تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د نشنلیزم مفهموم پرله پسې (دویمه برخه)  د روښنفکرانو ونډه په روسته پاتې او استعمارځپلو ټولنو کې د روښنفکرانو عادت دا وي او په دې هڅه کې وي،چې دا شعور او جمعي وجدان د خپل وطن په خلکو کې راویښ کړي. له هغه ځای څخه چې ددې روشنفکرانو په ذهن کې […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د نشنلیزم مفهموم

پرله پسې (دویمه برخه)

 د روښنفکرانو ونډه

په روسته پاتې او استعمارځپلو ټولنو کې د روښنفکرانو عادت دا وي او په دې هڅه کې وي،چې دا شعور او جمعي وجدان د خپل وطن په خلکو کې راویښ کړي. له هغه ځای څخه چې ددې روشنفکرانو په ذهن کې ژبه،دودونه او ملي فرهنګ له اوسني واقعیت سره مترادف دﺉ،چې پکې کړاوونه،بدبختۍ، وروسته پاتې کېدنې او محرومیتونه راځي؛نو روشنفکران ددې سنت له تبلیغ کولو څخه سرغړونه کوي او د پرمخ تللې نړۍ بېلګو ته مخه کوي او هڅه کوي،چې دا بېلګې د ملي شعور د تکوین سرمشق وګڼي.

 افریقایي ارواپوه او ټولنپوه فرانتس فرانون په استعمارځپلو ټولنو کې په روشنفکرانو کې دا حالت په دې قشر کې د ملي وجدان د راښکاره کېدو لومړنۍ پړاو  ګڼي. د هغه په نظر د استعمار ځپلو ټولنو روشنفکران په دې پړاو  کې د ملي وجدان د خپرولو په هڅه کې په پوره ډول په استعماري فرهنګ کې ویلي شوي دي. په دې پړاو کې د استعمار ځپلې ټولنې روشنفکران که څه هم د اندیشې په برخه کې دي؛خو دا اندیشه یې هم د وارادتي اجناسو په څېر ده،چې له پولو څخه هخوا او له هغه هېوادونو څخه راغلي،چې لویدیځ پرې واکمن دی.

 دا روشنفکر په دې پړاو  کې یوازې ترجمه یي فکر کوي او ترجمه يي عمل کوي. د دې روشنفکرانو د عادت له مخې چې پر خپلو معلوماتو یو ډول غرور لري او دا چې عام خلک هم روسته پاتې او ناپوهه دي؛ نو سم انتقاد او د حوادثو دقیق شننه یې نشي کېدای. کلونه او د پېړۍ دردناکو پېښو ته اړتیا ده،چې دا روشنفکران د  خرګوشۍ له خوب څخه راپاسي او غلول شویو خلکو ته یې د عقایدو ارزښت او حقیقت روښانه شي.

 که له دې تېر شو دا شان روشنفکران د خپلو فکري او عملي حرکت په لومړنیو مراحلو کې دي،چې د ملي وجدان راویښونه یوازې د خپل همت وسیله ګرځوي. په لنډ وخت کې به د روحیاتو او افکارو د ماهیت له مخې خپل ځان ته د غربي ژوند او دهغوی د ظاهري تمدن بېلګې جوړوي،چې ډېر ژر یې د اروپايي مرفه او راحت ډوله ژوند په لوري راکاږي او دا راکښنه هم په خپل ذات کې د سکوت او احیانا د زمانې د فساد او د ظلم له عواملو سره د سازش لاس ورکونه ده او په استعماري دستګاه کې ویلې کېدل دي او د هغوی خدمتګزاري کول دي.

 دویم پړاو  د قانون په شننه کې هغه وخت دی،چې د روسته پاتې ټولنې روشنفکر تصمیم نیولی، چې له خپل ملت سره خوږ شي؛خو دا چې خپل ملت یې پر بدبختۍ ، پریشانۍ، جهل او عقب ماندګۍ باندې ککړ دی، د خپل ملت په هغه تاریخ پسې ګرځي،چې پکې جلال او شکوه او عظمت وي او یو دم تېرو پېړیو ته ټوپ وهي او که د خپل ملت په تاریخ کې یې داسې څه پیدا نه کړل؛نو افسانو ته مخه کوي. ددې روشنفکرانو د کار ارزش او اندیشه همدومره ده،چې په کتابونو کې پاتې شي یا هم لږه ډله د لږ وخت لپاره په ځان راټوله کړي او سرګرمه یې وساتي او دا چې د خلکو له موجوده درد څخه یې سرچشمه نه ده اخیستې؛نو هیڅ کله به هم د خلکو عمومي او ملي وجدان راونه پاروي.

درېیم پړاو  هغه وخت دی، چې دا روشنفکران خیال پلوي هېره کړي، د خپل وطن له خلکو سره روغه وکړي او د هغوی له دردونو او غمونه سره اشنا شي، د محرومیتونو او فشارونو خوند وڅکي، له عامو خلکو سره دلبستګي پیدا کړي او دهغوی د عواطفو او عقایدو احترام وکړي،ځان ترې خبر کړي او درس او الهام ترې واخلي. نو یوازې په همدې ځای کې دي او په همم دې شرط دي،چې دا روشنفکران صداقت پیدا کړي او له خپلو غربي استاذانو پیښې و نه کړي؛ نو هله به وکړای شي،چې د ملي شعور و وجدان په راویښولو کې فعال رول ولوبوي او چې په دې لار کې څومره صمیمت او ګذشت وکړي؛نو په هماغه اندازه به یې محصول او د اندیشې تاثیر ډېر وي او د عمل لمن به یې پراخه وي.

رښتینې پولې

اوس،چې د غربي کلاسیک تعریف له مخې ،چې د جمعي وجدان او ملي پیوستون په راپېدو کې یا د نشنلیزم جوړونکیو عناصرو خپل اصالت له لاسه ورکړ؛نو ایا دا ادعا کولای شو،چې د موجوده بشري اجتماعي واحدونو ترمنځ څه تفکیک نشته او ټول ملیتونه کولای شي او باید په یو بل کې حل شي او واحد ملت جوړ کړي؟

تاریخي تجربه او هغه شواهد راښيي،چې د اجتماعي مبارزو او تحولاتو څخه لاس ته راغلي، چې په هر حال د انسانانو په عالم کې اصناف او شعبې شته دی، هغه اصناف چې یو له بل څخه متمایز دي او یو له بل څخه مشخصې لارې لري او په طبیعي توګه په یو بل کې یې د ادغام او حل کېدنې امکان نشته.

 د معاصرې نړۍ د هرې ورځې اجتماعي، سیاسي او فرهنګي تحولات له درېمې نړۍ سره د غربي نړۍ یووالی او تفاهم لاپسې ناممکنه او لرې کوي. چې څومره هم د سولې، یو ځای ژوند او جهاني وحدت خبرې کېږي؛نو بیا هم په عمل او واقعیت کې یې تحولات غیرعملي او لا پسې لرې کوي. ترڅو چې لیوه او پسه په دنیا کې وي؛نو دهغوی په منځ کې وحدت غیرممکن دی. که څومره هم سازمان یافته اجتماعي سازمان جوړ شي او که په هر اساس وي او نظرونه سره یو وي او لاسوهنه او تجاوز هم پرې وشي؛نو بیا هم ناچاره دی،چې خپل سیاسي، جغرافیايي، اقتصادي، فرهنګي او عقیدتي پولې خوندي وساتي.دلته د فعلي ملتونو د تکلیف په هکله بحث نه دی؛بلکې هدف دا دی،چې هغه عوامل او عناصر کشف شي،چې ملي وجدان جوړوي  او د خلکو ترمنځ روابط او عواطف رامنځ ته کوي،ترڅو یو ملت رامنځ ته کړي.

 که څه هم ،چې د ژبې، فرهنګ، تاریخي سوابق او نژادي عوامل د یو ملت د تکوین په بنسټ کې موثر دي؛خو تلپاتې او موثر رول پکې نه لري. نو ځکه وایو،چې ددې عوامل رول اصالت نه لري او جوهر نه؛بلکې اعراض دي. ځکه کومو خلکو،چې یو وخت د استقلال او حیثیت لپاره مبارزه کوله ؛نو هدف ته تر رسېدو وروسته کومې تمې یې،چې په ذهن کې وې له خپلو هم ګټو شریکباڼو سره یو ځل بیا په حاکم او محکمو او ګټورو او محرومو دستو تقسمېږي او ملي مبارزه د داخلي او طبقاتي مبارزې بڼه غوره کوي.د یوې ژبې، فرهنګ او نژاد په خلکو کې بیلتون راځي او پکې مبارزه پیل کېږي او دا هماغه خلک دي،چې جمعي وجدان پکې له مخکې څخه رامنځ ته شوی و؛خو اوس یې روابط بدل شوي او جمعي وجدان هم مري او له منځه ځي.

په هر حال هغه څه دي،چې د یو واحد ملت د تکوین سټه ده او له امله یې د خلکو د زړونو ترمنځ عواطف رامنځ ته کېږي او په پایله کې مشترک ارمان او ایده الاونه راوړي؟ وینو هغه وخت،چې د الجزایر خلکو،چې د فرانسې له استعمار سره یې د خپلې آزادۍ لپاره جګړه پیل کړه یا چې اوسمهال فلسطینیان د خپلو انساني حقوقو د احیاء لپاره مبارزه کوي؛نو د ملیت متعارف عناصر لکه مشترکه ژبه او اقتصادي، تاریخي او اقلیمي شرایط یې د افرادو په رانږدېدو او تفاهم کې موثر دي؛خو په عین حال کې وینو،چې د نړې په مختلفو ځایونو کې نور خلک هم شته دی،چې د الجزایر او فلسطین آزادي غواړي او له دوی سره یې زړونه یو دي. یو ډول وحدت او د زړه پیوند او ارمان دا مختلف خلک یو له بل سره نښلوي، داسې وحدت،چې حتی ځینې خلک دې ته اړ کوي،چې ښځه،بال بچ، محیط او وطن پرېږدي او له ډېر لرې څخه دې ځای ته ځان رسوي او ورسره یوځای کېږي او حتی همدلته شهید کېږي. په داسې حال کې چې نه ورسره مشترکه ژبه لري او نه ورسره ګډ فرهنګ ، تمدن او تاریخي سابقه.

که تاسې د دا شان نهضتونو سرګذشت ته وګورﺉ؛نو ډېر داسې د نورو ملیتونو خلک پکې وینی،چې حتی قهرمانیانې یې هم پکې کړي او تر بریا وروسته هملته پاتې شوي او ورسره یې نوی ملت هم جوړ کړی. بلخوا د یو هېواد په دننه کې داسې بېلابېلې ډلې ویني،چې له یو نژاد، یو ژبې، فرهنګ، دود او جغرافیايي شرایطو څخه دي؛خو کله هم سره اړیکه او پیوند نه لري، ستر ارمانونه او راتلوونکی یې هم له یو بل سره نه جوړېږي، که سره اړیکې هم سره لري؛نو هغه به تشې ظاهري او د روزمره احتیاجاتو د پوره کولو لپاره وي. ډېرو دولتونو په ډېرو هېوادونو کې سره جګړې او نښتې کړي؛خو عام خلک ترې بې خبره او پر وړاندې یې بیخي بې تفاوته وه. زموږ په هېواد کې هم دا شان بې تفاوتۍ ډېرې پېښې شوي دي.

داسې ډېر پېښ شوي، چې د فلسطین او الجزایر د آزادۍ لپاره یو هندی او افریقایی خورا لیوالتیا ښيي؛نو دا تاریخي، جغرافیايي او سیاسي پولې، رنګ او ژبه د افرادو ترمنځ پوله نشي کېدای او نه هم د افرادو د پیوند وسیله ګرځېدای شي.

 ګډ درد

د نړۍ په ګوډ ګوډ کې چې دا خلک یو له بل سره د زړه و ارماني اړیکې پیدا کوي؛نو دوې داسې څه مشترک لري،چې په مقابل کې یې له خپلو وطنوالو او ګاونډیانو بېلوي؟  دا مشترک درد دی،چې دوی یې لري. له ظلم، تیري او استعمار څخه درد. اتفاقا د ملتونو د نشنلیزم زېږېدنه یا راپېدا کېدل له هغه وخت سره یو ځای و،چې عامو خلکو مشترکه عمومي تشه او درد احساسوه.

المانی نشنلیزم په هماغه وخت کې وزېږېد،چې د فرانسویانو له دخالت او تبعیض څخه یې د درد احساس وکړ. د ایټالیا، هند یا هندو چین او الجزایز نشنلیزم هم هغه وخت رامنځ ته شو،چې خلکو درد او تشه احساسوله .

  د یووالي لاملونه

 که ټولو هغو دردونو ته وګورو،چې تر دې وخت پورې د ملتونو د یو ځای کېدو لامل ګرځېده او یو له بل سره یې پرتله کړو؛نو یو ګډ لامل به پکې پیدا کړو: هغه وخت،چې فیلسوف فیخته په زور او تودوالي سره المانی نشنلیزم اعلاناوه ،یا ګاندي د هند او ګاریبالدی د ایټالیا د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله یا د ویتنام او فلسطین خلکو،چې د خپل درد درملنې ته یې آزادي او خپلواکي غوښته او هغه وخت،چې د یو ملت یو ډلې او طبقې قیام او انقلاب کوي؛نو په دې ټولو کې دوه مشترک عناصر لیدل کېږي او هغه له ظلم، د انسانانو او د انساني موسساتو د واکمنۍ د نفی درد دی.

فیخته غوښتل، چې د المان ملت د فرانسې له فرهنګي او سیاسي نفوذ څخه آزاد کړي او ګاندي غوښتل،چې هند د انګلستان له سیاسي،فرهنګي او اقتصادي نفوذ څخه خلاص کړي او الجزایر غوښتل،چې د فرانسې له یرغل څخه ځان خلاص کړي. نو په دې ټولو دردونو او ملي ارمانونو کې،چې د نړۍ په ملتونه کې یې رامنځ ته کړی،همدا احساس او د ظلم د نفی اراده او د عدالت غوښتنه ده.

ولې د محرومیتونو ،د ظلم او تیري، استعمار او استثمار د خوند د څکنې په وخت کې ملیت رامنځ ته کېږي؟ ځکه د کړاوونو، محرومیتونو او د رحمتونو او عواطفو د نشتوالي په وخت کې او همداراز له دې وضع څخه د خلاصون لپاره په مبارزه او هڅه کې انسان، ځان،فطرت او خپل حقیقت کشفوي او ارزښتونه او انساني فضایل ورته مطرح کېږي.

  انسان ،چې کله د ظلم،جنایت ،کفر او فساد پر وړاندې ودرېد او کړخت یې ترې ولید؛ نو د عدالت او حقیقت شوق به پکې راپیدا شي او همدا څیزونه دي،چې راټولوونکي دي او د راټولونې صفت لري. انسان داسې موجود دی،چې د خپل وجدان او ادراکاتو په ژورو کې د حق، عدالت او تقوا عاشق دی او دې عشق په هر وخت او ځای کې په یو ډول رنګ او شکل سره ظهور کړی دی.

له دې مخې داسې احساس کېږي،چې له حاکمیت څخه د محرومیت او محکومیت لامل د انسانانو د صف او د هغوی ترمنځ  د واقعي مرزونو مشخص کوونکی دی.

غربي محقق او لیکوال تیبورمند هم د جهان ننني ملتونه د محرومینو او بهره وارنو په دوو کمپونو او یا هم په صنعتي هېوادونو او روسته پاتې هېوادونو ویشي. دا تفکیک او تمایز که څه هم د بشري جهان له ننني واقعیت سره تطابق لري؛خو په عین حال کې ټول واقعیت نه دی. که داسې وي،چې بني آدم په دوو حاکم او محکوم ملت تقسیم کړو؛نو ایا ټول محرومان واقعا په صف کې راځي؟

 هغه عدم مسوولیت،چې فانون ورته توجه کړې له واقعیت څخه راولاړېږي،چې په افریقايي ټولنه کې ګډ درد او غوښتنه رامنځ ته شوې. د استعمار ضد جنبش،چې په توره قاره کې د سپین پوستو د ظلم پر خلاف را پاڅېدلی و ، تر هغه ځایه ،چې د ظلم، تبعیض او د انساني او ولسي حقوقو د احقاقو لپاره وي؛نو سپیڅلی دی او له فطري واقعیاتو او بشري وجدان سره منطبق دی؛خو که د انتقام اخستنې او ځان ستاینې او د حکومت کولو او ګټې خیالونه یې په سر کې وي، دا خپله د نوي ظلم مقدمه او بنسټ دی او هغه ظلم دی،چې لا تر اوسه یې د عمل جامه نه ده اغوستې.

  نو د امتونو په محرومیت او محکومیت کې د ” داعیه” قضیه هم مطرح کېږي. تورستاینې که تکامل وموند او حقیقت ستاینې او عدالت پالۍ ته ورسېد؛نو هغه وخت به یې ثمره غوړونکی او روښانه نهضت وي. نو له مشترک درد او غوښتنې څخه راولاړ شوي جنبشونو او حرکتونه له دې داعیې له مخې پېژنو:  د حق پرستۍ او عدالت غوښتنې او آزادګۍ داعیه او که د حکومت او نویو ګټو او تمو د لاس ته راوړنه.

دا هغه څه دي،چې ددې ملي جنبش پر مشرانو باندې له واکمن مذهب،مسلک او جهان بینۍ څخه راولاړېږي. غربی فرهنګ پورتني عوامل د مشترک وجدان له سازنده او د ملیت له جوړونکیو عناصرو څخه بهر شمېري. شرقي، اسلامي او افریقايي روشنفکر هم غواړي،چې په هماغه غربي معیارونو خپل ملیت او نشنلیزم ته رنګ ورکړي او نورو ته یې وروپېژني. یعنې هغه وسله ،چې دښمن پرې پلورلې ؛نو دا پرې خپل ملت جوړل غواړي او ترې دفاع وکړي. اتفاقا د نشنلیستي جنبشونو او طبقاتي مبارزو په متن کې د مشترک درد، غوښتنې او د پردیو پر ضد  یو عامل پیدا کېږي. بل ټکی هم پکې لیدل کېږي،چې هماغه له عدالت،حق ،آزادۍ او جدان سره عشق او مینه ده.

دا دوه پورتني عناصر دي،چې په مشترک ډول د یو نهضت د حقانیت او مشروعیت معیار ګرځېدلای شي. د المان ملت ،چې د نژادپرستۍ او د هېواد د پراختیا داعیه یې درلوده،  له المانیانو څخه پرته یې د ځمکې پر مخ بل هیچا ته هم رڼا نه درلوده او نه یې لري.صهیونیسم چې په ابتدا کې ښکارېده،چې یهودان یې له اوارګۍ او بیچارګۍ او نړیوال سپکاوي څخه راویستل، اوس پر یوې یرغلګرې، نژاد پرسته او ستمکاره ایدیولوژۍ بدل شوی. دا جنبش په دې،چې په یهودانو کې مشترک درد او غوښته لري؛خو د دولس میلونو یهودانو په ګټه  نور خلک استعماروي، نو دا نه یوازې خریدار نه لري؛بلکې په ټوله نړۍ کې ترې خلک کرکه هم کوي. د فرانسې ملي مقاومت سره له دې،چې ټولې تاکتیکي قهرمانۍ یې درلودې ؛خو دا چې د فرانسوي ملت پرستۍ څخه یې منشا اخسته و، تر جګړې وروسته یې نه یوازې آزادي بخشه نهضت بنا نه کړ؛بلکې د الجزایر پر ملت یې یرغل وکړ هغه یې استعمار کړ او آزادي غوښتونکي نهضتونه یې هم وځپل. هغه جنبش او ملي حرکت،چې د عدالت غوښتنې، حق پرستۍ عوامل پکې ډېر وه؛نو نړیوال شول او  د نورو سترو تمدنونو او نړیوالو مکتبونو بنسټ یې هم کېښود.

لنډه دا چې د اجتماعي بشري واحدونو تر منځ د تشخیص او تمیز او د ملي واقعیت،حدودو او پولو د تعیین لپاره په ټولو هغو چارو کې،چې درد یا محرومیت پکې اګاهۍ ته رسېدلې وي؛نو لاس ته راوړنې او بلاخره دهغې داعیې يا پرسپکټیو ته ګورو او دا هماغه څه دي،چې د یوې ډله خلکو د ژوند او جنبش منشاء ګرځي.

څرګنده ده ، که یو ځل دا اساسي او جوهري عوامل یو ځل خلکو ته القاء شول او مشترک احساس او وجدان رامنځ ته شو؛نو د ملیت روح و زېربنا اماده کېږي او دا زیربنا او روح یو قالب ته اړمن دی،چې د یو ملت مادي او طبیعي او قراردادي حدود جوړوي او ددې جوهري او اساسي پاسوالي دې اړتیا لري،چې د دې قالب ساتنه وکړي ،چې پردي پکې لاسوهنه او نفوذ و نه کړي. هغه پردی،چې په جوهر کې له یو ملت سره اختلاف لري او دهغه درد او داعیه نه پېژني؛ نو ددې ملت دښمن دی.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!