تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   د ټولنې د منځه وړو لامل فَلَوْلَا كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِنْ قَبْلِكُمْ أُولُو بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًا مِمَّنْ أَنْجَيْنَا مِنْهُمْ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَا أُتْرِفُوا فِيهِ وَكَانُوا مُجْرِمِينَ ﴿ هود/۱۱۶ ﴾ = نو ولې له تاسې په مخكېنيو پېړيو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

د ټولنې د منځه وړو لامل

فَلَوْلَا كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِنْ قَبْلِكُمْ أُولُو بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًا مِمَّنْ أَنْجَيْنَا مِنْهُمْ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَا أُتْرِفُوا فِيهِ وَكَانُوا مُجْرِمِينَ ﴿ هود/۱۱۶ ﴾ = نو ولې له تاسې په مخكېنيو پېړيو (او قومونو) كې ځواكمن پوهان نه ول،چې پر ځمكه يې د فساد خپرولو مخه نيولې واى؟! خو ډېر لږ (پكې ول)، چې ومو ژغورل او ظالمان په خوندونو او نعمتونو پسې شول او ګناهګاران وو (او له منځه ولاړل) .

 

معمولاً په هره ټولنه كې ظلم او فساد شته. مهمه دا ده، چې خلك د ظلم او فساد شتون وننګېري- احساس كړي او د ټولنې د سمونې په لټه كې وي.

ددغسې ننګېرنې – احساس شتون او د سمونې په لار كې ګام اخستل، ددې لامل دى، چې خداى خلكو ته مهلت وركوي او د پنځون – پيدايښت قانون هم د ژوند پر حق ورته قايل دى؛ خو همدا چې ننګېرنه له منځه ولاړه او ټولنه بې توپيره شوه او فساد او ظلم په بيړه په هرځاى كې خپور شو؛ بيا د پنځون په قانون او سنت كې، د ژوند حق ورته نشته؛ لكه د انسان بدن، چې ژوندى وي، دفاعي ځواك يې له ډول ډول ميكروبونو او ناروغيو سره مبارزه كوي؛ خو كه بدن د ميكروبونو پر وړاندې غبرګون و نه ښيي؛ نو انسان ژر ناروغېږي او له چاره به ولوېږي.

كه د انساني ټولنې مدافع ځواك؛ يعنې پوهان له ظلم سره مبارزې ته را و نه دانګي او د فساد مخه ونه نيسي؛ لږه موده روسته، په ګرده ټولنه كې فساد خپرېږي او پر يوې ناروغې او مړې ټولنې به واوړي[1].

رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) فرمايي:

هغه چې الهي پولې ساتي او هغه چې يې ماتوي،د هغه ډلې په څېر دى،چې په بېړۍ کې د ځاى پر سر پچه اچوي،چې د ځينو د بېړۍ پاس او د ځينو لاندې برخه رسېږي،هغوى چې په لاندې برخه کې اوبو اخستو ته پر بېړۍ د ناستوخلکو له منځه تېرېږي،ويې ويل: دا چې پاس ناست خلک په تکليف نشي؛نو ښه ده په خپله برخه کې سورى وکاږو.اوس که پر بېړى پاس خلک،دوى پرېږدي،چې سورى وباسي؛نو ټول به ډوب او پوپناه شي؛خو که مخه يې ونيسي؛نو ټول به له ډوبېدو وژغورل شي .

 ( نووي  ١\٢١٠ )

 د ناوړه کار کول،نه يوازې کوونکي ته زيان رسوي؛بلکې ټولنه هم زيانمنوي،دغسې ټولنې ته د ناوړو چارو د مخنيوي هم ګټه رسي او دا په دې مانا ده،چې د ټولنې د ساتنې لپاره ګرده ټولنه، له فسادسره د مبارزې مسوؤله ده،چې دا مفهوم په پورته حديث کې ښه انځورشوى دى .

 

 

[1] نمونه تفسیر، 9: 275 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!