه ده؛ځکه سرچينه يې يوه ده . (إِنَّا أَوْحَيْنَا…)

٤_سره له دې چې په تاريخ کې څو ځل وحې راغلې؛نو کتابوال ولې د پېغمبراکرم نبوت نه مني او د اسلام د پېغمبر او نورو تر منځ توپير قايل دي او بې ځايه تمې لري ؟ (أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ….)

 

۱۶۴- ((وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنَاهُمْ عَلَيْكَ مِن قَبْلُ وَرُسُلًا لَّمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ وَكَلَّمَ اللّهُ مُوسَى تَكْلِيمًا= او استازى ( مو لېږلى) چې په حقيقت كې د هغوى يادونه مو له دې مخكې درته كړې ده او هغه استازي،چې يادونه مو یې درته نه ده كړې او خداى له موسى سره (بې واسطې) خبرې وكړې (او دا د موسى ځانګړنه ده). ))

ټکي :

* د قرآن په سورتونو کې د هود او شعراء سورتونه د انبياوو په کيسو کې پراخ بنسټه دي.

* ټول پېغمبران له خداى سره خبرې کوي؛خو يوازې حضرت موسى ((کليم الله)) شو . کېداى شي له فرعون او د بني اسراييلو له ځېل سره د مبارزې لپاره پکار ول، چې حضرت موسى په پرله پسې توګه له خداى سره په خبرو کې وي او پيغام اولارښوونه ترې واخلي؛نو ځکه “‏کليم الله” شو .

پیغامونه :

١_د انبياوو له تاريخ سره اشنايي دومره ارزښـت لري،چې خداى هم بيان کړى دى . (َرُسُلًا قَدْ قَصَصْنَاهُمْ عَلَيْكَ )

٢_د انبياوو شمېر تردې ډېر دى،چې نومونه يې په قرآن کې راغلي دي . (وَرُسُلًا لَّمْ نَقْصُصْهُمْ)

٣_ نه د انسان عمر د ټولو پېغمبرانو د کيسو لپاره بسيا دى او نه ورته پکار دى، يوازې د عبرت هومره پکار دى . (وَرُسُلًا لَّمْ نَقْصُصْهُمْ)

٤_کله يوه پېښه څو ځل په قرآن کې راغلې؛خو ځينو پېښو ته اشاره هم نه ده شوې؛ځکه قرآن د ښیون- هدايت او لارښوونې کتاب دى نه د کيسو . (لَّمْ نَقْصُصْهُمْ)

۱۶۵- ((رُّسُلًا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا= (دا ټول) استازي زېرګري او ګواښګرندي لېږل شوي ول، چې د استازيو (تر لېږلو) روسته خلكو ته د خداى پر وړاندې کومه پلمه نه وي (او پر ټولو غاړه خلاصه شي) او خداى ناماتی حكيم دى . ))

ټکي :

* دا آيت د انبياوو د بلنې کليات د کار څرنګوالى او موخې بيانوي .

* عقل هم د وحې په څېر الهي حجت دى؛خو دا ‏چې د ادراکاتو مدار يې محدود دى؛نو يوازې بسيا نه دى او بشپړ حجت نه دى؛نو انبياء د غيب،ملکوتونو او اخرت په اړه خبرې کوي،چې عقل ورته لاس رسى نه لري .

* په يو بل ځاى کې قرآن وايي :

وَلَوْ أَنَّا أَهْلَكْنَاهُم بِعَذَابٍ مِّن قَبْلِهِ لَقَالُوا رَبَّنَا لَوْلَا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ مِن قَبْلِ أَن نَّذِلَّ وَنَخْزَى = اوكه موږ هغوى (د قرآن له نا زلېدو) مخكې په يو عذاب هلاك كړي واى (؛نو په قيامت كې يې) ويل: (( پالونكيه! تردې له مخه چې ذليل او رسوا شو(؛نو) ولې دې موږ ته كوم استازى را و نه لېږه،چې ستا د آيتونو لاروي مو كړې واى؟))

 پیغامونه :

١_ د انبياوو د تبليغ کړنلا د وېرې او هيلې پر دوو چورليزونو چورلي . (مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ)

٢_د پېغمبرانو د بعثت فلفسه پر خلکو د خداى غاړه خلاصول دي،چې بيا خلک و نه وايي، چې اسماني مشر مو نه درلود او نه پوهېدو . (لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ)

٣_انبياء بايد له شخصي، جسمي، د ژوند د مخينو، ټولنيز، سياسي او کورني موقعيت او همداراز د معجزې د درلودو او غوڅ بيان، له غيبي امدادونو د بر خمنېدوله پلوه داسې وي، چې څوک ورته په يوه زمينه کې هم پلمه ونشي کړاى . (لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ)

٤_داچې خداى عزيز او حکيم دى؛نو څوک پرې حجت نه لري . (عَزِيزًا حَكِيمًا)

۱۶۶ ((لَّكِنِ اللّهُ يَشْهَدُ بِمَا أَنزَلَ إِلَيْكَ أَنزَلَهُ بِعِلْمِهِ وَالْمَلآئِكَةُ يَشْهَدُونَ وَكَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا = خو خداى ګواهي لي، څه يې چې پر تا نازل كړي دي،په خپل علم سره يې نازل كړي دي او پردې پرښتې هم شهادت وركوي او د خداى ګواهي بس ده . ))

۱۶۷- ((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ قَدْ ضَلُّواْ ضَلاَلًا بَعِيدًا= هغوى چې كافران شوي او (خلك) د خداى له لارې اړوي؛ نو هغوى (له حقه) ډېر لرې په بې لارۍ كې پرېوتي دي . ))

ټکي :

* داچې د قرآن لوړې ښوونې د نالوستي انسان له خولې د جهل، شرک او دښمنۍ په سيمه کې وويل شوې او خلک يې بدل کړل او له تفرقې يې وحدت، له کنجوسۍ يې سرښندنې، له شرک يې توحيد او له ناپوهۍ یې پوهې ته ورسول ‏او همداراز له پرېوتو ‏يې د ‏”اسلامي امت” د جوړولو هسکې ‏ته ورسول؛د خداى ګواهي پر هغه پیرزوینې ‏ده، چې پر پېغمبر او دين يې کړې ده .

پیغامونه :

١_انبياوو هم د حق د بلنې لپاره ملاتړ ته اړتيا درلوده . (لَّكِنِ اللّهُ يَشْهَدُ)

٢_د دين د مبلغ لپاره زړه ستر تسل او ډاډ خداى دى . (لَّكِنِ اللّهُ يَشْهَدُ)

٣_د وحې سرچينه ناپايه الهي علم دى . (أَنزَلَهُ بِعِلْمِهِ)؛ځکه هره ورځ د علم په پرمختګ سره د قرآن له اسرارو پرده اوچتېږي .

٤_ که د ځمکې په يوه ګوټ کې ځېلي ګناهګاران پلمې کوي؛خو ټولې پرښتې ستا په ګټه ګواهي ورکوي . (وَالْمَلآئِكَةُ يَشْهَدُونَ )

 

۱۶۸/۱۶۹- ((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَظَلَمُواْ لَمْ يَكُنِ اللّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلاَ لِيَهْدِيَهُمْ طَرِيقًا . إِلاَّ طَرِيقَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللّهِ يَسِيرًا = هغوى چې كافران شوي او (پرځان او نورو يې) تېرى كړى دى؛نو خداى به يې هېڅكله و نه بښي او (د خير او نېكمرغۍ) يوه لار به هم ور و نه ښيي؛ خو د دوزخ لار،چې تل به پكې اوسېږي او دا كار خداى ته اسان دى . ))

ټکي :

* له ((ضَلاَلًا بَعِيدًا)) څخه مراد د کافرانو دوه ګرایه ‏ بې لاري ‏ ده . کفر بې لاري ‏ده او د بل د ايمان مخنيوى بله بې لاري ‏ده . کفر په خپله کږلاري او ځان پر حقه ګڼل بله کږلاري ده .کفر پر ځان ظلم دى او د نورو د ايمان مخنيوى پر بشريت ظلم دى .

* کېداى شي په ١٦٨ آيت کې له ((ظلم)) څخه مراد هماغه د خلکو د ښیون ‏مخنيوی وي .

* تر ټولو سخت عذابونه د هغه کفارو لپاره ښوول شوي دي،چې پر ډول ډول تبليغاتو، تورونو او ګواښونو نورو ته د حق د غږ د رسېدو مخنيوى کوي . ( نه بښل کېدل، نه هدايت کېدل،دوزخي کېدل؛هغه هم ابدي )

پیغامونه :

١_ د خلکو د ښیون مخنيونکي په خپله په سخته بې لاري کې دي . (ضَلُّواْ ضَلاَلًا بَعِيدًا)

٢_کفر او ظلم سره هموزولي دي او پايله يې له الهي مغفرت او ښيونه بې برخې کېدل دي . (كَفَرُواْ وَظَلَمُواْ…. لاَ لِيَهْدِيَهُمْ)

٣_د هغو کافرانو سزا دوزخ ده،چې د خلکو د ښیون ‏مخينوى يې کړى وي . (جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا)

 

۱۷۰- ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُمُ الرَّسُولُ بِالْحَقِّ مِن رَّبِّكُمْ فَآمِنُواْ خَيْرًا لَّكُمْ وَإِن تَكْفُرُواْ فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا= خلكو! (هغه) پېغمبر(چې ورته په تمه وئ ) ستاسې د پالونكي له لوري يې حق راووړ؛ ايمان پرې راوړئ،چې درته غوره دى! او كه كافر شوئ (؛نو خداى ته زيان نه رسي؛ځكه ) څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي، يوازې د خداى دي او خداى پوه حکيم دى . ))

ټکي :

* کتابيان او ان ‏مشرکان د پېغمبر راتګ ته په تمه ول، ورته يې ذهني زمينه درلوده؛نو په دې آيت کې د ((رسولا )) پر ځاى وايي : ((الرَّسُول ))؛يعنې هغه پېغمبر، چې ورته په تمه وئ؛ اوس راغلى دى؛نو ايمان پرې راوړئ .

پیغامونه :

١_ د پېغمبراکرم بلنه ‏نړيواله ده‏او يوازې د عربو لپاره نه وه . (يَا أَيُّهَا النَّاسُ)

٢_د پېغمبرانو د بلنې ‏د خپرېدو لامل يې حقانيت دى . (بِالْحَقِّ )

٣_که چا ايمان راووړ؛نو په خپله ګټه يې دى؛پر خداى منت نه دى پکار؛بلکې خداى پر موږ منت کړى او ښیون ‏ يې راته کړى دى . (فَآمِنُواْ خَيْرًا لَّكُمْ)

٤_نه د چا کفر خداى ته تاوان رسولاى شي او نه د چا ايمان خداى ته ګټه رسولاى شي . (فَآمِنُواْ خَيْرًا لَّكُمْ وَإِن تَكْفُرُواْ فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ …)

 

۱۷۱- ((يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ وَلاَ تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقِّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَلاَ تَقُولُواْ ثَلاَثَةٌ انتَهُواْ خَيْرًا لَّكُمْ إِنَّمَا اللّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَات وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلًا= کتابيانو! په خپل دين كې ښنده-مبالغه (او افراط) مه كوئ او د خداى په باب له رښتيا (خبرې ) پرته بل څه مه وايئ . مسيح عيسى د مريمې زوى؛ يوازې د خداى پېغمبر او د هغه ( مخلوق او) كلمه وه، چې مريمې ته يې وغورځوله او د خداى له لوري يو روح و؛نو ځكه پر خداى او پېغمبرانو يې ايمان راوړئ او مه وايئ چې (( (خداى) درې ګونى دى .)) ( له دې خبرې) منع شئ،چې تاسې ته غوره ده . الله؛ يوازې ايكي واحد معبود دى، هغه له دې پاك دى، چې څوک يې اولاد وي (؛بلكې ) په اسمانو او ځمكه كې ټول څيزونه د هغه دي، چې تدبير او پالنې ته يې يوازې هماغه بسنده دى . ))

 ټکي :

* (( کلمة الله )) انبياوو او اولياوو ته ويل کېږي؛ځکه لکه څنګه چې ټکى د هغه څه بيانونکى دى،چې د ويونکي په ذهن کې وي؛همداراز پېغمبران او اولياء هم د خپل پالونکي د کمالونو بيانونکي دي ؛لکه په روايت کې چې راغلي دي : (( نحن کلمات الله التامات ))؛يعنې موږ بشپړې الهي کلمې يو .( تفسير اطيب البيان )

کېداى شي له (( کلمه )) مراد هماغه د (( کن فيکون )) جمله وي،چې د خداى قول دى او د هرې وينا په څېر يې يېبره-محصول ويى-کلمه ده .

وګورئ : تفسيرالميزان و فى ظلال القرآن

لکه څنګه چې خداى د عيسى علیه االسلام پنځونه د آدم عليه السلام له پنځونې تشبيه کړې ده،وايي :

((إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِندَ اللّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثِمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ (آل عمران/۵۹)= په واقع کې خداى ته ((د عيسى )) ((مثال))د آدم په څېر دى،چې خداى هغه له خاورې پېداكړ او بيا يې ورته وويل:((چې شه!))؛ نو بس ((وشو)) (؛نو ځكه بې له پلاره د مسيح زوكړه هېڅكله پر الوهيت يې دليلېداى نشي. )))

* امام صادق د ((رُوحٌ مِّنْهُ)) په اړه وپوښتل شو، چې امام ورته وويل : (( مراد ترې د خداى روح دى،چې خداى په آدم او عيسى کې کېښود . )) ((کافي ۱/١٣٣)

* مسيحيان پر تثليث ګروهمن دي،چې ‏خداى پلار، مسيح د خداى زوى او حضرت جبراييل ددې دوو خدايانو تر منځ واسطه بولي،چې يو ډول کفر دى .قرآن هم وايي :

 ((لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُواْ إِنَّ اللّهَ ثَالِثُ ثَلاَثَةٍ (مائده/٧٣ )؛يعنې هغوى کافر دي،چې يو خداى درې ګڼي؛البته په هغوى کې ځينې حضرت بي بي مريم د جبراييل پر ځاى يو له هغه درې خدايانو ګڼي،چې قرآن په دې اړه وايي : ((وَإِذْ قَالَ اللّهُ يَا يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنتَ قُلتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَهَيْنِ مِن دُونِ اللّهِ مائده/۱۱۶) = او (درياد کړه) چې كله خداى، عيسى د مريمې زوى ته وويل : (( ايا تا خلكو ته ويلي وو، چې بې له   ((الله)) ما او مور مې په خدايۍ ونيسئ؟))

* په روايتونو کې پر غلو کوونکيو لعنت ويل شوى دى او هغوى يې تر ټولو بد کفار او مشرکان ګڼلي دي . ( ميزان الحکمه )

* که پلار نه درلودل پر الوهيت دليل دى؛نو حضرت آدم بايد اولى الوهيت ولري،چې نه يې پلار درلود او نه يې مور.

* په قرآن کې اولس ځل عيسى علیه السلام، مريم ته نسبت ورکړ شوى،چې د خداى زوى توب يې نفى کړي . په انجيل کې هم ۸۰ ځل عیسی علیه السلام د خداى بنده استازى ښوول شوى دى؛ نه خداى .( تفسير فرقان )

پیغامونه :

١_ غلو د بېځايه تعصب نښه ده او په ټولو اديانو کې منع شوې ده . يهودو حضرت عزير علیه السلام د خداى زوى ګاڼه او مسيحيان عيسى علیه السلام . (لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ)

٢_د الهي اديانو يو آفت د ديني مشرانو په اړه غلو ده . (لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ)

٣_منځلاري او اعتدال په هر ځاى کې پکار دى؛ له الهي اولياوو سره په مينه کې هم بايد غلو ونشي . (لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ )

٤_د انسانانو په اړه غلو که ان پېغمبر هم وي، خداى ته ناروا نسبت دى . (لاَ تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقِّ)

٥_په قرآن او انجيل کې عيسى علیه السلام د خداى استازى ښوول شوى دى؛نه خداى يا د خداى زوى . (عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللّهِ)

٦_په غير طبيعي توګه د عيسى علیه السلام زوکړه د خداى نښه او آيت دى؛لکه څنګه چې کلمه د مانا ښکاروندوى ده . ( کلمة الله )

٧_عيسى علیه السلام د خداى يوه برخه نه ده؛بلکې د خداى د ژوندبښاندي ځواک يوه وړانګه ده . (رُوحٌ مِّنْهُ فَآمِنُواْ)

٨_قرآن سمه ګروهه ‏بيانوي او ناسمې ګروهې ‏له منځه وړي . (لاَ تَغْلُواْلاَ تَقُولُواْ ثَلاَثَةٌ…)

٩_خداى خو جسم نه دى،چې زوى به ولري . ( سبحانه ان يکون له ولد )

١٠_هغه خداى زوى او شريک ته څه اړ دى،چې د اسمانونو او ملک خاوند دى ؟ (سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ )

 

۱۷۲- ((لَّن يَسْتَنكِفَ الْمَسِيحُ أَن يَكُونَ عَبْدًا لِّلّهِ وَلاَ الْمَلآئِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ وَمَن يَسْتَنكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيَسْتَكْبِرْ فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيهِ جَمِيعًا= مسيح او نژدې پرښتې هېڅكله له دې شرم نه کوي، چې د خداى بندګان وي او څوک چې د خداى له عبادته مخ واړوي او لويي وكړي؛ نو(خداى به) ډېر ژر دا ټول ( په قيامت كې د حساب لپاره) خپل لوري ته را ټول كړي . ))

 ټکي :

* امام رضا د خپل وخت د مسيحيانو مشر “جاثليق” ته وويل : د حضرت عيسى هر څه ښه وو؛خو عبادت یې نه کاوه‏. “جاثليق” خپه شو،و يې ويل : هغه تر ټولو ډېر عبادت وکړ. امام وپوښتل : د چا عبادت يې کاوه ؟ جاثليق چوپ شو؛ځکه پوه شو د امام مراد دادى چې (( عابد )) په خپله ((معبود)) کېداى نشي .

* خلک د خداى د عبادت پر وړاندې درې حالته لري : ځينې کبرجن، ځينې تسليم او ځينې طالب دي . حضرت علي وايي: همدومره وياړ راته بس چې بنده دې يم . ( بحار ۹۴/٩٢)

پیغامونه :

١_ عيسى علیه السلام په خپله وايي،چې زه د خداى بنده يم؛ نو تاسې يې ولې د خداى زوى ګنئ ؟ (لَّن يَسْتَنكِفَ الْمَسِيحُ أَن يَكُونَ عَبْدًا لِّلّهِ)

٢_مسيح نه يوازې عبادت کوي؛بلکې د خداى ((عبد)) دی او تل يې عبادت کونکى دى . (عَبْدًا لِّلّهِ)

٣_ مقربې پرښتې ( چې پکې روح القدس هم ده ) د خداى بندګي کوي؛نو ولې روح القدس ته يو له خدايانو وياست ؟ (وَلاَ الْمَلآئِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ)

٤_عبادت ته د شا کولو سرچينه په کبر کې ده او که روح کبرجن شو؛نو ډول ډول خطرونه لري. وَمَن يَسْتَنكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيَسْتَكْبِرْ….)

٥_ ټول خداى ته ستنېدونکي يو؛نو له قيامت ووېرېږئ او کبر مه کوئ . (فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيهِ جَمِيعًا)

۱۷۳- ((فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ وَيَزيدُهُم مِّن فَضْلِهِ وَأَمَّا الَّذِينَ اسْتَنكَفُواْ وَاسْتَكْبَرُواْ فَيُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا أَلُيمًا وَلاَ يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ اللّهِ وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا = خو هغوى چې ايمان راوړى او نېكې چارې يې كړي دي، بدلې به يې ورته بشپړ وركړل شي او خپلې لورنې به پرې ور زياتې كړي او هغوى چې سرغړونه کړې او كبر يې كړى؛ نو هغوى به په دردناك عذاب وكړوي او ځانو ته به بې له خدايه بل چارسازى او مرستندوى و نه مومي . ))

 ټکي :

* کتابيانو يا خپل پېغمبر غوره ګاڼه او غلو يې کوله او يا يې ځان غوره ګاڼه،ويل يې : ((نَحْنُ أَبْنَاء اللّهِ) (مائده /١٨) او يا يې د نورو سپکاوى کاوه . (وَقَالَتِ النَّصَارَى لَيْسَتِ الْيَهُودُ عَلَى شَيْءٍ…)( بقره/۱۱۳)؛خو په قيامت کې دا يو هم په درد نه خوري اوهلته يوازې ايمان او عمل پکار راځي .

پیغامونه :

١_ د خلاصون لار ايمان او صالح عمل دى . (آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ)

٢_ايمان پر عمل مقدم دى او له ايمان پرته اعمال له بې پشتوانې پيسې په څېر وي. (آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ )

٣_ که غواړئ د الهي اخلاقو خاوندان شئ؛نو د مزدور مزدوري پوره؛بلکې ‏لږه څه ډېره ورکړئ . (آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ وَيَزيدُهُم مِّن فَضْلِهِ)

٤_له ايمان او عمل پرته له عیسی علیه السلام‏ او نورو د شفاعت تمه مه لرئ . (لاَ يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ اللّهِ وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا)

 

۱۷۴- ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُم بُرْهَانٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُّبِينًا= خلكو! په حقيقت كي د پالونكي له لوري مو درته څرګند دليل راغلى دى او ځلانده رڼا درلېږلى ده (چې تاسې ته په څرګنده لارښوونكې ده ) . ))

 ټکى :

* د روايتونو په رڼا کې له ((برهان)) څخه مراد پېغمبر اکرم (ص) او له (( نور مبين )) څخه مراد قرآن دى او په رښتيا چې پېغمبر اکرم (ص) د دين برهان دى؛ځکه يو نالوستى انسان داسې مطالب راوړي،چې څومره پرې وخت تېرېږي حقايق يې رابرسېرېږي .

پیغامونه :

١_ اسلام نړيوال دين او د هر وخت او ځاى له خلکو سره خبرې کوي . (يَا أَيُّهَا النَّاسُ)

٢_د نور او هدايت رالېږل د ربوبيت شئون دي . (مِّن رَّبِّكُمْ)

٣_قرآن د ښیون ، استدلال او رڼا ‏کتاب دى . (نُورًا مُّبِينًا)

۱۷۵- ((فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُواْ بِاللّهِ وَاعْتَصَمُواْ بِهِ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِي رَحْمَةٍ مِّنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا= خو هغوى چې پر خداى ايمان راوړى او پر هغه (اسماني كتاب) يې منګولې ښخې كړې دي؛نو ډېر ژر به (خداى)ورته د خپل رحمت او فضل په لمن كې ځاى وركړي او خپل لوري ته به نېغه لار وروښيي .))

 ټکي :

* کېداى شي په دې آيت کې پر خداى له “اعتصام” څخه مراد پر الهي مشرانو اواولياوو اعتصام وي، چې له شيندل کېدو او تفرقې مخينوى کوي .

* په تېرو دوو آيتونو کې ايمان او صالح عمل له الهي نعمتونو د برخمنېدو لامل وښوول شو او په دې آيت کې پر خداى ايمان او اعتصام ښيي،چې پر خداى د اعتصام لار صالح عمل دى .

پیغامونه :

١_ الهي ثوابونه الهي رحمت او فضل دى؛نه زموږ استحقاق.(فِي رَحْمَةٍ مِّنْهُ وَفَضْلٍ) ( او په خپله دا يو بل ستر فضل او پیرزوینه ‏ده،چې په نورو آيتونو کې يې خپله پیرزوینه ‏زموږ د چارو مزد معرفي کړى دى؛ګنې نو زموږ د مات ګود کار اجر چېرته ښايسته ښايسته جنتونه دي !!!!)

٢_که څه که د خداى خوښه شي؛نو هدايت کوي (يَهْدِي مَن يَشَاءُ) ( ابراهيم)؛خو موږ بايد په خپله پر اعتصام او ايمان د هدايت وسيله شو او زمينه يې فراهمه کړو.(يهديهم اليه )

٣_ تر اعتصام او هدايت وروسته هم هدايت ته اړتيا ده؛نو يوه شېبه يې هم له ياده مه غافلېږئ . (وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ)

٤_ نېغه لار هغه ده،چې انسان خدای ته ورسوي . (َيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا)

۱۷۶- ((يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللّهُ يُفْتِيكُمْ فِي الْكَلاَلَةِ إِنِ امْرُؤٌ هَلَكَ لَيْسَ لَهُ وَلَدٌ وَلَهُ أُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ وَهُوَ يَرِثُهَآ إِن لَّمْ يَكُن لَّهَا وَلَدٌ فَإِن كَانَتَا اثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا الثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَ وَإِن كَانُواْ إِخْوَةً رِّجَالًا وَنِسَاء فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ أَن تَضِلُّواْ وَاللّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ= له تا( د کلاله په باب؛يعنې د هغه مړي وارثان،چې اولاد او مور و پلار نه لري) پوښتي : ورته ووايه: ((خداى د کلاله (بې سټې) په باب ځواب درکوي : که سړى ومړ او اولاد ترې نه و پاتې؛خو يوه خور يې درلوده؛ نو خور يې د ټول مال نيمايي برخه وړي او ورور د خپلې بې سټې خور ټول ميراث وړي او که دوه خويندې وي؛ نو دوى د ټول مال دوه پر درې برخه وړاى شي او که ( وارثان) خويندې او ورورڼه وي؛ نو د نر د دوو ښځو هومره برخه وي،خداى تاسې ته (خپل احكام) بيانوي چې هسې نه بې لارې شئ او خداى پرهر څه ښه پوه دى .) ))

ټکي :

* د همدې سورت په ١٢ آيت کې راغلل،چې ورور او خور يو له بله يو پر شپږمه ارث وړي او دلته وايي : نيم ارث وړي؛ځکه هلته ترې مراد د مور له اړخه خور او ورور و؛خو دلته ترې مراد د پلار له اړخه دي .

* خور او ورور له مړي هله ارث وړاى شي،چې د مړي اولاد يا مور وپلار نه وي او که وي؛نو ورونه او خويندو ته وار نه رسي .

* د نساء سورت په کورنۍ مسله پیل او پاى ته ورسيد .

پیغامونه :

١_خلکو ته پکار دي،چې پر ديني مسلو پوهېدنې ته ‏ديني مشرانو ته ورشي‏. (يَسْتَفْتُونَكَ)

٢_دين د خلکو د دنيا لپاره کړلار لري . د ارث مسله له يوه اړخه وټيزه او بلخوا کورنۍ مسله ده او دين له دواړو اړخونو په دې مسله رڼا اچولې ده . (قُلِ اللّهُ يُفْتِيكُمْ )

٣_د ارث په ويش کې لومړیت ‏د کورنۍ غړيو ته د پام د الويت ښکاروندوى دى . مورو پلار او اولاد په يوه ليکه کې دي؛خو ورونه او خويندې په بله ليکه کې دي . (لَيْسَ لَهُ وَلَدٌ وَلَهُ أُخْتٌ)

٤_ په ارث کې د ښځې په پرتله د سړي د برخې ډېروالى د خداى د علم او حکمت پر بنسټ دي؛نه د پېغمبر اکرم (ص) د وخت د ځانګړيو شرايطو په پامنیوي،چې ښځه کمزورې شمېرل کېده . (وَاللّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ)

 

 

سرچینه :  تفسیر نور، مفسر شیخ  محسن  قرآیتی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!