تبلیغات

   بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د هېواد سباني تاریخ ته یوه کتنه سریزه په ځوانانو کې د هېواد د بیا رغاونې ولولې راتاندې شوي، غواړي له بېخه نادودو ته د پای ټکی کېدي، له دیني او ملي ارزښتونو سره د هر ډول ناسازگاري ایزم سره حساسیت لري، قوم پالي، ژبپالي، ولایت پالي، ولسوالي پالي او […]

 

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د هېواد سباني تاریخ ته یوه کتنه

سریزه

په ځوانانو کې د هېواد د بیا رغاونې ولولې راتاندې شوي، غواړي له بېخه نادودو ته د پای ټکی کېدي، له دیني او ملي ارزښتونو سره د هر ډول ناسازگاري ایزم سره حساسیت لري، قوم پالي، ژبپالي، ولایت پالي، ولسوالي پالي او د گوند پالي ددې ملي خوځښت ستر خنډونه دي او خورا یې بد ایسي او دا خنډونه تر بهرني غلیمانو خورا خطرناک بولي. دلته یې ولولو ته اندیز اړم ږدو، چې هرومرو بریا ورته سترگې پر لاره ده او د هېواد سباني تاریخ به په زرینو کرښوو کاږي. ددې موخې لپاره د یو مسلمان ټولنپوه د شننې ژباړه دروړاندې کوو، ښایي درگټوره وي.

“تیبور منده” مشهور مجاري الاصل فرانسوي اندیال دی چې د درېیمې نړۍ ــ افریقا، آسیا او جنوبي امریکا ـــ د هېوادونو په هکله “سباني تاریخ ته یوه کتنه” په نامې کتاب لري. په دې کتاب پورې مې څه کار نشته؛ بلکې دا اصطلاح عنوانوم. د ړومبی ځل لپاره مې دا اصطلاح له دې سړي واورېده او څومره ستره، خوږه او ښه اصطلاح ده. د “آندره ژید” په وینا ځینې ټکي انسان ته د ژوند حق لري او که و یې نه لري؛ نو لږ تر لږه یې یوې اندې ته لري؛ ځکه کله مو په دننه کې یو ټکی وي؛ خو خبر ترې نه یو او کله چې یوه پر ځای اصطلاح اورو؛ نو دا په انسان کې د یو فکر د پیدایښت او زوکړې منشأ کېږي. د “سباني تاریخ” اصطلاح یوه انقلابي اصطلاح ده.

تاریخ تل په خپل متن او روح کې تېر ښوولي دي (تاریخ یعنې تېر)؛ حال دا، دا یوه انقلابي اصطلاح ده؛ سباني تاریخ ته یوه کتنه. نو معلومېږي نړۍ متوجه شوې چې باید “سبانی تاریخ” هم ولیکو، یا لږ تر لږه د سباني تاریخ په باب سوچ وکړو. حال دا باید دا سوچ مو له وړاندې درلودای او تاریخ ته مو د یو اصیل علم په توگه نه کتلای؛ په دې حال کې تاریخ به هومره ارزښت را ته درلودای چې سبانی تاریخ وکاږو. که تاریخ مو لاسنیوي و نه کړي چې سبا وپېژنو یا لږ تر لږه نننی انسان یا د پیدایښت په حال کې انسان وپېژنو، په هیڅ درد به و نه خوري؛ ځکه باید ټول علوم د انسان او د انسان د ژوند، د گاندې – راتلونکې، د ننني او سباني انسان د ایدیال او هیلو د ښاندې او پېژندو لپاره په درد وخوري. باید د تېر انسان پېژندنه زموږ د ځان او گاندې د پېژندو ته یوه سریزه وي.

دلته سباني تاریخ ته یوه کتنه لرم؛ خو نه د “تیبور منده” په څېر؛ بلکې د خپلې گروهې له مخې رڼا پرې اچوم.

زما د خبرو پوهېدو لپاره، په خپل فکر او ذهن کې د ناستې تر پایه یو “مخروط” انځور کړئ، ځکه دا د هغوو خبرو قالب دی چې را روسته یې وایم. دا مخروط په هر تمدن، ټولنې او پېر کې زما د فکر، قضاوت او ښاندې قالب دی.

تاریخ د انسان تېر حال دی؛ خو د یوې همېشنۍ او نوبتي لړۍ په توگه نه؛ بلکې په یو بل پسې پېرونو په توگه ـــ دا، د تاریخ مانا ده. بشر له پیله تر اوسه درې، څلور، پینځه، لس او د “تاین بي” په وینا اوه ویشت پېرونه درلودلي دي؛ هر پېر د یو ژوندي موجود په څېر یوه روحیه، اندې او ځانگړې لېوالتیاوې او څوبمنتیاوې درلودې. نن وینو چې هر نوی پېر ځانگړي حالات، اندنې،څوبمنتیاوې او موخې لري، چې تر ده وړاندې پېرونو نه درلودې؛ نو ځکه دا مخروط د هر پېر پېژندو ته اړین دی او په دې هر پېر دقیق ویشلی او په ځیر څېړنې یې ان د گاندې – راتلونکې په باب هم وړاندینه کړای شو.

د بېلگې په توگه، درې پېړۍ څټ ته ورگرځوو او مخروط د اروپا په منځنیو پېړیو کې پلی کوو. د مخروط قاعده چې پراخه ده، ولسي پرگنۍ؛ یعنې عوام دي.

مخروط یوه کوزنۍ برخه لري او یوه پاسنۍ، او لکه چې وینئ لاندېنۍ برخه یې د سطحې او حجم پلوه تر پاسنۍ ډېره ده او په هرې ټولنې کې ولسي خلک د مخروط په لاندېنۍ برخه کې پراته دي.

د هر پېر روڼ اندي، پوهان او اندیالان د مخروط په پاسنۍ برخه کې دي پر دې ډلې د روښانفکرانو او زده کړه والو نامې ږدو. او موخه ترې دا ده چې دوی تر لاسي چارو ډېرې فکري چارې کوي؛ نو ځکه لیکوال، دیني عالمان، پوهان، شاعران، اندیالان او فلاسفه د مخروط د پاسنۍ برخې اجزاوې دي.

په هره ټولنه کې عوام الناس ــ ولس ـــ د مخروط په قاعدې او روښانفکران یې په پاسنۍ برخې کې دي. دا حالت په گردو ټولنو، ان په بدوي ټولنو کې هم صادق دی.که مخروط په بدوي ټولنو کې پلی کړو،د مخروط په قاعده کې ټبریز ولسي وگړي او عام خلک دي او یو روښانفکري قشر هم لري چې کوډگر، تعویذ گر، سپین ږیري، هوښیاران او هغه کسان دي چې په هر حال د خلکو یې مشري کوله.

د مخروط په څوکه کې خال خال وگړي دي، چې د روښانفکرانو او زده کړه والو د گروهو پر خلاف اندنې او گروهې وړاندې کوي. دوی څوک دي؟ د عوام برخه یې نشو گڼلای. له روښانفکرانو یې شمېرلای نشو؛ ولې؟ ځکه خبرې یې د روښانفکرانو په څېر نه دي، له آره یې یوه نوې انده رامنځ ته کړې چې لا تر اوسه روڼ اندي پرې گروهن نه دي؛ بلکې نوې خبرې دي، چې د بمب په څېر په ټولنې کې چاودېدلې دي. دا کومه ډله ده؟ یوه طبقه هم ورته ویلای نشو؛ ځکه د گوتو په شمېر دي؛ خو “نابغې” ورته ویلای شو. ځکه دوی د ټولنې د روح پر خلاف، د روښانفکري دود او سنت پر خلاف، د رواجونو او دوددنو پر خلاف، د علم پر خلاف او د زمانې د علم پر خلاف نوې خبرې کوي.

مخروط د منځینو پېړیو په راروستو کې پلی کوو؛ عوام هماغه عوام دي چې همدا اوس په اروپا کې دي، دوی د کلیسا او د منځنیو پېړیو د عالمانو ایل او تابع دي. په اروپا کې اوسني زده کړه وال د اولسمې پېړې په لومړیو کې پیدا شوي چې له آره په نننۍ مانا روښانفکري طبقه جوړه شوې ده. په ځینو اسلامي هېوادونو کې چې د روښانفکرانو او زده کړه والو په نامې پېژندل شوي او یا یې پېژنو، د نوي فرهنگ زده کړه وال دي، دوی د اروپا د اولسمې پېړۍ د روښانفکرانو کاپیانې او لا تر اوسه ترې روحي خورونه – تغذیه کېږي، په څېر یې فکر او سوچونه کوي، او په علمي گروهېزو او اندیزو قالبو پسې یې ور روان دي. [تبصره: په افغانستان کې د امان الله خان د ماتې له عواملو یو دا هم و، چې د اروپا په کاپي یې په ټولنه کې په چارو لاس پورې کړ، او ددې پر ځای چې د تمدن بنسټ کېدې او لارې چارې ورته هوارې کړي په تجدد یې بنا وکړه.]

د اروپا د منځینو پېړیو روڼ اندي او زده کړه وال څوک دي؟

کشیشان یعنې مسیحي ملایان دي، چې په کلیساوو پورې اړوند دیني مدارسو یعنې اسکولاوو کې یې سبق وایه. موخه یې د دیني حقایقو پوهېدنه، د خلکو روښانول، د خلکو مشري او یا په هر حال یې په دیني موخو او چوکاټونو کې اېلول وو؛ نو مخروط په منځینو پېړیو پلی کوو، کشیشان او دیني عالمان د روښانفکرانو څنډه ده. د منځنیو پېړیو دیني عالمان پېژنو چې څوک وو؛ خو په پینځلسمې، شپاړسمې او اولسمې پېړۍ کې د زده کړه والو یعنې مسیحي ملایانو پر ضد راپڅېدل او نوې خبرې یې راوړې. کړنلار او هر اړخیز ښوونځی یې د مسیحي دیانت یا خدای نمانځنې پر ضد راپاڅېدل وو او یوه بله خبره یې رادبره کړه، چې له آره یې د نابغو عمومي تگلار، دود او فکر رانغاړه؛ دوی د خدای نمانځنې پر وړاندې (چې د منځینو پېړیو د روښانفکرانو دین او لار وه) علم پالي کېښوده. موخه دا وه دین ویل څه چې منصوص دي، باید ومنو او څه چې نه دي، باید و یې نه منو؛ خو دوی (نابغو) ویل څه چې په علم او تجربه ترلاسه کوو، پرې گروهن یو او څه چې بې له دې وي، که څه په دیني او سپېڅلیو کتابونو کې لیکل شوې وي؛ نه یې منو؛ خو دا چې په تجربه او څېړنې را ته جوت شي.

نو ځکه علم پالي لومړني شعارونه او نښې وې چې سترو نابغو لکه کپلر، گالیله، بېکن او ان تر دوی وړاندې د منځینو پېړیو د دیني روښانفکرانو پر ضد کړي. نابغو چې دا خبرې کولې، مسیحي ملایان څرگند پرې راپاڅېدل، و یې غندل، تکفیر یې کړل، د کفر ټاپه یې پرې ووهله، بندیان یې کړل. ویې سوځول او محاکمه یې کړل (د گالیله محاکمه مشهوره ده) ولې؟ ځکه دوی داسې وگړي دي چې د ټولنې د روښانفکرانو او تحصیل کرده وو پر ضد نوې خبرې کوي؛ نو ځکه په منځینو پېړیو، د منځینو پېړیو په روستیو کې، د مخروط په قاعده کې عوام دي، د مخروط په منځنی برخه کې په کلیساوو پورې اړوند مذهبي زده کړه وال دي او په څوکه کې یې څو تنه ــ لس تر شلو ــــ نابغې دي چې په کلیسا پورې اړوند زده کړه والو پر ضد راپاڅیدلي؛ خو دومره نه دي چې په ټولنه کې یوه طبقه رامنځ ته کړي؛ دوی خال خال وگړي دي مخروط په راروسته پېر؛ یعنې اوسني پېر کې پلی کوو؛ وینو د عوامو پاړکی بدل شوی نه دی، یوازې حجم یې لوی شوی او یو شمېر یې زده کړه وال او د پاسنۍ برخې برخه شوي. اوس دا پاسنی قشر څېړو: تر منځينو پېړیو را روسته د نویو پېړیو روښانفکران او زده کړه واله طبقه وینو، چې کټ مټ د خال خال نابغو خبرې کوي هغه وگړي چې په شپاړسمې پېړۍ کې ډ ټولنې روښانفکرانو یعنې مسیحي ملایانو غوږ ورته نه ایښووه.

نو ځکه د یوې ټولنې د مخروط په څوکې کې نابغې شته چې د زده کړه والې طبقې له پاسه وي او د دوی د دودېزو اندنو پر ضد اندنې اوڅاروي او بیا په جبري ډول په راروستو پېرونو کې ددې نابغو خبرې ــ چې په ټولنه کې خال خال او یوازې ووـــ د راتلونکیو زده کړه والو ښوونځی او لار گرځي؛ یعنې تل د راتلونکي پېر ښوونځی او اندود د مخکېني پېر مخروط د څوکي (نابغو) گروهې دي؛ نو په هر پېر کې وینو چې د مخروط په څوکه کې داسې نابغې او زده کړه وال شته چې د دودېزو روښانفکرانو او زده کړه والو پر ضد خبرې کوي او دوی یې خبرو ته غوږ نه ږدي. مبارزه پیلېږي. دا نابغې خال خال او یوازې پاتېږي. روسته یې لږ لږ اند او اندود دومره پراخېږي چې خپله په گانده – راتلونکې کې په یوې زده کړه والې طبقې اوړي او ورپسې دوی له ټولنې د تېرې طبقې زده کړه وال شړي.

لکه نن په اروپا کې وینو، لا تر اوسه کشیشان شته، قدرت هم لري؛ خو د نوې پېړۍ روح په علم پرسته زده کړه والو پورې اړوند دی، نه د خدای پرسته؛ نو که په نویو پېړۍ کې د مخروط له مخې، دین د عوامو او ولسي پرگینو گروهیزه شېرازه او مبنا ده، او یو علم نمانځی قشر هم شته. د نننۍ زده کړه والې او روښانفکرې طبقې دین، علم نمانځنه ده نه دیني احساس او ننگېرنه او دیني گروهه؛ نو ددې میتود او تگلارې له مخې له آره نباید [د اروپا] زده کړه وال دیني وي! ولې؟ دا ځکه په نوي پېر کې د عوامو گروهېزه او عقیدتي مبنا دین دی او د منځنیو پېړیو پر خلاف چې زده کړه وال (مسیحي ملایان) دیني وو، اوس علم پرسته دي؛ یعنې د علم پرستۍ لار یې خپله کړې ده. د نویو زده کړه وال عمومي گروهه د دیني تعبدي آرونو او دیني لارښوونو پر وړاندې علم نمانځنه ده؛ نو ځکه د انسان نظر ته یو څه وررسي او دغسې هم ده او هغه دا چې دین د عوامو مال دی لکه چې چې په منځنیو پېړیو کې هم د عوامو مال و. علم نمانځنه د نویو زده کړه وال مبنا ده؛ نو ځکه څوک چې [ د اروپا] زده کړه وال دي، نباید دیني وي! او کله چې څېړنه کوو؛ نو وینو واقعا له اولسمې پېړۍ تر اوسه څومره چې زده کړه واله طبقه د علم نمانځنې له بنسټونو سره اشنا او د علم نمانځنې آرونو ته ورنېږدې کېږي له دینه لرې کېږي او په همدې کچه د نویو پېړیو زده کړه وال له ولسي پرگنیو لرې کېږي. حال دا په منځنیو پېړیو کې عوامو او زده کړه والو خپلمنځی پوهاوی او تفاهم درلود، په یوې خولې یې یوې موخې ته خبرې کولې؛ خو نن زده کړه وال “علم پرسته ” او عوام دیني دي. همدا اوس هم ننگېرل کېږي:

څومره چې نوي علوم پراخېږي، همغومره دین له ټولنې څنډې او شا ته ورتمبولېږي. دا یو واقعیت دی چې په هیڅ توگه د مخونې، تعبیر او تفسیر وړ نه دی، که څه زموږ د مزاج او عقیدې پر خلاف وي؛ نو په کومه کچه چې نوي علوم او زده کړه وال په هره ټولنه کې ــ اروپا، امریکا، افریقا، جنوبي امریکا، اسیایي هېوادونه ـــ د اولسمې، اتلسمې او نولسمې پېړیو په نوي فورم او سمونو پراختیا مومي، دین د مخروط له پاسني قشره پر څټ کېږي او یوازې د مخروط په سطح کې پاتېږي اودلته دین سستېږي، داسې چې نور له منځه ځی او پر ځای یې علم د علم نمانځنه او د علم د رسالت گروهه ځایناستېږي.

مخروط په نویو پېړیو او اوسني پېر کې پلی کوو. لکه چې ومو ویل عوام تر اوسه د منځنیو پېړیو عوام دي او دین هم لري؛ د نړۍ په هر ځای کې عوام خپل لرغونی او مخکېنی دین لري. نوي زده کړه وال څومره چې علم نمانځنې ته چې د همدې طبقې دین دی ورنژدې کېږي له خپل ملي، بومي او قومي دینه پردي او ترې لرې کېږي.

دا واقعیت د هغو کسانو شمېرنه هم راښیي چې په اروپا، امریکا او د ختیځ او لویدیځ په هر هېواد کې یې دیني ټولنپوهنېزې څېړنې کړې دي. خو یوه بله مساله شته، او هغه دا چې بې له دې دوو طبقو، باید په یوې درېیمې پسې هم ولاړ شو او هغه ـــ لکه چې ومولیدل ــــ د هر پېر نابغې او خال خال وگړي دي. دوی هغه کسان دي چې د شته زده کړه اییز وضع له نظره، نا چار د مخروط په څوکه کې کېنوو. دوی د هر پېر د زده کړه والې طبقې د دودیزې دندې پر خلاف خبرې لري. او د هر پېر په پای کې یې شمېر زیاتېږي او سوکه سوکه معلومېږي چې دودېزه زده کړه واله طبقه له منځه ځي او نوې یې ځای نیسي او قوت مومي او د راتلونکي پېر زده کړه واله طبقه جوړوي. لکه چې کپلر، اسحاق نیوټن، فرانسیس بیکن او راجربیکن اوسنۍ زده کړه واله طبقه جوړه کړې ده. دا وگړي چې نن د مخروط په څوکه کې دي، د همدې جبري [قانون] له مخې مې چې ووایه د راتلونکې زده کړه واله طبقه به جوړه کړي؛ نو د همدې میتود او دود له مخې سباني تاریخ ته کتلای شو؛ خو څنگه؟

که دروښوولای شم چې په نویو پېړیو کې، نن ددې مخروط په څوکه کې نابغې شته او هم ددې نابغو اندنې چې د روستیو درېیو پېړیو د زده کړه والو د علم نمانځنې د اندود پر خلاف دي، دروښیم؛ نو خپله عنوان کړی مساله به در وپوهولای شم او په دقت وړاندوینه کړای شم چې د راتلونکي پېر زده کړه واله طبقه به څنگه فکر ولري، او څه څوبتیاوې او ننگېرنې به ولري؟

نننۍ نابغې چې ناچار یم نامې یې له زده کړه والو څخه په ور جېگې طبقې کې کېدم (ځکه یو خوا دوی زده کړه وال يې نهایت برجسته زده کړه وال انگېري او بلخوا ناچار یو چې نننۍ زده کړه واله طبقه یې و نه شمېرو؛ ځکه ددې ډلې پر خلاف فکر او خبرې کوي.)

یو یې “گنون” دی چې د لویدیځ او ختیځ په نامې یو کتاب لري. بل کتاب یې د اروپایې وجدان کړکېچ دی او هم په اروپا کې ده د دیني څېړنو مجله خپروله. دا د فرانسې خورا ستر علمي نابغه او اوچتزده کړه وال دی چې ناڅاپه دعلم او علم نمانځنې پرخلاف راپاڅېد، ختیځ ته راغی او په مصر کې گوښه گیر شو؛ خو نه په نننۍ مانا؛ بلکې له اوسنۍ ټولنې او اندوده گوښه گېر شو، چې د اروپا سختې اړتیا او تندې ته یې ځواب ویلی وي.

بل “الکسیس کارل” دی چې څلور کتابونه لري او فارسي شوي هم دي: انسان ناپېژاندی موجود، ژونددود، دعا، د لورد د زیارت په لار کې مې سوچونه.

بل “ل ُ کنت دونویي” دی چې د بشر برخلیک کتاب یې لیکلې او په فارسي شوې هم دی.

نورې نابغې انشتاین، ویلیام جیمز، باشلارد، ماکس پلانک، ژرژ گورویچ، پاتریس دنیت، پاسترناک دي. دوی په نویو زده کړه والو کې ډلنبدي کولای نشو، ځکه دوی د علم نمانځنې پر ضد چې د درېیو را روستو پېړیو د زده کړه والو دین دی، خبرې کوي.

البته دوی یو د بل پر څېر خبرې نه کوي، چې د “گنون” خبره د ماکس پلانک وی او د دې خبره کټ مټ د الکسیس کارل وي؛ خو هر یو تازه او نوی نظر لري؛ خو یو مساله شته او هغه دا چې که په خبرو کې یې یو گډ آر پیدا کړو، د ویل شوي میتود له مخې کړای شو، گروهن اوسو چې دا گډ آر د ننني روښانفکرانو د علم نمانځنې دین پر خلاف په نړۍ کې را پیدا شوې یوه نوې څوبتیا او لېوالتیا ده او دا لېوالتیا به په گانده کې د روښانفکرانو پر دین واوړي او د ننني زده کړه والو د علم نمانځنې د دین ځایناستې به شي. په دې ټولو وگړیو کې بې له څه استثنا، په یوه ټکي کې، دیني ننگېرنه او پر معنویت گروهه مشترکه ده.

انشتاین ډېره دیني ننگېرنه لري؛ خو دا چې مې وویل دین د عوامو گروهیزه بېخ بنا ده؛ نو آیا انشتاین په عوامو کې ډلبندي کولای شو او یو لیسانسه، مهندس او ډاکتر په نویو زده کړه والو کې ډلبندي کولای شو؟ په هیڅ توگه! په عین حال کې چې دیني وی؛ نو څرگندېږي چې بې له علم نمانځنې، دا دی په نړۍ کې یوه نوې خبره رامنځ ته کېږي چې په روستیو درېیو پېړیو کې د فکر کولو اوچته څپه ده، په هیڅ توگه شونې نه ده چې د انشتاین یا کارل دین د عوامو له جنسه وي؛ دا، یو فوق روښانفکري دین دی، دا له روڼ اندۍ ورهخوا یو دین دی. فوقي علمي دین دی؛ نو معلومېږي چې دوه دینه شته؛ یو تر زده کړه والو او علمه ټیټ دین دی چې د مخروط په کوزنۍ برخې پورې اړوند دی. له کوزنۍ سطحې چې ور پورته کېږو؛ نو یوې علمي لا دینۍ ته وررسوو، په خپله پېر کې، که له دې ور پورته ولاړ شو؛ نو یو فوق علمي دین ته ور رسوو او دا واقعیت، په نننۍ نړۍ کې پوره ننگېرېږي.

زده کړه والو ته وگورئ؛ یو دیني زده کړه وال؛ خو دین یې له کوزینو اخستی او ځان سره یې را کاږي، مهندس شوی، ډاکتر شوی؛ خو دین یې له عوامو اخستی او له ځان سره یې پورته راوستی دی؛ دا یو نادوده ده او باید یوې خوا ته شي. که دا بې دینه وي په نظر مې فوق علمي دین ته ډېر ورنژدې دی. دا را ټیټ عامیانه دین دی چې عوام په گردو پېرونو او د نړۍ په هرې جغرافیايي سیمه کې پرې گروهن دي؛ خو همدلته یو بل زده کړه وال دیني دی، چې رښتینتوب یې فوق علمي دی دا دواړه دینونه ، په لیکنو، انسانانو، پوهنتونونو او اندنو کې پوره محسوسېږي:

تر علم ور ټیټ دین، چې تر زده کړه والو ټیټ دی او بل فوق علمي دین دی، چې تر اوسه د علم قد نه وررسي، او دا نن د نړۍ د سترو اندیالانو دین دی، چې نامې مې یې واخستې او نړۍ یې پر رسمیت پېژني، دوی ترزده کړه والو ور واچت او نوې نابغې دي.

ډېری خبرې په قرآن کې شته، چې له لوستو یې پوهېږو یا په اسلامي حقایقو وررسېږو؛ خو کله دا خبره د ماکس پلانک له خولې یې په یوه متن یا ژباړه کې لولو، دغسې د انشتاین او کارل خبرې هم دي.

اکثره د دوی نامې مې چې واخستې یو کړکېچن پېر يې هم تېر کړی دی: د لا دینۍ پېر او ورپسې د فوق علمي دین موندنه. دوی اوسني برجسته زده کړه وال دي، چې د علم نمانځنې د دین پر خلاف یې سرغاړی کړی او گډه وجه یې معنویت، دیني ننگېرنې او گروهې ته ورستنېدا ده چې په درېیو روستیو پېړیو کې ځپل شوې، او دا روحیه یې غندلی چې دین مازې، د عوامو گروهه ده او باید له ډگره ووځي.

نو ځکه باید گروهن اوسوو، نن ــــ لکه څنگه چې په شپاړسمې پېړۍ کې نابغې رامنځ ته شوې او علم نمانځنه یې رادبره کړه ـــ داسې نابغې رامنځ ته شوي چې اوسنۍ زده کړه واله طبقه یې په ژبه نه پوهېږي او لا تر اوسه یې خبرې پوره رسمي شوي نه دي، پوهنتونونه ته ورننوتې نه دي؛ خو له پوهنتونونو په وراوچته کچه خبرې کوي او خبرې به یې د راتلونکي پیر د زده کړه والو گروهه وگرځي؛ نو بېشکه، نننی دین، ددې پر ځای چې دین ته ورستنېدا ورته ووایو، غوره ده ووایو:

فوق علمي دین یا د دین حقیقت ته ورنژدې کېدنه ده؛ نو ځکه ددې څېړنې له مخې گروهنېدای شو چې نن د زده کړه والو د علم نمانځنې پیر مخ پر پای ته رسېدو دی، د علم نمانځنې (سیانتېزم) کړکېچ او پر وړاندې یې سرغاړی ښیي، چې له آره د علم نمانځنې دین ورستېږي. په کوم دلیل؟ دا ځکه چې نن له علم ورهاخوا (ما فوق علم) نابغې رامنځ ته شوي او پر یو ستر معنویت، او په هستۍ کې پر ستر روح او پر ستر عالمي عقل ایمان درلودل او همدغسې دعا ته د انسان اړتیا او دیني گروهه یې اعلان کړې ده. که فزیکپوه دی ـــ لکه ماکس پلانک ـــ دغسې خبرې کوي. وایي: د کپلر عالم و، چې په گرد پیدایښت کې په یو دقیق ځانخبري عاقل ټولنیز نظام گروهن و او د یوه بل پوهاند بېلگه راوړي چې وایي: “هغه د هستۍ په ټولنیز غونډال کې او پر هستی د یو مشرف او رانغاړونکې عقل پر شتون ایمان نه درلود او له امله یې د یو معمولي څېړوندي په کچه پاتې شو؛ ځکه په ټولیز عقل یې گروهه پیدا نه کړه؛ خو کپلر پرې گروهن و؛ نو ځکه د فزیک پنځگر هم شو.”

انشتاین چې ورسره هم رشته دی وایي: “دیني ننگېرنه او په پیدایشت کې په یو ستر رمز گروهه، د علمي ستره څېړنو شا فنر دی”. یو ارواپوه بل ډول خبرې کوي وایي: “د بشر په برخلیک کې دعا او نمانخنې ته اړتیا، لکه خوړو او سا ایستو ته آریزه اړتیا ده او که په ځان کې د نمانځنې اړتیا وځپوو او ړنده کړو؛ نو مخ پر ځور او منحط شوي به یوو. “

الکسیس کارل هډو دیني انسان نه و او د چورګوړی پر زړه باندې په څېړنه او د رگونو په پیوندولو کې یې دوه د نوبل جایزې یې اخستې وي وایي:

نمانځنه او دعا، د سا ایستو، خوړو او وېدېدو په څېر زموږ د بدني، عصبي، اروایي او اندېزو اړتیاوو یوه خورا آرېزه برخه ده.

زیاتوي: “روم ځکه مخ پر ځوړ شو چې پر دین یې ټینگه گروهه نه درلوده.” دا د الکسیس کارل خبرې دي نه د یو کشیش او مسیحي ملا او نه د مخروط د قاعدې په کچه د یو دیني وگړي. الکسیس کارل لومړی انسان دی چې دوه د نوبل جایزې یې وړي او د “د پکیو نر لاروس” په وینا، ستر انسان دی چې د اوسني وخت پر اند یې ژور اغېز شیندلی دی. وایي: “که له ټولنې نمانځنه او د ستر معبود دعا ایسته کړو؛ نو د ټولنې هرومرو ځورتیا مو لاسلیک کړې ده.” ایا د اولسمې، اتلسمې او نولسمې پېړۍ زده کړه والو دغسې خبرې کولې؟

دوې خو ویل:

“که خدای د عملیاتو تر چړې لاندې و نه وینم، نه یې منم”؟

علم نمانځنې دغسې خبرې کولې.

خو نن د گورویچ په وینا:

“ټولنپوهنې په نولسمه پېړۍ کې ۱۹۸ قوانین جوړ کړي وو چې پرې گروهنه وه؛ خو په شلمه پېړۍ کې پر هیڅ قانون گروهنه نه ده.” فرانسوي ستر ریاضي پوه شوارتز وايي:

“فزیک په نولسمه پېړۍ کې گروهن و، چې د ژوند گرد سره مسایل، ان شعر ته مخونه ورکولای شي؛ خو نن فزیک گروهن دی چې هډو ماده به ونشي پېژندای.”

ولې علم په شلمه پېړۍ کې د گورویچ په اصطلاح عاجز او متواضع شوی دی او د اولسمې، اتلسمې پېړیو غرور یې مات شوی دی؟

ځکه په نړۍ کې نوی پېر پیلېږي: د راتلونکي پېر زده کړه والو ښوونځی به د ننني زده کړه والو د ښوونځي پر خلاف دیني ښوونځی وي؛ خو نه تر علم را ټیټ؛ بلکې تر علم ورهخوا دین یا فوق علمي دین به وي.

ددې فورمولي خبرو په پامنیوي، نن په لویدیځ کې تر شلو زرو ډېر د بېلابېلو څانگو عالمان مسلمانان شوي وي او اسلام یې معنویت ته د ورستنېدا حل لار خپله کړې ده. د اروپا او د امریکا په ټولنو کې د معنویت د تشې ډکول یې د اسلام لاروي ښوولې ده، که څه هم دوی د اوسني وخت د مخروط په څوکې کې پرتې نابغې وي؛ خو رو رو به د اوسنیو روڼ اندو ځای ونیسي او په پای کې ـــ په منطق، استدلال او ښه چلن گردې ولسي پرگنۍ په ځان پسې راکاږي او د څوکې او قاعدې ترمنځ واټن به له منځه یوسي او په اصطلاح مخروط به پر دایرې واوړي؛ یعنې گرد سره نړۍ به پر اسلام مشرف او په کعبه کې ــــ د نړیوال حکومت رامنځ ته کېدو ته لار هواره شي.

نن معنویاتو ته د ورستنېدا پر ضد ځینې کړۍ هڅه کوي چې په بېلابېلو بڼو اسلام ټکنی کړي، داسې ډلې ټپلی یې جوړې کړي چې د دې تکاملي بهیر مخه ونیسي، په کال کې په ملیاردونو پیسی لگوي؛ افراطیت ته لمن وهي د مسلمانانو خپلمنځي اختلاف ته پوکې وهي؛ خو دا چار یې یوازې په پوکي د الهي غورځنگ مخنیوی دی او خدای هرومرو خپل لارویان خپلو الهي موخو ته ورسوي.

هېواد والو! د تېرو تشریحاتو له مخې هرومرو، سبانی تاریخ مو روڼ دی، مه نهیلېږئ، په دې هېواد کې د شهیدانو وینه توی شوی او خدای د مؤمنانو هڅه بابېزه نه بولي او نه تویه شوې وینه په سین لاهو کوي؛ خو دا پر اوسني کهول ده چې د تېرو له تېروتنو عبرت واخلي، او په داسې سمونو لاس پورې کړي چې د ژبې، قوم، سیمي، ولایت، ولسوالۍ، گوند او ډلو ټپلو ملحوظاتو پر ور شاکوني توحید ته په عقیدتي، ملي، اقتصادي، تشکیلاتي، سلیقوي او ….. اړخونو ور مخه کړي او د ژبپالنې، قوم پالنې، ولایت پالنې او ډلپالنې شرکي جرړې له بېخه راوباسي او په گروهیز ملي توحید سمسکی راولي او له نېکمرغه چې د هېواد په اساسي قانون کې دغسې یو مدني خوځښت او مدني بیا رغاونې ته لار پرانستل شوې ده؛ نو ځوانانو! مټې را بډ وهئ روڼ سباوون درته سترگې پر لار دی.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست