تبلیغات

د نهم هجري كال پېښې د منى د ورځې پرېكړه ليک د نهم هجري كال په پاى كې د وحې پرېښته راغله او د توبې سورت  (براءة) څو آيتونه يې راوړل او پېغمبر اکرم ته يې دنده وركړه،چې يو تن د حج په موسم كې مکې ته ولېږي،چې د “براءة” ياد شوي آيتونه له څلور […]

د نهم هجري كال پېښې

د منى د ورځې پرېكړه ليک

د نهم هجري كال په پاى كې د وحې پرېښته راغله او د توبې سورت  (براءة) څو آيتونه يې راوړل او پېغمبر اکرم ته يې دنده وركړه،چې يو تن د حج په موسم كې مکې ته ولېږي،چې د “براءة” ياد شوي آيتونه له څلور مادييزه پرېكړه ليک سره هلته ولولي.

 په دې آيتونو كې د مشركانو امان پاى ته رسېدلى او ټول تړونونه ناليدلي ګڼل شوي،بې له هغو،چې لاسليكوونكي يې پرې عمل كړى وي او ورته ژمن وي او د كفر مشرانو او كافرانو ته اعلان دى،چې په څلورو مياشتو كې له اسلامي حكومت سره خپله خبره سپينه کړي او كه په دې موده كې مو له شرك او بوت لمانځنى لاس وانه خېست؛ نو خونديتوب به مو نه وي.

پېغمبر اکرم حضرت “ابوبكر”(رض) راوغوښت او د براءة آيتونه يې ور زده كړل او له څلوېښت تنو سره يو ځاى يې مکې ته ولېږه،چې د لوى اختر پر ورځ يې مشركانو ته ولولي. “مغازي” له حضرت “ابوبكر” سره د كسانو شمېر 300 تنه كښلى دى. (393)

حضرت “ابوبكر” د رسول اکرم په حكم د سفر تيارى ونيو او مکې  ته روان شو. ډېر وخت لا نه و تېر،چې د وحې پرېښته راغله او د خداى له لوري يې ورته حكم راووړ، چې د توبې سورت يا بايد پېغمبر اکرم او يا هغه، چې له پېغمبر اکرم څخه وي،خلكو ته ورسوي. (394)

نو ځكه پېغمبر اکرم،حضرت “علي” راوغوښت او په خبره يې پوه كړ او خپل ځانګړى اس يې وركړ او ورته يې وويل: (( ژر تر ژره ځان “ابوبكر” ته ورساوه او د توبې سورت ترې واخله او  په خپله يې ولوله.))

د پرېكړې څلور مادې:

1 _ بوت لمانځوني حق نه لري بيت الله ته ننوځي.

2 _ په بربنډ بدن طواف منع دى.

3 _ نور به هېڅ بوتلمانځى د حج په مراسمو كې ګډون نه کوي.

4 _ هغوى چې له پېغمبر اکرم سره تړون كړى و او پر خپل تړون ولاړ وو، تړون يې د تړون د وخت تر خلاصېدو پورې محترم دى، ځان او مال يې هم محترم دى؛خو هغه مشركان،چې له رسول اکرم سره تړون نه لري او يا تړون لري؛خو عمل يې پرې نه دى كړى؛له ننه (د ذي الحجې لسمى) څلور مياشتې مهلت لري،چې له اسلامي حكومت سره خپله خبره سپينه کړي،يا دې مسلمانان شي او يا دې جګړې ته تيارشي.(395)

حضرت “علي” له يوې ډلې سره مکې ته روان شول،چې حضرت”جابر بن عبدالله انصاري”(رض) هم پکې و او په “جحفه” نومې ځاى كې يې حضرت “ابوبكر” وليد.د پېغمبر اکرم پيغام يې وركړ او د توبې سورت يې ترې واخست.

شيعه او ځينې د اهل سنتو محدثان ليكي،چې حضرت “علي” (ک) وويل:((پېغمبر اکرم اختيار دركړى،چې راسره مکې ته ځې او كه له همدې ځايه مدينې ته ستنېږې.))

 حضرت “ابوبكر” مدينې ته راستون شو او نېغ پېغمبر اکرم ته ورغى او ورته يې وويل:((زه دې داسې كار ته ولېږلم،چې هر چا غوښتل،ددې دندې وياړ ولري؛خو چې نېمايي لارې ته ورسېدم؛نو له دې وياړه دې بې برخې كړم، آيا زما په باب وحې راغلې ده؟))

 پېغمبر اکرم ورته وويل: ((جبرائيل راغى او د خداى له لوري يې پيغام راوړ،چې دا كار بايد يا زه په خپله وكړم او يا هغه، چې له ما وي وکړي.)) (396)

خو د اهل سنتو ځينېروايتونه وايي،چې حضرت “ابوبكر” د”حج” د كاروان مشري پر غاړه درلوده اوحضرت “علي” يوازې دنده درلوده،چې د “منى” پر ورځ د “براءة” آيتونه او پرېكړه خلك ته واوروي. (397)

“علي” (ک) مکې ته ولاړ او د “ذي الحجې” پر لسمه يې د “براءة” سورت 13 آيتونه او هغه پرېكړه خلكو ته واورول.

ددې پرېكړې او آيتونو اغېز دومره و،چې لا څلور مياشتې نه وې تېرې او د لسم هجرې كال نيمائي و، چې ډلې ډلې مشركان راغلل او ايمان يې راووړ او له عربستانه د بوت لمانځنې ريښې پرې شوې.

 

393_ مغازى تواقدى، 3/ 1077 مخ.

394_ سيره ابن هشام، 6/ 545مخ ، بحار  21/ 267

395_  فروغ کافى، 1/ 326 مخ.

396_  ارشاد مفيد/ 33

397_  سيره ابن هشام، 2/ 546 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست