تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د نظریاتو په معرکه کې څېړندود علي (ک) خپل تنکي ځوان زوی (امام حسن) ته چې د بېلابېلو افکارو تر ټېل ماټېل لاندې و، د سمې لارې د موندنې دود ورښايي. ورته یې وویل څوبمن نه یم چې د چار په پیلامه کې دې له مختلفو نظریاتو سره اشنا کړم؛ یعنې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د نظریاتو په معرکه کې څېړندود

علي (ک) خپل تنکي ځوان زوی (امام حسن) ته چې د بېلابېلو افکارو تر ټېل ماټېل لاندې و، د سمې لارې د موندنې دود ورښايي. ورته یې وویل څوبمن نه یم چې د چار په پیلامه کې دې له مختلفو نظریاتو سره اشنا کړم؛ یعنې یوه یوه دا اندنه درته تشریح او د هرې یوې حق و باطل درته څرګند کړم؛ خو له دې سره سره لازم دي چې کونجي درکړم چې په ډېرو قلف شویو ورونو کې، سمه لار پرانځې او د اندنو په ځنګله کې د حق لار ومومې او دا دود او کونجي دا ده:

الْأَخْذُ بِمَا مَضَى عَلَيْهِ الْأَوَّلُونَ مِنْ آبَائِكَ وَ الصَّالِحُونَ مِنْ أَهْلِ بَيْتِكَ

«په اهل بیتو او تېرو کې دې د نېکانو، هدایت شویو او پاکانو لار خپله کړه.»

ځکه چېرې چې څه پاکي ده؛ نو هلته د هدایت او ښیون برخه هم شته. «پاکوالی» عام تعریف لري چې په ټول کې خلک پرې یوه خوله دي، که څه دا تعریف تر تفصیل روسته، ډول ډول څانګې او شقوق مومي چې د نظریاتو سخت اختلاف پکې پیدا کېږي. د مثال په توګه، ځان غاور نه ګڼل، ځان نه ښوول او ټګي نه کول د پاکیو په کتار کې دي، چې په ټولیز ډول په هر ځای کې ټولمنلي او مقبول پېژندل شوي دي. که څوک له دې پاکیو برخمن شوي وي، د دې نښه ده چې د ازل د لورنې مخینه ورسره وه. علي (ک) په دې عباراتو کې، همدې ټینګې تکیه ته اشاره کړې او ته وا خپل زوی ته یې ویلي، دغسې نه ده چې انسانان د کار په پیل کې، ناچار وي چې له هیڅه پېل کړي او ټولې چارې او ټول افکار یو رنګ او برابر وویني او په پایله کې د حق لارې په غوره کونې کې له ناچاری لالهانده شي؛ بلکې د تېرو تاریخي تجربې، قېمتي زېرمې یې او هم کومه لار یې چې وهلې، د ښه پیل یو ټکی شمېرلېږي؛ خو په دې شرط چې دې تېرو عمر په پاکۍ تېر کړی وي.

باید پام مو وي چې دا «هدایت» او «نېکي» لزوما دیني او شریعتي هدایت او ښه نه دي؛ بلکې له هغه ډول نېکیو ځنې دي چې عام خلک یې د خپلې طبع او فطرت له مخې تصدیقوي او مني.

دا پاکان په عین حال کې بله ځانګړنه هم لري:

فَإِنَّهُمْ لَمْ يَدَعُوا أَنْ نَظَرُوا لِأَنْفُسِهِمْ كَمَا أَنْتَ نَاظِرٌ وَ فَكَّرُوا كَمَا أَنْتَ مُفَكِّرٌ

«دې پاکانو هم ستا په څېر د هدایت اندېښنه درلوده، بې خاصیته او بې فکره انسانان نه ول. »

باید د هدایت پالو پاکانو له ژونده ټکي زده کړو

ڼو ځکه باید د هغو کسانو له ژونده سبق زده کړو چې لومړی پاک اوسېدلي، دویم د هدایت اندېښنه یې درلوده. څوک چې دا دواړه ځانګړنې ولري، د کار په پیلامه کې مو مقتدا، مشر او متکا کېدای شي. خبره دا نه ده چې باید تر پایه په همدې ځای او مقام کې تم شو. وګړی کړای شي چې ښه نقاد شي او ښه سنجش او دقیق غلبېل وکړي او له دې مرتبې اوچت ولاړ شي. خبره دا ده چې د لارې پیل ته، د فکر او هدایت درلودونکي پاکان د پیل غوره ټکي دي.

ډاګېزه ده چې د علي (ک) مخاطب یوازې زوی یې نه دی، موږ هم یو. په اوسني پېر کې هم، د نظریاتو په دې توپان او معرکې کې، دا سپارښتنه د لارې مشال، بله ډیوه او ډېر ډاډ راکوي. انسانان که د رښتینولۍ، صداقت او صمیمیت له مخې، د هغو پاکانو لار ووهي چې د هدایت اندېښمن ول، هر ځای ته چې ورسېدل، خدای ته به هم منلي وي. علي (ک) زیاتوي:

ثُمَّ رَدَّهُمْ آخِرُ ذَلِكَ إِلَى الْأَخْذِ بِمَا عَرَفُوا وَ الْإِمْسَاكِ عَمَّا لَمْ يُكَلَّفُوا فَإِنْ أَبَتْ نَفْسُكَ أَنْ تَقْبَلَ ذَلِكَ دُونَ أَنْ تَعْلَمَ كَمَا عَلِمُوا فَلْيَكُنْ طَلَبُكَ ذَلِكَ بِتَفَهُّمٍ وَ تَعَلُّمٍ لَا بِتَوَرُّطِ الشُّبُهَاتِ وَ عُلَقِ الْخُصُومَاتِ

«چې په پايله کې څه چې ښه ول، عمل يې پرې وکړ او پر څه چې مکلف نه ول، مخ يې ترې واړاوه او که نفس دې د هغوى دود نه کاراوه او غوښتل يې چې پخپله پر حقايقو پوه شي؛لکه چې هغوى پوه شوي ول؛ نو هڅه کوه، چې په پوهې او علم هر څه ترلاسه کړې،نه دا چې د شبهاتو په ګړنګ کې ولوېږې او په چټي ویینو او مجادلو بوخت شې »

علي (ک) په بل ځای کې، د یو تن د پوښتنې پر وړاندې همدې ټکي ته اشاره کړې او وايي:

سَلْ تَفَقُّهاً وَ لَا تَسْأَلْ تَعَنُّتاً ( نهج البلاغه ، ۳۲۰ شمېره حکمت)

«د ځان پوهېدو لپاره وپوښته، نه د نیوکو لپاره »

پوښتنه باید د حق موندنې په نیت وي، نه پلمې ته

کله پوښتنې د نیوکو او پلمو لپاره وي،کله د حق پټولو په نیت یا حد اکثر، د بوختیا لپاره. دا ډول پوښتنې ګروېګنې د دې پر ځای چې انسان له دام او لومې خوشې کړي، چټي یې د لومو د غوټو په پرانستو او غوټه کولو بوختوي او په خپل پخواني حال کې یې راګېر پاتې کوي. ځینې وګړي، اساسا د حق له څرګندولو ډارېږي او ښه یې ایسي چې یوه غوټه غوټه کړي، چې یوه بله غوټه پرانځي؛ نو ځکه د هموار سړک په پرتله، په موړونو او تاوکښونو کې تاو راتاوېدل یې ښه راځي.

د ړنا پر ځای تیارې او ظلمت ته ورمات وي او تر بداهت او څرګندتیا، تعقید، غوټې اچونې او جړپړۍ ته ورلېوال دی.

د مولانا په وینا:

عاشق هر جا شکال و مشکلی است

دشمن هر جا چراغ مقبلی است

دا هم یو ډول ناکامي بدمرغي، بد اقبالي او سپېره توب دی.

یو شمېر غوټي تشو کڅوړو ته اچول شوې دي؛ یعنې که تر ډېرو هڅو روسته پرانستل شي، څه ګټور څیز به ترلاسه نکړي. نو ځکه د هرې پوښتنې اوڅارول ګټور نه دي. په خبرو اترو کې ژوره څېړنه هله ګټوره ده چې د حق غوښتنې، هدایت موندنې او د یو رانغاړل شوي څیز د رابرسېرونې په نیت وي. دا کار البته یو ډول جهاد دی او خدای هم وعده کړې، چې «فی سبیل الله مجاهدین» به خپلې لارې ته ورسیخ او هدایت کړي.

نو ځکه  زوی ته د علي (ک) دویمه سپارښتنه دا ده، هو که د لارې په پیل کې د تقلید وړ نه یې، لږ تر لږه د تعلم او تفهم اهل اوسه؛ یعنې ښه پوهېدو ته وپوښته او چې ځواب دې وموند او پوه شوې ډیل مه کوه، له همدې ځایه یې پیل کړه او راورسته او اوچتو مرتبو ته ور پورته شه. علي (ک) زیاتوي:

وَ ابْدَأْ قَبْلَ نَظَرِكَ فِي ذَلِكَ بِالِاسْتِعَانَةِ بِإِلَهِكَ وَ الرَّغْبَةِ إِلَيْهِ فِي تَوْفِيقِكَ

«تر هر څه وړاندې له خدایه مرسته او توفیق وغواړه. »

علي (ک) وویل:

ثُمَّ رَدَّهُمْ آخِرُ ذَلِكَ إِلَى الْأَخْذِ بِمَا عَرَفُوا وَ الْإِمْسَاكِ عَمَّا لَمْ يُكَلَّفُوا

« چې په پايله کې څه چې ښه ول، عمل يې پرې وکړ او پر څه چې مکلف نه ول، مخ يې ترې واړاوه»                                           

پلرونو او تېرو صالحانو دې تر اندنو او نظریاتو روسته دلته راورسېدل چې یو شمېر چارې غوره کړي او یو شمېر چارې پرېږدي؛ یعنې ځینې مسایل چې په اړه یې مکلف ول په پام کې یې ونیوې او له ځینو یې چې په اړه یې کوم مکلفیت نه درلود، ډډه یې ترې وکړه. اوس پوښتنه مطرح کېږي هغه کومې چارې دي چې هدایت غواړی نباید ورباندې لګیا شي او لګیا کېدل پرې عین تکلف او کړمنېدل دي؟ یعنې هغه کومه وادي ده چې پکې پښه ورایښوول، په لالهاندۍ پای مومي؟

«د تکلف شتون» مفهوم د نهج البلاغې په نورو ځایونو کې هم کارېدلی او دا ډېره کارونه یې راښیي چې علي (ک) دې مفهوم ته نظر او ټینګار درلود او په ښوونه کې یې ورته پاملرنه وه.

پوه هغه دی چې پوه شي کومې چارې نا پوهېدوني دي

پوه هغه نه دی چې پر هر څه پوه شي یا پر هر څه د پوهېدو په لټه کې وي. پوه هله څېړونکی او زیږېږي چې پوه شي، په ډېرو چارو کې کومې چارې ناپوهېدوني او د عقل ورها خوا دي. دا پېژندنه لاملېږي چې انسان د لافو او باټو هوس ونه کړي ‎ چې د خپل عقل په وزلې پر دې لاس نه موندنو چارو احاطه ومومي. د عقل او علم محدودیتونه، عین عالم والی دی. په رښتیا که څوک دا محدودیتونه و نه پېژني عالم والی یې ټکنی دی. پردې سربېره ، دانایي، عالمېدل، ځیرکي، هوښیاري او خبرتیا تل عین پوهېدنه نه ده؛ بلکې د علي (ک) په تعبیر اندنه (تفکر) یو اوچت علم دی:

«لَا عِلْمَ كَالتَّفَكُّرِ: د اندنې په څېر علم او پوهه نشته» (نهج البلاغه: کلمات قصار ۱۱۳)

یعنې مازې عالم او بې اندنې، پوه او عالم نه شمېرلېږي. همدا اندنه ده چې انسان پر خپلو او هم د خپل علم پر محدودیتونو خبروي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!