تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په قرآن او سنتو کې د نفس عزت د اسلامي اخلاقو بېخ بنا پر عزت نفس ولاړه ده،چې دا په حقيقت کې انسان خپل ذاتي شرافت او عزت ته متوجه کول دي او په دې ويينه کې پر عزت نفس پورې اړوند تعبيرونه تشريح کوو: عزت نفس په ډېرى اسلامي تعبيراتو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په قرآن او سنتو کې د نفس عزت

د اسلامي اخلاقو بېخ بنا پر عزت نفس ولاړه ده،چې دا په حقيقت کې انسان خپل ذاتي شرافت او عزت ته متوجه کول دي او په دې ويينه کې پر عزت نفس پورې اړوند تعبيرونه تشريح کوو:

عزت نفس

په ډېرى اسلامي تعبيراتو کې غرور او احساس او شرافت ته يې “عزت نفس”ويلى،چې په سر کې يې د قرآن دا تعبير دى،چې په مړانه وايي : ((((وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ= او عزت خو يوازې د خداى؛ د هغه د استازي او مؤمنانو لپاره دى))(منافقون/٨)

يعنې مؤمن بايد پوه شي،چې عزت په مؤمنانو پورې ځانګړى دى او هغه دى،چې بايد عزتمن او هغه د عزت وړ دى،چې دا نفس ته يو ډول توجه ورکول دي.

نبوي روايت دى،چې وايي: ((که اړتيا لرئ؛نو په عزت نفس يې له خلکو وغواړئ.)) (نهج الفصاحه:٦٤ مخ/٣٢٥ حديث)

يعنې د اړتيا لپاره مو ځان نورو ته مه سپکوئ او د نفس د عزت په ساتلو له نورو خپله اړتيا وغواړئ .

(نهج البلاغه/٥١ خطبه) وايي: مړينه داده،چې پاتې شئ؛خو مغلوب او مقهور وسئ؛خو ژوند دادى،چې مړه شئ؛خو بريالي وسئ.

په دې وينا کې د نفس عزت ته دومره ارزښت ورکړ شوى،چې بې له هغه بېخي ژوند مانا نه لري. که د نفس عزت وي؛نو دومره مهمه نه ده،چې د بدن پر ځمکه وګرځي؛خو که نه وي؛نو پر ځمکه يې ګرځېدل ژوند نه دى.

د عاشورا پر ورځ حضرت امام حسين وايي: په عزت مرګ،له ذلت سره تر ژونده غوره دى. (بحارالانوار ٧٨/١٢٨)

يعنې يوازې عزت غواړم.

په بل ځاى کې وايي: (( هيهات من الذلة)) ( مقتل خوارزمي٢/٦)

او د عاشورا د تاريخ په سمندر کې يوازې دا خبره څپې وهي:(( انى لا ارى الموت الا سعادة و لا الحياة مع الظالمين الا برما.)) (لهوف/٦٩ مخ)

په بل ځاى کې امام حسين وايي:((ا نسان ځکه بايد رښتين وي،چې رښتيا انسان ته عزت دى.))(دلته رښتينولي د عزت نفس کچه ښوول شوې ده) او دروغ ويل بېوسي ده،بېوسه درواغ وايي او غښتلى دروغ نه وايي.)) ( يعقوبي تاريخ ٢/٢٤٦)

په نهج البلاغه کې راغلي:((هغه چې له نورو تمه لري؛نو د نفس سپکاوى يې منلى دى.))

دلته تمه ددې لپاره رټل شوې،چې انسان خواروي او ددې ناوړه خوى ريښه د نفس په سپکاوي کې ده او شرعاً مکروه ده،چې انسان ستونزه ولري او هر چا ته يې ووايي؛ځکه دا کار انسان سپکوي.

يو سړى امام صادق ته راغى او له خپل روزګاره يې شکايت وکړ،چې حالات مې خراب دي او ډېر پوروړى يم. امام صادق ورته څه نغدې ورکړې.

سړي وويل: زما مطلب دا نه و،چې څه درنه واخلم؛يوازې مې غوښتل زړه سپک کړم او دعا راته وکړئ.

امام: ما هم نه دي ويلي،چې مطلب دې دا و؛خو دا نغدې واخله او و يې لګوه او يوه خبره مې هم واوره: هر ستونزه چې لرې، خلکو ته يې مه وايه؛ځکه خلکو ته دې خواروي او دا کار په ژوند کې د ماتې په مانا دى. (بحارالانوار ٤٧/٣٤)

دا دوه غونډلې- جملې ډېرې له مانا ډکې دي،چې وايي: ((هغه چې خپلې ستونزې خلکو ته وايي؛نو د نفس سپکاوى يې منلى دى )) او (( چا چې شهوت پر ځان واکمن کړ؛نو خپل نفس يې ځان ته خوار کړى دى.))

انسان ولې نورو ته لاس اوږد کړي؟ ګوزاره به وکړم؛خو نورو ته به لاس اوږد نه کړم.

“شيخ سعدي” په “بوستان” کې يوه کيسه راوړې،چې دا کيسه د حضرت علي (ک) ده: حضرت علي د قصاب د هټۍ له مخې تېرېده،چې قصاب وويل: ښه غوښه لرم.

امام وويل: پېسې نه لرم.

قصاب وويل: صبر به درته وکړم.

امام وويل:نس ته به ووايم ،چې صبر وکړه.

تحف العقول له امام صادق نه راوړي،چې: ((دومره مه ترخېږه،چې خلک درسره ناسته پاسته پرېږدي او دومره مه سستېږه،چې ملنډې درباندې ووهل شي اوسپکاوې دې وکړي)) او دا د هغې خبرې پر خلاف ده،چې ابن ابي الحديد د مشهور صوفي ابراهيم ادهم په هکله راوړي ول.

دا چې د انسان روح متواضع وي له دې سره توپير لري،چې ځان نورو ته خوار کړي او له امام صادق (وسائل ٢/٢٠٣) نه روايت دى : (( په زړه کې دې دوه متضاده حسونه يو ځاى ولره: تل احساسوه،چې خلکو ته اړ يې؛يعنې د اړ په څېر له خلکو سره چلېږه او تل احساسوه،چې له خلکو بې اړې يې او له خلکو سره د يو بې اړي او بې اعتنا په څېر چلېږه؛دا چار په يو وخت کې د يو څيز په اړه نه کېږي؛کېداى شي د دوو څيزونو په اړه وي. امام وايي:اما په هغه وخت کې،چې د اړ په څېر چلن وکړې،د خبرې نرموالى،د سيرت ښکلا او لومړى سلام اچول دي او هغه وخت،چې بايد مړه خوا يې او د تواضع ځاى نه دى او د پت او عزت ساتل دي؛نو په هغه ځاى کې بېخي نرمي مه ښيه،چې پوهېږې پت اوعزت دې له منځه ځي.

دا هغه تعبيرات دي،چې د عزت په نامه راغلي دي.

ځينې تعبيرات د((علو)) په نامه دي؛لکه په قرآن شريف(آل عمران/١٣٩) کې راغلي:

((وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ = او كه (په ريښتيا) مؤمنان ياست (؛نو) مه سستېږئ او مه خپه كېږئ او همدا تاسې برلاسي ياست.))

بل تعبير ځواک او غښتلتيا ده،چې نفس ته د ورګرځېدو يو ډول دى. حضرت امام حسين وايي:((د دروغو ريښه په خوارۍ کې ده،غښتلى انسان کله هم دروغ نه وايي.))

دا دې خبرې ته متوجه کول دي،چې انسان بايد په ځان کې د غښتلتيا احساس وکړي او دروغ او غيبت هم يو ډول خواري او زبوني ده.

(نهج البلاغه/٤٥٣ حکمت) وايي: ((غيبت کول د بېوسي انسان وروستى کوښښ دى او غښتلى انسان ځان ته اجازه نه ورکوي،چې په خلکو پسې خبرې وکړي.))

په بل روايت (وسائل ١٢/٣٠) کې راغلي:((خپل نفس دې پورته وګڼه ،چې په سستو او کمزوريو انسانانو کې رانشې.))

وايي : انسان بايد په خپله په خپلې روزۍ پسې وي،دلته په خپلې روزۍ پسې د تګ د لزوم بنسټ پر غښتلتيا ايښوول شوى او ورپسې نه تلل رټل شوى او کمزوري او بېوسي ګڼل شوې ده.

 نفاست نفس

بله څرګندنه- اصطلاح د ((نفاست نفس)) ده؛يعنې د انسان روح د نفيس څيز په څېر دى،چې ښه اخلاق ورسره مناسب څيزونه او رذيله اخلاق ورسره نامناسب ښوول شوي دي.

په دې تعبير کې انسان د سترې شتمنۍ خاوند ګڼل شوى،چې هماغه ((خود)) يې دى او انسان ته وايي: پام کوه! دا ((خود)) دې له لاسه ور نه کړې او يا يې چټل نه کړې؛ځکه دا ((خود)) ډېر ارزښتمن او نفيس دى.

اميرالمؤمنين علي (ک) امام حسن ته په يو ليک کې ليکي: ((نفس دې له هرې پستۍ ستر او غوره وګڼه؛له نفسه که دې څه وبايلل؛نو بدله نه لري،نفس مه بايله،چې که هر څه دې پرې معامله کړل،مغبون يې.))

خبره د نفاست او ارزښت ده او دا چې دا ارزښتمن څيز له هر څه (لاسبر) مافوق دى(؛يعنې دومره ارزښتمن دى،چې څه هم ورسره برابرى نه کوي) او بايد له لاسه ور نه کړ شي.

حضرت علي (تحف العقول/٤١٠ مخ) وايي: ((هغه چې غيرت نه لري؛ دين نه لري او که څوک عقل او تشخيص و نه لري؛نو سړيتوب هم نشي درلوداى او تر ټولو د لوړ مقام خاوند هغه دى،چې ټوله نړۍ ورته تر ځانه لږه بيه ولري.))

دا ((خود)) څه دى،چې ټوله نړۍ له ځانه کمه ګڼي او که ټوله دنيا هم ورکړه شي؛نو بيا هم ځان تر دنيا غوره او پورته ګڼي.

امام صادق يوه رباعي لري،چې په بحار ٤٥/٢٥ کې يې راخېستې ده:

اثامن بالنفس النفيسه ربها     و ليس لها فى الخلق کلهم ثمن

زه هغه پالونکي ته په دې ارزښتمن نفس،ثمن ږدم ،چې د خداى په ټولو مخلوقاتو کې د نفس هومره ارزښتمن څېر نه پيدا کېږي.

 غيرت

بل تعبير د “غيرت” په نامه دى؛يعنې يو لړ اخلاقي مسايل داسې دي ،چې د انسان غيرت يې غواړي،چې داسې وي او داسې نه وي. د مثال په توګه : حضرت علي (ک) وايي:

((د هر چا مقام او درجه يې په همت پورې اړه لري او مړانه يې هومره ده،چې په ځان کې د سړيتوب احساس کوي او د هر چا عفت يې د غيرت هومره دى.))

يعنې انسان چې څومره خپل ناموس ته په ارزښت قايل دى،د نورو د ناموس درناوى هم کوي.

حضرت علي (ک) (نهج البلاغه/٤٤ حکمت) وايي: (( غيرتي انسان کله هم زنا نه کوي.))

يعنې هغه انسان غيرت نه لري،چې زنا کوي او د نورو ناموس لتاړي .

په دې هکله بل تعبير د ((حريت)) ټکى دى.حريت،ازادي او آزادګي. حضرت علي (ک) و ايي:((د بل مه بنده کېږه؛ځکه خداى ازاد پنځولى يې.))

د “نفس د کرامت” په هکله هم تعبيرونه شته؛لکه ( نهج البلاغه/٤٤١ حکمت):((هغه چې خپل نفس ته په لوړه سترګه ګوري؛نو شهوت پرې نشي برلاسېداى.))

په اسلامي روايت (تحف العقول/٥١٢ مخ) کې راغلي:(( له هغه ووېرېږه ،چې په خپله ځان ته خوار وي؛يعنې په خپله د شرف احساس نه لري.))

 آيا تناقض دى؟

دا ټول هغه تعبيرونه دي،چې په يو نه يو ډول ((خود=انا)) ته توجه ورکول دي.بلخوا په اسلامي ښوونو کې داسې ښوونې ليدل کېږي،چې د دوى پر خلاف ګڼل کېږي.د مثال په توګه: چې کله وايو: عزت نفس؛نو تواضع څه شوه؟ تواضع او تذلل توپير لري که نه؟ که د نفس عزت ساتو؛بايد متواضع و نه وسو! آيا عزت نفس د تواضع پر ضد دى که نه ؟ همداسې ” د نفس لوړاوى” هم دى.

قرآن حکيم ( آل عمران/١٣٩) وايي:((وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ = او كه (په رښتيا) مؤمنان ياست (؛نو) مه سستېږئ او مه خپه كېږئ او همدا تاسې برلاسي ياست.))

قرآن کريم (قصص/٨٣ ) وايي: ((تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ = (هو) دا د اخرت كور (يوازې) د هغوى لپاره دى، چې په ځمكه کې لويي او فساد نه غواړي او ښه پاى يوازې د پرهېزګارانو ده.))

يا د مثال په توګه : چې څه مو د غښتلتيا او کمزورۍ په باب اورېدلي، ټول د کمزورۍ په هکله دي. “شيخ سعدي” وايي :

من آن مورم که در پايم بمالند     نه زنبورم که از نيشــــم بنالند

چگونه شـــــــکر اين نعمت گزارم     که زور مـــردم آزارى ندارم

دا تر ټولو ستر نعمت دى،چې خلک ازارولاى نه شم !

يا د نفس د نفاست په هکله،نفس هماغه چټل څيز نه دى،چې له سپي او هر چټل موجود سره ورته شوى؟؛نو څنګه دلته نفيس څيز ښوول شوى دى؟ او آيا داسې نه ده،چې په اسلام کې له نفس سره د مبارزې سپارښتنه شوې ده؟

هغه نفس،چې جهاد ورسره کېږي او د دښمن په سترګه ورته ليدل کېږي او پېغمبر اکرم وايي:((نفس دې تر ټولو ستر دښمن دى.)) (محجة البيضاء ٥/٦)؛نو څنګه دلته دومره عزتمن شمېرل شوى دى.

[ليکوال: په احاديثو کې د ((نفس وژل)) نه دي راغلي او دا يو عرفاني تعبير دى؛خو له نفس سره مخالفت د قرآن حکيم (نازعات/٣٧_٤١) خبره ده؛لکه چې وايي:

((فَأَمَّا مَن طَغَى. وَآثَرَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا . فَإِنَّ الْجَحِيمَ هِيَ الْمَأْوَى. وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى . فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى = نو چا چې سرغړولى وي، او[پر آخرت يې] د دنيا ژوندغوره ګڼلى وي؛نو په واقع كې استوګنځى يې همدا جهنم دى او هغه چې د خپل پالونكي له مخامخېدو ووېرېږي او ځان يې له ناوړه هيلو ژغورلى؛نو په حقيقت كې استوګنځى يې هماغه جنت دى.))

يا (يوسف/٥٣)وايي: وَمَا أُبَرِّىءُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلاَّ مَا رَحِمَ رَبِّيَ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ = او زه ځان نه پاكوم؛(ځکه) چې(سركښ) نفس ډېر په بديو امركوي؛خو پر چا چې زما پالونكى رحم وكړي؛ ځكه پالونكى مې ډېر بښونكى (او) لورين دى :))

څومره،چې د انسان ((خود=انا)) د نورو له ((خود=انا)) بېلېږي او شخصي او وګړيز اړخ پيدا کوي؛نو دا يې په ((ناخود)) پورې اړه لري؛يعنې په بدني چارو پورې يې اړوند دى؛خو انسان د خپل ذات په باطن کې يو حقيقت لري،چې د ذات يې اصلي حقيقت دى او دا نور،چې يې د ((خود)) په نامه احساسوي،په واقع کې يې ((ناخود)) دى او قرآن حکيم (حجر/٢٩) په ((فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ = نو چې كله مې جوړ کړ او له خپل ( ښكلي او ستر) روح نه مې په هغه كې پو كړ؛نو تاسې ټول ورته سجده کوونکي پرېوځئ.))تعبير کړى دى؛يعنې يو حقيقت دى،چې نه ماده ده او نه طبيعت؛بلکې له ملکوت،ځواک او بلې نړۍ دى؛نو هغه ((خود)) ته توجه کول؛يعنې د خپل انسانيت حقيقت لاس ته راوړل او چې انسان هغه ((خود)) ته توجه وکړي؛نو محض حقيقت به يې ومومي؛ځکه جوهر يې حقيقي جوهر دى او له باطلو،پوچيو، نېستيو او ضد حقيقتونو سره اړخ نه لګوي.

هغه ولې له رښتيا سره اړخ لګوي؟؛ځکه رښتيا حقيقت دى او له دروغو سره ځکه اړخ نه لګوي،چې پوچي،نيستي او بې حقيقتي دي. له بېخه يې خټه له دروغو سره نه ګډېږي. هغه له ملکوت او ځواکه دى او او له دروغو،کمزورۍ،بېوسۍ او زبونۍ سره اړخ نه لګوي،له ازادۍ او حريته دى؛ځکه د انسان واقعي ((من)) ازاد دى او له ذلت،ضد ازادۍ او مرييتوب (که انسان د انسان مريى وي که د شهوت) سره ځکه اړخ نه لګوي،چې جوهر يې ازادي او حريت دى. سپېڅلى او له خاورې له هاخوا دى او له خاورينو چټليو او په طبيعت کې د انسان له بنديوانېدو سره اړخ نه لګوي.

((من)) ته د يو وګړي په نامه پام،چې ژوند کوم او د نورو پر وړاندې يم [چې ټولې جګړې د همدې لپاره دي] يا د عرفاوو د وينا له مخې،”من” د يو تن او څه،چې د يو تن له چارو دي؛لکه خوړل،ويدېدل او جنسي شهوتونه،چې ددې تن ژوند دى؛نو ((من)) ته په دې نامه توجه کول رټل شوي دي او هغه ((من)) بايد په واک کې کړاى شي او د دښمن په سترګه ورته وليدل شي،چې د نورو پر وړاندې واقع کېږي؛خو په هغه نفس کې “زه” او “موږ” نشته،چې د عزت نفس،قوت نفس،شرافت نفس او حريت نفس په نامه ياد شول او هغه هماغه الهي سپېڅلى جوهر او زړى دى،چې په هر انسان کې شته او په کار نه ده،چې څوک يې چا ته ورزده کړي. څوک،چې خپل باطن ته ورشي؛نو يو لړ ځانګړنې له ځان سره متناسبې او يو لړ ځان ته خوارې او سپکې ګڼي؛لکه چې يو نفيس څيز پر ډېران ګوزار شي؛نو وايي،چې دا يې ځاى نه دى او چې کله ځان چټل وويني؛نو احساسوي،چې ددې چټلۍ انډول نه دى.

هغه ((من)) مانا ده،چې د ماناو پر وړاندې راځي او دا ((من)) يو وګړى دى،چې د نورو پر وړاندې راځي. دا ((من)) خپل حساب له نورو بېلوي ورته وايي: دا کار مه کوه؛هغه ((من)) دې له هغه ماناو بېلوي،چې په شان کې يې نه وي او ورته وايي: دا کار وکړه.

نو په دې تعبيرونو کې تضاد او منافات نشته،چې له يوه اړخه له نفس سره د جهاد او د نفس د تزکيې حکم راته کېږي او نفس ته تر ټولو ستر دښمن ويل کېږي او بلخوا وايي:نفس دې وپېژنه،درناوى يې وکړه، عزت،شرافت او درناوى يې وساته. دا شريف ګوهر او زړى د انسان د انسانيت يو حقيقت دى،چې هر چا ته خداى ورکړى دى او په هکله يې ويلي دي: ((فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي))،چې دا ددې نړۍ له هاخوا نړۍ له جنسه دى؛نو ځکه ددې ددوو ترمنځ ټکر نشته.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!