تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   د پند، حکمت، زهد او… په اړه له امام صادق ابی عبدالله جعفر بن محمد (رح) څخه اوږدې خبرې روایت شوي دي. عبدالله بن جندب ته د امام صادق (رح) سپارښتنې روایت شوی چې امام صادق ویلي: عبدالله! بېشکه شیطان په دې غولوونکې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

د پند، حکمت، زهد او… په اړه له امام صادق ابی عبدالله جعفر بن محمد (رح) څخه اوږدې خبرې روایت شوي دي.

عبدالله بن جندب ته د امام صادق (رح) سپارښتنې

روایت شوی چې امام صادق ویلي: عبدالله! بېشکه شیطان په دې غولوونکې کور کې خپل دامونه غوړولي او ښکار یې یوازې زموږ دوستان دي؛ خو زموږ د دوستانو په پام کې آخرت دومره ستر دی، چې په هیڅ څیز یې نه ورکوي.

وه! وه پر هغو زړونو چې له رڼا ډک دي، دنیا یې په نظر کې د رنګین مار او د بې ژبې دښمن په څېر ده، دوی له الله پاک سره مینه لري او له هغه څه تښتي، چې عیاشان پرې روږدي دي، دوی مې په رښتیا دوستان دي، چې په پار یې د هرې فتنې جرړه وځي او هر بلا لرې کېږي.

د جندب زویه! هر مسلمان چې مو پېژني ورته لازم دي، چې ځان هر شواروز واروزي او په خپله د ځان حسابګر وي، که په خپله کارنامه کې یې نیکي ولیده ورزیاته دې یې کړي او که بدي یې ولیده له خدای دې بښنه وغواړي، چې په قیامت کې پر ذلت وانه وړي. د هغه بنده پر حال دې خوشحالي وي، چې د ګناهګارانو د دنیا پر نعمتونو او پړق و پړوک افسوس ونه خوري، د هغه بنده پر حال دې خوشحالي وي، چې د آخرت په لټه کې وي او لاس ته راوړو ته یې هڅه کوي، د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې دروغجنې هیلې یې بوخت نه کړي. خدای دې پر هغوی ولورېږي چې (د خلکو د لارې) ډیوې او (د افکارو یې) روڼوونکي ول؛ دوی په ښو کړنو او نهایي هڅو، خلک راته راوبلل او دهغوی په څېر نه دي چې رازونه مو راسپړي.

د جندب زویه! په رښتیا ، مومنان هغوی دي، چې له خدایه وډارېږي او اندیښمن وي، چې هسې نه الهي هدایت چې ور پر برخه شوې له لاسه ورکړي؛ چې کله هم خدای او نعمتونه یې یاد کړي، ولړزیږي او وډار شي او چې کله د خدای آیتونه ورولوستل شي، د الهي قدرت د نفوذ راښکاره کېدو له لامله یې ایمان ډېر شي او پر خپل پالونکي بروسه وکړي.

د جندب زویه! (بېلارېتوب خو څه نوی څیز نه دی) له ډېر وخت راهیسې د ناپوهۍ بازار تود او بنسټ یې ‎پیاوړی شوی؛ دا ځکه چې خلکو د خدای له دین ځنې لوبوزله جوړه کړې، تردې چې عالمان هم باید پوهه د خدای درشل ته د ورنژدې کېدو وزله کړي؛ خو بې له الله یې یو بل څيز موخه کړی او همدوی ظالمان دي.

د جندب زویه! که لارویان مو سم او پایښتي وای، پرښتو لاسنیوی ورسره کاوه، وریځې ورباندې سیوری کېدې، ورځې یې رڼا کېدې، رزق یې له اسمان او ځمکې رسېده، څه یې چې له خدایه غوښتل ورکول یې .

د جندب زویه! زموږ لاروي ګناهګاران یوازې په ښو یادوئ، ټول له خدایه وغواړئ چې توفیق ورپر برخه کړي او هیله وکړئ چې توبه یې ومنل شي: څوک چې زړه راپورې وتړي، ولایت مو ومني، له غلیم سره مو دوستي ونه کړي، پر څه چې پوهېږي ویې وایي او پر څه چې نه پوهېږي یا پکې شکمن وي خوله چوپه کړي؛ نو په جنت کې دی.

د جندب زویه! هغه هلاکېږي چې یوازې پر خپلو کړو وړو (او هڅو) ډډه ولګوي ( او د خدای لورنه هېره کړي). هغه (هم) هلاکېږي چې د خدای پر رحمت یې ډډه وهلې وي او په سپین سترګۍ ګناه کوي. ومې ویل: نو څوک ژغورلېدای شي؟

ویې ویل: هغوی چې د ډار او هیلې ترمنځ وي، لکه چې ته وا، زړه یې ثواب ته د شوق او د سزا د ډار له لامله د (ښکاري) الوتونکي په منګولو کې دی.

د جندب زویه! څوک چې غواړي خدای حورالعین ورواده او د رڼا تاج ور پر سر کړي؛ نو خپل مومن  ورور دې خوشحال کړي.

 

د جندب زویه! د شپې خوب او د ورځې خبرې دې لږې کړه، چې د انسان د بدن په غړیو کې سترګې او ژبه خورا ناشکره او نامنندویه دي. د حضرت سلیمان (ع) مور، سلیمان (ع) ته وویل: زویکه! (تر اړتیا) ډېر خوب مه کوه؛ ځکه پر هغه ورځ چې خلک خپلو کړنو ته اړین وي، تش لاس به دې کړي.

د جندب زویه! په رښتیا، شیطان ښکار ته دامونه او کمندونه لري، پام چې پکې ونه نښلئ. ومو ویل: د رسول الله (ص) زویه، دا کوم دي؟ ویې ویل: له وروڼو سره د نیکۍ کولو مخنیوی یې دامونه دي او کمندونه یې د فرض نمانځه پر وخت خوب دی. هن! تردې غوره عبادت نشته چې له وروڼو سره د نیکۍ په لار کې ګام واخلې او کتو ته یې ورشې.

 د هغوی پر حال دې افسوس وي، چې له نمانځه غافل وي او ( د شپې) په خلوت کې ویده شي او په سستیو کې (د استراحت پر وخت او له افکارو د فراغت پر مهال) پر خدای او آیتونو یې ملنډې وهي (( په آخرت کې یې برخه نشته او خدای خبری ورسره نه کوي او نه د قیامت پر ورځ ( په لورنه) ورګوري او نه به یې ( له ګناهونو) پاک کړي او دردناک عذاب ورته دی)) (آل عمران / ۱۷۷ آیت)

د جندب زویه ! څوک چې ګهیځ له خوبه راویښ شي او بې د ځان له ازادسازۍ (او ځان جوړونې) په بل چورت کې وي؛ نو یو ستر چار  ته یې ټیټ کتلي له خدایه یې ناڅیزه ګټه (دنیا) غوښتې ده؛ او څوک چې له خپل ورور سره ټګي وکړي، سپک یې کړی او شخړه ورسره وکړي؛ خدای به یې دوزخ ته ورټېل وهي او څوک چې له مومن سره کینه کوي؛ نو ایمان یې په زړه کې په اوبو کې د مالګې به څېر وېلېږي.

د جندب زویه! څوک چې د خپل ورور د اړتیا پوره کولو لپاره ولاړ شي؛ نو لکه چې د صفا او مروا ترمنځ یې چې سعی کړې وي او که اړتیا یې ورپوره کړي؛ نو داسې دی چې د بدر او احد په غزاګانو کې په وینو کې ککړ شوی دی، خدای هله یو امت پر عذاب کړی، چې د خپلو وروڼو حقوقو ته یې ورشا کړې ده.

د جندب زویه! لارویانو ته مو وواست؛ ډولاډول اندونه ته ورمات مه شئ؛ پر خدای قسم! هله به زموږ ولایت ترلاسه کړئ چې پرهیزګاري خپله کړئ ، په نړۍ کې زیار وګالئ او د خدای په پار له خپلو وروڼو سره مالي او ځاني لاسنیوی وکړئ او څوک چې پر خلکو ظلم کوي؛ لاروی مو نه دی.

د جندب زویه! په رښتیا، لارویان مو په څو ځانګړنو پېژندل کېږي : سخاوت، وروڼو ته ورکړه، په شواروز کې پنځوس رکعته (فرض او نفل) نمونځونه، زموږ لارویان (د بې صبرۍ له لامله په سړو کې) د سپیو په څېر نه کړونجېږي، د کارغه په څېر تمه مار نه دی، زموږ له غلیم سره نه ګاونډی کېږي او نه د ګدایۍ لاس ورغځوي که څه له لوږې ومري، لاروی مو مارماهي نه خوري، پر پڼو او څپلیو مسح نه کوي، د ماسپښین نمونځ په لومړي وخت کې کوي، نېشه کوونکی څیز نه څښي.

 ومې ویل: درځار! چېرې دغسې لارویان ومومم؟ ویې ویل: د غرونو پر سرونو، د ښارونو په څنډو او شاوخوا کې، چې کله کوم ښار ته ورشئ؛ نو د هغو کسانو په لټه کې شئ، چې نه له خلکو سره معاشرت او نژدې توب لري او نه خلک له دوی سره، دا هماغه مومن دی [چې په لټه کې یې] خدای (د حبیب بخار په باب) وایي: (( او د ښار له لرې څنډې (انطاکیه) یو (مومن) سړی په منډه منډه راغی)) [یس (۳۶) – ۲۰ آیت]

د جندب زویه! ټول ګناهونه د بښنې وړ دي؛ خو بې ستا د همدینو تېری او ټول نېک کارونه د منلو وړ دی؛ خو نه د ریا کړنې.

د جندب زویه! (له مومنانو سره) د خدای په لار کې دوستی وکړه، پر ټینګه کړۍ (قرآن) منګولې ولګوه، د هدایت په رسۍ راځوړند شه، چې کړنې دې ومنل شي او خدای تعالی وایي: ((او په رښتیا ، د هغه بښوونکی یم، چې توبه وباسي او ایمان راوړي او ښې چارې وکړي او پر سمه لار روان شي)) [طه/ ۸۲]؛ نو یوازې ایمان منل کېږي او ایمان په عمل او عمل په یقین او یقین د خدای پر وړاندې په خشوع (او عاجزۍ) تر لاسه کېدای شي او د ګردو کچه (او چورلیز) هدایت ( او د لارې پېژندنه) ده، څوک چې لار ومومي، کړنې یې منل کېږي او قبول شوې کړنې د ملکوت نړۍ ته ورخېژي ((او د خدای چې چا ته خوښه شي سمه لار ورښیي)) بقره /۲۱۳]

د جندب زویه! که غواړې چې د جلیل خدای (د رحمت او نعمت) په کور کې ترڅنګ یې وسې او په فردوس بڼ کې هستوګن شې؛ نو باید په نظر کې دې دنیا خواره او مرګ په سترګو کې وي؛ سبا ته څه زېرمه نکړې او پوه شه څه چې وړاندې لېږې، پر ګټه دې دي او څه چې شاته پرېږدې پر زیان دې دي.

د جندب زویه! څوک چې له خپلو عایداتو او لاس ته راوړنو ګټ وانخلي؛ نو نورو ته یې زېرموي، څوک چې په ځاني غوښتنو پسې ولاړ شي؛ نو غلیم ته یې غاړه ایښې، څوک  چې پر خدای ډاډمن شي؛ نو او خدای یې چورلټ دنیوي او آخروي ستونزې هواروي او په غیاب کې یې ټول څېزونه ساتي.

څوک چې پر هر ازمېښت او بلا صبر ونه کړي او په هر نعمت شکر و نه کاږي او هرې ستونزې ته د هواري لار ونه مومي؛ نو ستړی کېږي . د اولاد، مال یا ځان په اړه پر هر مصیبت زغمناک شه، خدای چې کوم امانت درکړی بېرته یې اخلي خپله ورکړه بېرته تر لاسه کوي، چې ستا صبر او زغم پرې وازمېیي. خدای ته هیلمن وسه، نه هومره چې ګناه ته دې زړور کړي او له خدایه وډار شه نه هاغسې چې له رحمته دې یې نهیلی کړي، د ناپوه په خبرو او ستاېنه غره کېږه مه، چې د کبر او سرغړاندی لامل دې ګرځي او هسې نه چې کړنې دې په پام کې ښه وبرېښي؛ ځکه غوره کړه وړه عبادت او تواضع ده، هسې نه چې خپله شتمني پوپنا او د بل سمه کړې چې تر شا یې پرېږدې  (یعنې خپله شتمني دې نورو ته پرېږدې، ته یې نه لګوې خو میراث خواره دې یې سمه لګوي) د خدای په درکړې روزۍ قانع وسه او څه چې دې په لاس کې دي، په اړه یې سوچ کړه، څه چې تر لاسه کولای نشې هیله یې مه کوه، ځکه قانع مړېږي او څوک چې قناعت نه لري، مړښت هم نلري، له اخرته دې برخمن شه، په شتمنۍ کې نېشه کېږه مه ، په تنګلاسۍ کې بې صبره کېږه مه، توند خویه او سخت زړی کېږه مه، چې خلک درنه کرکجن وي او نه هومره نرمخویه او سپک وسه چې پېژندګلو دې ټیټ بولي. تر ځان لوړ سره دې لانجې مه کوه، پر تر لاس لاندې دې ملنډې مه وهه، په چارو کې له کارپوهانو سره یې شخړه مه کوه (کار یې خپل وړ ته وسپاره) په کم عقلو پسې مه ځه، د هر چا تر لاس لاندې کېږه مه، هڅه وکړه چې د هر چار ډاډ او ملاتړ ترلاسه کړې ، خپل پېټی د بل پر اوږو مه ږده، مخکې تردې چې پښېمانه شې د کار پیل او پای ښه وسنجوه ، د ورننوتو او وتو لار یې وپېژنه، زړه دې خپلوان وبوله چې درسره شریک دی، کړه وړه دې خپل پلار وګڼه چې ورپسې روان یې، خپل ځان او نفس دې غلیم وبوله چې مبارزه او جګړه ورسره کوې او باید امانت ورستون کړې، ته یې د خپل ځان طبیب کړی یې او د روغتیا نښې یې درښوولي دي ستا دردونه یې درڅرګند کړي او د رغولو لار یې درښوولې ده، وګوره چې څنګه پر ځان پام کوې، له چا سره دې چې نیکي وکړه؛ نو ډېر منت پرې مه ږده او مه یې وریادوه چې نیکي دې تباه کوي؛ بلکې نور ښه احسان ورسره وکړه ؛ ځکه له اخلاقي پلوه دغسې چلن درسره ښایي او بېشکه آخرت ته دې هم ډېر ګټور دی. د چوپتیا لار غوره کړه ، چې زغمناک دې وبولي، که ناپوه یې یا پوه، د عالمانو په مخ کې چوپتیا درته ګاڼه او ښکلا ده او د ناپوهانو په ناسته کې پر نیمګړتیاوو دې یو برغولی دی.

د جندب زویه! عیسی د مریمې (علیهما السلام) زوی خپلو اصحابو ته وویل: که یو مو خپل ویده ورور وویني، چې جامه یې پورته شوی او څه عورت یې ښکاری؛ نو څه کوئ؟ آیا ټول شرمځی یې راښکاره کوئ یا ښکاره برخه یې ورپټوئ؟ ویې ویل: په جامه یې ورپټوو.

ویې ویل: نه، ټول یې بربنډوئ ، اصحاب پوه شول چې دا یو متل دی او مطلب بل څه دی. ورته یې وویل: یا روح الله، څنګه یې بربنډوو؟ ویې ویل: ((که د خپل ورور کومه نیمګړنه ووینئ، نه یې پټوئ،په حق وایم، هله به خپل مطلب ته وررسئ چې خوندونه پرېږدئ او هله مو هیلې پوره کېږي، چې پر ناکامیو صبر وکړئ، (نامحرم ته) له کتو ډډه وکړئ،چې په زړه کې د شهوت تخم کري او لیدونکي ته همدا فتنه بسیا ده، د هغه پر حال دې خوشحالي وي، چې په زړه کاته وکړي نه په سترګو. د اربابانو په څېر د خلکو عیبونو ته مه ګورئ، خو د بندګانو په څېر خپلو عیبونو ته وګورئ.

خلک دوه ډوله دي: (په نیمګړتیا او ګناهونو) اخته او ازاد. پر اخته وو ولورېږئ او پر خپلې آزادی شکر وباسئ))

د جندب زویه! چا چې اړیکه درسره پرې کړې، ته یې ورسره ټینګه کړه، چې بې برخې کړی یې، ته ډالۍ ورکړه، چا چې بدچلن درسره کړی، ته ښه چلن ورسره وکړه، چا چې کنځلی یې، سلام ورباندې واچوه له دښمن سره دې هم په انصاف چلېږه، چا چې ظلم درباندې کړی ویې بښه لکه چې ښه دې ایسي بل درته تېر شي او د خدای عفوه په پام کې ونیسه، نه وینې چې لمر یې پر نېکچارو او بدچارو لګي او اورښت یې پر صالحینو او ناصالحو ورېږي؟!

د جندب زویه! د خلکو په مخ کې خیرات او صدقه مه ورکوه چې نېک دې وبولي؛ ځکه که ځانښوونه دې وکړه؛ نو پوره دې خپله مزدوری واخسته [او له خدایه به مزدوري وانخلې]؛ بلکې هڅه کوه چې د ښي لاس په ورکړه دې کیڼ ناخبره وي؛ ځکه هغه چې په پار یې پټه صدقه ورکوې، د قیامت پر ورځ به د ټولو خلکو په مخ کې بدله درکړي، حال دا چې له خیرات ورکولو دې د خلکو ناخبري څه زیان نه دراړوي. (دعا) په ورو کوه، خدای خو ستاسې له پټو او ښکاره وو باخبر دی، تر دعا وړاندې هم پوهېږي چې څه غواړئ، چې روژه یاست د چا غیبت مه کوئ، روژه مو په ظلم مه ککړوئ او د ځانښوونکیو په څېر روژه مه نیسئ چې مخ  مو تور اوختی وي، ویښتان موغونج او شونډې مو وچې وي، چې خلک مو له روژې نیوو خبر شي.

د جندب زویه ‎! ټولې نېکۍ او ټولې بدۍ دې پر وړاندې دي؛ خو یوازې په آخرت کې به پوره نېکې او بدۍ ومومئ ځکه جلیل او عزتمن خدای ټولې نېکۍ په جنت او ټولې بدۍ په دوزخ کې ایښې دي؛ ځکه دا دواړه تلپاتې دي.

چا ته چې خدای هدایت کړی، په ایمان یې عزتمن کړی او د هغه د نېکمرغۍ لار یې ورالهام کړې، د هغه په پنځ او طبیعت کې یې عقل ورایښی، چې نعمتونه یې وپېژني، علم او حکمت یې ورکړی چې خپل دین و دنیا پرې تنظیم کړي؛ نو باید پر ځان د خدای شکر او مننه لازم کړي، ناشکري ونه کړي، خدای یې یاد او هیر یې نه کړي، اطاعت یې وکړي، له حکمه یې سرغړونه ونه کړي؛ دا ځکه چې په لورنه یې پنځېدلی او تر پنځېدو وروسته یې نعمتونه ورډالۍ کړي او هم یې د ډېرو ثوابونو زېری ورکړی او دا لورنه پر هغه سربېره ده چې تر وسې اخوا څه دروند پېټی یې ورباندې ایښی نه دی، د مکلفیتونو په ترسره کولو کې یې د مرستې ضمانت کړی او سپارښتنه یې ورته کړې چې د ډېرو لږو دندو په عملي کولو کې مرسته ترې وغواړي؛ خو له دې ټولو لورونو سره سره، دا بنده له الهي فرمانه سرغړانده او بېوسې ښکاره کېدونکی دی! دې بنده د ځان او خدای ترمنځ د بې اعتنایۍ او خوارۍ جامې اغوستي، د ځاني غوښتنو غاړه کۍ یې پر غاړه کړې، د شهواتو لار یې خپله کړی، دنیا ته یې پر آخرت غوراوی ورکړی او په دې ناوړه وضعیت یې په ماغزو کې د جنتي باغونو هیلې ګرځي راګرځي! نه ښایي د چا کړنې چې د ګناهګارانو په څېر وي ؛ خو سترګې یې د نېکانو مقام ته نیولې وي.

هن! که هغه ورځ راشي او قیامت جوړ شي او ستره هنګامه رادبره شي او خدای تلې پرېکنده پرېکړې ته کېدي او خلک حساب ته راټول شي؛ نو هله به پوه شې چې غوراوی او ستریا د چا ده او افسوس او پښېماني د چا ده! نن داسې کار وکړه، چې په خپل آخرت کې دې د ژغورنې لامل وي.

د جندب زویه! عزوجل خدای په ځپلې وحې کې ویلي: ((د هغه نمونځ قبلوم چې د عظمت پر وړاندې مې سرټیټ کړي او په پار مې ځان له شهواتو وساتي او خپله ورځ زما پر یاد تېره کړي او پر بندګانو مې ویاړنه او کبر ونکړي وږی موړ کړي ، بربنډ پټ کړي، پر مصیبت ځپلي ولورېږي، مسافر ته ځای ورکړي، دغسې یو څوک د لمر په څېر ځلېږي او په تپو تیارو کې رڼا ورکوم، په ناپوهیو کې زغم ورکوم، په خپل عزت یې ساتم، خپلې پرښتې یې ساتنې ته ګومارم، چې مې وبولي، دعا یې قبلوم، چې رانه یې وغواړي ورکوم یې، دا بنده راته د جنت د باغونو په څېر دی، چې مېوې یې بېسارې او نه ورستېږي))

د جندب زویه! اسلام (پر توحید، نبوت او معاد اقرار) لغړ دی، جامه یې حیا، ګاڼه یې وقار، مړانه یې ښې چارې او ستن یې پرهیزګاري ده، هر څيز یو بنسټ لري او د اسلام بنسټ زموږ د اهل بیتو مینه ده.

د جندب زویه! تبارک و تعالی خدای د رڼا یو حصار لري چې په زبرجدو او ورېښمو کې رانغښتل شوی او په سندس (د زرینو ورېښمو ټوټه) او دېبا سینګار شوی، دا حصار (په قیامت کې) زموږ د دوستانو او غلیمانو ترمنځ اچول کېږي، هغه مهال چې د محشر پر ورځ د اوږده تمېدو له لامله، ماغزه وخوټېږي، زړونه خولې ته راشي، ځیګرونه وریته شي؛ نو د خدای دوستان وردننه کوي او هلته د خدای په امن او خوندیینه کې وي او څه چې زړه غواړي او سترګې ترې خوند اخلي ورچمتو دي د خدای د دښمنانو ستوني د سختو خولو له لامله بندېږي او له ډاره یې زړونه چوي او (وحشت ځپلي) د خدای ورچمتو کړیو عذابونو ته ویني او وایي: ((څه راباندې شوي (په دنیا کې) چې څوک مو بدان ګڼل، (په اور کې) یې نه وینو)) [ ص /۶۲] د خدای دوستان به دا منظره ویني او ورباندې به خاندي، لکه چې خدای (د دوزخیانو له خولې) ویلي : (( یا ملنډې مو پرې وهلې یا اوس سترګې ترې چپې شوي دي؟ یا (دومره سپک دي چې زموږ) سترګې یې نه ویني)) [ص /۶۳] (بیا خدای وایي): (( نونن مومنان په کفارو پورې خاندي، پر خپلو تختونو ناست [ او سپېره برخلیک ته یې] ویني)) [مطففین / ۳۴ او ۳۵ آیتونه]؛ نو  یو به هم پاتې نشي او خدای به یې بې حسابه جنت ته ورننباسي، چې زموږ د دوستانو له مومنانو سره یې (که څه) د یوې کلیمې مرسته کړې وي.

 

سرچینه :

تحف العقول د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین  بن شعبه الحراني  روایتي

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!