تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د ټولو ادیانو روح إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَنْ يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿آل عمران/۱۹﴾ = په حقيقت كې خداى ته منلی دين، اسلام (او حق […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د ټولو ادیانو روح

إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَنْ يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿آل عمران/۱۹﴾ = په حقيقت كې خداى ته منلی دين، اسلام (او حق ته غاړه ایښوول) دي او کتابیانو یې پر حقانیت تر پوهېدو روسته د خپلمنځي رخې او سیالۍ له لامله په مخالفت لاس پورې کړ او څوك چې د خداى له آيتونو نټه وکړي (؛نو خداى به حساب ورسره وكړي؛ځكه) خداى ژرحسابى دى.

 په دې آیت کې الله تعالی وایي: هر وخت او په ټولو پېرونو کې د دین روح، الله او لارښوونو ته يې مازې سر ايښوونه او تسليمېدل دي. دا چې د اسلام د پېغمبر (ص) دين د تسلیمېدو خورا اوچته او پوره بېلګه ده، د اسلام نامه پرې ورايښوول شوې ده. علي (ک) په يوې وينا کې د اسلام حقيقت داسې راښوولی: (( د اسلام حقیقت حق ته غاړ ايښوول دي او غاړه ايښوونه بې يقينه ناشونې ده (؛ ځکه بې ‎يقينه غاړه ايښوونه، د پټو سترګو غاړه ايښوونه ده او نه عالمانه) يقین تصديق دی (يعنې علم او پوهه کافی نه ده؛ بلکې زړګنۍ ګروهه او تصديق ورپسې لازم دی) او تصديق، منښته او  اقرار دی (يعنې کافی نه ده چې ايمان  يوازې د زړه او روح په سيمه او چاپېريال کې وي؛ بلکې بايد په مړانه او ځواک يې ښکاره کړي) او اقرار د دندې ترسره کول دي (يعنې اقرار، یوازې په خوله ويل نه ، بلکې ژمنه او د مسووليت منل دي) او د مسووليت ترسره کول عمل دی ( د الله حکم عملي کول او د الهی کړنلارو ترسره کول))؛ ځکه ژمنه او مسووليت يوازې عمل دی او هغوی چې يوازې په خبرو اترو، غونډو، سيمينارونو خپل وخت تېروي او يوازې خبرې کوي؛ نو نه يې څه ژمنه او مسووليت منلی او نه د اسلام له روحه خبر دي چې دا په ټولو اړخونو کې اسلام ته يو خورا څرګند تفسير دی. (نمونه، ۲: ۴۷۱مخ)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!