تبلیغات

  * نهج البلاغه د حضرت علي (ک) د کلام د بلاغت له مخې غورچاڼ شوې ده. نهج البلاغه یو کتاب دی، چې د امیرالمؤمنین علي (ک) د کلمو غورچان رانغاړي او ښایي دا غورچاڼ له بلاغي لید لوري غوره او ټاکل شوی دی. د کتاب راټولوونکي؛ یعنې سید رضي، دا لید لوری د کتاب […]

 

* نهج البلاغه د حضرت علي (ک) د کلام د بلاغت له مخې غورچاڼ شوې ده.

نهج البلاغه یو کتاب دی، چې د امیرالمؤمنین علي (ک) د کلمو غورچان رانغاړي او ښایي دا غورچاڼ له بلاغي لید لوري غوره او ټاکل شوی دی. د کتاب راټولوونکي؛ یعنې سید رضي، دا لید لوری د کتاب په نامې ایښوونه کې هم څرګند کړی دی. دا کتاب د خپلی نامې له مخې د بلاغت دود او روش را زده کوي.

سید رضی هڅه کړې، چې په دې کتاب کې د علي (ک) خورا څرګندې او بلیغ ترینې خبرې او لیکنې راټولې کړي؛ نو ځکه په دې غورچاڼ کې، کلمې پرې شوې او د خبرو او لیکنو ځینې برخې (له قلمه) لوېدلي او ارواښاد سید رضی دا ټوټې په خپل تشخیص او ذوق غوره او په کتاب کې راوړې دي. البته ځینو شارحانو هڅه کړې چې دا حذف کړای شوې ټوټې په خپل کتاب کې راوړي او ورکې برخې په خپل ځای کې ورځای کړي او نیمګړې خطبې او لیکنې ورپوره کړي؛ خو له دې سره سره همدا غورچاڼ چې راسره دی، ډېر برکتي او د بلې ډیوې په څېر د هدایت او ښیون لار لا رڼا کوي. د نهج البلاغې تنوع او ډولاډولي او په دې ټولګه کې چې امیرالمؤمنین علي (ک) بېلابېل اړخونه تر پاملرنې لاندې نیولي، وګړه یې په خورا ښه ډول ځلوي.

د حضرت علي (ک) په خبرو کې یې د وګړې – شخصیت ځلېدنه

په یوه روایت کې حضرت صادق (رح) ویلي:

« خدای په خپل کلام کې ځلېدلی؛ خو خلک یې نه ویني او نه مومي» (صافي تفسیر، د بقرې سورت پیل)

دا حکم د ګردو ویاندانو په اړه صادق دی، هر ویاند په خپل کلام کې ځلېږي.

المرء مخبوء تحت لسانه (نهج البلاغه، ۱۴۸ حکمت)

او خبره (کلام) یوه رڼه هېنداره ده، چې د ویاند وګړه ځلوي. د امیر المؤمنین علي (ک) خبره هم، همدغسې ده. د خبرې بېلابېل اړخونه یې، د روح بېلابېل اړخونه څرګندوي؛ نو ځکه د علي (ک) د پېژندنې لپاره، د ده په خبرو پوهېدنه ډېره ستره مرسته راسره کوي. خو پردې ناسیده لارې سربېره، پخپله امیر المؤمنین علي (ک) په نهج البلاغه کې په ډېرو ځایونو کې د ځان په اړه خبرې کړي او نیغ یې د خپلې وګړې پټ اړخونه رابرسېره کړي. د دې ځایونو پوهېدنه د ده پر پېژندو، او له دې لارې، د ده د خبرو په پوهېدو کې لاسنیوی راسره کوي.

 (۲) د نورو واکمنو په پرتله د حضرت علي (ک) ځانګړنې

امیرالمؤمنین علي (ک) د خپلې واکمنۍ پر مهال، چې له خلکو سره یې ډېره مخه وه، د ځان د سیاسي او حکومتي وګړې په اړه یې څرګندونې کولې، ویل یې چې له نورو واکمنو او سیاستوالو سره مې مه پرتله کوئ او مه وایئ چې یو واکمن ولاړ او په څېر یې یو بل راغی؛ خو زه دغسې نه یم. د نورو واکمنو غوړه مالي خوښېږي، ستاسې چاپلوسي یې ښه ایسي او له اولسه ځانګړي تمې لري؛ خو زه دغسې نه یم. د نورو واکمنو دا ښه نه راځي چې مخامخ حق ورته وویل شي، یا څوک پر نېکیو امر ورته وکړي او له بدیو یې منع کړي او له خپلو تېروتنو او نیمګړتیاوو یې باخبر کړي؛ خو دغسې مې مه ګڼئ. ګومان مه کوئ چې د حق ویل راته ګران پرېوځي؛ ځکه څوک چې له حق اورېدو خپه کېږي؛ نو پر حق عمل کول به ورته خورا پیکه وي. د جبارانو پر وړاندې د درناوي په څېر درناوی مه کوئ، څنګه خبرې چې ورسره کوئ، هماغسې یې راسره مه کوئ. ستاسې چلن له ما سره او زما چلن له تاسې سره تر هغه چلنه ډېر توپیر لري، چې ظالم واکمن یې له خوار اولس سره لري[1]

(۳) علي (ک) د کلام امیر دی.

یو ډېر راښکون ټکی دادی، چې امیرالمؤمنین علي (ک) تقریباً خلافت ته تر ورسېدو وړاندې (چې په رښتینه کې د عمر روستي کلونه یې وو) وینا نه کوله. د امیرالمؤمنین علي (ک) کومه خبره، وینا، کلام، خطبه، لیک، اوږدې یا لنډې خبرې نه لرو، چې د پېغمبر (ص) پر ژوندونې یې کړې وي. ده نه د پېغمبر(ص) پر ژوندنې او نه ان تر خلیفه کېدو مخکې کومه خطبه نه ده ویلې.

او که په دې پېر پورې اړوند څه خبرې رارسېدلې وي؛ نو ډېرې لږې دي. ډېرې خبرې یې د عمر په روستیو پینځو کلونو پورې اړوند دي. او دا ټکی ډېر پاموړ دی، چې دغسې یو ویاند او پر خبرو لاسبری او په خپل تعبیر یې د « کلام امیر[2]»په دومره کلونو کې خبرې نه دي کړي او دا خدای ورکړی او سرباندی – فوق العاده استعداد او وړتیا یې راڅرګنده نه کړه؛ خو ناڅاپه او د زمانې د اړتیا له مخې دا اورغورځی په خوټېدو راځي او اورېدونې خبرې او پټې ملغرلې دباندې راغورځوي. د امیر المؤمنین علي (ک) خبرې ښه څرګندوي، چې په دې کوچني خاورین بدن کې څومره سمندر ځای شوی، لکه چې مخکې وویل شو، خپله یې ځان دغسې تعبیر کړی دی:

« و انا لامراء الکلام: موږ د کلام امیران یو» (نهج البلاغه: ۲۳۳مه خطبه)

او کلام زموږ په منګولو او سلطه کې دی. اوس مومو چې د امیرالمؤمنین علي (ک) دا وینا دوه ماناوې لري: ړومبی د کلام ظاهري او برسېرنه مانا ده؛ یعنې موږ ویناوال یو او په لاس کې مو خبره د موم په څېر ده، دا یو چورلټ سمه مانا ده. دویم دا، موږ نه یوازې ویناوال یو؛ بلکې خبره هم راباندې لاسبرې نه ده؛ یعنې سره له دې چې ویلو ته ډېرې خبرې لرو؛ خو زغم خپلولای شو، چې خبرې ونه کړو. البته دا دویم مقام تر ړومبي خورا اوچت دی. داسې ویناوال شته چې ویلو ته خبرې لري؛ خو له یوه اړخه خبرې ورباندې لاسبرې دي: د سکوت او چوپتیا هنر نلري او زده کړي یې نه دي، چې خبره په خپل ځای وکړي. د کلام امیران دي؛ خو کلام هم پرې امیر دی. حضرت  علي(ک) د کلمې په دقېقې مانا، او په دواړو مانا وو د «کلام امیر» و. هم په ویناوالۍ کې فصیح، بلیغ او تکړه و او هم د چوپتیا او سکوت پر هنر پوهېده. سره له دې چې ډېرې خبرې یې درلودې په کلونو کلونو، چوپ کېناست، آه یې ونه ایست او خبره یې ونه کړه:

فصبرت و فى العين فذى و فى الحلق شجا ارى تراثى نهبا (نهج البلاغه: شقشقیه خطبه)

« خبره مې نه کوله او زغم مې خپل کړی و، حال دا په سترګه کې مې اغزی او په ستوني کې مې هډوکی نښتی و؛ خو بیا مي هم خوله نه راسپړله»

د « انا لامراء الکلام» تعبیر د اهلبیتو او سپېڅلیو امامامو په اړه هم دی. له پېغمبر (ص) څخه نیولې تر نورو امامانو، ګرد سره د کلام امیران ول. امیرالمؤمنین د همدې مشرانو په اړه وایي:

ان نطقوا صدقوا و ان صمتوا لم يسبقوا  (نهج البلاغه، ۱۵۴مه خطبه)

« که خبرې وکړي، رښتیا وایي او که چوپ کېني؛ نو چا چوپ کړي نه دي»

یعنې سکوت یې په دې پار نه دی، چې یو بل ترې ورمخکې شوی، یا څوک یې نه پرېږدي، چې پر وړاندې یې خبرې وکړي؛ نو ځکه یې سکوت او چوپتیا خپله کړې؛ بلکې دوی پخپله خبرې نه کوي، او که خبرې هم وکړي؛ نو یوازې حق وایي. په خبرو کې یې چټیات، مبالغه او باطل نه وي.

(۴) د علي(ک) چوپتیا د اسلام د مصلحت له مخې وه.

هو، علي(ک) د نهج البلاغې په بېلابېلو ځایونو کې د ځان، د پېغمبر اکرم (ص) په مشرۍ په جګړو کې د ګډون او کوم خپګانونه او تراخه چې ورباندې تېر شوي، په باب یې خبرې کړي، چې یو ځای یې په شقشقیه خطبه کې دی. د قاعدې له مخې نه ښایي دا یوه عمومي خطبه وي؛ بلکې د نژدی دوستانو په ټولي کې یې یوه ویلې خطبه ده؛ ځکه لکه څنګه چې له تاریخه پوهېږو، د علي (ک) تګلار دا نه وه چې په ملأ عام او د عامو خلکو په مخ کې د خلافت او سیاست په اړه په مخالفت کې ډاګیزه خبرې وکړي. په دې خطبه کې د خپلو حالاتو په څرګندولو کې وایي:

« داسې یو څوک یم، چې د پوهاویو نېز را نه بهېږي، او پر کومه څوکه چې ناست یم؛ نو یو الوتونکی هم رارسېدای نشي.»

بیا څرګندوي چې:

«کوم وضعیت چې رامخې ته شو، تأمل، سوچ او غور ته یې اړ کړم: ایا په پرې لاس برید وکړم؟ یا د غم پر ټغر کېناستم او صبر وکړم؟ ومې لیدل چې صبر کول راته عقلمن ښکاري. کېناستم او صبر مې وکړ، (څه) خبره مې ونه کړه او څه اقدام مې هم ونه کړ.»

(۵) حضرت علي (ک) د عربو له ادبیاتو او اشعارو سره بلد و، او له دې اړخ یې له نبي اکرم(ص) سره توپیر.

نهج البلاغه له یو بل اړخ هم پاملرنې وړ ده: دلته امیر المؤمنین علي (ک) معاصر یا جاهلي اشعار هم کارولي. د عربو ادبیات ان د امیرالمؤمنین علي (ک) په پېر کې، پراخ ادبیات ول، او کارونه یې راښیي، چې له دې اړخ امیرالمؤمنین علي (ک) تر حضرت پېغمبراکرم(ص) ځان ته ډېره ازادي لیده. په روایاتو او داستانونو کې راغلي چې پېغمبر اکرم(ص) هډو شعر نه لوسته، او که د چا شعر یې وایه؛ نو ګوډ ګوډ او ماتاوه یې او بیا یې وایه؛ یعنې شعر یې پوره نه لوسته. د پېغمبر (ص) وګړه داسې وه، چې نباید په شاعر وپېژندل شي. خدای هم په اړه یې ویلي:

وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنبَغِي لَهُ (یس/۶۹) = او موږ هغه (= پېغمبر) ته شعر ورښوولى نه دی او نه [هم] ورسره ښايي.

شاعرۍ د عربانو پر وړاندې یو ځانګړی حکم درلود او د پېغمبر(ص) شاعر ګنل کېدل، د ده نبوي وګړه ټکنۍ کوله، پردې سربېره باید د وحې حساب یو مخې د شعر له حسابه جلا وي. شعر د خیال په قوې پورې تړاو لري او په پېغمبر کې، څه چې باید صفر ته ورسي، د تخلیل قوه ده، هسې نه چې د خیال قوه د پېغمبر په واقع وینۍ کې تصرف وکړي او نا واقع چارې ورته په واقعي بڼه وروځلوي. څوک چې د تخیل په نړۍ کې څومره وړاندې وردرومي، ناچار به له واقعي نړۍ لرې کېږي؛ نو ځکه په روایاتو کې راغلي، چې کله پېغمبر د هغې زمانې د شاعرانو کوم شعر لوست:

عميره ودع ان تجهرت غاديا – كفى الشيب و الاسلام للمرء ناهيا[3]

دا یې داسې لوسته، چې انډول یې ویجاړېده؛ یعنې ویل یې: كفى الاسلام و الشيب للمرء ناهيا

یعنې پېغمبر(ص) د شعر له لوستو ډډه کوله. دا چار په دې پار نه و چې شعر یې بد راته، اپوټه پېغمبر(ص) شعر ته اهتمام او پاملرنه درلوده. د بېلګې په توګه د عربو په ادبیاتو کې یو مشهور شعر دی چې:

الا كل شى‏ء ما خلا الله باطل        و كل نعيم لا محاله زائل‏

« بې له الله هر څه باطل او پوچ دي، او هرومرو هر نعمت ورکېدونی دی»

پېغمبر (ص) ددې شعر په اړه ویل: « اصدق بيت قالته العرب: یو خورا رښتونی شعر دی، چې عربانو ویلی دی»

یا دا چې د خپلې زمانې یو ستر شاعر حسان بن ثابت یې تاييداوه او شاباسی یې ورکاوه. حسان د خم غدیر په باب مشهور بیتونه ویلي:

يناديهم يوم الغدير نبيهم        بخم فاسمع بالنبى مناديا

له دې سره سره، پېغمبر(ص) د شعر له لوستو ډډه کوله، او پخپله هم شاعر نه و. خو امیر المؤمنین علي (ک) هم شعرونه ویل او هم یې لوستل، او د نورو ډېر اشعار یې یاد کړي ول او تمثیل یې پرې کاوه. له نهج البلاغې هم څرګندېږي، چې پخپله یې هم شعر وایه. ان یو شعري دېوان هم ورمنسوب دی؛ خو د انتساب سموالی یې جوت نه دی؛ خو په نهج البلاغه کې یو لړ بیتونه راغلي، چې خپله علي (ک) ویلي دي. د بېلګې په توګه کله چې د خپل خلافت او وصایت په اړه استدلال کوي، دوه بیته شعر راوړي، چې ظاهراً یې خپل دي:

فان كنت بالشورى ملكت امورهم        فكيف بهذا و المشيرون غيب‏

و ان كنت بالقربى حججت خصيمهم        فغيرك اولى بالنبى و اقرب‏ (نهج البلاغه، ۱۹۰حکمت)

« که ته په شورا د چارو مالک او واکمن شوې، دا څنګه شورا وه، چې غړي یې غایب ول که وایې چې پېغمبر ته ورنژدې یې؛ خو نور تر تا ورنژدې دي.»

(۶) اوچتې او ښې دعا ګانې

د نهج البلاغې یو بل اړخ، د علي دعاګانې دي، چې دا د امیرالمؤمنین نورې ځانګړنې ځلوي. دا دعاوې د نهج البلاغې ډېرې ځلاندې برخې دي.

هغه دوستان چې د دعا مینوال دي، نهج البلاغې ته دې مراجعه وکړي او د دعا کوچنی ټوټې دې ترې زده کړي، او له خدای سره د علي (ک) د خبرو په دود او هغه مینه یې چې له خدای سره کوله، ورسره اشنا شي.[4]

 

[1] د نهج البلاغې د ۲۱۴مې خطبې یوه برخه ده.

[2] نهج البلاغه، ۲۳۳مه خطبه

[3] په لنډو د بیت مانا داده، دوه څېزونه د انسان سوچ اړولو ته بسیا دي: یو زړښت او بل مسلماني

[4] د بېلګې په توګه وګورئ: د نهج البلاغې؛ ۲۲۵،۲۱۵،۱۷۱،۷۸،۴۶ او ۲۲۷ مې خطبې

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!