تبلیغات

له آره ګوښه توب – تنهایی څه دی؟ ښايي انسان په ټولو حالاتو کې ګوښه توب ته ورسي. کله چې انسان په کوټه کې د دروازو تر شا په یو ګوټ کې اچول کېږي؛ نو یوازې کېږي او کله نا کله خو د ژوند او د خلکو په منځ کې هم ګوښه او ځان ته […]

له آره ګوښه توب – تنهایی څه دی؟ ښايي انسان په ټولو حالاتو کې ګوښه توب ته ورسي. کله چې انسان په کوټه کې د دروازو تر شا په یو ګوټ کې اچول کېږي؛ نو یوازې کېږي او کله نا کله خو د ژوند او د خلکو په منځ کې هم ګوښه او ځان ته کېږي او یا له آره کله چې له هستۍ سره اړیکه مومي؛ نو ګوښه توب ننګیري.

ګوښه توب یا تنهايي دوه ډوله دی. یوه یې کرغېړن دی، چې د ناروغ اروا یو ډول غبرګون دی. څوک چې پر اخلاقي او عصبي راپرځېدنو اخته وي یا ګرومجن وي – رواني عقدې ولري، بدري – نیمګړتیا ولري، له نورو وېرېږي او له خلکو تښتي. ځانخوښي او ځپل شوي څوبیتاوې پکې د ټولنې ضد یوه غوټه – عقده رامنځ ته کوي. دې ډول ناروغیو ته د ټولنې ضد «آنتی سوسیال» ناروغۍ وايي. یعنې د خلکو ضد ناروغۍ. پر دې ناروغۍ اخته خلک ګوټناستې کېږي. په دې که هغه ډله هم راځي چې په کاروبار کې تاوان کړی وي او یا هم په ژوند کې یا په مینه کې ماته کړې وي. ماشومان هم کله نا کله پر دې حالت اخته کېږي، په تېره د بلوغ تر کلونو مخکې او د بلوغ د کړکېچ په پیل کې. دا ډوله ګوښه توب یو ډول ناروغي ده، چې ویینې وړ نه ده، او د اروایزو ناروغیو ډاکتر یې باید درملنه وکړي او څه موده روسته رغېږي. دا ناروغ چې ښه شو، تکامل یې دا دی چې خلکو ته ورستون شي ، بیا ژوند پیل کړي، له ملګرو سره راشه درشه ولري او لنډه دا چې پر بوختیاوو بوخت شي.

بل ګوښه توب هغه دی، چې زه ورته متعالي ګوښه توب وایم. هغه ګوښه توب چې د انسان د اروا د ودې او د ورځنۍ عادي اړیکو تر کچې پورته تګ دی.

یوه عادي انسان چې ګهیځ له خوبه راپاڅي؛ نو د خپل ژوند، کور، دندې او ملګرو فکر ورسره وي او په دې فکر کې وي، چې ځينې کسان وویني، اړیکه ورسره ولري او ورسره له راشې درشې او معاشرته خوند واخلي، چې دا اړیکې یې د دندې لپاره ګټورې دي یا دا چې په پرمختګ کې یې ونډه درلودلای شي. په هر حال دا کس تل د ژوند، پیسو، تفریح، مزو چړچو یا له ده او هغه سره اړیکه نیول، د واک تر لاسه کوونې په موخه ډلې ټپلې او ګوند جوړول، یا د یو کس د لرې کولو او پر ځای یې د بل د ګومارلو په فکر کې وي. د ژوند په ټولو اړخونو او په ورځنۍ اړیکو کې یې موخه مازې خوند ترلاسه کول وي.

خو کله د انساني اروا د تکامل کچې ته رسي، چې د ورځنۍ چارو او هغه څوبتیاوې چې معمولي انسانان یې رانغاړلي او ورباندې یې بوخت کړي او ترې خوند اخلي، نو تر دې ټولو اوچتوالی او هسکتیا مومي. څومره چې انسان له معمولي کچې هسکتیا او اوچتوالی مومي؛ نو خلوت ته رسي.

د ګوښه توب ستر لامل، ځانخبري ده. انسان چې هر څومره ځان ته پام کوي او په ځان کې دنننۍ او وجودي اګاهي مومي؛ نو په هماغه کچه یې بهرنۍ اړیکې شلېږي او څومره چې دنننۍ او ذهني بوختیا مومي او درون پالی کېږي؛ نو په هماغه کچه یې بهر پالي راکمېږي. څومره چې ماورايي – پنځباندې اړیکه مومي؛ نو په هماغه کچه يې ورځنۍ اړیکې راکمېږي. دا هغه لاملونه دي، چې یو متعالي انسان ګوښه توب او په خپل ګرېوان کې سر ښکته کېدنې ته راکاږي.

درېیم ډول ګوښه توب هم شته او هغه خپللاسی – مصنوعی ګوښه توب دی. دلته بې له دی چې اروایزه ناروغي یا هغه فلسفي ګوښه توب موجود وي، پر انسان یو ډول خپللاسی ګوښه توب ورتپي. د ساري په ډول انسان د دروازو تر شا بندوي او په همدې حالت کې یې پرېږدي. دا درېیم ډول تپل شوی ګوښه توب دی او ځانګړې ارواپوهنه لري.

هغه انسان چې له ټولنې سره په تړاو ژوند کوي؛ نو تعصب لري، حیثیت لري، پت لري، او ننګېرنی یې د ځانخبرۍ په حال کې دي او له وګړیو سره اړیکه ورته یو ځانګړی اکر – وضع، ځانګړی ځای او ځانګړې پازوالي وربښي. دا چار یې د مقاومت، ځانساتۍ – محافظه کارۍ او تقوا لاملېږي. ددې لاملېږي چې د خپل ځان، حیثیت، اړخ او د نورو د تمو ساتنه وکړي او تعصب ولري. که یو انسان له دې ټولو ځواکونو تش کړای شي، چې په دې ډول یې په اسانه اېل کړي، په اسانه ترې اوزار جوړ کړي او په اسانۍ ورباندې یو څه وروتپي؛ نو داسې یو حالت ته یې رسوي، چې دا هر څه ورته بې توپیره وي؛ نو ګوښه کول يې په دې لار کې کار یو کارېدونکی لامل دا دی. په ګوښه توب کې د انسان ټولې اړیکې شلېږي او داسې برید ته رسي، چې کله غواړي د خپلې مېرمنې، اولادونو یا ان موروپلار په باب تصور وکړي؛ نو ذهن ته یې نه راځي او د دوی مخونه یې له یاده وځي، ملګري، هم اندي، چاپېریال او ټولنه خو لا پر ځای پرېږده. دا ورته خيالي موهومات ګرځي او سوکه سوکه يې له ذهنه وځي. د نورو څیزونو ترڅنګ ان نامې، ټکي او خبرې کول یې هېرېږي.

دا چې پلانی چار ښه دی او پلانی بد، دا کار خیانت دی او هغه خدمت، دا چار د انسان پیسمني – غرور ټکنی کوي او هغه چار د انسان حیثیت رټنوي؛ نو دا هر څه ورته ابته – چټي او عبث خبرې ښکاري. تر دې ګوښه توب وروسته یوازې د تلوسې انګېزه پاتېږي: بهر ولاړ شي او خلک او ژوند یو ځل بیا وګوري او له آره دا وویني چې نور څه کوي او چېرته دي او دا تر ټولو هغه غوره حالت دی، چې په ترڅ کې یې انسان د هر کار ترسره کولو ته پکې چمتو وي او نور پکې هغه مقاومتونه نه وي.

په پایله کې، دا چې یو انسان بشپړ – مطلق راپرځېدنې ته ورسي؛ نو بشپړ ګوښه توب ته باید ورورسول شي. په دې مانا چې ان دا اکر – حالت هم باید پکې نه وي، چې له چا سره روغبړ وکړي، څو شیبې له چا سره کېني، ان ويې کنځي،ځکه دا اکر هم د عادي ژوند او له ټولنې او وګړیو سره د اړیکو وریادونکی دی. نو باید چې په کوټه کولپۍ کې د دروازو تر شا په هغه لنډ ګنډ تشیال – فضا کې پاتې شي او ان کوچنۍ اړیکه هم له چا سره ونلري او څوک پر سترګو هم و نه ویني. که اړیکه ورسره نه وي؛ نو تر لسو، پنځلسو او یا شلو ورځو وروسته بشپړ ګوښه توب ته رسي.

اروا هم د بدن په څېر ده، لکه څرنګه چې بدن له خوراک توکیو خپل مقاومت او تودوښه ترلاسه کوي؛ نو اروا هم له انسانانو سره په راشه درشه کې کروړلی – غښتلی او تود پاتېږي. که بدن ته هم لس، پنځلس، یا شل ورځې څه ورنکړل شي؛ نو له منځه ځي. اروا هم همدا حالت لري او دا یو ډول سیاسي ارواپوهنیزه تجربه ده. هلته کس بشپړ ګوښه توب ته رسي، ځکه هلته بشپړ چوپتیا ده او بیا ورباندې هغه شرایط او حالتونه ورتپي، ځکه په دې چوپتیا کې ټول لوري ورته یو برابر وي، هر کار ورته شونې وي او هیڅ هم ورته بد نه وي.

تجربې ښوولې چې په داسې حالاتو کې درون پالي کسان ډېر ژر ګوښه توب ته رسي. هغه انسانان چې ډېری شېبې ګوښې او یوازې پاتېږي او سر په ګریوان کې ښکته کولای شي او له ځان سره فکر کړای شي؛ نو د هغو انسانانو په پرتله، چې بهر له خلکو او ټولنې سره په شور و زوږ مخامخ کېږي، د ګوښه توب پر وړاندې ډېر مقاومت کوي.

بهرپالي، هغه انسانان دي، چې تل له ټولو سره خبرې کوي، زړه یې ګڼه ګوڼه غواړي، چې له کوم ځایه کور ته ستنېږي نو له ګوښې او ارامې نه؛ بلکې د ګڼې ګوڼې له لارو، واټونو او بازارونو تېرېږي، لنډه دا چې ددې انسانانو د خلکو شور و زوږ خوښېږي؛ نو دا کسان ډېر ژر هم ګوښه توب ته رسي. خو درون پالي د ګوښوالۍ پر وړاندې ډېر مقاومت لري او ددې چار دلیل جوت دی او هغه دا چې: درون پالي دنننۍ خورونه – تغذیه لري، ځکه خو ډېر مقاومت کوي. بل ټکی چې په ټوله نړۍ کې ازمېیل شوی او په یو ځای او مکان پورې هم اړه نلري هغه دا دی، چې د نادیني – بې دینه کسانو په پرتله دینوال – دینداره ډېر مقاومت لري.

توکیزوال – ماتریالیستان، ناغیړي او نادینه کسان ډېر ژر دې زړه غوښتونکی کمزورتیا ته رسي. که په دې حالت کې انسان دا وننګيري چې داسې شرایط چمتو شوي چې بشپړ ګوښه توب ته به يې ورسوي؛ نو که خپله پوه شي چې دا کارونه او خبرې د څه لپاره دي؛ نو ددې شرايطو او کارونو اغېز به پر انسان راکم شي. کله چې مې پام نه وي او ناڅاپي مې څوک په کوڅه کې پر سپېړه ووهي او یا مې وکنځي؛ نو سملاسي قهرژلی کېږم؛ خو که پوه شم چې دا مخکې له مخکې یو پلان کړای شوی چار دی؛ نو که ومې کنځي یا مې پر سپېړه ووهي؛ نو نه قهرژلی کېږم، ځکه وار دمخه خبر یم چې دا سپکاوی او وندل او کنځل د څه لپاره دي. نو له دې مخې څومره چې انسان اګاهي لري او پوهېږي چې دا شرایط د څه لپاره دي؛ نو همغومره لږ او ډېر روسته د داسې شرایطو تر اغېز لاندې راځي؛ خو بیا هم له اغېزو يې په بشپړ او پوره ډول ځان نشي خلاصولای. دلته انسان خود په خود په ټولو هغو لاملونه اډانه کوي او پیاوړي کوي يې، چې د ګوښه توب د اغېز پر وړاندې یې د لا ډېر مقاومت لامل شي.

ځینې تل دهغه په اړه فکر کوي، چې مینه یې ورسره وي، دا کار په يو ډول، ګوښه توب راکموي او یا دا چې د خپلو موخو، تېرو خاطرو، کورنۍ او لنډه دا چې د هر څه په باب فکر کوي. دا دنننۍ خورونې دي او ددې لاملېږي چې تر یوه بریده د ګوښه توب تشه ډکه شي؛ خو دا مطالب تر یوه بریده پاتېږي او مقاومت لري، ځکه تر څه مودې روسته دا ټول اندونه له دننه او زړه او ان له حافظې هم وځي. نو تر څه مودې روسته د خپلې مېرمنې، اولادونو او خپلې کورنۍ، موروپلار په اړه فکر نشي کړای، ځکه انسان کمزغمی کېږي او ټولو تېرو خاطرو هم خپل خوند له لاسه ورکړی او ناڅرګندې او ناجوتې شوي دي. د کوچنیتوب د خاطرو په شان ورته شوي، چې پخوانی شور و زوږ یې نشته.

د ګوښه توب پر ضد د انسان د هاندوهڅو یو لامل د نمانځه سلامونه دي. د نمانځه دا درې سلامونه د ګوښه توب په شړلو، نشتېدو – نفی او د دهغې د تشې په ډکولو کې هېښتیاوړ مکانیزم لري.

له آره ګوښه توب څه ده؟  

ګوښه توب یعنې بې کسي، له هر څه سره اړیکه پرېکول او دا اړیکې چې پرې شوې؛ نو ګوښې انسان پاتېږي او ناپای بریده – لایتناهی تشیال او مطلقه – بشپړه بې وزني. په هغه حالت کې چې په تشیال کې ځان ځوړنده کک – ذره ننګېرم او مطلق ګوښه توب ته رسیدلی یم؛ نو سلام څه کړای شي؟ دلته سلام د ګوښه توب ضد ونډه لري.

لومړی خپله سلام مانا کوو، چې پوه شو، څه ته وايي؟

لومړی کار چې سلام يې کوي او لومړۍ ونډه چې سلام یې لري دهغه کس حاضرونه ده چې ستاسې د سلام مخاطب دی. دا خورا مهم چار دی. دا ناشونې ده چې تاسې پر مغایب او هغه کس چې نشته، سلام واچوئ. سلام اچول په دوستۍ او نادوستۍ پورې هم تړاو نلري، که څوک راننوځي یا تاسې چېرته ورننوځی؛ نو تاسې ورسره په سیده اړیکه کې یاست؛ نو سلام پرې اچوی. ناشونې ده چې تر دې ننوتنې او اړیکې مخکې سلام واچوی. نو سلام په خپل ذات کې د سلام د مخاطب احضارول لري، یعنې همدا چې تاسې سلام واچو؛ نو د ځان پر وړاندې مخاطب ننګېری. په دې توګه سلام د ګوښه توب ضد ونډه لري، ځکه په هغه تشیال کې چې له یو چا سره هم اړیکه نلری، نو سلام مو له یو ژوندي او سوب – حی او حاضر مخاطب سره په سیده ډول په اړیکه کې کوي چې په خونه کې مو مخامخ ناست دی، او په دې توګه سلام دا ګوښه توب محدودوي یا يې له منځه وړي.

دا درې سلامونه، درې مخاطبو ته درې احضار دی. که څوک روحاً او په رښتیا هم ګروهه ولري؛ نو د بېلابېلو ګروهو او څومره چې د ایمان درجې لوړې وي؛ نو سلامونه به د سلام مخاطب د کس پر وړاندې لا ډېر روښانه او څرګند احضار کړي او ورسره به یې په اړیکه کې کړي. دا درې سلامونه د ګوښې او یوازې کس او مخاطب ترمنځ یې درې اړیکې رامنځ ته کوي او دا درې کسان ورسره په دې ځانته خونه کې کېنوي. دا درې کسان، دا درې مخاطب او دا درې اړيکې څه دي؟ په پیل کې پر همدې موضوع ویینه کوو، چې د سلامونو مانا لا ډېره روښانه شي.

په عادي او د ګڼې او ګوڼې په ژوند کې چې زرګونه کسان وي که دا درې کسان هم راشي؛ نو دومره پاموړ خبره نه ده؛ خو که څوک هم نه وي او دا درې کسان راشي؛ نو ستره اډانه ده. دلته موضوع یوه مطلق تشیال دی، مطلق ګوښه توب دی، مطلقه بې وزني ده او یو ګوښې او یوازې انسان.

لومړی باید دا شرایط په پام کې ونیول شي: هغه انسان چې هیڅ اړیکه نلري، له ټولو او هر څه سره يې اړیکه پرېکړای شوی او مطلق ګوښه توب ته رسیدلی، یعنې په دې تشیال کې یې، په دې نړۍ کې یې، په دې خونه کې یې، په ذهن دننه او بهر کې هیڅ څيز او څوک نشته او اوس: لومړی سلام: د سلام مخاطب احضارېږي. د لومړي سلام مخاطب څوک دی؟ «السلام علیک ایها النبی». لومړی سلام، پېغمبر او نبي (ص) احضاروي، یعنې د کس ځانته خونه د نبي پر حضور ډکېږي.

زه چې په ناپای بریده – لایتناهي تشیال کې ځوړنده کک – ذره یم او په یوې جاذبې پورې هم تړلی نه یم، دهغه توغل شوي توغندي په څېر چې د ځمکې له جاذبې وتلې؛ خو لا تر اوسه د سپوږمۍ یا لمر جاذبه پیل شوی نه ده، په بې وزنې کې دی، هلته هم په هغه ګوښه توب کې انسان ګوښې او یوازې دی.

که هلته ودرېږي په هماغه حالت کې پاتېږي او یوه جاذبه يې هم ځانته نه راکاږي؛ نو په داسې یو حالت کې نبي د انسان پر وړاندې حاضرېږي او دا ځوړند انسان له نبي سره اړیکه پیدا کوي. نبي څوک دی؟ نبي مې د ایدئولوژۍ سرچینه ده، یعنې هماغه چې د ټولو ګروهو او اندونو سرچینه ده چې ما درلودلې او د همدې ګروهو له کبله په دې برخلیک اخته شوی یم او په دې ځانته خونه کې یم او دا شرایط مې منلي دي او پر داسې حالت اخته شوی یم. نو نبي چې زما د ټولو ګروهو، ټول ایمان، ټولو اړیکو او ننګېرنو سرچینه ده، پر وړاندې مې حاضرېږي. زه په لومړي سلام ، له خپلې ګروهیزې – اعتقادي او اندیزې سرچینې سره اړیکه نیسم. وګورئ چې په دې لومړۍ ضربه څومره ګوښه توب ماتېږي او تښتي او له آره تشه ډکېږي، په څه ډکېږي؟ تر ټولو پر غوره او تر ټولو پر ښه دا تشه ډکېږي، چې دا مې اندیز رهبر هم دی، هغه کس، چې ټولې ننګېرنې، ګروهې، ارزښتونه او سپېڅلتیاوې مې جوړوي؛ نو په دې توګه لومړی سلام یو ډول ګروهیزه اړیکه ده.

دویم سلام:

دویم سلام دوه برخې دی: یعني دوه سلامونه دي، په حقیقت کې په نمانځه کې څلور سلامونه دي؛ خو دوه يې یو د بل ترڅنګ راغلي او پر یو سلام یې ادا کوو او که نه مخاطبان دوه دي: لومړی یې: « السلام علینا » دا «علینا» په چا پورې تړاو مومي؟ په هغه فرد پورې، «موږ»، «موږ خپله»، «نا» یو جمع ضمیر دی، په یوې ډلې پورې اړوندېږي چې په دې ډله کې زه هم یم، که نه وم، ویل به مو «علیهم» خو وايو «علینا»؛ نو یوه ډله ده چې زه هم پکې یم. اوس، خپله دا احضار، ګوښه توب له منځه وړلای شي؟

دا سلام په دې مانا دی، «زه» چې ګوښې او یوازې پاتې شوی یم؛ نو دا سلام مې یو ډلې ته ورننباسي، له آره یو جمعیت راوړاندې کوي، یعنې له آره زه فرد نه یم، بلکې موږ یو حزب یو، موږ یو جمعیت یو، یوه ډله یو، زر، سل زره یا یو میلیون، چې هر څومره هم وي، بالاخره «نا» ګوښه توب نفی کوي او دلته انسان ننګیري، چې دا «نا» همغوی دي چې په هغه اړخ کې مې ناست دي، شته دي ناست دي په نورو ځایونو کې هم شته دی، بل ډولونه او بڼې یې هم شته دی: یا پخپلو کورونو کې دي یا په بېدیا، په پټه او نور.. هغه کسان، چې له دې نبي سره یوه ذهني اړیکه لري؛ نو دې ټولو د «زموږ» په نامه یوه ډله جوړه کړې، چې خورا ډېر دي، ټول ځایونه ترې ډک دي او زه يې هم یوه برخه یم، پر دوی باندې سلام. اوس نو ګوښه توب په دې اړه زغم او تاب نشي کړای.

درېیم سلام

یا د دویم سلام دویم اړخ: و علی عبادالله الصالحین: دومره هم ځانخوښي نه یو چې ووایو په دې ټوله نړۍ او بشریت کې یوازې دا موږ یو چې له دې ایدیولوژۍ سره اړیکه لرو او نور ټول انسانان کافر، عبث او دوزخیان دي. نه! بې له موږه نور داسې کسان هم شته، بله ایدیولوژي، لار، دود، ملت او ژبه لري؛ خو پاک، سیده سم او چاپېریال بدلوونکې ننګېرني لري او ځانونه د انسان ژوند ته بلهاروي، دوی هم شته دی؛ خو له موږ ځنې نه دي. دوی څوک دي. دوی صالحین دي؛ نو په ټولو صالحو انسانانو درود.

ما دلته یو خوا نبي راووړ او په بل سلام کې مې خپل ټول حزب دلته راووړ او ننګېرم چې خپله هم په دې حزب کې یم. په درېیم سلام مې هم له ټولو هغو انسانانو سره اړیکه ټینګه کړه چې د دې ځمکې پر یو ګوټ او زمان کې پر هلو ځلو بوخت دي او پاک کرداره، پاک ګروهي او سمونپالي دي. وګورئ چې د جمعیت او راټولېدنې لمن مې څومره پراخه ده.

درېیم (څلورم) سلام: دا سلام خورا هېښنده دی. تردې ځایه مې له پېغمبر (ص) سره د یو انديز رهبر او د خپل اندیزې سرچینې په توګه اړیکه ټینګه کړه، له «نا» سره د انديزې ډلې په توګه مې اړیکه ټینګه کړه، له « عبادالله الصالحین» سره مې د یو انساني او سمونپالي لوري په توګه اړیکه ټینګه کړه. سمه ده! دا هر څه د ځمکې او بشریت په محدوده کې دي. یعنې د ځمکې ددې کوچنۍ کرې په یوه څنډه کې چې په ناپای بریده تشیال – لایتناهي فضا کې په لمریز غونډال کې پرته ده. له نبي سره اړیکه، له «نا» (موږ) سره اړیکه او له صالحینو سره اړیکه، لنډه دا چې دا اړیکې په انسان، ژوند او ځمکې پورې محدودې دي. خو په بل سلام کې د ځمکې د کرې له محدودې بهر له ټولې هستۍ او له ټول جهان سره اړیکه ټینګوو : «السلام علیکم و رحمت‌الله و برکاته». پر ټولو هغو کسانو، ځواکونو، شعورونو، اګاهیو او ټولو واکونو درود او سلام چې په ټوله هستۍ او کایناتو کې دي. هغوی چې نه يې پېژنم، که څه اړیکه ورسره نلرم او له جنسه مې هم نه دي؛ خو د پنځون په ټولیزه لار کې یو ځانګړې دنده لري او په هماغه لار او لوري روان دي چې د انسان په توګه زه هم پر هماغه لوري روان یم. نو له دې مخې د عالم په کلیت کې ورسره همګام، هم رغښتی – سرشت او هم برخلیکی یم. پر دوی سلام.

نو په څلورم سلام کې له عالم سره یوه وجودي اړیکه مومم. نه اندیزه، سیاسي، ایدیولوژيکي، حزبي، انساني؛ بلکې د هستۍ اړیکه، جهاني اړیکه او عالمي اړیکه. له آره په دې اړیکه کې جهان یو ژوندی موجود دی، په یو خوځون او یو لوري کې د هلو ځلو – پیکار ننداره ده او بې له انسانانو او بې له موږه نور ډیری، ځواکونه، اګاهۍ، شعورونه او دست اندرکاران شته دی چې د عالم د ټولیز حقیقت په لار د خدای په لوري په حرکت کې دي، دوی که څه زموږ له جنسه نه دي؛ خو د هلو ځلو – پیکاري او ارماني ډګر په برخه کې راسره دي. نو له دې مخې ورسره دنننۍ اړیکه رامنځ ته کوو. له هغو سره هم اړیکه نیسو چې نه یې پېژنو. د پنځ – طبیعت له دست اندرکارو ټولو ځواکونو داسې یوه وجودي اړیکه ټینګېږي.

کله چې دا څلور سلامونه، راته داسې تشیال رامنځ ته کوي؛ نو کومه څلور دیوالي چې مې شاوخوا ته ده، لکه دهغې پرنجې په شان چې ماشوم ته یې جوړوي چې ترې رابهر نشي؛ نو دا راته خنداوړ کېږي او خپل کلکوالی له لاسه ورکوي او راته خورا احمقانه او لوبڅي کېږي.

[ سرچینه: سلام های نماز، ډاکتر علي شریعتی]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست