تبلیغات

د وجود او د هستۍ پړاوونه د هر وجود او موجود د ثبوت لپاره درې شرطه پکار دي : الف : امکان . ب: د وقوع دلايل .ج: د مانع نشتوالى . الف :د معاد امکان تر اوسه لا هېڅ چا د معاد نشتوالي ته علمي دليل نه دى راوړى او څه،چې تل د معاد […]

د وجود او د هستۍ پړاوونه

د هر وجود او موجود د ثبوت لپاره درې شرطه پکار دي :

الف : امکان . ب: د وقوع دلايل .ج: د مانع نشتوالى .

الف :د معاد امکان

تر اوسه لا هېڅ چا د معاد نشتوالي ته علمي دليل نه دى راوړى او څه،چې تل د معاد د مخالفينو پرخولو وي دادي ،چې يو انسان مړ شي، وروست شي،هډوکي يې ورژېږي او بيا يې خاوره ؛خپر او وشيندل شوه،ايا شونې ده،چې بيا را ژوندى شي ؟ دې خبرې ته د قرآن شريف او عقل ځواب دادى،چې هو! دا چار شونى دى؛ځکه هم په عقل کې د تصور وړ ده او هم په شواروز کې د مړيو د بېرته راژوندي کېدو بېلګې وينو .

په يوه روايت کې راغلي: ويدېدل او بېرته راويښېدل تر ټولو غوره بېلګې دي،چې پر مړينه او بېرته را ژوندي کېدو مو پوهوي .

هو! مړينه بې له اوږد، ژور او کلک خوبه هېڅ هم نه دي . د ونو پسرلى او منى د ژوندي کېدو او مړينې بله ژوندۍ بېلګه ده .

په قرآن شريف کې راغلي دي :

وَاللَّهُ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ فَتُثِيرُ سَحَابًا فَسُقْنَاهُ إِلَى بَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَحْيَيْنَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا كَذَلِكَ النُّشُورُ(فاطر/۹)= او خداى هغه دى،چې بادونه يې لېږلي دي،چې ورېځې راپورته كوي،بيا موږ دا ورېځې (شاړو او) مړو ځمكو ته شړو؛نو تر مړوالي (او وچوالي) وروسته ځمكه پرې را ژوندۍ كوو. (د مړيو) ژوندي كول (هم) همدغسې دي. (۱۱)

په بل ځاى کې وايي :(( وَأَحْيَيْنَا بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا كَذَلِكَ الْخُرُوجُ(ق/۱۱)= او په هغه (باران) مو مړه ځمكه را ژوندۍ كړه؛(هو له قبرونو د مړيو) راوتل همدغسې دي. (١٢)

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست