تبلیغات

د نهم هجري كال پېښې  د پلاويو راتګ د عدى بن حاتم اسلام اتم هجري كال له ټولو ترخو او خوږو سره تېر شو، په دې كال كې د كفر تر ټولو ستره هډه اسلام ته تسليم شوه او د اسلام د پوځي ځواک سيورى د “عربستان” ډېرو ځايو ته وغځېد. عربو قبايلو فكر نه […]

د نهم هجري كال پېښې

 د پلاويو راتګ

د عدى بن حاتم اسلام

اتم هجري كال له ټولو ترخو او خوږو سره تېر شو، په دې كال كې د كفر تر ټولو ستره هډه اسلام ته تسليم شوه او د اسلام د پوځي ځواک سيورى د “عربستان” ډېرو ځايو ته وغځېد. عربو قبايلو فكر نه کاوه،چې اسلام به دومره ستر برى لاس ته راوړي؛نو تر دې وروسته لږ لږ په دې فكر كې شول،چې مسلمانانو ته ځان ورنږدې كړي او دين يې ومني؛نو ځكه د ټبرونو استازي او كله كله به خپله ټبرونه پېغمبر اکرم ته راتلل او ايمان يې راووړ.

 په دې كال كې دومره پلاوي او استازي مدينې ته راغلل،چې پرې د “عام الوفود” نوم كېښوول شو.

کله چې د”طى” د ټبر يوه ډله د “زيدالخيل” په مشرۍ پېغمبر اکرم ته راغله او د ټبر مشر په خبرو پېل وكړه؛نو متانت او عقلمنۍ يې پېغمبر اکرم حيران كړ او و يې ويل:

((د عربو له ډېرو شخصيتونو سره مې كتلي دي؛خو دومره نه، چې په اړه يې يې اورېدلي وو؛خو د “زيد” به باب مې لږ اورېدلي وو،حال دا چې هغه تر دې ډېرغوره و، چې څه مې يې په باب اورېدلي وو،څومره به ښه وي،چې ورته د “زيد الخيل” پر ځاى “زيدالخير” ووياست.)) (377)

ددې پلاوو او استازيو راتګ راښيي اسلام د منطق او تبليغ له لارې په “عربستان” كې خپور شوى و.(378)البته د وخت فرعونانو؛يعنې “ابوسفيان” او “ابوجهل” د اسلام د پرمختګ مخه نيوه.

 د پېغمبر اکرم جګړې هم ډېرى د دسيسو شنډولو ته وې او همداسې  د فرعونانو ځپلو ته هم وې او هر دين او اصلاحي پروګرام بايد له خپلې لارې اغزې او خنډونه لرې کړي،چې خپلو موخو ته ورسېږي او ګورو،چې يوازې پېغمبراکرم نه؛بلكې ترې مخکې پېغمبرانو هم زيات كوښښ كاوه،چې داسې فرعونان او خنډونه له لارې لرې كړي.

 قرآن شريف د سوره نصر په 1-3 آيتونو كې ددې پلاويو د راتګ يادونه كوي او وايي:

إِذَا جَاء نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ=(پېغمبره!) چې كله د خداى مرسته او( پر باطلو د حق ) بريى راورسېږي.

وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا= او خلک وينې،چې ډلې ډلې د خداى دين ته ننوځي،

فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا= نو د خپل پالونكي پاكي او ستاينه ووايه او بښنه ترې وغواړه! [ځكه] چې هغه ډېر توبه منونكى دى.

سره له دې ټولو راشه درشو، اوه سريې او يوه غزوه پېښه شوه،چې سريه د دښمنانو د دسيسو د شنډولو او ډېرى بوتانو ماتولو ته وې،چې له دې سريو يوه هم د  حضرت “علي” سريه وه، چې پېغمبر اکرم د “طى” سيمې ته ولېږه.

 د نهم هجري كال له غزاګانو د “تبوك” غزا ته هم اشاره کړاى شو،چې پكې پېغمبر اکرم له ستر لښكر سره د “تبوك” سرحدي سيمې ته ولاړ او بې له دې، چې له دښمن سره مخ شي او يا وينه تويه شى، مدينې ته راستون شو او د سرحدي ښارونو فتح كولو ته يې نورو ته لار پرانېسته.

 د طى د ټبر بوت ماتېږي

پېغمبر اکرم له مخکې خبر و،چې د “طى” په ټبر كې لوى بوت دى، چې اوس يې هم عبادت كوي؛نو ځكه پېغمبر اکرم خپل لوړ پوړي افسر؛ حضرت “علي” (ک) له 150 تنو سپرو سره بوت ړنګولو ته ولېږه.

 حضرت “علي” (ک) احساس كړه،چې دا ټبر به هرومرو د اسلام د ځواكونو پر وړاندې مقاومت كوي او جګړه به پېښېږي؛نو ځکه سهار وختي يې بريد پر هغه ځاى وكړ، چې بوت پکې و او بريالي شول او له ډېرو جنګي غنيمتونو سره مدينې ته راستون شو.

 “عدى بن حاتم”،چې وروسته يې اسلام راووړ او مجاهد مسلمان شو او تر خپل شريف پلار؛ “حاتم” وروسته ددې ټبر مشر و، د خپلې تېښتې کيسه داسې كوي:

((مخکې له دې،چې مسلمان شم، مسيحي وم او د اسلام پر ضد د تبليغاتو له امله مې له پېغمبر اکرم سره كينه وه. د اسلام له سترو بريو هم بې خبره نه وم او ډاډ مې درلود،چې يوه ورځ به “طى” ته هم راورسي او دا چې پر خپل دين پاتې شم او د اسلام سرتېرو ته تسليم نشم؛ نو خپلو مريانو ته مې ويل،چې ماته ګړندي اوښان چمتو كړئ،كه خطر راپېښ شو، چې “شام” ته ولاړ شم او د مسلمانانو له تر واك لاندې سيمې ووځم. يوه ورځ يو مريي راغى او د خطر زنګ يې وواهه او د اسلام د ځواكونو له پرمختګه يې خبر كړم. زه، ښځه او بچي مې ختيځ ته د “شام” پر لور، چې د “مسيحيت” مركز و،روان شو. خور مې په ټبر كې پاتې شوه او بندۍ شوه. وروسته له دې، چې خور مې يې مدينې ته بوتله؛نو د پېغمبر اکرم جومات ته نږدې په يوه كور كې، چې د اسيرانو مركز و ساتل كېده. هغه خپله کيسه داسې كوي:”يوه ورځ پېغمبر اکرم د اسيرانو د كور تر څنګه تېرېده، ما هم وخت غنيمت وګاڼه او د پېغمبر اکرم مخې ته ودرېدم او ورته مې وويل: ((پلار مې مړ شوى او زما ساتونكى هم ورك شوى دى.پر ما احسان وكړه، چې خداى درباندې احسان وكړي.))

پېغمبر اکرم وپوښتلم: ((كفيل دې څوك و؟))

  ورته مې وويل:((ورور مې “عدى بن حاتم”.))

 راته يې وويل:((هغه له خداى او رسوله چې يې “شام” ته وتښتېد.)) پېغمبر اکرم دا خبره وکړه او جومات ته روان شو. سبا بيا هم زما او د پېغمبر اکرم ترمنځ همدا خبرې وشوې ؛ خو بې پايلې.

 پر درېيمه ورځ له پېغمبر اکرم نهېلې وم،چې يو ځوان مې وليد،چې د پېغمبر اکرم شا ته راروان دى او اشاره راته كوي،چې پاڅه او پرونۍ خبره بيا ورته وكړه.پاڅېدم او پرونۍ خبرې مې بيا ورته وكړې.پېغمبر اکرم راته ځواب راكړ:(( تګ ته بيړه مه كوه! ما هوډ کړې، چې له يوه امين سړي سره دې خپل وطن ته ولېږم؛خو لا تر اوسه دې د سفر سريزې نه دي چمتو شوي.))

خور مې وايي:((هغه ځوان علي بن ابيطالب و،چې په پېغمبر اکرم پسې روان و او اشاره يې راكړه ،چې پرونۍ خبرې بيا پېغمبر اکرم ته وكړه.))

يوه ورځ يو كاروان، چې زموږ خپلوان هم په کې وو، له مدينې “شام” ته ته. خور مې له پېغمبر اکرم غوښتي وو،چې اجازه وركړي له دې كاروان سره “شام” ته خپل ورور ته ورشي. پېغمبر اکرم يې وړانديز ومانه او د سفر لګښت،يو اوښ او څه جامې يې وركړې.

 زه په “شام” كې په خپله كوټه كې ناست وم،چې ناڅاپه مې وليدل،چې يو اوښ له كجاوې سره زما د كور مخې ته چو شو.ګورم، چې خور مې پرې ناسته ده. خور مې له اوښه راكوزه كړه او كور ته مې بوتله. خور پر ګيلو خوله پرانسته، چې هغه مې په “طى” كې پرېښې وه او په خپله  ترې “شام” ته راغلى يم.

ما خپله خور هوښياره ګڼله؛يوه ورځ ورسره د پېغمبر اکرم په باب پر خبرو شوم او ورته مې وويل:((ته څه نظر لرې؟))

 خور مې راته ځواب راكړ:((په ډېر فضايل مى پکې وكتل او ښه به وي، چې ژر تر ژره ورسره د دوستۍ تړون وکړې؛ځكه كه هغه پېغمبر وي؛نو ګټه به هغه چا كړې وي، چې مخکې يې پر ايمان راووړ او كه يوازې  عادي واكمن وي؛نو زيان به در ونه رسوي؛بلكې د ځواک له سيوري به يې ګټمن شې.))

 عدى بن حاتم مدينې ته ځي

عدى وايي:((د خور خبرو راباندې اغېز وكړ، مدينې ته ولاړم، چې ورسېدم؛نو ځان مې نېغ پېغمبر اکرم ته ورساوه.هغه مې په جومات كې لاندې كړ. پېغمبر اکرم چې وپېژاندم؛نو له خپل ځايه راپاڅېد او له لاسه يې ونيولم او خپل كور ته يې بوتلم. په لار كې يې يوه زړه بوډۍ مخې ته راغله؛و مې ليدل چې هغه په مينه د بوډۍ خبرې اوري او په نرمۍ ورته ځواب وركوي.اخلاقو يې رامات كړم او له ځان سره مې وويل،چې هغه عادي واكمن نه دى.كور ته يې،چې ولاړم؛نو ساده ژوند يې نور هم حيران كړم. په كور كې يې د خرما د پاڼو توشك و،چې رالاندې يې واچاوه. د “حجاز” واكمن،چې هر څه يې په واک کې وو،په خپله پر ځمكه كېناست. پوه شوم،چې هغه عادي واكمن نه دى، پېغمبر اکرم راته مخ كړ او زما د ژوند ټولې ځانګړنې يې راته وويلې او راته يې وويل:

(( آيا ته د دين له پلوه “ركوسي”(د “مسيحيت” او صابيي تر منځ يو دين دى) يې؟))

  ومې ويل:((هو!))

 راته يې وويل:((ولې دې د خپل ټبر د عايداتو څلورمه برخه په خپل جيب كې اچوله؟ دين دې دا اجازه دركوله؟))

  ومې ويل: (( نه!))

له دې غېبي خبرو يې پوه شوم،چې د خداى استازى دى؟ لا په فكر كې ډوب وم،چې پېغمبر اکرم بيا پر خبرو شو او ويې ويل:(( د مسلمانانو نيستي دې ددې لامل ونه ګرځي، چې ته مسلمان شې؛ ځكه يوه ورځ به د نړۍ‌ شتمني د هغوى په واك كې وي او څوك به نه پيدا كېږي، چې شتمني راټوله كړي. كه د مسلمانانو لږوالى او دښمن ډېروالى ستا د نه مسلمانېدو لامل ګرځي؛ نو پوه شه چې يوه ورځ به مسلمانان دومره ډېر شي، چې له “قادسيه” به ښځې ځانته د خداى د كور زيارت ته راځي او څوك به ورته پورته هم نشي كتاى او كه نن وينې،چې ماڼۍ او ځواک د نورو دي؛نو ژمنه درسره کوم،چې يوه ورځ به هر څه د مسلمانانو په لاس كې وي او “بابل” به هم ونيسي.))

عدى وايي:((ژوندى وم او و مې ليدل،چې د اسلامي ايمان تر سيوري لاندې ښځې ځانته له لرې لرې ځايو د خداى د كور زيارت ته راځي او چا ورته پورته هم نه شو كتای. و مې ليدل،چې “بابل” فتح شو او مسلمانانو د “كسرى” تاج و تخت ونيول. زه هيله لرم د پېغمبر اکرم درېمه خبره هم ووينم:”د نړۍ شتمنۍ به مدينې ته راشي او څوك به نه وي، چې راټوله يې كړي.”)) (379)

“طبرسي” د توبې سورت د 30 آيت په تفسير كې له پېغمبر اکرم سره د “عدى” كتنه رانقل كړې ده او وايي:(( پېغمبر اکرم،چې ورته آيت ولوست؛ نو “عدى” نيوكه وكړه او و يې ويل:”موږ هېڅكله د خپلو احبارو او راهبانو عبادت نه كوو؛نو څنګه مو تورنوئ،چې هغوى زموږ اربابان دي؟”))

 پېغمبر اکرم ورته وويل:(( كه هغوى د خداى حلال حرام او حرام يې حلال كړي؛ آيا بيا يې هم لاروي كوئ؟))

  ومې ويل: (( هو!))

  پېغمبر اکرم وويل:(( دا خبره پردې ګواه ده،چې هغوى مو خپل پالونکي او د واك خاوندان كړي دي.)) (380)

 

377_سيره ابن هشام ،2ټوک ،577 مخ.

378_  الطبقات الكبرى، 1/ 291-359 مخونه.

379_ مغازى واقدى، 3/ 988-989 ، سيره ابن هشام 2/ 578-581

الدرجات الرفيعه فى طبقات الشيعه الاماميه / 352-354

380_  مجمع البيان 3/ 24.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!