تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ (ابراهیم/۷) ژباړه: او (همداراز درياد كړه) چې کله پالونكي مو خبر دركړ : ((كه شكر وباسئ ؛نو (خپل نعمتونه) به درزيات كړم او كه ناشكري وكړئ؛ [پوه شئ،چې] زما سزا سخته او درنه ده!)) ېشكه خداى د راكړيو نعمتونو په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ (ابراهیم/۷)

ژباړه: او (همداراز درياد كړه) چې کله پالونكي مو خبر دركړ : ((كه شكر وباسئ ؛نو (خپل نعمتونه) به درزيات كړم او كه ناشكري وكړئ؛ [پوه شئ،چې] زما سزا سخته او درنه ده!))

ېشكه خداى د راكړيو نعمتونو په بدل كې زموږ شكر ته اړتيا نلري او كه د شكر ايستو سپارښتنه يې كړې؛ نو د نعمتونو ډېرولو ته يې كړې ده. مهمه دا ده، چې د شكر پر حقيقت پوه شو، چې د نعمت له ډېرښت سره يې اړيكه څرګنده شي او څرنګه پخپله يو روزنيز لامل کېدلاى شي. د شكر حقيقت، د ((الحمد لله)) په څېر يوازې ژبنۍ مننه او پاسلنه نه ده؛ بلكې شكر درې پړاوونه لري: ړومبى دا، چې ځيرنه وكړو، چې څوك نعمت وركوونكى دى، چې ورته پام ونه كړو. دويم پړاو، ژبنى شكر دى. درېيم پړاو، چې تر ټولو خورا مهم دى، عملي شكر دى؛ يعنې دا چې سم فكر وكړو، چې هر نعمت څه موخې ته راكړاى شوى دى،چې په هماغه خپل ځای كې يې وكاروو، چې كه داسې ونه كړو، نو د نعمت ناپاسلي – ناشكري او نامنندوينه به مو كړې وي. هو، كه د سترګو نعمت د الهي نښو د ليدو په لار كې، د غوږونو نعمت د خداى د آيتونو د اورېدو په لار كې، د عقل نعمت د هستۍ د پنځوونكي د پېژندو په لار كې او په ټوليز ډول هر نعمت په هماغه خپل بهير او ځاى كې ولګوو، نو د خداى مننه او پاسلنه به مو كړې وي؛ خو كه همدا نعمتونه د سرغړونې، ځانپالۍ، پېسمنې، ښاڅمنۍ – غرور، غفلت، او له خدايه د پرديتوپ وزله وي؛ كه څه تل ، په خوله د خداى شكر وباسو. امام صادق (رحمة الله) وايي: (( ډېر لږ شكر دا دى، چې نعمت له خدايه وګڼې، بې له دې چې خداى هېر كړې او زړه دې چورلټ پر نعمت بوخت كړې، او چې څه خداى دركړي، پرې راضي او خوښ وسې او د سرغړونې وزله يې نه كړې او له نعمتونو يې په ګټنې د خداى له ((امر او نهې)) سره مخالفت ونه كړې)). له دې ځايه څرګندېږي، چې قدرت، ځواك، پوهې، اندیز ځواك، ټولنيز نفوذ، شتمنۍ او روغتيا ته د شكر ايستو دود كوم دى او كفران يې څرنګه دى. له امام صادق (رحمة الله) نه په يو روايت كې لولو: (( د نعمت شكر، له ګناهونو ډډه كول دي)). همداراز له دې ځايه د شكر او د نعمت د ډېرښت اړيكه څرګندېږي. كه انسانان د خداى نعمتونه د نعمت په واقعي موضوع كې سم ولګوي. په عمل كې جوتوي، چې ددې نعمتونو لياقت او وړتيا لري او دا يې لاملېږي، چې بركتونه او نعمتونه يې ډېر شي.[1]. ددې ډلې پر وړاندې ځینې داسې نالايق وګړي شته، چې ان كوم نعمتونه، چې لري، ورته زيات دي؛ دا خو لاڅه، چې نعمتونه پرې ورزيات شي[2] .

رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) فرمايي :

  1. پر چاچې لورنې وشي؛نو “الحمدالله” دې ووايي[3].
  2. څوک چې د خلکو منندوى نه وي؛ نو د خداى مننه هم نشي پر ځاى کولاى [4].
  3. خداى د منندوى لورونې نورې هم ورډېروي [5].
  4. ايمان پوره دوه نيمې برخې دى : صبر او مننه [6].
  5. مؤمن ته حيران يم، په حقيقت کې الهي قضا و قدر يې په خير دى، که پر کړاو اخته شي،صبر کوي او که لورنه پرې وشي؛نو شکر کاږي[7].
  6. د پاسګر – شاکر خواړه ورکونکي اجر د هغه روژتي په څېر دى، چې د خداى لپاره يې روژه نيولې وي او څوک چې د روغتيا پر مهال منندوى وي؛ نو بدله يې د ناروغ او زغمناک کړاو ځپلي په څېر ده. د لورول شوي د منندوى ثواب د هغه قانع د ثواب هومره دى،چې له هغې لورنې بې برخې شوى دى[8] .
  7. څوک چې د خلکو مننه ونکړي؛ نو د خداى شکر به يې نه وي پرځاى کړى [9].
  8. هغه ډېر ښه پاسګر – شکر اېستونکى دى،چې له خلکو سره ډېره مننه وکړي[10].
  9. امن اوروغتیا دوه نعمتونه دي،چې شکر يې نه پرېښوول کېږي [11].

 

حضرت علي (ک) وايي :

  • چې کله هندارې ته ګورئ؛ نو وواست: د خدای پاسلنه – شکر دی،چې یې پنځولی، ښه یې پیدا کړی او په ښه بڼه یې انځور کړی یم او څه یې چې په نورو کې بدرنګ کړي، په ما کې یې ښکلي کړي او په اسلام یې غزتمن کړی یم .
  • د خوړو پر وخت، خدای ډېر یاد کړئ او خبرې مه کوئ، چې خواړه د خدای له نعمتونو او روزیو ځنې دي او شکر یې درباندې لازم دی، مخکې تردې چې کوم نعمت مو له لاسه ووځي،ښه ورسره وچلېږئ ( قدر یې وپېژنئ او شکر یې وباسئ) ځکه نعمت له لاسه وځي او د خپل خاوند په اړه ګواهي ورکوي، چې څنګه ورسره چلېدلی دی .
  • شکر د شتمنۍ ښکلا ده.
  • پاکلمني د تنګلاسۍ ښکلا ده او شکر کاږل د پانګوالۍ ښکلا ده.
  • د هیلمنې او ډار ترمنځ (چې د خدای لپاره کوم نعمت غواړئ یا له کوم کړاو اندېښمن یاست) عمل وکړئ، که کومې غوښتنې ته ورسېدئ، شکر وکاږئ، چې بلې غوښتنې ته ورسئ؛ځکه خدای مسلمان ته د خوښۍ اجازه ورکړې او منندوی ته نعمتونه لا ورزیاتوي.
  • کمیله! تر خوړو وروسته د خدای شکر وکاږه او په لوړ غږ شکر وباسه، چې نور هم شکر وکاږي او اجر دې ډېر شي.
  • محمد بن ابوبکره ! پوه شه غوره دینپوهنه، په دین کې تقوا او پر الهي احکامو عمل کول دي، خدای دې توفیق راکړي، چې شکر یې وکاږو، یاد یې کړو، اطاعت یې وکړو؛ځکه هغه نژدې اورېدونکی دی.
  • شکر شتمني ده (چې نعمت زیاتوي).
  • خلکو! په رښتینه کې خدای د هر نعمت په مقابل کې یو حق لري، چا چې ادا کړ، نعمت يې ورزیاتوي او څوک چې پکې لنډون وکړي؛ نو نعمت له زوال سره مخامخوي او په بیړه به د سزا لوري ته وردرومي؛ نو باید خدای مو له نعمتونو اندېښمن وویني ( په شکر کې له لنډونه اندېښنه) لکه چې له ګناهونو مو ډارن ویني.

نېکمرغي په درېیو څيزونو ترلاسه کېږي: د نعمت پر وخت شکر، روزي چې دې ځنډ شوه استغفار ووایه او چې له ستونزو سره مخ شوې نو (( لا حول و لا قوة الا بالله) ډېر ووایه.

  • شکر د فتنې مخه نیسي .
  • په دنیا کې زهد؛ د هیلو رالنډول ،د نعمتونو پر وړاندې شکر ایستل او له حرامو ډډه کول دي [12].

امام حسن (رض) وايي :

  • پستي دا ده،چې د نعمت شکر و نه کاږې.
  • نږه خیر په نعمت کې شکر او په مصیبت کې صبر دی [13].

امام حسین (رض) وايي :

  • بنده ته د خدای پټ دام دا دی، چې له پرېمانه نعمتونو یې برخمنوي؛ خو د پاسلنې – شکر او منندوېنې توفیق ترې واخلي، (چې پر نعمتونو بوخت او ولي نعمت ترې هېر شي، چې په دې توګه فرصت یې له لاسه ووځي.) [14]

 

د امام زین العابدین ویناوې

  • امام زین العابدین ددې آیت ((وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَتَ اللّهِ لاَ تُحْصُوهَا =که د خدای نعمتونه وشمېرئ؛نو شمېرلای نشی[15])) د لوست پر وخت ویل: هغه پاک دی،چې (( نعمت پېژندنه)) يې د هغه پر برخه کړه، چې همدومره پوه شو، چې له ((نعمت پېژندنې)) یې عاجز او بېوسې دی او د خدای پېژندنه یې د هغه پر برخه کړه،چې همدومره پوه شو،چې د خدای له پوره پېژندنې بېوسې دی او د هغوی معرفت او پېژندنه یې د شکر په توګه ومنله، چې خپله بېوسي یې د هغه د نعمتونو له پېژندنې وپېژنده او په بېوسۍ یې منښته د دوی شکر کړ؛ لکه چې د هغوی درک یې د ایمان په توګه ومانه، چې وپوهېږي، د ذات حقیقت ته یې وررسېدای نشي؛ ځکه خدای ښه پوهېږي، چې د دوی ګنجایش او ظرفیت همدا دی او تردې ډېره وسه نلري[16] .
  • هغه پاک دی چې پر نعمت منښته یې په ستاېنې ومنله، هغه پاک دی چې له مننې او شکر بېوسي یې د شکر او مننې پر ځای ومنله [17].

 

امام زین العابدین محمد بن مسلم زهري ته په یو پندناک لیک کې داسې کښلي :

د خدای نعمتونه درباندې پېټی شوي، روغ رمټ بدن او نسبتا اوږد عمر یې درکړی، حجتونه یې درباندې تمام شوي؛ ځکه پر خپل کتاب ( قرآن) یې پوهولی یې او د خپل دین پوهېدنه (فقه) یې درزده کړې او د خپل پېغمبر محمد (ص) سنت یې درښوولې دي،او هر نعمت یې چې درکړی او هر حجت یې چې درته راوړی؛ نو د خپل پاموړ یوه دنده یې درباندې ایښې او دا ټول ددې لپاره دي، چې ستا د مننې کچه ازمېښت کړي او خپله پېرزوېنه درښکاره کړي، چې په دې اړه یې ویلي: ((لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ = که شکر وباسئ؛ نو (خپل نعمتونه) به دربانې درزیات کړم او که ناشکري وکړئ؛ نو بېېشکه چې سزا مې سخته ده[18]))

نو ووینه چې سبا به د خدای پر وړاندې ودرېږې او پوښتي به: کوم نعمتونه چې درکړل شوي ول څه دې ورسره وکړل؟ او کوم حجتونه یې چې درکړي ول څنګه دې یې حق ورپوره کړ؟ [19]

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم ، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

 

[1] تفسیر نمونه ۱۰/ ۲۷۸

[2]  (منشور جاوید ۱/ ۲۴۸)، شرح منتخب آيات قرآنکریم (شیخ ناصر مکارم شیرازي)

[3] ( وسايل ٧/ ١٧٤)

[4] ( الامالي للطوسي : ٣٨٣ )

[5] (الکافي ٨/ ٨١)

[6] ( بحار الانوار ٧٤/ ١٥٣ )

[7] (المؤمن : ٢٧)

[8] ( الامالي للطوسي : ٣٨٣ )

[9] ( مواعظ عدديه : ٣٧ )

[10] (کنز ٣/٢٢٦)

[11] ( الخصال: مخ ٣٤)

[12] تحف العقول

[13] تحف العقول

[14] تحف العقول

[15] [ابراهیم (۱۴) – ۳۴ آیت]

[16] (؛یعنې د خدای وجود تردې پراخ دی، چې د بندګانو په فهم او پوهېدنه کې راځای شي).

[17] تحف العقول

[18] [ابراهیم (۱۴) – (۷) آیت]

[19] تحف العقول

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!