تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ (القمر/۴۹) = په حقيقت كې موږ هر څه په ټاکلې کچه پيدا كړي دي.  د نړۍ هر څه په شمار دي دا آيت پر ګرده هستۍ له يو واكمن حقيقته پرده اوچتوي او هغه په ټولو كايناتو كې دقيقه كچونه ده، چې څومره بشري پوهه پر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ (القمر/۴۹) = په حقيقت كې موږ هر څه په ټاکلې کچه پيدا كړي دي.

 د نړۍ هر څه په شمار دي

دا آيت پر ګرده هستۍ له يو واكمن حقيقته پرده اوچتوي او هغه په ټولو كايناتو كې دقيقه كچونه ده، چې څومره بشري پوهه پر مخ ځي، بنيادم له دې كچونې سره اشنا كېږي. ستور مزلي په دقيقو علمي شمېرانو – محاسبو او سنجونې كټ مټ د سپوږمۍ پر هماغه ځاى كيني، چې له مخكې يې ټاكلى و؛ سره له دې، چې له ځمكې يې د حركت په واټن كې، سپوږمۍ پر خپل چورليز چورلېدلې او ځمكه د هوايي بېړۍ د توغېدو پر مهال هم پر خپل چورليز او هم د لمر پر شاوخوا په سرباندې چټكۍ په حركت كې وه؛ خو دا، چې دا ټول حركات، حساب او دقيقه اندازه او مېچ لري؛ نو ځكه ستور مزلي پخپلو عملياتو كې برېمنېږي. ستور پوهان هم له لس ګونو كلونو وړاندې، چې د ځمكې پر كوم ځاى د سپوږمۍ تندر (خسوف) او د لمر تندرينونه (كسوف) پېښېږي وړاندوينه يې كوي. دا ټول د دې سترې نړۍ په كچونه كې دقت او ځيرنه راښيي. په كوچنيو ژویو كې واړه مېږيان خورا هېښنده دي، چې پېچلي غړي او نري رګونه او اعصاب لري. چې كله ښه كوچنيو ژویو يعنې ذره بيني ساكښو (لكه ميكروب وېروس او اميب…) ته رسوو؛ نو دا مېچونه نوره هم لوړېږي او دلته آن د ميلي متر زرمه او ترې كوچنۍ هم كارولېږي. تر دې ورهاخوا، چې اتوم ته ورشو، نو بايد دا ټولې كچونې يوې خوا ته كړو، هلته كچونې دومره كوچنۍ كېږي، چې د هېڅ انسان په فكر كې نه ځايېږي. دا كچونې يوازې په كميتونو (او هومروالي) كې نه دي، جوړښتيز څرنګوالى هم ترې برخمن دى. هغه غونډال – نظام، چې د انسان پر اروا، روحياتو، هيلو او غريزو واكمن دى د انسان د وګړيز او ټوليزو غوښتنو په بهير كې په ځير كچونه لري، چې كه ډېر لږ بدلون پكې راشي، وګړيز او ټوليز ژوند يې ګډوډېږي. په طبيعت كې داسې ژوي شته، چې يو د بل آفت دي او يو بل ته بريك شمېرل كېږي. ښكاري مارغان كوچني مارغان خوري او دا، چې شمېر یې له بريده واوړي او ټولو یېبرو – بمحصولاتو ته زيان ورسوي، مخه يې نيسي؛ نو ځكه اوږده عمري دي؛ خو همدا ښكاري مارغان ډېر لږې هګۍ اچوي او لږ بچي ترې زېږېږي او يوازې په ځانګړو شرايطو كې ژوند كوي. اوس كه په همدې اوږده عمر كې ډېر بچي وزېږوي؛ نو د ټولو كوچنيو مارغانو ځوځات له منځه تله. دا په څارويو او بوټو كې اوږده كيسه ده، چې څېړنه یې انسان د ((إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ)) له ژورو سره اشنا كوي[1].

 

[ سرچینه: شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

[1] نمونه تفسیر، 23: 81 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!